📚Rokhan library 📚روښان کتابتون📚
Open in Telegram
💡روښان کتابتون 📚 هر ډول علمي،سياسي،اقتصادي،ديني او عصري،ناولونه،تاريخې معلوماتي کتابونه، احاديث، غوره ويناوې، شعرونه په مختلفو ژبو کې نشر کيږي پښتو،فارسي،عربي،اردو،انګليسي، مقصد مو د مطالعې عام کول دي♥️
Show more1 206
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
-1930 days
Posts Archive
🚘 په موټر او یا موټرسایکل کې یوازې مه ځئ،بلکې له لارې څخه یو څوک خپل ځان سره سپور یا پورته کړئ...
🔹 رسول الله ﷺ فرمایلي دی:«مَن كانَ معَهُ فَضْلُ ظَهْرٍ فَلْيَعُدْ بهِ علَى مَن لا ظَهْرَ لهُ» [صحیح مسلم]
🔸یعنې:«څوک چې د سورلۍ اضافي ځای(خالي څوکۍ) ولري،نو هغه دې د هغه چا لپاره ورکړي چې سورلۍ نه لري»
🔹 معاصرو محدثینو ویلي دي:«فضل ظهر(یعنې: اضافي ځای یا خالي څوکۍ ولري)«فليعد»(یعنې:هغه دې خپل ځان سره په سورلۍ کې پورته کړي»
☑️ نو په موټر،موټرسایکل،او حتی بایسکل کې یوازې مه ځئ،بلکې یو څوک له لارې څخه خپل سورلۍ/کې سپور کړئ.
📚 [جامع الاحادیث الصحیح]
☑️ هغه ښځه او مېړه چې خپل د ژوند بنسټ د الله تعالی پر کتاب،د رسول الله ﷺ پر سنت او د سلفو صالحینو پر سیرت ولاړ کړي،هېڅکله د شخړو،جنجالونو او ستړي کوونکو لانجو ښکار نه کېږي.د دوی کور د مینې، رحمت او دوستۍ څخه ډک وي.که مېړه د ظلم لاره خپله کړي،میرمن به یې د قرآن او سنت د لارښوونو په یادولو سره هغه انصاف ته راوبولي؛او که میرمن د کور د ورانۍ لامل شي،مېړه به یې د الهي هدایتونو په تذکرو سره هغې ته د صلاح لاره وروښيي.هو،د کتاب او سنت په سیوري کې ژوند،یعنې ژوره آرامي او د واده شوي ژوند له خوږوالي څخه خوند اخیستل.
شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله تعالی فرمایي:«پر رسول الله ﷺ د دعا نه مخکې،د دعا په منځ کې او د دعا په پای کې درود ویل،یو له هغو پیاوړو اسبابو څخه دی چې د دعا د قبولو هیله ورسره ترلاسه کېږي»اقتضاء الصراط المستقیم (۲/۲۴۹)
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ.
اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ.
بې لمونځه په دې هیله مه منه چې له واده وروسته به یې بدل کړئ،او د داسې انجلۍ خواستګاري ته مه ځه چې لمونځ نه کوي په دې هیله چې وروسته له واده به بدله شي؛ځکه چې «واده» د یوې نوې کورنۍ د جوړولو بنسټ ایښودو لپاره دی،نه د اصلاح او بلنې ځای،او نه هم د درملنې کومه مؤسسه او اداره.
په واده کې اصل دا دی چې دواړه یو بل په بشپړ ډول ومني،نه دا چې هڅه وکړي یو بل وزغمي،تر څو وکولای شي د یو بل عادتونه،فکرونه او چلندونه بدل کړي
🔹 {وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا...} [الأعراف: 56].
«په ځمکه کې له اصلاح وروسته فساد مه کوئ.»
«هر څوک چې د نړۍ په حالاتو کې غور وکړي،نو وبه مومي چې په ځمکه کې د هر ډول اصلاح او نېکمرغۍ سبب د الله تعالی توحید،د هغه عبادت او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت دی.او په نړۍ کې د هر ډول شر، مصیبت،قحطۍ،د دښمن تسلط او د نورو ټولو بدیو لامل د رسول الله (ﷺ) مخالفت او د الله پرته بل چا ته بلنه ورکول دي»
📚 شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله | الجامع الکلام (۳/۱۷۰)
تفسیر عون المنان (۱۲/۵۶۷)
درې شیان پر [یو کس] ژوندون ستونزمن کوي
۱ ـ بد ګاونډی.
۲ ـ نافرمانه اولاد.
۳- او هغه مېرمن چې بد اخلاق او ناوړه خوی ولري.
امام ابن عبدالبر رحمه الله | بهجة المجالس،ص ۱۹۹
تفسير عون المنان (۲۳۳/۱۹)
له الله تعالی نه د دې درې شیانو له شره پناه غواړو!
دهر دردیدلي لپاره نصیحت
امکان نه لري چې انسان دې په دنیا کې تل خوشحاله وي؛یوه ورځ خوشحاله وي او بله ورځ غمجن؛یوه ورځ خپلې غوښتنې ته رسېږي او بله ورځ نه رسېږي،په دې ډول د ژوندون په بېلابېلو برخو کې،هم د خپل بدن او روح په اړه،او هم د خپلې کورنۍ او ټولنې په اړه ازمیښتونو او په ډېرو ستونزو کې قرار لري
خو سره له دې ټولو ستونزو او حالاتو،د مؤمن لپاره ټول خیر دی؛ځکه که کوم زیان یا ستونزه ورسېږي،صبر کوي،او که کومه خوشحالي یا کوم نعمت تر لاسه کړي،د الله شکر ادا کوي،او دا ټول د هغه په ګټه دي.
له همدې امله،که ته کوم مصیبت سره مخ شې،نو فکر مه کوه هغه غم چې تاته رسیدلی،هغه درد او کړاو چې ته ورسره مخ شوي یی،یا حتی هغه اغزی چې ستا په پښه کې تللی دی بې ګټې به وي،بې اجره به وي،یا به هیر شي؛ته به یی په بدل کې ډیر خیر ومومئ،او ستا ګناهونه به د ونو د پاڼو په څیر توی شي،او دا د الله تعالی له طرفه نعمت دی.
که انسان د صبر او شکیبایۍ ترڅنګ د اجر او ثواب هیله هم ولري،نو په دې صورت کې به هغه د اجر او ثواب څخه هم برخمن شي.نو له همدې امله،ستونزې او سختۍ دوه اړخونه لري.
که یو مسلمان،په کوم مصیبت کی واقع کېږي،او د هغې اجر او پاداش ته یې پام وي او د الله په نزد د ثواب هیله او امید ولري،نو په دې صورت کې په هغه مصیبت کې دوه ګټې شته:یوه د ګناهونو کفاره او بله د نېکو کړنو زیاتوالی.
خو که انسان د اجر او ثواب د نیت څخه غافل پاتې شي، او د هغو ستونزو له امله چې پر هغه راځي، زړه نارامه او خفه وي، نو که څه هم د نېکو کړنو زیاتوالی ورته نه کېږي، بیا هم همدا مصیبت د ده د ګناهونو لپاره کفاره ګرځي. که څه هم د دې لپاره چې صبر یې نه دی کړی او د اجر هیله یې نه درلوده، کوم ځانګړی پاداش نه لري.(شرح ریاض الصالحین ۴/۵۵)[فقه الإسلام، شرح فارسى صحيح البخارى الإمام»كتاب بيماري]
Repost from Greater Afghan Library📚
کتاب: څنګه نوښت وکړو؟
د ستونزو د حل کیلۍ
ليکوال: برايان ټرېسي
ژباړه: حميده امين
ژبه: پښتو
⛔️ په سړک کې د کثافاتو غورځول منع دي...
🔹 وعن أبي برزة قال: قلتُ: يا نبيَّ الله ﷺ، علِّمْني شيئًا أنتفعُ به. قال: «اعزلِ الأذى عن طريقِ المسلمين»رواه مسلم
🔸 د ابو برزه رضي الله عنه څخه روایت دی،هغه وایي:ما د نبي الله ﷺ نه وغوښتل:«ای د الله رسوله! ماته داسې یو عمل وښیه چې زه پرې ګټه واخلم»رسول الله ﷺ وفرمایل:«د مسلمانانو له لارې خنډ او زیان رسوونکی شی لرې کړه»
