هندوکش غږ
Open in Telegram
کره خبر رسونه، زموږ رسالت دی.
Show more9 355
Subscribers
-1124 hours
-777 days
-25630 days
Data loading in progress...
Similar Channels
Tags Cloud
No data
Any problems? Please refresh the page or contact our support manager.
Incoming and Outgoing Mentions
---
---
---
---
---
---
Attracting Subscribers
September '26
September '26
+2
in 0 channels
August '26
+86
in 1 channels
Get PRO
July '26
+48
in 0 channels
Get PRO
June '26
+10
in 1 channels
Get PRO
May '26
+9
in 1 channels
Get PRO
April '26
+3
in 2 channels
Get PRO
March '26
+6
in 7 channels
Get PRO
February '26
+136
in 10 channels
Get PRO
January '26
+1
in 4 channels
Get PRO
December '25
+2
in 3 channels
Get PRO
November '25
+68
in 14 channels
Get PRO
October '25
+60
in 8 channels
Get PRO
September '250
in 1 channels
Get PRO
August '25
+1
in 2 channels
Get PRO
July '25
+22
in 0 channels
Get PRO
June '25
+2
in 2 channels
Get PRO
May '250
in 2 channels
Get PRO
April '250
in 4 channels
Get PRO
March '25
+25
in 4 channels
Get PRO
February '25
+9
in 5 channels
Get PRO
January '25
+2
in 3 channels
Get PRO
December '24
+43
in 2 channels
Get PRO
November '24
+4
in 4 channels
Get PRO
October '24
+252
in 4 channels
Get PRO
September '24
+1 091
in 86 channels
Get PRO
August '24
+1 456
in 99 channels
Get PRO
July '24
+837
in 90 channels
Get PRO
June '24
+749
in 91 channels
Get PRO
May '24
+806
in 86 channels
Get PRO
April '24
+777
in 85 channels
Get PRO
March '24
+777
in 0 channels
Get PRO
February '24
+885
in 1 channels
Get PRO
January '24
+1 387
in 1 channels
Get PRO
December '23
+758
in 32 channels
Get PRO
November '23
+616
in 33 channels
Get PRO
October '23
+505
in 31 channels
Get PRO
September '23
+254
in 0 channels
Get PRO
August '23
+1 017
in 0 channels
Get PRO
July '23
+878
in 0 channels
Get PRO
June '23
+929
in 0 channels
Get PRO
May '23
+792
in 0 channels
Get PRO
April '23
+579
in 0 channels
Get PRO
March '23
+835
in 0 channels
Get PRO
February '23
+639
in 0 channels
Get PRO
January '23
+930
in 0 channels
Get PRO
December '22
+661
in 0 channels
Get PRO
November '22
+846
in 0 channels
Get PRO
October '22
+850
in 0 channels
Get PRO
September '22
+832
in 0 channels
Get PRO
August '22
+717
in 0 channels
Get PRO
July '22
+712
in 0 channels
Get PRO
June '22
+839
in 0 channels
Get PRO
May '22
+863
in 0 channels
Get PRO
April '22
+792
in 0 channels
Get PRO
March '22
+678
in 0 channels
Get PRO
February '22
+337
in 0 channels
Get PRO
January '22
+525
in 0 channels
Get PRO
December '21
+366
in 0 channels
Get PRO
November '21
+331
in 0 channels
Get PRO
October '21
+351
in 0 channels
Get PRO
September '21
+490
in 0 channels
Get PRO
August '21
+344
in 0 channels
Get PRO
July '21
+243
in 0 channels
Get PRO
June '21
+245
in 0 channels
Get PRO
May '21
+215
in 0 channels
Get PRO
April '21
+201
in 0 channels
Get PRO
March '21
+124
in 0 channels
Get PRO
February '21
+383
in 0 channels
| Date | Subscriber Growth | Mentions | Channels | |
| 08 September | 0 | |||
| 07 September | 0 | |||
| 06 September | +1 | |||
| 05 September | 0 | |||
| 04 September | +1 | |||
| 03 September | 0 | |||
| 02 September | 0 | |||
| 01 September | 0 |
Channel Posts
| 2 | ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرداری ورکړی، که اروپايي هېوادونه پر روسیه برید وکړي، جګړه به ډېره لنډه وي او اروپا به په کې ماتې وخوري.
لاوروف ویلي، روسیه پر اروپايي هېوادونو د برید اراده نه لري، خو که پر روسیه برید وشي، مسکو به سخت ځواب ورکړي. نوموړي زیاته کړې چې د اوکراین د جګړې اړوند اوس د خبرو اترو پر ځای د جګړې په ډګر کې پرمختګ روان دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ادعا کړې چې لویدیځو هېوادونو په ۲۰۲۲ کال کې د استانبول د خبرو د هوکړې مخه ونیوله او د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو فرصت یې له منځه یووړ.
لاوروف د تور سمندرګي د غلو د صادراتو د پخوانۍ هوکړې د بیا فعالېدو طرحه هم د روسیې لپاره «د نه منلو وړ» بللې ده.
#هندوکشغږ | 66 |
| 3 | د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې د یاد وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د کندهار د تخته پُل او د غزني د ګیلان ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره په لیدنه کې د یادو سیمو د خلکو د ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي.
د وزارت په خبره، قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د اوبو رسولو شبکو، سړکونو، استنادي دېوالونو او کوچنیو بندونو د جوړېدو په برخه کې د وزارت د همکارۍ غوښتنه کړې.
ملا عبداللطیف منصور د خلکو ستونزې مهمې بللي او ډاډ یې ورکړی، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د شته امکاناتو په چوکاټ کې د یادو سیمو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.
#هندوکشغږ | 95 |
| 4 | د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ریاست او د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ترمنځ د مزار شریف ښار د اوبو رسولو خدمتونو د پراختیا او د اوبو شبکې د ښه والي په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د تفاهمنامې له مخې به د سره صلیب نړیواله کمېټه د مزار شریف ښار د اوبو د تولید او وېش ظرفیت لوړولو، د اوبو رسولو شبکې پراختیا او د زړو شبکو د بدلولو ترڅنګ، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د اړینو تجهیزاتو او وسایلو په برابرولو کې همکاري وکړي.
د شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلامالرحمن کظیم ویلي، چې د دې همکارۍ له عملي کېدو سره به د شرکت تخنیکي او عملیاتي ظرفیت پیاوړی او د مزارشریف ښار اوسېدونکو ته به د پاکو او صحي اوبو د برابرولو لا ښه زمینه مساعده شي.
#هندوکشغږ | 112 |
| 5 | د نن سه شنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ١٧ مه.
#هندوکشغږ | 84 |
| 6 | سياېناېن راپور ورکړی، چې روسیې د سه شنبې په سهار د اوکراین پر پلازمېنه کییف د بالستیک توغندیو سخت بریدونه کړي.
دا برید یوازې یوه ورځ له هغې وروسته وشو چې د امریکا استازو سټیو ویتکوف او جېرډ کوشنر له سیمې څخه لیدنه کړې وه او هدف یې دا و چې له ځنډ سره مخ د سولې خبرې بېرته پیل کړي.
اوکرایني چارواکو ويلي، چې په برید کې بالستیک او کروز توغندي او همدارنګه بې پیلوټه الوتکې (ډرونونه) کارول شوي دي.
د کییف د چارواکو په وینا په دې برید کې شپږ کسان ټپیان شوي او د استوګنې ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی.
#هندوکشغږ | 230 |
| 7 | د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري په ځاځي میدان او باک ولسوالیو کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
په دغو پروژو کې د اوبو لګولو کانالونه، سربندونه، کاریزونه او استنادي دېوالونه شامل دي، چې د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې به ورسره هوارې شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د پروژو د جوړېدو پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
#هندوکشغږ | 259 |
| 8 | د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ایران پر وړاندې د امریکا د اقتصادي اقداماتو په ملاتړ کې د کاناډا د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو ګډې اعلامیې ته غبرګون ښودلی دی.
بقايي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې کاناډا له یوې خوا ځان د سولې، امنیت، د بېړۍچلونې د آزادۍ او نړیوال قانون ملاتړی بولي، خو له بلې خوا د امریکا له پوځي اقداماتو او هغه څه چې نوموړي د سیمې پر وړاندې د امریکا غیرقانوني او مداخلهکوونکي اقدامات بللي، ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې، که د کاناډا اصلي اندېښنه د بېړۍچلونې آزادي وي، باید د جګړې د درولو او د کړکېچ د زیاتېدو د عواملو د له منځه وړلو غوښتنه وکړي، نه دا چې د امریکا له اقداماتو ملاتړ وکړي.
بقايي د کاناډا دا دریځ «ستراتېژیکه ګډوډي او د زور پر وړاندې تسلیمېدل» بللي او خبرداری یې ورکړی چې دغه تګلاره ښايي کاناډا هم د امریکا د فشارونو او باجغوښتنې پر وړاندې لا زیانمنه کړي.
#هندوکشغږ | 296 |
| 9 | د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د جاپان د بهرنیو اسعارو زېرمه په اګست میاشت کې ۸۰ میلیارده ډالره کمه شوې او ۱.۲۸۷ ټریلیون ډالرو څخه ۱.۲۰۷ ټریلیون ډالرو ته راټیټه شوې.
د جاپان د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، دا په یوه میاشت کې د بهرنیو اسعارو د زېرمو ۶.۱۸ سلنه کمښت دی او له ۲۰۰۰ کال راهیسې تر ټولو چټک کمښت بلل کېږي.
د راپور له مخې، د زېرمو کمېدو مهم لامل د ین د پیاوړتیا لپاره د اسعارو په بازار کې د جاپان مداخلې دي. جاپان تر دې دمه د ین د ملاتړ لپاره ۲۷.۱ ټریلیون ین لګولي دي.
#هندوکشغږ | 264 |
| 10 | په دوحه کې د افغان حکومت سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل په اړه د خبرو لپاره د یاد سفارت سفیر محمد سهیل شاهین او د جنیوا کال مؤسسې د بشري ډیپلوماسۍ مشر الیکساندر مونافي ترمنځ لیدنه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان پر وروستیو پرمختګونو، بشري مرستو، اقتصادي وضعیت او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل په اړه خبرې او د اړوندو موضوعاتو په تړاو نظرونه تبادله شوي.
د سفارت په وینا، په دې لیدنه کې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو د درک لپاره د عیني واقعیتونو د لیدنې او ارزونې پر اهمیت هم ټینګار شوی.
#هندوکشغږ | 273 |
| 11 | له هغې وروسته چې افغانستان خپله سیاسي خپلواکي یو ځل بیا د نړۍ له سیاسي لوبغاړو او د هغوی له کورنیو لابي ګرانو څخه ترلاسه کړه او له بهرنیو قدرتونو سره تړلو څېرو له خپلو بادارانو سره یوځای بهرنیو هېوادونو ته پناه یووړه، د دې څېرو ځینو یې د پوځي مبارزې تر څنګ، د دوی په اصطلاح مدني مبارزې، غونډو او د خبرو اترو ناستو ته هم مخه کړې ده.
له دې ناستو څخه یوه هم د «ویانا» په نوم غونډه وه چې هر کال به جوړېده؛ خو سږ کال د تېرو کلونو خلاف، تر اوسه نه ده جوړه شوې. د ډېرو څارونکو او شنونکو په وینا، د دې ناستې د ځنډېدو لامل د غونډې بې اغېزمنتیا او د دغو جریانونو د مبارزې په بهیر کې د ملموسې پایلې نشتوالی بلل شوی دی؛ هغه ناستې چې کلونه کلونه جوړې شوې، خو لاسته راوړنې یې تر ډېره په څو ویناوو، اعلامیو او تر یادګاري عکسونو پورې محدودې پاتې شوې.
نږدې پنځه کاله کېږي چې د افغانستان د اسلامي نظام مخالفین په بهرنیو هېوادونو کې ناستې جوړوي او د دوی په آند، د اسلامي نظام پر وړاندې د مبارزې او د ډیموکراسۍ د ارمانونو د تحقق لپاره د مبارزې پر څرنګوالي بحث کوي او خپله تګلاره ټاکي؛ خو داسې ښکاري چې دې ناستو نه یوازې د مخالفینو پر وړاندې روښانه لار نه ده پرانیستې او نه یې د هغوی د مبارزې لپاره مشخصه لاره ترسیم کړې ده، بلکې د هغوی لاره یې تر پخوا لا د تیارې او ابهام په پرده کې نغښتې او د ځینو څېرو ترمنځ یې لا ژور درزونه رامنځته کړي دي.
له همدې امله، هغه ناستې چې په تېرو وختونو کې به په ځانګړي شور او ولولو جوړېدې، سږ کال نور پخوانۍ انګېزه او شور نه لري. له هېواد څخه بهر د مخالفینو غونډې ورځ تر بلې کم رنګه کېږي او آن د دوی په منځ کې هم د دغو ناستو د پایلو او لاسته راوړنو په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.
د دې روښانه بېلګه د «ملي مرکې» په نوم د ناستو لړۍ ده، چې په دې وروستیو کې یې شپاړلسمه ناسته په متحده ایالاتو کې جوړه شوه؛ خو د پام وړ خبره دا ده چې نیوکه یوازې د دې جریانونو له بهر څخه نه کېږي، بلکې د کډوالو او ګډونوالو له منځه هم یو شمېر کسانو د دغو ناستو پر بې پایلې پاتې کېدو نیوکه کړې ده. دا یعني هغه کسان چې کلونه یې په داسې غونډو کې ګډون کړی، اوس دوی په خپله پوښتنه کوي چې د دومره ناستو او خبرو اترو پایله څه وه؟
نو اساسي پوښتنه دا ده: ولې له هېواد څخه بهر جوړېدونکې ناستې یوه پر بله پسې کم رنګې، بې اغېزې او بې باوره کېږي؟
د دې پوښتنې ځواب باید تر «ویانا» او «ملي مرکې» ور هاخوا ولټول شي. ستونزه یوازې د یوې ناستې نه ده؛ ستونزه د یوه ناکام سیاسي نسل ده، هغه نسل چې کلونه یې د حکومتولۍ فرصت درلود، خو په پای کې یې ماتې وخوړه او د افغانستان څخه له وتلو وروسته یې هم پر خپل تېر وخت په بیاکتنې سربېره، هماغه ناکامې نسخې له ځان سره بهر ته یووړې.
بشپړه لیکنه د لاندې لینک له لارې ولولئ!
https://hindukushpa.com/%d9%84%d9%87-%d9%87%db%90%d9%88%d8%a7%d8%af-%da%85%d8%ae%d9%87-%d8%af-%d8%a8%d9%87%d8%b1-%d9%86%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d9%88-%d8%af-%d9%85%d8%a7%d8%aa%db%90-%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%84%d9%88%d9%86%d9%87%d8%9b/ | 284 |
| 12 | له هغې وروسته چې افغانستان خپله سیاسي خپلواکي یو ځل بیا د نړۍ له سیاسي لوبغاړو او د هغوی له کورنیو لابي ګرانو څخه ترلاسه کړه او له بهرنیو قدرتونو سره تړلو څېرو له خپلو بادارانو سره یوځای بهرنیو هېوادونو ته پناه یووړه، د دې څېرو ځینو یې د پوځي مبارزې تر څنګ، د دوی په اصطلاح مدني مبارزې، غونډو او د خبرو اترو ناستو ته هم مخه کړې ده.
له دې ناستو څخه یوه هم د «ویانا» په نوم غونډه وه چې هر کال به جوړېده؛ خو سږ کال د تېرو کلونو خلاف، تر اوسه نه ده جوړه شوې. د ډېرو څارونکو او شنونکو په وینا، د دې ناستې د ځنډېدو لامل د غونډې بې اغېزمنتیا او د دغو جریانونو د مبارزې په بهیر کې د ملموسې پایلې نشتوالی بلل شوی دی؛ هغه ناستې چې کلونه کلونه جوړې شوې، خو لاسته راوړنې یې تر ډېره په څو ویناوو، اعلامیو او تر یادګاري عکسونو پورې محدودې پاتې شوې.
نږدې پنځه کاله کېږي چې د افغانستان د اسلامي نظام مخالفین په بهرنیو هېوادونو کې ناستې جوړوي او د دوی په آند، د اسلامي نظام پر وړاندې د مبارزې او د ډیموکراسۍ د ارمانونو د تحقق لپاره د مبارزې پر څرنګوالي بحث کوي او خپله تګلاره ټاکي؛ خو داسې ښکاري چې دې ناستو نه یوازې د مخالفینو پر وړاندې روښانه لار نه ده پرانیستې او نه یې د هغوی د مبارزې لپاره مشخصه لاره ترسیم کړې ده، بلکې د هغوی لاره یې تر پخوا لا د تیارې او ابهام په پرده کې نغښتې او د ځینو څېرو ترمنځ یې لا ژور درزونه رامنځته کړي دي.
له همدې امله، هغه ناستې چې په تېرو وختونو کې به په ځانګړي شور او ولولو جوړېدې، سږ کال نور پخوانۍ انګېزه او شور نه لري. له هېواد څخه بهر د مخالفینو غونډې ورځ تر بلې کم رنګه کېږي او آن د دوی په منځ کې هم د دغو ناستو د پایلو او لاسته راوړنو په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.
د دې روښانه بېلګه د «ملي مرکې» په نوم د ناستو لړۍ ده، چې په دې وروستیو کې یې شپاړلسمه ناسته په متحده ایالاتو کې جوړه شوه؛ خو د پام وړ خبره دا ده چې نیوکه یوازې د دې جریانونو له بهر څخه نه کېږي، بلکې د کډوالو او ګډونوالو له منځه هم یو شمېر کسانو د دغو ناستو پر بې پایلې پاتې کېدو نیوکه کړې ده. دا یعني هغه کسان چې کلونه یې په داسې غونډو کې ګډون کړی، اوس دوی په خپله پوښتنه کوي چې د دومره ناستو او خبرو اترو پایله څه وه؟
نو اساسي پوښتنه دا ده: ولې له هېواد څخه بهر جوړېدونکې ناستې یوه پر بله پسې کم رنګې، بې اغېزې او بې باوره کېږي؟
د دې پوښتنې ځواب باید تر «ویانا» او «ملي مرکې» ور هاخوا ولټول شي. ستونزه یوازې د یوې ناستې نه ده؛ ستونزه د یوه ناکام سیاسي نسل ده، هغه نسل چې کلونه یې د حکومتولۍ فرصت درلود، خو په پای کې یې ماتې وخوړه او د افغانستان څخه له وتلو وروسته یې هم پر خپل تېر وخت په بیاکتنې سربېره، هماغه ناکامې نسخې له ځان سره بهر ته یووړې.
بشپړه لیکنه د لاندې لینک له لارې ولولئ!
https://hindukushpa.com/%d9%84%d9%87-%d9%87%db%90%d9%88%d8%a7%d8%af-%da%85%d8%ae%d9%87-%d8%af-%d8%a8%d9%87%d8%b1-%d9%86%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d9%88-%d8%af-%d9%85%d8%a7%d8%aa%db%90-%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%84%d9%88%d9%86%d9%87%d8%9b/ | 1 |
| 13 | د نن سه شنبې ورځې نېټه.
#هندوکشغږ | 309 |
| 14 | د معیار او کیفیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د آقینې بندر له لارې یې هېواد ته د ۲۸ ټنه بېکیفیته غالیو د یوې محمولې د واردېدو مخه نیولې او یاده محموله یې بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځولې ده.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې محموله د معیار او کیفیت امریت د مسلکي کارکوونکو له لوري تر تخنیکي څېړنو او اړینو ازموینو وروسته له داخلي معیارونو او الزاماتو سره مغایره تشخیص شوې ده.
اداره وايي، د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول لړۍ په ټولو بندرونو کې روانه ده او د هغو بېکیفیته توکو د واردېدو مخه نیول کېږي چې د خلکو روغتیا، خوندیتوب او ګټې ګواښي.
#هندوکشغږ | 354 |
| 15 | ۱۰۰ ثانیې خبر
ورځ او نېټه: دوشنبه، ١۴۰٥/٦/١٦ھش.
#هندوکشغږ | 366 |
| 16 | د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ١٦ مه.
#هندوکشغږ | 342 |
| 17 | ایراني چارواکو ویلي، په راتلونکو ورځو کې به له عمان سره د هوکړې له مخې، هرمز تنګي ته څېرمه د بېړیو د تګ راتګ لپاره نوې لار اعلان کړي.
د معلوماتو له مخې د نوې لارې موخه په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ تنظیمول دي؛ دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ د مې میاشتې راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
د بېړیو د تګ راتګ د تحلیل شرکت «کپلر» د معلوماتو له مخې، په تېرو لسو ورځو کې هره ورځ په اوسط ډول یوازې ۱۰ باروړونکې بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې دي.
#هندوکشغږ | 319 |
| 18 | د ریاستالوزراء اقتصادي معاونيت ويلي، چې ملا عبدالغني برادر د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.
اقتصادي معاونیت ویلي، په دې کتنه کې د سیمې پر وضعیت، ښې حکومتولۍ او زیربناوو په برخو کې د افغانستان پر پرمختګونو او بهرنیو شرکتونو ته د پانګونې پر فرصتونو خبرې شوې دي.
خلیلزاد ویلي، د سعودي عربستان، قطر، اذربایجان او ناروې یو شمېر شرکتونه په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخو کې، پانګونې ته لېوالتیا لري.
برادر د بهرنیو شرکتونو د پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ا.ا پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې او د هغوی د همکارۍ او ملاتړ لپاره چمتو دی.
#هندوکشغږ | 364 |
| 19 | د معیار او کیفیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د حیرتان بندر له لارې یې هېواد ته د ۶۹ ټنه بېکیفیته سمنټو د یوې محمولې د واردېدو مخه نیولې او یاده محموله یې بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځولې ده.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې محموله د معیار او کیفیت امریت د مسلکي کارکوونکو له لوري تر تخنیکي څېړنو او اړینو ازموینو وروسته له داخلي معیارونو او الزاماتو سره مغایره تشخیص شوې ده.
اداره وايي، د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول لړۍ په ټولو بندرونو کې روانه ده او د هغو بېکیفیته توکو د واردېدو مخه نیول کېږي چې د خلکو روغتیا، خوندیتوب او ګټې ګواښي.
#هندوکشغږ | 371 |
| 20 | د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، افغانستان د لویو نړیوالو پانګونو د جذب لپاره چمتو دی او د سعودي عربستان د نفت او ګازو یوه شرکت سره نوی تړون یې د اقتصاد لپاره مثبت پرمختګ بللی دی.
خلیلزاد ویلي، دغه تړون ښيي چې افغانستان د سوداګرۍ او پراخو پانګونو لپاره د لا ډېر چمتووالي په حال کې دی.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان په خپله هم د پام وړ طبیعي زیرمې لري چې د سیمې او نړیوالو بازارونو اړتیاوې پوره کولی شي او په دې سره د اقتصادي ودې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کېدای شي.
#هندوکشغږ | 332 |
