en
Feedback
Afghan media

Afghan media

Open in Telegram

Our hope is your progress! زموږ هدف!تر تاسو د کره او دقیقو معلوماتو رسول دي په پښتو ژبه دانګلیسي اوتکنالوژۍ د زده کړې لپاره غوره چینل خپل ملګري مو دلته دعوت کړئ!! https://t.me/afghans10 👆👆👆👆👆👆👆👆👆👆

Show more
999
Subscribers
No data24 hours
-57 days
-2130 days
Posts Archive
خو دا خبره د "څوک غوره دی؟" په اړه نه ده، بلکې دا ښيي چې د نارینه‌وو او ښځو مغزونه بیلابیل قوتونه لري، خو دواړه په حافظه، منطق، او زده‌کړه کې تقریباً یو شان وړتیا لري. ذهانت د مغز له لویوالي نه، بلکې د هغې له هوښیار جوړښت سره تړاو لري. او ساینس وایي چې د مؤثریت له اړخه، د ښځو مغزونه په پټه د لوړ کیفیت سیستم په ډول کار کوي. 🧠⚖️

د ښځو مغزونه عموماً کوچني وي، خو ساینس وایي چې دا د کم عقلۍ نښه نه ده، بلکې د لوړې مؤثریت نښه ده د مغز اندازه د عقل یا ذهانت
د ښځو مغزونه عموماً کوچني وي، خو ساینس وایي چې دا د کم عقلۍ نښه نه ده، بلکې د لوړې مؤثریت نښه ده د مغز اندازه د عقل یا ذهانت معیار نه دی، او ساینس اوس دا خبره ثابته کړې ده. د "سټانفورډ" د طب پوهنځي او "نارت‌وېسټرن پوهنتون" د څېړونکو له یوې نوې مطالعې سره سم، د نارینه‌وو مغزونه په اوسط ډول له ښځو څخه ۱۰ تر ۱۵ سلنه لوی وي، خو دا توپیر هیڅ تړاو له ذهانت سره نه لري. برعکس، ښځې اکثره وخت له لږو نیورونونو سره د فکري او ذهني چارو په ترسره کولو کې د نارینه‌وو سره سیالي کوي یا هغوی ته ماته ورکوي، چې دا ښيي د دوی مغزونه د اندازې پر ځای د مؤثریت لپاره جوړ شوي دي. یاده څېړنه د مغزي جوړښتونو ژور تحلیل کوي، او موندلې یې ده چې نارینه عموماً زیات سپین ماده (white matter) لري، چې د بدني حرکاتو او فزیکي همغږۍ سره تړلې ده. خو ښځې زیات خړ ماده (gray matter) لري، چې د حافظې، اړیکو او عاطفي پروسس سره اړیکه لري. سربېره پر دې، د ښځو مغزونه پیاوړي "برېښنايي اړیکي" لري د مغز دواړو نیمایي برخو ترمنځ، چې دا خبره هغوی ته د هم‌مهاله څو کارونو ترسره کول، تېزه ذهني پروسس، او ښه احساساتي درک اسانه کوي.

https://t.me/afghans10 لینک شیر کړئ

Allah 𝒘𝒊𝒍𝒍 𝒏𝒆𝒗𝒆𝒓 𝒍𝒆𝒂𝒗𝒆 𝒚𝒐𝒖 𝒂𝒍𝒐𝒏𝒆... 𝒕𝒓𝒖𝒔𝒕 𝒉𝒊𝒎 𝒘𝒊𝒕𝒉 𝒂𝒍𝒍 𝒚𝒐𝒖𝒓 𝒎𝒊𝒈𝒉𝒕ꨄ الله پاک دې هیڅکله تنها نه پریږدي ، څومره چې کولای شې پرې باور ولره لایک مونسته 😁😄 @Afghans10

If you don't think about the end at first , you'll end up thinking about it . کچیرې په اول کې یې د اخر ( انجام) په اړه فکر ونه کړې ، په اخر کې بیا فکر پرې کوې لایک او فعالیت مونسته .✋👀 @Afghans10

50 Common English Antonyms👨‍🏫 Buy – Sell Begin – End Win – Lose Up – Down In – Out Right – Wrong Easy – Difficult Laugh – Cry Start – Stop Always – Never Before – After Left – Right High – Low Far – Near Alive – Dead On – Off New – Old Over – Under North – South Day – Night Yes – No Give – Take Come – Go Push – Pull Accept – Reject Build – Destroy Speak – Listen Love – Hate Throw – Catch Include – Exclude Create – Ruin Lead – Follow Arrive – Depart Allow – Forbid Truth – Lie Peace – War Clean – Dirty Strong – Weak Beautiful – Ugly Open – Close Raise – Lower Hot – Cold Big – Small Fast – Slow Happy – Sad Young – Old Early – Late Light – Dark Hard – Soft Full – Empty

50 BASIC ANTONYMS 🔥 1. Full - Empty 2. Accept - Reject 3. Modern - Ancient 4. Brave - Cowardly 5. Love - Hate 6. Hard - Soft 7. Give - Take 8. Win - Lose 9. Alive - Dead 10. Strong - Weak 11. Begin - End 12. Male - Female 13. Big - Small 14. Day - Night 15. Create - Destroy 16. Light - Heavy 17. Generous - Stingy 18. Joyful - Miserable 19. Safe - Dangerous 20. Kind - Cruel 21. Truth - Lie 22. Happy - Sad 23. Young - Old 24. Near - Far 25. High - Low 26. Noisy - Quiet 27. Clean - Dirty 28. Rise - Fall 29. Fast - Slow 30. Open - Closed 31. Deep - Shallow 32. Add - Subtract 33. Real - Fake 34. Bitter Sweet 35. Thick - Thin 36. Present - Absent 37. Up - Down 38. Tidy - Messy 39. Hot - Cold 40. Useful - Useless 41. Inside - Outside 42. Front - Back 43. join - leave 44. Laugh - Cry 45. Peace - War 46. Rigid - Flexible 47. Quiet - Loud 48. Smile - Frown 49. Right - Wrong 50. Visible - Invisible

photo content
+5

Tap to get your TikTok Shop coupon https://www.tiktok.com/t/ZP8hncMWJ/

Do not do anything that you will be sorry for. اول زده کړه بیا کوزده کړه. 4. A good brain should have a healthy body to live in. ښه مغزه د ژوند لپاره ښه روغتیا غوا ړي. 5. Manner makes the man. انسان ارزښت د هغه په ادب کی دی. 6. One unkind word leads to other. بدي له بدي ز یږي. 7. He that sows thorn must not except corn. څه چی کرې هغه به ریبې. 8. The more haste the less speed. بیړه د شیطان کار دی. 9. Who pardons the bad, injuries the good. که بد بخښې نو ښه به ژوبلوي. 10. Practice makes perfect. ښه کوه ، بد نشته. 11. No pain , no gain بی زحمته راحت نشته. 12. All mischief comes from the idleness. بی کاري د بدبختي زانګو ده. 13. Life and misery began together. غم او ښادي سره تړلی دی. 14. It is easier to pull down than build. ویجا ړول آسان وي او ودانول ګران. 15. A hungry belly has no ears. له یو لاسه ټک نه خیژي. 16. Half a loaf is better than no bread. نیمه ډوډۍ له نشته ښه ده. 17. First come, first served. زرنده که د پلار ده هم پ ه وار ده. 18. Health is better than wealth. روغتیا شتمني ده. @technology20251

50 Top English Proverbs And Idioms with Pashto meaning ۵۰ متلونه او اصطلاحات له پښتو معناوو سره نظر مو هم کومنیټ کې ولیکی Write your massage in comment Write your 1. Truth is better than gold. رښتیا او حقیقت له طلا څخه بهتر دي. 2. Do to others what you would have them to do to you. څه چی ځانته غواړې نورو ته یی هم وغواړه. 3. Do not do anything that you will be sorry for. اول زده کړه بیا کوزده کړه. 4. A good brain should have a healthy body to live in. ښه مغزه د ژوند لپاره ښه روغتیا غوا ړي. 5. Manner makes the man. انسان ارزښت د هغه په ادب کی دی. 6. One unkind word leads to other. بدي له بدي ز یږیږي. 7. He that sows thorn must not except corn. څه چی کرې هغه به ریبې. 8. The more haste the less speed. بیړه د شیطان کار دی. 9. Who pardons the bad, injuries the good. که بد بخښې نو ښه به ژوبلوي. 10. Practice makes perfect. ښه کوه ، بد نشته. 11. No pain , no gain بی زحمته راحت نشته. 12. All mischief comes from the idleness. بی کاري د بدبختي زانګو ده. 13. Life and misery began together. غم او ښادي سره تړلی دی. 14. It is easier to pull down than build. ویجاړول آسان وي او ودانول ګران. 15. A hungry belly has no ears. له یو لاسه ټک نه خیژي. 16. Half a loaf is better than no bread. نیمه ډوډۍ له نشته ښه ده. 17. First come, first served. زرنده که د پلار ده هم په وار ده. 18. Health is better than wealth. روغتیا شتمني ده. 19. A bird in hand is worth two in the bush. تر پردي ځوی خپله لور ښه ده. 20. You cannot wash the black moor white. تور خر په صابون نه سپین کیږي. 21. Poor and content is rich enough. قانع فقیر لوی بډای دی. 22. Late fruit keeps well. د صبر میوه خوږه ده. 23. I love my friend but myself better. اول ځان دې بیا جهان دې. 24. Every day is not Sunday. هره ورځ خوشحالي نه وي. 25. Empty words but no barely. تش په خبرو هیځ نه کیږي. 26. East and west home is the best. هر چاته خپل وطن کشمیر دی. 27. Circumstance altar cases. حالات په معاملاتو بدلیږي. 28. Later is better than never. د نه تګ څخه ناوخته تګ ښه دی. 29. Barking dog seldom bite. آسمان چی ځومره غوریږي دومره نه اوري. 30. Argue at home , but a mole abroad. په کور زمرۍ په صحرا ګیدړ. 31. A honorable death is better than disgraceful life. د ذلت د ژوند ځخه د عزت مرګ ښه دی. 32. An empty door will tempt a saint. مفت شراب قاضي هم څکي. 33. A nod the wise and a rod to the foolish. هوښیار ته اشاره کم عقل ته کوتک. 34. All is fair in love and war. په محبت او جنګ کښی هر شی کیږي. 35. A fair face needs no paint. ښکلا زیور ته ضرورت نه لري. 36. A good friend is another self. ښه ملګری یو بل ځان دی. 37. Now the responsibility is on mulla’s shoulder. الا بلا به ګردن ملا. 38. A wise enemy is better than a foolish friend. د کم عقل ملګري نه هوښیار دښمن ښه دی. 39. A broken hand can work but, but a broken heart can’t. مات لاس کار کولای شي مګر یو مات زړه نشی کولای. 40. Once bitten twice shy. مار خوړلۍ د پیړي هم ډاریږي. 41. All for one and one for all. ته له ما جار او زه له ته. 42. Be true and fear not. چه غل نه یی له پاچا هم مه ویریږه. 43. Misfortune often tells us what fortune is. د روغتیا قدر مریض ته وي. 44. Life is battle, not feast. ژوند د امتحان ځای دی نه د آسودګۍ. 45. A wolf in a lamb’s skin. دوست په لباس د دښمن کي. 46. Spare the rod and spoil the child. چه ډب نه وی ادب نه وي. 47. Drop by drop fills the tube. له څاڅکی څاڅکی نه دریاب جوړیږي. 48. Wishes do not wash dishes. ګوړه ګوړه وایه خوله بدی خوګه وي. 49. Look before you leap. تر اوبو مخکی موزی ویستل خطا دی. 50. Old friends and old wins are best. زوړ دوست او زاړه شراب ډیر ښه دي . ددغو متلونو او معقولو په اړه مو خامخا نظر په کومینټ کې راسره شریک کړی چې نورې هم درته نشر کړم

یوه ځوان هلک یو ځل وېښتان جوړونکي ته ولاړ، ویې ویل: داسې مې وېښتان برابره کړه لکه د هغه زوم چې نن یې واده دی! خلیفه «وېښتان ج
یوه ځوان هلک یو ځل وېښتان جوړونکي ته ولاړ، ویې ویل: داسې مې وېښتان برابره کړه لکه د هغه زوم چې نن یې واده دی! خلیفه «وېښتان جوړونکی» په ذوق او مینه کار پیل کړ، له څو ساعتونو وروسته یې ورته وویل: زوم چمتو شو! هلک هېندارې ته وکتل، ځان ته له سره تر پښو وکتل، موسک شو، ویې ویل: ډېر ښایسته ښکارم. خو لږ شېبه وروسته یې له زړه یو دروند ساه واخیست، خلیفه ته یې وویل: اوس یې بېرته را خراب که. خلیفه حیران شو، ویې پوښتل: ولې؟ ته خو ډېر خوشاله ښکاري. هلک ورو شو، سترګې یې رڼا له لاسه ورکړه، ویې ویل: زه زوم نه یم، یوازې مې غوښتل پوه شم که نن شپه زه د هغې پر ځای وای، چې واده یې دی، نو څنګه به ښکارېدم. ځینې ارمانونه یوازې د زړونو ژور کونج ته پاتې وي نه پوره کېږي، نه هېریږي! هڅونه

ستا په غټو غټو سترګو کې رانجه دي که واړه د مور په غېږه که وېده دي له وړو وړو خبرو نه دې جار شم په خوږو خوږو کتو کې دې خواږه د
ستا په غټو غټو سترګو کې رانجه دي که واړه د مور په غېږه که وېده دي له وړو وړو خبرو نه دې جار شم په خوږو خوږو کتو کې دې خواږه دي تور زلفې دې تور غرونه دوطن دي دا په مخ دې شنه خالونه پښتانه دي جينکو درته په لار سترګې پرتې وي بنجاري له تا نه بخت باندې څوک ښه دي صدقه دې له مستى او له شوخۍ نه راته مه خانده چې زړونه مو اوبه دي غزونې مې غمونو زړه کې کړي ارمانونه مې سېنې د پاسه مړه دي په بټوه کې ما عادل سره نور څه دي ستا کاږه واږه باڼه پکې پراته دي #admin @technology20251

په رواني روغتون کې ډاکټر، له ناروغ وپوښتل، چې نن د څه شي ورځ ده؟ ناروغ: د جمعې. ډاکټر: سبا به د څه شي ورځ وي؟ ناروغ: د جمعې ډ
په رواني روغتون کې ډاکټر، له ناروغ وپوښتل، چې نن د څه شي ورځ ده؟ ناروغ: د جمعې. ډاکټر: سبا به د څه شي ورځ وي؟ ناروغ: د جمعې ډاکټر: که نن جمعه وي او سبا هم جمعه وي؛ نو د خالي ورځ به کله وي؟ ناروغ: خالي به هغه وخت وي، چې نن له پرون توپیر ولري، کله چې موږ له پرون نه، نن یو ګام مخکې تللي یو، کله چې د نن عدالت د پرون په څېر نه وي، کله چې نننۍ بې انصافي د پرونۍ هغې نه کمه وي، همداسې د ژوند ټولې چارې در واخله؛ نو هله به بیا ورځ بدلېږي، کنه موږ به د قیامت تر ورځې په جمعې کې ژوند کوو. هڅونه

دوهمه برخه يو: د (جنسي) غړي نارمل يا مناسب اندازه څومره ده ؟ دوه: آيا د نارينه (جنسي) غړي غټېدل ممکن دي؟ هغه لارې چارې چې د (
دوهمه برخه يو: د (جنسي) غړي نارمل يا مناسب اندازه څومره ده ؟ دوه: آيا د نارينه (جنسي) غړي غټېدل ممکن دي؟ هغه لارې چارې چې د (جنسي) غړي د غټېدو لپاره تبليغ کيږي، موثرې دي؟ که جانبي عوارض هم لري؟ درې: هغوی چې فکر کوي (جنسي) غړی يې کوچني دی څه بايد وکړي؟ د نارينه (جنسي) غړي نارمل اندازه څومره ده؟ د لندن د کېنګز پوهنتون پوهانو د برېتانيا د عامې روغتيا د بنسټ (N H S) په مرسته د شل بېلو بېلو څېړنو چې په پنځلس زره کسانو تر شوې معلومه کړې چې د نارينه (جنسي) غړي مناسب اندازه څومره ده. په دغه څېړنه کې د اروپا، آسيا، افريقا او آمريکا د لويو وچو اکثره قومونه او نژادونه تر څېړنې لاندې نيول شوي دي. د دغه څېړنې پايلې ځکه د باور وړ دي چې د برېتانيا په نړيوال ژورنال ارو لوژي کې هم خپرې شوې دي. په دغه څېړنه کې د نارينه (جنسي) غړي مناسب يا سټنډرډ اوږدوالی په ویخ (لک) حالت کې دیارلس (۱۳) سانتي متره ښودل شوی. همداراز هغه کسان چې د ( جنسي) اړيکو په وخت کې يې تنا سلي غړی ۹ سانتي وي دې ته اړتيا نشته چې اندېښنه ولري، کولای شي بريالۍ (جنسي) اړيکه ولري. دريمه برخه ډير ژر.

اوله برخه: سوال. آیا مېرمنو ته د نارینه (جنسي) غړي اندازه مهمه ده؟ جواب په هرو سلو نارینه وو کې ۳۰ تنه فکر کوي چې (جنسي) غړی
اوله برخه: سوال. آیا مېرمنو ته د نارینه (جنسي) غړي اندازه مهمه ده؟ جواب په هرو سلو نارینه وو کې ۳۰ تنه فکر کوي چې (جنسي) غړی يې کوچنې دی، دوی پرته له دې چې پوی شي آيا (جنسي) غړی غټېدای شي او طب په دغه برخه کې کومه موثره درملنه لري او کنه په خپل سره يو شمېر لارې چار عملي کوي چې ګټه نه نلري او برعکس جانبي عوارض يا ځاني زيانونه هم لري. په دې وروستيو په ټولنيزو رسنيو کې يو شمېر اعلانات ليدل کيږي چې ګوندې د نارینه (جنسي) غړی غټېدای شي، يو شمېر خلک يا کمپنۍ چې غواړي خپلو محصولاتو ته بازار پيدا کړي د خپلو توليداتو په تبلغاتو کې افراط کوي او خلک هڅوي چې د دوی محصولات وپيري. بلخوا پدې هم فکر په کار دی چې د نارينه (جنسي) غړي متوسط يا نارمل اندازه څومره ده، ډېری وګړي فکر کوي چې مېرمنې به له کوچنې (جنسي) غړي ښه خوند نه شي اخستی خو دغه انګېرنه هم غلطه ده. نو پدې اساس به پدې ليکنه کې به څو اساسي مسايلو خبرې وکړو. دوهمه برخه ډير ژر: @technology20251

سپین بغاوت د مرحوم مطیع الله تراب یو غوره اثر دی او واقعا لوستل يې ځانګړی کیف کوي.

ځینې ځوانان که څه هم جالبه موضوع وي، خو بیا هم اوږدې لیکنې نه لولي او زړه یې تنګېږي، دا لاندې مهم لاملونه لري: ۱. د حوصلې کمښ
ځینې ځوانان که څه هم جالبه موضوع وي، خو بیا هم اوږدې لیکنې نه لولي او زړه یې تنګېږي، دا لاندې مهم لاملونه لري: ۱. د حوصلې کمښت د ډېرو ځوانانو حوصله کمه شوې، هغوی غواړي لنډ، ژور او چټک معلومات ترلاسه کړي، اوږده لیکنه ورته ستړې کوونکې ښکاري. ۲. ډیجیټلي عادتونه ټیکنالوژي، لکه فېسبوک، ټک‌ټاک او انسټاګرام، د چټکو، لنډو محتویاتو عادت ورکړی دی. دا عادت ذهن ته اجازه نه ورکوي چې اوږدې لیکنې ته دوام ورکړي. ۳. د تمرکز کمښت د ځوانانو تمرکز کم شوی. کله چې اوږده لیکنه وویني، ذهن یې ژر بلې خوا ته وځي. ۴. د لوست لوږه نه لرل ځیني ځوانان له کوچنيوالي نه د کتاب یا لیکنې له لوستلو سره اشنا نه وي، نو اوږده لیکنه ورته درنه ښکاري. ۵. ناسم لیکني سبک که څه هم موضوع جالبه وي، خو که لیکنه ساده، روانه او جذابه نه وي، لوستونکی پرې زړه بایلي. ۶. زیات معلومات په لنډ ډول خوښوې ځوانان اوس غواړي چې ډېر معلومات په لنډ وخت کې ترلاسه کړي، اوږدې لیکنې ورته وخت ضایع ښکاري. ۷. د مطالعې له مهارت څخه بې‌برخې‌توب ځیني ځوانان نه پوهېږي چې څنګه اوږده لیکنه تحلیل یا خلاصه کړي، نو له همدې امله ترې تښتي.

دا ویډیو له ځان سره ډېر لوی مفهوم لري.

Afghan media - Statistics & analytics of Telegram channel @afghans10