📚Rokhan library 📚روښان کتابتون📚
Open in Telegram
💡روښان کتابتون 📚 هر ډول علمي،سياسي،اقتصادي،ديني او عصري،ناولونه،تاريخې معلوماتي کتابونه، احاديث، غوره ويناوې، شعرونه په مختلفو ژبو کې نشر کيږي پښتو،فارسي،عربي،اردو،انګليسي، مقصد مو د مطالعې عام کول دي♥️
Show more1 206
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
-1930 days
Posts Archive
له یو عرب کوچۍ څخه پوښتنه وشوه:څنګه پوه شوې چې محمد ﷺ د الله رسول دی؟هغه وويل:په داسې څه یی حکم نه کاوه چې عقل ووایی:کاشکې له دې څخه يې منع کړی وای؛او خلک به یی له داسې څه نه منع کول چې عقل ووایی:کاشکې یې پرې حکم کړی وای.مفتاح دار السعادة(۲:/۶-۷)
📚#تفسیر_عون_المنان
🔹قتاده-رحمه الله-وایي:«قسم په الله...که ملګری صالح وي،نو انسان ته ګټه رسوي او د هغه په حق کې شفاعت کوي»[تفسیر القرآن العظیم:(۳/۳۹۲)]
🔸 شیخ عبدالرحمن سعدي رحمه الله وایي:«یو له سترو لاسته راوړنو او خورا ګرانو غنیمتونو څخه د «صالحو ملګرو» تر لاسه کول او د هغوی دعاګانې په ژوند او د مرګ وروسته غنیمت ګڼل دي»[تیسیر الکریم الرحمن، ص:(۶۰۲)]
تفسیر عون المنان:(۵۶۴/۲۴)
💠 #د_ریښتینی_او_افراطي_مسلمان_ترمنځ_توپیر!!
🔹 ریښتینی مسلمان:په خپل ایمان بوخت وي.
🔸 افراطي مسلمان:خپل وخت د نورو د ایمان په څېړلو تېروي.
🔹 ریښتینی مسلمان:هڅه کوي چې خپله او نور خلک جنت ته لاړ شي.
🔸 افراطي مسلمان:هڅه کوي دا ثابته کړي چې د ده پرته نور ټول دوزخ ته ځي.
🔹 ریښتینی مسلمان:(کله چې د نورو څخه تېروتنه او خطا وویني) هڅه کوي هغوی معذور وګڼي او له خطا یې تېر شي.
🔸 افراطي مسلمان:د نورو د تېروتنو او خطاګانو په افشا کولو پسې ګرځي،تر څو هغوی مجازات،تنبیه او رسوا کړي.
📑 ډاکټر علي الصلابي
🌺 د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو لویه خندا «تبسم» یعنې موسکا وه،ځکه چې د قهقهې خندا په کمعقلي او بې ادبي دلالت کوي.لکه څنګه چې موسکا نه کول،یا د هغه څه له امله نه حیرانېدل چې د حیرانتیا لامل کېږي،پر بد اخلاقۍ او سخت مزاجۍ دلالت کوي.او پیغمبران له دې څخه پاک او سپېڅلي دي.(علامه عبدالرحمن سعدي)
عون المنان، در سورهی نمل
💠 #نامرده سړی!
🔹هغه سړی چې خپله ښځه په کور کې ساتي،نه ورسره د یوې مېرمنې په شان چلند کوي،او نه هم اجازه ورکوي چې له بل چا سره واده وکړي،همدا دی نامرده سړی...
📚له کتاب:توصیه های پیامبر در مورد ازدواج
امام ابن القیم رحمه الله وايي:«مسلمان ته د هغه ګناه له امله پیغور یا(طعنه ورکول)،تر هغې ګناه نه هم لویه ګناه ده،چې هغه کړې ده»[مدارج السالکین].
۴۰ سپارښتنې او نصیحتونه د الله جل جلاله لخوا په قرآن کریم کې د مؤمنانو لپاره
♦️د ورزش پر مهال خپل رانونه مه لوڅوئ:
☑️ په اسلام کې ورزش حرام نه دی،خو باید د اسلامي آدابو سره سم ترسره شي.نو باید د ورزش کالي داسې نه وي چې عورت(په ځانګړي توګه رانونه) ښکاره شي.
🔹 رسول الله ﷺ جرهد اسلمي رضي الله عنه ولید چې د هغه د ران یوه برخه لوڅه وه،نو و فرمایل:«أَمَا عَلِمْتَ أَنَّ الْفَخِذَ عَوْرَةٌ»«آیا نه پوهېږې چې ران عورت دی»[سنن ابی داود (3389)].
🔹 ابن عباس رضي الله عنه وايي:رسول الله ﷺ زما له څنګه تېر شو،په داسې حال کې چې ما داسې جامه اغوستې وه چې ران مې ښکاره شوی و.
🔸رسول الله ﷺ وفرمایل:«غط فخذک فإن الفخذ عورة»یعنې«خپل ران پټ کړه،ځکه چې ران عورت دی»[الإرواء (269)]
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:«هر څوک چې زموږ په دین کې داسې څه پیدا کړي چې د دین برخه نه وي،هغه مردود او باطل دی»[صحیح البخاري (2697)، صحیح مسلم (1718)]
🔹 هغه لاملونه چې د بدعت دپیدا کیدو لامل کیږي:
➖ الف- د دین له احکامو څخه ناپوهي.
➖ ب- د نفس د غوښتنو پیروي.
➖ ج- د نظریاتو او اشخاصو په وړاندې تعصب.
➖ د- له کافرانو سره مشابهت او د هغوی تقلید کول.
[تفسیر عون المنان]
💠 د نېک عمله ښځې نه انتخابولو پایله
🔹 امام شافعي رحمه الله وايي:له یو باوري څنګلوري څخه مې واورېدل چې ویل یې:واده مې وکړ د خپل دین د ساتنې لپاره،
🔸خو... زما دین،زما د مور دین،او زما د ګاونډي دین له منځه ولاړ.
📚 مناقب الشافعي للبيهقي
💠 د سجدې پر مهال باید پښې له ځمکې پورته نه شي!
🔹 رسول الله ﷺ د سجدې د اوو غړو په اړه فرمایي: «أمرت أن أسجد على سبعة أعظم: على الجبهة واليدين والركبتين وأطراف القدمين ولا نكفت الثياب والشعر» (بخاري او مسلم).
🔸 «ما ته امر شوی چې په اوو هډوکو (غړو) سجده وکړم: په تندي (د پوزې سره)، د لاسونو په ورغوو، په زنګونو، او د پښو د ګوتو په سرونو، داسې چې له ځمکې سره لګېدلي وي، او زه د لمانځه په وخت کې د جامو او وېښتانو د راټولولو څخه منع شوی یم».
📚 جامع الأحاديث الصحیح
فائده:«په ټولو احادیثو کې پر رسول الله ﷺ د ډېر درود ویلو هڅونه شوې ده؛په ځانګړي ډول د جمعې په ورځ.خو هر وخت چې ممکن وي،څومره چې کولی شی پر هغه لوی شخصیت درود ووایه؛ځکه الله تعالی د هر درود په بدل کې پر تا لس ځله درود استوي».اللهم صل وسلم على عبدك ورسولك محمد وعلى آله وأصحابه أجمعين.
له کتاب،احکام ومسائل درود
کله چې موږ د قرآن کریم هغو آيتونو ته رسېږو چې پکې خطاب شوي وي:{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا}،نو بايد ډېر تدبر او ژوره پاملرنه ورته وکړو،ځکه چې
عبدالله بن مسعود–رضي الله عنه–ویلی دي:«
کله چې ته واورې چې الله تعالی فرمايي:{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا}،نو ښه غوږ ورته ونیسه،ځکه دا یا یو خیر دی چې الله تعالی پرې امر کړی،یا یو شر دی چې الله تعالی ترې منع کړې ده...[تفسیر ابن أبي حاتم]،عون المنان(۱۲/۵۶۷)
«د میراث څخه د ښځو محرومول یوه لويه ګناه ګڼل کېږي،او دا د جاهليت له هغو پاتو رواجونو څخه دی،چې ډېرو مسلمانانو دا (رواج) په میراث وړی دی».
شيخ مقبل الوادعي – رحمه الله –
ګرانه مېلمه!
سفیان ثوري –رحمه الله –وایی:
کله چې د یو چا کور ته ننوزې،نو هر ځای چې د کور خاوند درته ووايي،هلته کښینه؛ځکه چې د کور خاوند د خپل کور ستر او پټ ځایونه ښه پېژني،او دا مناسب ګڼي چې مېلمه باید چیرته کښېني.همداسې(تعلیم) موږ ته له رسول الله ﷺ څخه رارسېدلی دی.فتح الباري، ابن رجب(۲/۲۹۷)
📘 له کتاب:اهداف و مرام شرح فارسی بلوغ المرام
🔹 د ایمان څخه دا هم دی،چې ته د خپلو وسایلو او امکاناتو له لارې بل انسان ته ضرر یا تکلیف ونه رسوې...
رسول الله ﷺ فرمایلي:«لا ضرر ولا ضرار»[سنن ابن ماجه:۲۳۴۱].
یعنې:«ځان او نورو ته زیان مه رسوئ».
📚 جامع الاحادیث الصحیح
🔹 ځینو سلفو ویلي دي:
🔸 ځینې ګناهونه له منځه نه ځي،مګر د اولادونو د اندېښنو او غمونو له لارې.
📚 له کتاب:«حقوق فرزندان بالای مادران»
د چاپلوسانو سره باید دا ډول چلند وشي
🔹 همام وايي:یو سړی راغی او د عثمان رضي الله عنه مخې ته یې د هغه تعریفونه وکړل؛مقداد بن الاسود (رضی الله عنه)یو موټی خاوره راواخیسته او د هغه ستایونکي پر مخ یې وشیندله،او وې ویل:رسول الله ﷺ فرمایلي:«کله چې تاسو د ستایونکو او چاپلوسانو سره مخامخ شئ،نو پر مخونو یې خاوره وشیندئ»[رواه ابوداود ۴۸۰۶]
🔸 یو سړی حضرت علي رضي الله عنه ته راغی او دهغه یی ډېر زیات تعریفونه وکړل! علي رضي الله عنه ورته وویل:زیاته چاپلوسي مه کوه! هغه څه چې ته یې په زړه کې لرې، زه تر هغه ښه یم؛خو هغه څه چې ته یې په ژبه وایې، زه هغسې نه یم.
📚[جامع الاحادیث الصحیح]
⁉️آیا نه غواړې چې ستاسو نیک عملونه د مرګ وروسته هم،بند نه شي؟!
🔹نو مجازي فضا،د اسلام د پوهې او ښکلاګانو د خپرولو لپاره تر ټولو غوره ځای دی!
امام ابن جوزي رحمهالله وایي:څوک چې غواړي نېک عملونه یې حتی د مرګ وروسته هم بند نه شي،نو علم دې خپروي.التذکرة،(ص:۵۵).
اهداف ومرام،شرح فارسی بلوغ المرام
عمر رضي الله عنه هغه سړي ته چې غوښتل یې خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړي:وویل ولې غواړې چې طلاق ورکړې؟
هغه وویل:زه له هغې سره مینه نه لرم!
امیر المؤمنین عمر رضي الله عنه وفرمایل:ایا ټول کورونه یوازې د مینې پر بنسټ ولاړ دی؟ نو مسؤلیت او تړون څه شو؟!
📚 (البیان والتبیین: ۲/۸۹)
علامه ابن قیم رحمه الله وایی:«غم زړه کمزوری کوي،عزم سستوي،او د ارادی د تاوان سبب کیږی.
د شیطان لپاره تر ټولو څخه زیات خوشحاله کوونکی شی د مؤمن دخپګان څخه بل شی نیشته[طریق الهجرتین].
"ای دزرنو مالیکه ټول غمجن زرونه دغیبو څخه خوشحال کره"
اللَّهُمَّ إنِّي أعوذُ بكَ منَ الهَمِّ والحَزَنِ، والعَجزِ والكسَلِ، والبُخلِ والجُبنِ، وضَلَعِ الدَّينِ، وغَلَبَةِ الرِّجالِ.
