باور کتابتون🇦🇫
Open in Telegram
زموږ بل ګروپ د باور کتابتون https://t.me/bawarketabtoon د پښتو کتابونو لویه نړۍ
Show moreThe country is not specifiedThe category is not specified
1 115
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
No data30 days
Data loading in progress...
Similar Channels
Tags Cloud
No data
Any problems? Please refresh the page or contact our support manager.
Incoming and Outgoing Mentions
---
---
---
---
---
---
Attracting Subscribers
April '24
April '24
+1
in 0 channels
March '24
+7
in 0 channels
Get PRO
February '24
+3
in 0 channels
Get PRO
January '240
in 0 channels
Get PRO
December '230
in 1 channels
Get PRO
November '230
in 0 channels
Get PRO
October '230
in 0 channels
Get PRO
September '23
+19
in 0 channels
Get PRO
August '23
+25
in 0 channels
Get PRO
July '23
+24
in 0 channels
Get PRO
June '23
+21
in 0 channels
Get PRO
May '23
+14
in 0 channels
Get PRO
April '23
+21
in 0 channels
Get PRO
March '23
+17
in 0 channels
Get PRO
February '23
+9
in 0 channels
Get PRO
January '23
+30
in 0 channels
Get PRO
December '22
+22
in 0 channels
Get PRO
November '22
+28
in 0 channels
Get PRO
October '22
+41
in 0 channels
Get PRO
September '22
+23
in 0 channels
Get PRO
August '22
+40
in 0 channels
Get PRO
July '22
+24
in 0 channels
Get PRO
June '22
+22
in 0 channels
Get PRO
May '22
+54
in 0 channels
Get PRO
April '22
+62
in 0 channels
Get PRO
March '22
+28
in 0 channels
Get PRO
February '22
+34
in 0 channels
Get PRO
January '22
+34
in 0 channels
Get PRO
December '21
+1 032
in 0 channels
| Date | Subscriber Growth | Mentions | Channels | |
| 08 April | 0 | |||
| 07 April | 0 | |||
| 06 April | 0 | |||
| 05 April | 0 | |||
| 04 April | 0 | |||
| 03 April | +1 | |||
| 02 April | 0 |
Channel Posts
| 2 | روژه، احڪام او حڪمتونه يې.pdf | 198 |
| 3 | No text... | 161 |
| 4 | شروط الصلات- به زبان دری.pdf | 203 |
| 5 | No text... | 144 |
| 6 | شروط الصلات - په پښتو ژبه.pdf | 143 |
| 7 | No text... | 133 |
| 8 | عمر څنګه اوږد ڪړو؟.pdf | 190 |
| 9 | No text... | 170 |
| 10 | رشوت او قضاوت.pdf | 178 |
| 11 | No text... | 170 |
| 12 | نبوي معجزې.pdf | 170 |
| 13 | No text... | 165 |
| 14 | پل سوخته د دنیا پای.pdf | 209 |
| 15 | No text... | 187 |
| 16 | د ځان جوړونې هنر.pdf | 227 |
| 17 | ۲۷- وخت ستاسو په ژوند ڪې تر ټولو قیمتي څیز دی، هره شېبه يي مثبت و ڪاروئ، ڪه دوخت درناوی مو وڪړ او له هرې شيبې مو ګټه واخيسته، نو په ژوند ڪې به له هېڅ ډول ستونزو او خنډونو سره مخ نه شئ.
۲۸- په ژوند کې هېڅڪله ځان لټ او بې ڪاره مه ګڼئ، پر ځان باور پیدا ڪړئ، له شک پرته ډېرې وړتیاوې لرئ.
۲۹- سبا هیچا نه ده ليدلې او هیڅوک نه پوهېږي، چې سبا به څه پېښېږي، هغه ڪار چې نن ڪېږي باید همدا نن يې وڪړئ، سبا ته یې مه پرېږدئ.
۳۰- په ژوند ڪې لوړې او ژورې ځي راځي، ڪله ورځ لویه وي او ڪله شپه؛ ځڪه هيڅڪله مه خپه ڪېږئ. خپله حوصله مه بایلئ او رغنده او مثبت افڪار لرونڪي خلک په پای ڪې پر حالاتو برلاسي ڪېږي.
۳۱- له مغزو منفي افڪار لرې ڪړئ، ڪله چې منفي افڪار په ذهن ڪې خواره شي، د ماتې او بربادۍ لامل ګرځي. ڪله چې انسان خپل منفي افڪار په مثبتو افڪارو بدل ڪړي، نو په هغه ڪې دننه روحاني قوتونه په حرڪت راځي او د حالاتو په ڪنټرولولو ڪې مرسته ڪوي.
۳۲- د ستونزو پر وخت خدای تعالیٰ ته رجوع وڪړئ او پرلپسې مرسته ترې وغواړئ تر څنګ يې خپله هم هڅه وڪړئ، چې ستونزې حل ڪړئ.
۳۳- ګټور، رغنده او مثبت افڪار په روح ڪې لوړوالی راولي، ڪله چې له روحاني پلوه لوړ او قوي اوسئ، نو پرېڪړې به مو هم لوړې وي.
۳۴- منفي خبرې ڪول پرېږدئ؛ ځڪه منفي خبرې منفي افڪار پيدا ڪوي او منفي افڪار ناڪامي زېږوي، هېڅڪله هم منفي خبرې په ژبه مه راوړئ د خپلو خبرو اترو له لارې يې لرې ڪړئ.
۳۵- په یاد مو وي، چې افڪار، نظریات او د ژوند فلسفه زموږ په مغزو ڪې د بریا یا ناڪامۍ تخم ڪري، د مغزو په ځمڪه ڪې چې هر څه وڪرو، هغه به رېبو.
٣۶- مثبتې خبرې درڪې د ايمان او باور قوت پیدا ڪوي، دا قوت درسره لویو بریاوو ته په رسېدو ڪې مرسته ڪوي.
۳۷- ناسم او منفي افڪار د انسان درون ګونګی ڪوي، ځان ترې وژغورئ.
۳۸- په رښتينو، حقيقي او ژورو هیلو ڪې ډېر قوت وي. خپل باور قوي ڪړئ، خپل ځان ته ووایئ: زه وړتیا لرم، زه يې ڪولای شم، خامخا یې ڪولای شم.
۳۹- قوي او پوخ ایمان بدن روغ ساتي، ڪوم خلک چې په ځان ڪې د باور قوت ساتي، پر وړو ناروغيو سربېره له لويو ناروغيو هم خوندي پاتې ڪېږي.
۴۰- ښه افڪار پر ژوند غوره او بد افڪار بد اغېز ڪوي. ڪه روح او ذهن مو له بدو افڪارو او ګناهونو پاک شي، نو بدن به مو روغ او سالم وي او ڪه روح مو ناروغ شي، نو تاسو به هم ناروغېږئ.
۴۱- پر انسان ډېری ناروغۍ د منفي افڪارو له امله حمله ڪوي، د انسان فڪر لومړی او بدن يې وروسته ناروغېږي. ناروغۍ لومړی رواني وي او وروسته بدني ڪېږي.
۴۲- ښه ذهن، ښه افڪار او ښه چلن د روغ بدن ضمانت ڪوي، ڪه تاسو ډاډمن او خوشحاله واوسئ، نو ارامه به وئ او د دې ارامتیا له امله له ناروغیو هم ژغورل ڪېږئ.
۴۳- ڪه غواړئ، یوه ناروغی درته رانشي نو درې څيزونه (بدن، ذهن او روح) پاک ڪړئ.
۴۴- هر ماشوم له مثبت فڪر سره نړۍ ته راځي، په منفي افڪارو لرونڪو ڪورنیو ڪې ماشوم د لويانو له منفي ڪړنو او خبرو اغېزمنېږي او په ځان ڪې منفي افڪار پیدا ڪوي.
۴۵- نويو څېړنو دا خبره ثابته ڪړې، چې ڪه انسان منفی افڪار او چلن بدلول غواړي، نو دا ڪار کولای شي. انسان د منفي افڪارو په پرېښودو د مثبتو افڪارو د خپلولو بشپړه وړتيا لري.
۴۶- منفي افڪار انسان په بېلابېلو ذهني او بدني ناروغيو اخته ڪوي او په پای ڪې یې د ناڪامۍ، ماتې او تباهۍ په ڪنده ڪې اچوي.
۴۷- مثبت افڪار په انسان ڪی پوخ باور پيدا ڪوي، له هرې ستونزې سره په زغم مقابله ڪوي، په توپانونو او تیارو ڪې لار پخپله پیدا ڪوي او هېڅڪله هم ماتې نه مني، هغوی په ڪاروبار ڪې تل بريالي وي.
۴۸- انسان باید ژر دا پرېڪړه وڪړي، چې آيا ڪړنې يې سمې دي؟
۴۹- په ژوند ڪې چې هرڪله د تېروتنې احساس وڪړئ، ژر ترې مخ واړوئ او د ښۀ ڪار پر لور را وگرځئ، خپلې تېروتنی اصلاح ڪړئ.
۵۰- څوک چې باوري ژوند تېروي په حقیقت ڪې همدا ڪس بریالی دی، په شتمنۍ ڪې هغه عزت نه شته، چې له غوره موخې سره په مینه او لېوالتيا ڪې وي، ستر هغه دی چې ستر ڪارونه ڪوي، هغه نه دی چې یوازې پیسې ګټي.
۵۱- څومره چې له نورو سره نېڪي او مهرباني ڪوئ یا نور له تاسو سره نېڪي او مهرباني ڪوي همدومره خوښي ترلاسه ڪوئ او ذهن مو ارامېږي.
«د ځان جوړونې هنر» له ڪتابه | 208 |
| 18 | ۱- بریا هېڅ وروستی حد نه لري دا يو دوامداره سفر دی، یوې موخې ته له رسېدو وروسته دویمې ته په تمه اوسئ.
۲- هره بریا مو تجربه ډېروي او د پخوا په پرتله ښه ڪېږي، یوه بریا د دویمې لپاره لارہ هواروي.
٣- له ستونزو او ننګونو سره په مبارزه ڪې د ژوند اصلي خوند وي.
۴- پر ځان دا باور پیدا ڪړئ چې راتلونڪی مو روښانه او په زړه پورې دی، له باور پرته بل لوی قوت نه شته، له باوره وړتيا پيدا ڪېږي؛ همدې ته مثبت افڪار وایي.
۵- یوې موخې ته له رسېدو وروسته مو پر ځان باور قوي ڪېږي او بلې موخې ته رسېدنه درته اسانېږي.
٦- هدف وټاڪئ، دې هدف ته د رسېدو لپاره په ځان ڪې مثبت افڪار پیدا ڪړئ، حالات ښه وارزوئ، په ځان ڪې دا باور پیدا ڪړئ چې هدف ته مو خامخا رسېږئ، د دغو څلورو خبرو په مرسته هره ماته په بریا بدلولی شئ.
۷- منفي فڪر له مغزو لرې ڪړئ! په مغزو ڪې پوخ باور پیدا ڪړئ. ڪه باور ولرئ، سخت ڪارونه هم ڪولای شئ. په باور ڪې يو ډول جادويي ځواک شته، چې په مرسته يې هر ډول ماتې په بریا بدلولای شئ.
۸- په لارو ڪې له پېښېدونڪو ستونزو مه وېرېږئ، ستونزې له ژوند سره يو ځای سفر ڪوي؛ خو د تل لپاره نه وي، تېرېږي، او ڪله چې تېرې شي بېرته نه راګرځي.
۹- خپل ځان ته د بې ڪاره فڪر مه ڪوئ، تاسو د الله تعالی ډېر ښايسته او په زړه پورې مخلوق یاست، هغه متعال ذات هېڅ شی بې ګټې نه دی پیدا ڪړی، په تاسو ڪې هر ډول وړتياوې موجودې دي، خپل ځان ته په درنه سترګه وګورئ، خدای پاک درته د هر ډول ڪار ڪولو وړتياوې درڪړې دي.
۱۰- ڪله چې انسان د ځان بدلولو قوي هوډ ولري، نو الله تعالی ورسره هر اړخيزه مرسته ڪوي او هغه په بشپړ ډول بدلون مومي. دا تجربه وڪړئ او ويې ازمویئ، تاسو به ددې خبرې رښتيني شاهدان واوسئ.
۱۱- ڪله چې پر دې حقیقت پوه شئ چې په نړۍ ڪې د هرې ستونزې حل لاره شته، نو هېڅڪله به و نه وېرېږئ.
۱۲- ڪه زموږ په ژوند ڪې ستونزې نه وي، نو پرمختګ نه شو ڪولای. ستونزې زموږ د ژوند لړۍ روانه ساتي، ستونزې مو ماغزه پیاوړي ڪوي، نو پر دې اساس له ستونزو مه وېرېږئ.
۱۳- انسان د پوخ باور په مرسته پر لويو ستونزو بریالی ڪېږي.
۱۴- په خپلو ڪارونو ڪې زیار وباسئ، تر څنګ يې له الله تعالی مرسته هم وغواړئ او دعا وڪړئ، چې خدایه پاڪه! تا ډېر خلک سمې لارې ته برابر ڪړي، زه پر دې هم پوهېږم چې غلو او بد عملو ته دې نېڪه لاره ور وښوده. ته متعال ذات چې څه وغواړې، هغه ڪېږي او چې ويې نه غواړې، ستا له اجازې پرته یوه پاڼه هم نه رپېږي. ستا په دربار ڪې ڪمی نه شته، ڪه وغواړې، له غريب نه پاچا او له پاچا نه غریب جوړولی شې؛, نو په دې هیله زما په شان دردېدلي انسان ته سمه لار راوښیه، په همدې هيله ستا په در ڪې لاس په دعا یم او زما دعا ستا په دربار ڪې قبوله وګرځوې.
۱۵- د دعا په مرسته مو باور، له خدای پاک نه له مرستې غوښتلو وروسته به احساس ڪړئ، چې له دې څنګه قوي او مثبته پايله را منځته ڪېږي.
۱۶- د يو ڪار جدي غوښتنه او رښتينی شوق يو قيمتي څيز دی، چې يو شخص خپلو موخو ته رسولى شي.
۱۷- ڪوم شخص چې خپل ځان بدل ڪړي، هغه هرڅه بدلولای شي؛ ځڪه د ذهن بدلول د انسان هرڅه بدلولای شي، تر دې چې د هغه حالات هم بدلولای شي.
۱۸- خلک د یو ڪار په ڪولو ڪې ځڪه پاتې راځي، چې په مغزو ڪې يې دغه فڪر له وړاندې ځای نیولی دی، چې دغه ڪار نه شي ڪولای.
۱۹- ڪله چې يو شخص مثبت فڪر خپل ڪړي، په ځان ڪې يې مثبت قوتونه په حرڪت راځي او د ماتي منفي افڪار ترې وځي.
۲۰- د بریا باور بریا درڪوي، دومره پرېڪړه ڪول پڪار دي چې پلانی ڪار ڪولای شم، باور د برياليتوب ضمانت ڪوي.
۲۱- د انسان هدف باید لوړ وي چې د ژوند سفر يې په لوړېدو شي.
۲۲- فڪر د انسان پر ڪار ژور اغیز ڪوي. ڪه د روغتیا په اړه فڪر وڪړې، نو روغ به یې؛ ڪه د ناروغی په اړه فڪر ڪوې، نو ناروغ به يې؛ ڪه د بریا په هڪله فڪر ڪوې بریالی به یې او ڪه د ناڪامۍ په اړه فڪر وڪړې، ناڪام به يې؛ څه چي زموږ په ذهن ڪې دي، له هغو سره مخ ڪېږو.
۲۳- ورځ په ښه فڪر پیل ڪړئ، چې نن به ډېره ښه او مبارڪه ورځ وي، په تاسو به د الله تعالی رحمتونه وورېږي او هر څه به د ښه ڪېدو پر لور روان شي ان شاء الله.
۲۴- په خبرو ڪې ډېر قوت وي، مثبتې خبرې ذهن پياوړی ڪوي او منفي خبرې ذهن او شخصیت ڪمزوری ڪوي؛ ځڪه هېڅڪله د خپګان او ماتې خبرې مه ڪوئ، تل د بریا یادونه وڪړئ، له منفي فڪر او خبرو ځان وساتئ.
۲۵- د ژوند هره ورځ ځانګړې او مهمه و ګڼئ، فڪر وڪړئ، چې نننۍ ورځ د ډېرو ڪارونو د ڪولو ورځ ده، نن چې ډېر څه ڪولای شئ، ښايي داسې فرصت درته بيا برابر نه شي.
۲۶- هر سهار چې له خوبه پاڅېږئ، نو له ځان سره ووایئ، چې نن په ما ڪې ډير طاقت او وړتیا ده، نننۍ ورځ ډېره په زړه پورې ده، نن داسې احساسوم چې د پخوا په پرتله ډېر ځواک او وړتیا لرم. | 179 |
| 19 | No text... | 168 |
| 20 | ځوانانو ته سل نصيحتونه.pdf | 220 |
