en
Feedback
د هر ډول معلوماتو بانک

د هر ډول معلوماتو بانک

Open in Telegram

زمونږ خپرونې: اسلامي او هر اړخيزه معلومات، آیاتونه، حدیثونه او غوره ويناوې په ښکلي ډیزاین کې، د ډیزاین مواد، کتابونه، پروګرامونه او ګټورې ويډيوګانې. تبادله: @Almoteoon1 زمونږ فيسبوکپاڼه: www.facebook.com/Almoteoon د ټلګرام چینل: https://t.me/Almoteoon

Show more
The country is not specifiedThe category is not specified
1 461
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
No data30 days
Posts Archive
✍🏻شفیع الله همت

د خور د واده مې شپږ کاله ووتل خو زه يې کله کور ته نه وم تللی: مور او پلار به مې کله کله اختر يا هم برات کې ورتلل ، يوه ورځ په خپل اطاق کې ناست وم چې ښځې مې راته په خبرو پيل وکړ ، سړيه خفه نشې خو دا ستا خور چې دلته راځي بچي يې د ټول کور حالت خراب کړي ، خرچې ډبلې شي او کور هم ګډ وډ کړي، او ستا مور خو نو کله مونږ نه پټ ورته د صابون پاکټونه په پنډ کې ږدي کله ورته کالي ورکوي او کله خو لا ورته د وريجو څخه يې هم پلاستيک ډک کړی وي نو ته داسې وکړه چې مور ته دې ووايه دا خو زمونږ کور دی کوم د خيرات او زکات مرکز خو نه دی دا کارونه دې نور دلته نه کوي...! د ښځې په دې خبرو سره مور ته ډير غصه شوم چی په دې سختۍ يې زه ګټم او مور يې خور ته مې ورکوي ..! ورځې تيريدې چې يوه ورځ مې خور کور ته بيا راغلې وه وړوکي بچي يې د ماما کور په ګڼلو او خوشحالۍ له وجې منډې رامنډې وهلې چې د ټي وي ريموټ يې مات کړ زه مې مور ته ورغلم ورته مې وویل چې خور ته مې ووايه دلته صرف د اختر په ورځو کې راځي او بس نور دې نه راځي! او مورې دا ته چې کوم صابون وريجې او د کور سامان ورکوې کنه دا نور بند کړه دا کيسې دې زما نه دي خوښې ، مور مې غلې ناسته وه هيڅ يې نه ويل ، ګويا هغې سره هم خپل د سرپناه غم وو ځکه چې نن سبا خو زامن چې واده وکړي بيا مور او پلار هم هير کړي او يا هم زما د خور بې وسۍ يې هوش او هواس غلي کړي وو! زه پوه نه وم خو خور مې زما ټولې خبرې په بله کوټه کې اوريدلې وې ، هيڅ يې هم راته و نه ويل ، مازيګر څلور بجې شوې خور مې خپل بچي تيار کړي وو ، راغږ يې کړل وروره مونږ خو دا د موټرو تر هډې پورې لږ ورسوه ، ما ورته د دروغو يو ست وکړ چې څو ورځې به دې تيرې کړې وې کنه ، خور مې مسکۍ شوه وای نه وروره خير ويسې د ماشومانو رخصتي خلاصه شوې ده بايد مونږ لاړ شو ... 😥 څه وخت وروسته مونږ دواړو ورونو خپل منځ کې ځمکه تقسيموله چې مور مې خور هم راغوښتې وه ، مور مې په دې تاکيد کاوه چې بايد خور ته هم يو څه برخه ورکړئ خو مونږ مکمل د خور له برخې انکار وکړ او ورته مو ويل چې هيڅ حق يې نشته ، خور ته مې يو څه بدې ردې هم وويلې ، خو هغه غلې ناسته وه ، له شا مې ښځې هم را غږ کړ چې دا خو د سوال ځای نه دی زمونږ خپله بچي همدې ځمکې ته ناست دي هر څوک دې خپل کار کوي ....! مشر ورور مې بيل شو څه وخت وروسته زما يو زوی په يوه داسې ناروغۍ واوښته چې له مال حال او دارايۍ يې خلاص کړم ، نور راسره هيڅ نه وو پاتې چې پرې يې ولګوم ښه قرضداری هم شوم ، د کور د خوراک څښاک لپاره د سودا اخيستلو لپاره د‌پيسو هم څه درک نه لګيده , تنها په خپل اطاق کې په همدې غمونو کې ډوب ناست وم ، شايد پر خپل حالت مې ژړل ... ، چې په دې وخت کې مې خور زمونږ کره راغله ، ما د ستړي مشې څخه لا مخکې له ځانه سره وويل چې دا منحوسه خو بیا راغله ، دې وخت کې خور مې راغله او له ما سره کيناسته ، ما مې ښځې ته وويل چې يو څه تيار کړه راغږ يې کړ وای هوټل نه دی ، او نه د څه تيارولو ضرورت شته ،  نه يې شم کولای دا‌ پخلي ...! خور مې غلې ناسته وه ، هيڅ يې و نه ويل ، لکه چې هيڅ يې څه نه وي اوريدلي ، وروسته را نژدې شوه ، وروره خفه یې؟ په سر يې راته لاس کيښوده راته په نرمه او غلې لهجه يې پيل وکړ وروره مشره خور يم ستا ، په غيږ کې مې را لوی کړی يې پوهيږم مشکلاتو را حصار کړی يې ، له سترګو يې په معصوم چاودلي مخ نا ګهانه څو وار بې واره اوښکې راغلې ، څو ځل يې دا الفاظ تکرار کړل (خور دې له تا قربان شي وروره ) راته يې کړل دا وګوره کنه څو تاره ويښته دې هم سپين شوي دي ولې فکرونه کوې ها؟  وروره بچي مې مکتب کې وو ما ويل په منډه به مې دا ورور وګورم نو ځکه راغلم  😥 خبرې يې ډيرې اوږدې نه کړې شايد زما او د ښځې په رويه او خبرو يو څه نا اميده شوې وه خو خپلې مينې نه پريښوده چې لرې پاتې شي ، خپل د څادر پيڅکې ته يې لاس کړ يوه تړلې غوټه يې ترې را خلاصه کړه راته يې ويل ته ليونی يې هسې خفه کيږې ، خور خو دې شته او له همدې سره يې ترې د خپل ناوېتوب څلور د سرو زرو بنګړي راکړل ، هن واخله وروره دا خرڅ کړه يو څه وخت خو به دې د کور خرچه او د زوی علاج شي ، دا مې همدې سختې ورځې ته ساتلي وو ، بيا يې لاس کړل د غوټې له څنګ يې لږې څوليدلې پيسې راواخيستې چې د ټيکري پيڅکه کې يې تړلې وې ، دا ټول د لس ،  شل  او پنځوسو روپيو نوټونه وو ګويا همدا يې يوه پاسره او جمع شوې خزانه وه ...! زما له خولې هيڅ خبره نه وتله شايد‌ په کړيو کارونو مې پښيمانتيا همداخاموشي وه ...! راته يې کړل وروره ستا دې قسم وي که د دې بنګړيو باره کې به چاته څه وايې په تندي يې له مينې ښکل کړم هماغه خپلې ټولې کړې زر روپۍ يې راکړې وای وروره په دې مې وریرونو ته غوښه راوړه چې خوشحاله شي ، نور يې د خبرو تاب نه درلود همداسې په اوښلنو سترګو تېزه تېزه روانه شوه شايد خپلې اوښکې يې له ما پټول غوښتل کومې يې چې له ما سره د مينې په خاطر

مسئله:- که چيري روژاتي ښځه اوميدواره يا حملداره وه د حمل په وخت کښي يې وينه ښکاره سوه لکه مياشتني ناروغي يا حيض نو پدې سره يې روژه نه ده ماته داد حيض ناروغي نه ده دا کومه بله ناروغي ده خپله روژه دي پسي پوره کړي. (هدايه جلد۱ صفحه ۱۹۹) مسئله:- که يوکس په روژاتي باندي روژه په زوره ماته کړل يعني په زوره يې خوراک يا اوبه په خوله کي ورواچولې يا خاوند په زوره د ميرمني سره جماع وکړل دميرمني يې نه يي خوښه نو اوس چي يې روژه ماته سول قضا ورباندي سته کفاره ورباندي نسته او پر خاوند يې قضا او کفاره دواړه سته او هغه چي په روژاتي په زوره خوراک وسي پر هغه روژاتي هم قضا سته او کفاره نسته. (هنديه جلد۱ صفحه ۲۰۲) مسئله:- که روژاتي کس په روژه کي غاښ وکاږۍ دغاښ کښلو په حالت کي طبعاً غاښ وينه کوي. کله چي غاښ وينه وکړل نو بيا وينه او ناړه سره ګډيږي کله چي يې تيري کړلې که ناړي ورباندي ډيري وې روژه نه ماته وي. او که وينه ورباندي ډيره وه نو روژه يې ماته ده. قضا ورباندي سته کفاره ورباندي نسته. (ردمختار جلد۳ صفحه ۴۲۲) مسئله:- که روژاتي کس په روژه کي د خپلي ميرمني سره بازي کولو په جريان کي انزال سي او جماع ونکړي قضا ورباندي سته کفاره ورباندي نسته. (ردمختار جلد۳ صفحه ۴۳۵) مسئله:- که روژاتي کس په روژه کي د خپلي ميرمني سره بازي کولو په جريان کي انزال سي او جماع ونکړي قضا ورباندي سته کفاره ورباندي نسته (ردمختار جلد۳ صفحه ۴۳۵) مسئله:- که د روژاتي د غاښو څخه وينه راتلل او ناړي يې تيرولې نو که چيري ناړي پر وينه غالبه وې ناړي يې ډيري او وينه يې لږ وي او د ويني خوند په حلق کښي محسوس نه سي نو روژه نه فاسديږي او که ويني ورباندي غالبه وې پر ناړو باندي يايې هلته په حلق کښي د وينو خوند محسوس کړی نو بيا روژه فاسديږي. (تارتاخانيه جلد۲ صفحه ۲۸۰)

له داسې جماع سره کفاره هم شته! م ۱ له خپلې ښځې سره د روژې په حالت کې په ورځ کې قصداً کوروالی کول چې دخول پکې یقیني شي که انزال وشي که ؤ نه شي(مني خارج شي که نشي)روژه ماتېږي قضا او کفاره دواړه واجبېږي. همدارنګه که خاوند له خپلې ښځې سره د شا په طرف کې لواطت وکړي هم په دواړو باندې قضا او کفاره ده او روژه ماتېږي خو د لعنت مستحق هم ګرزي ځکه داسې کول سخته ګناه ده. ۲ په جماع کې عقل شرط نه ده که ښځه او خاوند کې یو لېونی هم وي یا دواړه جوړ وي کفاره لازمېږي روژه ماتېږي. ۳ همدارنګه که ښځه له نا بالغ ماشوم سره جماع وکړي هم کفاره ورباندې لازمېږي. ۴ که ښځه په جماع راضي نه وي او خاوند یې په زوره ورسره وکړي په خاوند کفاره او قضا دواړه لازم دي او په ښځه تنها قضا ده کفاره نشته. فتاوی هندیه/ج۲/ص۲۰/ فتاوی دارالعلوم/ج۶/ص۴۳۸/ شیر یې کړئ ثواب حاصل کړئ.

اوحدیثونه ⓞ ╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯═╮ ⓞعبرتناڪه ڪیسی 📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚 دروژه ماتي دمهال ځانګړې دعاوې عن معاذبن زهرة قال النبي صلی الله عليه وسلم کان اذا افطر قال :اللهم اني لك صمت وعلى رز قك ا فطرت . رواه ابوداود . مشکوة ص\۱۷۵ ژباړه : دروژه ماتي په مهال به پیغمبرصلی الله علیه وسلم دادعا لوستله : اې خدایه [عزوجل] ستالپاره مو روژه نیولې وه ، اوستاپه رزق اوروزي یې ماته ؤ . تشريح : څرنګه چې دروژې په پیل کې نیت شرط ؤ او روژه  یواځې دالله تعالی لپاره نیول کیږي،همدغه راز به دروژې په پای کې هم داسې توري وایې چې په هغه کې ددې اظهار وشي چې داعبادت مې یواځې دالله تعالی لپاره سرته رسولی دی ، اود هماغه خالق په راکړي نعمتونو اورزقونو يې پای ته رسوو؛ په دې اړه نورحديثونه : [الف ] وعن ابن عمررضی الله تعالی عنه قال كان النبي صلی الله علیه وسلم اذا افطر قال ذهب الظماء ، وابتلت العروق ، وثبت الاجران شاء الله تعالى . رواه ابوداود ونسائي الظماء العطش قوله :وثبت الاجراى زال التعب ،وحصل الثواب . مشکوة۱۷۵  ژباړه :ابن عمررضی الله تعالی عنه وایې : چې کله به پیغمبرصلی الله علیه وسلم روژه ماته کړه نو داتوري به يې ویل : ذهب الظمأ وأبتلت العروق وثبت الاجر ان شاء الله تعالی . یعني : تنده لاړه ، رګونه مولانده اوتازه شول ،اودالله تعالی اجر مو ترلاسه کړ ان شاء الله .  فائده : دغه دعا دروژه ماتي وروسته ده یعنې کله چې دروژه ماتي خوراک وشي نو دا دعا به وایي. اوپه لمړي حديث کې چې کومه دعا ذکر شوه هغه دي دافطار دپیل په وخت کې ویل کیږي . [ب] وفي رواية دارقطني نقل عنی البنی صلی الله علیه وسلم  انه يقول عندالافطار بسم الله والحمدلله اللهم لك صمت، وعلى رزقك افطرت،وعليك توكلت سبحانك وبحمدك تقبل منّي ﺇنّك أنت السميع العليم . ژباړه : ددارقطني په روایت کې دپیغمبرصلی الله علیه وسلم څخه نقل شوی چې دروژه ماتي په مهال به یې دا دعا لوستله : شروع کوو دالله تعالی په نامه . الله لره حمد دی ، ای الله! ستالپاره مو روژه نیولې وه ،ستاپه رزق یې ماتوو ، په تامو توکل کړی ،تالره پاکي ده له ټولو عیوبو ،اوتا لره حمد دی ،له موږ څخه زموږ روژه قبوله کړي بې شکه ته اوریدنکی اوښه عالم یې . [ج‍ ] و كان عبد الله إذا افطر يقول : اللهم إني أسألك برحمتك التي وسعت كل شيء أن تغفر لي ؛ رسالة فضائل الرمضان ص\۲۱۰  ژباړه : عبدالله بن عمر رضی الله چې به روژه ماتوله نو دا دعا به يې لوستله : ای الله له تاسو څخه ستاسو درحمت په وسیله سوال کوم چې ډير فراخ او وسیع دی ددې چې ماته دګناهونو بخښنه وکړې . فائده :په مرقات ۴\۴۲۶ کې زموږدفقهې په وړاندینیو تورو باندې اعتراض کړی چې دبک آمنت اودعلیک توکلت هم

ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ ╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯ 📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚 *دروژې ماتونکي،چې يوازې قضا ورباندې شته خو کفاره ورباندې نشته* ۱: که څوک په قصده په غوږ کې اوبه داخلې کړي روژه ماتوي، قضا به يې راوړي کفاره ورباندي نشته. ۲: ددماغ او یا معدې پر زخم باندې دوا واچوي او هغه دوا دماغ او نس ته ولاړه شي روژه ماته ده قضا به يې راوړي خوکفاره نشته. ۳: په روژه کې دخولې څخه څه شی را وکاږي بیا  یې تېر کړي روژه یې ماته ده او که یې نه راوکښئ بیا کتل کیږي که دغه شی دنخود تر اندازې کم وو روژه نه ماتوي او که دنخود تر اندازې زیات وو روژه ماتوي. ۴: څوک ږدن خولې ته واچوي درست  یې تېر کړي روژه ماتیږي او که یې وژوی په خوله کې سره ورک شو، په حلق کې يې خوند هم محسوس نه شو روژه نه ماتوي. ۵: که خولې ته اوښکې ننوتلې او په حلق کې يې خوند محسوس شو روژه ماتیږي. ۶: په روژه کي مټ وهل که څه هم لویه ګناه ده خو روژه ماتوي قضا ورباندې شته خو کفاره نشته. ۷: په روژه کې غاښ کښل روژه نه ماتوي البته که دغاښ کښلو پر مهال یې ویني تیرې کړې او وینې پر ناړو غالبې وې بیا روژه ماتوي. ۸: که چا ماشه یا هم مچ غیر اختیاري تېر کړ، روژه نه ماتیږي او که یې قصدا تېر کړ، بیا يې روژه ماته ده. ۹: که په چا باندې په زور سره خوراک وشي روژه یې ماتیږي خو کفاره ورباندې نشته. ۱۰:که داوداسه یا هم دغسل پر مهال یې اوبه په خوله ګرځولې روژه یې په یاد وه په خطا باندې یې اوبه تیرې کړې روژه یې ماته ده خو کفاره ورباندې نشته او که یې بیخي پیاد نه وه بیا یې روژه هم نه ده ماته. ۱۱: دپیشلمي په اخره حصه کې نزدیکت کول په دې ګمان،چې شپه ده او هغه سپیدې شوې وې قضا شته خو کفاره نشته. ۱۲: كه څوك  په روژه كې په هيره خوراك ، څيښاك یا هم جماع وکړي، یا هم قئ ووهي، یا داحتلام وروسته  قصدا جماع، خوراك يا څيښاك وكړي او دا يې ګمان وي چي روژه ماته شوې ده   روژه يې ماتيږي قضاء باندې شته خو كفاره نشته. ۱۳: كه څوك په خپل وطن كې مياشت وويني ،روژه ونيسي ، بيا په روژه كې بل وطن ته ولاړ شي هلته يوه يا دوې روژې كمې شي نو تر اختر وروسته د خپل وطن په اعتبار دكمو شوو روژو قضاء راوړل لازمي دي. ۱۴: که چا دروژې میاشت ولیدل او شاهدي يې ونه ومنل شوه پر ده باندې دروژې نیول لازمي دي خو که يې ونه نیول قضا راوړل یې باندې لازمي دي کفاره ورباندې نشته. ۱۵: دخولې نسوار کول روژه ماتوي خو کفاره ورباندې نشته. ۱۶: دپزې نسوار کول،  ځكه د دغه نسوارو ذرې ډيرې باريكې دي او د ساه په كشولو سره د دماغ داخل ته رسيږي روژه ماتوي خو کفاره ورباندې نشته. ۱۷: په روژه کې سګریټ او چلم څکول روژه ماتوي خو کفاره ورباندې نشته. ۱۸: دخپلې ښځې دمخصوص اندام بغیر په اندام کې ځان انزال کړي یا هم دخپلې ښځې سره په ل

*رسول اللهﷺفرمایلي دي*: *پر داسې کس د دوزخ اور حرام دی*؛ *چې د خلکو سره د نيږدى کېدو لپاره نرم مزاج او نرم طبيعت کاروي🤍)* *(سنن الترمذي،۲۴۸۸)* ─┅━━━━✦━━━━┅─*ستاسو ورور:* ~*❣️نوراحمد آزاد❣️*~

*‏نبي کریمﷺ فرمایلي دي*: *د خپل مسلمان ورور په مخکې، ستاسې تبسُم او مُسکا*، *ستاسو لپاره صدقه او خیرات دی🤍)* *(رواه_الترمذي)* ─┅━━━━✦━━━━┅─ *ستاسو ورور:* ~*❣️نوراحمد آزاد❣️*~★

*«وَاللَّهُ خَیْرُ الرَّازِقِینَ»* *بشکه چه الله ﷻ ترټولو ښه روزي ورکوونکی دی*؛ *هیڅکله هم د الله رب العالمین؛ څخه تمعه مه پري کوئ*؛ *او مه خفه کیږئ*؛ ─┅━━━━✦━━━━┅─ *ستاسو ورور:* ~*❣️نوراحمد آزاد❣️*~

*رسول الله ﷺ فرمايلی دی*: *د خپل مور او پلار سره نيک سلوک کوئ*، *ستاسو اولادونه به ستاسو سره نيک سلوک کوي*؛ *(مستدرک للحاکم،الترغيب)* ─┅━━━━✦━━━━┅─ *ستاسو ورور:* ~*❣️نوراحمد آزاد❣️*~*رسول الله ﷺ فرمايلی دی*: *د خپل مور او پلار سره نيک سلوک کوئ*، *ستاسو اولادونه به ستاسو سره نيک سلوک کوي*؛ *(مستدرک للحاکم،الترغيب)* ─┅━━━━✦━━━━┅─ *ستاسو ورور:* ~*❣️نوراحمد آزاد❣️*~

*حـلـیم اوسـه!مـګر دغـلامـۍ تـردرجـې مـه رسیږه. ✍🏻پـه مینه صدیقی*

*دغــوسې پـه حالـت کـي دخـپل لاس سـاتــــــنه کـــــوﺉ. ✍🏻په مینه صـدیقی 🤲🏻غـفرله الغـنيﷻ*

*کـــم خــوراک او مـناسـب آرام بـــهترین درمـل دي.*

*کـــلـه چــي د راز مـحافـظـین زیات ســي،هـغـه ډېـر ژر افـشا کــــیږي.* _✍🏻بـقلم صدیقی 🤲🏻غفرله الباريﷻ_

*انـسان خـپل ضـمیر پـلورلای سـي،خـوقـیمت يـې نـه سـي تـرلاسـه کــولای،ځـکـه ورکــړل سـوی بـدل يـې هـیڅکـله قـیمت نـه سـي کـېد لای! ✍🏻په میـنه صـدیقـی*

*دعلـم پـه مــرسـته دانــسان وحـشت اوډارلـه منـځه ځـي.* _✍🏻په مینه صدیقی 🤲🏻غفرله الــباريﷻ_

*د روژی ښه راغلاست سلسله..!!* *حائضې ته رمضان کې خوراک!* م...ف... ۱ *که کومې زنانه د حیض له وجهې روژه نوه نیولې یا په ورځ کې یې له حیض راتلو سره روژه ماته کړه خوراک چښاک ورته جائز ده خو د نورو روژه دارو مخکې به خوراک نکوي.* *او که چېرته په ورځ کې له حیض څخه پاکه سوه نو باقې ورځ به ترماښامه روژه ساتي خوراک به نکوي اګرکه داورځ روژه حسابېږي نه...* ۲ *شیدو ورکولو سره روژه نه ماتېږي!* *زنانه چې بچې ته شېدې ورکوي شېدو ورکولو سره روژه او اودس نه ماتېږي..* ۳ *د یو ماشوم د شېدو وخت پوره نوي په نس بل ماشوم وسي!* *زنانه یو ماشوم ته شېدي ورکولې د هغه د شېدو وخت لا پوره نه وو په نس بل ماشوم پیداسو او زنانه د غیږې د ماشوم یا د نس د ماشوم له وجهې روژه نسوه نیولی روژه دي اوخورې او قضا د داسې وخت کې راوړي چې تواتر د ماشومانو ختم سي.* نور بیا ان شاأللّٰه فتاوی دارالعلوم/ج۶/ص۴۶۲/او/۴۰۸/ ردالمحتار/ج۲/ص۱۵۹/او/۱۱۰/ احسن الفتاوی/ج۴/ص۴۲/ *🪀ارزښتناکـــــ اقوال:* لینکـــ👇 https://chat.whatsapp.com/GDJpj38mDyf5ydQI4oWmFl

*القرآن الکريم...!!* *أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ* *خبر اوسئ چې یوازې الله ﷻ په یاد* *او ذکر سره زړو ته اطمنان حاصلیږې!* *۔۔۔۔ــــہــــ۸ــ۸ــــہــہہـ*💔 ✍🏻❥ *په درنښت ریاض*💞

*څوک چې د پلار قدر کوې..!* *هغه هیڅکله هم نه غریب کیږې* *او څوک چې د مور قدر کوې* *هغه هیڅکله نه بد نصیبه کیږې!* *۔۔۔۔ــــہــــ۸ــ۸ــــہــہہـ*💔 ✍🏻❥ *په درنښت ریاض*💞

*ته ځـــــان...!!* *ریښتنی جوړ کړه!* *کارونه دي ...* *رب ﷻ درته جوړوي..!* *۔۔۔۔ــــہــــ۸ــ۸ــــہــہہـ*💔 ✍🏻❥ *په درنښت ریاض*💞