سالم فکر وکړئ
Open in Telegram
د اسلامي امت د مجد او عظمت د اعادې په تکل جوړ شوي هغه فکر دي چې اسلامي امت له خپل تېر تاریخ خبروی او د غربی افکارو مخنیوی کوي، خصوصا خپل ملت د اختلاف له مفتن ګردابه یوې سالمې لارې ته راباسی او په مستقیمه لا ♥تبادلی لپاره دلته میسج کولایی سی♥ @Oziarashna
Show more689
Subscribers
-124 hours
-77 days
-2430 days
Posts Archive
( ۱۴۱ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص۔ ایا پوهیږئ سپیڅلی أتلان څوک دی؟
خپل أصلي أتلان وپیژنئ( ۱۴۱)برخه:
اميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته داسی جوابي ليک وليکلو ۔
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ د عمر بن الخطاب رضي الله عنه له طرفه د شام عامل او أمير أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته اول زه د الله جل جلاله ثنا اوصفت کوم بيا په رسول الله صلي الله عليه وسلم درود وايم بيا درته وايم د باتورو او اتلو غازيانو فرق د نورو څخه ضرور وکړه د سپاره او پياده ترمنځ فرق وکړه په غازيانو پام کوه تقوي ته يي رابله له غنيمت تقسيمولو وروسته په خپل ځاي اوسه تر څو زما امر درته وشي والسلام ۔
حذيفه بن يمان او نورو صحابه کرامو رضي الله عنهم اجمعين ته يي ليک ورکړو هغوي ټول په شريکه بېرته لاړل ليک يي ابوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ته ورسولو هغه چي ليک ولوستو په سترګو يي کيښودو ويي ويل په سترګو ستا امرمي قبول دي بيا يي غنيمتونه وويشل هر غازي ته چي سپور ؤو څلور ويشت زره(۲۴۰۰۰) مثقاله سره زر او پياده ته اوه زره(۷۰۰۰) مثقاله سره زر او همدومره سپين زر ورسيدل هغه چا سره چي دوه يا زيات اسونه وه هغوي ته يي زياته برخه ورکړه لکه زبير بن عوام رضي الله عنه ځکه چي هغه سره دوه آسونه وه چي يو به ستومانه شو بل باندي به سپور شو ضرار بن الازور ۔رافع بن عمير الطائي ۔سعيد بن زيد ۔عبدالله بن عمر ۔عبدالرحمن بن ابي بکر۔يزيد بن ابي سفيان ۔ابي سفيان بن حرب۔عمروبن العاص ۔معديکرب الزبيدي۔مالک اشتر النخعي۔ معاذبن جبل ۔زبير بن عوام ۔رضي الله عنهم ته يي زياته برخه ورکره د اسپو ترمنځ يي هم فرق وکړو برذون اسپي يي دهجين په نوم اسپو سره برابر غنيمت کي شريکي کړي تاتاري اسونه يي عربي اصيلو اسونو سره برابر کړل په دغه تقسيم مسلمانان زيات دولتمند شول خو هغوي ټول چي نيتونه يي صاف وه عيش عشرت يي نه خوښولو هماغسي ساده ژوند به يي کولو خير خيرات به يي کولو چي زياتو صحابه کرامو رضي الله عنهم ټوله شتمني خيرات کړه ۔۔
بل خوا هرقل ته خبر ورسيدو چي ستا ټول جنرالان قومندانان حاکمان پهلوانان مړه شول هيڅوک پاتي نشو هغه د ځان په وير اخته شو هغه پدي انتظار کي ؤو چي مسلمانان به نور څه کوي ۔
ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه پوره يوه مياشت غازيانو ته دمه او استراحت ورکړو بيا يي مشران او نامتو اتلان ورټول کړل هغوي ته يي وويل مشوره راکړئ چي چيرته لاړ شو اول قيساريه ته لاړ شو که اول بيت المقدس ته لاړ شو هغوي ورته وويل ته د أمت أمین يي چی چيرته دي زړه غواړي روان شه مونږ درپسي يو معاذبن جبل رضي الله عنه ورته وويل زه وايم چي اميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ته ليک وليږه له هغه مشوره وغواړه چي د کوم طرف امر درته وکړي مونږ درسره يو ۔
ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه اميرالمؤمنين ته ليک وليکلو چي زه د قيساريه او بيت المقدس د فتحي اراده لرم کوم ځاي ته اول لاړ شم ستا د امر په انتظار يم ليک يي عرفجه بن ناصح النخعي رضي الله عنه ته ورکړو هغه چي ليک مديني منوري ته ورسولو عمر بن الخطاب رضي الله عنه صحابه کرامو رضي الله عنهم ته ليک ولوست او له هغوي يي هم مشوره وغوښتله علي بن ابي طالب رضي الله عنه ورته وويل زما رأيه داده چي اول بيت المقدس ته لاړ شي هغه محاصره کړي چي هغه فتح شي بيا دي قيساريه ته لاړ شي ماته رسول الله صلي الله عليه وسلم همدغسي خبر راکړي اميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ورته وويل زما هم ستا مشوره خوښه ده بيا يي جوابي ليک ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته وليکلو له (بسم الله الرحمن الرحيم) وروسته زما درته مشوره داده چي تاسو اول بيت المقدس ته لاړ شي ځکه چي رسول الله صلي الله عليه وسلم خپل تره ځوي او زوم علي بن ابي طالب رضي الله عنه ته همدغسي ويلي وه اوس هغه ماته وويل اميد لرم بيت المقدس الله جل جلاله ستاسي په مبارکو لاسونو فتح کړي عرفجه النخعي رضي الله عنه ته يي ورکړ ورته يي وويل په بيړه بېرته دغه ليک ويسه هغه چي کله شام ته لاړو ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه غازيان جابيه کي ديره کړي وه هغوي ته چي ليک ورسيدو زيات خوشحاله شول ځکه چي د بيت المقدس اذادول د ټولو يواځينۍ هیله او اروزو وه۔۔
نوربيا راسره اوسئ شير يي کړئ کاپي يي کړئ چی هرمسلمان خپل اتلان وپيژني ۔
ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
فتوح الشام للواقدي عربی جلد اول.
صفحه
344.345.346
( ۱۴۰ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص ایا پوهیږۍ سپیڅلی أتلان څوک دي؟
خپل أصلی أتلان وپیژنئ( ۱۴۰)برخه:
کله چې مسلمان أتلان د شهيدانو له خښولو فارغ شول دسهار لمونځ يي اداء کړو بيا غرونو ته په صليبيانو پسي لاړل هلته يوشپون مخي ته ورغي پوښتنه يي تري وکړه څوک خو به تا نوي ليدلي چي تيرشوي وي هغه وويل يو صليبي مشر د پنځوس یا شپيتو زورو لښکر سره منډي وهلي خالد بن وليد رضي الله عنه په هغوي پسي شو هغوي مورال بايللي وه تيښته يي هم نشوه کولاي چي هر ځاي کي به يي ګير کړل وبه يي وژل اخر په ماهان الارمني او تښتيدونکي لښکر پسي ورسيدل هغوي يي راګير کړل ماهان چي کله نا اميده شو هغه له اس ښکته شو غوښتل يي چيرته پټ شي خو خالد بن وليد او ضرار بن الازور رضي الله عنهما او دوه نورو غازيانو وليدو هغوي وپيژندلو ورپسي شول ماهان د آس شاته پټ شو خو غازيانو پري توري وچلولي د ابد لپاره يي له سر اعلي قومندانۍ او د ارمنيا له بادشاهۍ بيغمه کړو خالد بن وليد رضي الله عنه خپلو اتلانو سره دمشق ته لاړو دروميانو يوتن هم تري پاتي نشو ټول يي ووژل (دمشقيانو) چي غازيان وليدل هغوي ورته مخي ته هرکلي ته راووتل هغوي وويل مونږ چي کومه معاهده درسره کړي هغه په ځاي ده ۔
خالدبن وليد رضي الله عنه ومنله ۔
بیا خالدبن وليد رضي الله عنه له هغي ځايه بيا چاڼيز عمليات شروع کړل هغه د خپلو ملګرو سره له ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه او نورو اتلانو ورک ؤو کله چې حمص ته ورسيدل هلته دعقاب غاښي سره دمه شول دغه غاښي ځکه په عقاب باندي ياديږی چي خالدبن وليد رضي الله عنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم ورکول شوي بيرغ عقاب يي هلته نصب کړي ؤو !
لاره کي يي هيڅوک هم پرينښودل يا اسلام منل يا جزيه او يا مرګ ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته خبر ورسيدو چي خالدبن وليد رضي الله عنه له دمشق تير شوي عقاب غاښي پوري يي تفتيشي عمليات کړي او اوس په حمص کي دي هغه هم ټول مالونه او غنيمتونه را غونډ کړل حمص ته ورپسي ورغلو له هغي ځايه يي اميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ته ليک ولېږلو چي مونږ د لوي څښتن په فضل او رحمت د يرموک غزاکي بريالي شو د دښمن يونيم لک عسکر په ميدان مړه او څلويښت زره اسيران شوی نوي زره په غرونو او شيلو کي مړه شول د ابوجعيده په نوم د يو تن ناوي باندي ماهان او دهغه جنرالانو جنسي تيری کړي وو هغه مونږ ته راغلو چل يي ورته جوړ کړو مونږ غازيان ورکړل ابوجعيده دغازيانو په مرسته تر يو لک زيات رومي صليبي عسکر د سیند د اوبو په یو ګرداب کي غرق کړل جرجير ۔جرجيس۔ قورين۔ او سر اعلي قومندان ماهان هم ووژل شول مونږ زيات غنيمتونه ونيول في الحال په حمص کي ديره یو ستا د امر په انتظار يو چي غنيمت څنګه تقسيم کړو بيا يي جليل القدر صحابي حذيفه بن يمان رضي الله عنه ته ليک ورکړو لس تنه تکړه انصار او مهاجرين غازيان يي ورسره کړل هغوي په ډيره بيړه څوارلس سوه کيلومتره مزل لنډ کړو په دغه شپه عمربن الخطاب رضي الله عنه خوب وليدو چي رسول الله صلي الله عليه وسلم او ابوبکر رضي الله عنه ناست دي عمربن الخطاب رضي الله عنه فرمائي زه ورغلم سلام مي واچولو بيا مي رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې زه ډير انديښمن يم ما اوريدلي چي د صليبیانو لښکر دولس لکه شپيته زره دي او مسلمانان لږ دي چي څه چل به شوي وي رسول الله صلي الله عليه وسلم راته وويل زېري مي درباندي رومي صليبي لښکر ماتي وخوړه په لکونو يي مړه اسيران او زخميان دي بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم دغه مبارک آيات تلاوت کړو ۔وَقَضَيْنَآ إِلَىَ بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي الْكِتَابِ لَتُفْسِدُنّ فِي الأرْضِ مَرّتَيْنِ وَلَتَعْلُنّ عُلُوّاً كَبِيراً(4) قطعي حکم ليږلې ؤو مونږ بني اسرائيلو ته په کتاب يعني انجیل کي چي سرکشي او فساد به وکړي تاسي دوه واري په ځمکه کي په سرکشئ او لوئي کولو سره۔
کله چي اميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه د سهار لمونځ په جمع اداء کړو نو خوب يي ټولو خلکو ته تير کړو هغوي زيات خوشحاله شول ځکه چي شيطان د رسول الله صلي الله عليه وسلم په شکل ځان نشي جوړولي همدغه شپه حذيفه بن يمان رضي الله عنه هم له خپلو ملګرو سره ورسيدو ليک يي اميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ته ورکړو هغه ليک په زوره زوره ولوستو ټولو صحابه کرامو د الله اکبر نعري وکړي زيات خوشحاله شول ټولو دشکر سجدي وکړي عمربن الخطاب رضي الله عنه له حذيفه بن يمان رضي الله عنه څخه پوښتنه وکړه چي ايا ابوعبيده رضي الله عنه غنيمتونه تقسيم کړي وه کنه هغه ورته وويل هغه ستا د امر په انتظار ؤو ۔
نوربيا راسره اوسئ شير يي کړئ کاپي يي کړئ چی هرمسلمان خپل اتلان وپيژني ژباړونکی او ليکوال مولانا حبل الله المتين۔
کتاب فتوح الشام للواقدي عربی جلد اول ۔
صفحه 341.342.343
( ۱۳۸ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص۔سپیڅلی أتلان څوک دی؟
خپل أصلی أتلان وپیژنئ( ۱۳۸)برخه:
کله چې جرجيس ميدان ته داخل شو په عربي ژبه يي چغي کړي څوک شته چې ښځه يي کونډه بچي يتيمان مور يي بوره کړم ؟
مسلمانانو چي دده فصيحه عربي واوريدله هغوي فکر وکړو چي دا به نصراني عربي وي ضرار بن الأزور رضي الله عنه په آس سپورشو ميدان ته ورغلو په زير زير يي ورته وکتل د هغه د سروزرو جامو تاج فولادي خولي او زغري ، صليب ، او د مرغلرو غاړکۍ ته يي وکتل پلن تندي پيړي شونډي يي لرلي ځان سره يي وويل څوک چي مرګ اخستي وي هغه دومره بيعقله نوي څومره کبر او غرور کي راغلي بيا يي ځان سره وويل قسم دي چي ستا مقابلي ته به لنډغر تشي اوګي راځم بيا يي بېرته آس وزغلاوه خپلي خيمي ته لاړو مسلمانان حيران شول هغوي فکر کاوه چي ضرار رضي الله عنه وډار شو خو بيا به يي وويل ضرار بن الازور رضي الله عنه خو د ډار سړي ندي دغه وخت کي جرجيس غاړه اوچته کړه تکبر يي وکړو چي يو خو رانه وتښتيدو مالک بن اشترالنخعي رضي الله عنه چي د رومي جنرال جرجيس غرور وليدو هغه په منډه ميدان ته ورغي مالک اشترالنخعي رضي الله عنه لوړ او دنګ قد او دروند وجود لرلو چي په اس به سپور شو خپي به يي تري لاندي ځمکي ته رسيدي هغه جرجيس ته وويل دغه دي د محمد صلي الله عليه وسلم سپاهي درته راغي بيا يي په جرجيس حمله وکړه خو جرجيس دومره زغري او د سرو زرو سختي جامي اغوستي وي چي هيڅ توري اثر پري نه کولو جرجيس په مالک اشتر النخعي رضي الله عنه د توري وار وکړو په تندي ولږيدو وروځي يي زخمي شوي ويني تري رواني شوي غوښتل يي بيرته مسلمانانو ته لاړ شي خو بيا يي فکر وکړو له تيښتي شهادت غوره دي بېرته راوګرځيدو ۔
مالک اشتر النخعي رضي الله عنه د جنرال جرجيس آس په تشي کي ووهلو کوشش يي وکړو چي توره بيرته تري راوباسي خو توره د آس خپو کي بنده شوه روحانی مشر جرجيس ځان په زين پوري تړلي ؤو آس يي وغورزيدو او جرجيس هم په ځمکه پريوتو دغه وخت مسلمانانو ضراربن الازور رضي الله عنه وليدو چي د هوسي پشان تيز ور زغلي غير له پرتوګ يي هيڅ شي په تن نه ؤو ، زغري فولادي خولي هرڅه يي لري کړي وه کله چي ور ورسيدو همدغه وخت جرجيس له آس پريوتي ؤو ضرار بن الأزور رضي الله عنه هغه پورته کيدو ته پرينښودو په سر يي ووهلو سر يي دوه ځایه شو بيا ضرار بن الازور رضي الله عنه د هغه وسله آس صليب تاج وغيره ټول را واخستل مالک بن اشترالنخعي رضي الله عنه ورته وويل چي زما ښکار کي را شريک شوي ضرار بن الازور رضي الله عنه ورته وويل زه ستا ښکار کي شريک نه يم ته ولي زما ښکار پسي راووتلي ايا تاته زه معلوم نه يم چي تيښته نه کوم ما ته شرم ودريدو چي يو صليبي ځان لکه ناوی ځان ښایسته کړی د ښځي پشان يي زيورات یی اچولي هغه سره مقابلی ته به زغري اغوندم مالک بن اشتر رضي الله عنه ورته وويل سمه ده ستا دي مبارک وي ضرار بن الازور رضي الله عنه د جرجيس آس او وسله ټول راوړل هغه لاړو د مالک بن اشتر النخعي رضي الله عنه خيمي سره يي پريښودل بيا يي ورته وويل خپه نشي دا غنيمت ستا کيږې ما ټوکي درسره کولي مالک بن اشتر النخعي رضي الله عنه وويل نه زه يي نه اخلم ستا کيږې ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه چي دوي وليدل چي هريو خوښوي چي غنيمت بل ته ورکړي خوشحاله شو ويي ويل د الله جل جلاله شکر چي داسي غازيان يي راکړي چي د دنيا لالچ نه کوي فقط اخرت جوړوي ۔
ماهان الارمني چي وليدو چي اخري اميد يي هم خاورو سره خاوري شو او د ښي لاس پشان تکړه جنرال او روحانی مشر يي هم ووژل شو هغه ټول جنرالان راټول کړل هغوي ته يي وويل نور راته څوک ندي پاتي چي لاړ شي او بريالي راشي اوس وخت راغلي چي زه ورپسي ورشم بادشاهي بيرغ او صليب به بل چاته ورکړم که زه روغ راغلم بيرته به يي راته وسپاري که مړ شوم د هرقل له ملامتيا به خلاص شم هغوي ورته وويل نه مونږ يي نه منو ته مه ځه مونږ به يو يو ور وځو خو ماهان الارمني سر اعلي قومندان قسم وکړو اخر هغوي چوپ شول
څه يي ونه ويل بيا سر اعلي قومندان ماهان الارمني خپل ځوي ته بيرغ صليب او نور مهم شيان ورکړل ورته يي وويل کله چي زه مړ شم هرقل ته ووايه ما خپل کوشش وکړو چي د ملک او خاوري دفاع وکړم خو د اسمان والا خوښه نه وه مونږ ماتي وخوړه ۔
دغه وخت يو مشهور راهب ورته وويل زه ستا سره مخالف يم ته بايد ميدان ته ونه وځي ماهان ورته وويل ولي۔
راهب ورته وويل ما ستا په باره کي خراب خوب ليدلي ته ژوندي نشي راتلاي ماهان ورته وويل چي هرڅه وي ماته د تيښتي لاره نده پاتي زه بايد ځان له صليب قربان کړم ۔
نوربيا راسره اوسئ شير يي او کاپي يي کړئ چی هرمسلمان خپل اتلان وپيژني »
ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
فتوح الشام للواقدي جلد اول .
صفحه 335.336.337
سولي خبري کولي تاسو نه منلي اوس مو زرګونه عسکر او جنرالان له لاسه ورکړل۔
نور خو څوک پاتي نشول زما وخت راغلي چي خپله ووځم هغه ټول هغه ياقوت زمرود سره او سپين زر چي ورسره ټول غاړه کی واچول د کليسا مشرانو ورته خوشبوياني لوږی کړي ترټولو لوي صليب لاندي يي ځان تير کړو دغه وخت د يوي لوي کليسا مشهور راهب جرجيس چي هرچا يي زيات قدر کولو را ووتلو هغه وويل زما دي په مسيح عليه السلام او انجيل قسم وي زه به ميدان ته وځم ما د صليب زيات عبادت کړي خامخا به بريالي کيږم هغه سره به خلکو امانت سره اوسپين زر مرغلري او قيمتي شيان کيښودل هغه ټول دخلکو سامانو راخستي وه په ځان يي اچولي وه مکملي جامي يي له سروزرو جوړي کړي وي تاج يي پسر ؤو صليب ورسره ؤو هغه وويل زه به د جرجير قصاص اخلم جرجيس روحانی مشر د سروزرو جامو د پاسه کلکه زغره اغوستي وه صلــــــبیان ورته دعاوي وکړي او له ماهان الأرمني يي اجازت واخستلو او ميدان ته راغي !
نوربيا راسره اوسئ شير يي کړئ کاپي يي کړئ چی هرمسلمان خپل اتلان وپيژني ۔ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
فتوح الشام للواقدي جلد اول .
صفحه 332.333.334
( ۱۳۷ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي۔ جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص ۔سپیڅلی أتلان څوک دي؟خپل أصلی أتلان وپیژنۍ۔( ۱۳۷)برخه »
کله چي د شپې د ماهان الارمني په زرګونو عسکر ووژل شول او هغه خبر هم نه ؤو نو هغه پوي شو چي مسلمانانو سره جنګ غير له ناکامۍ بل انجام نلري هغه د هرقل ځوي قورین ته ليک ولېږلو چي مونږ مخ په زوال يو مسلمانان قوي دي ايا ته يو داسي کار کولاي شئ چي د سولي په بهانه يو څه جنګ وځنډوي تر څو مونږ بېرته ځانونه قوي کړو ؟
قُورِين ورته وويل هو زه څه چل جوړوم ته انتظار کوه ماهان الارمني صبر ونکړو د نصراني عربانو څخه يي يو تن را وغوښت هغه ته يي وويل لاړ شه مسلمانانو ته ووايه يوه ورځ جنګ وځنډوي ترڅو زه دسولي په هکله سوچ وکړم هغه نصراني راغلو ابو عبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته يي د ماهان الارمني سر اعلي قومندان خبره ورکړه ابو عبيده بن الجراح رضي الله عنه غوښتل خبره ورسره ومني خو خالد بن وليد رضي الله عنه يي مخالفت وکړ هغه ورته وويل اي زمونږ اميره تر اوسه دوي د خپل قوت طاقت او لويو لويو پهلوانانو خبري کولي دوي ويل مونږ فارسيان جرموقيان ترکيان او نور لوي قوتونه مات کړي اوس چي يي زوال راغي د سولي او اوربند په نامه ځانته ته د تيښتي لار پيدا کوي يا بېرته ځانونه قوي کوي مونږ سولي ته تيار نه يو ابو عبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه هم ورسره ومنله هغه نصراني ته يي وويل لاړ شه ورته ووايه مونږ جنګ بندي نه کوو مونږ جنګ کوو هغه نصراني چی بېرته لاړو سر اعلي قومندان ماهان الارمني ته يي وويل چي مسلمانان جنګ بندي نه کوي هغه خپلو قومندانانو ته وويل اوس به مسلمانان زما زور اوقوت وګوري بيا يي د بادشاهي کمانډويانو په خاص قطعو امر وکړو هغوي ټولو وسلي را واخستلي نورو ټولو جنرالانو هم ځانونه تيار کړل هغوي ته هم غيرت ورغي چي ماهان پخپله جنګ ته ځي نو مونږ بايد ضرور لاړ شو ماهان نوي جامي واغوستلي دومره سره سپين او مرغلري پکي وي چي حساب يي نه کيدو هغه صليب غاړه کي واچوو له روحاني مشرانو او قِسِيسِینو يي دعاوي واخستلي له کبره تاويدلو ! روان شو کله چي ميدان ته راغلو مسلمانانو هم د سهار له لمانځه وروسته صفونه جوړ کړي وه يو ټولي يي د زخف په نوم نومولي وه خالدبن وليد رضي الله عنه هم په هغه ټولي کي ؤو ۔
چي لمر را وخوت ماهان الارمني غوښتل ميدان ته خپله راشي خو د جرجير په نوم يو حاکم ماهان ته وويل ته صبر وکړه زه د مسلمانانو امير ځانته مقابلي ته را غواړم کله چي هغه مړ کړم نو مونږ کاميابيږو هغه اجازه ورکړه جرجير پهلوان ميدان ته راغلو هغه په لوړ آواز وويل زه غير د تاسي د امير څخه بل چا سره مبارزه نه کوم که ستاسي امير کي همت وي رادي شي ابو عبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه بيرغ خالدبن وليد رضي الله عنه ته ورکړو ورته يي وويل که زه شهيد شوم بيرغ به تاسره وي تر څو اميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه درته بل څوک امير ټاکي خالدبن وليد رضي الله عنه ورته وويل نه ته به نه ځي زه ورځم خو هغه ورته ويل جرجير زه بللي يم او زه به ورځم ورپسي نور اتلان راغلل هريو تري غوښتنه وکړه چي ته مبارزي ته مه ځه خو هغه نه منله او ميدان ته ووتلو جرجير چي ورته وکتل په ډير غرور يي ورته وويل اياته ددوي امير يي ابوعبيده رضي الله عنه ورته وويل هو زه هغه څوک يم چي تا يي غوښتنه کړي تا به د الله جل جلاله په مرسته وژنم او د ماهان نمبر دي جرجير سمدستي ورباندي وار وکړو جګړه ونخته سخته مقابله وشو مسلمانانو دعاوي کولي پدی فکر کی وه که امير مو شهيد شي نو ډيره به سخته وي !
جرجير چي پوي شو د مقابلي توان نلري په تيښته شو خو ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورپسي شو جرجير پوي شو چي تيښته هم نشم کولاي بېرته را وګرځيدو بيا دواړو سخته جګړه وکړه او د ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه توري د جرجير په بل ځاي کار نه کولو هغه يي څټ ته وکتل او په توره يي خرپ تري پورته کړه جرجير لکه غر ونړيدو مسلمانانو له خوشحالي دتکبير نعري بدرګه کړي ابو عبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه يو لحظه د هغه مړي ته کتل دهغه هيڅ سامان يي وانخستلو بیا يي په صليبیانو د بريد اراده وکړه خو خالد بن وليد رضي الله عنه ورته غږ وکړو اي زمونږ اميره بس دي راشه بيرغ دي واخله تا خپله وظيفه اجراء کړه خو ابو عبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه نه منله هغه روان شو اخر نورو غازيانو ورته قسم ورکړو چي مه ځه را وګرځه له هغي وروسته ابو عبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه راغي خپل بيرغ يي واخستلو ۔
ماهان الارمني چي جرجير وليدو چي مړ شو هغه د تيښتي هڅه کوله خو زړه کي ور وګرځيده چي چيرته به وتښتي هرقل ئي هم نه قبلوی که هرځاي تښتی مسلمانان ورپسي دي اخر يي ځان سره وويل ښه داده چي ميدان ته ووځم او مړشم له پيغور خو به خلاص شم سر اعلي قومندان ماهان ټول راهبان قسیسين روحانيون راټول کړل هغوي ته يي وويل هرقل د
په خپل ځاي پراته دي او ددوي يو عسکر هم نشته نه يي مړي شته نه ژوندي مسلمانان لاړل د ابوجعيده خاندان يي ځان سره راوستلو او د هغه د چل جوړولو ستاينه يي وکړه ماهان چي په يوه شپه زرګونه عسکر له لاسه ورکړل هغه سر ته سوکان ونيول مخ او سر ئی په څپیړو وهلو! جنرالانو ته يي وويل تاسو ولي نه يي خبر چي دغه چل چا جوړ کړي ؤو يو تن ورته وويل زما په فکر دا چل هغه چا جوړ کړي ؤو چي دشپي يي چغي وهلي او عسکر يي ځان سره بوتلل ماهان ورته وويل نو چغي چا وهلي يونفر ورته وويل هغه ابوجعيده ؤو چي تاسي يي په ناوي ميرمن ډلييز جنسي تيري کړي ؤو هغه امر ورکړو چي هغه څه شو زر يي راولي هغوي چي معلومات وکړو د هغه ټول خاندان او خپلوان مسلمانانو ته راغلي وه ۔۔۔
نوربيا راسره اوسئ شير يي کړئ کاپي يي کړئ چی هرمسلمان خپل اتلان وپيژني ۔ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
فتوح الشام للواقدي جلد اول .
صفحه 329.330.331
(۱۳۶ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص سپیڅلي أتلان څوک دي(۱۳۶)برخه»
د صفوان بن عمرو رضي الله عنه څخه روايت دي د حمص د ښارونو څخه يوتن چي ابو جعيده نوميدو هغه هم هرقل يرموک ته راليږلي ؤو کله چي هغه له حمص د زراعة په نوم ښار ته راغلو هغه ته ددغه ښار اب وهوا زياته ښه معلومه شوه هغه خپل کور هم زراعة سیمې ته راوستو هغه دلته بل واده وکړو له اولي ښځي يي هم اولادونه وه د واده په شپه هغه د هرقل صليبي مشرانو ته زياته ښه ميلمستيا تياره کړي وه هغوي چې خوراکونه وکړل ورپسي يي قيمتي شراب وڅښل نو ابوجعيده ته يي وويل ته دي خپله ښځه راوله مونږ يي ګورو ابوجعيده انکار وکړو چي داسي خو نشي کيداي ميلمستيا ستاسي حق ؤو هغه مي پوره کړو خو صليبی قومندانانو بیا بيا غوښتنه کوله او ده انکار کولو اخر هغوي لاړل دده ناوي يي په زوره راوستله ټوله شپه يي په شريکه بدکاري ورسره وکړه بيا دده ځوي چي له اولی ښځي څخه ؤو غوښتل چي میره مور تري خلاصه کړي چی هغې د ناوی د ژغورلو هڅه کوله هغه يي هم ووژلو میرنۍ مور يي د ځوي سر په خپل پړوني کي واخست مشر صليبي قومندان ماهان الارمني ته يي شکايت وکړ ورته يي وويل ستا عسکرو زما ځوان ځوي مړ کړو او زما د خاوند بله ښځه باندي يي جنسي تيري وکړو هغه يي شکايت ونه منلو ځکه خپله پکي شريک ؤو هغي ښځی ورته خیراوی وکړی ورته یی وويل ستاسي زوال راغلي خامخا به هلاکيږئ هغه ښځه بېرته راغله د هغي خاوند به ټوله ورځ خپلي ښځي سره د ډيرو کسانو په زنا ژړل
په کومه ورځ چې يرموک کي نسطور پهلوان د خالد بن وليد رضي الله عنه په لاس ووژل شو نو د شپي دغه ابوجعيده مسلمانانو ته راغلو ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه وليدو ځکه چي هغه په ګزمه ؤو هغه خالدبن وليد رضي الله عنه ته راوستو هغه خالدبن وليد رضي الله عنه ته وويل زه تاسي سره مرستي کولو ته راغلي يم تاسو بايد پوي شئ چي صليبيان دومره ډير دي که همدا اوس تسليم شي نو ستاسي لاسونو به په وژلو ستړي او توري ماتي شي خو دوي به خلاص نشي زه غواړم صليبيانو څخه د خپلي ښځي انتقام واخلم او تاسو هم بايد ماته مراعت راکړئ خالدبن وليد رضي الله عنه ورته وويل ستا مراعت دادي چې ستا اهل به په امن کي وي له جزيي به خلاص وي او مونږ به ستا دهرڅه ضموار يو مونږ به ليکلي د امن خط هم درکړو هغه وويل سمه ده زه چي څه وايم تاسي هماغسي کوئ بيا هغه ابوجعيده لاړو صليبیانو ته يي وويل زه غواړم مسلمانان په لاس درکړم تاسو راشي او دغه وادي کي چي دوه غرونو ترمنځ ځاي وه واړوئ مسلمانان به ناخبره دلته راشي ټول به مړه کړئ دغه وادي کي د اوبو ستر تالاب ؤو هغه زيات ژور ؤو فقط يو ځاي کي لږ ګودر ؤو چې بلد سړی تری تېریدلای شو هر خوا تري وادي وه په منځ کي دغه تالاب ؤو اوبه داسي معلوميدي لکه بالکل چي کمي وي صليبیان ورسره لاړل هلته يي واړول بيرته پټ راغي ابو عبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته يي وويل اوس د سهار په وخت تاسو زيات اورونه بل کړي زه بيا درته راځم هغه لاړو صليبيانو ته يي وويل تاسو خو اورونه ګوري مسلمانان دلته را روان دي او دجنګ اميد لري بيدار اوسئ هغوي تياري ونيوه ابوجعيده بيرته راغي خالدبن وليد رضي الله عنه ته يي وويل اوس تاسو فقط يو څو تنه تکړه غازيان راکړي نور زما کار دي هغه ضرار بن الازور۔عياض رافع بن خديج۔عبدالله بن ياسر۔عبدالله بن اوس۔عبدالله بن عمر ۔عبدالرحمن بن ابي بکر۔غانم بن عبدالله ۔رضي الله عنهم اجمعين او نور پنځه سوه غازيان ورکړل هغوي يي په داسي لار بوتلل چي غير له ابوجعيده بل چاته معلومه نه وه کله چې د اوبو تالاو ته ورسيدل په هغه ځاي يي پوري ايستل چي فقط هغه ته معلوم ؤو غازيانو ته يي وويل تاسو به په صليبيانو جګړه شروع کړي لږ جنګ به وکړئ بيا به داسي وښاياست چي تاسو تيښته کوي نور زما کار دي مسلمانان هلته ودريدل هغه په تياره کي لاړو صليبانو سره پټ شو کله چي مسلمانو اتلانو د تکبير چغي شروع کړي نو صليبيان نا خبره وه اوده شوي وه هغوي چي مقابلي ته تياريدل نو مسلمانانو تري زيات کسان وژلي وه کله چي جګړه سخته شوه غازيان په هغه ګودر پوري وتل چي پري راغلي وه له پاسه ټولي اوبه يوشان ښکاريدي دغه وخت ابو جعيده چغي کړي راشي ماته هغه ځاي معلوم دي چي مسلمانان پري پوري وتي راشي چي را ګير يي کړو هغه په توره شپه ورته مخي ته شو چي د تالاب زيات ژور ځاي ته ورسيدو ورته يي وويل دغه ګودر دي پري ورشي هغوي څوک پياده وه څوک سواره وه په هغه ځاي ور مرش شول چي د ډوبيدلو وو هغوي په ډوبيدلو شول هغه مسلمانانو ته وويل اوس بيرته په هغه ګودر راشي او ددوي لار بنده کړي مسلمانانو د شالخوانه ورباندي د تکبير چغي کړي هغوي به چي قدم اوبو کي کيښودلو بيا به يي اسونو سره غږونو خپ شول په زرګونه کسان یی په دغه طریقه اوبو ډوب کړل باقي په تورو ووژل شو سهار چي ماهان وليدل چي مسلمانان
نوربيا راسره اوسئ شير يي کړئ کاپي يي کړئ چی هرمسلمان خپل اتلان وپيژني ۔ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
فتوح الشام للواقدي جلد اول
صفحه 326.327.328،
(۱۳۵ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص۔سپیڅلي أتلان څوک دي(۱۳۵)برخه»
دجګړي سخت وخت کی
بيا نجم بن مفرح رضي الله عنه غازيانو ته دغه مبارک آيات تلاوت کړو ۔
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ)۔
اي هغه کسانو چي ايمان يي راوړي دي وويریږئ له الله جل جلاله څخه په حق ويري سره او مه مرئ مګر داسي حال کي چي تاسي مسلمانان ياست له دغه ايات تلاوت وروسته خالد بن وليد رضي الله عنه د رومي صليبیانو په لښکر بريد وکړ هغوي ته يي ويل زه خالد بن وليد رضي الله عنه يم زه د رسول الله صلي الله عليه وسلم ملګري يم ۔
دغه وخت يو رومي پهلوان له صفونو را ووتلو نسطور نوميدو هغه وريښميني جامي اغوستي وي هغه په رومي ژبه چغي وهلي خو خالد بن وليد رضي الله يي په خبره نه پوهيده اخر يي فکر وکړو لکه چي مبارزي ته راوتلي په هغه يي حمله وکړه دواړو سخت جنګ وکړو د خالدبن وليد رضي الله عنه آس نوک ووهلو لاندي تري پريوتلو خولۍ يي له سر څخه لري پريوتله بېرته زر راپورته شو( لا حول ولا قوة الا بالله العلي العظيم) يي وويل بېرته يي مقابله شروع کړه په ملګرو يي غږ وکړ څوک به زما خولئ راکړي خولئ يو مخزومي غازی را وخستله ور يي کړه چا تري بيا پوښتنه وکړه دغه سخت حالت کي تا په خولئ څه کول هغه خو نه توره منع کولاي شي او نه نيزه اوغشي خالد بن وليد رضي الله ورته وويل نه داسي نده د هغي په برکت هرڅه ممکن دي هغي کي د رسول الله صلي الله عليه وسلم ويښتان مبارک دي يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم سر کل کړو ما تري ويښتان را واخستل رسول الله صلي الله عليه وسلم راته وويل داڅه کوي ما ورته وويل دا برکت لپاره ځان سره ساتم رسول الله صلي الله عليه وسلم راته وفرمائل ترڅو دغه ويښتان درسره وي ته کامياب يي بيا ما هغه ويښتان دغه خولئ کي وګنډل تر اوسه زه هيڅکله هم نه يم ناکام شوي ۔
خالد بن وليد رضي الله خولئ په سرکړه بيا يي پهلوان سره جګړه شروع کړه په څټ يي ووهلو او مړ شو بيا خالد بن وليد رضي الله غږ وکړو را ووځئ که چا کي همت وي بيا هيڅوک نه راوتل خالد بن وليد رضي الله عنه بيا د صليبيانو په لښکر ورننوت توره يي داسي چلوله چي فقط د کوم صليبي سر يا تنه به په ځمکه پريوته يو درز به يي وکړ اخر کي يي لاسو کار پريښود ستومانه شو حارث بن هشام رضي الله عنه چي د ابوجهل ورور ؤو ابو عبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته ورغلو ورته يي وويل ته ولي خالد بن وليد رضي الله عنه له جګړي نه منع کوي دهغه خو لاسونو کار پريښود زړه مي پري درد وکړ أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه نژدي ورغی ورته يي وويل راځه بس دي ستومانه شوي بل څوک به درشي ته لږ ارام وکړه خالد بن وليد رضي الله وويل اي زمونږ اميره په الله جل جلاله قسم چي د شهادت کوشش کوم هغه مي په نيت خبر دي خو نصيب مي نشته بيا را ونه ګرځيدو د صليبیانو په صفونو کي بيا ور ګډ شو ماتي خوړلي مسلمانان بيرته وروګرځيدل هغوي هم غزا ته زور ورکړو اتلي ښځي له هغوي وړاندي جنګيدلي د غازيانو مورال پورته شو په هغو لس زرو کسانو ورغلل کومو چي ځانونه په ځنځيرونو يو بل سره لس لس نفر تړلي وه هغوي کي څه د اسونو خپو لاندي شول څه په تورو اونيزو ووهل شول مسلمانانو کې هم شهيدان او زخميان وه خو د رومي صليبي عسکرو تعداد زيات ؤو صلبيان چي د کاميابي په نيت راغلي وه ناکام په شاه شول ترهغي چي لمر په غرونو پناه شو دواړه ډلي خپلو خپلو ځايونو ته لاړي ښځي چي عملا خپله په جګره کي وي کله چي بيرته لاړي نو د زخميانو په پټي او زخمونو ګنډلو او ډوډي پخولو لګيا شوي دغه شپه ابو عبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه چاته ونه ويل چي پيره وکړي ځکه چي ټوله ورځ يي جګره کړي وه پخپله پيري ته ودريدو بعضو غازيانو چي وليدو هغوي پخپله خوښه ورسره شول ۔
لږ شپه چي تيره شوه ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ګزمه کوله له غازيانو ګير چاپير ګرځيدو چي دوه تنه يي وليدل په آسونو سواره دي له غازيانو ګيرچاپير ګرزي نو هغه وويل (لا اله الاالله) ۔نو هغوي دواړو ځواب ورکړو (محمدرسول الله )۔کله چي ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورنژدي شو ګوري چي زبير بن عوام رضي الله عنه او ميرمن يي أسماء بنت ابي بکر رضي الله عنها دي پوښته يي تري وکړه څه کوئ؟
زبيربن عوام رضي الله عنه ورته وويل چي ميرمن مي راته وويل غازيانو ټوله ورځ جګړه کړي سخت ستومانه دي صبا بيا سخته ورځ راتلونکي ده ايا خوښه دي نده چي زه او ته نن شپه پيره وکړو نو زه هم خوشحاله شوم او دواړه پيري ته را ووتلو أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته دعاء وکړه او زيات خوشحاله شو ځکه چي هغوي دواړو هم ټوله ورځ غزا کړي وه خپله هم ستومانه وه بيا يي هم په نورو غازيانو زړه درد کولو چي دښمن پري دشپي ناڅاپي حمله ونکړي ۔
هغه دغه ايات تلاوت کولو ۔(وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا ۚ يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا ۚ وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ) (۵۵) وعده کړي الله جل جلاله هغه کسانو سره چي ايمان يي راوړي او ښه عملونه يي کړي خامخا به خليفګان کړي دوي په ځمکه کي لکه چي خليفګان کړي يي وه له تاسي مخکي او خامخا به ثابت او قوي وګرځوي دوي او دين ددوي هغه چي غوره دي او الله جل جلاله به ضرور بدله ورکړي وروسته له ويري څخه بيا به په امن او خاطر جمعي عبادت کوي دوي زما سره شريک نه پيدا کوي او څوک چي کافر شو پس له هغو انعاماتو چې ورکړی مو دی هغه فاسقان دي۔۔
نوربيا راسره اوسئ په شير کولو کي يي مرسته وکړئ چي مسلمانان خپل رښتيني اتلان وپيژني۔
ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
کتاب فتوح الشام للواقدي جلداول.
صفحه 323.324.325
( ۱۳۴ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص۔ سپیڅلي أتلان څوک دی(۱۳۴)برخه»
د عبدالله بن قرط رضي الله عنه څخه روايت دي چي د يرموک په غزا کي ما ځان سره وويل مسلمانان لږ او کفار ډير زيات او قوي دي څنګه به مقاومت کوو دغه وخت هغه زړورو ميرمنو وسلي را واخستلي چي هغوي رسول الله صلي الله عليه وسلم سره په غزا کي شراکت کړي ؤو هغوي د زخميانو پټي خدمت او په تبوک کي عملي غزا کړي وه هغوي چي کله د مسلمانانو ماتي وليدله نو په مختلفو ډلو وويشل شوي څه ميرمنو عملي غزا ته ځانونه داخل کړه بعضو غازيانو ته اوبه ورکولي څه ميرمنو ملهم پټي کولي او څه ميرمنو د هغه خلکو آسونه د خيمو په ستنو وهل چي تيښته يي کړي وه تيښته کوونکي مسلمانانو چي وليدل شاته يي دښمن او مخته يي خپلي ميرمني وهي هغوي مخونه بيرته دښمن ته وګرځول او غزا يي شروع کړه دغه وخت ميرمنو هم په دښمن سخت وارونه شروع کړل جګړه چې کله بيا ګرمه شوه د لخم جذام خولان قبيلو ميرمنو ماتي وخوړه دښمن هغوي پسي شو دغه وخت أتلي او زړوري ميرمني خولة بنت الازور۔أم حکيم بنت الحارث۔سلمي بنت لوئي ورپسي راغلي په سرونو يي په لرګيو ووهلي ورته يي وويل تاسي خو زمونږ پوزې پري کړي زر شئ زمونږ له ډلي ووځئ تاسي خو زمونږ سپکاوي وکړ دغه خبرو سره ميرمني بيرته په دښمن ور وګرځيدي سخته جګړه يي ورباندي شروع دښځو هيڅ آوازونه نه آوريدل کيدل فقط دوه ميرمنو يوی خولة بنت الازور او بلي ام حکيم بنت الحارث رضي الله عنهما ښځو ته وعظونه کول او د سختي جګړي امر يي ورته کولو ورته ويل يي اي اصيلو عربي ميرمنو دښمن ځب ځب یا ټوټې ټوټې کړي سرونه تري پريکړئ يوه اتله ميرمن اسماء بنت ابي بکرالصديق رضي الله عنهما د خپل خاوند زبير بن عوام رضي الله عنه ترڅنګ روانه وه خپل آس يي د خاوند تر څنګ روان کړي ؤو زبير بن عوام رضي الله عنه به چي په چا حمله وکړه هغي به هم ورباندي دتوري وارونه کول ۔
خوله بنت الأزور په هغه آس سپره وه چي باتور او غيرتي ورور يي د يوغټ پهلوان د وژلو څخه بعد غنيمت کړي ؤو هغه آس چرګې آس ؤو کله به چي خولي رضي الله عنها په کوم صليبي حمله وکړه آس به دومره تيز تللو ته به وائي په هوا روان دي کله به چي هغي کوم کافر مړ کړو بيرته به آس خپلو ميرمنو ته هغه ورسوله بعضي کمزورو غازيانو چي د ښځو اتلولي وليده نو يوبل ته يي وويل نن چي مونږ جنګ نه کوو نو پکار ده له دي وروسته د ښځو جامي واغوندو او د کور کارونه شروع کړو د هغوي مورال قوي شو بيرته يي په دښمن قوي ګذارونه شروع کړل ۔
د ابوعامر رضي الله عنه څخه روايت دي چي ۔
خولة بنت الازور رضي الله عنها د صليبیانو په صف کي دننه شوي وه توره يي پکي چلوله چي د شالخوانه يوغټ کافر په توره ووهله او سخته يي زخمي کړه هغي اس بېرته شاته کړو غفراء بنت عفان رضي الله عنها هغه صليبي په توره ووهلو مردار يي کړو خو خولة بنت الازور رضي الله عنها نوره په آس نشوه ټينګيدلي هغه پريوته غفرا بنت عفان رضي الله عنها ورمنډه کړه د هغي سر يي په ځنګون کيښودو ورته يي وويل څنګه يي هغي وويل ښه یم خو فکر کوم شهيده به شم ايا ته به زما ورور ضرار بن الازور رضي الله عنه راخبر کړي غفراء بنت عفان رضي الله عنها فرمائي ماورته وويل زه څه خبره يم ستا ورور به چيرته جنګيږی بيا هغي وويل اي زما ګرانه وروره زه خير دي چي شهيده شم ستا غم دي الله جل جلاله راباندي نه ويني!
غفراء رضی الله عنها وائی بيا ما خولة رضی الله عنها را پشا کړه خيمي ته مي راوړه زخم مي ورباندي پټي کړو کله چې ماښام شو جنګ بس شو ما خوله بنت الازور رضي الله عنها وليده چي غازيانو ته اوبه ورکوي هغه اتله داسي بيداره معلوميده لکه روغه جوړه چي وي ضرار بن الازور رضي الله عنه چي وليده ورته راغلو پوښتنه يي تري وکړه خورجاني ولي څه درشوي هغی ورته وويل ما کافران وژل چي له شانه يو صليبي ووهلم زخمي يي کړم خو غفراء بنت عفان رضي الله عنها هغه مردار کړو زه يي خيمی ته راوړم ضرار بن الازور رضي الله عنه ورته وويل خورجاني مه خپه کيږې ستا انتقام مي په سلګونو واري اخستي په دغه ورځ اګرکه اوه سوه مسلمانان ړانده شوي وه خو غازيانو هم تر څلويښتو زرو(۴۰۰۰۰) زيات صليبیان مردار کړي وه په دغه ورځ د سيف الله المسلول خالد بن وليد رضي الله عنه په لاس کي نهه(۹) توري ماتي شوي وي هغه دومره سرونه پريکړي وه چي توري به پڅي شوي اخر به چي هغه ډير په زور توره ووهله ماته به شوه په دغه ورځ يو تنکي ځوان نجم بن مفرح رضي الله عنه په خپلو انقلابي اشعارو د مسلمانانو سړي شوي ويني په جوش راوستي وي هغه دومره فصيح اشعار ويل چي هيڅ ساري يي نه وه هغه به د جنتونو حورو علمانو او نعمتونو ذکر کولو د کوثر اوبو شرابو شودو شاتو ذکر به يي کولو ۔
جګړه کوله نور تري تښتيدلي وه راتلونکي نشر
د اتلوښځو اتلولي مه هيروئ ۔
نوربيا راسره اوسئ په شير کولو کي يي مرسته وکړئ چي مسلمانان خپل رښتيني اتلان وپيژني،
ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
کتاب فتوح الشام للواقدي جلداول.
صفحه 320.321.322
(۱۳۳ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق او اخلاص۔سپیڅلي أتلان څوک دي(۱۳۳)برخه»
د دالان ولایت والي مريوس صليب را واخست په سترګو ئي کيښودو بيا يي ښکل کړو ۔
په شرحبيل بن حسنة رضي الله عنه دغه کار ښه تأثير ونکړو په مريوس يي بريد وکړو شرحبيل بن حسنة رضي الله عنه لوړ قد لرونکي ښائسته ځليدونکي بشره او وچ کلک ؤوځکه چي هغه به دشپې عبادت او د ورځي جهاد کولو او روژې به يي نيولي مريوس د فيل پشان غټ څټ پيړي شونډي بدرنګه څهره لرله دوي يو تربل سخت مقابله وکړه د دوي دواړو توري او نېزي ماتي شوي له آسونو ښکته شول غيږ په غيږ شول دواړو طرفونو ورته په غور کتل مريوس شرحبيل بن حسنة رضي الله عنه سيني سره جوخت کړو سخت زور ئي ورکړو ضرار بن الازور رضي الله عنه ځان سره وويل نژدي ده چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم د وحې ليکونکي راته شهيد کړي هغه پياده لکه زمري ورخوشي شو يو رف کي يي ځان ور ورساوه له شالخوانه يي په نيزه ووهلو او نيزه تري ووتله هغه شرحبيل بن حسنة رضي الله عنه خوشي کړو لکه غر په ځمکه پريوتو مردار شو ضرار بن الازور رضي الله عنه سمدستي د مريوس په آس سپور شو وسله يي تري واخستله او دواړه خپلو اتلانو ته ستانه شول ټولو غازیانو د دواړو په اتلولئ افرين وويلو ۔
ضرار بن الأزور رضي الله عنه چي د دالان ولایت والي ووژلو روميان په غصه شول بل غټ او لوړ قد لرونکي پهلوان چي د روسيه رئيس ؤو ميدان ته را ووتلو د مبارزي اعلان يي وکړو هغه ته زبير بن عوام رضي الله عنه ور ووتلو دواړو سخته مقابله وکړه او هغه د وروسيه رئيس يي ووژلو بيا بل پهلوان راغي هغه يي هم پس له سختي مقابلي ووژلو بيا دريم او څلورم راغلل ټول ووژل شول آسونه او وسلي يي زبيربن عوام رضي الله عنه راوړي بيا ميدان ته روان شو خالد بن وليد رضي الله عنه أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته وويل زبير بن عوام رضي الله عنه ستړي شوي ورته ووايه بس دي هغه ورته غږ وکړو چې نور مه زه هغه اسرار کولو چي نه زه جنګ کولاي شم خو أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه منع کړو ۔
دغه وخت يو بل غټ مضبوط بدمخي پهلوان را ووتلو هغه لکه ستومانه اوښ پرَشکِي کول هغه د دالان ولایت د وژل شوي والي مريوس زوم ؤو هغه اعلان وکړو چې څوک نر شته تاسو کي چي مړ يي کړم هغه ته سيف المسلول خالد بن وليد رضي الله عنه ورغي د سترګو په رف کي جهنم ته پارسل کړو دهغه آس د سرو زرو صليب تاج فولادي خولي او وسله يي تري واخستله هغه چي يي غازيانو ته راوړله هغي پنځلس زره ديناره قيمت لرلو ۔
سر اعلي قومندان ماهان الارمني چي وليدل په يوه ورځ يي د دوه ملکونو واکمنان ووژل شول هغه مخ په څپيړو ووهلو هغه وويل نن صليب خفه دي مونږ سره مرسته نه کوي بيا يي يولک(۱۰۰۰۰۰) کسانو ته د غشو ويشتلو امر ورکړو په يو وار يولک(۱۰۰۰۰۰) غشي د مسلمانانو په طرف لکه سخته ږلۍ وريدل شروع شول په دغه ورځ په مسلمانانو کي زيات زخميان وشول اوه سوه ۷۰۰کسان په سترګو ولږيدل او ړانده شول غازيانو دغه ورځ يَومَ التَّعْوِير يعني د ړنديدو ورځ بلله او هغه مشهور جليل القدر صحابه چي سترګي يي زخمي شوي وي ۔مغيره بن شعبة۔سعيدبن زيد۔ابوسفيان ۔راشد بن سعيد رضي الله عنهم اجمعين وه ۔
په دغه ورځ چي دغشو دوامدار باران ؤو په مسلمانانو کي فقط يو آواز اوريدل کيدو سترګه مي ړنده شوه دسترګو کسي مي ولږیدو نور مسلمانان تنګ شول شاته تګ ته مجبور شول ماهان الارمني چي د مسلمانانو حالت وليد نور يي هم غشي ويشتونکي تشويق کړل او هغه پياده لس(۱۰۰۰۰) زرو کسانو ته يي امر ورکړو چي ځانونه يي يوبل پوري تړلي وه چي مخ ته لاړ شي جنرال قناطير۔جرير۔او قورين هم خپلو پياده عسکرو ته امر ورکړو چي جګړه سخته کړي مسلمانان د خپلو ځانونو او ړندو شوو ملګرو په وير اخته وه او د صليبي عسکرو توري داسي لمر ته ځليدلي لکه د اور لمبي۔
دعباد بن عامر رضي الله عنه څخه روايت دي چي ما کله د مسلمانانو ماتي وليدله ځان سره مي وويل (لاحول ولا قوة الا بالله العلي العظيم )
په خپل قوم مي غږ وکړ چي ولي تښتئ را وګرځئ ايا جنتونه حوري علمان خوند نه درکوي خو هغوي هيڅ جواب نه راکولو ځانونه يي کاڼه واچول بيا مي هري قبيلي او قوم ته بیلي بيلي چغي ووهلي او غيرت مي ور اچولو خو هيچا جواب نه راکولو ما له ځان سره بيا بيا۔ (لاحول ولا قوة الا بالله العلي العظيم) ويل ما وکتل چي فقط بيرغونو والا پخپل ځاي ټينګ ولاړ وه سخت مقاومت يي کولو او نور مسلمانان هغه ځاي ته شاته ورسيدل چي ښځي پکي ساتل شوي وي ۔
د عبدالله بن قرط رضي الله عنه څخه روايت دي چې زه د يرموك دغزا په دغه ورځ موجود وم چي د بيرغونو والا اميرانو سخته جګړه کوله پخپلو ځايونو ټينګ ولاړ وه هغوي کي ابوعبيده بن الجراح (۔يزيد بن ابي سفيان۔)عمروبن العاص۔مسيب بن نجيبة الفزاري۔عبدالرحمن بن ابي بکر ۔فضل بن عباس ۔او خالدبن وليد رضوان الله عليهم اجمعين يواځي
نوربيا راسره اوسئ په شير کولو کي يي مرسته وکړئ چي مسلمانان خپل رښتيني اتلان وپيژني۔۔
ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
کتاب فتوح الشام للواقدي جلداول.
صفحه 314.315.316
( ۱۳۱ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي ج ـهـادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص:سيڅلي أتلان څوک دي(۱۳۱)برخه»
بل خوا د رسول الله صلي الله عليه وسلم په وحي ليکونکي شرحبيل بن حسنة رضي الله عنه د جنرال جرجير ارمني په مشرۍ ديرش(۳۰۰۰۰) زرو صليبي عسکرو بريد وکړ هغوي کي لوي لوي تکړه پهلوانان هم وه شرحبيل بن حسنة رضي الله عنه سره فقط پنځه (۵۰۰)سوه أتل غازيان پاتي شول نورو تيښته وکړه پنځه (۵۰۰)سوه غازيانو ديرشو(۳۰۰۰۰) زرو سره ښه ټينګ مقاومت وکړو دغه پنځه(۵۰۰) سوه اتلانو يو بل ته د صبر او ټينګ مقاومت توصيه کوله تښتيدونکو مسلمانانو چي وليدل دوي لکه دغره پشان ورته ولاړ دي هغوي له شرمه بېرته را وګرځيدل په صليبيانو يي حمله وکړه شاته يي وتمبول ښه ډير صليبيان يي ووژل د صحابه کرامو رَضِيَ ٱللَّٰهُ عَنْهُم د تيښتی په محال څه کسان هم شهيدان شوي وه شرحبيل بن حسنة رضي الله عنه چي صليبي عسکر مات کړل بېرته خپل ځاي ته را وګرځيدو ملګري يي تري راټول شول هغه ورته وويل څه درباندي وشول تاسو خو پوره تکړه اتلان وي ولي مو ماتي وکړه تاسي دغه ايات مبارک ندي لوستي۔
(وَمَن يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلَّا مُتَحَرِّفًا لِّقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَىٰ فِئَةٍ فَقَدْ بَاءَ بِغَضَبٍ مِّنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ) (۱۶)
هرهغه څوک چي وګرځوي په دغه ورځ شا خپله مګر پدي حالت کي چي بيرته ګرځيدونکي وي لپاره دجنګ خپل يا حال داچي يو ځاي کيدونکي وي خپلي بلي ډلي د غازيانو سره په تحقيق سره د الله جل جلاله په غضب اخته شول او ددوي ځاي د اوسيدو دوزخ دي چي ډير بد ځاي د ورتلو دي ۔
بيا يي دغه ايات شريف ورته تلاوت کړو۔
(إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَىٰ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ) ۚ۔
ترجمه۔بیشکه الله جل جلاله مؤمنانو څخه ددوي نفسونه او مالونه اخستي چي د دوي لپاره به جنت وي ۔
بيا يي ورته وويل له دي بعد هم تاسو تښتۍ هغوي ورته وويل ستا خبره ټيک ده مونږ داسي شیطان دوکه کړو لکه څنګه چي يي دحنين او احد په غزا ګانو کي غازيان دوکه کړي وه اوس ته حمله وکړه مونږ بيا نه تښتو او ستا ټينګ ملاتړ به کوو له هغي وروسته شرحبيل بن حسنة رضي الله عنه خوشحاله شو په هغوي يي افرين وويلو بيا په خپل ځاي ودريدو دغه ځاي د سعيد بن زيد رضي الله عنه د سنګر سره څنګ کي ؤو او زيات اهميت يي لرلو قيس بن هبيره رضي الله عنه چي وليدل چي شرحبيل بن حسنة رضي الله عنه له ښي اتلولۍ وروسته خپل ځاي ته راستون شو هغه په خپلو ملګرو غږ وکړ شاباس اتلانو اوس ستاسي د اتلولي وخت دي په صليبيانو بريد خښ کړئ دوي بريد خښ کړ د دوي شعار( أَمَت اَمَت يانصرالله اَنْزِل يا منصور) ؤو دغه شعار د اُحُد او حُنين په غزا ګانو کي هم ويل شوي ؤو دوي د صليبي لښکر په چپ اړخ يرغل وکړ او په ښي طرف سيف الله المسلول خالد بن وليد رضي الله او ورسره اتلو غازيانو بريد خښ کړ جګړه زياته سخته شوه غازيان د صليبيانو په مقابل کي دومره کم وه چي په نشت حساب وه خو ددوي اتلولي دومره زياته وه چي د صليبیانو ته يي د سر په کاسه کي اوبه ورکړي ۔
زبيربن عوام ۔هاشم بن مرقال ۔ خالد بن وليد رضي الله عنهم د دښمن په منځ کي ورننوتل هغوي منډي کړي ترهغي چي د سراعلي قومندان ماهان الارمني په خيمو ور وختل ماهان له تخت راکوز شو د تښتيدو هڅه يي وکړه په تښتيدونکو صليبي عسکرو يي غږ وکړ هغوي ته يي کنځل وکړل بيرته يي را وګرځول ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه چي وليدل دښمنان په تيښته شول نو په سعيد بن زيد رضي الله عنه يي غږ وکړ زر شه خپل اتلان جګړي ته ورګډ کړه هغوي داسي نعري شروع کړي( لا اله الاالله يامنصور امت امت) او په رومي صليبي عسکرو يي بريد خښ کړ روميانو ښه دروند زيان وليدو زيات عسکر يي د جهنم مليمانه شول جګړي سخت اور واخست زياته ګرمه شوه چي يو أواز تر غوږو شو چي وائي (نصرالله انزل يا نصرالله اقرب)
اي د الله جل جلاله مرستي نازله شه اي د الله جل جلاله مرستي را نژدي شه مونږ چي وکتل دغه نعره کوونکي ابوسفيان رضي الله عنه ؤو څنګ کي يي ځوي يزيد بن ابي سفيان رضي الله عنه هم دهغه بيرغ لاندي موجود ؤو
دغه وخت ټولو اميرانو په شريکه خپل اتلان جنګ ته داخل کړي وه د رومي عسکرو ترټولو زيات مقاومت هغه لس(۱۰۰۰۰) زره کسانو کولو چي ځانونه يي په ځنځيرونو تړلي وه هغوي له خپل ځاي نه خوځيدل او د صلبيانو غشي ويشتونکي يولک(۱۰۰۰۰۰) کسان وه او د مسلمانانو فقط يونيم(۱۵۰۰) زر وه صليبيانو به چي په يو وار غشي را خوشي کړل نو په هوا کي به يي لمر پټ کړو په ځمکه به يي سويري جوړ کړو که د الله جل جلاله مرسته نه واي نو يو مسلمان به هم بچ شوي نه واي ۔
عمروبن العاص رضي الله عنه ته ورټول شول ۔
نوربيا راسره اوسئ په شير کولو کي يي مرسته وکړئ چي مسلمانان خپل رښتيني اتلان وپيژني۔
ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
کتاب فتوح الشام للواقدي جلداول .
صفحه 310.311.312
۔
( ۱۳۰ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص:سپیڅلي أتلان څوک دي؟
(۱۳۰)برخه»
غازيانو کي له شهيدانو پرته په غشو زخميان هم وه دوي اول لمونځ ابوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه پسي اداء کړو بيا يي په زخميانو پټي ولږولي وروسته ابوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه او خالدبن وليد رضي الله عنه په ټولو غازيانو وګرځيدل زخميانو ته يي وويل تاسي مه خفه کيږئ دښمن هم ستاسي پشان زخميان او مړي لري خو تاسي د جنت او ثوابونو اميد لرئ او صليبیان يي نلري بيا يي ورته وويل امتحان سخت دي نو ځکه له ډيري سختۍ وروسته اساني وي دوي ته يي وويل اورونه بل کړئ چي صليبیانو ته معلومه شي چي مونږ ويښ يو بیا ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه او خالد بن وليد رضي الله عنه ټوله شپه پيره وکړه ۔
بل خوا رومي سراعلي قومندان ماهان خپل جنرالان راټول کړل هغوي ته يي سپکي سپوري ووي چي دومره لږ کمزوري مسلمان ستاسي په وړاندي لکه غرونه ولاړ دي اي بيغيرتو په تاسو څه چل شوي هغوي ورته عذر وکړو چي زمونږ ډيرو خلکو تر اوسه جګړه نده کړي صبا به مونږ ټول جنرالان پخپله ميدان ته وځو او ټول تکړه پهلوانان به په ميدان جنګووښ!
سهار وختي ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه د خوف لمونځ اداء کړو چي ويي کتل د ملخانو دسيل پشان صليبونو او بيرغونه را څرګند شول دوي فکر کاوه دومره کسان کله هم جنګ ته نوه داخل شوي ماهان الارمني بيا خپله خيمه په لوړه. غونډۍ ودروله خپل بادشاهي تخت يي هلته کيښود او په خپلو صليبيانو يي د صفونو برابرولو امر وکړو ۔
ابوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه هم له لمونځ وروسته أتلو غازيانو ته امر وکړو چي هر څوک د پرون پشان پخپل صف کي ودريږۍ ټول خپلو خپلو ځايونو او آسونو ته ورغلل ابوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه بيا ټولو باندي وګرځيدو د صبر او استقامت توصيه يي ورته وکړه ټولو ته يي دعاوي وکړي دجهاد فضیلتونه يي ورته بيان کړل په ښځو او مالونو يي عمروبن سعيد بن عبدالله رضي الله عنه مسؤل وټاکلو د غازيانو د لښکر ښي اړخ ته يي پنځه سوه(۵۰۰) غشي ويشتونکي په کيڼ اړخ يي هم پنځه سوه(۵۰۰) غشي ويشتونکي او په منځنۍ برخه کي يي هم پنځه سوه(۵۰۰) غشي ويشتونکي ودرول ۔
ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ټولو غشو ويشتونکو ته وويل کله چي دښمن يرغل وکړ نو په يو وار به دغشو باران پري کوي ځانله ځانله به غشي نه ولۍ بلکه داسي په اتفاق به يي ورخوشي کوي لکه له يوي لندي چي وځي پخپلو ځايونو مضبوط ودريږئ ترهغي مه بيځايه کيږئ تر څو ما درته امر نوي کړي ۔
ابوسفيان رضي الله عنه خپل ځوي يزيد بن ابي سفيان رضي الله عنه ته ورغي له هغه ملګري را تاؤ شوي وه هغه د بريد کولو اراده لرله ابوسفيان رضي الله عنه ورته دصبر غيرت بهادري تقوي او ټينګ عزم توصيه وکړه ورته يي وويل زړه مضبوط ساته ويره له زړه لري که بيرغ ځمکي ته پريوتلو ته مه پريږده که تيښته يا نامردي دي وکړه د الله جل جلاله په غضب به ګرفتار شي ۔
يزيد بن ابي سفيان رضي الله عنهما وويل ان شاءالله ته به زما بيرغ لاندي غازيان وګوري چي څنګه سرښندنه کوي بيا يي بيرغ اوچت کړو په مجاهدو أتلو غازيانو يي امر وکړو چي په صليبيانو بريد ښخ کړۍ هغوي سمدستي د تکبير په نعرو په دښمن بريد وکړ دوي دلښکر په منځني برخه کي وه نو ځکه يي د رومي صليبيانو په منځ بريد وکړ سخته جګړه يي وکړه دغه وخت يو غټ رومي جنرال چي د سرو زرو صليب او لس زره(۱۰۰۰۰) جنګيالي ورسره وه دمسلمانانو د صف په ښي اړخ بريد وکړ د دغه صفونو مشر عمروبن العاص رضي الله عنه ؤو مسلمانانو غازيانو سخت مقاومت وکړ کله به شاته شول کله به بيرته مخ ته لاړل دوي د ماتي په حال کي شول ترهغي چي رومي عسکر هغي غونډي ته نژدي شول چی ښځي پکي وي هغوي يي محاصره کړلي يوي ښځي چغي کړي د رسول الله صلي الله عليه وسلم د دين څوک مرستندويان شته کنه زبير بن عوام رضي الله عنه خپلي ښځي اسماءبنت ابي بکر رضي الله عنها سره ؤو دهغه سترګي خوږيدي دوائي يي پکي اچوله چي دغه آوازونه يي واوريدل پوښتنه يي وکړه څه چل شوي غفرا بنت عثمان رضي الله عنها ورته وويل يوه ښځه چغي وهي چي د مسلمانو د صفونو ښي اړخ مات شوي او صليبيان دلته را ورسيدل مونږ يي محاصره کړو هغه وويل په الله جل جلاله قسم چي زه دخپل دين مرستندوي يم هغه له سترګو پټي لري کړه په خپل آس سپور شو بيا يي وويل زه د رسول الله صلي الله عليه وسلم د ترور ځوي او ابوبکر رضي الله عنه زوم يم زه به اوس په صليبيانو قيامت راولم ۔
دليث بن جابر رضي الله عنه څخه روايت دي چي زبيربن عوام رضي الله عنه داسي اتلوال ګذارونه وکړل چي يو عرب غازی هم ورسره نه ؤو په يواځي ځان يي لس زره(۱۰۰۰۰) صليبي عسکر شاته وتمبول ترهغه ځايه يي ورسول چيرته چي د صليبیانو خپل صفونه وه دغه وخت د عمروبن العاص رضي الله عنه تر قومندي لاندي بعضي تښتيدلي مسلمانانو بيرته په يوبل غږونه وکړل بيرته
بيا يي ورته وويل حوري ستاسي انتظار کوي ۔
ددوي شعار دغه وخت( أََلْجَنَّة أَلْجَنَّة) ؤو دوي په ډيره مينه او شوق حمله وکړه دوي په هماغه طرف حمله وکړه کوم طرف چي عربي نصرانيان وه هغوي کي يي زيات کسان ووژل د غسان قبیلي يو تن سره صليب او بيرغ ؤو يو غازي په هغه حمله وکړه له آس يي را وغوزولو مړ يي کړو صليب او بيرغ په ځمکه وغورځيدو نصراني عسکرو د صليب راخستلو په موخه سخته جګړه وکړه دواړه طرفه زيات تلفات واوختل دغه وخت د ازد قبيلي بيرغ عياض بن غنم الاشعري رضي الله عنه سره ؤو هغه په تيښته شو د هر چا کاميابي او ناکامي په بيرغ پوري تړلي وي چي بيرغ په ځمکه وغورځيږې يا بيرغ والا وتښتي نو هغه ماتي ګڼل کيږې په هغه پسي
سيف الله المسلول خالد بن وليد رضي الله عنه او عمروبن العاص رضي الله عنه ورغلل چي بيرغ تري واخلي خو عمروبن العاص رضي الله عنه له سيف الله المسلول خالد بن وليد رضي الله عنه اول ور ورسيدو بیرغ يي تري واخستلو دغه د يرموک دغزا دريمه ورځ وه چي ډيره سخته وه دري واري بعضو کسانو تيښته وکړه خو ښځو به په لرګيو وهل په ډبرو يي ويشتل بېرته به يي را وګرځول تر ماښامه سخته جګړه وشوه ماښام چي لمر پريوت نو هر څوک خپلو ځايونو ته لاړل مسلمانانو هم شهيدان ورکړي وه خو د صليبي عسکرو تلفات بيخي زيات وه "
نوربيا راسره اوسئ په شير کولو کي يي مرسته وکړئ چي مسلمانان خپل رښتيني اتلان وپيژني۔
ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
کتاب فتوح الشام للواقدي جلداول .
صفحه 307.308.309.
( ۱۲۹ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص ۔سپیڅلي أتلان څوک دي؟ (۱۲۹)برخه»
عامربن طفيل رضي الله عنه بېرته ميدان ته ووتلو د صليبي عسکرو په ښي طرف يي حمله وکړه يوتن يي ووژلو بيا يي په کيڼ یا چپ طرف حمله وکړه هلته يي څو کسان ووژل بيا د لښکر زړه يا منځ ته لاړو هغوي يي سره وشيندل يو خوا بل خوا منډي يي تري وکړي بيا نصراني عربانو ته ورغلو هغوي ته يي وويل ميدان ته راووځئ هغه ته مرتد شوي يمني بادشاه او پهلوان جبلة بن ايهم الغساني چي د شپيتو زرو(۶۰۰۰۰) عسکرو قومندان وو ور ووتلو هغه يوه زغره چي له سرو زرو او وريښمو جوړه وه اغوستي وه بله زغره يي دپاسه چي د تبابعه ؤو جوړه وه اغوستي وه د عاديانو د نسل تيز او تکړه آس باندي سپور ؤو يوه کلکه فولادي خولي یی په سر کړي وه ۔
جبلة بن ايهم الغساني مرتد شوي بادشاه ورته وويل ته څوک او د کومي قبيلي يي عامر بن طفيل رضي الله عنه ورته وويل زه د دوس د مشهوري قبيلي يم نوم مي عامر دي جبلة بن ايهم ورته وويل ته مي خپلوان يي بېرته لاړ شه په ځان رحم وکړه او زما د وژلو تمه مه لره ته ما نشي وژلي عامربن طفيل رضي الله عنه ورته وويل ما خو ځان درته معرفي کړو ته هم ځان را وښايه جبله بن ايهم ورته وويل زه ديمن د غسان قبيلي مشر يم زه نامتو پهلوان يم تا چي زمونږ نامتو پهلوان ووژلو چي هغه د ماهان او جرجير سیال ؤو نو ما وليدي ځکه درته راووتلم چي ته زما سيال يي زر دي چي تا ووژنم او ماهان ته ستا په وژلو ځان نژدي کړم هغه به ډير انعامونه راکړي هرقل ته به ګران شم لوړي چوکي به راکړي ۔
عامربن طفيل رضي الله عنه ورته وويل تا چي د خپل زور او طاقت خبره وکړه نو زمونږ رب جل جلاله تر هرچا زيات قوي دي او ستا په شان د ډيرو کبرجنو هلاکوونکي دي دا چي ته وائي زه به ستا په وژلو هرقل ته ګران شم لوړي چوکي به راکړي خو زه هم غواړم ستا په وژلو الله جل جلاله ته نژدي شم او جنتونه راکړي له هغي وروسته دوي يو په بل وارونه وکړل خو د جبلة بن ايهم وار پري ولږيدو په سر يي ووهلو او شهيد شو جبلة بن ايهم له خوشحالي تاؤ راتاؤ شو کبر او غرور يي وکړو ځان سره يي وويل اوس به ماهان او هرقل ته څومره نژدي شم دغه وخت د عامر بن طفيل رضي الله عنه ځوي جندب بن عامر رضي الله عنه خپل پلار وليدو چي شهيد شو هغه سره د پلار بيرغ ؤو ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ته ورغلو ورته يي وويل دغه بيرغ بل چاته ورکړه زه غواړم يا شهيد شم يا د پلار بدله واخلم ابو عبيده بن الجراح رضي الله عنه بيرغ بل چاته چي دهماغه دَوْسِي قبيلي ؤو ورکړ او جندب بن عامر رضي الله عنه ميدان ته لاړو جبله بن ايهم ته ودريدو ورته يي وويل دغه دي زه درته راغلم اوس به بدله درڅخه اخلم جبله بن ايهم ورته وويل ته څوک يي ده ورته وويل ددغه شهيد ځوي يم جبله بن ايهم ورته وويل تاسي څه شي مجبوره کړي ياست چي ځانونه په خلکو وژنئ ۔
جندب بن عامر رضي الله عنه ورته وويل چي مونږ ته پاک رب جل جلاله جنتونه او لوړي درجي راکوي بيا هغوي يوپه بل وارونه شروع کړل سخته مقابله وشوه مسلمانانو دهغه په اتلولي شکرونه وويستل او صليبیانو يوبل سره وويل راځي چي بريد پري وکړو کنه نو له دغه بادشاه او پهلوان به مو خلاص کړي سخت جنګيالي هلک دي دغه وخت جندب بن عامر رضي په جبله بن ايهم سخت ګذار وکړو يو خرپ يي وختلو هغه فکر وکړو چي سم يي وهلي خو هغه ډبل زغري اغوستي وي ځان يي سست کړو چي وښايي زه سخت زخمي يم جندب بن عامر رضي الله عنه غافله شو چي جبله ورباندي وار وکړو او شهيد يي کړو دغه وخت جبله بن ايهم زيات خوشحاله شو بيا يي د مبارزي غوښتنه کوله خو خپلو نصراني عسکرو ورته چغي کړي نور بس دي راځه تا خپله وظیفه سرته ورسوله هغه ډير په کبر او غرور روان شو خپلو ملګرو ته لاړو سراعلي قومندان ماهان ورته سړي راوليږلو د هغه ډيره ستاینه يي وکړه مسلمانانو ته د پلار او ځوي په شهادت سخت صدمه ورسيده د هغه قوم دٙوس یو پر بل غږونه وکړل چي ميدان ته ووځي او د خپل سردار انتقام واخلي ټول قوم ورته لبيک وويلو د هغوي سره ازديان هم ملګري شول دغه د ازد قوم د دَوْس قبیلي سره حليفان وه ترمنځ يي جنګې تړون شوي ؤو دغو دواړو قومونو په صليبيانو يرغل وکړ او ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه هم غازيانو ته د عمومي جګړي امر ورکړو هغه دغه ايات شريف تلاوت کړو ۔
وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ (۱۳۳)
تلوار او بيړه وکړۍ مغفرت ستاسي ته او دجنت چي پلنوالي يي د اسمانونو او ځمکو په برابر دي او تيار کړل شوي دي دپاره د پرهيزګارانو ۔
ته ورسيده او هغه لعين په اس پوري ځان تړلي وه هغه له اس مړ ويزاند شو عامربن طفيل رضي الله عنه اس ونيوو او په منډه يي مسلمانانو ته ور ورساوه خپل ځوي ته يي وکړو ۔
نوربيا راسره اوسئ په شير کولو کي يي مرسته وکړئ چي مسلمانان خپل رښتيني اتلان وپيژني۔
ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
کتاب فتوح الشام للواقدي جلداول .
صفحه 304.305.30
