cookie

We use cookies to improve your browsing experience. By clicking «Accept all», you agree to the use of cookies.

avatar

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو د حقیقت او واقیعت په لټه 87.5 FM 91.2 FM

Show more
Advertising posts
11 454
Subscribers
+1824 hours
+497 days
+14730 days
Posting time distributions

Data loading in progress...

Find out who reads your channel

This graph will show you who besides your subscribers reads your channel and learn about other sources of traffic.
Views Sources
Publication analysis
PostsViews
Shares
Views dynamics
01
د افغانستان د پخواني حکومت مشرانو او سياستوالو د تېرې ورځې په هوايي پېښه کې د ايران د ولسمشر او د حکومت د چارواکو د وژل کېدو له امله د ايران له حکومت او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه. مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې هغه یو وطن دوست او د ایران د ګټو مدافع و او هیله یې څرګنده کړه چې د هغه نشتوالی به د افغانستاناو ایران په ګاونډیتوب ژورې اغیزې پریږدي. ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران حکومت او خلکو ته د تسلیت په پیغام کې لیکلي، هیله لري چې ایران به له دې سخت پړاوه په بریالیتوب سره تېر شي. ډاکټر عبدالله عبدالله لیکلي، چې د ایران د ولسمشر د سپرلۍ د چورلکې د غورځېدو او د هغه او د هغه د ملګرو په وژل کېدو خواشینی شوی دی.
1 8061Loading...
02
روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران حکومت له سرپرست محمد مخبر سره ټېلفوني خبرو کې د سيد ابراهيم رئيسي، مړینې ته په اشارې ویلي چې په سیمه کې یې یو نږدې ملګری له لاسه ورکړی او له زړه پرې خفه دی.
2 7650Loading...
03
د کندهار د تخته پل ولسوالۍ اړوند د تور کوتل د سپین پهلوان له کور سره یوه ښځه او خاوند د ماین په چاودنه کي وژل سوي. دوی په کور کي یوه ناچاوده سرګلوله ټکول، چي چاودنه یې وکړه.
3 0150Loading...
04
کندهار کي د اسعارو بیي: یو ډالر ۷۱.۹۷ افغانۍ یو ډالر ۲۸۱.۷۵ افغانۍ زر افغانۍ ۳۹‍۱۳ کلداري
3 0600Loading...
05
‏د هلېکوپټر د سقوط په پېښه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي، خارجه وزیر او یو شمېر نورو لوړ پوړو ایراني چاراکو له وژل کېدو وروسته، تهران ۵ ورځې، پاکستان ۱ ورځ او سوریې بیا ۳ ورځې خپلو هېواودنو کې عمومي ماتم اعلان کړ. ‏د ایران په تر ټولو لوړ برج کې هم څو شېبې مخکې د دغه هېواد بیرغ پر ځای د ماتم تور بېرغ راوځړول شو.
3 1281Loading...
06
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلي ځواکونو پر مرکزي برخه دیر البلاح هوايي برېدونه کړي. ‏دوی زیاتوي، برېدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
3 1290Loading...
07
د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر په رسمي توګه تایید کړې ده، چې نوموړی نن له غرمې وړاندې آلمان ته د درملنې په موخه تللی دی. واک ته د اسلامي امارت له رسیدو وروسته دا د پخواني ولسمشر دوهم سفر دی چې آلمان ته یې کوي.
3 3311Loading...
08
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت په ایران کې د رامنځته شوې پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دې چې د ایران سره په دې لویه غمیزه کې ځان شریک بولي. ‏ د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د دې هیواد بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په ګډون لوړرتبه پلاوي تېره ورځ د اذربایجان په ختیځه برخه کې د چورلکې د لوېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
3 6150Loading...
09
د ايران د ولسمشر لومړی مرستيال محمد مخبر د ايران نوی سرپرست ولسمشر وټاکل شو د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، د ابراهيم رييسي تر مړينې وروسته د ده لومړی مرستيال محمد مخبر به د پنځوسو وروځو لپاره ولسمشر وي او له هغې وروسته به د ټاکنو له لارې نوی ولسمشر ټاکل کيږي.
3 8452Loading...
10
د کندهار ښار د لسمي حوزې اړوند د کابل اډې پر سړک د يوې چاودني له امله یو کس وژل سوی او درې نور سطحي زخمیان سوي.
3 8063Loading...
11
‏د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت به د دوحې په درېیمه غونډه کې په دې شرط ګډون وکړي چې دريځ يې ومنل شي. هغه دغه موضوع په سیاسي او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې رزماري ډیکارلو سره په کتنه کې یاده کړې ده. ‏هغه دا هم ويلي چې دا مهال په حکومت کې ۸۵ زره ښځې کار کوي.
4 0570Loading...
12
ایراني چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي، د چورلکې د سپرلۍ د ژوندي پاتې کېدو په اړه مو هیلې په ختمېدو دي. ‏رویټرز لیکلي، فکر نه کېږي چې د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او د هغوی مل پلاوی دې ژوندی وي.
4 0110Loading...
13
د روسیې ولسمشر د ایران له سفیر سره کتلي او ددغه هیواد د ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د نسکورېدو پېښې خواشینی کړی دی. ‏پوتین ژمنه کړې چې په دغه برخه کې چې څه ډول مرسته لازمه وي، و به یې کړي.
4 0240Loading...
14
داعش ډلي په بامیان ولایت کي په خارجي سیلانیانو د برید مسولیت اخیستی دی.
4 0261Loading...
15
‏د ایراني رسنیو د راپورونو پر اساس د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې پاتې شونې موندل شوې دي. ‏دغه راز رسنیو زیاته کړې، چې ژغورنکې ډلې د چورلکې د لوېدو سیمې ته رسېدلې دي.
3 9920Loading...
16
د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي دوو تنو ملګرو، د چورلکې له پېښې وروسته له مرکز سره اړیکه نیولې ده. ‏د ولسمشر اجرايي مرستیال رسنيو ته ويلي، «د چورلکې له یوې سپرلۍ او یوه کدر سره څو ځله اړیکه نیول شوې، داسې معلوميږي چې سخته پېښه نه‌ده.»
4 1881Loading...
17
‏د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د ایران د ولسمشر او ور سره مل پلاوي د چورلکې د پېښې خبرونه څاري او هیله ده، چې د ژغورنې ټیمونه به یې پر ژغورلو بریالي شي. دغه وزارت وايي د افغانستان حکومت په دې سختو شرایطو کې د ایران د حکومت او خلکو تر څنګ ولاړ دی او هیله ده، چې کومه بده پېښه به نه وي رامنځ ته شوې.
4 2100Loading...
18
یوه ایراني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د چورلکې له پېښې وروسته د ولسمشر ابراهیم رئیسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ژوند له خطر سره مخامخ دی. د خرابې هوا له کبله د ژغورنې عملیات ډېر سست روان دي.
4 2031Loading...
19
‏ټاکل شوې د تورخم دروازه سبا دوشنبه د تګ راتګ پر مخ پرانيستل شي. ‏یاده دروازه له تېرې درې ورځو راهیسې د پاکستان له لوري په لنډ مهالې توګه تړل شوې وه.
4 1670Loading...
20
د ایران د مذهبي مشر ایت الله سید علي خمیني او نورو رهبرانو په مشرۍ د ملي امنیت شورا بېړنۍ غونډه بلل شوې ده. ‏دغه راز پر ټولنیزو شبکو د ایران د ډېری چارواکو پر رسمي ادرسونو د قرانکریم ایتونه او دعاګانې خپرېږي.
4 1191Loading...
21
د ملگرو ملتونو د عمومي منشي د سیاسي چارو مرستیاله «روزماري دیکارلو» کابل ته راغلې او دلته یې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره کتلي. ‏د بهرنیو چارو وزارت وایي دې لیدنې کې د افغانستان په اړه د دوحې درییمې ناستې د اجنډا او ترکیب په اړه خبرې شوي دي. ‏«روزماري دیکارلو» ویلي چې د دوحې درییمې غونډې کې به پر مالي او بانکي موضوعاتو، مخدره توکو، د اقلیم بدلون او یو شمیر نورو مسائلو خبرې وشي. نوموړې زیاته کړې چې د دوحې راتلونکې ناستې اساسي هدف افغانستان سره د نړیوالې ټولنې اړیکې عادي کول دي.
4 0961Loading...
22
‏ایرانۍ ژغورونکې ډلې له څلورو ساعتونو وروسته لا هم د دغه هېواد د ولسمشر د چورلکې د سقوط د سیمې په موندلو نه دي بریالۍ شوې.
4 0251Loading...
23
‏ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي د انتقال چورلکه د ختیځ اذربایجان په جلفا سیمه کې له ستونزو سره مخ شوې او «بیړنۍ ناسته یې» کړې ده. دغې چورلکې د «دیزمار په ځنګله» کې حادثه کړې او د مرستې د چټک غبرګون ډلې د پېښې ځای ته استول شوي دي. په دغې چورلکه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي هم حضور درلود.
4 0520Loading...
24
د کندهار ښار برېښنا د باد او توپان له خاطره بنده ده، چي دا څپه خلاصه سي، برېښنا به بیرته را ایله سي. د باد څپه تر نهو بجو وروسته خلاصیږي.
3 9142Loading...
25
‏⁧ اسراییلي⁩ پوځیان له خپلو ټانکونه سره د شنبې په ورځ د غزي تړانګې شمالي سیمو ته ننوتي او همدا راز د ⁧ مصر⁩ پولې ته څېرمه په سویلي ښار ⁧ رفح⁩ کې یې هم ځینې سیمې نیولي چېرې چې شاوخوا یو میلیون بې ځایه شویو فلسطینیانو پناه وړې.
4 2231Loading...
26
‏ملګرو ملتونو یوه چارواکي له تمویلوونکو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو د لاسنیوي لپاره نور مالي ملاتړ برابر کړي. ‏په غور او فاریاب کې د ویجاړوونکو سېلابونو د راپورونو تر خپرېدو وروسته ګڼو سازمانونو او هېوادونو د سېلاب ځپلیو د لاسنیوي غوښتنه کړې.
4 1490Loading...
27
‏د غزې په جنوبي ښار رفح کې د هغو پوځي عملیاتو تر لسو زیاتې ورځې وشوې چې اسراییل یې محدود عملیات بولي، خو د سیمې اوسېدونکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې پرون شنبه هم په دغه ښار کې سخته بمباري او وسله‌والې نښتې روانې وې.
4 1080Loading...
28
‏د اوکراین ولسمشر وايي، د ده د اټکل له مخې روسیه به د کییف په شمال ختیځ کې خپل پوځي عملیات لا شدید کړي. ‏زیلینسکي ویلي، کییف د لومړۍ کرښې د ساتنې لپاره یوازې یو پر څلورمه برخه هوايي دفاع لري.
4 0840Loading...
29
د غزې روغتیا وزارت پرون خبر ورکړ چې په دغه قلمرو کې د اسراییل او فلسطیني وسله‌والو ترمنځ د څه باندې اووه میاشتنۍ جګړې په نتیجه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵زره ۳۸۶ ته ورسېد. ‏په دې جګړه کې د ټپیانو شمېر ۷۹زره ۳۶۶ ته رسېدلی دی.
4 0550Loading...
30
‏د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د یوه افغان وګړي په ګډون څلور بندیان د ایران د شېراز په مرکزي زندان کې د اعدام لپاره یوې انفرادي خونې ته لېږدول شوي دي.
3 9130Loading...
31
‏یو شمېر پاکستاني رسنۍ وايي، په ډیورنډ کرښه د افغان ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ له څو ورځنیو نښتو وروسته، دواړو لوریو پرون په اوربند موافقه کړې ده.
3 8710Loading...
32
۱۴۰ پاکستاني محصلین له قرغزستان څخه د یوې ځانګړې الوتکې له لارې لاهور ته انتقال شول. پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د محصلینو په لیلیه باندې د قرغزي محصلینو برید دوام لري او د ښځینه محصلینو په ګډون د پاکستاني محصلینو امنیت نه شته. په قرغزستان کې د بهرنیانو پر ضد د محصلینو اعتراضونه وروسته له هغې په تاوتریخوالي بدل شول چې د دغه هیواد یو شمیر محصلینو په دغه هیواد کې د مهاجرینو له خوا د دندو د نیولو په اعتراض کې مظاهرې وکړې.
3 9190Loading...
33
د هیواد مشرتابه د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون توشيح کړ، چي له مخي یې هغه وګړي چي روغ رمټ او یا کسب یې زده وي، او د یوې ورځي ډوډۍ ولري له سوال کولو منع سوي. ‏ددې قانون له مخي هیڅوک نه سي کولای له کوچنیانو او معلولینو څخه د سوال کولو په موخه استفاد وکړي.
3 9430Loading...
34
المرصاد ویبپاڼي د يوې امنیتي سرچینې له قوله ویلي چي د بامیان په مرکز کې په خارجي سیلانیانو باندې يو بريدګر چې په لاس ټپي دی نیول شوی. سرچینه وايي سرور ولد قنبر علی د بامیانو د مرکز د ګواره سیمې اوسیدونکی چې په قوم هزاره دی. ویل کیږي چي هغه د تیرې ورځې د بريد د یو مهم عامل په توګه پيژندل سوی او نیول شوی ، نوموړي له بريد وروسته په یو ځای کې ځان پټ کړی و او د امنیتي ځواکونو په ورتګ سره یې د تيښتې هڅه وکړه خو ونیول شو.
3 8550Loading...
35
‏د ⁧ کاناډا⁩ په ځینې ولایتونو کې په وروستیو کلونو کې د هغو ⁧ مړو⁩ شمیر ډیر شوی، چې کورنۍ یې د ⁧ جنازو⁩ له تسلیمیدو ډډه کوي. د دې کار لامل خاورو ته د مړي سپارلو لوړ لګښتونه بلل کېږي.
3 7821Loading...
36
غور کې ځايي سرچینې وایي چې د تېرې شپې سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰ کسان مړه شوي دي.
4 0191Loading...
37
د پاکستان په پنجاب سیمه کي یو بس موټر ژوري کندي ته لوېدلی، ۱۳ تنه یې مړه کړي او ۹ نور ژوبل دي.
3 9810Loading...
38
د هواپېژندنې اداره وایي، سبا یکشنبې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د باران او سیلابونو د راوتلو اټکل شته. د سالنګونو په ګډون بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کونړ، کاپیسا، پروان، بامیان، جوزجان، فاریاب، سمنګان، غور، بادغیس، هرات او فراه ولایتونه د ورښت او سیلابونو شاهد وي.  د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کېدای شي.
3 9960Loading...
39
ه ‏د یمن حوثیان وایي چې یو ځل بیا یې په خپلې خاورې کې د امریکا (MQ-9) بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده. ‏د راپورونو له مخې حوثیانو تر دې دمه کم تر کمه د امریکا پنځه بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي. ‏امریکا (MQ-9) «ریپر» بې پیلوټه الوتکې هره یوه په شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالرو لگښت جوړوي.
4 0673Loading...
40
د روسیې لومړي وزیر مرستیال الیکسي اورچوک وايي چې۲۰۲۳ کال کې د افغانستان او روسیې سوداګري کابو ۵۶۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې. ‏نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې په دې اساس د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.
4 0091Loading...
د افغانستان د پخواني حکومت مشرانو او سياستوالو د تېرې ورځې په هوايي پېښه کې د ايران د ولسمشر او د حکومت د چارواکو د وژل کېدو له امله د ايران له حکومت او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه. مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې هغه یو وطن دوست او د ایران د ګټو مدافع و او هیله یې څرګنده کړه چې د هغه نشتوالی به د افغانستاناو ایران په ګاونډیتوب ژورې اغیزې پریږدي. ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران حکومت او خلکو ته د تسلیت په پیغام کې لیکلي، هیله لري چې ایران به له دې سخت پړاوه په بریالیتوب سره تېر شي. ډاکټر عبدالله عبدالله لیکلي، چې د ایران د ولسمشر د سپرلۍ د چورلکې د غورځېدو او د هغه او د هغه د ملګرو په وژل کېدو خواشینی شوی دی.
Show all...
👍 33😢 17👎 5
روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران حکومت له سرپرست محمد مخبر سره ټېلفوني خبرو کې د سيد ابراهيم رئيسي، مړینې ته په اشارې ویلي چې په سیمه کې یې یو نږدې ملګری له لاسه ورکړی او له زړه پرې خفه دی.
Show all...
57😢 21👍 13👎 3
د کندهار د تخته پل ولسوالۍ اړوند د تور کوتل د سپین پهلوان له کور سره یوه ښځه او خاوند د ماین په چاودنه کي وژل سوي. دوی په کور کي یوه ناچاوده سرګلوله ټکول، چي چاودنه یې وکړه.
Show all...
😢 95
کندهار کي د اسعارو بیي: یو ډالر ۷۱.۹۷ افغانۍ یو ډالر ۲۸۱.۷۵ افغانۍ زر افغانۍ ۳۹‍۱۳ کلداري
Show all...
24👍 10
‏د هلېکوپټر د سقوط په پېښه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي، خارجه وزیر او یو شمېر نورو لوړ پوړو ایراني چاراکو له وژل کېدو وروسته، تهران ۵ ورځې، پاکستان ۱ ورځ او سوریې بیا ۳ ورځې خپلو هېواودنو کې عمومي ماتم اعلان کړ. ‏د ایران په تر ټولو لوړ برج کې هم څو شېبې مخکې د دغه هېواد بیرغ پر ځای د ماتم تور بېرغ راوځړول شو.
Show all...
😢 75 9👍 4👎 2
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلي ځواکونو پر مرکزي برخه دیر البلاح هوايي برېدونه کړي. ‏دوی زیاتوي، برېدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
Show all...
😢 67
د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر په رسمي توګه تایید کړې ده، چې نوموړی نن له غرمې وړاندې آلمان ته د درملنې په موخه تللی دی. واک ته د اسلامي امارت له رسیدو وروسته دا د پخواني ولسمشر دوهم سفر دی چې آلمان ته یې کوي.
Show all...
👍 42 23👎 3
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت په ایران کې د رامنځته شوې پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دې چې د ایران سره په دې لویه غمیزه کې ځان شریک بولي. ‏ د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د دې هیواد بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په ګډون لوړرتبه پلاوي تېره ورځ د اذربایجان په ختیځه برخه کې د چورلکې د لوېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
Show all...
😢 75👍 16 6👎 3
د ايران د ولسمشر لومړی مرستيال محمد مخبر د ايران نوی سرپرست ولسمشر وټاکل شو د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، د ابراهيم رييسي تر مړينې وروسته د ده لومړی مرستيال محمد مخبر به د پنځوسو وروځو لپاره ولسمشر وي او له هغې وروسته به د ټاکنو له لارې نوی ولسمشر ټاکل کيږي.
Show all...
👍 56😢 32 25👎 1
د کندهار ښار د لسمي حوزې اړوند د کابل اډې پر سړک د يوې چاودني له امله یو کس وژل سوی او درې نور سطحي زخمیان سوي.
Show all...
😢 115👍 8