سالم فکر وکړئ
Open in Telegram
د اسلامي امت د مجد او عظمت د اعادې په تکل جوړ شوي هغه فکر دي چې اسلامي امت له خپل تېر تاریخ خبروی او د غربی افکارو مخنیوی کوي، خصوصا خپل ملت د اختلاف له مفتن ګردابه یوې سالمې لارې ته راباسی او په مستقیمه لا ♥تبادلی لپاره دلته میسج کولایی سی♥ @Oziarashna
Show more689
Subscribers
-124 hours
-77 days
-2430 days
Posts Archive
أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه د کلا ديوال ته ورنژدي شو غږ ېي ورته وکړو چي زمونږ أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه راغلي تاسو خپل مشر خبر کړئ ۔
هغوي کي يوتن لاړو پوپ ېي خبر کړو پوپ أمر وکړو چي تيارشئ هغه وريښميني جامي واغوستلي صليب ېي غاړه کي ځوړند کړو جنرالان وزيران مشاورين راهبان تري را تاؤ شول د بيت المقدس د ښار بطريق چي د ښار وال پشان وي ورته وويل زمونږ مشره خه په غور ورته وګوره که رښتيا ېي مشر ؤو روغه ورسره وکړه که هغه نه وي بيا مونږ ورسره پريږده چي سره معلومه ېي کړو پوپ ورته وويل همدغسي کوم بيا راغلل د کلا هغه برج ته وختل چيرته چي أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ولاړ ؤو يوتن چې په فصيحه عربي ېي غږيدلاي شو غږ وکړو چي أي سپين ګيريه څنګه راغلي ېي؟
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ورته وويل تاسو چي زمونږ أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه غوښتي ؤو هغه راغلي که روغه او صلحه ورسره کوئ!
پوپ ورته وويل چيرته دي دلته نژدي ېي راوله چي زه ورته وګورم چې هغه علامي پکي شته کنه چې زمونږ کتابونو ليکلي ۔
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه راغلو أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ته ېي وويل هغوي برج ته راختلي غواړي ته ورشي او له نژدي دې وګوري۔
أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ځان تيار کړو د تللو هڅه ېي وکړه ۔
غازيانو ورته وويل ځانله مه ځه دوي کافران دي دوي په هيڅ وعده وفا نه کوي نه انساني کرامت پيژني څوک ځان سره بوځه !
أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه دغه آيات تلاوت کړو۔
قُل لَّن يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ (۵۱)سورت التوبة۔
ورته ووايه هيڅ به ونه رسېږي مګر چي الله جل جلاله راته ليکلي وي هغه مو ساتونکي کارساز دي او په الله جل جلاله توکل کوونکي توکل کوي۔
نوربيا راسره اوسئ شير کول ېي صدقه جاريه ده چي هر مسلمان خپل سپيڅلي أصلي أتلان وپيژني۔
ليکوال او ژباړونکي مولانا حبل الله المتين۔
فتوح الشام للواقديؒ۔
جلد اول پاڼې 351
(۱۴۹)
د #اسلام د سپيڅليو أتلانو
اصحابو کرامو غزاگانی غیرت شهامت اخلاق او اخلاص :
سپيڅلي أتلان څوک دي خپل اصلي أتلان وپيژنئ»
د سيرت مبارک (۱۴۹)برخه!
کله چې بلال رضي الله عنه اذان وکړو اولمونځ أداء کړل شو بلال رضي الله عنه أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ته ورغلو ورته ېي وويل دلته غازیان ډير زيات ښه خوراکونه کوي چي دغه خوراکونه دوي په ژوند کي نه وه ليدلي او په مدينه منوره کي خلک وږي دي ماته ښه نه ښکارېږي !
ځکه چي ټول به خاورو ته ځو او د چنجيو خوراک کېږو به !
مخکي لدي چې أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه څه وواېي يزيد بن ابي سفيان رضي الله عنه وويل أي أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه بلال رضي الله عنه رښتيا واېي خو مونږ دغه خوراکونه په هغه قيمت کوو چې مدينه منوره کي ورباندي عادي خوراک کېږي يعني دلته ارزاني ده هر څه فراښه دي!
أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ورته وويل که داسي وي أسراف نه کوئ او هر څه ارزانه دي بيا ښه خوراکونه کوئ هيڅ مشکل نلري تر څو دښمن ته قوي ياست او قوي مؤمن الله جل جلاله ته له ضعيف مؤمن څخه زيات ګران دي۔
دا خبره د هغه چا لپاره نده چي په زړه کي یی د غزا شوق او اراده نه وي او په دسترخوان ېي د خوراکونو قطار جوړ وي دغه بيا اسراف دي او الله جل جلاله مسرفين نه خوښوي۔
بيا أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه وفرمايل زه تر هغي له دي ځايه مدينې منورې ته نه ځم تر څو تاسو دټولو ضرورتمندانو لست نوي راکړي چې زه ورته د بيت المال څخه تنخواه او مصارف مقرر کړم ځکه زما تر أمارت لاندي که يوڅوک مريض شو او علاج ېي ونشو وږي شو بربنډ شو خوراک او لباس ېي نه ؤو چا ظلم پري وکړو غږ ېي وانه وريدل شو نو الله جل جلاله به زما څخه پوښتنه کوي بيا ېي وويل خبر دار اوسئ که چاته ما له بيت المال څه شي مقرر کړو او اميرانو نه ورکولو ما خبر کړئ چې له وظيفې ېي لري او سزا ورکړم۔
بيا أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه د تللو هڅه وکړه کله چي په اوښ سپريدلو د غازيانو ورته پام شو يوه وړينه شړي ېي أغوستي وه چې د پوستکې څوارلس پيوندونه ورته شوي وه غازيانو ورته وويل ته يو مهم ځاي او لويو خلکو ته ور روان ېي که شړۍ لري کړي سپينې جامي واغوندي أو په آس سپور شي غوره به وي !
أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ورسره ومنله
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ورته يوه جوړه مصري جامي چي پنځلس درهمه قيمت ېي ؤو ورکړي او يو د کتان څادر ېي ورکړو چي نه نوي او نه زوړ ؤو څادر ېي په اوږه واچولو جامي ېي واغوستلي او د شامي آسونو څخه شين رنګ آس ېي ورته وړاندي کړو کله چې په آس سپور شو آس له نرم تګ سره مست مست روان شو ۔
داوښ سورلي هميشه تکليف ورکوونکي وي أوښ نرم نه ځي او سړي پورته پورته اچوي خو آس بيا تګ په ارامه کوي۔
أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه چي د آس نازنين تګ او مستي ته وکتل په بيړه تري کوز شو وېي ويل استغفرالله ۔
يا الله جل جلاله ما معاف کړي بيا ېي غازيانو ته وويل نژدي ؤو چې ستاسي أمير د کبر او عجب له امله هلاک شوي واي ۔
ماته زړه کي کبر محسوس شو ما له رسول الله صلي الله عليه وسلم آوريدلي دي چې د چا زړه کي د ذرې په اندازه کبر هم وي جنت ته نشي تلاي ستاسي سپينو جامو څادر او آس زه هلاکت ته نژدي کړي وم بيا ېي بېرته خپلي پيوند شوي جامي واغوستلي په اوښ سپور شو کله چې روان شو له زهد او تقوی ډک ؤو په يوه غونډۍ ور برابر شو هلته ېي غازيان وليدل چي د يرموک په غزا کي غنيمت شوي وريښميني جامي ېي أغوستي وي۔
أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه أمر وکړو چي ددوي جامي څيري کړي په مخونو خاوري ور وشيندئ ځکه چي دوي خبر ندي چي وريښم په نارينؤو حرام دي!
بيا له هغه ځايه روان شو دبيت المقدس مخامخ ورته يوه د وړيو دتارونو څخه جوړه خيمه وهل شوي وه غازيان د أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه انتظار وه کله چي ورښکاره شو غازيانو تکبيرونه وکړل او دغه د تکبير غږونه د بيت المقدس خلکو واوريدل ۔
أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه هلته خيمه کي څلور رکعاته لمونځ أداء کړو بيا يي دعاء وکړه چې يا الله جل جلاله مرسته راسره وکړي بيت المقدس په اسانه فتحه کړي ۔
د بيت المقدس خلک په ديوالو راپورته شول پوښتنه ېي وکړه چې څه خبره ده دومره خوشحاله ياست؟
غازيانو ورته وويل زمونږ أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه را ورسيدلو چي تاسو ېي غوښتنه کوله !
هغوي لاړل خپل روحانی مشر پوپ ېي خبر کړو هغه لاس کی وړوکې خلی یا لرګي ؤو ځمکه یی وګروله نور ېي څه ونه ويل دوي شپه دلته تيره کړه کله چي سهار لمونځ أداء شو أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته وويل أي عامره ورشه ورته ووايه زمونږ أمير چي تاسو ېي غوښتنه کوله راغلي چې دوي څه واېي!
چې دغه برکتي فتح کې شريک شي او د عمر په اخري وخت کي يو ځل بيا د غازيانو کاروان سره شريک شي ۔
کله چې أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه تشريف راوړو نو بلال بن رباح رضي الله عنه هم د أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه سره دهغه تود هرکلي کې شريک ؤو۔
أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه بلال بن رباح رضي الله عنه ته وويل د رسول الله صلي الله عليه وسلم ملګري غواړي أذان ورته وکړي او هغه تير وختونه ورته ور ياد کړي ۔
بلال بن رباح رضي الله عنه پورته شو اذان ېي شروع کړو۔
الله أكبر الله أكبر،
الله أكبر الله أكبر،
أشهد أن لا إله إلا الله،
أشهد أن لا إله إلا الله،
کله چې دغه ځاي ته ورسيدو ۔
ستوني يي بند شو ۔
په ډير مشکل ېي دغه کلمات وويل۔
أشهد أنَّ محمداً رسول الله،
أشهد أنَّ محمداً رسول الله،
په اسلامي لښکر کي د أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه په شمول ټول په ژړا شول داسي د ژړا غږونه د مجاهدينو له سينو پورته کيدلو لکه اوس چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفات شوي وي ۔
بيا ېي وويل۔
حي على الصلاة، حي على الصلاة، حي على الفلاح، حي على الفلاح،
الله أكبر، الله أكبر، لا إله إلا الله !
هغه کسان چې نوي مسلمانان شوي وه نه ېي رسول الله صلي الله عليه وسلم ليدلي ؤو او نه ېي د بلال بن رباح رضي الله عنه خوږ آواز آوريدلي ؤو هغوي له ټولو زيات وژړل۔
له اذان وروسته چوپه چوپتيا شوه هيچا کي د خبرو کولو همت نه ؤو ۔
بلال بن رباح رضي الله عنه أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ته ور وړاندي شو۔
نوربيا راسره اوسئ شير يي کړئ کاپي يي کړئ چی هرمسلمان خپل سپيڅلي اتلان وپيژني ۔ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
فتوح الشام للواقدي جلد اول .
صفحه347.348.349
{ ۱۴۸}
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي غزاگانی :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص وپېژنئ »
ایا پوهېږئ سپیڅلي أتلان څوک دي؟
(۱۴۸)برخه»
کله چي أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله ته أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه نژدې شو بيا أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ورته أجازه وکړه له سورلئ دواړه ښکته شول يو له بل سره ېي په غېږ ستړي مشي وکړه بيا انصار او مهاجرين وار په وار راغل هرکلي ېي ورته وويلو د غازيانو د خوشحالۍ هيڅ حد نه ؤو کله چي له هرکلي یا ستړۍ مشي فارغ شول روان شول ترهغي چې بيت المقدس ته نژدې شول هلته ېي شپه تيره کړه سهار ټولو ته أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه د لمونځ امامت وکړو بيا ېي له لمانځه وروسته وعظ ورته شروع کړو اول ېي حمد ثناء او درود وويلو بيا ېي وويل د الله جل جلاله فضل دي چې په اسلام ېي مشرف کړي يو او محمد صلي الله عليه وسلم يي راته دهدايت ذريعه ګرځولي په يو اسلام ېي سره راجمع کړي يو او زمونږ په زړونو ېي يو بل سره محبت اچولي مونږ بايد ددي عظيم نعمت شکر آداء کړو لکه څنګه چې اللہ جل جلاله فرمايلي۔
لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ (۷)
که زما په درکړل شوو نعمتونو مو شکر وويستلو نو درته زيات به ېي کړم که نا شکري مو وکړه نو زما عذاب سخت دي ۔
بيا أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله دغه آيات مبارک تلاوت کړو۔
وَمَن يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ ۖ وَمَن يُضْلِلْ فَلَن تَجِدَ لَهُمْ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِهِ ۖ
سورت اسراء ۹۷.
هرهغه چاته چې سمه لاره وخودله اللہ جل جلاله نو هغه دسمي لارې موندونکي دي او هر هغه څوک چې ېي ګمراه کړي نو له سره به ونه مومي دوي دوستان غير له الله جل جلاله څخه۔
کله چې أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه دغه پورته آيات تلاوت کړو نو يو نصراني عالم دلته ناست ؤو هغه په دغه آيات نيوکه وکړه چي الله جل جلاله څوک نه ګمراه کوي !
أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله أمر وکړو چې ورته وګوري که دغه خبره يي تکرار کړه سر تري ووهي ځکه چې د آيات په مفهوم نه پوهيږي ولي ېي له ځانه تفسير جوړوي۔ هغه سړي چوپ شو نور ېي څه ونه ويل ۔
أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه وويل اي خلکو تقوی اختيار کړئ د الله جل جلاله هيڅ نا فرماني مکوئ زکات اداء کړئ چي چا نيکي درسره وکړه شکريه ېي آداء کړئ زما خبري په غور واورئ هوښيار سړي هغه دي چې په خپل دين ټينګ شي له بدعاتو ځان وساتي ځکه چې بدعت کوونکي له ګناهګارو بدتر دي وجه يي داده چي څوک ګناه کوي هغه پدي باور وي چي زه ګناه کوم کله هم تري توبه کولاي شي خو بدعتي چې د ثواب په نيت کومه ګناه کوي نو دتوبي چانس بالکل پکي نه وي ځکه چي هغه ېي ثواب ګڼي او دغسي کارونو څخه هيڅوک توبه نه وباسي۔
بيا أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه وفرمايل اي خلکو قرآن کريم کلک ونيسئ دې کې شفاء ده ۔
أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه بيا وويل يوه ورځ رسول الله صلي الله عليه وسلم دغسي زمونږ په وړاندي ودريدو لکه زه چي تاسو ته ولاړ يم ۔
هغه مبارک وفرماېل ما تاسو ته قرآن او حديث پريښودل پدي عمل وکړئ کله به هم ګمراه نشئ بيا زما د اصحابانو لاره تعقيب کړئ ورپسي د هغه چا چې دوي پسي دي بيا دهغه چا چې هغوي پسي وي يعني تابعين او تبع تابعين له هغې وروسته به داسي خلک پيدا شي چې درواغو کارونو ته به وده ورکړي په دين کې به ثواب په نوم نوي کارونه کوي۔
داسي خلک به پيدا شي چې ګواهي به ورکوي بي لدي چې د ګواهي غوښتنه تري وشي۔
داسي قسمونه به خوري چې چاتري د قسم غوښتنه نه وي کړي ۔
که څوک جنت غواړي داسي ډلي سره دي يو ځاي شي چې تر تبع تابعينو پوري کوم کار شوي هغه دي کلک ونيسي ۔
بيا أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه وفرمایل د پرديو ښځو د خلوت څخه ډډه وکړئ دوي د شيطان لومې دي انسان په اسانه پکې نخلي۔
څوک چې نيکې وکړي خوشحالېږي په بدۍ ځورېږي او خفه کېږي همدغه مؤمن دي او لمونځ هيڅ حالت کې مه پريږدئ۔
بيا أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه خبري ختمې کړي په هماغه ځاي کيناستلو او أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته د روميانو سره د غزا قصې کولي ۔
أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه به کله موسکې شو کله به په ژړا شو ترهغي دوي دواړه سره ناست وه چې د ماسپښين د اذان وخت شو ۔
غازيانو أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ته وويل بلال بن رباح رضي الله عنه ته ووايه چې مونږ ته اذان وکړي!
بلال بن رباح رضي الله عنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم له رحلت څخه وروسته مدينه منوره کې طاقت ونشو کړاي أبوبکر رضي الله عنه ته ېي ويلي وه چي ماته اجازت وکړه چي شام ته لاړ شم هغه ورته ډير منتونه او زارۍ کړي وه چي مونږ يواځې مه پريږده خو هغه نه وه منلي شام ته لاړ ؤو بيا چې خبر شوي ؤو چي غازيانو په بيت المقدس بريد کړي نو پدي خاطر راغلي ؤو
له هغې وروسته أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه غازيانو ته أمر وکړو چي نور جګړه مکوئ ۔
پوپ هم لاړو ۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه خپل مخور قهرمان أتلان راټول کړل او د پوپ خبره ېي ورته وکړه هغوي له خوشحالی تکبير الله اکبر چغې وکړي بيا ېي ورته وويل ضرور أميرالؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ته ليک ولېږه که هغه تشريف راوړو او دغه فتح په خپلو مبارکو لاسونو وکړي زيات خوند به وکړي۔
د وحې ليکونکي شرحبيل بن حسنه رضي الله عنه وويل زما رأيه داده چې خالدبن وليد رضي الله عنه به ورمخامخ کړو هغه أميرالؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ته زيات ورته والي لري وبه ېي نه پيژني د ښار درواځي به خلاصې کړي بيا به بريد پري وکړو فتح به ېي کړو مونږ به ددوي له شره خلاص شو او أميرالؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ته به هم تکليف ونه رسېږي ځکه چي ډير اوږد سفر دي !
ټولو ومنله!
سهار دوي ورته جواب ولېږلو چې زمونږ خليفه راتلونکي دي ۔
ترجمان لاړو پوپ ېي خبر کړو هغه بيا په ديوال را وخوت ۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه خالد بن وليد رضي الله عنه ځان سره کړو دواړه ورغلل د پوپ ترجمان غږ وکړ چي دلته دي مخامخ ودرېږي چې له نژدي ېي وګوري ۔
خالد بن وليد رضي الله عنه ورنژدې شو پوپ ورته په مينه لاندي باندي وکتل بيا ېي وويل بالکل د هغه پشان ښکاري خو بعضې نخي درکي نشته ستا دي په خپل رب جل جلاله قسم وي رښتيا ووايه ته څوک ېي؟
خالدبن وليد رضي الله ورته وويل زه دهغه يو ملګري يم !
نوربيا راسره اوسئ شير يي کړئ کاپي يي کړئ چی هرمسلمان خپل سپيڅلي اتلان وپيژني ۔
ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
فتوح الشام للواقدي جلد اول .
صفحه347.348.349
( ۱۴۵ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي غزاوې :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص:
سپیڅلي أتلان څوک دي ويي پېژنئ ؟
(۱۴۵)برخه »
کله چې أتلو غازيانو أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ته خبر راوړو هغه وويل که زما په وينه هم تمامېږې زه ورځم يو څو تنه تکړه أتلان ېي ځان سره کړل ورغي نژدې ورته ودريدو ۔
پوپ ورته دترجمان په ذريعه وويل تاسو زمونږ څخه په دغه مقدس ښار کې څه غواړي چي څو مياشتې مو محاصره کړي يو هر چا چې په دغه پاکه خاوره بريد کړي هغه ذليل شوي الله جل جلاله ورته په قهر شوي او هلاک کړي ېي دي ۔
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ورته وويل دا خبره سمه ده چې دغه ښار مبارک دي زمونږ پيغمبر صلی الله علیه وسلّم هم لدي ځايه أسمان ته پورته شوي دلته ېي د أنبياؤو امامت کړي په اسمان کي الله جل جلاله ته دومره نژدي شوي لکه د ليندي دوه خواوي ۔
دغه ښار کې ډير أنبياء علیهم السلام ښخ شوي مونږ يي له تاسو زيات حقدار يو او د قدر او عزت په سترګه ورته ګورو تر هغې درڅخه نه ځو چې دغه ښار مو ولکه کې راوستي نوي او ستاسي له ولکې مو اېستلي نوي۔
پوپ ورته وويل نو أخر تاسو څه غواړي ؟
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ورته وويل زمونږ اول شرط دادي چي د شهادت کلمه وواياست په توحيد اقرار وکړئ ۔
که دغه کار وکړئ بيا کار درسره نلرو نه مو ستاسي مال پکار ده۔ نه سره او سپين زر۔ نه مو ستاسي ښځي پکاردی۔ نه ځمکه او جايداد ستاسي بادشاهي به ستاسي وي ۔مونږ به فقط د دين تعلیم لپاره يوڅو تنه عالمان درسره پريږدو۔
پوپ روحانی مشر وويل دغه کار خو مونږ هم کوو کلمه وايو دا خو اسانه ده خو محمد رسول الله صلي الله عليه وسلم نه وايو !
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل درواغجنه تاسو توحيد کله منئ تاسو خو عيسی علیه السلام خداي يا دخداي ځوي ګڼئ ۔
بيا أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ورته وويل دوهم شرط زمونږ په تاسې جزيه منل دي داسي حال کي ذليل به ياست ۔
پوپ روحانی مشر وويل دا شرط خو له اول هم سخت دي مونږ ذلالت څنګه ومنو چې له تاسو ډير قوي يو په مضبوطو کلاګانو کي ګرم پراته يو او تاسو په يخني باد او باران کې شپي صبا کوئ ۔
دا هم نه منو دريم شرط وايه؟
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ورته وويل دريم شرط ترهغي تاسو سره جهاد کول دي تر څو مو وژلي یا تسليم کړي نه ياست ستاسي سړي مو غلامان او ښځې مو وينځي کړي نه وي ۔
پوپ وويل سمه ده دلته چې چا هم په مونږ بريد کړي مات شوي شکست ېي خوړلي مسيح عليه السلام ورته په غصه شوي ۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل د الله جل جلاله دښمنه په عيسی عليه السلام هم درواغ تړي الله جل جلاله په خپل کتاب کي فرمايلي۔
مَّا ٱلْمَسِيحُ ٱبْنُ مَرْيَمَ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ ٱلرُّسُلُ وَأُمُّهُۥ صِدِّيقَةٌ ۖ كَانَا يَأْكُلَانِ ٱلطَّعَامَ ۗ ٱنظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ ٱلْءَايَٰتِ ثُمَّ ٱنظُرْ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ۔
نه ؤو مسيح عليه السلام ابن مريم عليهاالسلام مګر رسول له ده مخکې هم رسولان تيرشوي او مور يي صديقه وه دواړو خوراک کولو وګوره څنګه مونږ دوي ته دلايل بيانؤو او څرنګه دوي په هغې تهمتونه لګوي ۔
پوپ ورته وويل زما دي قسم وي که شل کاله هم مونږ محاصره او جګړه راسره وکړيږئ نو بيت المقدس به فتح نکړئ هغه څوک چې ېي فتح کوي زمونږ کتابونو د هغه نښي ليکلي هغه تاکې نشته !
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه
ورته وويل د هغه نښي څه دي؟
پوپ ورته وويل زه تاته پوره معلومات نشم درکولاي خو زمونږ کتابونه ليکلي چي د اخري پيغمبر يو ملګري به وي نوم به ېي عمر لقب به يي فارق وي رښتيني به وي د هيچا د ملامتيا پروا به نکوي هيڅ د ويرې او ډار سړي به نه وي خو ته نه يي !
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ورته وخندل بيا يي ورته وويل د بيت الله شريف په رب جل جلاله دي زما قسم وي مونږ به بيت المقدس فتح کوو دغه چې ته یی نوم ښاېي موجود دي او زمونږ خليفه او د رسول الله صلي الله عليه وسلم ملګري دي که ته ېي وويني پيژني ېي؟
پوپ وويل څنګه ېي نه پيژنم چي ټول عمر مې د هغه په باره کي خلکو ته درسونه ورکړي داسي ېي پيژنم لکه د خپل کور غړي۔
که ته رښتيا واېي لاړشه هغه راوله چې زه ېي وپيژنم بيا درته تسلمېږو جزيه منو هسي وينه مه تويوي ۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل سمه اوس زه هغه را غواړم تر څو چي هغه راځي تاسو جګړه خوښوﺉ که نه !
پوپ وويل ما خو درته وويل مونږ وينه تويول نه غواړو تاسو ولي جګړي طرفته زور کوي!
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل جګړه نه جهاد دي مونږ ته عزت مغفرت او جنت په جهاد کي دي ځکه ېي په شوق کوو۔
ېي له خلکو مخښه واخستله له مدينې منورې ووتلو په مدينه ېي علي بن أبي طالب رضي الله عنه خپل خليفه وټاکلو چې د خلکو مشکلات حل کوي۔
أميرالمؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه په اوښ ځان سره دوه باره واچول یو طرف ستوان بل طرف خرما او خپلې مخې ته د أوبو ژي ؤو شاته يي ځان پسې خوراکي شيان تړلي وه هغه مشهور أتلان چي د يرموک په غزا کي ېي أتلولياني کړي وي لکه عباده بن صامت او زبير بن عوام رضي الله عنهما چي بيا مدېنې منورې ته راغلي هم ورسره روان شول۔
دغه مسافه دولس سوه دوڅلويښت(1242) کيلومتره وه چي هر ځاي دوي دمه کوله سهار له لمونځ وروسته به أميرالمؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه ټولو ته وعظ وکړو د اتفاق اتحاد ميني محبت او د الله جل جلاله په نعمتونو د شکر ايستلو توصيه به ېي ټولو ته وکړه بيا به ېي په خپلو مبارکو لاسونو ستوان تيار کړل خرما به ېي يو خوا بل خوا پري کيښودلي مجاهدينو ته به ېي وويل راشئ دا وخورئ خپله به هم وخوړل ۔
دعمربن مالک رضي الله عنه څخه روايت دي زه هم أميرالمؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه سره دشام په دغه برکتي سفر کې وم مونږ د جذام په نوم ځاي کي اوبو سره چي ذات المنار اوبه ياديدي واړول دغه خلک مسلمانان شوي وه ۔
دهغه قوم خلک چې خبر شول مشران یی أميرالمؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته راغلل هغوي شکايت وکړو چې دلته يو سړي دوه سکه خويندي په نکاح کړي۔
نوربيا راسره اوسۍ شير يي کړي کاپي يي کړي چی هرمسلمان خپل سپيڅلي اتلان وپيژني ۔
ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
فتوح الشام للواقدي جلد اول .
صفحه351
( ۱۴۶ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي غزاوې سرخندنې :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص ۔
ایا پوهېږئ سپیڅلي أتلان څوک دی ؟ (۱۴۶)برخه".
پوپ خالد بن وليد رضي الله عنه ته وويل اي عربه زما دي په صليب قسم وي که شل کاله هم راسره وجنګېږئ نه به درته تسليم شو نه به ښار درته وسپارو هسي ځان مه ستړي کوه لاړشه هغه څوک راوله چي زه ېي غواړم نور چل مکوه تر څو ستاسي مشر نوي راغي بيا به خبري هم درسره ونکړم بيا له ديوال ښکته شو أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه او خالد بن وليد رضي الله عنه بيرته راغله صحابه کرامو ورته وويل اوس نو ضرور أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ته ليک وليکه کيداي شي هغه تشريف راوړي او دغه برکتي ښار فتح شي۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه
داسي ليک وليکلو د شام عامل أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه لخوانه أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ته اول د الله جل جلاله ثناه صفت بيا درود څخه وروسته مونږ د ايليا ښار څلور مياشتي کېږي محاصرہ کړي هره ورځ جګړه کوو دلته سخته يخني باد باران ږلئ واوري دي مجاهدين زيات په تکليف کې دي خو بيا ېي هم حوصلي لوړي دي په شوق جګړه کوي خو څه خاص نتيجه نلري اوس ددوي يو روحانی مشر مونږ ته راغلي ؤو هغه ستا صفات په خپلو کتابونو کې لوستلي هغه ته مونږ چلونه او حيلي جوړي کړي خو هغه لتا بل څوک نه مني دا روحانی مشر منل شوي شخص دي د جنګ بندۍ غوښتنه يي وکړه او واېي چي له أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه پرته نه بل چاسره خبري کوم او نه ورته تسلمېږم ۔
نو مونږ ټول ستا عسکر لتا غواړو چي ته تشريف راوړي او دغه د برکتونو ښار فتح کړي ليک يي سره تاو کړو بيا ېي وويل دغه ليک به څوک ويسي ميسره بن مسروق العبسي رضي الله عنه په بيړه پورته شو وېي ويل زه به لاړشم او بيرته به أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه سره راشم
ميسره بن مسروق العبسي رضي الله عنه په خپله اوښه سپور شو شپه او ورځ ېي سفر جاري وساتلو تر هغې چې مدينې منوري ته ورسيدلو شپه وه ځان سره ېي وويل شپه ده هيچاته تکليف نه ورکوم اوښه ېي مسجدنبوي صلي الله عليه وسلم سره ګونډه کړه ویی تړله لاړو د رسول الله صلي الله عليه وسلم أو أبوبکر رضي الله عنه زيارت ېي وکړو بيا مسجد کي اوده شو ځکه چې ډيري شپي د سفر په وجه نه ؤو اوده شوي کله چې سبا راوختلو أميرالمؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه مسجد ته راغلو اذان ېي وکړو ۔
ميسره بن مسروق العبسي رضي الله عنه فرماېي زه راويښ شوم لاړم اودس مي وکړ سنت مې أداء کړل لمونځ وشو کله چې أميرالمؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه مخ را وګرزوه زه ېي وليدم زه ور پورته شوم ستړي مشي ېي راسره وکړه راته ېي وويل د مسروق ځويه څه خبر دي راوړي ؟
ما ورته وويل د خير او سلامتيا خبر دي بيا مي ليک ورکړ۔
أميرالمؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه ليک په زوره زوره ټولو لمونځ کوونکو ته ولوست ټول خوشحاله شول بيا ېي ورته وويل تاسو د أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه د ليک په باره کې څه واياست ؟
تر ټولو اول عثمان بن عفان رضي الله عنه خبره وکړه هغه وويل أي
أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه روميانو شکست خوړلي ذليله شوي مورال ېي بايللي غازيانو د ايليا ښار محاصره کړي په هغوي ورځ تر ورځ کړۍ راتنګېږي که ته ورنشي نو داسي مطلب به تري واخستل شي چې ته دوي ته هيڅ أهميت نه ورکوي دوي به تنګ شي يا به سوله وکړي يا به تسليم شي که چا سره بله غوره رأيه وي وړاندي ېي کړي !
وروسته علي بن أبي طالب رضي الله وويل يا أميرالمؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته بايد لاړشي له يو طرف به دلاري دتکليف اجرونه درته وليکل شي له بلې خوا
به د ايليا ښار فتح شي أو بيت المقدس به د روميانو څخه اذاد شي بله خبره داده چي أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله ليکلي چې دلته واورې ږلي بارانونه دي مجاهدين تکليف کي دي هغوي فقط د الله جل جلاله لپاره دغه تکلیفونه ګالي څلور مياشتي پرلپسي سهار نه ماښام پوري جګړه په قوي ايمان کيږي بله خبره داده چې که ته ورنشي روميان به له سولي مايوس شي حفاظتي اقدامات به سخت کړي له نورو ملکونو به مرسته وغواړي هغوي به ورته راشي بل سر خوږې به جوړ کړي ۔
أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه وفرمايل د عثمان بن عفان رضي الله عنه رأيه هم ښه ده ځکه چې د دښمن د مکر او چل لپاره پکې ښه ټکي شته ۔
خو زما د علي بن أبي طالب رضي الله عنه رأيه زياته خوښه شوه ځکه چې بختور سړي دي که څوک ما سره تلل غواړي خپل تياري دي ونيسي۔
ټولو تکړه تکړه صحابه کرامو رضوان الله عليهم اجمعينو ځانونه تيار کړل أميرالمؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه ورته وويل له مدېنې منوري د باندي ووځئ هلته سره راجمع شئ هغوي هم ووتل او أميرالمؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه اول مسجد ته لاړو څلور رکعاته لمونځ ېي أداء کړو په روضو مبارکو ېي سلامونه وکړل بيا
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه دغه محاصرہ څلورمياشتي جاري وساتله داسي حال کې چي سخت بارانونه ږلۍ واوره بارانونه وشول بيا هم غازيانو نه ديخني شکايت وکړو نه د جګړي د أوږدوالي ۔
د بيت المقدس خلکو چې تاوانونه وليدل او پوي شول چي مسلمانان مصمم دي محاصرہ نه ماتوي نو يو ځل بيا پس له څلورو مياشتو پوپ ته ورغلل ورته ېي وويل څومياشتي وشوي چې مسلمانان هره ورځ تر ماښام جګړه کوي ورځ په ورځ ېي مورال قوي کېږي مونږ په طمع ؤو چي د هرقل لخوانه به مرستندوي ځواک راشي خو هغه ته مسلمانان پراته دي هغه د ځان په وېر اخته دي ۔
مونږ وليدل چي مسلمانان ډير په شوق جګړه کوي هغه وخت چې تاته د دوي مشر راغلو تا ورته په سپک نظر وکتل خبری دي ورسره ونکړي خو دوي هغسي ندي چې ته ېي فکر کوي مونږ نور تنګ شوي يو بهر نشو تلاي خپل تجارت او روزمره زندگی نشو کولاي مونږ له تا څخه غواړو چې ورشي که سخته خبره ېي درته نه کوله شرطونه ېي سخت نه وه غاړه به ورته کېږدو که خبره ېي سخته وه شرطونه ېي مونږ نشواي منلي نو دښار او کلاؤ دروازې به پرانيزو يو ځل به جګړي ته ور ووځو ځانونه به پري مړه کړو يابه دوي ووژنو ۔
ستر روحانی مشر یا پوپ ددوي خبري ومنلي خپل لباس ېي بدل کړو دکلا په ديوال را وختلو صليبونه ورسره وه پرانستي انجيلونه ورسره وه هغه ېي په زوره زوره تلاوت کول هغه ځاي ته بيا پورته شول چي
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه سره ېي ليدلي وه۔
په زوره يونفر غږ وکړ أي مسلمانانو زمونږ مشر راغلي غواړي خبره درسره وکړي تاسو ترټولو مقتدر شخص راولېږئ ۔
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ته غازيانو خبر ورکړ چې هماغه کس بيا برج ته ختلي واېي چې ستاسې مشر دي راشي خبري ورسره کوم!
نوربيا راسره اوسئ شير يي کړئ کاپي يي کړئ چی هرمسلمان خپل اتلان وپيژني ۔
ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
فتوح الشام للواقدي جلد اول .
صفحه350.
( ۱۴۴ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي غزاوې :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص؛
ایا پوهېږئ سپیڅلي أتلان څوک دي؟ (۱۴۴)برخه»
کله چې د بيت المقدس لوي پاپ یا پادري یا روحاني مشر ته معلومه شوه چې د مسلمانانو لوي قومندان د نورو أتلوغازیانو سره راغلي هغه خپه شو سر يي وخوزاوه خپلو مشرانو روحانيونو جنرالانو او پيروانو ته يي وويل زما دې د مسيح عليه السلام په روح قسم وي چي ستاسي د هلاکت وخت راغلي۔
هغوي ورته وويل هغه څنګه مونږ خو تراوسه ښه په درز کي جنګيږو؟
پوپ ورته وويل زمونږ کتابونو کې يي ليکلي چي د اخري پيغمبر صلی الله علیه وسلّم يو ملګري چي عمر رضي الله عنه نومېږي غنم رنګه څهره لوړ قدلرونکي توري ښکلي له هيبت څخه ډکي سترګې به لري دغه بيت المقدس به فتح کوي د هغه علامي يي داسي ليکلي داسي يي پيژنم لکه ټول عمر چي يي راسره تير کړي وي ۔
زه ورځم ګورم يي که هغه وي زمونږ د جنګ توان ورسره نشته بايد روغه ورسره وکړو او دوي چې څه غواړي هغه ورپوره کړو ۔
که هغه نه ؤو بل څوک ؤو بيا روغه نه ورسره کوو جګړه ورسره کوو ځکه دغه د سليمان عليه السلام په لاس جوړشوي مضبوطه کلا بل څوک نشي فتح کولاي ۔
بيا پوپ روحانی مشر را ولاړ شو صليب يي واخست غاړه کی یی واچوو جنرالان راهبان قومی مشران تري وړاندي وروسته روان شول انجيل يي تر مخ په لاسونو کې روان کړ،
د کلا د هغه طرف ديوال ته وختل چيرته چي أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه آړولي وه ۔
دوي چي ور وکتل مسلمانان د أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه د هرکلي په مراسمو لګيا وه هغوي چې فارغ شول بېرته په آسونو سواره شول لکه زمريان د جګړي ميدان ته ور ستانه شول ۔
د پوپ يو ملګري غږ وکړ چې أي عربانو تاسو جګړه ودروئ زمونږ مشر غواړي خبره درسره وکړي أو ځان سره پوي کړو۔
مسلمانانو أتلو او قهرمانو غازيانو جګړه بنده کړه د بيت المقدس دلوي روحانی مشر پوپ له طرفہ يوتن په فصیحه ژبه خبرې شروع کړي هغه وويل آي مسلمانانو زمونږ په کتابونو کې يي د هغه چا نوم او علامي ذکر کړي چي بيت المقدس به فتحه کوي که ستاسو أمير چي أوس راغلي هماغه نفر وي نو مونږ جګړه درسره نه کوو درته تسلېميږو ۔
غازيانو أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته خبر ورکړو چي مشر پوپ راغلي د ديوال په سر ولاړ دي ټوله کابينه ورسره ده غواړي چې خبري درسره وکړي ۔
أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه خوشحاله شو سمدستي لاړو ديوال سره نژدي مخامخ ودريدو پوپ ښه په غور زِېر زِېر لاندي باندي ورته وکتل بيا يي خپلو جنرالانو ته وويل زېرې مي درباندي زما دي په صليب قسم وي دا هغه څوک ندي چې زمونږ کتابونو کي يي ليکلي نور له ديوال ښکته شو أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ته ېي شاه ور واړوله روان شو خپلو کمانډويانو ته ېي د جنګ أمر ورکړو ۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه هم بيرته راستون شو غازيانو أو خالد بن وليد رضي اللہ عنه ورته وويل څه مو سره وکړل ؟
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ورته وويل هغه ماته په غور وکتل يوه لحظه سوچونو کې ډوب ؤو هيڅ ېي ونه ويل فقط دومره ېي وويل دا هغه څوک ندي چې کتابونو يي علاېم ليکلي!
خالد بن وليد رضي اللہ عنه ورته وويل أميره ضرور دي کې څه خبره شته وروسته به معلومات وشي ۔
ورسره سم أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه په غازیانو أمر وکړو چې بريد پري وکړئ ۔
دغه وخت د سختي يخني موسم ؤو دبيت المقدس خلکو د جګړې څه خاص پروا نه کوله ځکه چې هغوي محفوظ وه اومسلمانان په واورو کي په خيمو کي وه جګړه دومره سخته شوه چي د يمن يوه ډله غازيان وه د هغوي هيڅ غشي خطا نه تلو د پوپ د کمانډويانو زيات عسکر په غشو ولږيدل له سينو ېي غشي بل خوا ووتل ۔
د عوف بن مهلهل څخه روايت دي چې يمني غازيانو د غشو ضربه ورکړه چي له ديوالونو به داسي را پريوتل لکه تشي مجسمي ۔
دغه خلکو چې تاوان وليدو له هغې وروسته ېي د پوستکو ډالونه مخي ته ودرول ځانونه ېي پناه کړل ۔
عوف بن مهلهل واېي چي ما أتل قومندان ضراربن الأزور رضي اللہ عنه وکتلو چي د باب الأعظم په نوم دروازي ته پټ پټ ورنژدې کيدلو چې څوک ېي ونه ګوري هلته د دروازي سره غټ برج ؤو يو لوي جنرال پکې ؤو خلک يي جګړي ته هڅول په سر ېي يو قيمتي صليب ؤو چې له جواهرو ياقوتو زمرودو ډک ؤو پړقونه يي کول دغه برج ډير لوړ هم ؤو ضراربن الأزور رضي اللہ عنه په لينده کې غشي ورته کيښودو بيا ېي په الله اکبر ويلو سره ورخوشي کړو هغه سم په زړه ولږيدو غشي تري بل خوا ووتلو هغه جنرال لاندي راپريوتلو غازيانو چغي کړي ٱللَّهُ أَكْبَر ولله الحمد۔
ما د دښمن شر شور واوريدو چغي ژړاوي ېي کولي مونږ پوي شو چي جنرال یی مړ شو ۔
( ۱۴۳ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي غزوات :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص۔
ایا پوهېږۍ سپیڅلی أتلان څوک دي ؟ (۱۴۳)برخه»
کله چې يزيد بن ابي سفيان رَضِيَ ٱللَّٰهُ عَنْهُ ته د ابوعبيده بن الجراح رَضِيَ ٱللَّٰهُ عَنْهُ له طرفه جوابي ليک ورسيدو چې تاسي جګړه شروع کړي زه هم درځم نوټول باتور غازيان شپي تيريدلو ته دومره خوشحاله وه لکه څوک چي د يو ګران ميلمه راتلو ته په طمع وي هريو غازي دغه ارزو لرله چې بيت المقدس د ده په لاس فتحه شي لمونځونه پکي وکړي هغه ځاي به وګورې چي رسول اللہ ﷺ پکې دأنبياؤو أمامت کړي هغه ځاي به وګوري چې هغه مبارک پکې براق تړلي ؤو هغه ډبره به وګوري چې عيسی عليه السلام پري له أسمانه را کوزېږې د سليمان عليه السلام د لاس اثار به وګوري هيکل سليمان چي اوسنی مسجد دي هغه به وګوري همدغسي ډير تاريخي ځايونه به وګوري ۔
کله چي دسهار اذان وشو أتلو غازيانو د لمونځ لپاره صفونه برابر کړل يزيد بن ابي سفيان رَضِيَ ٱللَّٰهُ عَنْهُ عنه مخ کې شو هغه دغه مبارک آيات کړو۔
یَاقَوْمِ ادْخُلُوا الْأَرْضَ الْمُقَدَّسَةَ الَّتِي كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَرْتَدُّوا عَلَىٰ أَدْبَارِكُمْ فَتَنْقَلِبُوا خَاسِرِينَ۔
ترجمة،أي قومه زما ننوځي تاسو ځمکې پاکي کړي شوي ته هغه ځمکه چې مقرره کړې ده اللہ جل جلاله تاسو ته او بيرته مه ځي تاسو په شا خپلو نو وبه ګرځي زيان کاران ۔
دغه مبارک ايات د ټولو په خولو جاري شو ټولو به ښه په خوند لوستلو له لمونځ وروسته ټول داسي خوشحاله په خپلو آسونو سپاره شول لکه ناوي پسي چې روان وي تر ټولو اول د يمن د حمير قبيلې زمريان ميدان ته ووتل هغوي آسونه داسې زغلول لکه وږې زمريان چي په ښکار حمله کوي د بيت المقدس اوسيدونکو چي وليدل غازيان ورغلل هغوي د غشو باران پري شروع کړو داسي غشي راتلل لکه ملخان چي په هوا وي غازيانو به غشي په ډالونو دفع کول او لږ لږ به ورمخته کيدل خو له سهاره تر ماښام ټوله ورځ دواړو طرفونو غشي وويشل خو په روميانو کې د ويرې او ډار کوم اثر پيدا نشو او نه مسلمانانو ته دا طمع پيدا شوه چې دومره په أسانه به بيت المقدس فتحه شي ماښام چې لمر ډوب شو دواړه خواوي بېرته خپلو ځايونو وافس شول چا ډوډي پښه کړه څوک له ستوماني أوده شول چا ټوله شپه په عبادت تيره کړه چا پيره وکړه چا ټوله شپه ژړل له الله جل جلاله څخه يي مرسته غوښتله سهار له لمونځ وروسته بيا غازيانو کمربندونه ټينګ کړل په آسونو سواره شول د لمر په انتظار وه چې لمر را وخوت جګړه بيا شروع شوه تر ماښامه جګړه وشوه اخر څو ورځي دغه حال ؤو سهار نه ماښام پوري به يي جګړه وکړه هيڅ نتيجه يي نه وه ځکه چي هغوي په مضبوطو برجونو کي ناست څوک په ديوالونو ولاړ وه او ديوالونه دومره لوړ وه چي کمزوري سړي غشي پاس سرته نشو ور رسولي يؤولس ورځي دغه حالت ؤو هيڅ تغير پکې نه ليدل کيدو يولسمه ورځ د أبوعبيده بن الجراح رَضِيَ ٱللَّٰهُ عَنْهُ غلام سالم رَضِيَ ٱللَّٰهُ عَنْهُ راښکاره شو چي بيرغ يې لاس کي ؤو او نور أتلان له أبوعبيده رضي الله عنه يو خوا بل خوا هری خواته روان ؤه په ښي خوا يي خالد بن وليد رضي الله عنه او چپ خواته يي عبدالرحمن بن أبي بکر رضي الله عنه روان ؤو دوي چي راښکاره شول په غازيانو لکه أختر داسي خوشحالي شوه۔
دوي ټول خپل أمير ته ودريدل تود هرکلې ېې ورته وکړو يزيد بن ابي سفيان رضي الله عنه له خپل آس ښکته شو زيات عزت يي ورکړو دوي سره ماشومان ميرمني او غلامان ټول موجود وه هغوي هم له زياتي خوشحالي جامو کي نه ځائيدل راتلونکو ټولو غازيانو د تکبېر الله اکبر چغي وهلي موجودو أتلانو هم ورسره تکبيرونه بدرګه کړل ۔
دبيت المقدس خلکو چي تازه دم غازيان وليدل اول وار ؤو چې هغوي وډار شول !
د هغوی ټول قومي مشران جنرالان او سپين ګيري د خپل روحاني مشر او لوي پوپ په وړاندي حاضر شول دهغه درناوي ېې وکړ د هغه ډير احترام يي زړونو کې لرلو هغه ته يي وويل پلاره د مسلمانانو لوي أمير تشريف راوړي ښځي ماشومان هم ورسره دي داسي معلوميږې هغوي پښه اراده کړي چي ترهغو به جګړه کوي تر څو يي دغه اوله قبله فتحه کړي نوي ته نه آوري هغوي د خوشحالي چغي وهي پوپ چي خبر شو رنګ تک زيړ شو۔
نوربيا راسره اوسئ شير يي کړئ کاپي يي کړئ چی هرمسلمان خپل اتلان وپيژني ۔
ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
فتوح الشام للواقدي عربی جلد اول .
صفحه347.348.349
د هلکانو محبت، د شیطان جال !
سلف الصالحينو ويلي دي : کله چې يو انسان د الله تعالی د رحمت له نظر څخه غائب شي؛ نو د هلکانو په محبت کې یې ګرفتار کړي.
(ذم اللواط للآجري صـ ۸۸۸)
په یو بل روایت کې راغلي؛
د سړي لپاره مناسبه نه ده چې د أمرد (بې ږیرې هلک) سره تنها کښېني، ځکه د دۀ شخصيت او عزت ته داسې زيان رسوي، لکه څنګه چې زنا د چا شخصيت ته زيان او تاوان رسوي.
(ذم اللواط للآجري ۸۸۵)
په یو بل روایت کې راغلي:
امام احمد بن حنبل "رح" ته حسن بن البزار "رح" راغی او د دۀ سره يو هلک وو چې ډېر ښايسته وو، نو امام احمد بن حنبل رحمه الله ورته وويل: ای ابا علي! په لارو کوڅو کې دغه هلک مه درسره ګرځوه!
حسن بن البزار ورته وويل: (دا څه بېګانه نه دی بلکې) دا مې د خور زوی دی.
امام ورته وويل: که د خور زوی دې هم وي، بیا یې هم مه ګرځوه، ځکه ستا په اړه خلک بیا غلط ګمان کوي، نو خلک هم مه ګناهګاره کوه!
(ذم الهوی صـ ۱۱۲)
د ښایسته او بې ږیرې هلک سره روغبړ کول هم تاواني دي!
ابن سواک وايي: مونږ د ابی نصر بشر بن الحارث سره ناست وو چې یوه ډېره ښایسته انجلۍ راغله او د یو ځای پوښتنه یې وکړه چې، فلان ځای چېرته دی؟ بشر بن الحارث هغې ته ځای ور وښود، بیا يو ډېر ښایسته هلک راغی چې د هماغه ځای پوښتنه یې وکړه، د کوم ځای پوښتنه چې انجلۍ کړې وه. خو بشر بن الحارث هلک ته بېخي پورته نه ورکتل او نه یې ځای ور وښود، هلک بیا ځل خپله پوښتنه تکرار کړه، خو بشر بن الحارث هماغسې چوپ پاتې وو او ښکته یې کتل.
ابن سماک وايي: هلک ته موږ ځای ور وښود، کله چې هلک لاړ؛ نو موږ بشر بن الحارث ته وویل: انجلۍ ته دې ځای ور وښود او هلک ته نه، دا ولې؟!
بشر بن الحارث وویل: ما د سفیان الثوري رحمه الله څخه اورېدلي دي چې ویل یې د انجلۍ سره یو شیطان وي او د هلک سره دوه شیطانان وي؛ نو زه په خپل نفس له شیطانانو څخه و وېرېدم چې هسې نه په فتنه کې مې واقع کړي.
(ذم اللواط صـ ۸۸۷)
نن سبا دا فتنه زموږ په ټولنه کې ډېره عامه شوې ده، الله جل جلاله دې زموږ حفاظت وکړي. آمین
د یزيد بن ابي سفيان رضي الله عنه خبري ورته وژباړلي راهب خپلو کسانو ته دغه خبري وکړي هغوي په خپلو ژبو شور جوړ کړو هغوي وويل مونږ مرګ خوښوو خو خپل دين نه پريږدو يزيد بن ابي سفيان رضي الله عنه بېرته راغلو خپلو نورو اميرانو ته يي وويل نور څه ته انتظار کوو هغوي نه اسلام مني نه جزيه ۔
داسلامي لښکر اتلو قومندانانو ورته وويل مونږ ته ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه د جګړي امر ندي کړي فقط دلته دمحاصري کولو امر يي راته کړي ترڅو چي هغه مونږ ته امر ونکړي جنګ نشو کولاي اوس چي مونږ ته د روميانو نيت معلوم شو
نو ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ته باید ليک وليږو !
بيا يي ليک ور وليږلو ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورته جوابی لیک کی وويل تاسو بريد پري وکړئ زه هم درځم مسلمانو غازيانو ته چي ليک ورسيدو زيات خوشحاله شول د سهار راتلو په انتظار وه ځانونه يي د دغي لوئي فتحي لپاره تيارول د الله جل جلاله شکرونه يي ويستل ټوله شپه يي عبادتونه کول چي سهار شي ۔
نوربيا راسره اوسئ شير يي کړئ کاپي يي کړئ چی هرمسلمان خپل اتلان وپيژني ۔ليکوال و ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
فتوح الشام للواقدي عربی جلد اول .
صفحه347.348.349
( ۱۴۲ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص »
ایا پوهېږۍ سپیڅلی أتلان څوک دی؟
خپل أصلی أتلان وپیژنۍ ( 142)برخه !
کله چې ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته اجازه وشوه چي په بيت المقدس حمله وکړي نو هغه سيف الله المسلول خالدبن وليد رضي الله عنه ئی ور وغوښت هغه ته يي بيرغ ورکړ
د پنځو(۵۰۰۰) زرو فدائيانو قطعه يي د هغه تر لاس لاندي کړه هغه ته يي وويل ته دلته اوسه خالد بن وليد رضي الله عنه خپل غازيان بيل کړل ورپسي ابوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه يزيد بن ابي سفيان رضي الله عنه را وغوښت هغه ته يي بيرغ ورکړو د پنځو(۵۰۰۰) زرو اتلانو قومندان يي کړو هغه ته يي وويل اي د سفيان ځويه زه په تا ډير ښه ګمان کوم ته سمدستي روان شه کله چي ايليا ته ورسيږې هلته ډير انبياء او اولياء خښ دي د هغوي د اعمالو په توسط د بري دعاوي وکړه دتکبيرونو تهليلونو او درودونو په زوره زوره ذکر وکړه بيا بيت المقدس ته روان شه بيا ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه د وحې ليکونکي جليل القدر صحابي شرحبيل بن حسنة رضي الله عنه را وغوښتو هغه ته يي بيرغ او پنځه زره تنه يمني اتل غازيان ورکړل هغه ته يي وويل ته هم بيت المقدس ته لاړ شه هلته داسي ځاي ديره شه چي مخکي تللي اتل غازيان درته نژدي وي ۔
بيا ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه مرقال بن هاشم بن عتبه بن ابي وقاص رضي الله عنه ور وغوښت هغه ته يي هم پنځه زره سواره او نور پياده اتل غازيان ورکړل هغه ته يي هم وويل ته شرحبيل بن حسنه رضي الله عنه پسي لاړ شه د بيت المقدس کلا ته چي ورسيدي هلته له غازيانو لږ لري ديره شه بيا ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه پنځم بيرغ مُسَيِّب بن نجيبه الفزاري رضي الله عنه ته ورکړو هغه ته يي هم پنځه زره غازيان ورکړل هغه سره د نخع او نورو قبیلو غازيان وه هغه ته يي هم د تللو امر وکړو وروسته يي شپږم بيرغ قيس بن هبيره المرادي رضي الله عنه ته ورکړو هغه ته يي هم پنځه زره اتلان ورکړل هغه ته يي هم وويل ته نورو اميرانو او غازيانو پسي شاته ځان ورسوه اخري بيرغ يي عروه بن مهلهل بن زيد الخليل رضي الله عنه ته ورکړو د هر امير په پنځه زره غازيانو راټولولو او ليږلو يوه ورځ لږيدله اوه ډلي غازيان يي وليږل ټول پنځه ديرش زره غازيان شول هره ورځ به چي غازيان د بيت المقدس حدودو ته ورسيدل د تکبيرونو تهليلونو درودونو چغي به يي ووهلي ددي مطلب داؤو چي د روم عسکر وويروي اوله ورځ يزيدبن ابي سفيان رضي الله عنه ورسيدلو هغوي د تکبير آوازونه وکړل په روميانو وېره و لړزان ګډ شو کله چي هغوي د کلاګانو له برجونو سرونه راپورته کړل ويي ليدل چي غازيان زيات ندي خوشحاله شول چي کله دا سلسله جاري شوه هره ورځ به نوي غاريان رسيدل او تکبيرونه به يي ويل د هغوي زړونه کمزوري شول غازيان دري ورځي هلته د بيت المقدس د کلاګانو مخامخ پراته وه خو دغه دري ورځو کي نه څوک ورته مبارزي ته را ووتو او نه يي کوم قاصد د خبرو اترو لپاره غازیانو ته را وليږلو خو مسلمانانو وليدل چي هغوي په برجونو او ديوالونو منجنيقونه نصب کړي وه منجنيق د ليندي پشان يوه غټه اله وه چي هغي کي به لويي لويي ډبري کيښودلي لکه د ټال پشان به خوزيدو او په يو ترتيب سره به یی بيا هغه ډبري په مسلمانانو ویشتلي ۔
د مسيب بن نجيبه الفزاري رضي الله عنه څخه روايت دي چي مونږ په شام کي له بيت المقدس زيات ښائسته ښار نه ؤو ليدلي او دومره تکړه خلک هم مونږ نه وه ليدلي مونږ به چي هر ښار ته ورسيدو د هغه ښار اوسيدونکي به ورخطا شول خو د بيت المقدس ښار ته نژدي مونږ دري شپي وکړي هغوي نه کوم استاذي راوليږلو نه يي پروا وه او ورځ په ورځ يي پيري سختولي وسله يي راجمع کوله۔
کله چي څلورمه ورځ شوه يو صحرائي غازی شرحبيل بن حسنة رضي الله عنه ته وويل دغه دبيت المقدس دښار خلک داسي دي لکه کاڼه چي اوري نه يا ړانده چي ګوري نه يا ګونګيان چي خبري نشي کولاي ولي ورته ګورو راځئ چي بريد پري وکړو هغه ورته وويل صبر وکړه » بيا په پنځمه ورځ يزيد به ابي سفيان رضي الله عنه ځان ښه په وسله سمبال کړو يو تن ترجمان يي ځان سره کړو د بيت المقدس لوئي کلا ته ورنژدي شو غږ يي وکړو زه يزيد بن ابي سفيان رضي الله عنه يم زه راغلي يم چي خپل هدف تاسو ته واضحه کړم مونږ اول تاسو ته اسلام وړاندي کوو دغه مقدس ځاي زمونږ قبله وه مونږ غواړو دلته يواځي د اسلام دين وي تاسو کلمه وواياست ټول عمر به مو په امن او سلامتيا کي وي له مرګ وروسته به جنتونو ته لاړ شئ!
که اسلام منلو ته تيار نه ياست نو جزيه ومنئ بيابه هم مونږ ستاسي د امن او سلامتيا ضموار يو که جزيه هم نه منئ نو جګړي ته تيار شئ بيا به په توره فيصله کيږې ترجمان هغوي ته وويل تاسو کي څوک شته چي مونږ سره خبري وکړي او زه ورته خبري وژباړم هغوي وويل هو بيا يو راهب چي دوي ورته قسيس وائي وړينه چپنه يي اغوستي وه راغي ترجمان ورته
( ۱۴۱ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص۔ ایا پوهیږئ سپیڅلی أتلان څوک دی؟
خپل أصلي أتلان وپیژنئ( ۱۴۱)برخه:
اميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته داسی جوابي ليک وليکلو ۔
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ د عمر بن الخطاب رضي الله عنه له طرفه د شام عامل او أمير أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته اول زه د الله جل جلاله ثنا اوصفت کوم بيا په رسول الله صلي الله عليه وسلم درود وايم بيا درته وايم د باتورو او اتلو غازيانو فرق د نورو څخه ضرور وکړه د سپاره او پياده ترمنځ فرق وکړه په غازيانو پام کوه تقوي ته يي رابله له غنيمت تقسيمولو وروسته په خپل ځاي اوسه تر څو زما امر درته وشي والسلام ۔
حذيفه بن يمان او نورو صحابه کرامو رضي الله عنهم اجمعين ته يي ليک ورکړو هغوي ټول په شريکه بېرته لاړل ليک يي ابوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ته ورسولو هغه چي ليک ولوستو په سترګو يي کيښودو ويي ويل په سترګو ستا امرمي قبول دي بيا يي غنيمتونه وويشل هر غازي ته چي سپور ؤو څلور ويشت زره(۲۴۰۰۰) مثقاله سره زر او پياده ته اوه زره(۷۰۰۰) مثقاله سره زر او همدومره سپين زر ورسيدل هغه چا سره چي دوه يا زيات اسونه وه هغوي ته يي زياته برخه ورکړه لکه زبير بن عوام رضي الله عنه ځکه چي هغه سره دوه آسونه وه چي يو به ستومانه شو بل باندي به سپور شو ضرار بن الازور ۔رافع بن عمير الطائي ۔سعيد بن زيد ۔عبدالله بن عمر ۔عبدالرحمن بن ابي بکر۔يزيد بن ابي سفيان ۔ابي سفيان بن حرب۔عمروبن العاص ۔معديکرب الزبيدي۔مالک اشتر النخعي۔ معاذبن جبل ۔زبير بن عوام ۔رضي الله عنهم ته يي زياته برخه ورکره د اسپو ترمنځ يي هم فرق وکړو برذون اسپي يي دهجين په نوم اسپو سره برابر غنيمت کي شريکي کړي تاتاري اسونه يي عربي اصيلو اسونو سره برابر کړل په دغه تقسيم مسلمانان زيات دولتمند شول خو هغوي ټول چي نيتونه يي صاف وه عيش عشرت يي نه خوښولو هماغسي ساده ژوند به يي کولو خير خيرات به يي کولو چي زياتو صحابه کرامو رضي الله عنهم ټوله شتمني خيرات کړه ۔۔
بل خوا هرقل ته خبر ورسيدو چي ستا ټول جنرالان قومندانان حاکمان پهلوانان مړه شول هيڅوک پاتي نشو هغه د ځان په وير اخته شو هغه پدي انتظار کي ؤو چي مسلمانان به نور څه کوي ۔
ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه پوره يوه مياشت غازيانو ته دمه او استراحت ورکړو بيا يي مشران او نامتو اتلان ورټول کړل هغوي ته يي وويل مشوره راکړئ چي چيرته لاړ شو اول قيساريه ته لاړ شو که اول بيت المقدس ته لاړ شو هغوي ورته وويل ته د أمت أمین يي چی چيرته دي زړه غواړي روان شه مونږ درپسي يو معاذبن جبل رضي الله عنه ورته وويل زه وايم چي اميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ته ليک وليږه له هغه مشوره وغواړه چي د کوم طرف امر درته وکړي مونږ درسره يو ۔
ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه اميرالمؤمنين ته ليک وليکلو چي زه د قيساريه او بيت المقدس د فتحي اراده لرم کوم ځاي ته اول لاړ شم ستا د امر په انتظار يم ليک يي عرفجه بن ناصح النخعي رضي الله عنه ته ورکړو هغه چي ليک مديني منوري ته ورسولو عمر بن الخطاب رضي الله عنه صحابه کرامو رضي الله عنهم ته ليک ولوست او له هغوي يي هم مشوره وغوښتله علي بن ابي طالب رضي الله عنه ورته وويل زما رأيه داده چي اول بيت المقدس ته لاړ شي هغه محاصره کړي چي هغه فتح شي بيا دي قيساريه ته لاړ شي ماته رسول الله صلي الله عليه وسلم همدغسي خبر راکړي اميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ورته وويل زما هم ستا مشوره خوښه ده بيا يي جوابي ليک ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته وليکلو له (بسم الله الرحمن الرحيم) وروسته زما درته مشوره داده چي تاسو اول بيت المقدس ته لاړ شي ځکه چي رسول الله صلي الله عليه وسلم خپل تره ځوي او زوم علي بن ابي طالب رضي الله عنه ته همدغسي ويلي وه اوس هغه ماته وويل اميد لرم بيت المقدس الله جل جلاله ستاسي په مبارکو لاسونو فتح کړي عرفجه النخعي رضي الله عنه ته يي ورکړ ورته يي وويل په بيړه بېرته دغه ليک ويسه هغه چي کله شام ته لاړو ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه غازيان جابيه کي ديره کړي وه هغوي ته چي ليک ورسيدو زيات خوشحاله شول ځکه چي د بيت المقدس اذادول د ټولو يواځينۍ هیله او اروزو وه۔۔
نوربيا راسره اوسئ شير يي کړئ کاپي يي کړئ چی هرمسلمان خپل اتلان وپيژني ۔
ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
فتوح الشام للواقدي عربی جلد اول.
صفحه
344.345.346
( ۱۴۰ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص ایا پوهیږۍ سپیڅلی أتلان څوک دي؟
خپل أصلی أتلان وپیژنئ( ۱۴۰)برخه:
کله چې مسلمان أتلان د شهيدانو له خښولو فارغ شول دسهار لمونځ يي اداء کړو بيا غرونو ته په صليبيانو پسي لاړل هلته يوشپون مخي ته ورغي پوښتنه يي تري وکړه څوک خو به تا نوي ليدلي چي تيرشوي وي هغه وويل يو صليبي مشر د پنځوس یا شپيتو زورو لښکر سره منډي وهلي خالد بن وليد رضي الله عنه په هغوي پسي شو هغوي مورال بايللي وه تيښته يي هم نشوه کولاي چي هر ځاي کي به يي ګير کړل وبه يي وژل اخر په ماهان الارمني او تښتيدونکي لښکر پسي ورسيدل هغوي يي راګير کړل ماهان چي کله نا اميده شو هغه له اس ښکته شو غوښتل يي چيرته پټ شي خو خالد بن وليد او ضرار بن الازور رضي الله عنهما او دوه نورو غازيانو وليدو هغوي وپيژندلو ورپسي شول ماهان د آس شاته پټ شو خو غازيانو پري توري وچلولي د ابد لپاره يي له سر اعلي قومندانۍ او د ارمنيا له بادشاهۍ بيغمه کړو خالد بن وليد رضي الله عنه خپلو اتلانو سره دمشق ته لاړو دروميانو يوتن هم تري پاتي نشو ټول يي ووژل (دمشقيانو) چي غازيان وليدل هغوي ورته مخي ته هرکلي ته راووتل هغوي وويل مونږ چي کومه معاهده درسره کړي هغه په ځاي ده ۔
خالدبن وليد رضي الله عنه ومنله ۔
بیا خالدبن وليد رضي الله عنه له هغي ځايه بيا چاڼيز عمليات شروع کړل هغه د خپلو ملګرو سره له ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه او نورو اتلانو ورک ؤو کله چې حمص ته ورسيدل هلته دعقاب غاښي سره دمه شول دغه غاښي ځکه په عقاب باندي ياديږی چي خالدبن وليد رضي الله عنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم ورکول شوي بيرغ عقاب يي هلته نصب کړي ؤو !
لاره کي يي هيڅوک هم پرينښودل يا اسلام منل يا جزيه او يا مرګ ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته خبر ورسيدو چي خالدبن وليد رضي الله عنه له دمشق تير شوي عقاب غاښي پوري يي تفتيشي عمليات کړي او اوس په حمص کي دي هغه هم ټول مالونه او غنيمتونه را غونډ کړل حمص ته ورپسي ورغلو له هغي ځايه يي اميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ته ليک ولېږلو چي مونږ د لوي څښتن په فضل او رحمت د يرموک غزاکي بريالي شو د دښمن يونيم لک عسکر په ميدان مړه او څلويښت زره اسيران شوی نوي زره په غرونو او شيلو کي مړه شول د ابوجعيده په نوم د يو تن ناوي باندي ماهان او دهغه جنرالانو جنسي تيری کړي وو هغه مونږ ته راغلو چل يي ورته جوړ کړو مونږ غازيان ورکړل ابوجعيده دغازيانو په مرسته تر يو لک زيات رومي صليبي عسکر د سیند د اوبو په یو ګرداب کي غرق کړل جرجير ۔جرجيس۔ قورين۔ او سر اعلي قومندان ماهان هم ووژل شول مونږ زيات غنيمتونه ونيول في الحال په حمص کي ديره یو ستا د امر په انتظار يو چي غنيمت څنګه تقسيم کړو بيا يي جليل القدر صحابي حذيفه بن يمان رضي الله عنه ته ليک ورکړو لس تنه تکړه انصار او مهاجرين غازيان يي ورسره کړل هغوي په ډيره بيړه څوارلس سوه کيلومتره مزل لنډ کړو په دغه شپه عمربن الخطاب رضي الله عنه خوب وليدو چي رسول الله صلي الله عليه وسلم او ابوبکر رضي الله عنه ناست دي عمربن الخطاب رضي الله عنه فرمائي زه ورغلم سلام مي واچولو بيا مي رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې زه ډير انديښمن يم ما اوريدلي چي د صليبیانو لښکر دولس لکه شپيته زره دي او مسلمانان لږ دي چي څه چل به شوي وي رسول الله صلي الله عليه وسلم راته وويل زېري مي درباندي رومي صليبي لښکر ماتي وخوړه په لکونو يي مړه اسيران او زخميان دي بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم دغه مبارک آيات تلاوت کړو ۔وَقَضَيْنَآ إِلَىَ بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي الْكِتَابِ لَتُفْسِدُنّ فِي الأرْضِ مَرّتَيْنِ وَلَتَعْلُنّ عُلُوّاً كَبِيراً(4) قطعي حکم ليږلې ؤو مونږ بني اسرائيلو ته په کتاب يعني انجیل کي چي سرکشي او فساد به وکړي تاسي دوه واري په ځمکه کي په سرکشئ او لوئي کولو سره۔
کله چي اميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه د سهار لمونځ په جمع اداء کړو نو خوب يي ټولو خلکو ته تير کړو هغوي زيات خوشحاله شول ځکه چي شيطان د رسول الله صلي الله عليه وسلم په شکل ځان نشي جوړولي همدغه شپه حذيفه بن يمان رضي الله عنه هم له خپلو ملګرو سره ورسيدو ليک يي اميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ته ورکړو هغه ليک په زوره زوره ولوستو ټولو صحابه کرامو د الله اکبر نعري وکړي زيات خوشحاله شول ټولو دشکر سجدي وکړي عمربن الخطاب رضي الله عنه له حذيفه بن يمان رضي الله عنه څخه پوښتنه وکړه چي ايا ابوعبيده رضي الله عنه غنيمتونه تقسيم کړي وه کنه هغه ورته وويل هغه ستا د امر په انتظار ؤو ۔
نوربيا راسره اوسئ شير يي کړئ کاپي يي کړئ چی هرمسلمان خپل اتلان وپيژني ژباړونکی او ليکوال مولانا حبل الله المتين۔
کتاب فتوح الشام للواقدي عربی جلد اول ۔
صفحه 341.342.343
( ۱۳۸ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص۔سپیڅلی أتلان څوک دی؟
خپل أصلی أتلان وپیژنئ( ۱۳۸)برخه:
کله چې جرجيس ميدان ته داخل شو په عربي ژبه يي چغي کړي څوک شته چې ښځه يي کونډه بچي يتيمان مور يي بوره کړم ؟
مسلمانانو چي دده فصيحه عربي واوريدله هغوي فکر وکړو چي دا به نصراني عربي وي ضرار بن الأزور رضي الله عنه په آس سپورشو ميدان ته ورغلو په زير زير يي ورته وکتل د هغه د سروزرو جامو تاج فولادي خولي او زغري ، صليب ، او د مرغلرو غاړکۍ ته يي وکتل پلن تندي پيړي شونډي يي لرلي ځان سره يي وويل څوک چي مرګ اخستي وي هغه دومره بيعقله نوي څومره کبر او غرور کي راغلي بيا يي ځان سره وويل قسم دي چي ستا مقابلي ته به لنډغر تشي اوګي راځم بيا يي بېرته آس وزغلاوه خپلي خيمي ته لاړو مسلمانان حيران شول هغوي فکر کاوه چي ضرار رضي الله عنه وډار شو خو بيا به يي وويل ضرار بن الازور رضي الله عنه خو د ډار سړي ندي دغه وخت کي جرجيس غاړه اوچته کړه تکبر يي وکړو چي يو خو رانه وتښتيدو مالک بن اشترالنخعي رضي الله عنه چي د رومي جنرال جرجيس غرور وليدو هغه په منډه ميدان ته ورغي مالک اشترالنخعي رضي الله عنه لوړ او دنګ قد او دروند وجود لرلو چي په اس به سپور شو خپي به يي تري لاندي ځمکي ته رسيدي هغه جرجيس ته وويل دغه دي د محمد صلي الله عليه وسلم سپاهي درته راغي بيا يي په جرجيس حمله وکړه خو جرجيس دومره زغري او د سرو زرو سختي جامي اغوستي وي چي هيڅ توري اثر پري نه کولو جرجيس په مالک اشتر النخعي رضي الله عنه د توري وار وکړو په تندي ولږيدو وروځي يي زخمي شوي ويني تري رواني شوي غوښتل يي بيرته مسلمانانو ته لاړ شي خو بيا يي فکر وکړو له تيښتي شهادت غوره دي بېرته راوګرځيدو ۔
مالک اشتر النخعي رضي الله عنه د جنرال جرجيس آس په تشي کي ووهلو کوشش يي وکړو چي توره بيرته تري راوباسي خو توره د آس خپو کي بنده شوه روحانی مشر جرجيس ځان په زين پوري تړلي ؤو آس يي وغورزيدو او جرجيس هم په ځمکه پريوتو دغه وخت مسلمانانو ضراربن الازور رضي الله عنه وليدو چي د هوسي پشان تيز ور زغلي غير له پرتوګ يي هيڅ شي په تن نه ؤو ، زغري فولادي خولي هرڅه يي لري کړي وه کله چي ور ورسيدو همدغه وخت جرجيس له آس پريوتي ؤو ضرار بن الأزور رضي الله عنه هغه پورته کيدو ته پرينښودو په سر يي ووهلو سر يي دوه ځایه شو بيا ضرار بن الازور رضي الله عنه د هغه وسله آس صليب تاج وغيره ټول را واخستل مالک بن اشترالنخعي رضي الله عنه ورته وويل چي زما ښکار کي را شريک شوي ضرار بن الازور رضي الله عنه ورته وويل زه ستا ښکار کي شريک نه يم ته ولي زما ښکار پسي راووتلي ايا تاته زه معلوم نه يم چي تيښته نه کوم ما ته شرم ودريدو چي يو صليبي ځان لکه ناوی ځان ښایسته کړی د ښځي پشان يي زيورات یی اچولي هغه سره مقابلی ته به زغري اغوندم مالک بن اشتر رضي الله عنه ورته وويل سمه ده ستا دي مبارک وي ضرار بن الازور رضي الله عنه د جرجيس آس او وسله ټول راوړل هغه لاړو د مالک بن اشتر النخعي رضي الله عنه خيمي سره يي پريښودل بيا يي ورته وويل خپه نشي دا غنيمت ستا کيږې ما ټوکي درسره کولي مالک بن اشتر النخعي رضي الله عنه وويل نه زه يي نه اخلم ستا کيږې ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه چي دوي وليدل چي هريو خوښوي چي غنيمت بل ته ورکړي خوشحاله شو ويي ويل د الله جل جلاله شکر چي داسي غازيان يي راکړي چي د دنيا لالچ نه کوي فقط اخرت جوړوي ۔
ماهان الارمني چي وليدو چي اخري اميد يي هم خاورو سره خاوري شو او د ښي لاس پشان تکړه جنرال او روحانی مشر يي هم ووژل شو هغه ټول جنرالان راټول کړل هغوي ته يي وويل نور راته څوک ندي پاتي چي لاړ شي او بريالي راشي اوس وخت راغلي چي زه ورپسي ورشم بادشاهي بيرغ او صليب به بل چاته ورکړم که زه روغ راغلم بيرته به يي راته وسپاري که مړ شوم د هرقل له ملامتيا به خلاص شم هغوي ورته وويل نه مونږ يي نه منو ته مه ځه مونږ به يو يو ور وځو خو ماهان الارمني سر اعلي قومندان قسم وکړو اخر هغوي چوپ شول
څه يي ونه ويل بيا سر اعلي قومندان ماهان الارمني خپل ځوي ته بيرغ صليب او نور مهم شيان ورکړل ورته يي وويل کله چي زه مړ شم هرقل ته ووايه ما خپل کوشش وکړو چي د ملک او خاوري دفاع وکړم خو د اسمان والا خوښه نه وه مونږ ماتي وخوړه ۔
دغه وخت يو مشهور راهب ورته وويل زه ستا سره مخالف يم ته بايد ميدان ته ونه وځي ماهان ورته وويل ولي۔
راهب ورته وويل ما ستا په باره کي خراب خوب ليدلي ته ژوندي نشي راتلاي ماهان ورته وويل چي هرڅه وي ماته د تيښتي لاره نده پاتي زه بايد ځان له صليب قربان کړم ۔
نوربيا راسره اوسئ شير يي او کاپي يي کړئ چی هرمسلمان خپل اتلان وپيژني »
ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
فتوح الشام للواقدي جلد اول .
صفحه 335.336.337
سولي خبري کولي تاسو نه منلي اوس مو زرګونه عسکر او جنرالان له لاسه ورکړل۔
نور خو څوک پاتي نشول زما وخت راغلي چي خپله ووځم هغه ټول هغه ياقوت زمرود سره او سپين زر چي ورسره ټول غاړه کی واچول د کليسا مشرانو ورته خوشبوياني لوږی کړي ترټولو لوي صليب لاندي يي ځان تير کړو دغه وخت د يوي لوي کليسا مشهور راهب جرجيس چي هرچا يي زيات قدر کولو را ووتلو هغه وويل زما دي په مسيح عليه السلام او انجيل قسم وي زه به ميدان ته وځم ما د صليب زيات عبادت کړي خامخا به بريالي کيږم هغه سره به خلکو امانت سره اوسپين زر مرغلري او قيمتي شيان کيښودل هغه ټول دخلکو سامانو راخستي وه په ځان يي اچولي وه مکملي جامي يي له سروزرو جوړي کړي وي تاج يي پسر ؤو صليب ورسره ؤو هغه وويل زه به د جرجير قصاص اخلم جرجيس روحانی مشر د سروزرو جامو د پاسه کلکه زغره اغوستي وه صلــــــبیان ورته دعاوي وکړي او له ماهان الأرمني يي اجازت واخستلو او ميدان ته راغي !
نوربيا راسره اوسئ شير يي کړئ کاپي يي کړئ چی هرمسلمان خپل اتلان وپيژني ۔ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
فتوح الشام للواقدي جلد اول .
صفحه 332.333.334
( ۱۳۷ )
د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي۔ جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص ۔سپیڅلی أتلان څوک دي؟خپل أصلی أتلان وپیژنۍ۔( ۱۳۷)برخه »
کله چي د شپې د ماهان الارمني په زرګونو عسکر ووژل شول او هغه خبر هم نه ؤو نو هغه پوي شو چي مسلمانانو سره جنګ غير له ناکامۍ بل انجام نلري هغه د هرقل ځوي قورین ته ليک ولېږلو چي مونږ مخ په زوال يو مسلمانان قوي دي ايا ته يو داسي کار کولاي شئ چي د سولي په بهانه يو څه جنګ وځنډوي تر څو مونږ بېرته ځانونه قوي کړو ؟
قُورِين ورته وويل هو زه څه چل جوړوم ته انتظار کوه ماهان الارمني صبر ونکړو د نصراني عربانو څخه يي يو تن را وغوښت هغه ته يي وويل لاړ شه مسلمانانو ته ووايه يوه ورځ جنګ وځنډوي ترڅو زه دسولي په هکله سوچ وکړم هغه نصراني راغلو ابو عبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته يي د ماهان الارمني سر اعلي قومندان خبره ورکړه ابو عبيده بن الجراح رضي الله عنه غوښتل خبره ورسره ومني خو خالد بن وليد رضي الله عنه يي مخالفت وکړ هغه ورته وويل اي زمونږ اميره تر اوسه دوي د خپل قوت طاقت او لويو لويو پهلوانانو خبري کولي دوي ويل مونږ فارسيان جرموقيان ترکيان او نور لوي قوتونه مات کړي اوس چي يي زوال راغي د سولي او اوربند په نامه ځانته ته د تيښتي لار پيدا کوي يا بېرته ځانونه قوي کوي مونږ سولي ته تيار نه يو ابو عبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه هم ورسره ومنله هغه نصراني ته يي وويل لاړ شه ورته ووايه مونږ جنګ بندي نه کوو مونږ جنګ کوو هغه نصراني چی بېرته لاړو سر اعلي قومندان ماهان الارمني ته يي وويل چي مسلمانان جنګ بندي نه کوي هغه خپلو قومندانانو ته وويل اوس به مسلمانان زما زور اوقوت وګوري بيا يي د بادشاهي کمانډويانو په خاص قطعو امر وکړو هغوي ټولو وسلي را واخستلي نورو ټولو جنرالانو هم ځانونه تيار کړل هغوي ته هم غيرت ورغي چي ماهان پخپله جنګ ته ځي نو مونږ بايد ضرور لاړ شو ماهان نوي جامي واغوستلي دومره سره سپين او مرغلري پکي وي چي حساب يي نه کيدو هغه صليب غاړه کي واچوو له روحاني مشرانو او قِسِيسِینو يي دعاوي واخستلي له کبره تاويدلو ! روان شو کله چي ميدان ته راغلو مسلمانانو هم د سهار له لمانځه وروسته صفونه جوړ کړي وه يو ټولي يي د زخف په نوم نومولي وه خالدبن وليد رضي الله عنه هم په هغه ټولي کي ؤو ۔
چي لمر را وخوت ماهان الارمني غوښتل ميدان ته خپله راشي خو د جرجير په نوم يو حاکم ماهان ته وويل ته صبر وکړه زه د مسلمانانو امير ځانته مقابلي ته را غواړم کله چي هغه مړ کړم نو مونږ کاميابيږو هغه اجازه ورکړه جرجير پهلوان ميدان ته راغلو هغه په لوړ آواز وويل زه غير د تاسي د امير څخه بل چا سره مبارزه نه کوم که ستاسي امير کي همت وي رادي شي ابو عبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه بيرغ خالدبن وليد رضي الله عنه ته ورکړو ورته يي وويل که زه شهيد شوم بيرغ به تاسره وي تر څو اميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه درته بل څوک امير ټاکي خالدبن وليد رضي الله عنه ورته وويل نه ته به نه ځي زه ورځم خو هغه ورته ويل جرجير زه بللي يم او زه به ورځم ورپسي نور اتلان راغلل هريو تري غوښتنه وکړه چي ته مبارزي ته مه ځه خو هغه نه منله او ميدان ته ووتلو جرجير چي ورته وکتل په ډير غرور يي ورته وويل اياته ددوي امير يي ابوعبيده رضي الله عنه ورته وويل هو زه هغه څوک يم چي تا يي غوښتنه کړي تا به د الله جل جلاله په مرسته وژنم او د ماهان نمبر دي جرجير سمدستي ورباندي وار وکړو جګړه ونخته سخته مقابله وشو مسلمانانو دعاوي کولي پدی فکر کی وه که امير مو شهيد شي نو ډيره به سخته وي !
جرجير چي پوي شو د مقابلي توان نلري په تيښته شو خو ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورپسي شو جرجير پوي شو چي تيښته هم نشم کولاي بېرته را وګرځيدو بيا دواړو سخته جګړه وکړه او د ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه توري د جرجير په بل ځاي کار نه کولو هغه يي څټ ته وکتل او په توره يي خرپ تري پورته کړه جرجير لکه غر ونړيدو مسلمانانو له خوشحالي دتکبير نعري بدرګه کړي ابو عبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه يو لحظه د هغه مړي ته کتل دهغه هيڅ سامان يي وانخستلو بیا يي په صليبیانو د بريد اراده وکړه خو خالد بن وليد رضي الله عنه ورته غږ وکړو اي زمونږ اميره بس دي راشه بيرغ دي واخله تا خپله وظيفه اجراء کړه خو ابو عبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه نه منله هغه روان شو اخر نورو غازيانو ورته قسم ورکړو چي مه ځه را وګرځه له هغي وروسته ابو عبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه راغي خپل بيرغ يي واخستلو ۔
ماهان الارمني چي جرجير وليدو چي مړ شو هغه د تيښتي هڅه کوله خو زړه کي ور وګرځيده چي چيرته به وتښتي هرقل ئي هم نه قبلوی که هرځاي تښتی مسلمانان ورپسي دي اخر يي ځان سره وويل ښه داده چي ميدان ته ووځم او مړشم له پيغور خو به خلاص شم سر اعلي قومندان ماهان ټول راهبان قسیسين روحانيون راټول کړل هغوي ته يي وويل هرقل د
په خپل ځاي پراته دي او ددوي يو عسکر هم نشته نه يي مړي شته نه ژوندي مسلمانان لاړل د ابوجعيده خاندان يي ځان سره راوستلو او د هغه د چل جوړولو ستاينه يي وکړه ماهان چي په يوه شپه زرګونه عسکر له لاسه ورکړل هغه سر ته سوکان ونيول مخ او سر ئی په څپیړو وهلو! جنرالانو ته يي وويل تاسو ولي نه يي خبر چي دغه چل چا جوړ کړي ؤو يو تن ورته وويل زما په فکر دا چل هغه چا جوړ کړي ؤو چي دشپي يي چغي وهلي او عسکر يي ځان سره بوتلل ماهان ورته وويل نو چغي چا وهلي يونفر ورته وويل هغه ابوجعيده ؤو چي تاسي يي په ناوي ميرمن ډلييز جنسي تيري کړي ؤو هغه امر ورکړو چي هغه څه شو زر يي راولي هغوي چي معلومات وکړو د هغه ټول خاندان او خپلوان مسلمانانو ته راغلي وه ۔۔۔
نوربيا راسره اوسئ شير يي کړئ کاپي يي کړئ چی هرمسلمان خپل اتلان وپيژني ۔ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔
فتوح الشام للواقدي جلد اول .
صفحه 329.330.331
