د خــلاصــون لاره چینل♥
Open in Telegram
https@kahdeemafghan زموږه د تفسیر ترجمی چینل زموږ مسئلې او بیانونه ټول د اهل السُنَّةِ والجَمَاعةِ ماتُریدي عقیدې حنفي مذهب او دیوبندي مسلک په رڼا کي دي. ګرانو ښاغلو او آغلو د دیني مسائلو په دې👇 چینل کي ګډون وکړئ! https://t.me/Dakhlasoonlara
Show more680
Subscribers
No data24 hours
-57 days
-1730 days
Posts Archive
*ورځنی حديث شريف 439*
*رسول الله ﷺ وفرمایل:*
*ایا تاسو ته معلومه ده چې غیبت څه شی دی؟صحابو وویل:الله او د هغه رسول ښه پوهېږي.*
*نو ویې فرمایل:غیبت دا دی چې ته د خپل ورور داسې یادونه وکړې چې هغه یې نه خوښوي.چا وویل:که هغه څه چې زه یې وایم، واقعاً په هغه کې وي؟*
*رسول الله ﷺ وفرمایل:که په هغه کې وي، نو ته غیبت کوې، او که نه وي، نو ته پرې تهمت لګوې*
*(صحیح مسلم: 2589)*
☘(2)بــرخـــه☘
*_د خلاصون لاره اداره_*
✔️ټليګرام چينل👇
✅ https://t.me/Dakhlasoonlara
زموږ د ادارې خدمات خوښ او د نورور ملګرو سره هم د ثواب په نيت شریک کړی تر څو تاسو هم په ثواب کي پوره پوره حصه ولری.
جزاک الله خير
*وَ آخِرُ دَعْوَانَا أَنِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِيْنَ، وَالصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ عَلٰى أَشْرَفِ الْأَنْبِيَاءِ وَالْمُرْسَلِيْنَ.*
Repost from د خــلاصــون لاره چینل♥
د اختر لمونځ نيت اوطريقه
شير يی کړۍ د ثواب په خاطر
مینه والو نشر یی کړئ.مننه
د اختر لمونځ دوه رکعته دى او دا لمونځ واجب دى
لومړى به نيت وکړى
نيت مى کړى زړه د اخلاصه د کوچنی اختر دوه رکعته لمونځ سره د شپږو تکبيرونو په دى امام پسې ادا کوم خاص خداى لره مخ مى د کعبي شريفى پر لور
الله اکبر
دوهم: به ثناء (سبحنك اللهم ...) تر اخره پوري ووايي.
دريم: به درې واره تكبيرونه ووايي امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو سره دری تکبيرونه ووايي، په هر تكبير كي به لاسونه غوږو ته پورته كوي او ايله كوي به ئې او د هرو دوو تكبيرو تر مابين به دومره سكوت كوي چي درې تسبيحات پكښي ويل كېدلاى سي.
څلورم: امام به سورة فاتحه او قرائت وائي او ركوع ته به ځي دا ركعت به پوره كړي كله چي دوهم ركعت ته راپورته سي.
پنځم: نو بیا به امام سورة فاتحه او قرائت وايي او بيا درې واره تكبير وايي پر هغه طريقه چي پورته ليكل سوې ده په څلورم تكبير سره به ركوع ته ولاړ سي.
او لمونځ به د نورو لمونځونو په څير ختم کړي.
ــــــــــــ
د اختر لمونځ :
پر چا چې د جمعې لمونځ فرض وي په هغه باندې د اختر لمونځ واجب دی ، د اختر د لمانځه وخت د لمر ختلو څخه د لمر تر زوال پورې دی .
د اخترونو د لمانځه مسائل :
۱- د اخترونو دلمانځه د پاره آذان او اقامت نشته .
۲- په جُمعه کې خطبه د لمانځه نه مخکی ويل کيږي د اختر په لمانځه کې د لمانځه نه ورسته .
۳- که د جُمعی لمونځ قضا شي نو د ماسپښين لمونځ به کوي خو که د اخترونو لمونځ قضا شي څه نشته که ډیر لمونځ کونکی پاتی وي نو ځانته لمونځ کولای شي .
د اخترونود ورځی سنت او مستحب کارونه :
۱- د عيد شپه په عبادت لکه : ذکر ، لمونځ ، تلاوت ، تکبير او تحليل ، دعا او استغفار تيرول لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من أحيا ليلة الفطر وليلة الأضحى محتسباً، لم يمت قلبه يوم تموت القلوب» (حسنه ابن ماجه ، دارالقطني و طبراني و ضعفه النووي) .
يعنې : څوک چې د کوچني او لوی اختر شپه د ثواب په نيت په عبادت سبا کړي ، د ده زړه به نه مري په هغه ورځ چې د خلکو زړونه مري .
۲- د سبا وروسته او د عيد لمانځه ته له تللو مخکې غسل کول ، د نارينه لپاره خوشبويي وهل، پاکې او ښې جامې اغوستل او د الله تعالی د نعمت ښکاره کول او شکر ايستل .
له ملګرو سره ىى شرىک ګړى!
مننه ستاسو ورور خادم افغان صاحب هم په دعاګانو کې مه هیروی,؟
د لیلته القدر شپه
🌙 📚💓
زموږ د واټسپ چينل
اکونټ درسره فالو کړی ✅
https://whatsapp.com/channel/0029VaA0FUgDuMRZn145DV3c
