en
Feedback
حکمرانان . Ketabton

حکمرانان . Ketabton

Open in Telegram

ستاسو خدمت ، زمونږ مسؤلیت ! له مونږ سره د نیکو مشورو او رابطې لپاره په لاندې شمیره اړیکه نیولی شئ . 0744776282

Show more
3 358
Subscribers
No data24 hours
+57 days
+1330 days
Posts Archive
د احمقانو نړۍ.pdf11.55 MB

د وخت پای .pdf1.84 MB

د اسلامي امت تر مینځ د اختلافاتو زیانونه او د یهودو دسیسې. عزير افغان. د اسلام سپېڅلی دین د وحدت، ورورولۍ او یووالي دین دی. الله تعالی فرمایي: "وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا" (آل عمران: 103). خو له بده مرغه، د اسلامي امت په اوږده تاریخ کې داسې اختلافونه راولاړ شول چې د امت پر قوت، وحدت او عزت یې ډیر بد او نه جبرانیدونکی اغیز پریوت. د شیعه‌‌ګانو او سنيانو تر مینځ اختلافات د رسول الله ﷺ له وفات وروسته د خلافت او امامت د تفسیر پر سر راپیل شول. اهل سنت د خ.لافت نظام د مشورې، اجماع او غوروالي په اساس بولي ، حال دا چې شیعه مذهب د امامت مسله الهي ټاکنه ګڼي او دا حق یوازې د اهل بیتو علیهم السلام لپاره خاص ګڼي. دي لومړنيو فکري اختلافاتو وروسته په فقهي، کلامي او تاریخي اړخونو کې هم ريښې وکړې ، خو اصلي ريښه او منشأ یې د خ.لافت له نقطې را پیل شوه. دا اختلافونه د اجتهاد تر سطحې او کچې محدود پاتې نه شول ، د سیاسي قدرت د لاسته راوړنې لپاره وسایل وګرځېدل ، چې راشده خلفاوو وروسته ځینو مسلمانو حکامو د مذهب په نامه ظلمونه وکړل، چې په نتیجه کې یې یو شمیر مذهبي ډلو د بغاوت او تشدد لاره ونیوله. دا چاره د امت د زوال، دښمنۍ، وژنو، تکفیر او تاوتریخوالي سبب شوه. دې کار اسلامي امت ته پراخ زیانونه واړول. لکه وینه تویدنه: په عراق، سوریه، یمن، پاکستان او افغانستان کې د سني‌شیعه شخړو زرګونه بې‌ګناه مسلمانان ووژل. اقتصادي کمزورتیا: د جګړو له امله اسلامي هېوادونه شاته پاتې شوي او د پرمختګ چانسونه یې خپل منځي کشمکش را محدود کړل . د مسلمانانو ترمنځ اختلافات او جګړې د اسلام تصویر مسخه کوي، او د اسلام د دښمنانو لپاره د تبليغاتو مواد برابروي. د اسلامي امت د دښمنان په ځانګړې توګه یهود په دې کې پلان او دسیسه کې کامیاب شول ، چې مسلمانان د مذهب، قوم، ژبې او سیمې په نوم سره ووېشي او د یو بل دښمنان یې کړي. د یهودو استخباراتي شبکې موساد او نورې شیطانان هڅه کوي چې د مسلمانانو ترمنځ واړه اختلافات او مشکلات په مختلفو لارو ژور او لوی کړي کړي. د هغوی ستراتېژي دا ده چې د مسلمانانو تر مینځ مذهبي کرکه خپره کړي ، د مسلمانانو ترمینځ یو پر بل بې‌باوري پیدا کړي ، د اسلامي وحدت هیلې ناکامې کړي ، چې د دې کار لپاره د مسلمانانو له مینځ په لویه کچه خلک اخلي ، او د خپلو اهدافو د تحقق لپاره پانګونه پرې کوي ، د یوه راپور له مخې یهودان د نظامي او دفاعي وسائلو په نسبت څلور برابره پانګونه په استخباراتي (د مسلمانانو تر مینځ په بې اتفاقۍ خپرولو) ماموریتو کوي ، چې په دې لړ کې مختلفې لارې چارې کاروي ، د مسلمانانو تر مینځ داسې ذهنیتونه را پیدا کوي چې هدف د سني او شیعه په نوم یو بل ته سرونه ټیټ نه کړي، یو واحد امت جوړ نه شي، او خپل قوت پخپلو کې سره مصرف کړي ، دوئ پوهیږي چې یو موټی اسلامي امت د استعمار او اسراییلي غاصب رژیم د پای ته رسېدو مانا لري. نو مسلمانانو ته پکار دې چې د غربي استعمار او د دوئ د ملګرو له لوري د اسلامي امت پر وړاندې جوړې شوې لوبې تو.جال ته متوجه شي ، چې په دې لړ کې د امت تر مینځ د اتحاد ختمولو په لار کې ځینې پکتورونه دي چې باید کار ترې واخیستل شي. علمي مکالمه: علما باید د اختلافاتو پر ځای د مشترکاتو پر بنسټ د امت ترمنځ پلونه جوړ کړي. د تکفیر مخنیوی: د تکفیر دروازه باید وتړل شي، ځکه تکفیر د امت د تجزیې، قتل او فساد بنسټ دی. د امت وحدت ته کار کول: علمأ او اسلامي هېوادونه باید د وحدت ستراتیژي ولري، نه د فرقه‌يي سیاست. د دښمن پېژندنه: مسلمانان باید پوه شي چې اصلي دښمن يې څوک دی ، هغه څوک چې بیت المقدس یې اشغال کړی، د فلسطین بچیان یې وژلي، او زموږ له وحدت ویره لري. اختلاف که د اجتهاد له مخې وي، رحمت دی، خو که د دښمن له دسیسو اغېزمن شي، نو دا اختلاف نه، بلکې فساد، تباهي او د امت لپاره ذلت او تباهي دي . اسلامي امت ته په کار ده چې خپل اصلي دښمن وپېژني، د خپل منځی اختلافاتو درناوی وکړي، خو دا اختلافات د جګړو، تکفیر او وینو تویولو وسیله ونه ګرځوي. اللهم وحد صفوف المسلمين، وأرنا الحق حقاً وارزقنا اتباعه، وأرنا الباطل باطلاً وارزقنا اجتنابه.

د وچې شیخان دې د شیخ صاحب دا پیغام واوري. هغوئ چې د امت دردونه احساسوي د امت د وحدت ماتولو پر ځای مسلمانان اسلامي اخوت ، ورورولۍ او د معاصر فرعون پر وړاندې په یوه صف کې دریدو ته رابلي ، د امت په درد دردمن علمأ د هرې وینا وخت او ځای پيژني. په رب قسم که نن ورځ د دې وي چې موږ د شیعه سني ، وهابي حنفي ، بریلي او دیوبندي په نوم یو بل تکفیر کړو ، د یهودو چاړه مو په مرۍ ايښي ، او موږ په څه لګیا یو. نه مو والله که تقوی له شیخ صاحب څخه زیاته وي ، او نه علم او عمل ، لګیا یئ د اختلاف ګوډي مو له ځانه جوړ کړي ، د خدای روی ومنئ ، په غیر شعوري توګه د یهودو موخو ته کار مه کوئ. که د یهودو پر وړاندې مو پخپله څه له وسه نه کېږي ، اقلاً نن ورځ خو هغوئ مه غندئ چې پر وړاندې یې مقاومت کوي.

که ایر.ان له منځه لاړ څه به پيښ شي ... د تاریخ سره مقایسه تاسو کې به څوک پیدا شي چې دا ويډيو نورو ژبو ته وژباړي ؟ او که لدې پيغام سره موافق یاست مخکې یې نشر کړی وړاندې کونکی : تفکر حماد غورځنګ https://t.me/azitafgha

موږ تل وایو چې الکفر ملة واحدة ، خو دا ولې نه وایو چې الاسلام ملة واحدة؟ آیا زموږ دین یو نه دی؟ آیا زموږ کتاب، نبوت، قبله ، سجده او.... یوه نه دی؟ نو ولې زموږ زړونه یو له بله لرې دي ؟ د کفري نړۍ ټول قوتونه، اختلافونه تر شا پرېږدي ، د اسلام پر ضد په یوه صف کې دریږي ، نصراني ، يهودي ، ملحد ، مشرک او.... ټول زموږ په خلاف سره یو دي ، خو موږ د خپل مسلمان ورور سره د نظر ، مذهب ، او مسائلو اختلاف د دښمنۍ لپاره حجت ګرځوو. که موږ د اسلامي ورورولۍ او امت د وحدت معنا درک نکړو ، نه به اذان خوندي وي، نه قرآن، نه به قبله خوندي وي نه مسجد ، کفر به مو یو یو تبا کوي او موږ به په خپل ځان هغه وخت پوهه یو چې هر څه مو لاسه ورکړي وي ، چې هغه وخت به مو هیڅ دلاسه نه کېږي. وخت را رسېدلی چې هر مؤمن دا چیغه پورته کړي. الاسلام ملة واحدة!!!!!! عرب عجم ، تور سپين ، په نوم مسلمان چې د یو الله تعالی بندګي کوي ، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم رسالت او قران مني ، زموږ مسلمان ورور دی ، نظري اختلاف مو باید فرقه‌واریت او دښمنۍ ته ونه غورځوي ، هر مؤمن پخپله ذات کې مؤمن او مسلمان دی ، تر هغو چې د الله تعالی له الوهیت ، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له رسالت او قران څخه یې انکار نه وي کړی.

د طرابلس زمریان ـ حکمرانان .pdf19.49 MB

دقربانی فلسفه.pdf4.40 MB

که نړيوال ماته وخوري؟.pdf2.56 MB

تباشوي قومونه دقران په نظرکې.pdf30.30 MB

‏مستند من عزيزالرحمن حسيني

هکري معلومات او خونديتوب.pdf2.26 MB

د قهر ورځ يوم الغضب.pdf31.90 MB

راځه زموږ ملګری شه!.pdf8.34 MB

د سکون څرک.pdf1.99 MB

هيکر څوک دی.pdf7.10 KB

وږى کوربه ( د یوه صحابي لنډه کیسه).pdf9.01 KB

کتاب : اکبر خان ، مينه او جګړه . ليکوال : اکمل داوی. ژبه : پشتو . https://t.me/Azizafghn

مرض هم د الله يو نعمت دى.pdf1.23 MB