en
Feedback
د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت

Closed channel

Islamic Emirate of Afghanistan

Show more
The country is not specifiedThe category is not specified
286
Subscribers
No data24 hours
-27 days
-1030 days
Posts Archive
د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره د ۴۵۱ زره او ۵۰۰ ډالرو په ارزښت د پولنډ هېواد بشردوستانه مرسته کابل ته راورسېده. په دې مرست
د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره د ۴۵۱ زره او ۵۰۰ ډالرو په ارزښت د پولنډ هېواد بشردوستانه مرسته کابل ته راورسېده. په دې مرسته کې ۲۷ قلمه درمل، طبي وسایل او د تغذیې توکي شامل دي. #ملي‌تلویزیون

د خصوصي سکټور استازو پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو برخه کې د بلخ ولایت د رهبرۍ کړنې وستایلې. #ملي‌تلویزیون

د روزګان مرکز ترینکوټ او خاص روزګان ولسوالۍ ترمنځ سړک د لومړۍ برخې رغنیزې چارې د څه باندې ۶۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت نن د ی
د روزګان مرکز ترینکوټ او خاص روزګان ولسوالۍ ترمنځ سړک د لومړۍ برخې رغنیزې چارې د څه باندې ۶۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت نن د یو لړ مراسمو پرمهال پیل شوې. د یاد ولایت د ټولګټو چارو رییس مولوي ادم جان نعماني وویل، د ۲۵ کیلومتره په اندازه په اساسي توګه د دې سړک د رغونې پروژه کې ګڼ شمېر لوی پلونه، پلچکونه، استنادي دیوالونه او د واشونو جوړول هم شامل دي، چې د دوو کلونو په موده کې بشپړه شي. #ملي‌تلویزیون

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده: د اسلامي امارت او خصوصي سکټور په ګډو هڅو د افغانستان د ځان‌بسیاینې لپاره هڅې چټکې شوې دي. #ملي‌تلویزیون

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوی ریس ملا عبدالحق همکار د برېښنا تولید پینځو پروژو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې وویل، دغه پروژې د نږدې ۸۴۵ میګاواټه ظرفیت په لرلو سره د هېواد د وارداتي برېښنا په اندازه دي. #ملي‌تلویزیون

ملي سوداګر او د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وایي، برېښنا د افغانستان ځان‌بسیاینې پر لور لومړی ګام دی. ښاغلي عزیزي چې نن د عزی
ملي سوداګر او د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وایي، برېښنا د افغانستان ځان‌بسیاینې پر لور لومړی ګام دی. ښاغلي عزیزي چې نن د عزیزي ګروپ او برېښنا شرکت ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې او ډبرو سکرو برېښنا د تولید د پینځو پروژو تړونونه لاسلیک مراسمو کې وینا کوله، زیاته کړه، د برېښنا سکټور کې پانګونه د ولسونو اړینې ستونزې ته حل او د افغانستان ځان‌بسیاینې پر لور یو ګام دی. نوموړي وویل، دغه راز د برېښنا شته والی د پانګونې د زیاتوالی لامل کیږي. #ملي‌تلویزیون

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي ګروپ ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې او ډبرو سکرو څخ
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي ګروپ ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید پروژو تړون مراسمو کې وویل، چې د اسلامي امارت او خصوصي سکټور په ګډو هڅو د افغانستان د ځان‌بسیاینې لپاره هڅې چټکې شوې دي. ښاغلي اخندزاده زیاته کړه، اوس تر بل هر وخت زیات افغانستان کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده او پانګوال کولای شي چې په هره برخه کې پانګونه وکړي. نوموړي په دې برخه کې د عزیزي ګروپ د مشر هڅې وستایلې او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړ. #ملي‌تلویزیون

د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي چې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د تالکو یوه کان د نړېدو له امله یو تن ژوند بایللی ا
د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي چې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د تالکو یوه کان د نړېدو له امله یو تن ژوند بایللی او یو ټپي شوی دی. د دې دفتر د خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه تېره ورځ (سې‌شنبه، د سلواغې ۲۱مه) د سپین غر ولسوالۍ په ماند دره کې رامنځته شوې. د خبرپاڼې له مخې ټپي شوی کس د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوی او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. #ملي‌تلویزیون

تېره ورځ (سې‌شنبه، د سلواغې ۲۱مه) له پاکستان څخه ۲ زره او ۱۱۹ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښې) له لارې هې
تېره ورځ (سې‌شنبه، د سلواغې ۲۱مه) له پاکستان څخه ۲ زره او ۱۱۹ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښې) له لارې هېواد ته راستانه شوي. دغه راز په یاده موده کې له ایران څخه ۱۴۴ تنه افغان کډوال د اسلام کلا او ورېښمو بندرونو له لارې هېواد ته را ستانه شوي دي #ملي‌تلویزیون

د سره‌صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، د ۲۰۲۵ زېږدیز پر مهال د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ۴۷ مرکزونو کې چې د دوی له لوري یې ملاتړ کېږ
د سره‌صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، د ۲۰۲۵ زېږدیز پر مهال د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ۴۷ مرکزونو کې چې د دوی له لوري یې ملاتړ کېږي، څه‌باندې ۱.۲ میلیونه وګړو ته د روغتیایي پاملرنې لومړني خدمتونه وړاندې شوي. دې کمېټې ویلي، چې د تېر کال په اوږدو کې تر ۳۳۷ زرو ډېر د عادي واکسینونو ډوزونه تطبیق شوي او له ۹ زرو ډېر په خوارځواکۍ اخته ماشومان د افغاني سرې میاشتې له تغذیوي پروګرام څخه برخمن شوي دي. #ملي‌تلویزیون

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، د کاناډا د برېټش کولمبیا ایالت په یوه ښوونځي او استوګنیز کور کې د ډزو له امله ۱۰ تنه وژل شوي او لس
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، د کاناډا د برېټش کولمبیا ایالت په یوه ښوونځي او استوګنیز کور کې د ډزو له امله ۱۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. رسنیو د کاناډا پولیسو له قوله ویلي، چې د دغو ډزو د شکمن بریدګر جسد هم د پېښې په سیمه کې موندل شوی او داسې ښکاري چې خپله یې ځان په ډزو وژلی دی. #ملي‌تلویزیون

لوړو زده‌کړو وزارت وایي، چې په ننګرهار کې د امام ابوحنیفه (رح) جامعې د افتاء او قضاء څانکې له لومړۍ دورې څخه ۳۷ متخصصین فارغ
لوړو زده‌کړو وزارت وایي، چې په ننګرهار کې د امام ابوحنیفه (رح) جامعې د افتاء او قضاء څانکې له لومړۍ دورې څخه ۳۷ متخصصین فارغ شول. د لوړو زده‌کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي رییس مولوي اسدالله فرید په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، دغه وزارت ژمن دی چې هېواد کې دیني تخصصي برنامې لا زیاتې او پیاوړې کړي #ملي‌تلویزیون

شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له یوې موسسې او یو خیریه بنسټ سره د څه‌باندې ۷ میلیونه او ۹۷۳ زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ دو
شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له یوې موسسې او یو خیریه بنسټ سره د څه‌باندې ۷ میلیونه او ۹۷۳ زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌‌ لیکونه لاسلیک کړل. د دغو هوکړه لیکونو له مخې به، په کابل، فاریاب، ننګرهار، هلمند او پنجشېر ولایتونو کې ۴ زره او ۹۶۰ تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او راستنو شويو هېوادوالو ته بېلابېل خوراکي توکي ووېشل شي. #ملي‌تلویزیون

د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، چې جاپان په افغانستان کې د ماشومانو فلج (ګوزڼ) له‌منځه‌ وړلو په موخه ۶ میلیونه ا
د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، چې جاپان په افغانستان کې د ماشومانو فلج (ګوزڼ) له‌منځه‌ وړلو په موخه ۶ میلیونه او ۳۰۰ زره امریکایي ډالر مرسته کړې. د یونیسف په وینا، دغه مرسته د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې (JICA) له لورې ورکړل شوې ده. دغه بنسټ زیاته کړې، دا پیسې به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې په ټول هیواد کې د پینځو کلونو څخه د کم عمره ۱۲ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین د ورکړې په برخه کې ولګول شي. #ملي‌تلویزیون

د نن چهارشنبې ورځې تاریخ! #ملي‌تلویزیون
د نن چهارشنبې ورځې تاریخ! #ملي‌تلویزیون

کاوش؛ د سیاسي چارو شنونکی شمس‌الرحمن احمدزی وایي، چې پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته، غوره بدیلې لارې ولټول شوې. #ملي‌تلویزیون بشپړه خپرونه⬇️ https://youtu.be/lMfIXHDxWaQ

د ظلم پوستې؛ دغه مستند د پکتیا ولایت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د هغو ظلمونو انځوریز داستان دی، کوم چې غربي عسکرو پر ولسي خلکو کړی و. #ملي‌تلویزیون

په تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني، د ایران اسلامي انقلاب د بریا ۴۷ کالیزې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
په تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني، د ایران اسلامي انقلاب د بریا ۴۷ کالیزې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ. په یادو مراسمو کې د ایران د ولسمشر په ګډون نورو لوړپوړو چارواکو او سفیرانو ګډون کړی وو. #ملي‌تلویزیون

د عامې روغتیا وزير مولوي نور جلال جلالي د هېواد د روغتيايي برخې له یو شمېر استادانو او متخصصینو سره ناسته وکړه. عامې روغتیا و
د عامې روغتیا وزير مولوي نور جلال جلالي د هېواد د روغتيايي برخې له یو شمېر استادانو او متخصصینو سره ناسته وکړه. عامې روغتیا وزارت د یادې ناستې موخه د روغتیايي خدمتونو ښه‌والی، د شته ستونزو ارزونه او مسلکي کادرونو د مشورو اورېدل ښودلي دي. په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر د هېواد روغتیايي نظام په پرمختګ کې د متخصصینو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې د عامې روغتیا وزارت د مسلکي کادرونو له علمي او تجربوي ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې ته ژمن دی. #ملي‌تلویزیون

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، محتسبینو یې په تخار، سرپل، پروان او سمنګان ولایتونو کې د کورن
د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، محتسبینو یې په تخار، سرپل، پروان او سمنګان ولایتونو کې د کورنیو او قومونو ترمنځ لس شخړې او دښمنۍ حل کړې دي. دغه شخړې او دښمنۍ د کورنیو او نورو ټولنیزو ستونزو له امله رامنځته شوې وې. #ملي‌تلویزیون