د مینی پلونه
Open in Telegram
د مینې پلونه یو احساساتی سفر دی چیری چی زړونه سره نښلول کیږی نه خبری ختمیږی او نه احساسات مری. دلته به له مینی وفا انتظار او درد نه نیولی تر ریښتینی خوښۍ پوری هره کیسه واورئ. راشی زړه مو راواخلی او زموږ د مینی پر پُلونو تیرشی 🖤🥀
Show more1 680
Subscribers
No data24 hours
-117 days
-4930 days
Posts Archive
1 680
• په خپله ماته پښه وګرځه (تګ وکړه)،
خو د چا پر اوږه د خپل لاس نښه مه پریږده.!
> 🥀 *♣️♥️)*🥀
1 680
د هغو دوو سترگو په نور مې قسم
زۀ پکې خدای گورم په طور مې قسم
جوړ به له خپل پټکي ملا ته وي دار
په ړنگو څڼو د منصور مې قسم
د شونډو کيف دې په جنت کې نشته
هو په کوثر په الطهور مې قسم
مړ دې يم پاک په زنگېدلي آواز
په اياتونو د زبور مې قسم
بل هر يو رنگ يې د جبين توهین دی
د خپلې وينې په سندور مې قسم
زه د جام خط په لاره سم کړم شېخه
په کږو څانگو د انگور مې قسم
نه ږدم درمله د فرعون پښو کې سر
د جلالي خدای په غرور مې قسم
*احسان الله درمل*
1 680
خدایه لږ یې ما ترچمه پورې یوسه
څو شیبې مې محترمه پورې یوسه
دزړه للمه مې ده وصل باران غواړي
زر مـې تـه نبي اکـرمه پورې یوسه
د کلونو تږی زړه به پرې سیراب کړم
تـه مې لږ آبِ زمزمه پورې یوسه
خاوره زه به یې کړم سترګوته رانجه
ما ده یـار هـغـه قدمه پورې یوسه
پـه عجم کـې راته ګرانه زندګي ده
یوڅه وخت مې ترصنمه پورې یوسه
هیبتي ملنګ بـــه ستا شي پوروړئ
لـه عجم یې تـر حرمه پورې یوسه
هیبتي ملنګ
1 680
د هغو دوو سترگو په نور مې قسم
زۀ پکې خدای گورم په طور مې قسم
جوړ به له خپل پټکي ملا ته وي دار
په ړنگو څڼو د منصور مې قسم
د شونډو کيف دې په جنت کې نشته
هو په کوثر په الطهور مې قسم
مړ دې يم پاک په زنگېدلي آواز
په اياتونو د زبور مې قسم
بل هر يو رنگ يې د جبين توهین دی
د خپلې وينې په سندور مې قسم
زه د جام خط په لاره سم کړم شېخه
په کږو څانگو د انگور مې قسم
نه ږدم درمله د فرعون پښو کې سر
د جلالي خدای په غرور مې قسم
*احسان الله درمل*
1 680
*په اوسنی وخت کی*
*د انسانانو تر ټولو غوره لوبه*
*د خلکو په زړونو لوبی کول دي*😔💔
> 🥀 *(♣️♥️)*🥀
1 680
Repost from شعرونه او ویناوې📚
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
📚✅ ملگړو یوه مسابقه د لایکو❤️ جوړوم.
📌دری نفره چی لایکونه ډیر یی انتخابیږی.
📌لایکونه ❤️ باید تر 40 ډیر یی.
📌مسابقه دری ورزی یی که هر چا دا درو ورزو کی ډیر لایکونه وگټل جایزی ورکول کیږی.
✅جایزی🎁🎁🎁🎁🎁🎊🎉
🥇اول نفر ته یو مجازی اکاونت او 15 استارز ورکول کیږی🎁🎉
🥈دوهم نفر ته یو اکاونت او 8 استارز.
🥉دریم نفر ته یوازی 15 استارز ورکول کیږی.
📌نوټ: که چیری چا د اکاونت او استارز په ځای دا پورته گیفت غوشتی هم ورکول کیږی🌿
✅د مسابقی لپاره لاندی ایدی ته میسج وکړی.
@Aimal_kandahary
🌿😇
1 680
😘❤️🫀🖇️
*هر انسان غلطي کوي دا طبېعي خبره ده؛*
*خو څوک چې د بښنې جرئت نلري، نو هغه دا حق هم نه لري چې غلطي دې وکړي ــ!*
🥀💔💯
1 680
له درده ډکــه کيسه!
د حکایات الشهداء د کتاب له پاڼو څخه
زما ورور چې به کله له ملګرو سره په تشکيل لاړ، ډير وخت بعد چې به راغی پري ناوخته شوي به وو.
د شپې دولس يا يوه بجه به وه، د کور د ديوال غاړي ته به يې څادر اچولى و، او بې غمه به ويده و، ځکه هغه د يخ او بيابان شپو سره عادت و، دروازه به یې د دي لپاره نه وه ټکولې، چې د کور نور غړي له خوبه راویښ نشي، سهار چې به موږ لمانځه ته را پاڅيدلو، هغه به هم راپاڅيدلی و، نو سهار به یې دروازه وټکوله، موږ به اواز ور وکړ، څوک يې؟ خپل نوم به یې واخیست، چې زه يم، ټولو نه مخکې به مې مور ورمنډه کړه، دراوزه به يې ورته خلاصه کړه، او هغه به يې غيږ کي ټينګ ونيول، ښکول به يي کړ، او ورته ويل به يې ای زویه! تا لکه چې ټوله شپه مزل کړی دى، یوازي به هم وې، صبر به دې کړی و، د ورځې به راغلی وې، ده به ورته وويل، مورې زه د ورځې را روان شوم نور ملګري هم راسره وو، دلته چې راورسيدو د شپې دولس بجې وې، هغوي خپل کورته لاړل، زه دلته د کور خواته ويده شوم، دې لپاره چې ستاسو خوب خراب نه شي، مور يو ځل بیا ورمنډه کړه، غيږ يې ترې چاپير کړه، وایې ای زويه!
تا به دروازه ټکولې وہ، خير ده زمونږ خوب دي خراب شوى واى، زه به درغلې وم، دروازه به مې درته خلاصه کړې وہ، لمونځونه مو وکړل له هغې وروسته يو ساعت سره کيناستو، زيات وخت به يې داسې طريقه کوله.
بل ځل مې ورور د مجاهدينو سره د امريکايي اشغالګرو مقابل کي يوې سختې معرکې ته لاړ، ډير سخت جنګ وشو، مازديګر ماته خبر راغې، هغه سنګر چي ستا ورور او دوه نور ملګري ورسره ناست وو،
په امريکايانو انداخت وکړ، جيټ طیارو پرې بمبار وکړ، او دری واړه ټوټه ټوټه شوو، د ورور د جدايي خبر مې زړه دردمن کړ، خو حوصله مې برابره وه، ځکه ورور به مې مزدوري کوله، او په خپلو شخصي روپو يې ځان ته يوہ پيکا او نور سامان اخیستی وو،
هغه پيکا دوربین، مخابره، ټول سامان هم ورسره ټوټي ټوټي شوي وو، په دې به مې تسلې کوله، چې ځان او مال يې دواړه د الله تعالی په لار کې قربان کړل، الله تعالی به يې شهادت قبول کړي او زمونږ شفاعت به هم وکړي.
خو سوچ او فکر راسره د مور د خبريدو وو، چې هغه به څه چل یې خبره کړم، نو خپل نږدي يو څو مشران سړي، او زنانه مې خبر کړو، چې تاسو ورشي، زما مور خبره کړئ، هغوى ورغلل، مور يې خبره کړه، د زوى د جدايې چې کوم درد وي، د هغې اظهار يې وکړو، نور ما چې کوم سوچ کاوو، هغسې نه وه، حوصله یې برابره وه.
خو د وخت په تيريدو سره ورته يو تکليف پيدا شو، هغه دا چې ما به د شپې دروازه بنده کړه، سهار چې به لمونځ ته تلم دروازه به خلاصه وه،
څو ځلي دا کار وشو، حيران شوم، بله ورځ ويښ پاتي شوم، ګورم د شپې يوه بجه ده، مور مي را پاڅيده، دروازه يې خلاصه کړه بهر ووتله، زه هم ور پسې ورغلم، کله د کور ديوال يو طرف ته لاړه شې او خپل شهيد شوي زوى نوم اخلي، ای ذاکره ای ذاکره،
کله بل طرف ته،
نو زه ورغلم او ورته مي وويل، ای مورې، ذاکر شهيد شوى دہ، هغه هير کړه، دا روزانه ته راوځې دروازه خلاصه وې، راځه بس دى الله به رانه ناراضه شي، هغې راته وويل، او ما ته هم پته ده چې ذاکر شهيد شوى دی.
خو کله چې د شپې يوه بجه شي، نو زه راپاڅيږم، او هغه وخت راته ياد شي،کله چې به ذاکر د شپې ناوخته راغلی و، بهر به پروت وو، او سهار به کور ته راننوتلو، نو زه هيڅ په ځان پوه نه شم بهر وځم،
او ذاکر ته اوازونه کوم،
که چيرته راغلی وې، چې کور ته راننوځي، بهر به په وچه ځمکه پروت وې، خو بيا چې کله په ځان پوه شم، چې هغه خو شهيد شوی، نو بيرته کور ته ننوځم، دراوزه رانه هم خلاصه پاتې شوې وي. 😭😭😭
1 680
دنګه ونه نری غاړه دې ملنګې
بل خو حسن خدای درکړی دګل رنګې
شرابی شونډو زه لیونې کړمه
یوه بوسه دخدای په در راکړه خش رنګې
هر لباس درسره خه ښکاری جانانه
زه دکوم یو صفت وکړم چینار دنگې
چې داستا په لور کاته په بد نظر کا
هاغه سترګې دی خدای واخلی دی بدرنګې
سیف
1 680
Repost from شعرونه او ویناوې📚
• نام گروه : 🌸🍃GROUP‿CHAT‿YARAN🌿
• تعداد عضو : 93
• توضیحات :
《🍃 ﷽🍃》
🌿⇚خوش اومدین🌿
🗼ورود به سن نیست به مرام⚜️
⚜️ پی بدون اجاز بن⚜️
⚜️بـے جنبہ✬⇚نیاد⇛⚜️
⚜️لینـڪ✬⇚خدافظے⇛⚜️
⚜️ادب واحترام😊✬⇚اولویت⚜️
🙇ادب شما نشان شخصیت شماست🙇
😍چې موږ سره پاته شی خوشحاليږو🥰⚘️
• لینک گروه :
━┅┅ ✦ ┅┅━
🔗 https://t.me/+7t-KpdQ-qr5kZjY1
