پښتو ناولونه
Open in Telegram
د (پښتو ناولونو) چینل ته ښه راغلاست، دلته لنډې ښایسته ادبي لیکنې، او هر ډول ښایسته پښتو ناولونه د pdf په بڼه موندلی شئ. اډمېن👇 @Muslim_79
Show more5 818
Subscribers
-424 hours
-77 days
-2130 days
Posts Archive
5 818
ټیلفون وشرنګېد..، ځوان جېب ته لاس کړ، ټیلیفون یې را واخیست..
پر سکرین لیکلي وو ( ژوند مې )،
غوږ ته یې ونیو.
– هلو.. !!!
ښځینه غږ راغی
– څه شولې؟ مازیګر شو، بېرته راتګ ته دې په زړه کې نشته که څنګه؟
ځوان وویل: دادی ګرانې، وس کېک اخلم، ستا خو به څه نوي پکار ؟
– نه!!!
ځوان ټلیفون جېب ته کړ، مخامخ یې وکتل، په پاکې شیشه خانه کې رنګارنګ ښکلي کېکونه ایښي و، ځوان د کېکونو په لور ګام واخیست.
مازيګر قضا د زړې کلا مخې ته یو ښکلی موټر ودرېد، یو ماشوم ورمنډه کړه په خوند یې وویل: لالا څنګه بې خبره راغلې؟ ماشوم لاس ورکړ...
ځوان وویل: ادې په کور کې ده؟
ماشوم وویل: هو...!
ښځینه غږ راغی: ښه ده لمر لا ندی لوېدلی.
ماشوم ور وکتل، ښځې په لاس کې د ګلانو ګېډۍ نیولې وه. ځوان د شا سیټ خلاص کړ، یو کار تن یې راواخیست.
ماشوم منډه واخیسته په زړه دروازه دننه شو، ناره یې کړه: ادې لالا راغی!!!
یوه په عمر پخه ښځه له دالان څخه را ووته، سترګې یې سرې وې، لاسونه یې د اور لوګي وهلي و، ویې ویل: کومه ده؟؟؟
ماشوم وویل: اوس به راشي.
له دې سره ځوان او ښځه یې په دروازه راننوتل، په عمر پخې ښځې وخندل، رنګ یې تازه شو، پر ( یو صفت باید د ځینو ذکر شي زما په نظر) زینو ورښکته شوه،ګ.
ځوان کارتن ماشوم ته ونیو، مور ته یې لاس ورکړ.
ښځې ځوان خپلې خوا ته ورکش کړ، پر تندي یې ښکل کړ، نږور ته یې وکتل، هغې د ګلانو ګېډۍ ورته نیولې وه، وې ویل: مورجانې ورځ دې مبارک.
ښځې د زاړه ټیکري په پیڅکه خپله پزه پاکه کړه، په تورو خیرنو لاسونو یې ګېډۍ ورنه واخیسته، په حیرانۍ یې وویل: د مور ورځ؟؟؟
ځوان په خوند وویل: هو.. نن د مور ورځ ده، ما سټوري هم درته کړې وه.
په عمر پخې ښځې یوازې ورته کتل.
ځوان کارتن ته مخ واړاوه، وې ویل: کېک مې هم درته راوړی. ښځې ماشوم ته وکتل، په چاودې واړو لاسونو یې کارتن ټینګ نیولی و، په خوند یې ورکتل...
ځوان وویل: راځه چې پر موږ ناوخته کېږي..،
د ښځې سترګې له اوښکو ډکې شوې، د ژبې لاندې یې وویل: (نو د مور همدا یوه ورځ وي؟؟؟)
ځوان تر لاس کش کړه، ادې راځه کیک پرېک کړه!!!
پای
5 818
د نړۍ په ټولو ښکلو الفاظو درته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وایم.
الله تعالی دې ستاسې ټول عبادتونه، قربانۍ او دعاګانې په خپل دربار کې قبولې کړي، او دا اختر دې زمونږ ټولو د خوښیو، برکتونو او د هیلو د پوره کېدو اختر وګرځوي.
بیا مو هم اختر مو مبارک، ژوند مو له خوښیو، برکتونو او نه ختمېدونکو موسکاوو ډک شه!
❤️❤️❤️
5 818
ما واورېدل چې مور مې له پخلنځي څخه زما نوم اخلي...
کله چې پخلنځي خو روان شوم، هغې زه خپلې خونې ته کش کړم او په غوږ کې یې راته وویل: 'هلته مه ځه، ما هم دا غږ واورېد.
#ډار
5 818
راته یې وویل: یو څه خو ووایه!!!
خو... ما د ویلو لپاره څه نلرل،
یا زړه مې نه غوښتل چې څه ووایم.... نپوهېږم.
#بې_دلیلي
5 818
د لیونتوب تر کچې یې خپل خاوند سره مینه لرله.. غوښتل یې د واده په لومړۍ کلیزه یې حیران کړي..
د هغه هرکلي لپاره یې هغسې تیاری ونیو، څنګه چې د هغه خوښېدل...
خو... کله یې چې غوښتل خپل خاوند لپاره دروازه پرانیزي..، په یوې داسې ښځې یې سترګې ولګېدې چې خاوند یې تر مټ کلک نیولی وه....
#واده_کلیزه
5 818
(ولې په ما باور نکوې...؟)
ځوانې نجلۍ دا په پیغام کې ولیکل، او په یو وخت کې یې دوه هلکانو ته ولېږه.....
#دوکه
5 818
نجلۍ په ډک زړه خپل د ژوندانه کیسه ورته بیانوله...،
کله به یې وخندل... او کله به یې رڼې اوښکې پرمخ راروانې شوې...
ده خپل سر ورته ښوراوه...
خو زړه یې لا هم په هغې ناپېژندلې پورې تړلی وه، چې بازار کې یې په ناڅاپي ډول لیدلې وه، او ده ته یې خوله چینګه کړې وه....
#هوس
5 818
څه چې الله ستا لپاره لیکلي دي، هېڅکله به د بل برخه نشي.
یوازې صبر ولره، او ډاده اوسه..
#تقدیر
5 818
دوه سمستره سر په سر اول نمره شو...،
دا وار بیخي ډاډه وه، ټول استاذان یې پېژندل.....
#واسطه
