en
Feedback
♤نېمګړې♡مېنه▪♤

♤نېمګړې♡مېنه▪♤

Open in Telegram

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ ملګورو الله ﷻدی وکی چې جوړ او روغ بیاست ده نیمګړې مینی کانال ته ښه راغلاست زموږ سره ملتیا وکې ده کاناله وزی مه بیصدا یه کې 👈 تبادلی لپاره @ARsfrg

Show more
815
Subscribers
No data24 hours
-57 days
-2330 days
Posts Archive
Repost from N/a
دا چې غمجنې شوګيرې کوې دا چاته کوې په بیابان چې دومره شپې کوې دا چاته کوې تۀ خپل غمجن غمجن اواز رسؤل چاته غواړې دا کله کله چې ټپې کوې دا چاته کوې لکه چې بیا دې زړۀ بایللی دی او بیا مین یې چې په سندرو کې ګیلې کوې دا چاته کوې ادبی شعرونه اوټپي

🔹 ځینو سلفو ویلي دي: 🔸 ځینې ګناهونه له منځه نه ځي،مګر د اولادونو د اندېښنو او غمونو له لارې. 📚 له کتاب:«حقوق فرزندان بالای
🔹 ځینو سلفو ویلي دي: 🔸 ځینې ګناهونه له منځه نه ځي،مګر د اولادونو د اندېښنو او غمونو له لارې. 📚 له کتاب:«حقوق فرزندان بالای مادران»

د چاپلوسانو سره باید دا ډول چلند وشي 🔹 همام وايي:یو سړی راغی او د عثمان رضي الله عنه مخې ته یې د هغه تعریفونه وکړل؛مقداد بن
د چاپلوسانو سره باید دا ډول چلند وشي 🔹 همام وايي:یو سړی راغی او د عثمان رضي الله عنه مخې ته یې د هغه تعریفونه وکړل؛مقداد بن الاسود (رضی الله عنه)یو موټی خاوره راواخیسته او د هغه ستایونکي پر مخ یې وشیندله،او وې ویل:رسول الله ﷺ فرمایلي:«کله چې تاسو د ستایونکو او چاپلوسانو سره مخامخ شئ،نو پر مخونو یې خاوره وشیندئ»[رواه ابوداود ۴۸۰۶] 🔸 یو سړی حضرت علي رضي الله عنه ته راغی او دهغه یی ډېر زیات تعریفونه وکړل! علي رضي الله عنه ورته وویل:زیاته چاپلوسي مه کوه! هغه څه چې ته یې په زړه کې لرې، زه تر هغه ښه یم؛خو هغه څه چې ته یې په ژبه وایې، زه هغسې نه یم. 📚[جامع الاحادیث الصحیح]

⁉️آیا نه غواړې چې ستاسو نیک عملونه د مرګ وروسته هم،بند نه شي؟! 🔹نو مجازي فضا،د اسلام د پوهې او ښکلاګانو د خپرولو لپاره تر ټو
⁉️آیا نه غواړې چې ستاسو نیک عملونه د مرګ وروسته هم،بند نه شي؟! 🔹نو مجازي فضا،د اسلام د پوهې او ښکلاګانو د خپرولو لپاره تر ټولو غوره ځای دی! امام ابن جوزي رحمه‌الله وایي:څوک چې غواړي نېک عملونه یې حتی د مرګ وروسته هم بند نه شي،نو علم دې خپروي.التذکرة،(ص:۵۵). اهداف ومرام،شرح فارسی بلوغ المرام

عمر رضي الله عنه هغه سړي ته چې غوښتل یې خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړي:وویل ولې غواړې چې طلاق ورکړې؟ هغه وویل:زه له هغې سره مینه ن
عمر رضي الله عنه هغه سړي ته چې غوښتل یې خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړي:وویل ولې غواړې چې طلاق ورکړې؟ هغه وویل:زه له هغې سره مینه نه لرم! امیر المؤمنین عمر رضي الله عنه وفرمایل:ایا ټول کورونه یوازې د مینې پر بنسټ ولاړ دی؟ نو مسؤلیت او تړون څه شو؟! 📚 (البیان والتبیین: ۲/۸۹)

علامه ابن قیم رحمه الله وایی:«غم زړه کمزوری کوي،عزم سستوي،او د ارادی د تاوان سبب کیږی. د شیطان لپاره تر ټولو څخه زیات خوشحاله
علامه ابن قیم رحمه الله وایی:«غم زړه کمزوری کوي،عزم سستوي،او د ارادی د تاوان سبب کیږی. د شیطان لپاره تر ټولو څخه زیات خوشحاله کوونکی شی د مؤمن دخپګان څخه بل شی نیشته[طریق الهجرتین]. "ای دزرنو مالیکه ټول غمجن زرونه دغیبو څخه خوشحال کره" اللَّهُمَّ إنِّي أعوذُ بكَ منَ الهَمِّ والحَزَنِ، والعَجزِ والكسَلِ، والبُخلِ والجُبنِ، وضَلَعِ الدَّينِ، وغَلَبَةِ الرِّجالِ.

▪️ علامه ابن قیم الجوزی رحمه الله فرمایي: ▫️شیطان له درېو لارو څخه کولی شی د رحمان پر بندګانو داخل شي: 1- د غفلت او ناپوهۍ له
▪️ علامه ابن قیم الجوزی رحمه الله فرمایي: ▫️شیطان له درېو لارو څخه کولی شی د رحمان پر بندګانو داخل شي: 1- د غفلت او ناپوهۍ له لارې، 2- د شهوت له لارې، 3- او د غصې (قهر) له لارې. 📚 الوابل الصیب، صـ ۳۷ اهداف و مرام، شرح فارسی بلوغ المرام

🔰 امام عینی حنفي رحمه الله وایي:«که ښځي ته اجازه وي چې د مباحو امورو لپاره له کوره ووځي،نو غوره ده چې د واجبو یا مستحب امورو
🔰 امام عینی حنفي رحمه الله وایي:«که ښځي ته اجازه وي چې د مباحو امورو لپاره له کوره ووځي،نو غوره ده چې د واجبو یا مستحب امورو لپاره ووځي؛لکه د شهادت ادا کول،فرض حج،د پلار،مور او خپلو محارمو لیدو لپاره،او[د علم او پوهې حاصلولو لپاره]» 📚 (عمدة القاري،کتاب الصلاة و کتاب النکاح) [فقه الإسلام،شرح فارسي صحیح البخاري الإمام (۳۲/۳۳)]

➖ ګرانو دعوتګرانو! 🔹اوسنی وخت،دنرمۍ،صبر،زغم او حکمت وخت دی،د شدت او سختۍ وخت نه دی.ځکه چې ډېری خلک د الله عزوجل له دین څخه ن
➖ ګرانو دعوتګرانو! 🔹اوسنی وخت،دنرمۍ،صبر،زغم او حکمت وخت دی،د شدت او سختۍ وخت نه دی.ځکه چې ډېری خلک د الله عزوجل له دین څخه ناپوهه دي او د دنیا د مال او متاع په لټه کې دي.له همدې امله،لازمه ده چې له خلکو سره د صبر او زغم له لارې مخته ولاړ شو،تر څو خپلو هدفونو او موخو ته چې د کتاب او سنت پیروي ده،ورسېږو.او دا سبب شي چې خلک له موږ څخه ونه تښتي،او زموږ خبرو ته غوږ ونیسي. 📚 مجموع الفتاوی (۸/۳۷۶۹)

✨ راځئ چې نننۍ جمعه ضایع نه کړو،بلکې ټولو مسلمانانو ته–په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې زموږ لپاره ډېر ګران دي–د هدایت،روغتیا،خ
✨ راځئ چې نننۍ جمعه ضایع نه کړو،بلکې ټولو مسلمانانو ته–په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې زموږ لپاره ډېر ګران دي–د هدایت،روغتیا،خوشحالۍ او خیر دعاوې وکړو 🌠🦋 🔰 حافظ ابن حجر رحمه الله وايي:«جمعه د اونۍ تر ټولو غوره ورځ ده، او په هغې کې داسې یو ساعت شته چې دعا پکې قبلیږي،په ځانګړې توګه–د ځینو په وینا–د مازدیګر له لمانځه وروسته» 📚 [فقه الإسلام، شرح فارسي صحیح البخاري الإمام، کتاب نماز]

د اولاد وژنه بېلابېلې طریقې لري،[خو تر ټولو خطرناکه یې]دا ده چې اولاد له علم او صحیح عقیدې څخه لرې وساتل شي،ځکه چې په دې سبب
د اولاد وژنه بېلابېلې طریقې لري،[خو تر ټولو خطرناکه یې]دا ده چې اولاد له علم او صحیح عقیدې څخه لرې وساتل شي،ځکه چې په دې سبب یې دنیا او آخرت تباه کېږي. 📚 تفسیر عون المنان (۱۱/۷۸۹)

🔹پوه شه چې په لمانځه کې سستي رزق او روزي کموي: 🔸 امام خلاد رحمه الله فرمایي: «هغه قوم چې په لمانځه کی سستي او کوتاهي کوي،د
🔹پوه شه چې په لمانځه کې سستي رزق او روزي کموي: 🔸 امام خلاد رحمه الله فرمایي: «هغه قوم چې په لمانځه کی سستي او کوتاهي کوي،د دوی لومړنی عذاب دا وي چې رزق او روزي یې کمه شي» 📚 فتح الباري لابن رجب (۳/۱۴۴)

{ادْعُوا رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ}[سورة الأعراف،۵۵] یعنې:«خپل رب په عاجزۍ او پټه تو
{ادْعُوا رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ}[سورة الأعراف،۵۵] یعنې:«خپل رب په عاجزۍ او پټه توګه راوبلئ،بېشکه چي هغه له حده تېري كوونكي نه خوښوي. د سعید بن جبیر څخه د دې آیت په تفسیر کې روایت شوی،چې ویلې یې دي:د هیڅ مؤمن سړي یا ښځې پر ضد د شر دعا مه کوئ[لکه دا چې ووايې]یا الله! هغه رسوا او بې‌ عزته کړه،یا پرې لعنت وکړه،یا داسې ورته نور الفاظ،ځکه چې دا عمل تجاوز او تېري دی. [الدر المنثور اثر سیوطی(۳/۴۷۵)]. [تفسير عون المنان، سوره ی الاعراف]

🔹په اسلام کې ښځه د مېړه له وفات وروسته اختیار لري چې واده کوي یا نه؛هېڅوک نشي کولای چې هغه له نکاح کولو څخه منع کړي.او همدار
🔹په اسلام کې ښځه د مېړه له وفات وروسته اختیار لري چې واده کوي یا نه؛هېڅوک نشي کولای چې هغه له نکاح کولو څخه منع کړي.او همدارنګه دا هم پر هغې لازمي نه ده چې خامخا دې د خپل مېړه له ورور سره واده وکړي!. 🔸«سبیعه اسلمیه رضي الله عنها د خپل میړه له مړینې څو شپې وروسته،یو ماشوم وزیږوه،د رسول الله ﷺ حضور ته راغله او له هغه څخه یې د واده کولو اجازه وغوښته،رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې ته اجازه ورکړه او هغې واده وکړ». 🔸ښځه آزاده ده،هغه کولی چې د څلورو میاشتو او لسو ورځو له عدت وروسته،له هر چا سره چی غواری واده وکړي،یا هیڅکله واده ونکړي. 🔹او هیڅوک حق نلري یوه ښځه،چې میړه یې وفات شوی وي،دې ته مجبوره کړي چې په هماغه کور کې پاتې شي–لکه څنګه چې ځینې پښتانه وروڼه دا کار کوي. 📚له کتاب:توصیه های پیامبر علیه السلام در مورد ازدواج

⛔️ د جمعې په ورځ د امام د خطبې په وخت کې د احتباء یعني(دزنګونو چسپول خپلی سینی سره) په حالت کې مه کېنئ؛ 🔹 امام احمد او ترمذي
⛔️ د جمعې په ورځ د امام د خطبې په وخت کې د احتباء یعني(دزنګونو چسپول خپلی سینی سره) په حالت کې مه کېنئ؛ 🔹 امام احمد او ترمذي له معاذ بن انس رضی الله عنه څخه روایت کوي چې هغه وویل:« أَنَّ النَّبِیَّ ﷺنَهَی عَنِ الحبْوَة یَوْمَ الجُمُعَةِ وَالإِمَامُ یَخْطُبُ» مسند احمد (۲۴/۳۹۳)، ترمذي (۵۱۴) او همدارنګه ابو داود (۱۱۱۰). یعنی:رسول الله ﷺ د جمعې په ورځ،د خطبې پر مهال د احتباء له ناستې څخه منع کړې ده. 🔹احتباء: یعني زنګونونه د سینې سره چسپول یا نښلول. 📚[جامع الاحادیث الصحیح].

💠 ایمان او وجدان دا غوښتنه کوي چی کله یو څوک له پېښې یا مصیبت سره مخ وي، نو [د خپل وس او توان سره سم] مرسته او همکاري ورسره
💠 ایمان او وجدان دا غوښتنه کوي چی کله یو څوک له پېښې یا مصیبت سره مخ وي، نو [د خپل وس او توان سره سم] مرسته او همکاري ورسره وکړو، نه دا چې سمدلاسه موبایل ټېلفون راواخلو،او د هغه ویډیو یا عکس واخلو،او هماغه کس په هغه ناورین او مشکل کې یواځې پرېږدو!!

🔹 سیدنا عمر بن خطاب رضي الله عنه فرمایي: «الرَّاحَةُ فِي ‌تَرْكِ ‌خُلَطَاءِ ‌السُّوءِ» یعني: آرامي او سکون د بدو ملګرو په پر
🔹 سیدنا عمر بن خطاب رضي الله عنه فرمایي: «الرَّاحَةُ فِي ‌تَرْكِ ‌خُلَطَاءِ ‌السُّوءِ» یعني: آرامي او سکون د بدو ملګرو په پرېښودو کې ده. 📚 الزهد، أبو بکر الشیباني (۲۸۷هـ)، ص ۴۹

امام ذهبی رحمه الله وایی:له فاسدو خلکو سره په دې نیت واده مه کوئ، چې تاسې به هغوی اصلاح کړئ؛ځکه کېدای شي هغوی تاسې فاسد کړي.
امام ذهبی رحمه الله وایی:له فاسدو خلکو سره په دې نیت واده مه کوئ، چې تاسې به هغوی اصلاح کړئ؛ځکه کېدای شي هغوی تاسې فاسد کړي. د مثال په توګه،عمران بن حطان دخوارجو فرقی له یوې ښکلي ښځې سره واده وکړ،او فکر یې کاوه چې هغه به د اهل سنتو پر لاره راولي؛خو برعکس، پخپله د خوارجو له مشرانـو څخه شو. 📚 سیر أعلام النبلاء: ۴/۲۴۱ 📘 فقه الإسلام، شرح فارسي صحیح البخاري الإمام

له خپلو لوڼو او خویندو سره نیک چلند کوه،او کله چې هغوی [ستا کور ته]راشي،خپله خوشالي څرګنده کړه،او د ناپوهانو مخالفت وکړه:{وَإ
له خپلو لوڼو او خویندو سره نیک چلند کوه،او کله چې هغوی [ستا کور ته]راشي،خپله خوشالي څرګنده کړه،او د ناپوهانو مخالفت وکړه:{وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالْأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ(۵۸)يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ ۚ أَيُمْسِكُهُ عَلَىٰ هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ ۗ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ (۵۹)}[النحل:۵۸–۵۹]. او کله چې له دوی څخه یوه ته د لور زېږېدو زېری ورکړل شي،نو مخ یې تور شي، او له غصې ډک شي.له خلکو پټ ګرځي،د دې بد زېري له امله سوچ کوي: «ایا دا (لور) له سپکاوي سره ژوندۍ پرېږدي،که یې خاورو ته وروسپاري؟!»هو!څومره بده فیصله ده چې دوی یې کوي! تفسیر عون المنان: ۱۹/۴۵۴

د_انفاق_او_صدقې_ارزښت 🔹رسول الله ﷺ فرمایي،الله تعالی فرمايي:«یَا ابْنَ آدَمَ! أَنْفِقْ، أُنْفِقْ عَلَیْکَ»(صحیح مسلم) یعني:ا
د_انفاق_او_صدقې_ارزښت 🔹رسول الله ﷺ فرمایي،الله تعالی فرمايي:«یَا ابْنَ آدَمَ! أَنْفِقْ، أُنْفِقْ عَلَیْکَ»(صحیح مسلم) یعني:اې د آدم زویه! لګښت وکړه،ترڅو پر تا هم لګښت وشي.