367
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
No data30 days
Posts Archive
انسانان د کتاب په څیر دي
د ځینو له مخې نه باید مشق ولیکل شي
ځینې باید څو ځلې ولوستل شي تر څو پرې پوه شئ
ولې ځینې داسې هم شته چې په لوستلو نه ارزي او باید یو اړخ ته کیښودل شي.
#قیصر_امین_پور
کله چې مړ یې نه پوهیږې چې مړ یې
خو د درد تحمل یې نورو ته ډیره سخته وي
بې شعوري هم همداسې ده
#فیلیپ ګلوک
فرعون د دې لپاره چې موسی نړۍ ته را نه شي په زرګونه ماشومان ووژل خو کله چې موسی نړۍ ته راغی په خپل کور کې یې لوی کړ
باوري اوسئ!الهی پریکړې کیدونکي دي او هیڅ قدرت یې د پیښیدو مخه نه شي ډب کولای.
د شمالي او جنوبي کوريا په هکله مې د Nas Daily دا ویديو ډیره خوښه شوه او په ځانګړي ډول په اخر کې دا جمله
کوم رهبران چې مونږ نن ټاکو په حقیقت کې د خپلو لمسیانو راتلونکی ژوند ټاکوو.
په انسانانو کې چې تر ټولو ښه او مهربانه انسانان پیژنم،هغوی دي چې ماتې،کړاونه،تاوان،غمونه او مبارزه یې پيژندلی او ځان یې د دې له ژورو برخو راپورته کړی
داسې خلک د ژوند او نورو خلکو عزت کوونکي او د هغوو په نسبت درک،پوهه او حساسیت لري
دا خلک د نورو په وړاندې ژوره همدردۍ،مینه او مینه ناکه توجه ښکاره کوي چې همدې ته د نړۍ تر ټولو ښکلي انسانان وايي
خو پام مو اوسه چې مینه ناک او ښکلي انسانان تصادفي نړۍ ته نه راځي ….
#الیزابت_کوبلر_راس
ژباره:زه
اندیښنې او اضطراب پریږدئ
مالي مسایل او په هکله یې اندیښنې تل د اضطراب، فشار او خفګان لامل کیږي. د امکان تر حده د ډیرو پیسو ګټلو لپاره ډیر کار کول او بیا د امکان تر حده د ډیرو شیانو پیرودل او د دې شیانو اداره کول او ساتل ډیر وخت او انرژي ته اړتیا لري. دا ممکنه ده چې د یو بنسټیز او ناڅاپي عمل سره د مالي اړتیاوو او شتمنیو تمه کمه کړو او د ژوند له یوې مهمې برخې د اندیښنو او اضطراب څخه خلاص شوو.
څرنګه چې په نننۍ نړۍ کې مالي بسیاینه د بریالیتوب نښه ده، نو اړینه ده چې تاسو د بریالیتوب نوی تعریف ولرئ. تاسو باید د خپلې پریکړې په اړه د نورو نظرونو ته هم پام وکړئ. خو په دې بنسټیز عمل سره د ازادۍ راز تر لاسه کېدای شي او کله چې د ازادۍ دا احساس ستا په وجود کې دوامدار شي، نو د نورو نظرونه او خبرې به په اوتومات ډول تاسې ته بې اهمیته شي.
📕 د خوشحاله ژوند کولو 365 لارې
✍🏻 #میډونا_کاډینګر
ژباړه:زه
بریالي انسانان تل نورو سره د مرستې کولو په تکل کې وي
خو ناکام خلک په هر کار کې وايي ماته یې ګټه څه ده
پوهیږئ!
د بشر طبیعت داسې دی چې څه لري هيڅ یې په ارزښت نه پوهیږي خو همدا چې له لاسه یې ورکړي هغه وخت ورته ارزښت او قدر پیدا کړي او په ګرانښت کې مبالغه شروع کړي.
#ویلیام_شکسپیر
تولستوی په ۶۷ کلنۍ کې بایسکل ځغلول زده کړل چې دا بیا په ادبیاتو کې په یوه مفهوم بدل شو چې ورته یې د تولستوی بایسکل ویل او هدف یې دا وه چې د هیڅ شي د زده کولو لپاره ناوخته نه دی
انسانان د خپلو ستونزو په شمیرلو مئین دي
خو د خپل ژوند خوند او اسانتیاوې نه شمیري
که یې دا هم شمیرل نو پوه شوي به وه چې په کافي اندازه یې له ژوند خوند اخیستی.
#داستایوفسکی
ډیر لږ امکان لري چې روانشناسان دې یوه خبره دقیقه او قطعي ووايي
خو یو څه چې دقیق او قطعي وايي هغه دا ده چې د ماشومتوب د دورې ضرورنه زمونږ ژوند خرابولی شي
#مارک_منسن
کله چې خپل تیر ژوند ته ګورم
پام مې شي چې ډیرو هغه شیانو ته په تشویش وم چې اصلا پیښ نه شول
اوس وایم ما څومره ډیر وخت او انرژي ضایعه کړه چې خپه اوسم.
#جول_اوستین
څه ګډ وډه زمانه شوه
ګډه وډه او ځناوره!
ویریږم چې شخصیت مې برباد نه کړي
د نورو خو یې برباد کړ
#پاتريک_دوويت
کله چې د نورو په خوښۍ خپه او په غم یې خوشحاله شوې نو د انسانیت د مرتبو نه تر ټولو ښکته مرتبې ته لویدلی یې
#ن_ح
که له دې ویریږې چې نور به زما په هکله څه وایې
یا له نورو ویریږې یا په ځان باور نه لرې
#محمود_دولت_آبادی
ویې ویل:ولې ستا سترګو ته د لیدلو جرئت نلرم
ومې ویل تل عادل او په حقه اوسه خپله دې سترګې د لیدلو جرئت پیدا کوي
