د مینی پلونه
Open in Telegram
د مینې پلونه یو احساساتی سفر دی چیری چی زړونه سره نښلول کیږی نه خبری ختمیږی او نه احساسات مری. دلته به له مینی وفا انتظار او درد نه نیولی تر ریښتینی خوښۍ پوری هره کیسه واورئ. راشی زړه مو راواخلی او زموږ د مینی پر پُلونو تیرشی 🖤🥀
Show more1 680
Subscribers
No data24 hours
-117 days
-4930 days
Posts Archive
1 680
۔۔امیرالمؤمنین
ملته ماخپل شرین بچی قربان کړ خوپه هغه پسی دومره خفه سوی نه یم لکه په معتادینو شهیدانو۔۔ 😭
1 680
《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》
د کوچني اختر د رارسېدو په ویاړ، تاسې ټولو ته د زړه له کومي مبارکي!
الله تعالی دې زموږ روژې، عبادتونه او طاعتونه قبول او منظور وګرځوي.
د شهیدانو سپېڅلې ارواوې په درناوي یادوو، د مجاهدینو سرښندنې ستایو، او د کونډو او یتیمانو لاسنیوی خپل مسوولیت بولو.
الله تعالی دې دا مبارک اختر د رحمت، برکت او خوښۍ سبب کړي.
په درنښت ستاسو ورور
😍😍😍
1 680
الـــسلام علیــکم
نېکمرغه کوچنی اختر مو مبارک شه!
الله(ﷻ) دې وکړي چې روژه مو په خير سره نيولې وي!
عبادت، اطاعت، اذکار، صدقات، او تلاوت مو الله ج په خپل دربار کې قبول او منظور کړه!🤲❤
(ستاسو ورور)🥰
1 680
🍂💔
کوم ځای د زړه د سپکېدو ښه دی چې چغې کړم؟
بنده کوټه ښه ده، که پاس د کوټې بام ښه دی؟
🍂🍂💔💔
1 680
> *په دې نړي 💫*
*ڪې داسې ژوند وڪړه! ❣️*
*چې ترلاسه ڪوونڪی دې بايد* *وياړ وڪړي،😊*
*او بايلونکی دې افسوس وڪړي*
1 680
نن يو چا سره ناست وم د خپل تېر وخت او خپل ميئنتوب د انجام کيسه يې راته کوله ويل يې:
د کوژدې نه يې څو مياشتې تېرې وې د دوي په کور ددې د واده خبرې کېدې؛ خو
دې به له مانه پټولې ساده وه په يو کلي کې مو کور و له هر څه يې خبرېدم يو ورځ په مخه راغله وايي:
ورته مې وويل:
ولې مې هېروې نه!؟
هسې دې هم په نصیب کې نه يم.
سوړ اسويلی يې وکړ وه يې ويل:
د هغې ځواب به مې تر مرګه هېر نه شي چې راته يې وويل:
زما نه هېرېږې ياره!
زه دې په زور له زړه نه څنګه وباسمه!؟
بيا يې وويل:
څنګه دې هېر کړم!؟
ټول حواس مې ستا د ذات د عشق په سجده پراته دي.
د هر فکر اول او اخر کې مې ته يې.
ته راته دومره مهم شوی يې؛ چې
اوس راته له ځانه هم څو چنده مهم يې.
تا کې مې ساه ده وجود مې يې رغون مې درنه ډېر سخت دی.
ستا ګرانښت ما کې جرړې کړي؛ او
زما د وجود ونه په دغه جرړو ولاړه ده که نه وې په خاورو به ولکېږم.
بيا يې داسې په کټ کټ وخندل چې په سترګو کې يې اوښکې راغلې وه ويل:
خو ګوره کنه!
وخت څه عجیبه کانه وکړه موږ يې له يو بله دومره لرې کړو چې اوس په کلونو ـ کلونو له يو بله احوال نه لرو.
وخت و چې هره ورځ به مو په ساعتونو ـ ساعتونو خبرې کولې.
څنګه ارمان دې د يوې يوې خبرې راځي
وخت و چې ته به څومره ډېره غږېدې راته!
د هغې له واده وروسته مې يو ځل وليده هېڅ ښه نه وه رنګ يې تور شوی و مخ يې ګونځې کړې وې؛ او
له غټو او تورو سترګو يې تورې ـ تورې حلقې تاو وې.
زما په ليدو پښه نيولې شوه ما داسې محسوسوله چې څه راته ويل غواړي خو ګنډلو شونډې يې هېڅ و نه ويل په سترګو کې اوښکې وځغلېدې را وځغلېدې سر يې ټيټ کړ او روانه شوه ما ورپسې تر ډېره په شاه کتل ما ويل:
ګوندې!
په شاه را وګوري؛ خو
هغې هېڅ سترګې را وا نه ړولې.
د هغې د قدم خاورې مې دا وګوره په غاړه کړي دي ما چې وکتل ريښتيا په غاړه کې يې يو کڅوړه له خاورو ډکه ځوړنده وه.
بيا يې وويل:
زه هر مازيګر هغه ځای ته ورځم چې دا مې په کې په وروستي ځل ليدلې وه يو څو شېبې کېنم د هغې د قدمونو ځای ته ګورم او زړه ته تسلي ور کوم.
ستا د کوڅې خاورې په سر بادوم.
په ما څه چل هر مازيګر کېږي.
بيا يې سترګې را پورته کړلې ما يې د ليدو طاقت نه درلوده سترګې مې ترې واړولې ترخه يې وخندل وه يې ويل:
ما هغه هېلې هېلې سترګې داسې وبايللې
په دې باره کې حتی خدای زما په کار را نغی.
د عشق دې تماشې حيران کړم پورته مې اسمان ته سترګې جګې کړلې ومې ويل:
ربه!
ستا دونيا ده ته ښه پوهېږې؛ خو
که هغه د هغه شوی وی څه چل به شوی وی دنيا خو نه ورانېده.
خپلې خبرې باندې بېرته پښېماني هم راتله؛ خو
د هغه د حالت په ليدو زه ګرم نه وم که هر څوک وی شايد همداسې يې ويلي و.
لمونځ دې غوښتی و زه ټول عمر لګيا وم
يو انسان مې درنه غوښت خو را دې نه کړ 😭
1 680
د وطن هر سیمه خایسته ده
خو زموږ سیمه بیا په خایست کې یو حد لری
زما دکوچنې والي ځای
😍
#ممله
1 680
*خوږه الفاظ او خوږه لهجه هغه خصوصيات☺️*
*دي چــي پــࢪ يـو نـا ݪيدݪي انسان دي مينوي
🌹
1 680
*سڪون پخپله نه راځي..!!*
*له خدای سره اړیڪه ، ساده ژوند ، ښه نیت ، او پاک وجدان ، دا ټول سڪون زېږوي.💖*
1 680
نوى دى
غزل
خوشبوئي ښار کې خپره که اوازې نه
هسې وايې چې راځمه خو راځې نه
په يوه خبره دوه وارې قسم خورې
خو لاسونه په قسم راسره ږدې نه
وېرانې دي او تر شا مې پاتې کېږي
ژوند ته ګورم د موټر له آيئنې نه
اور دى تا به هلته سېځي مابه دلته
ما لمنې نه اخيستى تا له خولې نه
د شګلن کمر په ژۍ جهان ولاړ دى
که يې وګورې له هرې زاويې نه
هغې اوښکې درته راوړې بهسودواله
او ته خاورې په لعلونو بدلوې نه
1 680
د رمضان هره ورځ غنیمت وګڼئ!
ابن الجوزي رحمه الله فرمایي:
په الله قسـم که چېـرې د قبـر خاوندانو ته وویل شـي چې یوه هیله وکړئ، نو دوی به د رمضان له ورځو څخه د یوې ورځې هیله وکړي!
التبصرة لابن الجوزي
1 680
غزله
يو کېدی نشي اوبۀ او اور معلوم وي
ټوکه ټوکه وي اشنا پېغور معلوم وي
حقيقت او لايقت پټېدی نشي
د مردانو هدیره کې ګور معلوم وي
موږ دې نه يروي نه وارخطا کيږو
د لیوانو او د سپيو شور معلوم وي
حرمونی ورته څوک ويلی نشي
چې پۀ دې دنيا يې پلار او مور معلوم وي
دا پۀ لوی منافقت کې سره ورک دي
ګنې حقه چې وي سپين او تور معلوم وي
زړۀ تنګون پسې راواخيستو لۀ کوره
خدا چېرې ځو والا که لور معلوم وي
سل رقمه وي اوڅار لېونی ورک وي
نۀ يې پته وي او نۀ يې سور معلوم وي
بابرزی اوڅار🍁
1 680
حسد د انسان زړه تیاره کوي. کله چې یو څوک د بل د بریا او نعمت په لیدو خپه شي، نو په حقیقت کې خپل زړه ته اور اچوي. حسد نه د بل نعمت کموي او نه خپله ګټه لري، بلکې یوازې د انسان سکون او خوشحالي له منځه وړي. ښه انسان هغه دی چې د نورو په بریا خوشحال شي او د ځان د پرمختګ لپاره هڅه وکړي. ځکه پاک زړه تل له حسده خالي وي.
1 680
*ځینی خلګ د باران په شان وی*
*راشي زړه لوند کړی🍁*
*او بیا بی له خدای پامانی ورک شی😥*
