cookie

We use cookies to improve your browsing experience. By clicking «Accept all», you agree to the use of cookies.

avatar

ښکلې ادبي لیکنې او شعرونه 🥀

هر ډول ښایسته لیکنې ګټور معلومات PDF کتابونه او د ډیزاین لپاره مواد دلته ترلاسه کولای شئ. https://t.me/joinchat/UYdSJtuj778k4QI6. شخصي رابطه: اډمین⇩ فیسبوک پته https://www.facebook.com/emaldawoodzay.19 تلګرام پته https://t.me/DAWOODZAY19

Show more
The country is not specifiedThe language is not specifiedBooks10 004
Advertising posts
1 717
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
+630 days

Data loading in progress...

Subscriber growth rate

Data loading in progress...

دومــــره ژړا د چــــا لپـاره کـــــوي داسې سلګي ولـــې بې واره کوي زړګيـه چـــا دې آرمانونه لوټ کړل چې تل ښیري ورته بې شماره کوي او عجبه خبره داده چې هر کس سره خپله مینه شتون لري ګورم چې د باغ په یوه دروازه شازیه باغ ته داخیل شي زه حیران شم او د خوشخالي نه مې زړه درزا کوي شازیه زما څنګ ته راشي او راته وایې ولې ځان ته ناست یې زه هیڅ د خبرو کولو توان نه لرم بیا راته وایې ته لکچي ګونګي یې ولې خبري نه کوي زه ودریدم او د ګوتو نه مې ټکونه ویستل ته ته شازیه یې دلته څه کوي شازیه مسکۍ شو سترګي یې زما په سترګو کې خښیي کړي وي راته یې وویل زه تا سره مینه لرم په د دې خبري په اوریدو مې زړه داسي شو لکه نوي چې دونیا ته راشم او هیڅ مې غم او درد لیدلي نه وي زما زړه و چې د شازیه نه د تلیفون شماره واخلم په دې وخت کې مې پلار راته غږ وکړو احمده زویه پاڅیږه د لمانځه وخت دي زه په ډیره غوسه د خپل د خوب د ځاي نه پورته شوم او ومې ویل افف خدایه دا څنګه خوب و لاړم تشناب ته د او داسه لپاره... *نور بیا...☺️* _*꧁̤̈✨̤̈𝑯̤̈𝒆̤̈𝒍̤̈𝒂̤̈𝒍̤̈☆̤̈𝑲̤̈𝒊̤̈𝒏̤̈𝒈̤̈✨̤̈꧂̤̈*_
Show all...
4
ناول شین سترګی انجلۍ دریمه:برخه (3 برخه) دوهمی برخی ورستي لفظونه: *دپښتو ساعت ته به زه ډیر خوشخاله وم* *ځکه په دې ساعت کې به مونږ یویو شعر ویلو* *دریمه برخه(3)* استاد خان آغا شورو زما نه وکړه احمده جګ شه او یو ښایسته شعر وایي ما په ډک زړه دشعر پیل داسي وکړ هـــغــه کلـــی هـــغـه ښــار اومـاذدیګر نــوي هیــلي روڼ ســهار اومــاذدیــګـر دوئ یـــوبل ته بیخې نه دي سره ورته زما غـــوښـتنه ستـا دیـــدار اوماذدیـګر دغه دری شیان په میــنه کې په کاردي صــداقت اخــلاص اظــهار او مـــاذدیـګر چي نه ته راځي نه ما غواړي چي درشم ځـــوروي مــې دغــــه کار او مـــاذدیـګــر په مجموع کې بیخي ښه لګي پـر هــرچا د تلاش غـــزل چــینـــار او مــــاذدیــــګـر ټولو ملګرو راته چک چکې وکړي اوزما په زړه هم لګه ړنا راغله دخوشحالي احساس مې وکړ دخان آغا استاد ساعت راباندي ډیر لنډ اوخوشحاله تیرشو روصختي ته پنځه دقیقي وخت پاتي وو ټولو شاګردانو خپل بیکونه ترشاوچاول شیبه ورسته داستاد په اجازه دصنف نه د وتلو په حال کې شو مونږ درې ملګرو په یوبل باندي لاسونه وچواله او په لار سره راون وو زه په سوچ کې ډوب وم چي خالد راته وویل احمده لکه چي مین شوي یې ما په غوسه ورته وویل نه وروره خالد وویل نو بیا ولې خفه یې نه یم خفه لږ مریض یم دملګرو سره مې دلاري په پاي کې مخه ښه وکړه زه تر کوره په تندکونو راورسیدم کورته په رارسیدو سره سم مور راته غږ وکړ احمده زویه پخیر راغلي د مکتب څخه ما ورته وویل هو مورجاني شکر راغلم د ډوډي وخت وو ډوډي مې وخوړه دماسپښن د لمانځه د ادا کولو لپاره مسجدته لاړم. لمونځ مې ادا کړ دمسجد نه بهر زما دکلي ملګري ولاړ و او زما په انتظار و زه د ملګرو څنګ ته وراغلم سلام مې وچاوه زما ملګري چې یو سادت او بل یونس دواړه زما د ښي او بدي ورځي ملګري و راته یې وویل احمده د مرزامحمد زوی جاوید راته یو ګیله کړي زه ډیر ورختاه شوم زر راته وایې څه ګیله یې کړي درته یونس په خوله یوه یوه خبره داسي راوته لکه د وصلي ډز ساحل راته وویل ستاسو ملګري احمد چي د لاري پر سر یې کور دي تیره ورځ یې زما خورته یو قلم ورکړي و او هغه یې ډیره په تکلیپ کړي وه د دې خبري په اوریدو سره سم مې سترګی د اوښکو ډکي شوي او هیڅ مې د خبرو کولو توان نه درلود سادت راته وویل احمده ته باید داسي کار بیا ونه کړي ما په زړه کې وویل سادته ته څه خبر يې چي زه د شازیه سره څومره مینه لرم خو په هرحال د ملګرتیا وصول مې مراعت کړل او ورته مې ویل سمده إن شاء الله بیا به داسي کار نه کوم ملګري مې د ځان سره راون کړ خپلي حجرې ته مې راوستا زه کورته لاړام چې چاي راوړم مور مې په لاس کې د ګیلاسونو ډک پتنوس راکړ او حجرې ته مې راوړو د ملګرو سره مې چای وڅکلو یو څو شیبې مو په خنداه او خوشحالي تیري کړي یونس چې زه ډیر ورباندي ګران وم راته یې وویل احمده زه پوهیږم چې ته د مرزامحمد د لور شازیه سره مینه لري خو ته یو کار وکړه د مرزامحمد کور ته د خپلي کورني ،مشران ورولیږه ترڅو د شازیه لپاره ته کوژده وغواړي په د خبر مې زړه خوشحاله شو او په خندا مې وویل سمده یونس او سادات هم په خپل منځ کې مسکې شول د حجري نه بهر راوتو په اسمان د تورو وریځو ټغر خپور و د باران څاڅکي شورو شول وخت د مازدیګر څلور بجي وي مونږ به هر مازدیګر باغ ته په چکر تلو د باغ په لاور روان شو د باران څاڅکي راباندې ډیر ښه لګیدل او خولي ته مې دا ټپه راغله د يو تللي کس چيره يي راپه زړه کړه باران بیا داسي وريږي لکه زهر باغ ته ورسیدو ما د ځان سره وویل کاش چې په دې وخت کې مې په زړه د شازیه غم نه وي دا چکر به ډیر خوند کړي وو په باغ کې خلکو رقم رقم لوبې کولي چا مطالعه کوله او چا د ملګرو سره تصویران اخیستل مونږ هم د کمرمینانو خوا ته ورغلو او رقم رقم تصویران مو واخیستل وخت د ماښام شپږ بجي شوي د چمن ګرچاپیره امنیت د عسکر لخوا نیول شوي وو مونږ د کور په لاره حرکت وکړ په لار روان وم چې شازیه هم د خپلي ترور کاره تله ما ځمکي ته سر ټیټ کړ او ومې ویل خدايه مين څوک په چا مکړي چې وس يې نه رسي په مخ يې اوښکې ځينه د ملګرو سره مې د لاري په پاي کې خدای پامانې وکړه زه د زړه په توندو سلګو تر کوره راورسیدام د کور غړو سره مې ډیري خبري د لاسه نه کیدي د ماسخوتن د لمانځه وروسته مې د سوال د خدای وکړه یا خدای زما په زړه ورحمیږي او شازیه زما کې وخت د خوب و زه هم خپلي خوني ته لاړم او په سوچ او فکر کې ډوب پورت وم د شازیه غم دومره زورو و چې سترګي مې نه پټي دي ټوله شپه مې په سوچ او فکر کوله په همدې سوچ کې وم چې د سهار اذان هم وشو د سهار اذان سره سم مې سترګي پټي شوي وي خوب وینم چې یو ښایسته باغ وي هري خواته شني وني وي او چارچاپیره خلک د خوشحالي په مناسبت راټول شوي وي زه په یو چوکي کې ناست یم او ځان سره ټپی وایم
Show all...
*ده دي ستـړی زنـدګی همدا اوصـول دي* *ټيـټوجيګوته به غرغـونـدي ولاړ يـے..!* ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ *ÎẞRÃR~TÂÁJ*🫶👑 🤍🙂🤞🏻
Show all...
🥰 1
Photo unavailableShow in Telegram
هغه به کومه! ورځ وی چی غـږ وکڔی .👸 ای (شهزاده) 🥸پلار کـره سو شپی وکړم.😁😂
Show all...
🥰 3👍 1
Photo unavailableShow in Telegram
دا کافر په هر چا باندې ګران دي.😝😁 .. . 😥❤️‍🩹
Show all...
🥰 2
_*ناول:شین سترګی انجلۍ* *دوهمه 2 بــر خـــه* ــــــــــــــــــــــــــــــ ـ ـ ــــــــــــــــــــــــ؟ _*دلومړی برخی ورستي لفظونه:*_ *ماته یو ملګري د امریکا نه قلم ډالي کړی وه* *ډیر ښایسته او په شوق جوړ شوی قلم وه* *یو ورځ مې د کور یو کوچني ماشوم ته قلم ورکړو* *دوهمه برخه(2)* اوورته مې وویل په دې لاره کینه هغه جیني په دې لاره ځې او دغه قلم ورته ورکړه ماشوم ډیر شوخ وو راته یې وویل څو روپي به ماته راکړي ما ورته وویل څو چي ته غواړی ماشوم خوشحاله شوو او وویل سمده زه د یو دیوال شاته پټ شوم شازیه د ماشوم څنګ ته راورسیده ماشوم په نرمو شونډو ورته وویل ترور دا قلم یو هلک راته راکړي چې دا جیني ته ورکړه شازیه چي ډیره په غوسه وه او په ماشوم یې سترګی ورواړولي ورته وویل چي بیرته دا قلم هغه هلک ته ورکړه او شازیه روانه شوه ګورم چي د ماشوم په لاس کې قلم وه ولي چي شازیه قلم نه واخیستي ماشوم وویل جینی ویل چي بیرته دا هغه هلک ته ورکړه دماشوم دې خبري اوریدو مې زړه ډیر خفه کړ او د افف غږ مې وکړ زه هم مکتب ته روان شوم په سوچ او فکر کې ډوب مې ځان تر مکتب پوری ورسوه دصنف په دروازه چي ننوتم د استاذ په اجازه په خپله چوکي ،کې کیناستم ملګرو به مې ښایسته ټوکي ټکالي کولي خوزه به د خپلي میني غم وړي وم او د خیال په ټال کي به مې زنګله زما د څنګ خواږه ملګري چي یو شادب او بل خالد نومیده ډیر په اخلاقو برابر وو او هره خبر به یې زما منله په دې ورځ زه ډیر غوسه او خفه وم ځکه شازیه د قلم په نه اخیستو. او ځان سره مې وویل هر څوڪ د سلو ڪسانو سره خاندي مګر د زړه آرام یې د یوه انسان سره وي ملګرو راته وویل احمده ولې خفه یې ماهیڅ دخبرو کولو توان نه درلود یوازی مې دزړه دسلګو ننداره کوله اوترسترګومې اوښکي تویېدې شاداب به زما نه د پښتنه ډیره کوله احمده ولي خفه یې زمونږنه خو دزړه بدنه دي یوشیبه خاموش وم په وچوشونډو مې وویل نه شادبه الله دي نه کړي چې ستاسو نه دي زه خفه شم شادب چي زمونږ دصنف اول نمبره هم وو ساعت اخیري وو دپښتو استاد خان آغا نومیده په دې وخت کې هغه راغي ولاړ سي ټول شاګردان په خپلو ځاینو ودریدل استاذ په لوړ اواز وویل مننه شاګردانو کیني ټول شاګردان په خپلو ځاینو کیناستل دپښتو ساعت ته به زه ډیر خوشخاله وم ځکه په دې ساعت کې به مونږ یویو شعر ویلو _*بله برخه ډیر زررر*_ _*꧁̤̈✨̤̈𝑯̤̈𝒆̤̈𝒍̤̈𝒂̤̈𝒍̤̈☆̤̈𝑲̤̈𝒊̤̈𝒏̤̈𝒈̤̈✨̤̈꧂̤̈_
Show all...
3😍 1
ناول شین سترګې انجلۍ برخه لومړی (برخه) ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ زه په لسم ټولګي کې وم چي د شازیه په نوم یوه انجلۍ باندي مین شوم په لار به چي روان هم وم د شازیه سوچ به مې کولو د شپي به تر ډیره په سوچ او فکر کې ډوب وم سهار به اته بجې مکتب ته تلم زمونږ کور د لاري په سر وو شازیه به زمونږ د کور په لار مکتب ته تله زه به د کور د دروازي سره ناست وم د مکتب به ورستې کس زه وم چي په اته نیمي بجي به وراغلم د مکتب مدیر به راته هر ورځ په غوسه وه ځکه شازیه به په اته نیمي بجي مکتب ته تله چي شازیه به مکتب ته روانه وه نو زما دیدن به ورسره وشو خو د ډیره کبره او غورور سره به په لار تله تر یو کاله پوري زه به په دې لار د شازیه لپاره ناست وم خو شازیه په دی خبره نه وه چي په ما باندي احمد مین دي ما غوښتل چي څنګه یې خبره کړم چي احمد ستا سره څومره مینه لري ډیر وخت وروسته مې فکر وکړو ماته یو ملګري د امریکا نه قلم ډالي کړی وه ډیر ښایسته او په شوق جوړ شوی قلم وه یو ورځ مې د کور یو کوچني ماشوم ته قلم ورکړه *بله برخه ډیر زر.......* *30 لایکونه باید هتمن واخلی* _*꧁̤̈✨̤̈𝑯̤̈𝒆̤̈𝒍̤̈𝒂̤̈𝒍̤̈☆̤̈𝑲̤̈𝒊̤̈𝒏̤̈𝒈̤̈✨̤̈꧂̤̈*_
Show all...
🥰 5
اته نه هېرېدونکي شېبې 1-کله چې د لومړي ځل لپاره مور او پلار ته خپله تنخوا ورکړئ. 2-کله چې د خپل نږدې او خواږه دوست سره خبرې وکړئ 3-کله چې د خپلې مېنې سره لاس په لاس قدم وهئ. 4-کله چې د لومړي ځل لپاره خپل نوی زېږدلی ماشوم ښکل کړئ. 5-کله چې دې هغه څوک په غېږ کې ونیسې چې ته باندې ډېر پام کوي. 6-کله چې د خپلې مېنې په هکله په اوښلنو سترګو سوچ کوئ. 7-کله چې د ډېرې ژړا وروسته په زوره وخاندئ. 8-کله چې زاړو عکسونو ته ګورئ او په شونډو مو موسکا خوره وي. Prince
Show all...
👍 3
له هغې ورځې ډارېږم...💔 کله به چې هرڅوک زما ستاینه کړي، ما سره به مینه کړي، مګر افسوس چې زه به د منلو لپاره شتون ونلرم ژباړه prince
Show all...
رحيمه! نه کوم له ډاره خوارې خوارې سجدې تـــر تا دې ورسي زما مستې خمارې سجدي دلته يو کس دی ځان ته وايي د جنت ټېکدار يو زيړ ايمان دی ورسره او څو بيمارې سجدې ای! ته هغه يې چي سينګار دې پرستش کړی دی ای! ته هغه يې چې کوي درته هيندارې سجدې؟ ستا ساده توب خو ته بي حده مزيدار کړې کنه دې عاجزۍ خو کړې بې حده مزېدارې سجدې نه مې څه کار تا سره شته، نه معامله تا سره پرې مې ږده وا سړيه څه راپسې شمارې سجدې اوس ما ته څه پته ده؟ څنګه به وي حال د زړونو خو تندي ټول تيار دي، ټولې دي تيارې سجدې ممتازه هغه نڅاګره مونځ ګذاره هم ده څه بخت لري د دې ظالمې ګناهګارې سجدې - ممتاز اورکزی
Show all...
1