947
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
-1830 days
Posts Archive
څه تصویر چوپ څه آینې چوپ دي
تسنیمه! ټولې هنګامې چوپ دي
خپلې نارې مې په څپیړو وهي
چې ټولې بندې دروازې چوپ دي
لاره آباده د قاتل د دوکان
قامونه چوپ دي قبیلې چوپ دي
تسنیمه! دا چوپتیا قیامت وګڼه
یاران د ژوند د ښارییې چوپ دي
حضرت تسنيم
دے مسیحا دَ وخت درمان راسره هم وژړل
زه چې مایوسه شوم اسمان راسره هم وژړل
دَ زندګی نیمه حصه مې پکې تیره کړله
چې ترې راتلم نو تور زندان راسره هم وژړل
زما کیسه وه دَ دردونو له کائنات عبارت
ما چې شروع کړه هر انسان راسره هم وژړل
ناامیدۍ کړو زما روح دَ اذیت هديره
خدایه دَ هر اميد امکان راسره هم وژړل
دَ خوشبختئ اوښکې زما په مخ رقصونه کوي
مهوش نن هغه مهربان راسره هم وژړل
مهوش رضا
دے مسیحا دَ وخت درمان راسره هم وژړل
زه چې مایوسه شوم اسمان راسره هم وژړل
دَ زندګی نیمه حصه مې پکې تیره کړله
چې ترې راتلم نو تور زندان راسره هم وژړل
زما کیسه وه دَ دردونو له کائنات عبارت
ما چې شروع کړه هر انسان راسره هم وژړل
ناامیدۍ کړو زما روح دَ اذیت هديره
خدایه دَ هر اميد امکان راسره هم وژړل
دَ خوشبختئ اوښکې زما په مخ رقصونه کوي
مهوش نن هغه مهربان راسره هم وژړل
مهوش رضا
غزله
د مرګ کیسه ده بېخي عامه، زه به څنګه شمه؟
زما د ویښو شپو انجامه، زه به څنګه شمه؟
اوس مې ایرې بادونه نه وړي د وطن له خاورې
په ما څه کړلی شې؟ الزامه، زه به څنګه شمه!؟
د چا د سترګو د غروب په تماشه واوښتم
دومره په بیړه یې ماښامه، زه به څنګه شمه؟
د ژوند له جبر، زه څهره چاته ښودلی نه شم
منډې وهمه له خپل نامه، زه به څنګه شمه؟
ټوله دنیا دې ده په یاده له تمیمه بغیر
سخت دې لوېدلی یم له پامه، زه به څنګه شمه؟
عصمت تمیم
غزل...
عجیبه خوند د سپینو اوښکو په څپو کي دی
د یو چا حُسن مي د سترګو په پردو کي دی
دا پر خپل مخ خالونه شماري زه پر زړه داغونه
څومره توپیر مو د ژوندون په رنګینو کي دی
سنګسار په کاڼو معشوقه هلک په دار خیژوي
دا د غمګي رواج یووازي په پښتو کي دي
ګیلې به نکوم راټولي به ټوټې کړم د زړه
خود به ماتیږي د بې دردو په لاسو کي دی
چي ځان ته وګورم لعنت ستا پر ښکُلا ووایم
ته وا ګلاب د موسمونو په لمبو کي دی
ما له حالاتو زده کړه وکړله اُستاد یې کړمه
دا چا ویله چي سبق په کتابو کي دی ؟
اُلفت! ته دُعا د مرګي وکړه که قبوله کړه خدای
څومره په کم عمر راګیر په حادِثو کي دی
عزیز الفت
غزل...
عجیبه خوند د سپینو اوښکو په څپو کي دی
د یو چا حُسن مي د سترګو په پردو کي دی
دا پر خپل مخ خالونه شماري زه پر زړه داغونه
څومره توپیر مو د ژوندون په رنګینو کي دی
سنګسار په کاڼو معشوقه هلک په دار خیژوي
دا د غمګي رواج یووازي په پښتو کي دي
ګیلې به نکوم راټولي به ټوټې کړم د زړه
خود به ماتیږي د بې دردو په لاسو کي دی
چي ځان ته وګورم لعنت ستا پر ښکُلا ووایم
ته وا ګلاب د موسمونو په لمبو کي دی
ما له حالاتو زده کړه وکړله اُستاد یې کړمه
دا چا ویله چي سبق په کتابو کي دی ؟
اُلفت! ته دُعا د مرګي وکړه که قبوله کړه خدای
څومره په کم عمر راګیر په حادِثو کي دی
عزیز الفت
غزل...
عجیبه خوند د سپینو اوښکو په څپو کي دی
د یو چا حُسن مي د سترګو په پردو کي دی
دا پر خپل مخ خالونه شماري زه پر زړه داغونه
څومره توپیر مو د ژوندون په رنګینو کي دی
سنګسار په کاڼو معشوقه هلک په دار خیژوي
دا د غمګي رواج یووازي په پښتو کي دي
ګیلې به نکوم راټولي به ټوټې کړم د زړه
خود به ماتیږي د بې دردو په لاسو کي دی
چي ځان ته وګورم لعنت ستا پر ښکُلا ووایم
ته وا ګلاب د موسمونو په لمبو کي دی
ما له حالاتو زده کړه وکړله اُستاد یې کړمه
دا چا ویله چي سبق په کتابو کي دی ؟
اُلفت! ته دُعا د مرګي وکړه که قبوله کړه خدای
څومره په کم عمر راګیر په حادِثو کي دی
عزیز الفت
زه چې له دې حالاته وځمه ناوخته به وي
په ما که هره بلا کېږي نو له بخته به وي
له مخه ښې وروسته دې څو ځلې مړ شوی یمه
تا خو ویل چې مړ به نشې لږه سخته به وي
که بیا مې ګورې نو ګمان د نشه یي مه کوه
تورې حلقې زما د سترګو له ورښته به وي
زما د سوي لوي زړه ازار یې ځان پسې که
هغه به غونډه منډه پاتې نشي لخته به وي
پل خو د صبر دېواله ته تکیه ووهله
هغه چې بېرته واپس نه راځي بدبخته به وي
عبدالمجید پل
غزل
د ورک منزل په ورکه پـته لاړم
خلک په بره تلل زه ښکته لاړم
ستا تروش تندى څه وخو مرګ و ماته
خوشحاله راغلم خجالته لاړم
تا کلى پرېښودو ما هم پرېښودو
ته له مستۍ زه له غربته لاړم
خلکو خندلې چې بې سته لاړم
په دغـه وجـه لـه جنـته لاړم
چرته په خوب کې هم پرې تللى نه وم
پــه داسـې لارو مـحبـته لاړم
جومات نه سيده ميکدې ته لاړم
يره مجبور وم له عادته لاړم
وه بهسودواله بس پوره مې نه وه
د مرګي خولې ته څو کرته لاړم
بهسودوال
دکنړ غمیزه! 😥
ماشومان وینمه ترخړو دیوالو لاندي
دانه دانه پراته ترخپلو ارمانو لاندي
څه ماتم جوړ دی دوطن غیږکي غوغا خپره ده
اور مو بل سوی دی خالقه ترسینو لاندي
چي یې په خاورو دا سپیرې څهرې ته وګورمه
اوښکي را ډنډې سي بهیږي تربڼو لاندي
یاربه! رحم وکړې، ستا دحبیب روی نېسمه
نور مو راونغاړې، ترخپلو رحمتو لاندي
دیو وجود غړي یو، ټوله په یو درد خوږیږو
که هغوي درد ویني، موږ هم یو تر دردو لاندي
اوس حقاني کوثر" زړۀ څنګه اوپه څه صبرکړم
خلګ راغلی دادي ناست تر هدیرو لاندي
حقاني کوثر
فکر
زۀ د خداے قدرت ته فکر يوړم
د زلزلې په حقله
د دې سېلاب په حقله
هم د وبا په حقله
د جوارګر او حرام خور په کور کښې هيڅ اونۀ شو
د منافق او بد کردار په کور کښې هيڅ اونۀ شو
په دهماکه کښې زما ورور مړ شۀ
په زلزله کښې زما کور وران شۀ
او په وبا باندې مې پلار مړ شۀ
له دغې غمه پرېشان ولاړ يم
زۀ خپل خداے ته حق حیران ولاړ يم
نیازک لالا
غزله
څومره په بیړه، څومره ژر، زما څهره زړه شوه
په تماشې د سمندر، زما څهره زړه شوه
زه دومره ځوان وم، لکه ومه، چې نښتر د اریوب
د چا د سترګو په نظر، زما څهره زړه شوه
د ګمانونو د هجوم له دایرې، چې وتم
د هر ګمان د غره په سر، زما څهره زړه شوه
ساقي مې اوس په مُریدۍ مني که نه مې مني؟
په هر یو جام په هر ساغر، زما څهره زړه شوه!
ژوند دومره لنډ ؤ، چې مُسکا ته یې هم پرېنښودم
سهار زه ځوان وم، مازدیګر، زما څهره زړه شوه
تمام رنګونه مې غزل ته ترې را ټول کړل ماښام
تمیمه داسې په هنر، زما څهره زړه شوه
عصمت تميم
غزل...
بې ضرورته دي پر څوکو د چړو نه ځي
زما اندامونه دي د بل په اشارو نه ځي
ما خپل د مړني خوب لیدلی درته وایمه خو
پر باړخوګانو که دي لاري د رنجو نه ځي
اوس مي د عمر شل کلني پوخ دلیل ثابت کړ
تور ترې نه لاړه مګر سپین مي له ویښتو نه ځي
رحم یې ووتی له زړونو د اکثره ښکلو
عجیبه دا ده چي ښکلا یې له څهرو نه ځي
ما له پخوا د تنهایي سره عادت کړې ځانه
زه پوهیدمه چي ملګري پر وعدو نه ځي
ماهیان که ووزي له اوبو نو زنکدن به ویني
ځکه په زړونو کي مو څړیکي له زخمو نه ځي
اُلفت ! څه به دي وي ماته د دید تنده مثال
چي له وجوده دي د یار د تن خوشبو نه ځي
عزیز الفت
غزل...
بې ضرورته دي پر څوکو د چړو نه ځي
زما اندامونه دي د بل په اشارو نه ځي
ما خپل د مړني خوب لیدلی درته وایمه خو
پر باړخوګانو که دي لاري د رنجو نه ځي
اوس مي د عمر شل کلني پوخ دلیل ثابت کړ
تور ترې نه لاړه مګر سپین مي له ویښتو نه ځي
رحم یې ووتی له زړونو د اکثره ښکلو
عجیبه دا ده چي ښکلا یې له څهرو نه ځي
ما له پخوا د تنهایي سره عادت کړې ځانه
زه پوهیدمه چي ملګري پر وعدو نه ځي
ماهیان که ووزي له اوبو نو زنکدن به ویني
ځکه په زړونو کي مو څړیکي له زخمو نه ځي
اُلفت ! څه به دي وي ماته د دید تنده مثال
چي له وجوده دي د یار د تن خوشبو نه ځي
عزیز الفت
Repost from 《حاکمي اشــنا》
بیتونه
هيلې مړې دي سکون تللی په خپل مخه
کړیدلی يم دژوند لدې دوزخه
تنها يي مي اوس بیخی ټيټه ملګرې
خوښه وم يي له هر سپي مار او ملخه
✍حاکمي آشنا
فکر د مرګ پر زنـدګۍ وکړه
زلمیه قـدر دځـوانۍ وکړه
پر غرور تیـږي ږده تقوا کوه
ژوند پر دنـیا د ملنګۍ وکړه
زړه ګناهو کې درنه تور نه شي
مهار د خپل خطاکارۍ وکړه
نشه تاوان لري ترې لرې اوسه
په درس هنر کې دې سیالۍ وکړه
عزیره ټینګه پاملرنه غواړي
عبرت له هري ناکامۍ وکړه
عزیر
یوازی پشتو شعرونه📝
غزل📇
نظم📚
تصویرنه🖼️
سندری🎧
ویډیو🎥
پشتو ادب، درسونه، کتابونه 📚📖
ادمین👇👇
@Serat_afg
https://t.me/pashtosharonaa
(7) غزل !!!
د بېلتانه په خوب ويده پاته سوه
بنا وګړي وه، ړانده پاته سوه
زما هره هيله له زړه وڅڅېده
لکه تڼۍ پر ګرېوانه پاته سوه
مزل مې وکړ، دا دى تا ته راغلم
له ما کارونه ښه درانه پاته سوه
خوښۍ، سکون مې لکه ته لاړله
ياد، خاطرې دې لکه زه پاته سوه
ستا تصويران نبيل شباب ساتلي
يو څه يې وسوځل، يو څه پاته سوه
مولوي نبيل شباب
