en
Feedback

Don't get caught by a cheater! Telemetrio finds and tags such channels 👉 If you want to see the tag, subscribe 👈

💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻

💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻

Open in Telegram

السلام عليکم ګرانو ملګرو ښه راغلاست تاسو به دلته د کمپیوټر درسونه زده‌کړي په پښتو ژبه ان شاالله مکمل درسونه دې ربات کې شته https://t.me/computerscience010bot👈 Welcome friends, here you will learn all Computer lessons in Pashto @Shahidkhan114 👈رابطه

Show more
4 060
Subscribers
No data24 hours
-167 days
-3230 days
Posts Archive
د word څلورم درس په پښتو ژبه زموږ چینل درسره نشر کړي ~{https://t.me/computerscience010}~

د word دریم درس زموږ چینل درسره نشر کړي

د word دویم درس زموږ چینل درسره نشر کړي {《♧◇https://t.me/computerscience010◇♧》}

لومړی درس د word زموږ چینل درسره نشر کړی

د څه شي ویدیوګانی درته نشر کړو
Anonymous voting

کمپیوټر ساینس څه دی

د ټولنيزې رسنۍ پيدايښت او فعال استعمالونکي Facebook : په ۲۰۰۴ کې رامنځته شو او ۲.۱۹ بليونه فعال استعمالونکي لري Twitter: په ۲۰۰۶ کې رامنځته شو ۳۳۶مليون فعال استعمالونکي لري Skype: په ۲۰۰۳ کې رامنځته شو ۶۶۰مليونه فعال استعمالونکي لري We chat : په ۲۰۱۱ کې رامنځته شو ۱ بلیون فعال استعمالونکي لري YouTube : په ۲۰۰۵ رامنځته شو او ۱۳۰۰۰۰۰۰۰۰مليونه فعال استعمالونکي لري Yahoo په ۲۰۰۵ را منځته شو او ۲۲۷،۸مليون فعال استعمالونکي لري Instagram : په ۲۰۱۰ کې رامنځته ته شو او ۱ بلیون فعال استعمالونکي لري WhatsApp : ۲۰۰۹ کې رامنځته ته شو او ۱،۵ بليون فعال استعمالونکي لري LinkedIn : په ۲۰۰۲ کې رامنځته ته شو او ۵۶۲ مليونه فعال استعمالونکي لري

د انسان مغز نه تنها چې د 4 ملیارده او 700 میلیونه کتابونه د ذخیره کولو ظرفیت لري بلکي د انسانانو مغز د یو ملیارد په شاو خوا کې نیورونونه لري چې هر نیورون له 10000 نورو نیورونونو سره اړيکي ټینګوي :::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::: ( https://t.me/computerscience010 ) """"""""""""""""""""""""""""""""""""""""""""""""""""""""""""""

د ويډ اريا نيټ ورک ځانګړنې: ١. دا ډول نيټ ورک د ځمکې له يوه ګوټه نيولې تر بله د کمپيوټرونو د اړيکو ټينګولو لپاره کارېږي، له دې امله يې سامانونه ډېر ګران پرېوزي. ٢. د ډاټا لېږدونې پر وخت يې چټکتيا ډېره کمه ده، ډېر ځايونه د ټليفون لين کارېږي، چې سرعت يې په ثانيه کې ٥٦ کيلو بيټه دى، د تېز سرعت لپاره د T1 لين ور سره ملګرى کېږي، چې سرعت يې په ثانيه کې ١.٥ ميګابيټه دى، له همدې امله يې کلنى لګښت خورا ډېر دى، تر ټولو ګران لين يې T3 دى، چې په ثانيه کې ٤٥ ميګابيټه ډاټا لېږدولاى شي. د ويډ اريا نيټ ورک سرعت د لوکل اريا نيټ ورک تر هغه – چې په ثانيه کې ١٠٠ ميګابيټه دى – ډېر کم دى. Bandwidth هغه سرعت ته ويل کېږي چې په وسيله يې يوه اله ډاټا واستوي، Bandwidth په ثانيه کې بيټونه (Bits Per Second) اندازه کوي، په ثانيه کې ٢ کيلو بيټه په دې معنا ده چې په يوه ثانيه کې ٢٠٤٨ بيټه ډاټا استولاى شي. په ياد مو وي چې ١٠٢٤ بيټه ډاټا ته يو کيلو بيټ ويل کېږي. MAN پر WAN او LAN بر سېره بله اصطلاح د MAN په نامه هم کارېږي. MAN چې د Metropolitan Area Network لنډيز دى، د يوه ښار د جغرافيايي پ لو په دننه کې د موجودو نيټ ورکونو لپاره کارېږي په ټوليز ډول په يوه ښار کې موجود تر يوه زيات لوکل اريا نيټ ورکونه د اړيکو د تېز سرعت له لارې يو له بله سره نښلوي، د همدې تېز سرعت د اسانتياوو له لارې ډېرې مواصلاتي کمپنۍ او شرکتونه ګټه پورته کوي. نوموړي نيټ ورکونه له: DSL, T3, T1, ISDN څخه عبارت دي. ISDN د Integrated Services Digital Network لنــډيز دى پر دې بر سېره نوموړي نيټ ورک ته DSL هم ويل کېږي چې د Digital Subscriber Line لنډيز دى. نيټ ورک او دندې يې نيټ ورک د ډاټا ساتنې پر بنسټ پر دوو برخو وېشل شوى دى: ١. Server او Client نيټ ورک داسې کمپيوټر ته چې نورو کمپيوټرونو ته بېلابېل خدمتونه تر سره کړي، د نورو کمپيوټرونو په پرتله تېز وي او د ډاټا ذخيره کولو او امرونو پر تر سره کولو پوره واکمن وي Server ويل کېږي. په سرور او کلاينټ کې نور سره تړلي ټول کمپيوټرونه کلاينټ بلل کېږي، د کلاينټ هر څه د سرور په پرتله کم وي، څه نا څه امرونه تر سره کولاى شي، خو تر ډېره بريده سرور ته اړ وي. په کلاينټ او سرور نيټ ورک کې ډېرى ځانګړي (Dedicated) شوي سرورونه کارېږي، دا ډول سرور د يوه ځانګړي کار لپاره کارېږي، د بېلګې په توګه: فايل سرور، مېل سرور، يا اپليکيشن سرور او…. ٢. Peer to Peer نيټ ورک په پير ټو پير نيټ ورک کې ټول کمپيوټرونه اوږه پر اوږه کار کوي، د هغوى سرعت او د امرونو تر سره کول سره برابر وي، هرو دوو کمپيوټرونو ته پير (جوړه) ويل کېږي، په پير ټو پير نيټ ورک کې کوم ځانګړى شوى سرور نشته، هر کمپيوټر له بل څخه غوښتنې کولاى شي او هر يو د کلاينټ او سرور رول لوبوي. که په نيټ ورک کې د کمپيوټرونو شمېر تر لسو کم وي، پير ټو پير نيټ ورک ښه کار کوي، که يې شمېر تر لسو ډېر وي بيا کلاينټ او سرور ښه رول لوبوي. ©

نيټ ورکنګ څه ته وايي؟ د دوو شيانو تر منځ اړيکو ټينګولو ته نيټ ورک وايي، د بېلګې په توګه د کور او دفتر اړيکي د يوه PTCL ټليفون د ټليفوني Exchange له لارې ټينګېږي، د لويو او پراخو ښارونو يو له بل سره تړل تر يوه زياتو ايکسچنجونو ته اړتيا لري، د يوه ښار ټول ايکسچنجونه يو له بل سره تړلي او په ګډه کار کوي، د بېلابېلو ښارونو ټول ايکسچنجونه هم يو له بل سره وصل وي، همدا ډول له يوه هيواده بل ته د ټليفون کولو پر مهال هم د هغوى ټول ايکسچنجونه يو له بل سره اړيکي نيسي او په ګډه کار کوي. کمپيوټر نيټ ورک په کمپيوټر نيټ ورک کې د دوو يا ډېروکمپيوټرونو يو له بل سره تړلو ته کمپيوټر نيټ ورک وايي، بايد ووايم چې دا کتاب يوازې او يوازې د کمپيوټر نيټ ورک لپاره ځانګړى شوى دى، که د نيټ ورک کليمه ووينئ موخه مو ځني کمپيوټر نيټ ورک دى. د نيټ ورک ګټې د معلوماتو Data ګډه کارونه داسې وګڼئ چې په يوه دفتر کې کار کوئ، د دفتر کوم بل کارکوونکي يو فايل جوړ کړى او ستاسو سره يې په ګډه کارول غواړي. يوه لار يې دا ده چې فايل به فلاپي ډيسک ته کاپي کوئ، بيا به يې په خپل کمپيوټر کې کاروئ، فلاپي يو داسې ډيسک دى چې هر وخت د باور وړ نه وي، کله چلېږي او کله هم له چلاو څخه قسم اخلي، څوک دا نه شي ويلاى چې زما په لاس کې فلاپي ډيسک به خامخا کار کوي. د دې ستونزې يو لوى حل همدا اوسني فلش Flash ډرايونه دي چې د فلاپي په پرتله د باور وړ دي، بيا هم په سلو کې لس اعتبار نه لري، که وغواړئ نوموړى فايل د فلش ډيسک له لارې خپل کمپيوټر ته راوړئ، د ملګري کمپيوټر ته به ځئ فايل به فلش ډيسک ته کاپي کوئ او بيا به يې په خپل کمپيوټر کې کاروئ. که په دفتر کې نيټ ورک ولرئ ته او ملګري دې نوموړى فايل په ګډه کارولاى شئ. د سامانونو ګډه کارونه په ټوليز ډول په دفترونو کې يو يا دوه پرينټرونه کارېږي، کمپيوټرونه د پرينټرونو په پرتله ډېر وي، له هر کمپيوټر سره ځانګړى پرينټر کارول ناشونى دى، که وغواړئ ډاټا پرينټ کړئ، د هغه کمپيوټر له لارې يې پرينټولاى شئ چې پرينټر ورسره تړلى وي، يا به هم پرينټر خپل کمپيوټر ته تړئ، دا کړنه يو څه ستونزمنه ښکاري ځکه تاسو به هغې خونې ته ځئ چې کمپيوټر او پرينټر سره په کې تړلي دي، له هغه به يې خلاصوئ او له خپل کمپيوټر سره به يې تړئ، په دې ډول پنځه دقيقې وخت چې د ډاټا پر پرينټولو لګېږي ښايي نيم ساعت او يا هم يوه ساعت ته و غځېږي. که د کمپيوټرونو نيټ ورک ولرئ هر ځاى او هر کمپيوټر چې وي، کولاى شئ اول يا دويم پرينټر وکاروئ، پر پرينټر برسېره د هارډ ډيسک، سکېنر، سي ډي او کامرې ډرايونه هم په ګډه کارولاى شئ. د پروګرامونو ګډه کارونه پر سامانونو او ډاټا برسېره د کمپيوټر پروګرامونه هم په ګډه کارولاى شئ، ننني پروګرامونه خو د جسامت او څرنګوالي (کيفيت) له پلوه دومره لوى جوړ شوي چې په هارډ ډيسک کې پراخ ځاى نيسي. له دې څخه مو موخه دا ده کوم پروګرامونه چې په مرکزي کمپيوټر کې ځاى پر ځاى شوي وي، هر نيټ ورک کاروونکى يې په ګډه کارولاى شي، په هر کمپيوټر کې د نوموړو پروګرامونو جلا جلا ځاى پر ځاى کولو ته اړتيا نشته. د انټرنيټ ګډه کارونه د نيټ ورک يوه بله ګټه دا ده: که له نيټ ورک سره يو تړلى کمپيوټر له انټرنيټه برخمن وي، نو پر لين نورو ورسره تړلو کمپيوټرونو ته هم نيټ ورکولاى شي او بېل بېل ټليفون او موډيم، کارولو ته اړتيا نشته. مرکزي واکمني (کنټرول) څنګه چې ټول کمپيوټرونه او کاروونکي د يوه نيټ ورک برخه وال دي، له همدې امله ټول امرونه له يوه ځايه څارل (کنټرول) کېږي او د قواعدو او قوانينو بېلابېل ډولونه په ډېره ښه توګه پېژني. د نيټ ورک ډولونه هر نيټ ورک څو ځانګړنې لري چې پر بنسټ يې نوموړى پر بېلابېلو ډولونه وېشل شوى دى، تفصيل يې په لاندې ډول دى: د جغرافيايي پولو پر بنسټ نيټ ورک د جغرافيايي پولو پر بنسټ دوه مهم ډولونه لري: LAN او WAN LAN چې د Local Area Network لنډيز دى تر يوه دفتر يا هم يوې ودانۍ او شرکت پورې محدود دى. د لوکل اريا نيټ ورک ځانګړنې: ١. دا ډول نيټ ورک په يوه کوچني ځاى کې جوړېږي، له همدې امله يې جوړونه او کارونه خورا اسانه ده. ٢. د دې ډول نيټ ورک سامانونه په ډېره ټيټه بيه پيداکېږي. ٣. په دې نيټ ورک کې د ډاټا لېږدونه ډېر ژر تر سره کېږي، چټکتيا يې خورا ډېره ده، يعنې په يوه ثانيه کې له لسو او سلو څخه نېولې تر زرو ميګابيټو ډاټا استولاى شي. روښانه بېلګې يې ښاري نيټ کيفي يا د يوه شرکت او کمپنۍ سره تړل شوي کمپيوټرونه يادولاى شو. WAN چې د Wide Area Network لنډيز دى د دوو ښارونو يا دوو هېوادونو تر منځ کمپيوټرونه تړي.

کمپیوټر-1.pdf2.10 MB

CPU = Central Processing Unit RAM = Random Access Memory ROM = Read Only Memory PROM = Programmable Read Only Memory EPROM = Erasable PROM EEPROM = Electrically EPROM HDD = Hard Disk Drive FDD = Floppy Disk Drive KBD = KeyBoard I/O = Input & Output CD = Compact Disk DVD = Digital Video Disk SMPS = Switch Mode Power Supply POST = Power ON Self Test BIOS = Basic Input Output System VDU = Visible Display Unit LED = Light Embedded Diode LCD = Liquid Crystal Display USB = Universal Serial Bus VGA = Video/Visual Graphic Adapter LAN = Local Area Network WAN = Wide Area Network MAN = Metropolitan Area Network HLL = High Level Language LLL = Low Level Language MIPS = Million of Instruction Per Second Mbps = Mega Bytes Per second Kbps = Kilo Bytes per second HTTP = Hyper Text Templates JAD – Java Application Descriptor 3GPP – 3rd Generation Partnership Project 3GP – 3rd Generation Project MP3 – MPEG player lll MP4 – MPEG-4 video file AAC – Advanced Audio Coding GIF – Graphics Interchangeable Format JPEG – Joint Photographic Expert Group BMP – Bitmap SWF – Shock Wave Flash WMV – Windows Media Video WMA – Windows Media Audio WAV – Waveform Audio PNG – Portable Network Graphics DOC – Document (Microsoft Corporation) PDF – Portable Document Format M3G – Mobile 3D Graphics M4A – MPEG-4 Audio File NTH – Nokia Theme (series 40) THM – Themes (Sony Ericsson) MMF – Synthetic Music Mobile Application File NRT – Nokia Ringtone XMF – Extensible Music File WBMP – Wireless Bitmap Image DVX – DivX Video HTML – Hyper Text Markup Language WML – Wireless Markup Language CD – Compact Disk. DVD – Digital Versatile Disk. CRT – Cathode Ray Tube. HTTP – Hyper Text Transfer Protocol. HTTPS – Hyper Text Transfer Protocol Secure. URL – Uniform Resource Locator. USB – Universal Serial Bus. VIRUS – Vital Information Resource Under Seized. 3G – 3rd Generation. GSM – Global System for Mobile Communication. CDMA – Code Division Multiple Access. UMTS – Universal Mobile Access.

په Numerical Code کښې A له a سره توپیر لري. د A خپل کوډ 65 دی او د a کوډ بیا 97 دی، اوس نو کله چې تاسې a ټایپ کړئ کمپيوټر 97 کوډ ثبتوي، دا چې 97 د انسان لپاره اسانه دی چې ویې لولي نو دغه سیسټم ته بیا Decimal Number System وایي چې قاعده یې 10 ده، له 0-9 پوري ټول Numerical کوډونه په همدغه فارمټ ساتل کیږي. کله چې تاسې د Microsoft Word یا بل کوم پروګرام یو فایل ثبت کړی، کمپیوټر یې یواځې په 0 صفرونو او 1 ثبتوي، دا چې دا د Machine ژبه ده او انسان نه په پوهیږي، کله چې تاسې بېرته بل وخت خپل فایل خلاص کړی تاسې ته بېرته په هره ژبه چې مو ثبت کړی وي ترجمه کیږي. د Binary System یا Machine Language ته Low-level-Language هم وایي ځکه چې یواځې Machine په همدغه ژبه پوهیږي. د پروګرامینګ ژبه یا Programming Language د پروګرامینګ ژبي ته High-level-language هم وایي، دا هغه ژبه ده چې پروګرامران کوډ پکښې لیکي او د پروګرامینګ هره ژبه خپل ګرامر Syntax لري، که چیري تاسې د پروګرامینګ د ژبي ګرامر یا Syntax مراعت نه کړئ، پروګرام مو کار نه کوي. د پروګرامینګ ژبه مخکې له مخکې معرفي سوي آروییونه یا Keywords لري چې هر آرویئ یا Keyword خپله معنا لري. لکه څنګه چې د انسانانو ژبې ډول ډول وي دغسې د پروګرامینګ ژبې هم ډیري دي، یو داسې پروګرامر چې د پروګرامینګ څو ژبې یې زده وي، تر ټولو هغه ډیره کارېدونکې ژبه خوښوي او پروګرامونه پکښې جوړوي. د پروګرامینګ هره ژبه خپل د کار ځای لري، یوه ژبه د بلې ژبې په ځای کښې موثره نه تمامیږي. کوډ لیکل او ثبتول د لومړي ځل لپاره د سافټوېر په برخه کښې تاسې هر څه له پروګرامینګ څخه را پیل کوئ، ستاسې د کوډ لیکلو هدف د یوه پروګرام جوړول وي، او پروګرام د لارښوونو یوه مجموعه ده چې یو ټاکلی کار سر ته رسوي. که تاسې غواړئ چې یوه مقاله ولیکئ، تاسې یې په مایکروسافټ ورډ یا بل پروګرام کښې لیکئ او بیا یې په PDF, doc یا بل فارمټ ثبتوئ. د کوډ لیکلو لار هم همدغسې ده، تاسې یوه پروګرام ته ضرورت لرئ چې هلته خپل کوډ ولیکئ یا په اصطلاح یو Integrated Development Environment یا IDE ته ضرورت لرئ. او دغسې یو پروګرام ستاسې د کوډ لپاره هر څه لري لکه Text Editor, compiler, runtime environment او یو Debugger که Debugger د لومړي ځل لپاره اورئ نو Debugger یو پروګرام دی چې ستاسې په کوډ کښې غلطیانې راباسي او هرې غلطۍ ته د پروګرامینګ په اصطلاح کښې bug وایي. کله چې مو کوډ ولیکئ، خپل کوډ د فایل په شکل یو ځای ثبتوئ چې د پروګرامینګ په اصطلاح کښې Source File ورته وایي، او Source File ستاسې د پروګرام Source Code ساتي. د Compiling پروسه د Compiler دنده دا ده چې ستاسې لیکل سوی کوډ چې په High-Level-Language کښې لیکل سوی دی و Low-level-language یا د کمپیوټر ژبې ته واړوي. که مو پروګرام کومه غلطي ونه لري او د Debugging تر پروسه تېر سي، Compiler یې د کمپیوټر ژبې یا Low-level-Language ته اړوي او تاسې ته ستاسې د کوډ نتېجه درښیي. ليکنه شير کړى!

د کمپیوټر ساینس اساسات: دغه لیکنه د ټولو لپاره ګټوره ده خو په خاص ډول د کمپیوټر ساینس نوي زده کوونکو ته ځانګړې سوې ده، هغه کسان چې تازه کمپیوټر ساینس ته بریالي سوي دي او یا یې اوس لولي. لومړئ: کمپيوټر ساینس په لنډ ډول د معلوماتي ټکنالوجي مطالعې ته وایي. دویم: کمپیوټر یو داسې برقي وسیله ده چې د ورکړل سوي لارښوونو Instructions پر اساس یوه عملیه سر ته رسوي. کمپیوټر عموما له دوو برخو تشکیل سوی دی. لومړئ: هارډوير دویم: سافټویر هارډویر برخه له فزیکي پرزو تشکیل سوې ده،. کولای سئ لاس وروړئ، مات یې کړئ، په لغتو یې ووهئ. سافټویر: دا برخه له فزیکي پرزو نه ده جوړه سوې، په باینري شکل د هارډویر لپاره لیکل سوي لارښوونې دي او د فایلونو په شکل په فزیکي پرزو کښې ساتل کیږي لکه HDD او نور Chips او هارډویر ته لارښوونه کوي چې کوم کار سر ته ورسوي. پروګرام: پروګرام د سافټوېر یوه برخه ده (A Piece of Software) چې ستاسې په کمپیوټر کښې د فایل په شکل ساتل سوی وي او د پروګرامینګ له ژبو په یوه ژبه کښې لیکل سوی وي، پروګرام د کمپیوټر لپاره د لارښوونو یو سیټ دی چې کله چالان سي کمپیوټر د هغو لارښوونو مطابق کار سر ته رسوي. کوډ: کوډ د لارښوونې مترادف توری دی، په یوه پروګرام کښې د لغاتونو او سمبولونو مجموعه ده چې د پروګرامینګ له ژبو په یوه ژبه کښې لیکل سوی وي. له پروګرامینګ سره باید د کمپیوټر په اساسي پرزو خبر یاست، هره پرزه ځان ته جلا کار کوي چې د ټولو مجموعه بیا یو کمپیوټر کیږي. د کمپیوټر هارډویر له شپږو 6 مهمو برخو جوړ دی، چې په لاندې ډول دي. لومړئ: Central Processing Unit یا CPU دویم: Main Memory دریم: Secondary Storage څلورم: Input/Output Devices چې I/O Devices ورته وایي. پنځم: Network شپږم: Bus لاندې یې عکس دی. د ټولو تشریح دلته ولولئ: لومړئ: CPU یا Central Processing Unit چې د کمپیوټر مغز ورته ویل کیږي، په کمپیوټر کښې د هر کار د تر سره کولو مسئولیت د CPU په غاړه دی. هر پروګرام او کوډ او پکښې لارښوونې CPU سر ته رسوي. دویم: Main Memory چې Random Access Memory یا RAM ورته وایي، دوه کارونه سر ته رسوي. لومړئ: ستاسې د پروګرام کوډ ساتي دویم: تر کومه حده چې پروګرام مخ ته تللی دی او یا تر کار لاندې دی هغه Data یې ساتي. د بیلګې په ډول تاسې Microsoft Word خلاص کړی دی، هغه کوډ چې Microsoft Word چلوي ستاسې په RAM کښې ساتل کیږي، RAM یواځې تر هغه وخت فعال پاته کیږي تر څو چې ستاسې کمبیوټر چالان وي، کله چې کمپیوټر بند کړئ، په RAM کښې دننه Data ټوله له منځه ځي. دریم: Secondary Storage ستاسې په کمپیوټر کښې Hard Disk، SSD یا Solid State Drive او نور په دغه کټګوري کښې راځي، کله چې پروګرام بند وي په همدغه حافظه کښې ساتل کیږي، که تاسې کمپیوټر بند کړئ ډیټا مو له منځه نه ځي او همدلته پاتې کیږي. څلورم: Input & Output Devices یا I/O Devices دغه برخه د کميپوټر کاروونکي ته دا قدرت ورکوي چې له کمپیوټر څخه ډیټا واخلي یا ډېټا ورکړي. د Input Devices لکه keyboard, Mouse او Microphone او د Output Devices لکه Monitor, Printer یا Speaker پنځم: Bus د Bus کار په Motherboard کښې د ټولو پرزو تر منځ د اړیکې ټینګول دي، یعنې Bus د لینونو او تارونو یوه مجموعه ده چې د کمبیوتر مختلفې پرزې یو له بل سره نښلوي. د بیلګې په ډول که تاسې Microsoft Office کلیک کړئ، Bus د Microsoft Office کوډ له HDD څخه RAM ته وړي تر څو RAM یې CPU ته ورکړي او چالان سي. د پروګرامینګ ځینې مشهورې اصطلاحګانې لومړئ: Code او مترادفې کلمې یې Computer Instructions, Software, program او Application دي. دویم: Coding چې مترادفي کلمې یې Programming, Software Development, Software Engineering دي. دریم: Programmer: چې مترادفي کلمې یې Coder, Software Developer, Web Developer او Software Engineer دي. د Machine Language او Programming Language تر منځ توپیر لومړئ: د کمپیوټر ژبه یا Machine Language کله چې تاسې یو فایل ثبتوئ د بېلګې په ډول د Microsoft Word یو فایل ثبتوئ، کمبیوټر ستاسې ټول ټایپ سوي توري په یوه مشخص فارمټ چې Binary ورته وایي ثبتوي، Binary ټول پر 0 او 1 ولاړ دی او دغه Binary Format ته Machine Language یا د کمپيوټر ژبه وایي. هر توری ستاسې په کیبورډ کښې په Binary ژبه یو کوډ لري، کپمیوټر A او B نه پېژني، کله چې تاسې هر توری د کیبورډ ټایپ کوئ، Shell هغه توری ترجمه کوي او په هر Numerical Code کوډ چې ساتل سوی دی هغه کوډ یې ترجمه د سکرین پر مخ ښکاره کیږي، او د هر توري مشخص کوډ له بل توري سره فرق لري او یو له بل څخه سره جلا کوي. تاسې کولای سئ د Numerical Codes په اړه پرلیکه Online ولولئ.

څنګه کولی شو: انټرنېټ مو تر ډېره دوام وکړي؟ که ټولنیزې شبکې کاروئ او هغه هم پر موبایل ډېټا نو دا لاندې ټکي په پام کې ونیسئ چې ډېر انټرنټ مو مصرف نشي. ۱. د سوشل میډیا سېټېنګ مو بدل کړئ: که ان وي نو بې له دې چې تاسې یې وکاروئ هم انټرنټ مصرفوي: Facebook > Menu > Settings & Privacy > Settings > Media and Contacts > Videos and photos and set ‘Auto-play- to ether ‘On Wi-Fi Connections Only’ or ‘Never Auto-play Videos’. Instagram > tap onto your profile > Menu > Settings > Mobile Data Use and enable ‘Use Less Data’. ۲. نوټېفېکېشن بند کړئ (Turn off push notifications): په دې ډول: iPhone > Settings > Notifications and select the apps Android > Settings > Apps & notifications > Notifications. ۳. یوازې هغه وخت چې له وایفای سره وصل یئ یو څه ډونلوډ کړئ‌. ۴. بکرونډ یا ستاسې تر سترګو پنا د انټرنټ مصرف محدود کړئ: Settings > General > Background App Refresh > Background App Refresh and choose either ‘Wi-Fi’ or ‘Off’.

💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻 - Statistics & analytics of Telegram channel @computerscience010