cookie

We use cookies to improve your browsing experience. By clicking «Accept all», you agree to the use of cookies.

avatar

غزلیز بنډار

زما په چینل کې هر اړخيز معلومات کتلې شئ لکه: اسلامي، فکري، ادبي لیکنې, ډيزاين شوې لیکنې، د ډیزاین لپاره اړین مواد، بیلابیل pdf کتابونه او اپليكېشنونه. د آډمین سره رابطه👇 https://t.me/Saqib85

Show more
The country is not specifiedThe language is not specifiedThe category is not specified
Advertising posts
453
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
No data30 days

Data loading in progress...

Subscriber growth rate

Data loading in progress...

#غزل!          ✍حافظ ”حجازي“ وینې وینې درد پرهار یمه خاموش یم د بــلا غمونــو ښـــکار یمه خاموش یم بې وسۍ مې له سینې زړګی ویستلی ویره ویره تــرهه ډار یمه خاموش یم غم مې ستونې کې نښتی! نه تیریږې! نه قی کیږې لکه کب چنګک او تار یمه خاموش یم ښه پوهیږم چې ژوند څنګه باید وشې خو څه نه لرم ناچـــار یمه خاموش یم د لاهـــور تـر مـحلو یـم رسـیدلی د کنړ د غرو چنار یمه خاموش یم دي وطن ته په اخلاص مې خدمت کړی ځـــکه پــړی ځـــکه دار یمه خاموش یم ستا ناسور ټپ ته وطنه چې درمان شوم نو فاسد شوم اوس فرار یمه خاموش یم د یــارانو د طـنز ډکـــو نـظــرو ته ورته ځیر یم ښه هوښیار یمه خاموش یم ستا د لِچو کنګال شات دي ماته یې راکړه زه ددې نعمــت حـقــــدار یمه خاموش یم د طــبیب خـبــرې ټولې عبثیات دي زه د یار پسې بیمار یمه خاموش یم ویلی ځئ! منګي مو واخلۍ تاسې درومئ زه ”حــافـظ“ ته انـتـــظار یمه خاموش یم ”حجـازي“ وخت به ثابته کړي چې څه یم چې زعفران او که کوکنار یمه خاموش یم شاعر: حافظ ”حجازي“ حفظه الله ــــــــــــــ♥Hafiz Hijazy♥ــــــــــــــ 2022/4/26 خپل کور د شپې 11:30 بجې Hamidullah Saqib #نوټ: د حجازي د شعرونو لپاره موږ فالو کړﺉ!👆
Show all...
#مکاره! #لنډه_کیسه! په خیرنو او جړو ویښتانو کې یې لاس تیر کړ، په اوږدو او ببرو بریتونو یې ژبه ووهله؛ د راډیو غږیز یې تاؤ کړ، راډیو خاموشه شوه! وُرِځي یې پورته کړي، تندی یې ګونځې شو، ترخه مسکا یې وکړه ؛ له ځان سره یې وویل: ښه شوه چې دا یوه مکاره خو مرداره شوه! د خیوادوالو خزمت کوم! ډانټره یم! بې شرمې، بې حیا په خوند یې پوی شوې که نه! ځه ښه شوه په ټول ولایت کې دا یوه شیطانه وه دا هم ختمه شوه، له ورایه یې ملګري پرې نارې کړي: هلکه! څنګه له ځان سره بنګیږې لکه چې لیونی شوي نا! بلکل جوړ یم ؛ هغه ځان ته به یې چې ډانټره ویله هغه خو یې څپلۍ کړه! دا چا؟ او چرته؟ او څنګه؟ نوره پته نه لږې خو اوس یې راډیو کې وویل ؛ موبایل یې وشرنګیده، پورته یې کړ، غوږ ته یې ونیوه، الو ! الو ! اورم ! څه خبره ده؟ خا خا! په غوسه یې وویل: ولې دا مونږ لکه چې تا په روغتون کې زیږولې یو ؛ ځه ! ځه ! هغه نښتره ترور ورته راوغواړه هغه تکړه ده هغه بله ورځ د چنار کاکا د غوا خوسکی نه پیدا کیده چې ورته یې راوړه له واره پیدا شو دا خو لا ماشوم دی ملګري یې په برګ اواز وویل: څه خبره ده وه دیوانه؟ پلار مې وه ؛ زنګ یې وهلی ؤ مور مې ویل: چې ښځه دې د الواد مریضه ده روغتون ته یې ویسه یاره دا اوسنۍ ښځې صرف او صرف چکر غواړې د زیږون یې د روغتون سره څه؟ موبایل یې بیا وشرنګیده ؛ دا ځل یې پلار په ورخطایې سره وویل: وآهلکه! په بلا مات شې دا شخ بریتونه لکه د رزیل پیشي چرته یې؟ ژر راشه ښځه دې بې هوښه شوې هله موټر راوله ،شیبه وروسته یې له ډیرې سرګردانۍ موټر پیدا کړ او د روغتون په طرف رهي شو ډاکټرصیب مریض ډیر سخت دی هله ژر کوه! ډاکټر راغئ د مریض فشار یې وکوت، سیروم یې ورته ولګوه ، مریض شیبه وروسته په هوښ راغئ ؛ رنګ یې ژیړ زبیښلی وه، ډاکټر د روغتون خاله ته غږ وکړ: ورته یې وویل: دا مریض ولادت خوني ته یې یوسه ؛ خاله بیرته راغله او ورته یې وویل: ډاکټرصیب! مریض فول دی ډاکټر د ولادت خوني په طرف روان شو دیوانه یې تر څنګ روان شو ډاکټر ورته وویل: محترما! ته چرته ځې؟ دیوانه په بنده ژبه وویل: زه! زه هم ولادت خوني ته ځم ډاکټر وویل: بخښنه غواړم! هلته نور مریضان دي یوازې زه او د روغتون خاله ځو بل چا ته اجازه نشته ؛ په دیوانه سر ورڅرخیده ډاکټر ته یې وویل: ولې تاسو ښځینه ډانټره نه لرﺉ؟ دا خو وړه خبره نده ته خو نارینه یې! ډاکټر وویل: لرله مو خو څه ووایم ؛ له بده بخښته! هغه د چسپکې ماین ښکار شوه ؛ خاله په منډه راغله ډاکټرصیب! د مریض حالت خراب شو هله ژر کوه ډاکټر په منډه ولادت خوني ته داخل شو سپینې دستکشې یې په لاس کړي مریض یې معاینه کړو بهر راووت دیوانه ته یې وویل: ستاسو مریض ډیره وینه او مایعات ضائع کړي او وخت پرې تیر شوی ؛ مریض ته مو د عملیات اشد ضرورت دی دیوانه وویل: ډاکټرصیب عملیات ته پخپله کوې؟ ډاکټر وویل: هو محترمه مجبوریت دی نو؛ دیوانه وویل: ولې ښځینه ډانټره نشته ته خو نارینه یې کنه! ډاکټر په غوسه وویل: درته مې مخکې وویل چې د ټول ولایت په سطحه مو همدا یوه ډاکټره لرله او هغه هم کومو ظالمانو شهیده کړه او دا زمونږ طبي او انسانې مسؤلیت دی چې د مریض ژوند وژغورو هغه که ښځینه وي او که نارینه ؛ زر شه د عملیات لپاره لازم درمل او سامان راوړه له دیوانه څخه لار ورکه شوه له ځان سره یې خبرې شروع کړي کاشکې! چې دا ډانټره خو یې نه وای وژلی ؛ زما د ښځې په څیر به څومره نورې ښځې دا مجبوریت زغمي حیران یم هغه چا ته چې دا ډانټره یې وژلي چې دوی به خپلي ښځې چیرته وړي که نه د دوی ښځې الواد نه زیږوي، دا څومره سخته خبره ده چې اوس به مې ښځې ته نارینه ډانټر عملیات کوي دیوانه له ځان سره کرل ریبل چې د ډاکټر له غوسې څخه ډک غږ یې واورید: بې احساسه سړیه! ژر کوه ګُنې ماشوم او مریض مو دواړه ژوند له لاسه ورکوې ؛ دیوانه خواره خوله په ړنګو قدمونو د درمل پلورنځي پر لور روان شو. په ژړغوني غږ يې وويل ياالله په هر کلي کې يوه يوه مکاره پيداکړې چې له دې شرمه نور خلاص شو. #لیکوال: حافظ ”حجازي“ حفظه الله ــــــــــــــ♥Hafiz Hijazy♥ــــــــــــــ 2022/5/11 د شپې 11:25 بجې

Photo unavailableShow in Telegram
#د_اقصيٰ_په_درد_یې #یو_ځل_بیا_راسره_ولولئ! تیر تاریـخ بانــدي دي ویـاړي اقصيٰ ژاړي جیګ شه مرسته له تا غواړي اقصيٰ ژاړي چې سرشاره مست غازیان به پري روان وه هغه لاري دي اوس شاړي اقصيٰ ژاړي د تکبیر خـوږو نغمو پسي کړيږي منارونه یې هم ژاړي اقصيٰ ژاړي لومړنۍ قبله دي وژني څنګ خاموش یې أخ سـلـمانه ته ولاړي اقصيٰ ژاړي عربلیک مشرانو زهر مړه اوخورﺉ خویه ګرځئ لکه لاړي اقصيٰ ژاړي وخته دا به ستر یرموک او قادِسه شې د القدس سپیڅلي غاړي اقصيٰ ژاړي ”حـجــــازي“ ورته حیران وي ژړغونی ستا تصویر ته چې ولاړي اقصيٰ ژاړي شاعر: حافظ ”حجازي“ حفظه الله ــــــــــــــ♥Hafiz Hijazy♥ــــــــــــــ 1396/9/18 خپل کور Hamidullah Saqib #نوټ: د حجازي د شعرونو لپاره موږ فالو کړﺉ!👆 درد هم خپل حد لرې😭 اللهم احفظ بلادنا وبلاد المسلمين! اللهم انصر عبادك المستضعفين في فِلِسطین!
Show all...
#غزل!          ✍حافظ ”حجازي“ دا یو ساتونکی د اسلام دی دهشتګر ندی دا په نـړۍ کې امـن غـواړې تــرهـګر ندی دا د محکومو مـلتونو استـقلال لټوي دا مجاهد دی یه نادانو وحشتګر ندی دا تور ټوپک یې دی نړۍ ته یو د امن سمبول ورتــه پیغــام د خـوشــحالۍ دی د خطر ندی دا به ترې ګرده اسلامي نړۍ ان شاءالله ژغورې صــرف ښـــایـسته کــابل او کـوزه پېښـور ندی شرعي نظام غواړې همدې لپاره سر ورکوي پـــوله، پټـي بانــدې لـه چــــا نه مرور ندی د استعمار په خوړو موړ استقلال څه پیژني؟ د آزادۍ پــه لاره تـــــللی بــــــــــرابـــر ندی چې اسلامي ثقافت پرېږدې او غربي پلی کړي نـــــــادانـه دا خـــــو تمــدن او کـوم هـنـر ندی ځه د اقصی معتصما نارې ته وکړه لبیک له کاشغر درومـه پوره شوی لا سفر ندی مونږ دې ژوندې یو او غربیان دې زموږ عفت لټوې ولې لـدې ژونـــد نه ســـل وارې مـــــرګ بهتر ندی د دجال، جال ترینه چاپېر او دا تر اوسه ویده غــافــل مســـلــم لـدې حــــالاتـو لا خـبـر ندی چې د حَمْرا مظلومې اوښکې په خپل لاس پاکي کړي ولې مــلـــــګــرو ”حـجــــازي“ بیــا بـــخـتـور ندی شاعر: حافظ ”حجازي“ حفظه الله ــــــــــــــ♥Hafiz Hijazy♥ــــــــــــــ 2018/4/26 خپل کور Fb/ID:👉 Hamidullah Saqib Join our channel...👇 https://t.me/HamidullahSaqib #نوټ: د حافظ حجازي ”حفظه الله“ د شعرونو لپاره یوازې همدا موږ سره پاتې شئ او ادرس مو تعقیب کړئ!
Show all...
حق حیران به وي دا خلک پښیمان به وي دا خلک چې ورکړی مو ډوډۍ وای دې خوارانو ته روپۍ وای چې نن خلاص وای له حسابه د محشر لدې عذابه خو دا کله منل کیږي په محشر کله قبلیږي ”حجازي“ هغه سوالګره د خپل ژوند شوه مروره لاړه پورې هدیري ته هغې خړي مقبري ته د ښایست یوه ملکه د نرګس غوندې نازکه شاعر: حافظ ”حجازي“ حفظه الله ــــــــــــــ♥Hafiz Hijazy♥ــــــــــــــ 2019/6/29 خپل کور Fb/ID:👉 Hamidullah Saqib Join our channel...👇 https://t.me/HamidullahSaqib #نوټ: د حافظ حجازي ”حفظه الله“ د شعرونو لپاره یوازې همدا موږ سره پاتې شئ او ادرس مو تعقیب کړئ!
Show all...
غزلیز بنډار

زما په چینل کې هر اړخيز معلومات کتلې شئ لکه: اسلامي، فکري، ادبي لیکنې, ډيزاين شوې لیکنې، د ډیزاین لپاره اړین مواد، بیلابیل pdf کتابونه او اپليكېشنونه. د آډمین سره رابطه👇

https://t.me/Saqib85

#سوالګره! #دردونکی_نظم!    ✍حافظ ”حجازي“ د ښایست یوه ملکه د نرګس غوندې نازکه ګرځیده به ښار په ښار په هر کلي او بازار که یخني وه که ګرمي وه ددې خوارې مجبوري وه دا چې ډیره وه تروره دغه خواره وه مجبوره ټولول یې خېراتونه صدقي او زکاتونه د خپل وږي نفس لپاره د خپل وږي نس لپاره ورته کور کې بیماران وه وږي تږي ماشومان وه دوی غوښته ترینه ډوډۍ هم یوه یوه روپۍ خو دا خواره وه بې وسه هم بې دسه هم بې کسه بلې میاشتي له اختر وه د خوښیو سمندر وه خوشحالۍ وي خنداګانې سرې نکریزې رڼاګانې سپینې، شنې، ژیړې او سرې خلکو کړي وي جامې ماشومانو او لویانو هم ځوانانو بوډاګانو دي ته هم بچي ګویا شو په یو خوله ورته لګیا شو چا ویل سپینې چا ویل سرې مونږ ته کړي به تا جامې هم دسمال او یو خولۍ مونږ ته اخلې به څپلۍ خرڅې کړه دې غوږوالۍ مونږ ته راکړه ته روپۍ مونږ چکر وهو بازار ته د ښکلاؤ دي ډک ښار ته زانګوګانې دې ټالونه هلته وبه کړو سیالونه مازدیګر به بېرته راشو بیا به تاته مونږ ګویا شو تا ته وبه کړو کیسې د هر لارې او کوڅې مور یې چوپ ویلي کیدله لکه شمعه ژړیدله نه جامې وي نه څپلۍ وي نه ددې سره روپۍ وي خو بس خه یې کړه بچو ته د زړه غوښو او توکړو ته د شهید لالي یو یاد وه لا تر اوسه دې ته یاد وه بس هغې به زوروله پټه، پټه یې ژړوله یو بچي اُویل مورجانې یه پر مونږه باندې ګرانې داسې ولې تکه سره شوې ولې دومره ته خفه شوې ولې ځان سره ګړیږي داسې ولې ته ژړیږي دا جواب خو مونږ ته راکړه دا حساب خو مونږ ته راکړه مور یې اُویل یمه کونډه حقیقي یمه بربنډه وفات شوی ستاسې پلار دی هغه خړ پړ یې مزار دی څنګه واخلم سپینې، سرې تاسو ټولو ته جامې هم دسمال او یو خولۍ تاسو ټولو ته څپلۍ هغه خور دې ده بیماره في الحال ده د مرګ پر لاره ټوله ورځ ګرځم بازار کې د ښکلاؤ دې ډک ښار کې هېچا زه نه یم پوښتلې چې خفه یم زه دا ولې ها په نوم باندې بازار دی ها په نوم د خوښیو ښار دی هلته نوم باندې انسان دی خوی خصلت یې د حیوان دی هر بې وس پورې خندیږې هر بې کس پورې خندیږې زه چې غواړم ترې روپۍ تاسو خوارو ته ډوډۍ په هغې زه رټل کیږم آن تر دې چې وهل کیږم خلک ماته کړي کنځلې بې حیا یې ته ناولې سپین مخ ګرځې دې ډک ښار کې دې یاغې باغې بازار کې خپل هوس پسې ګرځیږې ځه مکارې لا ژړیږې خو بچېانو یم مجبوره ځکه زه یمه سوالګره خو هغوی کله پوهیږي لدې حال کله خبریږي چې لرمه بیماران کور کې وږې ماشومان ګنې زه هم یم تور سرې داسې نه یمه خپل سرې یه بچیانو زه هیم ښکلې او په ښکلو کې ښاغلې زه هم پېغله پوښتنه یم داسې نه چې بېګانه یم چې عزت پر خلکو پلورم یا غیرت پر خلکو پلورم میاشت او کال چې په دې حال یم زه مجبوره لاس په سوال یم دا حالت که ممتحن دې خو دا ما ته ناممکن دې ځکه زه یم بچیه ځوانه دومره نه یم لا نا ځوانه چې د پلار عزت دې خرڅ کړم یا دا خپل شرافت خرڅ کړم مور یې کړلې دا کیسې د خپل ژوند سړې تودې خپل بچي ورته ګویا شو په یو خوله ورته لګیا شو بس دی، بس دی مورې بس مونږ کې نشته دومره وس چې برداش کړو دا کیسې د خپل ژوند سړې تودې مورې ته چې کنځل کیږي آن تر دې چې وهل کیږي نور سوال مه کړه د روپۍ لدې خلکو د ډوډۍ زمونږ رب شته دی پالونکی ها زمونږه دی ساتونکی یا به مونږه کړي ټول مړه یا به مونږه کړي ماړه ختمه شې به دا کېسه ستا د ژوند سړه توده مورې ښار ته به بیا نه ځې او بازار ته به بیا نه ځې بیا به سوال د روپۍ نه کړي بیا به سوال د ډوډۍ نه کړي بیا به نه ته کنځل کیږي بیا به نه ته وهل کیږي بیا به نه یې داسې پرېشانه بیا به نه یې داسې ستومانه بیا به ته یې هدیري کې هغې خړې مقبري کې بیا به نه غواړو ډوډۍ مونږ له تا ځینې روپۍ مونږ به هم دلته پراته یو ستا په خوا کې به ویده یو هلته رب ته به لګیا شو ورته ټول به مونږ ګویا شو ورته وایو به رحمانه یه په ټولو مهربانه خېر که مونږه بېوزلان وه ربه ستا خو بنده ګان وه خه دو ﺉولي مونږ کنځلو خه دوﺉولي مونږ  وهلو خه ګناه زمونږه څه وه او خطا زمونږه څه وه بس ګناه مو بې وسې وه ناچارې وه نادارې وه چې غوښته مو ترې ډوډۍ ستا په نوم یوه روپۍ بس پدې ګناه یې کنځلو په همدې ګناه یې وهلو بس دوی وکړو تدبیر خندیده ستا په تقدیر خه خالق ته زمونږ نه وي او مالک ته زمونږ نه وي خه چې ته زمونږه خالق وي او هم ته زمونږ رازق وي خه نو دوی ولې کنځلو خه نو دوی ولې وهلو مونږ له تا غواړو انصاف ربه مونږ کړه دلته معاف ربه را مونږ ته جنت ددې سختو اُجورت مورې هلته به مزې وي رنګارنګ به تماشې وي هلته سوال د ډوډۍ نشته او هم سوال د روپۍ نشته ها جنت دی ډیر علي د هر غم ځینې خالي ستا د خوښي طعامونه رنګارنګ دې خوراکونه خو دا خلک به راځې څه جواب به ورکوې ستر عزیز او ستر جبار ته هغې واحد القهار ته چې خاوند دی د سقر بې حساب یې دی لښکر چې هر چا ته به خطاب کړي د ذرې ذرې حساب کړي
Show all...
#غزل!          ✍حافظ ”حجازي“ دوی مونږ له ښــــار اویستو مونږه ورته غر ونیوه په دي مجرم شو چې مو خپل حق ته سنګر ونیوه پـــــرون چې کاڼي وریدل او نن وریږي کاڼي ناستو مشرانو کې مو کوم یو ورته سر ونیوه دوی توکیو، بروکسله، لندنه دیپلومي واخیستې مونږه روســــــــــانو ته په سرو وینو ټټر ونیوه بیا په وطن نه هیریدونکی انقلاب شروع شو بې سرنوشت وطن مو لاس د بل په در ونیوه زمونږ مشرانو وطن پریښوده او لاړل ترینه چـــا امریکا، هند، فــرانسه چا پیښور ونیوه بیا د وطن په ذخایرو چــــــور تالان ورګډ شو چا استخراج د کان شروع کړل او چا زر ونیوه بیا ګــاونډیو دي بلوا نه هم فایده واخیسته چا له روسانو پاتې ټانګ او چا خنجر ونیوه بیا پرې باننګه مجاهدو خپل سرونه کیښول بیا یې د وینو په بــــدل ترې لر او بر ونیوه لدې قیامت وروسته بیا لږه قرارې غوندې شوه مهاجــــــــــرینو بیرته بیا د خپل وره، ور ونیوه زمونږ مشرانو ته وخــــت ورغلو او بیا پیدا شو چا ځان ریس، وزیر، پاسوال او چا عسکر ونیوه ”حجازي“ مونږ یې په سرو وینو کې لت پت پریښودو خـــــــود مــونــږه بیا غـــره لمنه کې نښتر ونیوه شاعر: حافظ ”حجازي“ حفظه الله ــــــــــــــ♥Hafiz Hijazy♥ــــــــــــــ 2017/10/30 خپل کور Fb/ID:👉 Hamidullah Saqib Join our channel...👇 https://t.me/HamidullahSaqib #نوټ: د حافظ حجازي ”حفظه الله“ د شعرونو لپاره یوازې همدا موږ سره پاتې شئ او ادرس مو تعقیب کړئ!
Show all...
غزلیز بنډار

زما په چینل کې هر اړخيز معلومات کتلې شئ لکه: اسلامي، فکري، ادبي لیکنې, ډيزاين شوې لیکنې، د ډیزاین لپاره اړین مواد، بیلابیل pdf کتابونه او اپليكېشنونه. د آډمین سره رابطه👇

https://t.me/Saqib85

Photo unavailableShow in Telegram
#غزل!          ✍حافظ ”حجازي“ چې کرلي وي چا مېنه په زړګي کې اثــــرات یې معلومیږي په تندي کې چي د شونډو پسته ځمکه یې کوې د مسکا فصل نـــــــــو ښکلا یې څرګندیږي اننګي کې عفوه، حیـلم، عـلم دغه حــــــاصل کړي عزتمند شې دا انسان خپل او پردي کې داسې هېڅوک نشته ګوره چې ټول بد وي ځینې ښه خویونه شته دی ګوره سپي کې د الفت په آب د زړه دښته خړوب کړه د ګلانو څــــــه کمښت وې پسرلي کې سړي ډېــر دې پیدا شوې مګر ګوره د سړي خویونه نه وې هر سړي کې له مرهمه د بېلتون طــــمعه هېڅ نشې د کوشېر صفت هېڅ نه وې تبرګي کې ښاره ستا د سحرونو توصیف ښه دی خــو بلا کېف شته د کلي ماښامي کې منت بار خــــــــوړو نه تېر شه یه ”حافظه“ ترېنه خپلې شوملي ښه دې مات کودي کې خه نو ولې یې نـــــوم لیکې په نکریزو څه خواږه خو دې لیدلي ”حجازي“ کې شاعر: حافظ ”حجازي“ حفظه الله ــــــــــــــ♥Hafiz Hijazy♥ــــــــــــــ 2022/2/30 خپل کور Fb/ID:👉 Hamidullah Saqib Join our channel...👇 https://t.me/HamidullahSaqib #نوټ: د حافظ حجازي ”حفظه الله“ د شعرونو لپاره یوازې همدا موږ سره پاتې شئ او ادرس مو تعقیب کړئ!
Show all...
د اوبو دغه بوتل که تاسو اخلئ نو په سوپر مارکیټ کې یې په درې روپۍ اخیستلی شئ، په کافي شاپ کې یې په پنځه روپۍ اخیستلی شئ، په مطعم یا خوړنځای کې یې په لس روپۍ اخیستلی شئ، په هوټل کې یې په پنځلس روپۍ اخیستلی شئ او په ایرپورټ یا هوائي ډګر کې یې په شل روپۍ اخیستلی شئ. بوتل هماغه بوتل نوعیت به یې هم هماغه وي خو فقط تغیر او تبدیل د ځای وي نو ځکه هغه ځای او خلک چې ستا قیمت او ارزښت نه وي ورسره، ولاړ شه ترې او مناسب ځای کې کښینه، ته بې ارزښته نه یې خو په مناسب ځای کې ناست نه یې...!!! #په_ژوند_کې_باید_هر_کس_همدا_چلند_غوره_کړي! #اخیرې_فیصله! 2022/2/22
Show all...
Choose a Different Plan

Your current plan allows analytics for only 5 channels. To get more, please choose a different plan.