en
Feedback
Win Scholarship 🇦🇫

Win Scholarship 🇦🇫

Open in Telegram

#Win_Scholarship Email: winfutureaf@gmail.com

Show more
The country is not specifiedThe category is not specified
6 876
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
No data30 days
Posts Archive
#بشکیک #ماسټري #د_نوم_ليکنې_موده_تمديد_شوه. #ټافل_او_ايېلټس_نه_غواړي. د OSCE اکاډمي چې د بشکیک په ښار کې موقعیت لري د قرغزستا
#بشکیک #ماسټري #د_نوم_ليکنې_موده_تمديد_شوه. #ټافل_او_ايېلټس_نه_غواړي. د OSCE اکاډمي چې د بشکیک په ښار کې موقعیت لري د قرغزستان حکومت او د اروپایي اتحادیې د ادارو له لوري تمویلېږي چې په ۲۰۰۲ کال کې تاسیس شوې ده او د سیاست او اقتصاد په برخه کې نامتو د ماسټري پروګرامونه او سکالرشیپونه وړاندې کوي. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1260163837802105/

#ريسرچ_پروپوزل د نړۍ بېلابېلو سکالرشيپونو ته چې تاسو کله اپلای کوئ نو ډېری وخت د دوکتورا او کله کله د ماسټري پروګرام لپاره هم
#ريسرچ_پروپوزل د نړۍ بېلابېلو سکالرشيپونو ته چې تاسو کله اپلای کوئ نو ډېری وخت د دوکتورا او کله کله د ماسټري پروګرام لپاره هم د ريسرچ پروپوزل غوښتنه کېږي چې بايد د اپليکيشن سره يې يو ځای ورته سبمېټ کړئ. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1254990478319441/

#ترکيه د ترکيې هېواد د روان ۲۰۲۲ کال لپاره ۵ زره سکالرشيپونه اعلان کړي دي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو به له افغانستان هم ور
#ترکيه د ترکيې هېواد د روان ۲۰۲۲ کال لپاره ۵ زره سکالرشيپونه اعلان کړي دي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو به له افغانستان هم ورته نوم ليکنه کېږي. د سکالرشيپونو په هکله بشپړ معلومات مو تېر پوسټ کې وړاندې کړي دي، دا يې خلاصه او د‌ نوم ليکنې لپاره د اړينو سندونو معلومات دي چې له نوم ليکنې و اندې يې بايد تيار کړئ. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1251254412026381

#ترکيه #لېسانس_ماسټري_او_دوکتورا #معلومات_او_مشورې د تركيې د بورسونو بشپړ لارښود او ګټورې مشورې د ۲۰۲۲ كال د لېسانس، ماسټرۍ ا
#ترکيه #لېسانس_ماسټري_او_دوکتورا #معلومات_او_مشورې د تركيې د بورسونو بشپړ لارښود او ګټورې مشورې د ۲۰۲۲ كال د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په سويه د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې بهير د جنوري په لسمه نېټه پيل او د فېبروري مياشتې تر لسمې نېټې پورې به دوام وكړي. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ.

#برونای_هېواد #لېسانس_او_ماسټري د برونای هېواد چې یو اسیايي او اسلامي هېواد دی د راتلونکي سمستر لپاره یې د سکالرشیپونو اعلان
#برونای_هېواد #لېسانس_او_ماسټري د برونای هېواد چې یو اسیايي او اسلامي هېواد دی د راتلونکي سمستر لپاره یې د سکالرشیپونو اعلان کړی دی. دا سکالرشیپونه چې د برونای هېواد د یهرنیو چارو وزارت له لوري یې چارې پر مخ وړل کېږي د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ورته نوم لیکنه کېږي، له نېکمرغه چې افغان محصلان هم کولای شي چې نوم لیکنه وکړي، تاسو کولای شئ چې د برونای هېواد پنځه مختلفو پوهنتونو ته اپلای وکړئ. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1248224775662678/

#روسيه اوپېن ډورز المپياد سکالرشيپونو نتايج د روسيې هېواد د Open Doors المپياد سکالرشيپونو د لومړۍ مرحلې پايلې اعلان شوې دي چ
#روسيه اوپېن ډورز المپياد سکالرشيپونو نتايج د روسيې هېواد د Open Doors المپياد سکالرشيپونو د لومړۍ مرحلې پايلې اعلان شوې دي چې بريالي کسان به په دويمه مرحله کې ازموينې ته ځي او ازموينه به پخپله اړونده څانګه کې ورکوي، دا ازموينه انلاين ده چې لاندې به تاسو ته تشرېح شي. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.200060863812413/1247631979055291/

#ټافل د ټافل TOEFL ازموينې د تياري لپاره انلاين کورس د انګلیسي ژبې د ټافل TOEFL ازموینه چې په نړیواله کچه منل شوې ازموینه ده
#ټافل د ټافل TOEFL ازموينې د تياري لپاره انلاين کورس د انګلیسي ژبې د ټافل TOEFL ازموینه چې په نړیواله کچه منل شوې ازموینه ده او د بېلابېلو پوهنتونو د داخلې، سکالرشيپونو، کار او ځينې وخت د ويزې لپاره هم اړینه ده چې د دې ازموينې د نمرو په درلودلو سره تاسو کولای شئ په اسانۍ له پورته ذکر شويو فرصتونو ګټه واخلئ. د ډیرو معلوماتو لپاره دغه لېنک باندې کلیک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1247137272438095/

#روسيه #تمديد د روسيې د ۱۵۰۰۰ سکالرشيپونو نوم ليکنه تمديد شوه. که مو نوم ليکنه نه وي کړې نو اوس يې مناسب وخت دی چې نوم ليکنه
#روسيه #تمديد د روسيې د ۱۵۰۰۰ سکالرشيپونو نوم ليکنه تمديد شوه. که مو نوم ليکنه نه وي کړې نو اوس يې مناسب وخت دی چې نوم ليکنه وکړئ. د روسيې سکالرشيپونو د ۱۵ زره لېسانس، ماسټري او دوکتورا سکالرشيپونو نوم ليکنه د جنوري مياشتې تر ۲۸مې نېټې تمديد شوه. ډیرو معلوماتو لپاره دغه لېنک باندې کلیک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1244682936016862/

#هندوستان_هېواد #لېسانس_ماسټري_او_دوکتورا #ټافل او #ایېلټس_سند_ته #اړتیا_نلري. #شمېر: ۲۰۰۰ بورسونه (SII Scholarships) د هندوس
#هندوستان_هېواد #لېسانس_ماسټري_او_دوکتورا #ټافل او #ایېلټس_سند_ته #اړتیا_نلري. #شمېر: ۲۰۰۰ بورسونه (SII Scholarships) د هندوستان هېواد د بشري سرچینو پراختیا او تجارت او صنعت وزارت په مشترک ډول د ۲ زره سکالرشیپونو د ورکړې اعلان کړی دی، دا سکالرشیپونه چې د افغانستان په شمول ورته له بېلابېلو هېوادونو په ازاد او انلاین ډول نوم لیکنه کېږي د زده کړو لپاره یو غوره چانس دی. د ډيرو معلوماتو لپاره په دغه لېنک باندې کليک وکړئ. https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=1240882519730237&id=197508367400996

#سعودي_عربستان #ماسټري_او_دوکتورا د سعودي عربستان هېواد کې پروت د پادشاه یا ملک عبدالعزیز پوهنتون چې د یاد هېواد په کچه مخکښ
#سعودي_عربستان #ماسټري_او_دوکتورا د سعودي عربستان هېواد کې پروت د پادشاه یا ملک عبدالعزیز پوهنتون چې د یاد هېواد په کچه مخکښ پوهنتون دی؛ د راتلونکي ۲۰۲۲ کال لپاره د سکالرشیپونو اعلان کړی دی. دا سکالرشیپونه چې د ماسټري او دوکتورا په کچه به وي په بېلابېلو برخو کې ورکول کېږي چې ساینسي علوم، انجنیري، د کانونو انجنیري، حقوق، ټولنیز علوم او اسلامي زده کړې پکې شاملې دي. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلېک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.200060863812413/1237299213421901

#قـطـر #حماد_بن_خلیفه_پوهنتون #وړیا_سکالرشیپونه د حماد بن خلیفه پوهنتون چې د قطر په دوحې ښار کې موقعیت لري په ۲۰۱۰ کال کې تاس
#قـطـر #حماد_بن_خلیفه_پوهنتون #وړیا_سکالرشیپونه د حماد بن خلیفه پوهنتون چې د قطر په دوحې ښار کې موقعیت لري په ۲۰۱۰ کال کې تاسیس شوی دی او د ياد هېواد له مخکښو پوهنتونونو څخه دی؛ یاد پوهنتون په بېلابېلو برخو کې د لېسانس، ماسټري او دکتورا په کچه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د افغانستان په شمول محصلان مني. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک کلیک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.200060863812413/1235981776886978/

#خبرتیا د Win Scholarship دفتر به سبا د پنجشنبې په ورځ یعنې د لېندۍ (قوس) میاشتې په ۱۸مه نېټه د ځینو تخنیکي ستونزو له امله تړ
#خبرتیا د Win Scholarship دفتر به سبا د پنجشنبې په ورځ یعنې د لېندۍ (قوس) میاشتې په ۱۸مه نېټه د ځینو تخنیکي ستونزو له امله تړلی وي. زموږ فعالیتونه به له شنبې ورځې بېرته په نورمال ډول روان او موږ به د هېوادوالو په خدمت کې یو. ستاسو ټولو له مرستو، مشورو، نېک نیت او اخلاص موږ منندوی یو. #Win_Future #Win_Scholarship

#روسیه #سکالرشیپونه #لېسانس_ماسټري_او_دوکتورا د روسیې هېواد د ساینس او پوهنې وزارت په نړیواله کچه ۱۵۰۰۰ سکالرشیپونه اعلان کړي
#روسیه #سکالرشیپونه #لېسانس_ماسټري_او_دوکتورا د روسیې هېواد د ساینس او پوهنې وزارت په نړیواله کچه ۱۵۰۰۰ سکالرشیپونه اعلان کړي دي، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ورته محصلان نوم لیکنه کولای شي. دې سکالرشیپونو ته چې له افغانستان هم په انلاین بڼه نوم لیکنه کېږي د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه دي چې تقریباً ټولې هغه څانګې پکې شاملې دي چې د روسیې د پوهنتونو له لارې وړاندې کېږي. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.200060863812413/1229287487556407/

#بشکیک #ماسټري #ټافل_او_ايېلټس_نه_غواړي. د OSCE اکاډمي چې د بشکیک په ښار کې موقعیت لري د قرغزستان حکومت او د اروپایي اتحادیې
#بشکیک #ماسټري #ټافل_او_ايېلټس_نه_غواړي. د OSCE اکاډمي چې د بشکیک په ښار کې موقعیت لري د قرغزستان حکومت او د اروپایي اتحادیې د ادارو له لوري تمویلېږي چې په ۲۰۰۲ کال کې تاسیس شوې ده او د سیاست او اقتصاد په برخه کې نامتو د ماسټري پروګرامونه او سکالرشیپونه وړاندې کوي. د راتلونکي نوي سمستر لپاره له ۷ بېلابېلو هېوادونو چې افغانستان هم پکې شامل دی محصلان مني. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.200060863812413/1228111274340695/

#لندن #ماسټري #کېنګزـکالج په انګلستان هېواد کې پروت مشهور کالج چې King’s College London نومېږي د ماسټري په کچه سکالرشیپ اعلان
#لندن #ماسټري #کېنګزـکالج په انګلستان هېواد کې پروت مشهور کالج چې King’s College London نومېږي د ماسټري په کچه سکالرشیپ اعلان ته سپارلی دی، دا سکالرشیپ چې د War Studies په ډیپارتمنت کې به وي؛ ګټونکي ته به یې د Conflict, Security and Development په برخه کې د ماسټري سند ورکول کېږي. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.200060863812413/1227129974438825/

#لندن #ماسټري #کېنګزـکالج په انګلستان هېواد کې پروت مشهور کالج چې King’s College London نومېږي د ماسټري په کچه سکالرشیپ اعلان ته سپارلی دی، دا سکالرشیپ چې د War Studies په ډیپارتمنت کې به وي؛ ګټونکي ته به یې د Conflict, Security and Development په برخه کې د ماسټري سند ورکول کېږي. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.200060863812413/1227129974438825/

#وړیا_کورسونه #انلاین دا کورسونه چې په بشپړ ډول وړیا دي او د کورس په تکمیلېدو سره به سرټیفیکېټ هم درکړل شي، د اکسفورډ له لوري
#وړیا_کورسونه #انلاین دا کورسونه چې په بشپړ ډول وړیا دي او د کورس په تکمیلېدو سره به سرټیفیکېټ هم درکړل شي، د اکسفورډ له لوري وړاندې کېږي. د OHSC یعنې د Oxford Home Study Center له لوري دا کورسونه د مخکښو استادانو او غوره علمي موادو په درلودلو سره وړاندې کېږي، چې د هر عمر درلودونکي د نړۍ له هر ځای ورته نوم لیکنه کولای شي. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.200060863812413/1225652141253275

#ایېلټس_IELTS د انګلیسي ژبې د ایېلټس IELTS ازموینه چې په نړیواله کچه منل شوې ازموینه ده او د بېلابېلو پوهنتونو لپاره اړینه ده
#ایېلټس_IELTS د انګلیسي ژبې د ایېلټس IELTS ازموینه چې په نړیواله کچه منل شوې ازموینه ده او د بېلابېلو پوهنتونو لپاره اړینه ده او د دې سره تاسو کولای شئ چې نړیوالو سکالرشیپونو ته هم اپلای وکړئ. دا کورس چې د University of Queensland له لوري د Edx انلاین زده کړو په نړیوال پلټفورم کې د دې ازموینې د تیاري لپاره په وړیا ډول وړاندې کېږي؛ هر څوک ورته اپلای کولای شي تر څو دې ازموینې ته تیار شي. د دې ازموینې وخت 2 ساعته او 45 دقیقې دی، معمولاً د نړیوالو سکالرشیپونو لپاره لږ تر لږه ۶ نیمې نمرې پکار دي. د ډیر معلوماتو لپاره په لاندې لېنک کلیک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.200060863812413/1222986481519841/

#اوکراین د زده کړو لپاره یو له هغو هېوادونو چې په کم لګښت او غوره کیفیت د زده کړو چانسونه پکې په اسانۍ تر لاسه کېږي د اوکراین
#اوکراین د زده کړو لپاره یو له هغو هېوادونو چې په کم لګښت او غوره کیفیت د زده کړو چانسونه پکې په اسانۍ تر لاسه کېږي د اوکراین هېواد دی، په یاد هېواد کې د زده کړو ژبه روسي/ اوکرایني او انګلیسي ژبه ده؛ د دې سره سره چې اوکراین په طبي او انجنیري علومو کې مخکښ هېواد دی، د زده کړو لپاره د انګلیسي ژبې د ټافل او ایېلټس سند ته اړتیا نلري او تاسو کولای شئ، بېلابېلو پوهنتونونو ته نوم لیکنه وکړئ چې د زده کړو ژبه یې انګلیسي ده. ښه خبره دا ده چې دوی د طبي علومو په برخه کې هم داخله ورکوي او هېوادوال کولای شي چې په لږ لګښت سره د طبي علومو په ګډونو نورو ټولو برخو ته د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه داخله وکړي او د زده کړو لپاره هلته ولاړ شي. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.200060863812413/1221461035005719/

#امریکا #ماسټري په هېواد کې د وروستي تحول په لړ کې ډېر شمېر افغانان د امریکا متحده ایالتونو ته کډه شول، اوس تازه د نیویارک پو
#امریکا #ماسټري په هېواد کې د وروستي تحول په لړ کې ډېر شمېر افغانان د امریکا متحده ایالتونو ته کډه شول، اوس تازه د نیویارک پوهنتون د نړیوالو چارو مرکز هوډ لري چې د دوی لپاره د ماسټري په کچه سکالرشیپونه ورکړي. دا سکالرشیپونه به هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې دا وروستیو کې امریکا ته کډه شوي وي او زده کړې به یې د ۲۰۲۲ کال په مني کې پیلېږي. د زده کړو کچه: ماسټري د نوم لیکنې پای: د راتلونکي ۲۰۲۲ کال د جنوري ۱۵مه نېټه دا سکالرشیپونه به د ماسټري په کچه د نړیوالو چارو، نړیوال امنیت، شخړې او سایبر په څانګو کې ورکړل شي. وروستۍ پایلې به هم د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۳۱مه نېټه اعلان شي. د یادونې وړ ده چې د دې سکالرشیپونو لپاره له افغانستان څخه اپلای نه کېږي او یواځې هغه کسان به اپلای کوي چې دا وروستیو کې امریکې ته کډه شوي دي. د نورو معلوماتو او نوم لیکنې لپاره لاندې لېنک وګورئ: https://www.sps.nyu.edu/.../afghan-crisis-scholarship.html