دقرآن کریم ترجمه «
سورة البقرة» لـه ¹⁰ نـه ²⁰ ایة
¹¹:_
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِى الْأَرْضِ قَالُوٓا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ
كله چي هغوی ته وويل شول: "په ځمكه كښي فساد مكوئ!" - نو هغوى همدا وويل: "موږ خو اصلاحات را وستونكي يوو.
¹²:_
أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلٰكِن لَّا يَشْعُرُونَ
پام ولرئ! په حقيقت كي همدوى فساد كوونكي دي، خو شعور ورسره نشته.
¹³:_
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ ءَامِنُوا كَمَآ ءَامَنَ النَّاسُ قَالُوٓا أَنُؤْمِنُ كَمَآ ءَامَنَ السُّفَهَآءُ ۗ أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَآءُ وَلٰكِن لَّا يَعْلَمُونَ
او كله چي هغوی ته وويل شول: "څنګه چي نورو خلكو ايمان راوړی دی، هماغسي تاسي هم ايمان راوړئ!" - نو هغوى ځواب وركړ چي: "ايا موږ د كم عقلانو (ناپوهانو) غوندي ايمان راوړو؟" - پام ولرئ! په حقيقت كي همدوی په خپله كم عقلان دي، خو دوی نه پوهيږي.
¹⁴:_
وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ ءَامَنُوا قَالُوٓا ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلٰى شَيٰطِينِهِمْ قَالُوٓا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِءُونَ
كله چي دوى له مؤمنانو سره يو ځاى شي، نو وايي چي: "موږ ايمان راوړی دى." - او كله چي په ګوښه ځاى كي له خپلو شيطانانو سره يو ځاى شي، نو وايي چي: "په اصل كښي خو موږ له تاسي سره يوو او په دې خلكو ملنډي وهوو."
¹⁵:_
اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِى طُغْيٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ
الله په دوی ملنډي وهي (سزا وركوي) او دوى ته په خپله سركښي کي داسي مهلت ورکوي چي حیران پاته وي.
¹⁶:_
أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلٰلَةَ بِالْهُدٰى فَمَا رَبِحَت تِّجٰرَتُهُمْ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ
دا هغه كسان دي چي د هدايت په بدل كښي يې گمراهي اخیستې ده. خو دا تجارت د دوی لپاره ګټور نه دى او دوى هيڅکله پر سمه لاره نه دي.
¹⁷:_
مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِى اسْتَوْقَدَ نَارًا فَلَمَّآ أَضَآءَتْ مَا حَوْلَهُۥ ذَهَبَ اللَّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِى ظُلُمٰتٍ لَّا يُبْصِرُونَ
د دوى (منافقانو) مثال داسي دى لكه يو څوك چي اور بل كړي او چي كله هغه (اور) ټوله شاوخوا رڼا كړي، نو الله د دوى د سترګو بينايي ورڅخه واخلي او دوى په داسي حال كښي پرېږدي چي په ترږمیو كښي هيڅ نه ویني.
¹⁸:_
صُمٌّۢ بُكْمٌ عُمْىٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ
دوى كاڼه دي، ګونګيان دي، ړانده دي؛ نو دوى اوس نه راګرځي.
¹⁹:_
أَوْ كَصَيِّبٍ مِّنَ السَّمَآءِ فِيهِ ظُلُمٰتٌ وَرَعْدٌ وَبَرْقٌ يَجْعَلُونَ أَصٰبِعَهُمْ فِىٓ ءَاذَانِهِم مِّنَ الصَّوٰعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ ۚ وَاللَّهُ مُحِيطٌۢ بِالْكٰفِرِينَ
يا د دوى مثال داسي وګڼئ چي له اسمان نه شړكنده باران اوري او له هغه سره توري تيارې، كړسهار او برېښنا هم ده، دوى د برېښنا د كړسهار په اورېدلو د مرګ له وېري په غوږونو كي ګوتي ږدي. او الله دا د حق منكران له هري خوا را ايسار كړيدي.
²⁰:_
يَكَادُ الْبَرْقُ يَخْطَفُ أَبْصٰرَهُمْ ۖ كُلَّمَآ أَضَآءَ لَهُم مَّشَوْا فِيهِ وَإِذَآ أَظْلَمَ عَلَيْهِمْ قَامُوا ۚ وَلَوْ شَآءَ اللَّهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصٰرِهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلٰى كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
له برېښنا څخه پر دوى داسي حالت راځي چي ګواکي اوس به برېښنا د دوى د سترګو نظر والوزوي. كله چي يې يو څه رڼا تر سترګو کیږي، نو په هغې کي لږ وړاندي ځي او كله چي ترږمې پرې خوريږي، نو ټپ دريږي. كه د الله خوښه واى، نو له دوی څخه به يې د اورېدو او ليدو قدرت بيخي سلب كړى واى. په باوري توګه الله پر هر څه برلاسی دى.
#قـرآت_القرآن
@Qoraankareim