د افغانستان اسلامي امارت
Closed channel
Islamic Emirate of Afghanistan
Show moreThe country is not specifiedThe category is not specified
286
Subscribers
No data24 hours
-27 days
-1030 days
Posts Archive
المرصاد پر خپله پاڼه په تور دره سیمه کې د داعشیانو د مرکزونو په نښه کېدو ویډیوګانې خپرې کړې دي.
په ویډیوګانو کې ښکاري چې داعشيان له ډېر نږدې ځایه په دقیق ډول هدف ګرځي.
#ملي تلویزیون
په اسلام اباد کې پوليسو ته امر شوی چې تر امر ثاني پورې په رخصتيو ولاړ نه شي او هغه پولیس چې په رخصتۍ تللي بېرته بايد خپلو دندو ته ستانه شي.
وړاندې ويل شوي، د موجوده وضعیت او لوړ خبرداري له امله، تر امر ثاني پورې د اسلاماباد د پولیسو ټولو مشرانو افسرانو ته هېڅ رخصتي نه ورکول کېږي.
#ملیتلویزیون
د پکتیکا تروې ولسوالۍ اړوند په فرضي کرښه کې له درې بجو راهیسې شدیده جګړه روانه ده، چې پاکستاني پوځي رژیم ته یې درانه تلفات اړولي دي.
جزییات وروسته
#مليتلویزیون
د افغان دفاعي ځواکونو له لوري د روانو ځوابي عملیاتو په جریان کې په تیرا کې د داعشیانو مرکزونه په نښه شوي دي.
المرصاد د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې په توره دره سیمه کې د داعش مرکزونه دا مهال د لیزري وسلو تر برید لاندې دي او داعشیان د تیښتې کوښښ کوي.
#مليتلویزیون
هيله کوم.
مجاهدينو.لايکونه.مه کمزوره کوۍ راپور ته لايک ورکړې ❤️👍
خدای مه ڪړه سره ورک نسو 😢😢
همکارې مو غوارم امته
🤲
#اسلامی_امارت
#بېړنی_خبر
د پاکستان د پوځي رژیم پر ضد د افغانستان د اسلامي امارت د دفاعي ځواکونو د غچاخیستونکو بریدونو پر مهال د درنو وسلو کارول شوى
#اسلامی_امارت
حافظ ګل بهار او جماعت احرار خپلو مج.اهدین.و ته په پاکستانی پوځیانو د برید امر کړی.💪
#اسلامی_امارت
په سپين بولدک کي پر پاکستاني جيټ الوتکو ټکان کيږي او مسير ځيني ورک سي، بيرته پاکستان ته وتښتي.په يوه ساعت کي پنځه ځله راغلې او د ټکانو سره بيرته وتښتي.❤️
#اسلامی_امارت
#بېړنیخبر
همدا اوس په اسلامآباد کې د ډرون برید شوی؛ د پېښې د څرنګوالي او احتمالي زیانونو په اړه جزئیات نه دي ترلاسه شوي، خو ځايي سرچینې د دې ویډیو په لېږلو سره ویلي چې همدا اوس MA جناح روډ ته مخامخ برید ترسره شو
#اسلامی_امارت
💪سپين بولد کې د دښمن جيټ الوتکې کوښښ کوي چې را واړي خو زموږ د اتلانو لخوا ټکان پر شروع دي
د دښمن څخه يې لاره ورکه کړې ده!!
#اسلامی_امارت
خوشال سادات!
په کوم رنګ چې افغانستان فوځ وجنګېد.ه واقعاً د ستاینې او تقدیر وړ دی په تاریخ کې پر افغانستان یو غیرتي خلګ واکداره شوۍ
افرین 🫀❤️
#اسلامی_امارت
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره د ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په دې اړیکه کې مولوي امیرخان متقي د وروستیو تحولاتو په تړاو د اسلامي امارت اصولي دریځ څرګند کړ او ویې ویل چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي اقدامات د هېواد د حاکمیت، هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه کړي، چې ټاکل شوي اهداف یې په بریالیتوب ترلاسه کړي دي.
ښاغلي متقي ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت له پیله د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی؛ خو دا به هغه وخت پایله ولري چې مقابل لوری هم د حللارې لپاره عملي او صادقانه اراده وښيي.
همدا راز محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ویلي، چې قطر د تاوتریخوالي کموالی غواړي او څرګنده یې کړه چې د وروڼو هېوادونو ترڅنګ ولاړ دی او د فرصت له رامنځ ته کېدو سره مثبت رول لوبولو ته چمتو دی.
#مليتلویزیون
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني: دنیا مو په ټیکنالوژۍ نه، بلکې په یووالي ماته کړې ده.
#مليتلویزیون
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد: د اسلامي امارت هوایي ځواکونو په اسلاماباد او نورو سیمو کې ټول پوځي اهداف په نښه کړي دي.
#مليتلویزیون
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد: د اسلامي امارت هوایي ځواکونو په اسلاماباد او نورو سیمو کې ټول پوځي اهداف په نښه کړي دي.
#مليتلویزیون
