د هر ډول معلوماتو بانک
Open in Telegram
زمونږ خپرونې: اسلامي او هر اړخيزه معلومات، آیاتونه، حدیثونه او غوره ويناوې په ښکلي ډیزاین کې، د ډیزاین مواد، کتابونه، پروګرامونه او ګټورې ويډيوګانې. تبادله: @Almoteoon1 زمونږ فيسبوکپاڼه: www.facebook.com/Almoteoon د ټلګرام چینل: https://t.me/Almoteoon
Show moreThe country is not specifiedThe category is not specified
1 461
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
No data30 days
Posts Archive
د چا د پیسو ډک جیب ته سلام مه کوی🙏
که احترام پیسو ته مناسب ویی 😏
نو خلګو به بانکو ته سجدی کولی🙇♂
شخصیت په انسانتوب کی دی ❤️
ــــــــــــــــــــــــــــــــ🥀
(ځوریدلی: فرید احمد شهاب)✍
🦻واوره🦻
هیسکله د چا دومره درناوی مکوه🙏
چی د غلام فکر درباندی وکړی ☹️
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ🥀
(ځوریدلی: فرید احمد شهاب 🍂🍃
د #اوښ ۲۵ جالبه ځانګړتياوي .
ژباړه او راټولونه : نثاراحمد سلطان .
۱: حضرت محمد صلی الله عليه وسلم وايي د اوښ غوښه افضل ترينه غوښه ده . او پسه بيا شات دئ .
۲: پر معده يې زهر تاثير نه کوي .
۳: ۳۴ غاښونه لري .
۴: يو اوښ کولاي سي په ۱۵ دقيقو کي ۲۰۰ ليټره اوبه وڅښي .
۵: ۳ دانې eyelids ( د سترګو هغه برخه چي باڼوګان ورباندي شنه کيږي ) او دوه دانې باڼوګان لري ترڅو د سترګو ساتنه د ريګو په مقابل کي وکړي .
۶: د اوښ شونډان پنډ دي کولاي سي چي داسي نباتات په وخوري کوم چي نور حيوانات يې نه سي خوړلاي لکه : ځوځان .
۷: اوښ کولاي سي چي په مکمله توګه خپل د پوزي سوریان د ريګو د طوفان په وخت کي بند کړي .
۸: د اوښانو پښې او سينه داسي جوړ دي چي کولاي سي په ډير راحت سره پر ډير ګرم ریګ تګ وکړي او پر کښيني .
۹: ډير زورور دي ، کولاي سي چي په ورځ کي ۴۰۸ کيلو ګرامه وزن تر ۲۵ مایله (۴۰,۲۳km ) پوري يوسي .
۱۰ : که يې ناړي تو کړې نو پوه سه چي په غصه دئ ، سمه رويه ورسره وکړه تر څو سمه رويه درسره وکړي .
۱۱ : اوښه ۱۴ مياشتي جونګی په نس کي ساتي او وروسته يې تولد کيږي .
۱۲ : بعضي جونګيان په مکمله توګه سپين دنيا ته راځي وروسته نصواري رنګه کيږي .
۱۳ : په عربي ژبه کي ۱۶۰ لغاته د اوښ مانا ورکوي .
۱۴ : د camel کلمه د عربي ژبي څخه ده چي د ښايسته مانا ورکوي ، نو هيڅکله اوښ ته بدرنګه و نه واياست .
۱۵ : عربي اوښان يواځي يو بوکی لري او آسيايي اوښان دوه لري .
۱۶ : اطاعت پکښي خورا زیات دی تردی چې یوه لویه ګله په یوه وړوکي ماشوم پسي روانه وي.
۱۷ : زغم او صبر یې ډیر دی چې څو ورځي وږی تږی ګرزي خو خپل محنت کې یې فرق نه راځي.
۱۸ : خپل طبعې تګ او راتګ یې دقبلې په لور وې.
۱۹ : په بدن کې دصفا اوبو یوه ښه خزانه (زخیره) لري چې د پوره یوې هفتې اوبه ځايه ولی سي
۲۰ : ډیره حیالري له همدي امله یې جماع ډیره مستوره وي، او له مور او خور سره جفت والی (جماع) نه کوي.
۲۱ : لکه عاشق د مستۍ او جذب په حالت کي له خوراک او څښاک څخه ډډه کوي.
۲۲ : دوړیو څخه یې د زخم بهترین علاج کیږي.
۲۳ : بولي او شيدي یې د بواسیرو او نورو بیماریو بهترینه دوا ده.
۲۴ : د اوږدي غاړي له برکته تر هر څومره لوی بار لاندي ولاړیدی شي.
۲۵ : شيدې یې د څښلو غوښي یې د خوړلو وړی یې د جامو جوړولو او شا یې د سپریدلو بهترین مراجع دي، نو ځکه الله تعلی فرمایې:اَفَلا یَنْظُرُوْنَ اِلي الاِبِلِ کَیْفَ خُلِقَتْ.
✍🏻شفیع ــ همت
د روژې فقهي مسائل
ځواب: عبدالغفار جُبیر
کوم کارونه په روژه کي پروا نلري؟
ـــــــــــــــــــــــــــــ👇🏻
۱۴: سوال: کوم کارونه په روژه کي پروا نلري؟
ځواب:
په روژه کي مسواک وهل، سترګی تورول، په سترګو کي دوا اچول، خوشبویي استعمالول دا په روژه کي رواه دي په دې سره روژه نه ماتیږي.
(هندیه ۱/ ۱۹۹، جواهرالفقه ۱/ ۳۷۹/ مفتی اعظم مفتی محمد شفیع رحمة الله علیه)
ـــــــــــــــــــــــــــــ👇🏻
۱۵: سوال: ایا پېشلمی خپله د روژې نیت دئ؟
ځواب: که چیري یو څوک د پېشلمي پر مهال ونه وايي چي سبا زما روژه ده او پېشملی وکړي همدا یې نیت دی.
یادونه: د روژې نیت به د نصف النهار څخه مخکي وي.
(فتاوی رحیمیه ټوک: ۷، پاڼه: ۲۴۱ حضرت مولانا حافظ قاری مفتی سید عبدالرحیم صاحب لاجپوری/ دارالاشاعت کراچی/ ۲۰۰۹
ـــــــــــــــــــــــــــــ👇🏻
۱۶: سوال: په روژه کي څه وخت باید نیت وشي؟
ځواب: داڅو حالتونه لري:
ښه خبره داده چي د رمضان المبارک د میاشتي د روژې نیت د سپېدو داغ څخه مخکي وشي.
که یې چیري د سپېدو تر چاودلو پوری د روژې نیت نه وو او تر سپېدو وروسته یې د روژې نیت شو کوم شی یې نه وي خوړل او یا هم څیښلی او بیا د روژې نیت وکړي دا هم درسته ده روژه یې صحیح کیږي.
که یې هیڅ شی نه وي خوړلی او یاهم نه وي څیښلی او وروسته د روژې د نیولو اراده وکړي نو تر غرمې یو ساعت مخکي (یعنی تر نصف النهار مخکي) نیت کولا شي روژه یې صحیح ده.
د رمضان المبارک د روژې لپاره همدا کفایت کوي چي ووايي چی سبا مي روژه ده نور شی نه غواړي.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک: ۶، پاڼه: ۲۲۲/ مفتی اعظم عارف بالله حضرت مولانا مفتی عزیز الرحمن عثمانی/ دارالاشاعت کراچی/ ۲۰۰۲، آپ کے مسائل اُور اُنکا حل ټوک:۳، پاڼه: ۳۳۶/ شهید مولانا یوسف لدهیانوي رحمة الله علیه)
ـــــــــــــــــــــــــــــ👇🏻
۱۷: سوال: که مي پېشملی ونکړ روژه مي صحیح ده؟
ځواب: پېشلمی یو سنت کار دی که پېشلمی ونشي او شی و نه خوړل روژه صحیح ده.
(آپ کےمسائل اُور اُنکا حل ټوک: ۳، پاڼه: ۳۴۲/ شهید مولانا یوسف لدهیانوي رحمة الله علیه )
ـــــــــــــــــــــــــــــ👇🏻
۱۸: سوال: د پېشلمي وخت کله ختمیږي؟ دغه اذان چي وسي او که دغه ږنګ چي وواهل شي؟
ځواب: د پېشملي وخت معلوم دی، دغه اذان او دغه ږنګ یې یوه علامه ده، که چیري اذان او یا هم ږنګ پر خپل وخت باندي وي درست دي.، که پر خپل وخت نه وي درست نه دي.
یادونه:په ځینو هیوادونو کي د حکومت له لوري ږنګ وهل کیږي چي همدغه ږنګ ور څخه مراد دی.
(آپ کےمسائل اور اُنکا حل ټوک: ۳، پاڼه: ۳۴۴/ شهید مولنا یوسف لدهیانوي رحمة الله علیه)
سوال: ځیني خویندې د حیض (میاشتنی ناروغي) د کانترول لپاره په روژه کي دارو درمل خوري چي ناروغي یې بنده او روژه ونیسي په شریعت کي یې حکم څه دی؟
ځواب: عبدالغفار جبير
د حیض (میاشتانه ناروغۍ) بندول په شریعت کي هیڅ پروا نلري خو یو شرط دا پکښې دی چي دغه دارو درمل چي د حیض د کانترول لپاره استعمالیږي باید د ښځې و صحت ته تاوان و نه رسوي.
(آپ کےمسائل اُور اُنکا حل ټوک: ۳، پاڼه: ۳۷۸/ شهید مولنا یوسف لیدهیانوی رحمة الله علیه)
په روژه کې په غوږ،پوزه،سترګو کې تیل یا اوبه تلل!
۱
په روژه کې په غوږ کې په اوبو تللو او اچولو سره روژه نه خرابېږي او که تیل په غوږ کې واچول شي روژه ماتېږي چې تېل خېټې ته داخل شي.
۲
په روژه کې په پوزه کې اوبو تللو سره روژه نه خرابېږي.
خو که اوبه ستوني ته لاړې روژه فاسدېږي ښه داده چې روژه کې اوبه ډېرې کش نه شي.
۳
په روژه کې په سترګو کې دوا اچولو سره روژه نه خرابېږي اګرکه د دوا خوند ستوني کې محسوس شي.
۴
همدارنګه چې څوک په روژه کې ؤ لامبي او بدن یې یخ شي روژه کې فرق نه راځي خیر ده.
مګر هر ګړی لامبیدل بیا روژه مکروه کیږی.
۵
چې روژه دار په خوله باندې اوبه تېرې کړي او بیرته اوبه له خولې لرې کړي.
او دوه واره لاړې تُف کړي نو خوله خو یې بیا هم په اوبو لمده پاتې شوه؟
له دغه لوند والي سره روژه نه خرابېږي خیر ده.
علم الفقه/۳ج/ص۳۲/
عالمګېري/ج۲/ص۱۸/
امدادالفتاوی/ج۱/ص۱۷۲/
د ماشو او مچانو درملنه
که چېرته د ماشو یا مچانو څخه په تنګ راغلی یاست، نو د ریحان یو ګلدان پیدا کړئ او د بوټې ساتنه وکړئ!
ریحان د حشرو ضد بوټی دی همدارنګه کولی شئ چې د غذا په توګه هم ورڅخه استفاده وکړئ.
✍🏻شفیع همت
ایا په روژه کي سیروم (Drip) لګولای سم؟
سوال: ناروغه یم ډاکتر راته هدایت وکړ چي سیروم (Drip) ته اړتیا سته ، په روژه کي سیروم څنګه دی؟
ځواب: عبدالغفار جبير
په روژه کي د ضرورت په حالت کي سیروم لګولای سئ، روژه نه په ماتیږي، او که ضرورت نه وي او د طاقت لپاره سیروم لګول کیږي دا مناسب کار نه دی دا د روژې خلاف کار دی .
دارالافتاء،
دارالعلوم دیوبند
جواب نمبر: 47491
د روژې فقهي مسائل
ځواب: عبدالغفار جُبیر
که چیري د اذان په وخت کي اوبه وڅیښل سي؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ👇🏻
۱۹: سوال: که چیري په اذان او یاهم دغه ږنګ د شروع په وخت کي اوبه وڅیښل شي دا څنګه دئ؟
ځواب: اکثره وخت دغه اذان او دغه ږنګ د پېشلمي څخه یوه دقیقه مخکي وي، نو که داسي وي او اوبه وڅیښل شي پروا نه کوي، خو بیا هم احتیاط پکار دی.
(آپ کےمسائل اور اُنکا حل/ شهید مولنا یوسف لدهیانوي رحمة الله علیه)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ👇🏻
۲۰: سوال: د روژه مات پر مهال د اذان وخت نه وو او یو چا اذان وکړ روژه مي ماته کړه روژه مي څنګه ده؟
ځواب:
که د راډیو ، د تلویزون له لارې او یا یو کس یا امام بې وخته اذان وکړي او بیا روژه ماته شی او وروسته معلومه شي چی وختي دی او د روژه مات وخت نه دی، نو روژه خو ماته شوه کفاره ئې نشته قضاء دی راوړي.
(فتاوی عثمانیه۲/ فتوانمبر۹۶۰/۲۸ج شیخ الاسلام مفتی اعظم مفتی محمد تقی عثمانی صاحب/ مکتبه معارف القرآن کراچی ۱۴/ ۲۰۱۰
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ👇🏻
۲۱: سوال: که پیشلمی دغلطي نقشې له کبله په صبح صادق کي وشی دا څنګه دی؟
ځواب:
که چیري په غلطۍ سره یا د اذان له کبله او یا هم د نقشې د غلطۍ له کبله پېشلمی د صبح صادق څخه وروسته وشي روژه فاسده ده او قضاء به یی راوړي.
(فتاوی عثمانی ۲/ فتوا نمبر۹۵۵/ ۲۸ج شیخ الاسلام مفتی اعظم مفتی محمد تقی عثمانی صاحب/ مکتبه معارف القرآن کراچی ۱۴/ ۲۰۱۰
د روژې فقهي مسائل
ځواب: عبدالغفار جُبیر
د بل مسجد په اذان روژه ماتول څنګه ده؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ👇🏻
۲۲: سوال:دبل مسجدپه اذان روژه ماتول څنګه ده؟ اودپېشلمي پرمهال کله چي اذان شروع شي هلته خوراک اوڅښاک څنګه دی؟
ځواب:
کله چی وخت داخل شی بیادخپل مسجداودبل مسجداذان نه غواړی کولای شئ روژه ماته کړئ. اودپېشلمي پرمهال چی کله اذان شروع شي ودې کتل کیږي که سپېدې چاودلې وې خوراک اوڅښاک منع دي اوکه چاخوراک اوڅښاک وکړ اودی په خبرنه ووچی سپېدې چاودلې دي که یا ؟ نوقضاء یې شته اوکفاره نشته، اوکه سپېدېنه وې چاودلې واذان ته اعتبارنشته هم خوراک کولای شئ اوهم څښاک.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ👇🏻
۲۳: سوال:موږپه ایران کي اوسیږو هلته هرځای دشیعه ګانو مسجدونه دي، دویناوخته اذان کوي موږ په روژه مات اوپېشلمي کي ددوی متابعت وکړو که یا؟
ځواب: نه! داهل سنت اواهل تشیع په وخت کي توپیرشته تاسي کولای شی چی داهل سنت دوخت مطابق روژه ماته کړئ اویاپېشلمی وکړئ- پرنیټ باندي اهل سنتمرکزشیخ الاسلام مولاناعبدالحمیدصاحب دامت فیضه دټول ایران لپاره وختونه نشرکړیدي واذان ته اعتبارنشته ووخت ته اعتبارشته.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ👇🏻
۲۴: سوال: پېشلمی مي وکړ، د سفر نیت مي نه وو، بیا مي د ورځې سفر شروع کړ ایا زه کولای شم چي روژه ماته کړم؟
ځواب: دا څو حالته لري:
۱: که یو څوک سفر کوي او د سره روژه و نه نیسي ورته جواز لري.
۲: کله چي یو څوک د اقامت په وخت کي پېشلمی وکړي او بیا سفر شروع کړي بیا ورته اجازه نشته چي روژه وخوري، که چیري سخت ضرورت شو بیا روژه ماتولای شي قضاء یې شته کفاره نشته.
۳: داچي اوس سفرونه ډېر مشکلات نلري، نو که امکان یې وو روژه دي په سفر کي ونیسي که څه هم ورته جواز شته.
منہا السفر الذي یبیح الفطر، وهو لیس بعذر في الیوم الذي أنشأ السفر فیہ،کذا في الیاثیة، فلو سافر نہارًا، لا یباح لہ الفطر في ذلک الیوم وإن أفطرلا کفارة علیہ بخلاف ما لو أفطر، ثم سافر کذا في محیط السرخسي، (الفتاویالہندیة: ۱/۲۶۹، الباب الخامس في الإعذار التي تبیح الإفطار، ط: اتحاد،دیوبند) وقال الحصکفي: ویندب لمسافر الصوم لآیة وإن تصوموا -إن لم یضرہ- (الدر المختار مع رد المحتار: ۳/۳۶۱، فصل في العوارض المبیحة لعدم الصوم،ط: دار إحیاء التراث العربي، بیروت)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ👇🏻
۲۵: سوال: تر شکمنه وخته پوری پېشملی ځنډول څنګه دئ؟
ځواب:
پېشلمی ځنډول مستحب دی خو که تر داسي وخته پوری و ځنډول شي چی شک پکښې پیدا شی نو مکروه دی.
(هندیه ۱/ ۲۰
سرسایه(صدقه فطر) او د هغې شرطونه!
۱
صدقه فطر(سرسایه)واجب ده او درې شرطونه لري.
۱
سرسایه ورکونکی به آزاد وي غلام به نه وي.
۲
سرسایه ورکونکی به مسلمان وي کافر به نه وي.
۳
د داسې نصاب مالک به وي چې د ده له ضرورت اصلي نه اضافه وي او له قرض نه هم خلاص وي.
نصاب دا چې ۵۲ نېمې تولې سپین زر یا ۷نېمې تولې سره زر او د دې اندازه قېمت ولري.
دا ضرور نه ده چې بالغ به وي او جوړ به وي بلکه د ماشوم او لېوني سرسایه ورکول هم واجب دي.
۲
که څوک قرض دار وي نو د قرض اندازه به وکي څومره مال چې په قرض کې لاړشي باقي څومره پاتې کېږي؟
که دغه باقي مال د زکات د نصاب اندازې ته رسېده سرسایه ورکول ورباندې واجب دي او که د زکات نصاب ته نه رسېده سرسایه ورباندې نشته.
۳
که کوم نفر دوه کورونه لري یوه کور کې اوسېږي او بل کور هسې خالي ده نو دغه خالی کور به قېمت شي که قېمت یې د زکات نصاب ته رسېده سرسایه ورباندې واجب ده او د زکات اخستل ورته جائز نه دي چې د بل چا زکات واخلي.
او که خالي کور یې په کرایه ورکړی وو او بل څه ګټه او آمدن یې نه وو بیا په خالي کور کې هم سرسایه نشته نه به قېمت کېږي ځکه دا بیا په ضرورت اصلي کې داخل ده.
۴
هر چاته چې د فرض زکات اخستل جائز دي هغه باندې سرسایه ورکول نشته او چاته چې د فرض زکات اخستل جائز نه دي هغه باندې سرسایه واجب ده ورکوي به یې.
هدایه/ج۱/ص۱۸۵/
نورالاېضاح/ص۱۶۱/
علم الفقه/ج۴/ص۵۰/۵۱/
دفام وړخبره ده
په روژه مات اوپيشلمی کوم ډول خواړه باید وخوړل سي؟
قدرمنو روژاتیانو!که غواړی په روژه کي سالم بدن اوسالمه معده ولری نولاندي توصیی وکاروئ:
اول:
روژه په خواږه شي ماته کړئ لکه خورما یاکشمش یابل خوږ شی:
ددې کار په کولوسره به درسول الله صلی الله علیه وسلم سنت هم پرځای سي اوهم به مو اشتها کمه سي ځکه خوږشی اشتها کمه وي کله چي مواشتهاء کمه سي نو خوراک به کم وسي کله چي خوراک کم وسي نودابه ستاسو پرمعدوباندي ستاسو له خوا یولوی احسان وي ځکه طبیبان وایی چي کله معده ډيروخت تشه پاته سوي وي نو په یوه پله یی ډکه ول دمعدې دخراب والي لامل ګرځي.
دوهم
اول وار روژه ماته کړئ شل دقیقې وروسته بیا نور خوراک وکړئ:
ددې کارفایدې هم ډیري دي اوله فایده یی داده چي درسول الله صلی الله علیه وسلم سنت به عملي سي،بله فایده یی داده چي معده په داشلو دقیقوکي په تدریج سره ځان نورخوراک ته اماده کوي،بله فایده یی داده چي دماښام جماعت به نه درڅخه تیريږي، بله فایده یی داده که چیري دغه طریقه ټول مسجدوال وکاروي نودماښام جماعت به یی دمکروه وخت څخه ساتلی وي داځکه چي پر پوره خوارک ډیروخت اخیستل کیږي نو دماښام دلمانځه مستحب وخت ډيرکم دی ژر مکروه کیږي،بله فايده یی داده چي ترلمانځه وروسته خوراک ډیرکرار اومنظم کولای سو اوترلمانځه دمخه خوراک به خامخا چابک کوو چي دمعدې لپاره ډیرضرر دی.
دریمه خبره
په روژه مات کي دترخو، اوتیزو خوړوڅخه ځان وساتئ:لکه مرچک، مرچ،چکني، اچار،سرکه، اوګازلرونکي مشروبات.
په پیشلمي کي لاندي توصیی وکاروئ:
اوله خبره
په پيشلمي کي باید دهغو خوراکوڅخه ځان وساتئ چي اوبه ډيري جذبوي:لکه سور سوي اوخوږ شی.
دوهمه خبره:
پشلمی ناوخته وکړئ:
ددې کار په کولوسره به درسول الله صلی الله علیه وسلم سنت هم پرځای سي او ترپېشلمي وروسته به دخوب موقعه هم ورته پیدانه سي تر ډوډۍ خوړلو وروسته متصل خوب دمعدې په ضرر تمامیږي او بله به داګټه ورسره وي چي دسهارجماعت به هم نه ورڅخه قضاکیږي.
په داسې وخت کې خیر ده که روژه ؤ نه نېول شي!
۱
چې د کوم کس د مرض او تکلیف له وجهې د روژې نېولو طاقت نه لري یا یې د مرض د زیات والي خطره وي هغه ته د روژې نه نېول جائز دي.
۲
چې د کومې زنانه په نس ماشوم وي د روژې له نېولو سره زنانه ته یا یې د نس ماشوم ته نقصان وي روژه نه نېول ورته جائز دي.
۳
چې کومه زنانه ماشوم ته شېدې ورکوي د روژې له وجهې زنانه ته یا یې ماشوم ته خطره وي یا د شېدو د کمېدو خطره وي د روژې نه نېول جائز دي.
۴
چې کوم کس د سفر په اندازه مزل ولري روژه خوړل ورته جائز دي خو نېول یې افضل دي.
۵
که کوم روژه دار د ظالم یا کافر له طرفه په مرګ ؤ ګواښل شو او د روژې خوړلو ته مجبور شو هغه ته هم د روژې خوړل جائز دي.
۶
که لوږه یا تنده یا مرض دومره زیات شو چې انسان د هلاکېدو خطره وه روژه خوړل جائز دي.
۷
د زنانه لپاره په حیض او نفاس کې روژه نېول حرام دي.
جواهرالفقه/ج۱/ص۳۸۱/
*کوچني اصول، سترې پایلې په زړه پوري لارښوونې!*
*۱– که غواړئ، چې ذهني بوج مو کم او د ارامۍ احساس وکړئ،*
*هره ورځ له ۱۰ - ۳۰ دقیقو پلی مزل وکړئ او پر شونډو مو موسکا ولرئ.*
*۲ – هره ورځ یوازې د لسو دقیقو د پاره یو ارام ځای کې کښېنئ.*
*۳ – هېڅکله مو د خوب وخت پر فلم/تلوېزيوني پروګرام مه ضایع کوئ، که ډېر اړین پروګرام وو، تکرار يې د ورځې وګورئ.*
*۴ – هر سهار له خوبه پاڅېدو سره سم، د ورځې پر پلان متمرکز اوسئ!*
*۵ – د تېر کال په پرتله ډېر کتابونه د مطالعې له پاره وټاکئ!*
*۶ – هره ورځ د عبادت/دعا له پاره وخت وټاکئ.*
*۷ – له ۶۰ کالو لوړ او د ۷ کالو ټيټ عمرو سره کېنئ، ډېر څه به ترې زده کړئ.*
*۸ – له خوب څخه د پاڅېدا وروسته خپل خوبونه تعبیر کړئ!*
*۹ – هره هغه سبزي او مېوه چې ستاسې خوښېږي، کوښښ وکړئ، ډېره ګټه ترې پورته کړئ.*
*۱۰ – شین چای، ډېرې اوبه، بادام او قهوه مو به غذايي رژیم کې داخل کړئ!*
*۱۱ – کوښښ وکړئ، هره ورځ د درې کسو پر شونډو د خندا سبب شئ.*
*۱۲ – کور/خونه، دفتر او موټر مو هره ورځ منظم کړئ.*
*۱۳ – پر ځای د دې چې ورځنۍ انرژي مو پر اوازو، منفي خبرو/فکرونو او ماضي ولګوئ، ښه به وي، چې پر «حال» متمرکز شئ او مثبت فکر وکړئ.*
*۱۴ – هره ورځ ژوند مو د ښوونځي یو ټولګې وګڼئ، کوښښ وکړئ، چې تش لاس بېرته کور ته ستانه نشئ!*
*۱۵ – سهارنۍ مو ښه پیاوړې، غرمنۍ مو په منځنۍ ډول ښه او ماښامنۍ مو کمزورې ترسره کړئ.*
*۱۶ – ځان ډېر جدي مه نيسئ، کوم کار چې تاسې نشئ کولای، ډېر نور يې هم نشي کړای.*
*۱۷ – اړینه نه ده، چې پر هر بحث کې تاسې ګټونکي شئ، د نظرونو توپیر ته باید ژمن اوسئ.*
*۱۸ – له خپل «ماضي» سره د «حال» د ښه والي په خاطر سوله وکړئ.*
*۱۹ – خپل ژوند هېڅکله د نورو سره مه پرتله کوئ!*
*۲۰ – هېڅوک ستاسې د خوښئ او خپګان ذمه وار نه دی، د دې هر څه مسوول تاسې خپله یاست.*
*۲۱ – هره سخته چې درباندې راغله، دا فکر وکړئ، چې ۵ کاله وروسته به دا سخته وی که نه؟ که ځواب مو «نه» وي، زړه ورته مه خورئ.*
*۲۲ – هڅه باید وکړو، چې ټول وبښو.*
*۲۳ – هغوی چې ستا په اړه فکر کوي، تا پورې اړه نه لري.*
*۲۴ – مه وارخطا کېږئ، حالت که ښه وي او که بد، تېرېږي.*
*۲۵ – د ناروغۍ او سختې پر مهال، ستاسې کارونه/دنده نور تر سره کوي، تاسې باید په کارونو نه، بلکې په اړیکو فکر وکړئ.*
*۲۶ – ستاسې د پاره تر* *ټولو ښه چانسونه پر لاره دي، تل يې پهتمه اوسئ*
*هــــــنــــر c*
#سپوڼي په اړه!
سپوڼۍ چې طبی اصطلاح يې (Dermatophytosis) ده، شاوخوا څلويښت فنګسي مکروبونه کولای شي د سپوڼي سبب وګرځي. د نړۍ شل سلنه نفوس کيدای شي په بيلا بيل وختونو کې په نوموړي مرض آخته شي.
د نوموړي مرض لپاره خطري فکتورونه؛ چاغي، زيات خوله کيدل، حمامونو او ورزشي سامانونو شريک استعمال، د حيواناتو سره تماس او بدن معافيت ضعيف والی.
که چيرته سپوڼۍ شديد نه اوسې د موضوعي فنګسي ضد کریمونو لکه Terbenafine ، miconazole, clotrimazole سره ښه جواب وايي.
⭕ ShafiــHimat
د روژې فقهي مسائل (۱۳)
ځواب: عبدالغفار جُبیر
۳۱: سوال: موږپه داسی ځای کي اوسیږوچي هلته ټول اهل حدیث دی دوی پخپل مسجدکي۸ رکعته تراویح کوي موږڅه وکړو؟
ځواب: داچی تراویح سنت مؤکد کفائيشل رکعته اوحضرت عمرفاروق رضی الله عنه شلرکعته کړې دټولوصحابه کراموپه شتون کي تراوسه پوری دټوله امت ورباندي اجماعده نودااړینه ده چی ۲۰ رکعته وشي اوتاسی هلته له دوی سره ۸ رکعته په جماعتسره وکړی اونورې فرداً فرداً وکړئ .
۳۲: سوال: ماښام امام صاحب دوه رکعته تراویح وکړې سلام یی ونه ګرځوی اوبیاولاړشوپرلپسې یی څلوررکعته تراویح وکړې جنجال داسی پیښ شو چی داڅوتراویح او څورکعتهشوې؟
ځواب: تراویح بایددوه رکعته په یوه سلام سره اداء کړل شي داچي څلوررکعته په یوه سلام اداء کړل شوې دادوه ۲ رکعته شوی.
په روژه کي د حیض د بندېدو دارو درمل استعمالول څنګه دي؟
۳۳: سوال: ځیني خویندې د حیض (میاشتنی ناروغي) د کانترول لپاره په روژه کي دارو درمل خوري چي ناروغي یې بنده او روژه ونیسي په شریعت کي یې حکم څه دی؟
ځواب:
د حیض (میاشتانه ناروغۍ) بندول په شریعت کي هیڅ پروا نلري خو یو شرط دا پکښې دی چي دغه دارو درمل چي د حیض د کانترول لپاره استعمالیږي باید د ښځې و صحت ته تاوان و نه رسوي.
(آپ کےمسائل اُور اُنکا حل ټوک: ۳، پاڼه: ۳۷۸/ شهید مولنا یوسف لیدهیانوی رحمة الله علیه)
۳۴: سوال: که چیري یوه ښځه دداسی اوبو څخه تیریږي چي ددې تر نامه پوری ورسیږي ایا روژه یې ماته ده که یا؟
ځواب:
که چیري اوبه داخلي نشي روژه یې نه ده ماته.
(خیر الفتاوی ټوک: ۴، پاڼه: ۶۷ / استاذ العلماء حضرت مولنا خیر محمد جالندهری رحمة الله علیه/ مکتبه امدادیه ملتان
نور بیا...
لږ ټپی به ووایو چی طبیعت مو برابر شی😜😝
*که د دنیا شرمونه نه وی*🤪
*ما به د نوم په تشنابو لیکلی وونه*😂😂
*څوک چې په مینه کې ناکام شي*😿
*بیلچه دی واخلي خپل لښتي دی پاکوینه*😅
*زړګی مې شین لکه چمن دی*🍀
*دا ستا غمونه لکه خره ورته راځینه*🐴
*که په سنګر کې شهید نه شوې*😛
*که کور ته راغلې بیا دی زه شهیده وومه*😋
*جانانه ته خو داسې نه وې*🙋
*د پلار لغتې دی ضرور خوړلې دینه*🚶
*جانانه دومره راته ګران یې*👄
*چې ته روان یې زه لغتې درکومه*👯
*کور یې په کلي کې معلوم دی*🏢
*په دیواله یې خوشیان تپلي دینه*🌑🌑
*یاره په ګوټ کې راښکاره شه*👩
*تا ته مې جیب کې شنه نصوار راوړي دینه*🌵
*بیلتون ټوپک شو راته ډک شو*🔫
*ناڅاپه ټک شو په نصوارو یی وویشتمه*😛
*جانانه ستا د سفر غږ شو*✈
*زړه❤مې راډک شو ښه سم ډیر وټوخیدمه*😲😆
*پخوا د صدق یارانې وې*👭🎎
*دا اوسني عاشقان چرګې پټوینه*🏃🐓
*که نصیبونه خرڅیدلی*💗
*مابه دا خپل په کباړي خرڅ کړی وونه*🚴
*جانانه ستا په جدایې کې*🙎 👰
*د ورځې ګرځم د شپې کړمه خپل خوبونه*🏃
*ما ویل سلام به ورته وکړم*🙋
*چې لاس مې پورته کړ سایکل نه ولویدمه*🚲
*جانانه ستا پیغور یې راکړ*🙍
*خښته ته مې پورته کړه خو خلکو ونیومه*🍞👪
*هلک چې ځوان شي ژورنالیست شي*🚶
*انجونې چې پیغلې شي څپیاکې دی تپینه*💃
*باران د لس ورځې وریږي*☔
*نه مې ماشوم شته نه د خواښې کره ځمه*👬
*ستا د دې مړو سترګو نه ځار شم*🙎
*لکه بزه چې په کړکۍ کې وګورینه*🐐
*په جدایې دی خفه نه یم*🚶 👸
*خفه په دې یم چې زرنج کې دې بوځینه*🚴
*مکتب ته ځم راپسې راشه*🏠
*ما په بکسه کې امچورې راوړیدینه*💼💌
*زما زکام زکام جانانه*👃👃😷😷
*کپکول کپکول درته کیدم ودی خوړمه*🍬🍬
*جانانه ستا پیغور یې راکړو*😜😜
*چې کور ته راغلم په تشناب کې پریوتمه*🏪🙇
*د خنداګئ به ورته شین شې*😂😂
*که دی زما د رقیب ولیدل غوږونه*👂👂
😘😘😘شفیع الله همت😋😋😋😜
په دی روژه یو ټوکه هم ښه وی😝😜
وايي : يو شاګرد په موټر کي سپور وو کله چي يې خپل استاد وليدی، نو د مکتب قصاد يې ځني اخيستی، نو دوړي يې پر وکړې!
دلته د استاد خواته يو بل کس هم روان وو ويل : ستا د هغه استاد لا ...
د استاد څخه شاګرد پاته سو پر دا بل يې راواچول!🥴
✍🏻شفیع الله همتــــــــــــــ
ځینې وختونه باید هدف ته د رسیدو لپاره دردناکو خنډونو ته قدم کېږدو
💔نیمګړی🌹 هیلی💔
نفس
کله دومره ظالم شي
چې ارزښت خاورې کېدو سربېره
بیا هم
د اړیکې دوام ته مو اړ کوي
💔نیمګړی🌹 هیلی💔
