en
Feedback
🇦🇫Aftekharullah Aftekhar🇦🇫

🇦🇫Aftekharullah Aftekhar🇦🇫

Open in Telegram

زما غزلې، نثرونه، لنډې کیسې، ادبي ټوټې، ادبي هایکوګانې، او په زړه پورې بیتونه... د نورو لیکوالانو ناولونه pdf بڼه او پریمیم اپلکیشنې دلته تر لاسه کولای شئ! فسبوک مې https://www.facebook.com/ د هر ډول کتاب غوښتلو چینل👇 https://t.me/Aftekharketabtoon

Show more
4 481
Subscribers
No data24 hours
-617 days
-19730 days
Posts Archive
شرم دی! که خپرندویه د کتاب فروش او د لیکوال ملګری د ملګري د ناول ښه ثابتولو لپاره د ناول په صفت کې مبالغه کوي. قسم دی د ځینو نوو کتابونو دومره عجیب صفتونه کیږي چې زه یې په لوستلو شرمیږم حیران دې ته یم چې دا صیب یې به لیکلو ولې و نه شرمېد! په داسې حال کې چې د همدې کتاب میاشت ورسته څوک پوښتنه هم نه کوي... دا پوسټونه دومره بد ښکاري لکه ځینې هلکان د ځینو انجونو ناجوړو کیسو ته کمنټونه. چې هېڅ د خپل شخصیت کیسه کې نه وي! د حقیقت لپاره دلته زما یو بیت دی چې: لږ رښتیا وینا مې وکړه ځان مې غرق کړه زما څومـــــــــره اخترام وه که ستا پام وه زه خو وایم چې زما په رقم لار بدله کړئ او خپل غرور داسې وساتئ افتخار مې اوس بیخي کیسه کې نه دی را پســــــې به دا مدام وه که ستا پام وه د کتاب حق دی چې صفت یې وشي نه دومره چې ځان ورته وغورځوئ! #افتخارالله_افتخار @Aftekharullah_Aftekhar_Bot

پــــــــــــــــه وړه وړه وړه وړه خبره چې میین نه وم غوسې رانه کېدلې ـــــــــــــــــــــــــ له غزل څخه #افتخارالله_افتخار
پــــــــــــــــه وړه وړه وړه وړه خبره چې میین نه وم غوسې رانه کېدلې ـــــــــــــــــــــــــ له غزل څخه #افتخارالله_افتخار @Aftekharullah_Aftekhar_Bot

که ته لیکوال یې او دې ته خوشحاله یې چې لوستونکي او مینوال دې د اصف عمر، ډاکټر عبدالهادي حماس... او احمدي صاحب د ناولونو تنده ستا په ناول ماتوي او یا دې د لیک کرښې، ډیالوګونه، منظرکشي... او نثر لوستلو سره بل لیکوال نیغ سترګو ته دریږي نو خفه کیږه مه! زما په نظر ستا د لیکوالۍ قدم ستا خپل نه دی، دلیل یې دا دې چې: (ولې خلک ستا د خپلې کیسې لوستلو سره تا فکر ته را نه ولي!) نو ستا د دې لیکوالۍ تاته ګټه، ارزښت او قیمت څه شې شو!؟ په ساده الفاظو به دې پوهه کړم! د خدای شکر ادا کوم چې زما د کیسو لوستلو سره هېڅ کس تر نننه ماته و نه ویل چې: (ستا کیسې د پلانکي لیکوال ته ورته دي او زما پرې د هغې تنده ماته شوه) یعنې زه ښه روان یم! او تاته هم وایم چې خپله لار خپله جوړه کړه د چا په پلونو قدمونه مه ږده! قدمونه دې دومره قوي کړه چې ورسته ترې ستا خپل پلونه پاتې شي نه د بل سره مشترک! که هر څوک په دې عقیده خوشحاله دي چې زما لیکل د پلانکي مشهور لیکوال ته ورته دي نو صیبه بیا ته څوک شوې؟ ته ولې په خپله لیکوالۍ خپله و نه پیژندل شې؟ ستا د فکر ځواک ولې تاته خپل نوم در نه کړي؟ ایا فرض ده چې د بل لیکوال ته مو د لیکوالۍ کرښې ورته وي؟ او که خپله لار خپله نشې جوړولې او یا دې د قلم ځواک همدومره دې چې د بل په پل قدم کیږدې! خو زه ډاډه یم چې ته تکړه یې او سر له نننه دې لار بیلولې شې ځکه چې ته جلا ستورې یې او هغه جلا! #افتخارالله_افتخار Aftekharullah Aftekhar

همدا اوس مې بخاري شریف کې له لسو زیات احادیث د ولوستل چې پیغمبر پاکﷺ فرمایي: لمر او سپوږمۍ په خلکو کې د چا د مرګ او ژوند له ا
همدا اوس مې بخاري شریف کې له لسو زیات احادیث د ولوستل چې پیغمبر پاکﷺ فرمایي: لمر او سپوږمۍ په خلکو کې د چا د مرګ او ژوند له امله تندر نه نیسي، بلکې دا د الله تعالی له نښو څخه دوه نښې دي، کله مو چې دا (لمر او سپوږمۍ په تندر نیول شوي حالت کې) ولیدل نو ودرېږئ، لمونځ وکړئ یعنې په لمونځ زیات ټینګار شوي، ځکه کله هم چې داسې پېښه راغلې جانان ﷺ لمونځ نه دې قضا کړی دوهم: د جناب پیغمبرﷺ زوی ابراهیم چې په کومه ورځ وفا شو په هماغه ورځ لمر تندر ونیو، بیا د ځینو ګمان و چې دا تندر نیونه د ابراهیم د مرګ له وجې ده، خو پیغمبرﷺ دا خبره رد کړه او وۍ فرمایل: چې لمر او سپوږمۍ تندر نیول د الله تعالی له نښو څخه دوه نښې دي د چا د مرګ ژوند پورې اړه نه لري، په داسې حالت کې لمونځ، صدقه او دعاګانې وکړئ #افتخارالله_افتخار @Aftekharullah_Aftekhar_Bot

ډاډه یم د کونړ له درو پورته شوي ویرونو به فضا کې مرغان هم دردولي وي د انسان به څنګ ورسره زړه نه چوي! دلته د پښتنو ځوانانو، پی
ډاډه یم د کونړ له درو پورته شوي ویرونو به فضا کې مرغان هم دردولي وي د انسان به څنګ ورسره زړه نه چوي! دلته د پښتنو ځوانانو، پیغلو، میندو پلرونو او بچو صرف وجودونه نه! بلکي ډېرې هیلې ارمانونه هم میرات میرات دفن شول. لاندې تصویر زما یو بیت ښه ترجماني کوي نندارې تــه خـو دې غمه داسې ناست یم لکه ناست چې تماشې ته وي د ډم څوک #افتخارالله_افتخار Aftekharullah Aftekhar

👇👇👇

کور ور رانه خلاص پاتې و، کوټه کې د یوې کیسې په لیکلو مې د قلم له څوکې رنګ کماوه! د پانزیب نرم غږ مې د غوږ پرده وټکوله، د بنګړو شړنګ سره د پمپ غږ پورته شو! پوهه شوم چې حوره مې میلمنه شوه! اوږه مې د کوټې ور سره ولږېده شیبه کې یې مخې ته را وګرځېدم. په شوخه مسکا مې ورته وویل: لیونۍ مې کور خالي دي، ټول د ماما زوی واده له تللي، نو زه خو وايم چې خدای دې را تاوان که، دا تاوان ماته په ګټه تمامیږي! د پمپ نه یې نرم لاسونه جلا کړل، یو دوه قدمه لوښي څنګ ته لاړه ـ زه به بیا لاړه شمه! که در تاوان شم نه خفه، خو د پښتنو پیغورونه به له ژونده سکون واخلي! چټک مې د کور ور بند کړ بیرته واپس شوم ـ زېبو پریږده چې میلمنه د کور کوربنه جوړه شي، په تا مې چرته پیرزو چې اوبه کور ته په سر یوسې، ستا تندې خو د ښکلولو دی، نه پرې د فشار راوړولو، په راتګ دې راته دا کور جنت شي، ما خو د رب ښکلا هله ومنله چې ته مې ولیدې، په بنده ګانو کې یې په تا څه جلا خواري کړې... خبره مې لا نه وه پوره کړې چې ور وټکېد، پام مې دروازی ته واوښت تر څو مې چې زېبو ته مخ اړوه وخته په زینه د کوټې سرته په ختو وه، یو ډول خاموشې خندا ونیوم، د بیا دروازۍ ټکېدو سره زېبو د کوټې له سره فنا شوې وه ور مې خلاص کړ سیلۍ بیا له مخ برقه پورته کړی بې له ښې بدې په کور را ننوته، ور مې وتاړه. ورپسې راغلم چې: خدای دې خېر کړي بیا دې څه پېښه ځان سره ملګرې کړې؟ تر څو یې چې ځواب ته ځان جوړاوه د زېبو په راوړل شوي د اوبو په لوښي نظر ولږېد، خپله موضوع یې خېره کړه په شوخۍ یې وویل: زېبو دې کومه کوټه کې پټه کړې وایه!؟ ـ زېبو نشته! ـ یعنې تا هم دروغ شروع کړل! ـ نه. وایم زېبو نشته دلته وه ستا په راتګ وویرېده چې څوک دي نو لاړه! ـ وۍ نو څنګه لاړه دروازه خو دا ده لکه د فلمي هیرو ترې راتاو شوم او راغلی الهام مې پیش کړ خفه نــه وه زړه د خلاصه لاړه د ژوند ملګرې مـې د لاسه لاړه زمونږ له کوره پـــه زینه وخته لکه پېشو دیــــوال دپاسه لاړه د افسوس سر خوځولو سره یې وویل: ـ ښه یعنې په غلط وخت کې راغلم ـ هههه هسې ته راغلې کله په ښه وخت یې!؟ ـ ولې زه تاته شیشکه ښکارم، په زېبو دې ډېر ناز مه کوه له هغې ډېره ښکلې یم ماته خندا راغله یو دم یې را چغه کړه ـ چُپ! سم بې روحه بې ځوابه شوم! بیا یې خبرې زیاتې کړې ـ تا چې ځلا سره د هره ورځ زلوبۍ خبره کړې وه نن دې ولې ورته نه ده اخیستې؟ ټوله ورځ یې زما لمن نیولې وه نه مې ترې کار کولای شو نه لمونځ، ان دې ته یې راوستم چې راغلم درپسې! ـ اممم خبره داسې وه چې د مردکي ماما دوکان کې زلوبۍ خلاصې وې، او تاته پته ده چې نورو سره نشته نو سبا به ورته دوه واخلم! ـ خو ځلا ویل چې دوکان کې زلوبۍ وې او شته، ځکه یې زما دماغ را وخوړل! ـ نو کم عقلې، کیدای شي ماسره پیسې نه وي او ضرور ده چې د خپل جیب حال تاسره هره ورځ تازه په تازه شریکوم، څه میرمن خو مې نه یې! له ځان سره یې ارام وویل: کاش ما غوږونه کاڼه کړل ـ څه تا څه وویل ایزیلوډ دې غوښته ـ نه نه هسې یوه خبره وکم؟ ـ هو! ـ بس پریږده یه بیا به یې وکړم! ـ نه اوس یې وکړه! ـ ته زما ښه ملګری یې کنه بل ځل درسره په دې اړه غږیږم او هو د چرګانو دوه هګۍ شته یوه به د ځلا لپاره خرڅه کړم ورته به ووایم چې افتخار ماما دې واخیسته ـ اممم په اول ځل مهرباني. او سمه ده بل ځل به وغږیږو ستا زړه اوس نه دی! سر یې وخواځاو دروازی خواته روانه شوه شاته یې څه په نوي انداز وکتل، په سترګو کې یې یوه نړۍ هیلې راته پرتې ښکارېدې، ما مخکې سیلۍ په دې وضعیت کې نه وه لیدلې! دا چې بل ځل سیلۍ ماته څه وایي انتظار وکړئ! او هسې ستاسې په نظر څه به وایي؟

نن مې کوچنۍ خورزه موټر کې راسره وه په لار یې دیوال ولید، کوم شل شکرونه یې وکړل (وۍ شکر دیوال) دا کلیمه یې په خوښۍ، خوښۍ چغو سره بار، بار تکراروله! نورو ته مې مخ وګرځاؤ ـ له ماشوم زده کړه وکړئ! د خوشحالۍ لپاره بانې وګورئ او ځان خوشحاله وساتئ! د نړۍ خلک دومره مصروف دي چې د بل خوشحالولو ته هېڅ وخت نه لري! خو زه د کینې، حسد، نفرت... مصروفیت ښایم. #افتخارالله_افتخار @Aftekharullah_Aftekhar_Bot

د ایران له خاطرو: سپینه واوره د سرک او کوڅو غاړو ته داسې پرته وه لکه د خزان باد چې وچې پاڼې یوې خواته راټولې کړي، باران هم وریده تادې مو ځکه کوله چې تقريبا زمونږ د ملګري له اتاقه دا دوکان یو کیلو مټر لرې و او بل نږدي دوکان ساحه کې نه لیدل کیده لار اوږده وه، د باران او یخنۍ له وجې مو له دوکانه چې یوه انجلۍ پکې دوکانداره وه سودا وکړه او روان شو مونږ دې دوکان ته د بل ملګري اتاق نه راغلو چې څه شیان مو د هغې له اتاقه خپل ته راخیستي و او ماسره د همدې ملګري بوټان و پلاستکې بند وو خیر اتاق ته ورسیدو څنګه مو چې ور خلاصوه ملګري راته وویل زما بوټان دې څه کړل؟ ـ اوهو اغه خو رانه دوکان کې پاتې شو ـ ته اتاق ته داخل شه زه بوټانو پسې ځم! ـ نه لومړی دا چې تیروتنه ما کړې باید زه یې خپله جبران کړم، دوهم دا چې تاسره د دې دوکاندارې د موبایل شمیره شته؟ ـ نه هغه انجلۍ ده شمیره ترې څنګه اخلې! ـ څومره وخت دې دلته کیږی چې له دې دوکان سودا کوئ؟ ـ تقریباً له درې کالو زیات غوسه راغله چې تر اوسه مو دومره اړیکه نه ده جوړه شوې او یا مو جرأت ولې نه دی کړې، که یې شمیره وایې کال مو ورته کړی و چې د بوټانو حفاظت وکړه سبا درځو سودا پسې اوس باران دی او لار اوږده ده. ده ته مې وویل ورځه اتاق ته زه ورغلم. واپسي مې د باران په ګڼو څاڅکو کې وکړه خیر له ډیرو منډو ورسته مې ځان ورساو، دوکان ته داخل شوم د څنګ چوکې کې کیناستم د دمې لپاره. دوکاندارې انجلې را غږ کړ: ـ څنګه ستړی یې! ـ ډیره اوږده لار مې ووهله د ملګري بوټان مې دا دې مخامخ راته ایښې دلته پاتي و مونږ ویل چې بل څوک یې یو نسي ـ اوهو زما هم ورته پام شوې نه دی! همدې سره ور اوچت شوم یو څو قدمه وړاندې ورغلم په داسې ډاډ مې ورته وویل لکه هلک ته چې مخاطب یم ـ زمونږ اتاق له دوکان ډېر لرې دی، وخت ناوخت داسې ضرورت شي لکه دا. ایا کولای شئ شمیره مو راکړي تر څو بیا داسې ستړی نشم!؟ ـ هو ولې نه! موبایل مې ور کړ شمیره یې پکې ولیکله مننه مې ترې وکړه او واپس لاړم د اتاق نور ملګري هم ناست و، ورته مې وویل که تاسې په وخت شمیره راخیستی وی داسې نه ستړی کېدم، نه لمدېدم! یو راغږ کړ ـ ولې تاته یې نمبر درکړه ـ هو ټول را اوچت شول ته راکه، ته راکه چې لین ورسره جوړ کړو او... دلته پوه شوم چې:(منفي فکره خلک هیڅکله ځان ته اسانتیا نشې پیدا کولې!) شمیره مې ور نکړه که څه هم بیا دې دوکاندارې سره نه مخ کیدم، خو که سبا ورته د دوي لخوا مزاحمت شوې و بیا یې په بل افغاني، پښتون باور نه کاوه #افتخارالله_افتخار @Aftekharullah_Aftekhar_Bot

کلونه وشول... #افتخارالله_افتخار @Aftekharullah_Aftekhar_Bot
کلونه وشول... #افتخارالله_افتخار @Aftekharullah_Aftekhar_Bot

د چایو پیاله مې لا شونډو نه وه ښکل کړی چې د دروازې دربا داسې پورته شوه لکه څوک چې له دښمنه د چا کور ته فناه وړي. ما هم لکه هاغه ټپه چې وایي(جانانه دوه قدمه یو که...) ځان تر دروازې ورساو، د یو ښه غضب مخې ته په یوه شېبه کې ودریدم چې نوم یې وه (ځلا) سیلۍ یې هم تر څنګه اندیښمنه برقه له مخه داسې لرې کړه وه لکه زمونږ په انګړ کې چې ولاړه وي. بې له ستړي مشو مې بلنه ورکړه خو د ځلا ارادې راته ښې نه محسوسېدې! شېبه ورسته ټولو ته د چایو پیالې کتار شوې خو ځلا داسې را کتل لکه ما چې کومه لویه تیروتنه کړي وي، سیلۍ ته مې اشاره وکړه چې دا بلا څه اراده لري، دې ښکلو سترګو کې مې و نه خوري! ویل تانه لکه چې زلوبۍ هېرې دي!؟ تندي ته مې لکه چې ټس ور نکړ، خو وراره ته مې پیسې ضرور ورکړې چې ځان د مردکي ماما دوکان ته رسوه او ځلا ته زلوبۍ حاضرې کړه په تندي کې بدلون راغې بیا مې له سیلۍ وپوښتل ـ ولې تاسې کره لکه چې چای نه وه چې دلته مو ځان په ملا اذان را ورساوه!؟ سیلۍ مسکۍ شوه څادر په سر سم کړ ځلا ته په لیدو یې ژبه وخوځېده ـ خبره داسې ده ځلا خبره شوې چې زما په نوم کتاب لیکي، زه ورسره جنګ کوم، د خپلې زېبو نوم دې په کتاب کیږدي، نه زما! ګنې ماته دې هره ورځ د لس روپو یوه کړۍ زلوبۍ اخلي! ځلا ته مې ډېر جیو جان وکړه چې هره ورځ خو میاشت 3 سوه افغانۍ شوې، او ماته مجله یوه انه نه راکوي، دا وچ ظلم دی، باید هفته کې درته یوه کړۍ زلوبۍ واخلم! ځلا ته رارسیدلې زلوبۍ خولې ته کړه او ښه هډوکې یې ورکې جو جو کړل له غټ غړپ ورسته یې وویل: یا به له کتابه زما نوم لرې کی، یا به هره ورځ راته زلوبۍ اخلې! یا له دې کوره نه وځم تر هغې چې زما و نه منې! سیلۍ ته مې غوږ کې وویل چې 15 ورځې به یې ورته ته اخلې او 15 زه. دومره وس نه لرم! سیلۍ هم د ځلا ترور وه ویل: قرانکه یې درسره ومنم دریمه ورځ ده چې درته وایم ایزیلوډ راته وکړه تر اوسه دې انه نه ده را لیږلي او ماته به نن حتمن ایزیلوډ... خبره مې غوڅه کړه او سمدستي مې ځلا ته وویل چې هره ورځ درته زلوبۍ اخلم! یو دم یې زما غیږ ته را منډه کړه په مخ یې ښکل کړم، یو ځل مې شیطاني فکر کې راغله چې د سیلۍ ایزیلوډ ومنه کیدای شي هغه هم داسې را منډه کړي، بیا مې پام شو چې ته خو سلامته خوږه، بوره، چاکلیټ، شات، شکر، الوچه، ام، مڼه، رازګولې، زلوبۍ، او کلچه زېبو لرې، سیلۍ خو دې ملګرې ده ایسته مې شیطان ته یو دوه لعنتونه ډالۍ کړل اوس خبره دا ده چې باید د ځلا مجلې همکاران راسره د ځلا د زلوبۍ بوج ته اوږه ورکړي ګنې دا تاوان به ما تر هدیرې د خلکو په اوږو یوسي. #افتخارالله_افتخار @Aftekharullah_Aftekhar_Bot

د ښځې چلول | لنډه کیسه تر څو مې چې ځان د ځواب ځای ته رساوه، ګڼ شمیر پیغامونه راغلي و زما د لیکوالۍ صفتونه او ستاینې یې کړې وې، نه پوهیږم چې دا ستاینې د مطلب لپاره وې او که رښتنې مینه وه، وجه دا وه چې دې شخص سره نا اشنا وم! او ځکه غوښتل یې په لنډه کیسه یې نظر یار کره کتنه وکړم لا زما ځوابي پیغام نه و ورغلې چې مصروفه یم یا بیګاله به ستا کیسه له نظره تېره کړم ناپاڅاپي یې لنډه کیسه ولیږله، د کیسې نوم په لوستلو حیران شوم چې اوس باید سړی پوه کړم، هسې نه کیسه نشره کړي او له چوکاټه نه وي وتلی، ځکه نوی لیکوال دی په ډېر تاوان ورته تمام نشي... د کیسې نوم یې لیکلی و (د ښځې چلول) شته مصروفت سره مې مخه ښه وکړه او لږ ورته په ډډه شوم د کیسې پای کې راته پته ولږیده چې د کیسې نوم (د ښځې چلول) نه بلکي (د ښځې چل ول ) دی ښه ما ویل زما املاء به لږې تیروتنې لري خو دې ګلاب پرې حد کړی و! خبره مې دا کوله چې لیکوالۍ سره سم د املاء او لیک نښو زده کړه داسې مهمه ده لکه د خټو پسخې له اوبه! #افتخارالله_افتخار @Aftekharullah_Aftekhar

دا به څوک وه؟ |#کیسه_ګۍ د ژوند په یو سفر کې په مصیبت واوښتم بلهاء خلک راسره وه ټول لاړل، داسې کس لاس راکولو ته پاتې شو چې له
دا به څوک وه؟ |#کیسه_ګۍ د ژوند په یو سفر کې په مصیبت واوښتم بلهاء خلک راسره وه ټول لاړل، داسې کس لاس راکولو ته پاتې شو چې له یو بل سره وران وو... #افتخارالله_افتخار @Aftekharullah_Aftekhar

د ځلا مجلې مې هدف د پخوانیو او نوي ځوان لیکولانو/لیکوالانې تشویق او لیکوالۍ سره بلدتیا او ژبې ته پراخه خدمت دی. ماته دا لار ډېره غوره ښکاره شوه اوس ستاسې وار دی چې په پرمختګ کې یې راسره پوره لاس ولرئ یقین ولرئ د ځلا پرمختګ ستاسې پرمختګ دی! +923411253190 #افتخارالله_افتخار @Aftekharullah_Aftekhar

زېری زېری ځلا مجله په رسمي بڼه خپل کار پیلوي ځلا مجله د ادبیاتو ښکلی کور دی! موږ ستاسو د احساساتو، فکرونو او الهام لپاره یوه
زېری زېری ځلا مجله په رسمي بڼه خپل کار پیلوي ځلا مجله د ادبیاتو ښکلی کور دی! موږ ستاسو د احساساتو، فکرونو او الهام لپاره یوه ځانګړې فضا برابره کړې ده. که تاسو شاعر یاست، لیکوال یا د کیسو، غزلونو، لنډیو او مقالو مینوال یاست، نو دا ستاسو ځای دی. خپل قلم راواخلئ او خپلې لیکنې، مقالې او ادبي لفظونه موږ ته راولېږئ، څو د ځلا د پاڼو له لارې زرګونو لوستونکو ته ورسېږي. لیکنې مو لاندې ادرس ته واستوئ واټساف +923411253190

یو نوی خبر په لاره دی... ستاسو په اټکل کې څه کېدی شي؟ #افتخارالله_افتخار @Aftekharullah_Aftekhar
یو نوی خبر په لاره دی... ستاسو په اټکل کې څه کېدی شي؟ #افتخارالله_افتخار @Aftekharullah_Aftekhar

هوښیار خلک څه پښتانه نه دي چې د قسمت په طمعه کېني. هغوي قسمت جوړوي! #افتخارالله_افتخار @Aftekharullah_Aftekhar
هوښیار خلک څه پښتانه نه دي چې د قسمت په طمعه کېني. هغوي قسمت جوړوي! #افتخارالله_افتخار @Aftekharullah_Aftekhar