en
Feedback
♤نېمګړې♡مېنه▪♤

♤نېمګړې♡مېنه▪♤

Open in Telegram

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ ملګورو الله ﷻدی وکی چې جوړ او روغ بیاست ده نیمګړې مینی کانال ته ښه راغلاست زموږ سره ملتیا وکې ده کاناله وزی مه بیصدا یه کې 👈 تبادلی لپاره @ARsfrg

Show more
815
Subscribers
No data24 hours
-57 days
-2330 days
Posts Archive
شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله تعالی فرمایي:«پر رسول الله ﷺ د دعا نه مخکې،د دعا په منځ کې او د دعا په پای کې درود ویل،یو له
شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله تعالی فرمایي:«پر رسول الله ﷺ د دعا نه مخکې،د دعا په منځ کې او د دعا په پای کې درود ویل،یو له هغو پیاوړو اسبابو څخه دی چې د دعا د قبولو هیله ورسره ترلاسه کېږي»اقتضاء الصراط المستقیم (۲/۲۴۹) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ. اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ.

بې لمونځه په دې هیله مه منه چې له واده وروسته به یې بدل کړئ،او د داسې انجلۍ خواستګاري ته مه ځه چې لمونځ نه کوي په دې هیله چې
بې لمونځه په دې هیله مه منه چې له واده وروسته به یې بدل کړئ،او د داسې انجلۍ خواستګاري ته مه ځه چې لمونځ نه کوي په دې هیله چې وروسته له واده به بدله شي؛ځکه چې «واده» د یوې نوې کورنۍ د جوړولو بنسټ ایښودو لپاره دی،نه د اصلاح او بلنې ځای،او نه هم د درملنې کومه مؤسسه او اداره. په واده کې اصل دا دی چې دواړه یو بل په بشپړ ډول ومني،نه دا چې هڅه وکړي یو بل وزغمي،تر څو وکولای شي د یو بل عادتونه،فکرونه او چلندونه بدل کړي

🔹 {وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا...} [الأعراف: 56]. «په ځمکه کې له اصلاح وروسته فساد مه کوئ.» «هر څوک چ
🔹 {وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا...} [الأعراف: 56]. «په ځمکه کې له اصلاح وروسته فساد مه کوئ.» «هر څوک چې د نړۍ په حالاتو کې غور وکړي،نو وبه مومي چې په ځمکه کې د هر ډول اصلاح او نېکمرغۍ سبب د الله تعالی توحید،د هغه عبادت او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت دی.او په نړۍ کې د هر ډول شر، مصیبت،قحطۍ،د دښمن تسلط او د نورو ټولو بدیو لامل د رسول الله (ﷺ) مخالفت او د الله پرته بل چا ته بلنه ورکول دي» 📚 شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله | الجامع الکلام (۳/۱۷۰) تفسیر عون المنان (۱۲/۵۶۷)

درې شیان پر [یو کس] ژوندون ستونزمن کوي ۱ ـ بد ګاونډی. ۲ ـ نافرمانه اولاد. ۳- او هغه مېرمن چې بد اخلاق او ناوړه خوی ولري. امام
درې شیان پر [یو کس] ژوندون ستونزمن کوي ۱ ـ بد ګاونډی. ۲ ـ نافرمانه اولاد. ۳- او هغه مېرمن چې بد اخلاق او ناوړه خوی ولري. امام ابن عبدالبر رحمه الله | بهجة المجالس،ص ۱۹۹ تفسير عون المنان (۲۳۳/۱۹) له الله تعالی نه د دې درې شیانو له شره پناه غواړو!

دهر دردیدلي لپاره نصیحت امکان نه لري چې انسان دې په دنیا کې تل خوشحاله وي؛یوه ورځ خوشحاله وي او بله ورځ غمجن؛یوه ورځ خپلې غوښتنې ته رسېږي او بله ورځ نه رسېږي،په دې ډول د ژوندون په بېلابېلو برخو کې،هم د خپل بدن او روح په اړه،او هم د خپلې کورنۍ او ټولنې په اړه ازمیښتونو او په ډېرو ستونزو کې قرار لري خو سره له دې ټولو ستونزو او حالاتو،د مؤمن لپاره ټول خیر دی؛ځکه که کوم زیان یا ستونزه ورسېږي،صبر کوي،او که کومه خوشحالي یا کوم نعمت تر لاسه کړي،د الله شکر ادا کوي،او دا ټول د هغه په ګټه دي. له همدې امله،که ته کوم مصیبت سره مخ شې،نو فکر مه کوه هغه غم چې تاته رسیدلی،هغه درد او کړاو چې ته ورسره مخ شوي یی،یا حتی هغه اغزی چې ستا په پښه کې تللی دی بې ګټې به وي،بې اجره به وي،یا به هیر شي؛ته به یی په بدل کې ډیر خیر ومومئ،او ستا ګناهونه به د ونو د پاڼو په څیر توی شي،او دا د الله تعالی له طرفه نعمت دی. که انسان د صبر او شکیبایۍ ترڅنګ د اجر او ثواب هیله هم ولري،نو په دې صورت کې به هغه د اجر او ثواب څخه هم برخمن شي.نو له همدې امله،ستونزې او سختۍ دوه اړخونه لري. که یو مسلمان،په کوم مصیبت کی واقع کېږي،او د هغې اجر او پاداش ته یې پام وي او د الله په نزد د ثواب هیله او امید ولري،نو په دې صورت کې په هغه مصیبت کې دوه ګټې شته:یوه د ګناهونو کفاره او بله د نېکو کړنو زیاتوالی. خو که انسان د اجر او ثواب د نیت څخه غافل پاتې شي، او د هغو ستونزو له امله چې پر هغه راځي، زړه نارامه او خفه وي، نو که څه هم د نېکو کړنو زیاتوالی ورته نه کېږي، بیا هم همدا مصیبت د ده د ګناهونو لپاره کفاره ګرځي. که څه هم د دې لپاره چې صبر یې نه دی کړی او د اجر هیله یې نه درلوده، کوم ځانګړی پاداش نه لري.(شرح ریاض الصالحین ۴/۵۵)[فقه الإسلام، شرح فارسى صحيح البخارى الإمام»كتاب بيماري]

له یو عرب کوچۍ څخه پوښتنه وشوه:څنګه پوه شوې چې محمد ﷺ د الله رسول دی؟هغه وويل:په داسې څه یی حکم نه کاوه چې عقل ووایی:کاشکې له
له یو عرب کوچۍ څخه پوښتنه وشوه:څنګه پوه شوې چې محمد ﷺ د الله رسول دی؟هغه وويل:په داسې څه یی حکم نه کاوه چې عقل ووایی:کاشکې له دې څخه يې منع کړی وای؛او خلک به یی له داسې څه نه منع کول چې عقل ووایی:کاشکې یې پرې حکم کړی وای.مفتاح دار السعادة(۲‌:/۶-۷) 📚#تفسیر_عون_المنان

🔹قتاده-رحمه الله-وایي:«قسم په الله...که ملګری صالح وي،نو انسان ته ګټه رسوي او د هغه په حق کې شفاعت کوي»[تفسیر القرآن العظیم:
🔹قتاده-رحمه الله-وایي:«قسم په الله...که ملګری صالح وي،نو انسان ته ګټه رسوي او د هغه په حق کې شفاعت کوي»[تفسیر القرآن العظیم:(۳/۳۹۲)] 🔸 شیخ عبدالرحمن سعدي رحمه الله وایي:«یو له سترو لاسته راوړنو او خورا ګرانو غنیمتونو څخه د «صالحو ملګرو» تر لاسه کول او د هغوی دعاګانې په ژوند او د مرګ وروسته غنیمت ګڼل دي»[تیسیر الکریم الرحمن، ص:(۶۰۲)] تفسیر عون المنان:(۵۶۴/۲۴)

💠 #د_ریښتینی_او_افراطي_مسلمان_ترمنځ_توپیر!! 🔹 ریښتینی مسلمان:په خپل ایمان بوخت وي. 🔸 افراطي مسلمان:خپل وخت د نورو د ایمان
💠 #د_ریښتینی_او_افراطي_مسلمان_ترمنځ_توپیر!! 🔹 ریښتینی مسلمان:په خپل ایمان بوخت وي. 🔸 افراطي مسلمان:خپل وخت د نورو د ایمان په څېړلو تېروي. 🔹 ریښتینی مسلمان:هڅه کوي چې خپله او نور خلک جنت ته لاړ شي. 🔸 افراطي مسلمان:هڅه کوي دا ثابته کړي چې د ده پرته نور ټول دوزخ ته ځي. 🔹 ریښتینی مسلمان:(کله چې د نورو څخه تېروتنه او خطا وویني) هڅه کوي هغوی معذور وګڼي او له خطا یې تېر شي. 🔸 افراطي مسلمان:د نورو د تېروتنو او خطاګانو په افشا کولو پسې ګرځي،تر څو هغوی مجازات،تنبیه او رسوا کړي. 📑 ډاکټر علي الصلابي

🌺 د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو لویه خندا «تبسم» یعنې موسکا وه،ځکه چې د قهقهې خندا په کمعقلي او بې ادبي دلالت کوي.ل
🌺 د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو لویه خندا «تبسم» یعنې موسکا وه،ځکه چې د قهقهې خندا په کمعقلي او بې ادبي دلالت کوي.لکه څنګه چې موسکا نه کول،یا د هغه څه له امله نه حیرانېدل چې د حیرانتیا لامل کېږي،پر بد اخلاقۍ او سخت مزاجۍ دلالت کوي.او پیغمبران له دې څخه پاک او سپېڅلي دي.(علامه عبدالرحمن سعدي) عون المنان، در سوره‌ی نمل

💠 #نامرده سړی! 🔹هغه سړی چې خپله ښځه په کور کې ساتي،نه ورسره د یوې مېرمنې په شان چلند کوي،او نه هم اجازه ورکوي چې له بل چا س
💠 #نامرده سړی! 🔹هغه سړی چې خپله ښځه په کور کې ساتي،نه ورسره د یوې مېرمنې په شان چلند کوي،او نه هم اجازه ورکوي چې له بل چا سره واده وکړي،همدا دی نامرده سړی... 📚له کتاب:توصیه های پیامبر در مورد ازدواج

امام ابن القیم رحمه الله وايي:«مسلمان ته د هغه ګناه له امله پیغور یا(طعنه ورکول)،تر هغې ګناه نه هم لویه ګناه ده،چې هغه کړې ده
امام ابن القیم رحمه الله وايي:«مسلمان ته د هغه ګناه له امله پیغور یا(طعنه ورکول)،تر هغې ګناه نه هم لویه ګناه ده،چې هغه کړې ده»[مدارج السالکین]. ۴۰ سپارښتنې او نصیحتونه د الله جل جلاله لخوا په قرآن کریم کې د مؤمنانو لپاره

♦️د ورزش پر مهال خپل رانونه مه لوڅوئ: ☑️ په اسلام کې ورزش حرام نه دی،خو باید د اسلامي آدابو سره سم ترسره شي.نو باید د ورزش کا
♦️د ورزش پر مهال خپل رانونه مه لوڅوئ: ☑️ په اسلام کې ورزش حرام نه دی،خو باید د اسلامي آدابو سره سم ترسره شي.نو باید د ورزش کالي داسې نه وي چې عورت(په ځانګړي توګه رانونه) ښکاره شي. 🔹 رسول الله ﷺ جرهد اسلمي رضي الله عنه ولید چې د هغه د ران یوه برخه لوڅه وه،نو و فرمایل:«أَمَا عَلِمْتَ أَنَّ الْفَخِذَ عَوْرَةٌ»«آیا نه پوهېږې چې ران عورت دی»[سنن ابی داود (3389)]. 🔹 ابن عباس رضي الله عنه وايي:رسول الله ﷺ زما له څنګه تېر شو،په داسې حال کې چې ما داسې جامه اغوستې وه چې ران مې ښکاره شوی و. 🔸رسول الله ﷺ وفرمایل:«غط فخذک فإن الفخذ عورة»یعنې«خپل ران پټ کړه،ځکه چې ران عورت دی»[الإرواء (269)]

💠 د نېک عمله ښځې نه انتخابولو پایله 🔹 امام شافعي رحمه الله وايي:له یو باوري څنګلوري څخه مې واورېدل چې ویل یې:واده مې وکړ د
💠 د نېک عمله ښځې نه انتخابولو پایله 🔹 امام شافعي رحمه الله وايي:له یو باوري څنګلوري څخه مې واورېدل چې ویل یې:واده مې وکړ د خپل دین د ساتنې لپاره، 🔸خو... زما دین،زما د مور دین،او زما د ګاونډي دین له منځه ولاړ. 📚 مناقب الشافعي للبيهقي

💠 د سجدې پر مهال باید پښې له ځمکې پورته نه شي! 🔹 رسول الله ﷺ د سجدې د اوو غړو په اړه فرمایي: «أمرت أن أسجد على سبعة أعظم: ع
💠 د سجدې پر مهال باید پښې له ځمکې پورته نه شي! 🔹 رسول الله ﷺ د سجدې د اوو غړو په اړه فرمایي: «أمرت أن أسجد على سبعة أعظم: على الجبهة واليدين والركبتين وأطراف القدمين ولا نكفت الثياب والشعر» (بخاري او مسلم). 🔸 «ما ته امر شوی چې په اوو هډوکو (غړو) سجده وکړم: په تندي (د پوزې سره)، د لاسونو په ورغوو، په زنګونو، او د پښو د ګوتو په سرونو، داسې چې له ځمکې سره لګېدلي وي، او زه د لمانځه په وخت کې د جامو او وېښتانو د راټولولو څخه منع شوی یم». 📚 جامع الأحاديث الصحیح

فائده:«په ټولو احادیثو کې پر رسول الله ﷺ د ډېر درود ویلو هڅونه شوې ده؛په ځانګړي ډول د جمعې په ورځ.خو هر وخت چې ممکن وي،څومره
فائده:«په ټولو احادیثو کې پر رسول الله ﷺ د ډېر درود ویلو هڅونه شوې ده؛په ځانګړي ډول د جمعې په ورځ.خو هر وخت چې ممکن وي،څومره چې کولی شی پر هغه لوی شخصیت درود ووایه؛ځکه الله تعالی د هر درود په بدل کې پر تا لس ځله درود استوي».اللهم صل وسلم على عبدك ورسولك محمد وعلى آله وأصحابه أجمعين. له کتاب،احکام ومسائل درود

کله چې موږ د قرآن کریم هغو آيتونو ته رسېږو چې پکې خطاب شوي وي:{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا}،نو بايد ډېر تدبر او ژوره پاملر
کله چې موږ د قرآن کریم هغو آيتونو ته رسېږو چې پکې خطاب شوي وي:{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا}،نو بايد ډېر تدبر او ژوره پاملرنه ورته وکړو،ځکه چې عبدالله بن مسعود–رضي الله عنه–ویلی دي:« کله چې ته واورې چې الله تعالی فرمايي:{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا}،نو ښه غوږ ورته ونیسه،ځکه دا یا یو خیر دی چې الله تعالی پرې امر کړی،یا یو شر دی چې الله تعالی ترې منع کړې ده...[تفسیر ابن أبي حاتم]،عون المنان(۱۲/۵۶۷)

«د میراث څخه د ښځو محرومول یوه لويه ګناه ګڼل کېږي،او دا د جاهليت له هغو پاتو رواجونو څخه دی،چې ډېرو مسلمانانو دا (رواج) په می
«د میراث څخه د ښځو محرومول یوه لويه ګناه ګڼل کېږي،او دا د جاهليت له هغو پاتو رواجونو څخه دی،چې ډېرو مسلمانانو دا (رواج) په میراث وړی دی». شيخ مقبل الوادعي – رحمه الله –

ګرانه مېلمه! سفیان ثوري –رحمه الله –وایی: کله چې د یو چا کور ته ننوزې،نو هر ځای چې د کور خاوند درته ووايي،هلته کښینه؛ځکه چې د
ګرانه مېلمه! سفیان ثوري –رحمه الله –وایی: کله چې د یو چا کور ته ننوزې،نو هر ځای چې د کور خاوند درته ووايي،هلته کښینه؛ځکه چې د کور خاوند د خپل کور ستر او پټ ځایونه ښه پېژني،او دا مناسب ګڼي چې مېلمه باید چیرته کښېني.همداسې(تعلیم) موږ ته له رسول الله ﷺ څخه رارسېدلی دی.فتح الباري، ابن رجب(۲/۲۹۷) 📘 له کتاب:اهداف و مرام شرح فارسی بلوغ المرام

🔹 د ایمان څخه دا هم دی،چې ته د خپلو وسایلو او امکاناتو له لارې بل انسان ته ضرر یا تکلیف ونه رسوې... رسول الله ﷺ فرمایلي:«لا
🔹 د ایمان څخه دا هم دی،چې ته د خپلو وسایلو او امکاناتو له لارې بل انسان ته ضرر یا تکلیف ونه رسوې... رسول الله ﷺ فرمایلي:«لا ضرر ولا ضرار»[سنن ابن ماجه:۲۳۴۱]. یعنې:«ځان او نورو ته زیان مه رسوئ». 📚 جامع الاحادیث الصحیح

Repost from N/a
مـامې خپلي زندګۍ ته ښیرې وکړي بیامې هري بې وسې ته ښيرې وکـړي دوصال دعـا مې څوځلې تکـرار کـړه ورپسـې مي جـدایۍ ته ښیرې وکـړي دلالي احـوال یې رانوړه په شپه کې لاس ترزني مې سپوږمې تــه ښيرې وکـړي تقاضا او هیلې دواړي شوي نیـــمګړۍ نن مې ډیري مجبوري تــه ښيرې وکــړي پښتنـه وه مجبوري به یې لــرلـــه ما لـه ټوکو لیوني تــه ښیرې وکـــړي چې یې داسې بې وفا ده زیږولي نن مې ښي د یـار ابي ته ښیرې وکـړي #ادبی #شعرونه #اوټپی