Alemarah Pashto
Official Channel of Islamic Emirate of Afghanistan - Updates on news, articles and official statements Admin: @asadafghan Chief Of Multimedia Branch The Cultural Commission Islamic Emirate Of Afghanistan. Whatsapp No :0093708638285
Show moreThe country is not specifiedThe language is not specifiedThe category is not specified
5 441
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
No data30 days
- Subscribers
- Post coverage
- ER - engagement ratio
Data loading in progress...
Subscriber growth rate
Data loading in progress...
ننګرهار مرکز کې ۱ تن وحشي کمانډویي عسکر ووژل شو
تېره شپه ۹ بجې مجاهدینو د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار ته څیرمه، کابل هډې سیمه کې په کمانډويي عسکر(امرالله ولد محمد عالم) باندې وسله وال برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د دره نور ولسوالۍ اوسیدونکی دغه مزدور عسکر ځای پر ځای ووژل شو.
پاته دي نوي چې نوموړی ډیر وحشي او ظالم انسان و، چې د عامو خلکو په کورونو د چاپو پر مهال به یې بې دریغه اولسي خلک شهیدانول.
2019/3/17
300
لوګر مرکز کې د دښمن ۲ رینجر تخریب، ۸ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول
وړمه ورځ ۱۰ بجې مجاهدینو د لوګرولایت مرکز مربوط، شهرک ته څیرمه د مزدوري اردو په رینجر موټر باندې کمین برید تر سره کړ، چې په ترڅ کې یې د مزدور دښمن رینجر تخریب او ۲ مزدور عسکر پکې ووژل شول.
دغه راز تیره ورځ سهار ۸ بجې د مرکز اړوند خدر سیمه کې هم د غلامي ادارې د عسکرو په رنجر موټر باندی د سړک غاړي ماین چاودنه وشوه، چې له امله یې رینجر تخریب، ۶ تنه مزدور عسکر پکی مړه او ژوبل شول.
2019/3/17
300
پروان: بګرام کې د جاسوسي شبکې کار مند ووژل شو
تېره ورځ مجاهدینو د پروان ولايت، بګرام ولسوالۍ اړوند، ترکمنو ساحه کې د عبدالحنان په نوم د ګوډاګۍ ادارې په اصطلاح ملي امنیت په یو کارمند باندې ناڅاپي برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د جاسوسي شبکې یاد غړی ځای په ځای ووژل شو.
2019/3/17
300
کندز: امام صاحب کې چاودنې ۲ اربکیان ژوبل کړل
تېره ورځ غرمه ۱۰ بجې مجاهدینو د کندز ولایت، امام صاحب ولسوالۍ اړوند، شیرخان بندر سیمه کې په شریرو اربکیانو د ماین چاودنه ترسره کړه. چاودنه په موټر سپرو اربکیانو ترسره شوې، چې له امله یې دواړه ګوډاګیان مرګوني ژوبل شوي دي.
2019/3/17
300
کندز: چهار دره کې مزدور دښمن چاپه کې ګڼ کورونه وران، ۲ کلیوال شهیدان کړل
وړمه شپه د مزدور رژیم وحشي عسکرو د کندز ولایت، چهاردرې ولسوالۍ اړوند، خلازیو سیمه کې د اولسي خلکو په کورونو چاپه ووهله، دغه درانه وحشت پر مهال د امریکا کرایه شوو قاتلانو اولسي خلک وهلي ټکولي او په کورونو یې بمبار کړی دی، د معلوماتو له مخې د جنایت کار دښمن دغه وحشت ټوله شپه بیا تر غرمې دوام درلود، چې پر مهال یې وحشي عسکرو ۲ تنه عام کلیوال په شهادت رسولي، ګڼ کورونه یې له خاورو سره خاوري کړي او کښتونه یې له منځه وړي دي.
17/03/2019
300
بغلان: دوشي کې د کابل- شمال لاره د دښمن په مخ وتړله شوه
تېره ورځ سهار له ۵ بجو څخه تر ۱۱ بجو پورې د بغلان ولایت، دوشي ولسوالۍ اړوند، لرخوابيو سيمه کې د کابل – شمال لويه لاره د دښمن د هرډول تګ راتګ په مخ تړلې وه، چې پر مهال یې د مزدور رژیم له عسکرو سره نښته هم رامنځته شوه، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تر دې دمه دقیق معلومات ندي ترلاسه شوي.
2019/3/17
200
بلخ: مزار شریف کې د اربکیانو قومندان ووژل شو
تېره شپه ماښام ۷ نیمې بجې مجاهدینو د مزارشریف شهر اړوند سیمه کې د مزدورو اربکیانو په قومندان ناڅاپي برید وکړ، د معلوماتو له مخې دغه برید کې د ( دادي) په نوم د اربکیانو قومندان، چې د فاریاب اوسېدونکی وو ځای پر ځای ووژل شو.
2019/3/17
200
بغلان: پلخمري کې د دښمن هڅه شنډه شوه
تېره ورځ مازدیګر مهال دښمن کوښښ کاوه ترڅو د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ اړوند د ملايانو مفتوحه سيمه ونيسي، خو لله الحمد د مجاهدينو له لورې ورسره نښته وسوه او هيڅ ډول پرمختګ ته پرې نه ښودل شول، بالاخره مجبور شو له خپلې ارادې په شا او سیمه پرېږدي.
له بلې خوا د یادې ولسوالۍ د تاجکانو سيمه کې د مزدوري اردو په عسکرو بريد شوی، چې له امله يې د مزدوري اردو ۵ عسکر ټپيان شول.
2019/3/17
200
پکتیکا: مټاخان کې موټرسایکل تخریب، ۱ مزدور اربکی ژوبل شو
تېره ورځ ماسپښین ۳ بجې د پکتیکا ولایت، مټا خان ولسوالۍ اړوند، فلا د خیلو سیمه کې په شریرو اربکیانو د مجاهدینو لخوا وسلوال برید ترسره شو، چې په ترڅ کې د دښمن موټر سایکل تخریب، ۱ مزدور اربکی ټپي شو .
۱۷/۳/۲۰۱۹
200
Choose a Different Plan
Your current plan allows analytics for only 5 channels. To get more, please choose a different plan.