صحیح حدیث پښتو
Open in Telegram
2 671
Subscribers
-224 hours
+77 days
+2630 days
Posts Archive
2 671
#صحیح #حدیث #پښتو
رسول الله ﷺ به دا دعاې کوله: "اې الله تعـالی! زه په تا پورې د شر له هغه څه پناه غـواړم چې ما کړي دي او د شر له هغـه څه چې ما نه دي کړي".
•┈┈┈┈•✿❁✿•┈┈┈┈•
(ای زما قومه! د #پېغمبرانو پیروي وكړئ) [یس: ۲۰]
@sahihhadithPS #Quran #حديث #قرآن #Hadithاسلام
2 671
#صحیح #حدیث #پښتو.
رسول الله ﷺ فرمايي:
«کله چې یو سړی له خپل مسلمان ورور سره مینه ولري، نو هغه دې خبر کړي چې دی ورسره مینه لري».
📚 ابوداود، ۵۱۲۴
•┈┈┈┈•✿❁✿•┈┈┈┈
(ای زما قومه! د #پېغمبرانو پیروي وكړئ) [یس: ۲۰]
@sahihhadithPS #Quran #حديث #قرآن #Hadith
2 671
#صحیح #حدیث #پښتو.
رسول الله ﷺ فرمايي:
«د انسان لپاره همدومره دروغ بس دي چې هر څه یې واوري، هغه (بې له څېړنې) نورو ته بیان کړي.»
(مسلم، ۵)
•┈┈┈┈•✿❁✿•┈┈┈┈•
(ای زما قومه! د #پېغمبرانو پیروي وكړئ) [یس: ۲۰]
@sahihhadithPS #Quran #حديث #قرآن #Hadith
2 671
رسول الله ﷺ وفرمایل:
«إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ»
ژباړه: اعمال په نیتونو پورې تړلي دي.
حواله: صحیح البخاري، حدیث ۱، کتاب بدء الوحي
2 671
#صحیح #حدیث #پښتو.
دغه ډول #دوه_مخي خلک په دې زمانه کې څومره زیات دي!!!!
•┈┈┈┈•✿❁✿•┈┈┈┈•
(ای زما قومه! د #پېغمبرانو پیروي وكړئ) [یس: ۲۰]
@sahihhadithPS #Quran #حديث #قرآن #Hadith
2 671
#صحیح #حدیث #پښتو
په چاپورې #خندا کول، #مسخرې کول، #پېغور ورکول د بنده لپاره ډېرې ناوړه پایلې لري.
───━━═•❀❁✾✾❁❀•═━━───
(ای زما قومه! د #پېغمبرانو پیروي وكړئ) [یس: ۲۰]
@sahihhadithPS #Quran #حديث #قرآن #Hadith
2 671
#صحیح #حدیث #پښتو
یا الله تعالی موږ ته ستا جنت راکړې او ستا د اور له عذابه مو وساتې.امین
───━━═•❀❁✾✾❁❀•═━━───
(ای زما قومه! د #پېغمبرانو پیروي وكړئ) [یس: ۲۰]
@sahihhadithPS #Quran #حديث #قرآن #Hadithه
2 671
#صحیح #حدیث #پښتو.
رسول الله ﷺ فرمايي:
دا ظلم دی چي مالدار ســـــړی په قرض خلاصولو کې وروسته والى كوي».صحيح بخاري: ۲۲۸۷
•┈┈┈┈•✿❁✿•┈┈┈┈•
(ای زما قومه! د #پېغمبرانو پیروي وكړئ) [یس: ۲۰]
@sahihhadithPS #Quran #حديث #قرآن #Hadith
2 671
#صحیح #حدیث #پښتو.
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«د عاشوراء د ورځې د روژې په اړه له الله تعالی څخه هیله لرم چې د تېر کال ګناهونه پرې وبښي.».
صحیح مسلم (۱۱۶۲)
•┈┈┈┈•✿❁✿•┈┈┈┈•
(ای زما قومه! د #پېغمبرانو پیروي وكړئ) [یس: ۲۰]
@sahihhadithPS #Quran #حديث #قرآن #Hadith
2 671
#صحیح #حدیث #پښتو.
رسول الله ﷺ وفرمايي:
«خپل ناروغان په خوراک کولو مه مجبوروئ؛ ځکه الله تعالی هغوی ته خوراک او څښاک ورکوي».
روا الترمذي وحسنه والحاکم وضعفه البخاري.
•┈┈┈┈•✿❁✿•┈┈┈┈•
(ای زما قومه! د #پېغمبرانو پیروي وكړئ) [یس: ۲۰]
@sahihhadithPS #Quran #حديث #قرآن #Hadith
2 671
#صحیح #حدیث #پښتو.
رسول الله ﷺ وفرمايي:
«د قيامت په ورځ به د خلکو ترمنځ تر ټولو لومړی د وينو (وژنو او د ناحقه قتلونو) په اړه پرېکړه او حساب وشي.»
📖 روايت: صحيح مسلم، حديث شمېره: 1678
تشريح : د قيامت په ورځ به د بندګانو د حقونو په منځ کې تر هر څه وړاندې د هغو وينو او ژوندونو حساب اخيستل کېږي چې په ناحقه توی شوي وي، او د قتل، ظلم او د انسان د ژوند د تيري قضیې به لومړی فیصله کېږي.
دا حديث د انسان د ژوند د حرمت او د ناحقه وينې تویولو د ستر جرم اهميت څرګندوي.
•┈┈┈┈•✿❁✿•┈┈┈┈•
(ای زما قومه! د #پېغمبرانو پیروي وكړئ) [یس: ۲۰]
@sahihhadithPS #Quran #حديث #قرآن #Hadith
2 671
#صحیح #حدیث #پښتو.
رسول الله ﷺ وفرمایل:
«آیا تاسو پوهېږئ چې غیبت څه شی دی؟». هغوی وویل: الله تعالی او د هغه رسول ښه پوهېږي. هغه وفرمایل: غیبت: «ستا د خپل (مسلمان) ورور په داسې انداز یادونه چې هغه یې بد ګڼي».
•┈┈┈┈•✿❁✿•┈┈┈┈•
(ای زما قومه! د #پېغمبرانو پیروي وكړئ) [یس: ۲۰]
@sahihhadithPS #Quran #حديث #قرآن #Hadith
2 671
#صحیح #حدیث #پښتو.
رسول الله ﷺ وفرمایل:
«ای حازمه! "لا حول ولا قوة إلا بالله" ډېره وایه؛ ځکه دا د جنت له خزانو څخه یوه خزانه ده».
📖 صحیح الجامع: ۷۹۰۷
•┈┈┈┈•✿❁✿•┈┈┈┈•
(ای زما قومه! د #پېغمبرانو پیروي وكړئ) [یس: ۲۰]
@sahihhadithPS #Quran #حديث #قرآن #Hadith
2 671
#صحیح #حدیث #پښتو.
رسول الله ﷺ فرمایي:
«د قبرونو لیدو ته ځئ؛ دا تاسو تـه آخـرت در یادوي».
📖 صحیح ابن ماجه (۱۲۸۵)
•┈┈┈┈•✿❁✿•┈┈┈┈•
(ای زما قومه! د #پېغمبرانو پیروي وكړئ) [یس: ۲۰]
@sahihhadithPS #Quran #حديث #قرآن #Hadith
2 671
#صحیح #حدیث #پښتو.
رسول الله ﷺ فرمایي:
«د سهار دوه رکعته سنت لمونځ بهتره دی تر دنیا او هغه څه چې په دنیا کې دي.»
رواه مسلم ۷۲۵
•┈┈┈┈•✿❁✿•┈┈┈┈•
(ای زما قومه! د #پېغمبرانو پیروي وكړئ) [یس: ۲۰]
@sahihhadithPS #Quran #حديث #قرآن #Hadith
2 671
#صحیح #حدیث #پښتو.
رسول الله ﷺ وفرمایل:
«څوک چې د ناروغ پوښتنې ته ورشي، د اسمان له لوري یو غږ کوونکی ورته ندا کوي: ته نېکمرغه یې، ستا تګ مبارک شه، او په جنت کې دې خپل استوګنځای ونیوه.»
(ترمذي: ٢٠٠٨، ابن ماجه: ١٤٤٣).
•┈┈┈┈•✿❁✿•┈┈┈┈•
(ای زما قومه! د #پېغمبرانو پیروي وكړئ) [یس: ۲۰]
@sahihhadithPS #Quran #حديث #قرآن #Hadith
2 671
د لوی اختر په ورځ مهم سنتونه په ترتیب سره په لاندې ډول دي:
۱. غسل کول
۲. پاکې یا نوې جامې اغوستل.
۳. خوشبو(عطر) وهل.
۴. که څوک قرباني لري نو له قربانۍ وړاندې هیڅ خوراک نه کول.
۵. په تکبیراتو سره د اختر د لمانځه میدان ته وختي وتل.
۶. لمانځه ته د ښځو د ویستلو په اړه په حدیثونو کې زیات تاکید شوی نو د دې بندوبست کول.
۷. له لمانځه وړاندې خطبې او تقریرونه نه کول یواځې تکبیرات ویل.
۸. د اختر لمونځ دوه رکعته دی: په لمړي رکعت کې له تکبیر تحریمه وروسته اووه تکبیرونه ویل، بیا د پیل دعاء او فاتحه…، او په دویم رکعت کې د پاڅېدو له تکبیر وروسته د فاتحې څخه وړاندې پنځه تکبیرات ویل، د تکبیراتو په منځ کې د نبي صلی الله علیه وسلم څخه کوم مشخص ذکر نه دی اورېدل شوی البته د ځینو صحابه کرامو رضي الله عنهم او تابعینو رحمهم الله څخه، سبحان الله، الحمدلله، لااله الا الله اکبر او په نبي صلی الله علیه وسلم درود ویل په صحیح سند نقل دي.
۹. د لمانځه څخه وروسته خطبې ته غوږ نیول سنت دي.
۱۰. د خطبې له اورېدو څخه وروسته کور ته د راتلو لاره بدلول سنت دي.
۱۱. د قربانۍ څخه خوراک كول سنت دی.
۱۲. که څوک خپل ویښته او نوکان کمول غواړي نو د قربانۍ څخه وروسته یې کول سنت دي.
تقبل الله منا ومنکم صالح الاعمال.
2 671
#صحیح #حدیث #پښتو.
د #ذوالحجې په میاشت کې د عرفې ورځ یوه عظیمه ورځ ده په دې ورځ عظیم عبادت کیږي او لوی فضیلت لري.
•┈┈┈┈•✿❁✿•┈┈┈┈•
(ای زما قومه! د #پېغمبرانو پیروي وكړئ) [یس: ۲۰]
@sahihhadithPS #Quran #حديث #قرآن #Hadith
