en
Feedback
📚Rokhan library 📚روښان کتابتون📚

📚Rokhan library 📚روښان کتابتون📚

Open in Telegram

💡روښان کتابتون 📚 هر ډول علمي،سياسي،اقتصادي،ديني او عصري،ناولونه،تاريخې معلوماتي کتابونه، احاديث، غوره ويناوې، شعرونه په مختلفو ژبو کې نشر کيږي پښتو،فارسي،عربي،اردو،انګليسي، مقصد مو د مطالعې عام کول دي♥️

Show more
1 206
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
-1930 days
Posts Archive
ګرانو میندو! پام وکړئ؟! هغه مور چې د خپل ماشوم د ژړا او زارۍ څخه د خلاصون لپاره هغه ته موبایل په لاس کې ورکوي، تر څو ځان بوخت
ګرانو میندو! پام وکړئ؟! هغه مور چې د خپل ماشوم د ژړا او زارۍ څخه د خلاصون لپاره هغه ته موبایل په لاس کې ورکوي، تر څو ځان بوخت وساتي او په انټرنټ کې ازاد وګرځې،دا یوه خیانتکاره مور ده،چې د قیامت په ورځ به ترې پوښتنه کېږي.

سړی له سهاره تر ماښامه پورې د مال راټولولو په هڅه کې وي، خو هېروي چې په کور کې یوه ښځه هغه ته اړتیا لري، او یو ماشوم چې هغه غ
سړی له سهاره تر ماښامه پورې د مال راټولولو په هڅه کې وي، خو هېروي چې په کور کې یوه ښځه هغه ته اړتیا لري، او یو ماشوم چې هغه غواړي. ښځه عفت ته اړتیا لري، او ماشوم روزنې ته. له دې دواړو مهمو چارو غافل کېږي: هم ښځه له لاسه وځي او هم ماشوم نافرمانه کېږي. او بیا د دلیل په لټه کې وي: ولې زما ښځه او ماشوم بدل شول؟ ته د دې بدلون لامل شوې، تا هغوی د بربادۍ لور ته ورسولې! 🎙 ~ #خُطبة الحفاظ على المال وحلمية مواجهة الفساد للشيخ صلاح غانم رحمه الله.

⛔️ #–په اخترونو،واده،او یا د واده پرته په کوم بل وخت کې د نارینه وو لپاره نکریزي ایښودل حرام دي: 🔹 د نارینه وو لپاره نکریزي
⛔️ #–په اخترونو،واده،او یا د واده پرته په کوم بل وخت کې د نارینه وو لپاره نکریزي ایښودل حرام دي: 🔹 د نارینه وو لپاره نکریزي ایښودل حرام دي، ځکه نکریزي ایښودل د ښځو عمل دی،او د نارینه وو لخوا د ښځو سره مشابهت کول حرام دی او دا له کبیره ګناهونو څخه شمېرل کېږي. 🔸په صحیح حدیث کې راغلي دی:«لَعَنَ الرسول ﷺ المُتَشَبِّهِینَ مِنَ الرِّجَالِ بالنِّساءِ»(بخاري،۵۸۸۵). یعنې:«رسول الله ﷺ پر هغو نارینه وو لعنت ویلی دی چې د ښځو سره مشابهت کوي.» 📚[‌ماخذ:‌آنچه که همه جوانان مسلمان باید بدانند!].

د رسول الله ﷺ خصوصیات او ځانګړتیاوې ۱- د هغه ﷺ لپاره له څلورو څخه زیاتې ښځې روا وې. ۲- هغه څوک چې د رسول الله ﷺ، سپکاوی او تو
د رسول الله ﷺ خصوصیات او ځانګړتیاوې ۱- د هغه ﷺ لپاره له څلورو څخه زیاتې ښځې روا وې. ۲- هغه څوک چې د رسول الله ﷺ، سپکاوی او توهین وکری،باید ووژل شي. ۳- دهغه ﷺ مېرمنې د امت لپاره حرامې دي. ۴- شیطان نشي کولی د هغه ﷺ په بڼه ځان راښکاره کړي. ۵- ملائکو به ورسره په جګړو کې ګډون کول. ۶- د هغه ﷺ معجزه،یعنې قرآن، به تر قیامته پورې پاتې وي،په داسې حال کې چې د پخوانیو پیغمبرانو معجزې ختمې شوې دي. ۷- د هغه ﷺ مېرمنې د مؤمنانو میندې دي. ۸- د هغه ﷺ مېرمنې په دنیا او آخرت کې د هغه ﷺ مېرمنې دي. ۹- هغه ﷺ د ټولې نړۍ او ټولو قومونو لپاره رسول دی. ۱۰- د هغه ﷺ مبارکی سترګې به ویده کېدې،خو زړه به یې ویښ و. ۱۱- هغه ﷺ به شاته داسې لیدل لکه مخکې.یعنې:«د رسول الله ﷺ یوه معجزه دا هم وه چې شاته ځایونه ورته لکه د مخې په شان ښکاره کېدل». ۱۲- د ځمکې ټول ځایونه د هغه ﷺ لپاره د لمانځه ځای ګرځول شوي دي. ۱۳- د قیامت په ورځ د (شفاعت کبری) څښتن دی. کتاب«تهذيب السيرة النبوية» د امام نووی ته مراجعه وکری

د مېلمه د آدابو له جملی څخه یو هم دا دی چې باید د ځانګړي خوراک غوښتنه و نه کړي،او که هغه ته د دوو ډوله خوړو ترمنځ اختیار ورکړ
د مېلمه د آدابو له جملی څخه یو هم دا دی چې باید د ځانګړي خوراک غوښتنه و نه کړي،او که هغه ته د دوو ډوله خوړو ترمنځ اختیار ورکړل شي،نو ساده خواړه دې غوره کړي،مګر هغه وخت چې پوهېږي کوربه به په بل ډول ډېر خوشحالېږي 📚 ابن الجوزي رحمه الله – الآداب الشرعية (۳/۱۹۷) تفسير عون المنان: (۲۰۰/۱۶)

مبادا چې داسې وکړې،که کومه انجلۍ ګناه یا تېروتنه وکړي،خپلوانو او خواستګارانو ته یې خبر ورکړې،او د هغې ګناه پټه ونه ساتې! له بده مرغه،داسې پیښ شوي دې چې یو کس د یوې انجلی لپاره خواستګاران واستوي،خو بل څوک چې د هغې څخه کومه ګناه یا ناروا عمل شوې وي،دهغی خوستګارانو ته خبر ورکوي،نو دغه خواستګاری د انجلۍ د عیب ښکاره کېدو له امله لغوه کېږي. زه وایم،هغه ګناه چې هغې انجلۍ کړې ده،ستا د جاسوسۍ او د هغې د عیب د ښکاره کولو د ګناه په پرتله،ممکن کوچنۍ وي!. یو کس د عمر بن الخطاب رضی الله عنه حضور ته راغی او ويې ويل: زه یوه لور لرم چې هغه مې جاهلیت کې په ځمکه کې ښخه کړه،بیا مې هغه مخکې له دې چې مړه شي له ځمکې راووېستله.وروسته مې اسلام قبول کړ او زه او زما لور دواړه مسلمان شوو.کله چې زما لور اسلام ومنه،هغې زنا وکړه.بیا زما لور یو چاړه واخیسته چې خپل ځان ووژني،موږ هغه په داسې حال کې وموندله چې ځینې رګونه یې پرې کړي وو.موږ یې درملنه وکړه او هغه روغه شوه،او وروسته یې ښکلې توبه وکړه.بیا یو قوم د هغې د واده لپاره راغی.نو ای عمره؛آیا هغه قوم ته د هغې عمل څخه چې مخکې له هغې ترسره شوی و،خبر ورکړم؟! عمر رضی الله عنه وویل:ایا ته غواړې هغه څه ښکاره کړې چې الله تعالی پټ کړي دي؟ قسم په الله که څوک (هماغه خلک) له دې پېښې څخه خبر کړي،زه به یې د ښارونو دخلکو لپاره عبرت وګرځوم.نو ای د انجلۍ پلاره په نکاح ورکره دغه عفیفه او مسلمانه انجلۍ.[أخرجه هناد (٦٤٧/٢)،رقم(١٤٠٩)،والحارث كما في بغية الباحث(٥٥٩/٢، رقم ٥٠٧)] ابو هریره رضی الله عنه د رسول الله ﷺ نه روایت کوي چې فرمایلی دی:«...مَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَاللَّهُ...»[صحيح مسلم] «...څوک چې د مسلمان بدۍ او بدرنګۍ پټه کړي،الله به یی په دنیا او آخرت کې د هغه بدۍ او بدرنګۍ پټه وساتي. 📚دخترم از پیامبرت بیاموز!

🔹 حسن بصري رحمه الله وایي:«که ته یوه شپه د خپلې مور سره تېروې او د هغې د سترګو د خوښۍ او تازه والي سبب ګرځې،نو دا کار زما په
🔹 حسن بصري رحمه الله وایي:«که ته یوه شپه د خپلې مور سره تېروې او د هغې د سترګو د خوښۍ او تازه والي سبب ګرځې،نو دا کار زما په نزد د نفلي حج نه هم محبوب دی» 📚 جامع الاخلاق (۱۷۲۹)

🌸 د ادب اهمیت د علم له زده‌کړې څخه مخکې! 🔹 امام عبدالله بن مبارک رحمه الله وایي: «تعلموا العلم شهراً والأدب شهرین» [معجم ال
🌸 د ادب اهمیت د علم له زده‌کړې څخه مخکې! 🔹 امام عبدالله بن مبارک رحمه الله وایي: «تعلموا العلم شهراً والأدب شهرین» [معجم الادباء ۲۸/۱]. 🔸 یعنې:یو میاشت د خپل قیمتي عمر څخه د علم زده‌کړې لپاره ځانګړې کړئ، او دوه میاشتې د خپل قیمتي علم څخه د ادب زده‌کړې لپاره ځانګړې کړئ... 🔹 ابن قاسم وايي:«شل کاله د امام مالک په خدمت کې وم؛[دوه کاله یې د علم زده کړې لپاره وو] او اتلس کاله یې [د ادب زده کړې لپاره].ای کاش ټول هغه وخت مې یوازې د ادب زده کړې لپاره تیر کړی وای» 📚[قصه های شیرین محمدی وسلف صالح].

شرح_الرشيدية_على_الرسالة_الشريفية_في_آداب_البحث_والمناظرة_ الشيخ.pdf5.52 MB

شفاء رضی الله عنها زرکلی وایی:هغه(شفاء بن عبدالله بن عبد اشمس العدویة القرشیة،ام سلیمان)یعنې د سلیمان مور ده.[الامام للزرکلی] شفاء رضی الله عنها له صحابیاتو څخه ده،هغه په جاهلیت کې لیکواله وه او له هجرت مخکې یې اسلام قبول کړ،او له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره یی بیعت وکړ.[الاصابه فی تمییز الصحابة۲۰۱/۸] زرکلي وايي:له هغې څخه (۱۲) حدیثونه روایت شوي،او ځینې وايي نوم یې لیلي او لقب یې شفا دی.[الامام للزرکلی] شفاء رضی الله عنها هغه څوک وه،چې ام المؤمنین حفصه رضی الله عنها ته یې لیک (کتابت) ورزده کړ.[الامام للزرکلی] ځینې وختونه به رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې لیدو ته ورتلو،او د هغې په کور کې به یې قیلوله کوله. سربېره پر دې چې هغه د مسلمانانو ښوونکې او لیکواله وه،په ځانګړي ډول یې مسلمانو ښځو ته د لیک او لوست زده کړه ورکوله.[معرفة الصحابة ٣٣٧١/٦)] او همدارنګه نه یواځې دا چې یوه ښوونکی وه،بلکې هغه د خلافت په چارو کې د حضرت عمر رضی الله عنه مشاوره او همکاره هم ګڼل کېده.[الاستعباب١٨٦٩/٤] مؤرخین لیکي:عمر بن خطاب رضی الله عنه د خپل خلافت په وخت کې شفا بنت عبدالله العدویه د ښاروالۍ په دنده او د بازار د نرخونو د کنترول لپاره مقرره کړې وه.ځینې وایي چې شفا د ښار محتسبه وه او د بازار په منځ کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د پلي کولو مسؤلیت یې درلود.[تهذيب الكمال ٤٢٤ وتهذيب التهذيب۴۲۸:۱۲وطبقات ابن سعد۱۹٦:۸والتاج٢٠٦:١٠]

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د نمر او سپوږمی د تندر په وخت دعا ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ عائشه رضی الله عنها نه په یو اوږد حدیث کښی دنبی کریم ﷺ نه ارشاد نقل کوی چه هغه و فرمایل:«إنَّ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ مِنْ آيَاتِ اللهِ وَإِنَّهُمَا لَا يَنْخَسِفَانِ لِمَوْتِ أَحَدٍ وَلَا لِحَيَاتِهِ،فَإِذَا رَأَيْتُمُوهَا فَكَبِّرُوا، وَادْعُوا اللَّهَ وَصَلُّوا وَتَصَدَّقُوا»[بخاری:١٤٢/١ -مسلم ٢٩٥/١ - ٢٩٦ - جامع الاصول : ١٥٦/٦ ٢٦٤] ترجمه:یقیناً نمر او سپوږمئ د الله د قدرت نښی دی،او دا دواړه د چا د مرگ او د چا د ژوندی کیدو په وجه تندر نه نیسی(لکه څنگه چه د عربو عقیده وه، بلکه دا د الله د قدرت یوه نښه ده چه بندگانو ته ئی د عبرت په طور ښائی) نو کله چی تاسو دا اووینی نو تکبیر وایئ او د الله نه دعاء غوارئ او مونځونه کوی او صدقه ورکوي- فائده:د هر آفت او مصیبت په وخت کښی که کسوف وی یا زلزله وی یا اچانک تیاره راشی نو راتلونکی کارونه کول پکار دی: ۱- صدقه کول یا د صدقی نیت کول او په ځان باندی دمصیبت په وخت کی نذر کول چه زه به دومره دومره مال صدقه کوم ځکه چه صدقه هر مصیبت دفع کوی- ۲-دعا غوښتل-۳-د خپلو ګناهونو نه توبه ويستل او استغفار طلب كول-٤-لا حول ولا قوة الا بالله وئيل-۵-غلامان آزادول- (مصیبت زده نه تکلیف لری کول)-۶- ډیر مونځونه کول-رسول الله باندی به چه کله څه غم او پریشانی راغله مانځه ته به بی پناهی وره-۷-الله اكبر وئيل-۸-سبحان الله وئيل-۹-الحمد لله وئيل-١۰-لا اله الا الله وئيل-۱۱-صبر كول یعنی جزع فزع او فریاد او چغی نه وهل- [البخاری -١٤٥/١ابو داود :۱۱۹۵۰، ۱۱۹۲،۱۱۷۷] دا کارونه د هر مصیبت په وخت کښی ډیر کار ورکوی ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ مسنون مستند ذکړونه او دعاګانی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د الله عزوجل رحمت ته د رسېدو لارې (۱۴)برخه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲۰)-سبب:د الله تعالى نه دهغه د رحمت دعا او طلب كول: دعاء خو هغه فارموله او هغه دوائي ده چې د هر قِسم حاجت او هر قسم خير او فائدي حاصلولو او د هر قسم مصیبت او تكليف لري کولو لپاره استعماليږي. دعاګاني كول د الله تعالى د رحمت له ډيرو ناشنا،مهمو او عجیبه اسبابو څخه دي،خصوصا هغه دعاګاني چي الله تعالى یي په خپله د هغو د ويلو امر کړی،دا شان دعا چې د انسان د خولي نه را وځي؛نو په الله تعالى ډيره ښه لګيږي،لكه قرآن كريم كي راځي،(وَقُل رَّبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَأَنتَ خَيْرُ الرَّاحِمِين). (سورة المؤمنون۱۱۸). (دا دعا)وايه! اي زما ربه ماته زما ګناهونه و بښه او په ما رحمت وکړه، (ځکه) ته تر هر چا زيات او غوره مهربانه ئي. د دي دعاء لپاره هیڅ وخت نه دی معلوم،په سجده کي ئي ويلى شي په تهجد كي ئي ويلى شي، دلمانځه نه وروسته،همدارنګه بل هر وخت ئي ويلى شي. يعني د الله د مغفرت دعاء وكړه د هغه د قسما قسم رحمتونو مطالبه او دعاء وكړه. شيخ الباني رحمه الله په سلسلة الأحاديث الصحيحه كي يو روایت نقل کړی چې:رسول الله صلى الله عليه وسلم يو بانديچي ته وفرمايل:ته سبحان الله،والحمد لله،ولا إله إلا الله، والله أكبر)وايه!!. نو اعرابي په ګوتو باندي (د دي)حساب وکړو،په سوچ او فکر کي شو؛لاړ. بيا راغى؛ وي ويل:اې د الله رسوله! دا خو د الله لپاره شو،زما لپاره په کښي څه دي؟!! رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل:اي بانديچيه!كله چې ته(سبحان الله) ووايي؛نو الله تعالى درته فرمايي چې تا رښتيا وويل. کله چې ته (الحمد لله)ووايي؛ نو الله تعالى درته فرمايي چې تا رښتیا وويل، کله چې ته (لا إله إلا لله) ووايي؛ نو الله تعالى درته فرمايي چې تا رښتیا وويل، كله چې ته (الله أكبر) ووايي؛ نو الله تعالى درته فرمايي چې تا رښتیا وويل. همدارنګه کله چې ته(اللهم اغفرلي) ووايي نو الله وايي:ما دا کار وکړو!كله چې ته(اللهم ارحمني)ووايي؛نو الله تعالى وايي:ما دا کار وکړو،کله چې ته (اللهم ارزقني) ووايي نو الله تعالى وايي: ما دا كار وكړو(الحديث).رواه البيهقي في شعب الإيمان كما في السلسلة الصحيحة حديث رقم:( ٣٣٣٦). «په دنيا او آخرت کي د الله تعالی درحمت نښه او علامه» په آخرت کي د الله د رحمت نښه دا ده چې انسان ته د ګناه معافي وشي،د اور نه وساتل شي.جنت ته داخل كړل شي. او په دنيا کي د الله تعالى د رحمت نښه دا ده (او دا د هغه د محبت نښه هم ده) چې انسان په خپل دين کي استعمال کړي. كله چې الله سبحانه وتعالى په خپل طاعت کي تر مرګه پوري استعمالولی؛ نو دا د هغه د رحمت نښه ده او دا د هغه د محبت نښه هم ده. تاسي چې کله د دین زده کړي ته وخت ورکړئ،قرآن ته کیناستلی،قرآن زده کوئ،د الله ذکر او عبادت کوئ نو خوشحاله شئ،دا د الله تعالی د رحمت او محبت ښکاره نښه ده چې درباندي شوی او نور هم درباندي کوي. خو پدې شرط چې دا نعمت او حالت له موږ سره تر مرګه پاتي شو،زموږ د بد اعمالو په وجه ورنه محروم نه شو. دا دعا ښه په جذبه،توجه،تاکید شوق او محبت باندي کوئ،له الله تعالى نه امید دی چې ستاسي دا دعا به قبوله کړي،او هغه به درباندي رحم وکړي. دا دعاء په ځان لازمه کړئ،هر وخت ئي کوئ. پدې کي د توسل طريقه دا ده چې يا الله زه ستا مغفرت او هر قسم رحمتونه غوارم تا راته دا دعاء ښودلي،که پدې کي خير نه وی که پدي کي کمال نه وی نو تا به راته د دي د ويلو امر نه کولی تا راته ويلي چې له ما نه دا دعاء وغواړئ دا دى زه ئي درنه غواړم،زه درته همداسي دعاء کوم زه درته اوس وایم چې ماته مغفرت وکړه په ما رحمتونه وکړه!!.دا د الحاح طريقه ده. د ادب او احترام،سره دا دعاء غواره. د د الله تعالی‌ د رحمت او د بنده د رحمت تر منځ فرق: الله تعالى(أَرْحَمُ الرَّاحِمِين) دى او د هغه مخلوق هم رحمت لري،خو د مخلوق رحم همیشه نه دی،او د الله تعالى رحمت همیشه دی. د انسان رحمت ناقص دی،او د الله تعالى رحمت کامل دی. انسان کله کله رحمت کوي د خپل نقصان په وجه،ځکه په خپل ځان ئي د کنټرول وسع نه وي،او الله تعالى چې رحمت کوي نو د خپل كمال له وجي ئي کوي،د الله رحمت بي کنټروله نه وي. یادونه قران او سنت کی داسی دعاګانی بی حده دیر دی کوښ وکری هغه زده،او هر وخت یی وایی {رَبَّنَا آَتِنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَدًا}سورة الكهف(۱۰) ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ شرح اسماء الله الحسنى ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ په دوام،تر بیا ان شاءالله!

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دانسان دوه خطر ناكي بيمارياني ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د انسان په بیماريانو كي(أَخْطَرُ الْأَمْرَاضِ) يعني د ټولو نه خطري بيمارياني دوه دي: ١-اول:(الشَّرْكُ بِاللهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى) يعني د خپل رب سره شریکان او برخه دار جوړول. ٢-دويم:(الْغَفْلَةُ عَنِ الله)يعني د خپل رب او خپل خالق و معرفت،عظمت او عبادت نه غافله كيدل دي. غفلت هغه ناکاره بيماري ده چې په خوا کي به دي حق يعني قرآن او حديث ويل كيږي خوته به ئي نه اورې،د فائدي خبري او کارونه به ستا مخي مخي ته کيږي؛ليكن ته به ئي نه ويني.د غافل انسان په مخ کي به د جنت او دوزخ، وَعد او وعيد،عذاب او عقاب خبري کيږي خو دی به ورباندي ويده تيريږي. موږ څومره عظيم الله لرو؛خو غافل انسان هيڅ باك ورباندي نكوي!!د هغه طرفته ته هيڅ توجه نكوي!!. د الله سبحانه وتعالى عظيمه باچاهي، عظیم قدرت او عظیم قدرتونه به موجود وي خو غافل شخص به ورباندي ځان روند او کون اچولی وي!!. په قرآن كريم كي د شرك او غفلت ډير رد او بدي بيان شوي دا ځکه مشرك هم د الله نه مخ اړولی دی او غافل انسان هم د الله نه مخ اړولی وي په خپلو خواهشاتو کي لګيا ئي. محترمو!غفلت هغه ناکاره بيماري ده چې د جهنم سبب دى.الله تعالي فرمايلي:{وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لا يَسْمَعُونَ بِهَا أُوْلَٰئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَٰئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ}{إِنَّ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا وَرَضُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّوا بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ أُوْلَٰئِكَ مَأْوَاهُمُ النَّارُ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ} غفلت د انسان د هلاکت او تباهی سبب دى،پخواني قومونه الله تعالى د دي په وجه هلاك كړي دي:{فَانتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا عَنْهَا غَافِلِينَ}الاعراف:(١٣٦) غفلت هغه بيماري ده چې د دي نه د ويرولو او بيدارولو لپاره الله تعالى پیغمبران را ليرلي:{لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَا أَنْذِرَ آبَاؤُهُمْ فَهُمْ غَافِلُونَ)يس(٦). غفلت هغه خطرناکه بيماري ده چې د چا زړه او دماغ ئي ونيول؛نو بيا په انسان کي د الله دآیتونو څخه د نفع اخستلو إدراك ختم شي،پداسي شخص بيا وعظ اثر نکوي،په سترګو،غوږونو،او زړونو ئي مهر ووهل شي،ده ته بيا وَعذ او وَعِيد،تخویف او ترهيب هیچ فائده نه وركوي،داسي شخص بیا تر حیواناتو هم ډیر ګمراه او بي لاري شي.الله تعالى فرمايي:{وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لا يَسْمَعُونَ بِهَا أُوْلَٰئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَٰئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ}الاعراف(١٤٦) تاسي فكر وكړئ د الله تعالى رحمت څومره پراخه او واسع دی خو(غفلت عن الله)هغه سپيره بيماري ده چې د دي په وجه انسان د الله تعالى له دغه وسیع رحمت څخه هم محروم ګر ځيږي،لكه يو حديث كي راځي:رسول الله صلى الله عليه وسلم صحابياتو ته فرمايلي وو:(وَلَا تَغْفُلْنَ فَتَنْسَيْنَ الرَّحْمَةَ).تاسي مه غافله کيږئ!کنه نو د الله تعالى له رحمت نه به محرومه شئ(رواه ابوداود والترمذي وحسنه الألباني في صحيح أبي داود وابن حجر في الفتوحات الربانية ١/٢٤٨) کوم خلک چې په دغه خطرناکه بیماری اخته وي نو اسلامي شریعت موږ د هغوی سره د ناستي پاستي او د هغوی د اطاعت او ملګرتيا نه منع کړي يو.الله تعالى فرمايلي:{وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا}سورة الكهف(٢٨) شیخ الاسلام ابن تیمیه په مجموع الفتاوی (۵۹۷/۱۰) کي فرمايي:(جَمَاعُ الشَّرِّ " الْغَفْلَةُ " وَ " الشَّهْوَةِ " "فَالْغَفْلَةُ " عَنْ اللَّهِ وَالدَّارِ الْآخِرَةِ تَسُدُّ بَابَ الْخَيْرِ الَّذِي هُوَ الذِّكْرُ وَالْيَقَظَةُ) يعني د دنيا ټول شرونه په غفلت او شهوت کي را جمع شوي د(غفلت عن الله) له وجي په انسان باندي د خير دروازي يعني د الله یاد ويښ او بیداره ژوند تیرول بنديږي. الغرض د "غفلت عن الله" په دنيا او آخرت کې بې شمېره ضررونه دي،د دې په ضررونو ثابت كتاب ليكل كيدى شي. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ شرح اسماء الله الحسنى

درې شیان،مصیبتونه لرې کوي: (۱)-دعاء:{مَا يَعْبَأُ بِكُمْ رَبِّي لَوْلَا دُعَاؤُكُمْ} [الفرقان،۷۷] یعنې:«که ستاسو دعا نه وای ن
درې شیان،مصیبتونه لرې کوي: (۱)-دعاء:{مَا يَعْبَأُ بِكُمْ رَبِّي لَوْلَا دُعَاؤُكُمْ} [الفرقان،۷۷] یعنې:«که ستاسو دعا نه وای نو زما رب به ستاسو پروا نه کوله» (۲)-د الله د نعمتونو شکر کول:{لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ} [ابراهیم،۷] یعنې:«که تاسو شکر وباسئ،نو زه به خامخا ستاسو نعمتونه زیات کړم» (۳)-د کمزورو او بې وزلو لاسنیوی:رسول الله ﷺ فرمایلی دی:«هَلْ تُنْصَرُونَ وَتُرْزَقُونَ إِلَّا بِضُعَفَائِكُمْ»[بخاري: ۲۸۹۶] یعنې:«تاسو ته نصرت مرسته او روزي نه درکول کېږي،مګر د خپلو ضعيفانو او (کمزورو) له برکته» دکتور علی صلابی