Hilal Online Library هلال آنلاین ڪتابتون 📚📖✍️
Open in Telegram
هلال آنلاین ڪتابتون د ګرانو هېوادوالو سره هر اړخيز علمي او معلوماتي ڪتابونه او علمي مالومات شريک ڪوي. موږ سره ڪولای شئ د لاندې لينک له لارې ګډون وکړئ. @Hilal_Library
Show moreThe country is not specifiedThe category is not specified
6 664
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
No data30 days
Data loading in progress...
Similar Channels
No data
Any problems? Please refresh the page or contact our support manager.
Tags Cloud
No data
Any problems? Please refresh the page or contact our support manager.
Incoming and Outgoing Mentions
---
---
---
---
---
---
Attracting Subscribers
No data
Any problems? Please refresh the page or contact our support manager.
Channel Posts
| 2 | No text... | 0 |
| 3 | لیلیٰ مجنون - نثري ټولګه.pdf | 0 |
| 4 | No text... | 0 |
| 5 | https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=1837753306417200&id=100005476457109&sfnsn=scwspmo | 0 |
| 6 | No text... | 0 |
| 7 | No text... | 0 |
| 8 | No text... | 0 |
| 9 | شروط الصلات- به زبان دری.pdf | 0 |
| 10 | خر.pdf | 0 |
| 11 | د واورې سړی - لنډې ڪيسې.PDF | 0 |
| 12 | د نړۍ رازونه.pdf | 0 |
| 13 | باطني ارامتيا (ارواپوهنه).pdf | 0 |
| 14 | ــــــــCihanbeyli
Çumra
Ereğli
Ilgın
Karapınar
Karatay
Kulu
Meram
Seydişehir | 0 |
| 15 | No text... | 0 |
| 16 | درلودلای شي.
یادونه: لطفاً په واټساپ باندې له اضافي او غیر ضروري پوښتنو ڪولو څخه ډډه وڪړئ.
وټساپ: 730683779 (0) +93
ضروري او اختیاري اسناد په پورته لیڪنه ڪې ذِڪر شوي دي، ستاسو له خوا موږ ته د اړوندو اسنادو سافټ بڼه را استول ڪفایت ڪوي. اما یوه یادونه باید وڪړو چې Letter of Intent یا هم (نیت لیک) چې ورته وايي، هغه ڪه ستاسو له خوا برابر او ولیڪل شي غوره به وي ځڪه په هغه له بل هرچا تاسو ښه پوهېږئ. (ياد نیت لیک ڪه په انګلیسي ژبه ولیڪل شي غوره به وي ڪه له انګلیسي ژبې سره بلدتیا نه لرئ په خپله مورنۍ ژبه یې ولیڪئ موږ به یې درته انګلیسي ژبې ته وژباړو، پاتې دې نه وي چې یاد نیت لیک باید د ۳۰۰۰ تورو یا حروفو څخه زیات نه وي.
د لېسانس لپاره په نیت لیک ڪې څه مهم دي چې باید ولیڪل شي؟
ــ د هغې څانګې یا ډيپارټمنټ ڪوم چې تاسو يې انتخابوئ د اړوندو ټولنیزو خدماتو او یا هم علمي تجاربو یاداوري ڪول...
ــ ولې د ترڪیې هېواد د زده کړو لپاره انتخابوئ؟ د اړوندو معقولو او منطقي دلایلو یادونه ڪول...
ــ او په ترڪیې هېواد ڪې د زده ڪړو او سڪالرشيپ اړوند ستاسو د راتلونڪو پلانونو ذِڪر ڪول... | 0 |
| 17 | آیا از خدمات این گروپ راضی هستید؟ | 0 |
| 18 | ۱- بریا هېڅ وروستی حد نه لري دا يو دوامداره سفر دی، یوې موخې ته له رسېدو وروسته دویمې ته په تمه اوسئ.
۲- هره بریا مو تجربه ډېروي او د پخوا په پرتله ښه ڪېږي، یوه بریا د دویمې لپاره لارہ هواروي.
٣- له ستونزو او ننګونو سره په مبارزه ڪې د ژوند اصلي خوند وي.
۴- پر ځان دا باور پیدا ڪړئ چې راتلونڪی مو روښانه او په زړه پورې دی، له باور پرته بل لوی قوت نه شته، له باوره وړتيا پيدا ڪېږي؛ همدې ته مثبت افڪار وایي.
۵- یوې موخې ته له رسېدو وروسته مو پر ځان باور قوي ڪېږي او بلې موخې ته رسېدنه درته اسانېږي.
٦- هدف وټاڪئ، دې هدف ته د رسېدو لپاره په ځان ڪې مثبت افڪار پیدا ڪړئ، حالات ښه وارزوئ، په ځان ڪې دا باور پیدا ڪړئ چې هدف ته مو خامخا رسېږئ، د دغو څلورو خبرو په مرسته هره ماته په بریا بدلولی شئ.
۷- منفي فڪر له مغزو لرې ڪړئ! په مغزو ڪې پوخ باور پیدا ڪړئ. ڪه باور ولرئ، سخت ڪارونه هم ڪولای شئ. په باور ڪې يو ډول جادويي ځواک شته، چې په مرسته يې هر ډول ماتې په بریا بدلولای شئ.
۸- په لارو ڪې له پېښېدونڪو ستونزو مه وېرېږئ، ستونزې له ژوند سره يو ځای سفر ڪوي؛ خو د تل لپاره نه وي، تېرېږي، او ڪله چې تېرې شي بېرته نه راګرځي.
۹- خپل ځان ته د بې ڪاره فڪر مه ڪوئ، تاسو د الله تعالی ډېر ښايسته او په زړه پورې مخلوق یاست، هغه متعال ذات هېڅ شی بې ګټې نه دی پیدا ڪړی، په تاسو ڪې هر ډول وړتياوې موجودې دي، خپل ځان ته په درنه سترګه وګورئ، خدای پاک درته د هر ډول ڪار ڪولو وړتياوې درڪړې دي.
۱۰- ڪله چې انسان د ځان بدلولو قوي هوډ ولري، نو الله تعالی ورسره هر اړخيزه مرسته ڪوي او هغه په بشپړ ډول بدلون مومي. دا تجربه وڪړئ او ويې ازمویئ، تاسو به ددې خبرې رښتيني شاهدان واوسئ.
۱۱- ڪله چې پر دې حقیقت پوه شئ چې په نړۍ ڪې د هرې ستونزې حل لاره شته، نو هېڅڪله به و نه وېرېږئ.
۱۲- ڪه زموږ په ژوند ڪې ستونزې نه وي، نو پرمختګ نه شو ڪولای. ستونزې زموږ د ژوند لړۍ روانه ساتي، ستونزې مو ماغزه پیاوړي ڪوي، نو پر دې اساس له ستونزو مه وېرېږئ.
۱۳- انسان د پوخ باور په مرسته پر لويو ستونزو بریالی ڪېږي.
۱۴- په خپلو ڪارونو ڪې زیار وباسئ، تر څنګ يې له الله تعالی مرسته هم وغواړئ او دعا وڪړئ، چې خدایه پاڪه! تا ډېر خلک سمې لارې ته برابر ڪړي، زه پر دې هم پوهېږم چې غلو او بد عملو ته دې نېڪه لاره ور وښوده. ته متعال ذات چې څه وغواړې، هغه ڪېږي او چې ويې نه غواړې، ستا له اجازې پرته یوه پاڼه هم نه رپېږي. ستا په دربار ڪې ڪمی نه شته، ڪه وغواړې، له غريب نه پاچا او له پاچا نه غریب جوړولی شې؛, نو په دې هیله زما په شان دردېدلي انسان ته سمه لار راوښیه، په همدې هيله ستا په در ڪې لاس په دعا یم او زما دعا ستا په دربار ڪې قبوله وګرځوې.
۱۵- د دعا په مرسته مو باور، له خدای پاک نه له مرستې غوښتلو وروسته به احساس ڪړئ، چې له دې څنګه قوي او مثبته پايله را منځته ڪېږي.
۱۶- د يو ڪار جدي غوښتنه او رښتينی شوق يو قيمتي څيز دی، چې يو شخص خپلو موخو ته رسولى شي.
۱۷- ڪوم شخص چې خپل ځان بدل ڪړي، هغه هرڅه بدلولای شي؛ ځڪه د ذهن بدلول د انسان هرڅه بدلولای شي، تر دې چې د هغه حالات هم بدلولای شي.
۱۸- خلک د یو ڪار په ڪولو ڪې ځڪه پاتې راځي، چې په مغزو ڪې يې دغه فڪر له وړاندې ځای نیولی دی، چې دغه ڪار نه شي ڪولای.
۱۹- ڪله چې يو شخص مثبت فڪر خپل ڪړي، په ځان ڪې يې مثبت قوتونه په حرڪت راځي او د ماتي منفي افڪار ترې وځي.
۲۰- د بریا باور بریا درڪوي، دومره پرېڪړه ڪول پڪار دي چې پلانی ڪار ڪولای شم، باور د برياليتوب ضمانت ڪوي.
۲۱- د انسان هدف باید لوړ وي چې د ژوند سفر يې په لوړېدو شي.
۲۲- فڪر د انسان پر ڪار ژور اغیز ڪوي. ڪه د روغتیا په اړه فڪر وڪړې، نو روغ به یې؛ ڪه د ناروغی په اړه فڪر ڪوې، نو ناروغ به يې؛ ڪه د بریا په هڪله فڪر ڪوې بریالی به یې او ڪه د ناڪامۍ په اړه فڪر وڪړې، ناڪام به يې؛ څه چي زموږ په ذهن ڪې دي، له هغو سره مخ ڪېږو.
۲۳- ورځ په ښه فڪر پیل ڪړئ، چې نن به ډېره ښه او مبارڪه ورځ وي، په تاسو به د الله تعالی رحمتونه وورېږي او هر څه به د ښه ڪېدو پر لور روان شي ان شاء الله.
۲۴- په خبرو ڪې ډېر قوت وي، مثبتې خبرې ذهن پياوړی ڪوي او منفي خبرې ذهن او شخصیت ڪمزوری ڪوي؛ ځڪه هېڅڪله د خپګان او ماتې خبرې مه ڪوئ، تل د بریا یادونه وڪړئ، له منفي فڪر او خبرو ځان وساتئ.
۲۵- د ژوند هره ورځ ځانګړې او مهمه و ګڼئ، فڪر وڪړئ، چې نننۍ ورځ د ډېرو ڪارونو د ڪولو ورځ ده، نن چې ډېر څه ڪولای شئ، ښايي داسې فرصت درته بيا برابر نه شي.
۲۶- هر سهار چې له خوبه پاڅېږئ، نو له ځان سره ووایئ، چې نن په ما ڪې ډير طاقت او وړتیا ده، نننۍ ورځ ډېره په زړه پورې ده، نن داسې احساسوم چې د پخوا په پرتله ډېر ځواک او وړتیا لرم. | 0 |
| 19 | د لوی او بخښونڪي خدای په سپېڅلې نامه!
لاندې لیڪنه یوازې د ماسټري دورې د ڪاندیدانو لپاره ځانګړې شوې ده.
د لېسانس دورې د ڪاندیدانو اړوند مالومات پخوا پوسټ شوي دي چې په لاندې لینک ڪې یې ڪتلای شئ.
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=1842448902614307&id=100005476457109
لاندې مالومات درسره ولولئ او د نوم لیڪنې لپاره په متن ڪې لیڪل شوې د واټساپ شمېرې ته لیڪلی پیغام پرېږدئ.
ترڪيې هېواد د هر ڪال په شان د روان ۲۰۲۲.م ڪال لپاره هم پنځه زره (۵۰۰۰) سڪالرشيپونه اعلان ڪړي دي چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو سربېره له افغانستان هم ورته نوم ليڪنه ڪېږي.
دا سڪالرشیپونه د لسانس، ماستري او دوڪتورا لپاره دي چې آیلېټس او ټافل ته اړتیا نه لري.
نوم لیڪنه د روان ۲۰۲۲.م ڪال د جنوري میاشتې له ۱۰مې نېټې څخه پیل شوې چې د فېبروري تر۲۰مې نېټې پورې به جریان ولري.
د ماسټري دورې لپاره د ڪاندیدانو عمر باید له ۳۰ ڪلونو ډېر نه وي. (یعنې د زیږېدو نېټه یې له ۰۱/۰۱/۱۹۹۲ څخه وړاندې نه وي.) او د پوهنتون د نمرو اوسط مجموعه یې بايد لږ تر لږه تر ۷۵ سلنه پورته وي.
ضروري اسناد:
• یوه قطعه سڪن عڪس
• پاسپورټ (ڪه پاسپورټ نلرئ د ثبت نام لپاره تذڪره هم بسنه ڪوي.)
• د شهادتنامې ترڅنګ د لېسانس دورې د فراغت د اسنادو (ډيپلوم او ترانسڪریپ) درلودل.
• دوه ریڪمنډېشن لېټر (د پوهنتون له استادانو او یا هم له ڪاري ځای څخه یې ترلاسه ڪولای شئ.)
اختیاري اسناد:
۱- د ڪانڪور آزموينې د نمرو سند
ڪه مو د ڪانڪور په ازموینه ڪې ګډون ڪړی وي او د ڪانڪور ازموینې د نمرو سند او تصدیق ولرئ، غوره ده. د ازموينو ملي اداره چې د ڪابل ښار په افشارو ڪې موقعیت لري دا تصديق ورڪوي، یا هم په ڪابل ڪې د لوړو زده ڪړو له وزارت او په ولايتونو ڪې د پوهنې له ریاستونو څخه همڪاري غوښتلی شئ.
۲- د معتبرو ڪورسونو نه د فراغت ډپيلومونه (انګلیسي، ڪمپیوټر او ...)
۳- نوره هغه اسناد ڪوم چې د یوه شخص اجتماعي فعالیتونه یا ټولنیز خدمات په ډاګه ڪوي. (د اړوندو ورڪشاپونو یا هم سیمینارونو اسناد...)
یادو بورسونو ته د برياليتوب پروسه
د ترڪيې تحصيلي بورسونو ته د ماسټري دورې نوماندانو د برياليتوب پروسه دوه مهم پړاوونه لري.
۱ – آنلاین نوم لیڪنه او د نوماندانو د اسنادو د ارزونې پړاو
۲ – د مصاحبې (انټرويو) د ترسره ڪولو پړاو.
د اړوندو بورسونو امڪانات
۱ ــ مياشتنى معاش: د لېسانس لپاره لپاره هره مياشت ۱۴۰۰ ترڪي لېرې ورڪول ڪيږي.
۲ ــ استوګنه: په ترڪيه ڪې بورس لرونڪي بهرني زده ڪوونڪي په دولتي ليليو ڪې په وړيا توګه استوګنه ڪولاى شي. که چېرې د ماسټري دورې محصلان د لیلیې پرځای په کورونو کې استوګنه غوره کړي، د ترکيې سکالرشيپ ادارې له خوا۷۵۰ ترکي لېرې ورکول کېږي.
۳ – د پوهنتونونو فيس: د ترڪيې د تحصيلي بورسونو ګټونڪي د پوهنتونونو د فيسونو څخه معاف دي.
۴ – وړيا روغتيايي خدمات: د ترڪيې د تحصيلي بورسونو ګټونڪي ڪولاى شي چې د ترڪيې په هر روغتون ڪې په وړيا توګه د خپل ځان هر ډول درملنه وڪړي، ګټونكي د وړيا روغتيايي بيمې مستحق ڪيږي.
۵ - د ترڪي ژبې زده ڪړه: د ترڪيې د تحصيلي بورسونو ګټونڪو ته په لومړي ڪال د ترڪي ژبې وړيا زده ڪړې ورڪول ڪيږي. دا زده ڪړې يو تحصيلي ڪال «۹ مياشتې» دوام ڪوي. پدې موده ڪې د بورس له ټولو اسانتياو نه هم برخمن ڪيداى شي.
۶ – د تګ - راتګ او ترانسپورټ لګښتونه: د ترڪيې د تحصيلي بورسونو ګټونڪو ته د تګ راتګ لپاره د الوتڪې ټڪټ ورڪول ڪېږي. د يادولو وړ ده چې دا ټڪټ، ترڪيې ته د لومړي ځل لپاره د راتګ او د زده ڪړو په پاى ڪې هېواد ته د بېرته د ستنېدو پر مهال ورڪول ڪيږي. د زده ڪړو پرمهال په رخصتيو ڪې هېواد ته د تګ راتګ لپاره د الوتڪې ټڪټ نه ورڪول ڪيږي. د ترڪيې په بېلابېلو ښارونو ڪې د اړوندو ښارواليو لخوا د ښاري ترانسپورټ په برخه ڪې زده ڪوونڪو ته تخفيف ورڪول كيږي. ددې تخفيف نه بهرني زده ڪوونڪي هم ګټه پورته ڪولاى شي. حتىٰ په ځينو ښارونو ڪې د بهرنيو زده ڪوونڪو لپاره ښاري ترانسپورټ وړيا دى.
د یادې پروسې موده:
د نوم لیڪنې پروسه: January 10 – February 20
د اسنادو د ارزونې پروسه: March–April-May
د انټرویو پروسه: June – July
د پایلو اعلان: Early August
له تګ وړاندې ابتدایي چارې: August
د بریالیو ڪاندیدانو ترڪیې ته د انتقال پروسه: September
یادونه:
هېره نه ڪړئ چې دقيقه نوم ليڪنه ستاسې د برياليتوب ضمانت ڪوي او هغه زده ڪوونڪي چې د بورسونو په ابتدايي شرايطو برابر وي يوازې د نوم ليڪنې د آنلاين فورمې په ډڪولو سره ددې چانس لري چې په ترڪيه ڪې لوړې زده ڪړې وڪړي له دې امله د نوم ليڪنې په فورمه ڪې د زده ڪوونڪو لخوا ليڪل شوې هره جمله ډېره مهمه ده، چې ستاسو په بریالیتوب ڪې خورا رول درلودلای شي.
لطفاً په واټساپ باندې له اضافي او غیر ضروري پوښتنو ڪولو څخه ډډه وڪړئ.
وټساپ: 730683779 (0) +93 | 0 |
| 20 | افغانستان_دوه_پېړۍ_او_دوه_امپراتورۍ.PDF | 0 |
