cookie

We use cookies to improve your browsing experience. By clicking «Accept all», you agree to the use of cookies.

avatar

ابوبکر خپلواک

کاتب ألافغاني

Show more
Advertising posts
11 350
Subscribers
+1824 hours
+1087 days
+68930 days
Posting time distributions

Data loading in progress...

Find out who reads your channel

This graph will show you who besides your subscribers reads your channel and learn about other sources of traffic.
Views Sources
Publication analysis
PostsViews
Shares
Views dynamics
01
که یو څوک د افغان سیکولرانو ددغه تازه نسل چې دری کاله وړاندې یې دلته مثالي شکست وخوړ د ناکامۍ په اسبابو بحث کوي یو اساسي یې باید دا ذکر کړي چې دوی دائم له ځمکني واقیعتونو څخه سم شناخت نه لري، اشتباه محاسبې کوي او هواوې ګزوي.
1330Loading...
02
اجبه هلته تمامه شوې، کله چې درباري مشاورینو امریکايي او یا روسي نوکرانو ته ورفهمولې چې دا ټولنه مذهبي ده، تاسو باید خپل ځان او مواقف له هغې سره په مطابقت کې عیار کړی دوی چې منلې او متصل یې ریاکارې شیخۍ ته لاس اچولی، بیا نو یې ضرور نااشنا سر ترې کړی. مثالونه ذکر کوم. 😊
1230Loading...
03
تاسو د امریکایي اشغال د اول ردې نوکرانو کرکټرونه در مقایسه کړئ، په ټولو کې به یوه نقطه مشترکه ومومی، هغه د اعتماد بنفس نشتون دی دوی همداسې روږدي شوي، خپل هر ډول پرمختګ او بقا د لودیځ په حمایت کې ګوري.
1390Loading...
04
‏ځینې دائم له خپل حالت شکایت کوي، سر ټکوي، په منفي تبلیغ یې سر وي، دا یې د مزاج برخه او بخي عادت ګرځېدلی وي. له مفلسۍ یې سر ټکاوه، حساب چې مو سره وکړ سرمایه یې زما د قرض ٦چنده وه. 😊
2281Loading...
05
‏ځینې ملګري او ځوانان لدې وجې ناشکره دي چې د خپل پروردګار جل جلاله د ورکړو نعمتونو د درک فکر او وړتیا نلري، یا یې لري خو شیطان ترې څنګ ته کړي، کنه د فقر باوجود هم موږ د خپل ربﷻ شکر نشو ادا کولای. لږ قانع او مستغني اوسېدل پکار دي.
2201Loading...
06
دغه تاریخ ساز پړاو لا هم نا لیکلی پاتې، نه د نوکرانو په جنایتو بحث شوی او نه د سرښندونکو غزاوې ثبت شوې. دې کار ته به څنګ ته کېږو؛ بنیادي به یې را لیکو؛ قلمبند کول یې زموږ مسؤلیت دئ. ان شاءالله.
3310Loading...
07
دغه ممتاز زعامت ددې وړ دی چې د لمانځه په دعا کې یاد شي، د اطاعت لپاره یې په خپل نفس او خواهشاتو پل کېږدو او لبیک تکرار کړو، دوی مو کله هم کږې ته نه سوق کوي. ان شاءالله.
3090Loading...
08
دلته د ترنم یو ملکوتي ادرس کوشش کوي د اشغال دوره را تعریف کړي، هڅه کوي چې ستم یې واضح کړي، مولوي سید سبحاني اغا غږېدلی.
2960Loading...
09
دغه د ورځې - ورځې حالاتو، ادلون بدلون ته شعر لیکل او شعر ویل داسې دي لکه هغه واده کې چې نجونې زوم ستايي، هسې یو وار مصرف شیان دي د صبا ورځې د لوستلو ندي. موږ باید کوشش وکړو یو تل پاتې ادب ته کار وکړو، په اسلامي ادب کې داسې څه په میراث پرېږدو چې راتلونکي خلک د نن انځور پکې وویني. نقل.
2890Loading...
10
ملا دغه ډول له عواطفو ډګ زړه او پررحمه فکر لري، اوس تاسو خپله قضاوت وکړئ، د پرونیو نوکرانو پوچ تبلیغات او دا مهذب فکر سره مقایسه کړئ. لاحوله ولا قوة.
2690Loading...
11
په ټویټر اکاونټ له ځينو ویډيو کلیپونه سره دا لاندې تبصرې نشر او خپرې شوې. . x.com/AFGwriter1
2660Loading...
12
‏زما همدا تجربه شوه، هغوى چې په خپل قول، فعل او عمل کې رښتني دي د انسانانو له شر او ټاپې نه وېرېږي، خپل اهداف تعقیبوي او رب راضي کوي.
3550Loading...
13
‏پروردګاره له تا غواړو. ته مو رب یې. دعا درته کوو. زموږ دغه د تهذیب نمائندګان راته وساتې. توفیق ورکړې. په اقداماتو یې نتایج مرتب کړې او له وجې یې موږ د محور او سالار کېدو جوګه کړې. الهي امین. یوې ویډیو ته شوې تبصره.
3370Loading...
14
‏ماته جالبه وي، کله چې کوم امریکایي نوکر د استقلال، ناموس او غیرت په لکچر ګیر کړم، دې خلکو چې تر پرونه یې د وجود ټول اندامونه د استعمار رسۍ تړلي و، ولې دغه ډول خبرې نه کولې، پدې کې هم د طالب لاس دی. 😊
3221Loading...
15
د نولسمې او شلمې پېړې زموږ هر واکمن چې په ارګ کې تکیه وهلې، متصله یې دا هڅې کړې چې د وخت تزاري روسیې او یا برتانوي هند ته غاړه خم کړي دا لړۍ ا.امارت د امریکایي نوکرانو په شړلو سره تمامه کړه.
4210Loading...
16
تاریخ چې را لولې له احمدشاه بابا را پدې خوا تقریباً هر واکمن د وخت په زبرځواک پس سیاسي اقتدا کړې او بدون له چون او چرا یې د دوی ټول اوامرو منلي اسلامي امارت بیا په دواړو دورو کې له‌دې جهته، د موره یو دی.
4070Loading...
17
‏که غواړی په ټولنه د امریکایي اشغال د اول درجې نوکرانو موقف معلوم کړی، تاسو یې کله په مجلس او یا د ښار په ټکسي کې یوازې نوم واخلی، باقي تبصرو ته غوږ شی چې عوام څنګه کې خېژي. 😊👍
4481Loading...
18
‏«وليال عشر» دا لس شپې چې رب العالمین جل جلاله ور باندي قسم کړی، همدا د ذي الحجة لس دي، د أجر أو ثواب د ګټلو ورځې او شپې دي(ما من أيام أحب إلى الله أن يتعبد له فيها من عشر ذي الحجة٬ يعدل صيام كل يوم منها بصيام سنة٬ و قيام كل ليلة منها بقيام ليلة القدر. الترمذي) د یوې ورځې روژه یي د ټول کال د روژې سره په ثواب کي برابره ده، د یوې شپې عبادت یي د لیلة القدر د شپې د عبادت سره برابر دی. البتة هغه څوک چې په حج کي وي، که په روژو کمزوری کیدی بیا مکروه ده چې روژې ونیسي تر څو د حج مناسک ښه په قوت أو نشاط سره أداء کړي. مبارک أوقات دي ، چې د لهو او لعب پر ځای په عباداتو کي تېر سي. رب تعالی دي توفیق راکړي عبدالرحمن محمود
4170Loading...
19
‏چې پروردګار جل جلاله به څومره په جلال کې راځي کله چې خپل یو پیدا کړی انسان و بل بنده ته په تملق او چاپلوسۍ کې مبتلا ګوري نفس او خواهشات دواړه د عصر په انسان مسلط دي او له اصل یې را منع کوي. حل لارې موجودې دي، ولې نه استفاده کیږي.
4190Loading...
20
‏د یرغلونو تسلسل او د یرغلګرو پرېمانه تبلیغاتو بلاخره پر ډېرو مؤمنانو دا فکر منلی و چې ګواګې اسلامي نظامونه د معاصر انسان ستونزې نشي ور حلولی، ا.امارت به د یوازني اسلامي نظام په حیث د دوی دغه حربه درواغ ثابتوي. بعون الله.
4210Loading...
21
‏د اګسټ له ١٥م را وروسته مو هېواد د داخلي او خارجي سیاست له نظر پر یوه نوې کرښه حرکت پیل کړی، چې صفا او مستقله ده، الحمدلله نن - سبا یې عملاً نتایج وینو. الله تعالی شاهد د اسلامي سیاست په بریا له زړه خوشالېږو.
4200Loading...
22
‏شیخ محمود ذاکري صاحب د جمعې په بیان کې د ابن قیم رحمه الله له قوله ذکر کړل؛ موږ به د ذي الحجې میاشتې لس اولې ورځې لدې وجې پېژندلې، هر خوا به مو چې کتل د تکبریات مسنونو غږ به مو اورېد.
4470Loading...
23
‏دغه د استقلال، حریت او خپلواکۍ ماده د انساني فطرت برخه ده، ځکه خو هم غلامان تل له خپل وجدان سره په جنګ وي بیګاه چې مې د تهران په اړه د کابل واضح درځ کووت یو ډول د خودارادیت خواږه مې حس کول. الهم ربنا لک الحمد.
4400Loading...
24
سږ کال د امت دوه نیم میلیون تنه حج ته تللي، ولې جهان او رسنۍ یوازې د امارت زعامت یادوي، تبصرې ورباندې کوي، اکرام ېې کوي او سرخط خبر ګرځي. پدې باندې فکر کول اړین دي، علتونه لټول یې شاید زموږ ویښتابه تقویه کړي، هغه انځور باید درک شي کوم چې امت یې زموږ په اړه لري.
4770Loading...
25
د امارت منګل دې تل ډکه وي! . د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې په تېرو ۱۰ ورځو کې د امو دریا نفتي حوزې ۱۳۰ زره ټنه خام نفت د۷۱.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت په هېواد کې د ننه د پروسس په موخه پلورل شوي. او نن به ۲۰ زره ټنه نور وپلوري.
4750Loading...
26
که خلګ در څخه متاثر شول، نو تکبر مکوه؛ بلکه د رب شکر ادا کړه چې ستا عيبونه يې پټ کړل او په خلکو کې يې معزز کړې. محمودي انصار
4742Loading...
27
‏د الله تعالی نصرت یوازې دا ندی چې په سپینو جامو کې ملائکه راشي او ستا په صف کې ودري، همدا چې صالح زعامت درکړي، په چارو کې برکت راشي، دوښمن او باقي خنډونه له مخې ایسته شي همدا د یو صف لپاره تر ټولو ښه الهي مدد دی.
5450Loading...
28
‏د لمدې خټې دائم کمې اوبه دوا وي، الحمدلله افغانان چې له اسلام سره یې تړاو عمیق او واقعي دی نن سبا پکې له اشغال را پاتې تاثیرات بخي را کم شوي، موږ د پلازمینې کابل په ټولیزه بڼه کې مثبتې تهذیبي نښانې ګورو.
5200Loading...
29
‏چې دا د کابل پر واټونو او کوڅو کې یوازې زما تر سترګو پوډریان نه کیږي که تاسو یې هم نه وینی. !؟ اسلامي نظام یقیني دومره ستر کارونه وکړل چې ابتدا کې زموږ خپله ورباندې باور نه راتلو.
5041Loading...
30
‏د ابومصعب الزرقاوي له مشهورو ویناو یوه یې داده: "له نیمایي زیاته جګړه په رسنیو او مطبوعاتو کې ترسره کیږي" . عبدالباري عطوان - الدولة إلاسلامیة
5590Loading...
31
‏ابومصعب الزرقاوي چې د مطبوعاتو په ارزښت پوهېده، دایم به یې ویل چې د رواني جګړې اغېز له ټوپک څخه زیات دی. . ع. عطوان - الدولة الاسلامیة
5480Loading...
32
‏ټیلیګراف ورځپاڼې لیکلي چې په ۲۰۲۳ کال کې په لندن کې د یو نیم ملیارد پونډو په ارزښت یوازې قیمتي ساعتونه غلا او ورک شوي دي. په وینا یې په یاد ښار کې د غلو منظم او خطرناک بانډونه غلاوې کوي. الحمد لله افغانستان تر ډیرو هیوادونو امن دی. نقل.
6090Loading...
33
‏سېکولر واکمن نن د نرم ځواک د پرېمانه امکاناتو پر مټ خپله هره اشتباه توجیې کوي او په رعیت کې د هغه فکر اثار وژني چې د بدلون، انقلاب او ویښتابه څرک پکې وي دې جابرانو له خپلو ملتونو روباټان جوړ کړي او پر اوږو یې پاس سپاره دي!
6500Loading...
34
‏سېکولر نظامونو خپل رعیت ونه قبضه کړي، د رسنیز شور په توسط یې دوی بوخت ساتلي او د نرم ځواک پر مټ یې د دوی عقل، فکر او زړه یرغمل کړی. د شفقت هیله یوازې له اسلامي حاکمیت کیدی شي!
6270Loading...
35
‏په جهان کې مسلط سېکولر نظامونه له هغه زیات ظالم، درواغجن او مفسد دي د کوم تعریف چې دوی او د دوی رسنیز ادرسونه منعکسوي.
6160Loading...
36
‏زه چې غرب ته هر ډول میلان غندم، باور مې دادی چې زموږ ځوانان د هغه سویې اهل ندي چې په پردي کلچر کې دې ذوب نشي، له همدې وېرې تکراروم چې لودیځ ته تمایل زموږ دواړه خرابوي.
6250Loading...
37
‏الله تعالی شاهد دی، جهادونو هلمند ته نااشنا نوم او نښان بښلی، زه یې چې نوم اورم، ښه را باندې لګي، چې یې وینم، دا جوړښت یې بخي خوند راکوي.
6920Loading...
38
‏هر څوک به خپل کار کوي، مثلاً که اوس المان د دوی په اصطلاح د "ترورېزم تبلیغ وونکي" له خپل هېواده باسي، نو اسلامي امارت به چېرتت ویده وي چې د لودیځ لوچکانو ته مهلت ورکوي. ښه ده نظام پدې برخه کې جدی دی.
6670Loading...
39
افغان چپیان د خپل تاریخ په ټول جریان کې دغسې نه و مات او پاشلی شوي، دوی نن کاملا خپل چپي اهداف، موخې، مسیر او هویت ورک کړی او پر یو بل خولې لګوي، الله تعالی مو دې د اسلام له دښمنۍ او د طالب له لتې ساتي. 😊
7010Loading...
40
ابوبکر خپلواک
40Loading...
که یو څوک د افغان سیکولرانو ددغه تازه نسل چې دری کاله وړاندې یې دلته مثالي شکست وخوړ د ناکامۍ په اسبابو بحث کوي یو اساسي یې باید دا ذکر کړي چې دوی دائم له ځمکني واقیعتونو څخه سم شناخت نه لري، اشتباه محاسبې کوي او هواوې ګزوي.
Show all...
12👍 1
اجبه هلته تمامه شوې، کله چې درباري مشاورینو امریکايي او یا روسي نوکرانو ته ورفهمولې چې دا ټولنه مذهبي ده، تاسو باید خپل ځان او مواقف له هغې سره په مطابقت کې عیار کړی دوی چې منلې او متصل یې ریاکارې شیخۍ ته لاس اچولی، بیا نو یې ضرور نااشنا سر ترې کړی. مثالونه ذکر کوم. 😊
Show all...
6👍 1
تاسو د امریکایي اشغال د اول ردې نوکرانو کرکټرونه در مقایسه کړئ، په ټولو کې به یوه نقطه مشترکه ومومی، هغه د اعتماد بنفس نشتون دی دوی همداسې روږدي شوي، خپل هر ډول پرمختګ او بقا د لودیځ په حمایت کې ګوري.
Show all...
5👍 1
‏ځینې دائم له خپل حالت شکایت کوي، سر ټکوي، په منفي تبلیغ یې سر وي، دا یې د مزاج برخه او بخي عادت ګرځېدلی وي. له مفلسۍ یې سر ټکاوه، حساب چې مو سره وکړ سرمایه یې زما د قرض ٦چنده وه. 😊
Show all...
11👍 2🥰 2
‏ځینې ملګري او ځوانان لدې وجې ناشکره دي چې د خپل پروردګار جل جلاله د ورکړو نعمتونو د درک فکر او وړتیا نلري، یا یې لري خو شیطان ترې څنګ ته کړي، کنه د فقر باوجود هم موږ د خپل ربﷻ شکر نشو ادا کولای. لږ قانع او مستغني اوسېدل پکار دي.
Show all...
7👍 1
دغه تاریخ ساز پړاو لا هم نا لیکلی پاتې، نه د نوکرانو په جنایتو بحث شوی او نه د سرښندونکو غزاوې ثبت شوې. دې کار ته به څنګ ته کېږو؛ بنیادي به یې را لیکو؛ قلمبند کول یې زموږ مسؤلیت دئ. ان شاءالله.
Show all...
17👍 1
دغه ممتاز زعامت ددې وړ دی چې د لمانځه په دعا کې یاد شي، د اطاعت لپاره یې په خپل نفس او خواهشاتو پل کېږدو او لبیک تکرار کړو، دوی مو کله هم کږې ته نه سوق کوي. ان شاءالله.
Show all...
11👍 2
دلته د ترنم یو ملکوتي ادرس کوشش کوي د اشغال دوره را تعریف کړي، هڅه کوي چې ستم یې واضح کړي، مولوي سید سبحاني اغا غږېدلی.
Show all...
11👍 3

9👍 1
ملا دغه ډول له عواطفو ډګ زړه او پررحمه فکر لري، اوس تاسو خپله قضاوت وکړئ، د پرونیو نوکرانو پوچ تبلیغات او دا مهذب فکر سره مقایسه کړئ. لاحوله ولا قوة.
Show all...
5👍 2