پښتو شعرونه
Open in Telegram
Show more
The country is not specifiedThe category is not specified
239
Subscribers
+124 hours
+77 days
+1430 days
Posts Archive
239
شرم، حیا پښتو یې بوله
ډارن مې مه بوله، چې نه دې ښکلومه
ګیلې به وروسته راته وکړې
اول دې کړې وعدې یادې کړه میئنه
پر دنیا یو لېوني ښه دي
نه منافق وي، نه دوکې کړي، نه کبرونه
د دې کافر رواج له لاسه
سړي ته خپله معشوقه دښمنه شینه
#ذوق
#لنډۍ
239
ژوند کې مې اول ځل بې له یاره تېره کړې ده
شپه مې په اغزیو تر سهاره تېره کړې ده
ځانله د تورتم پُل صراط باندې ولاړ یمه
ستا د خوب دنیا مې له دې تاره تېره کړې ده
څه سره سره ګلونه دې په سپینه لمن کړيدي
نن خو دې خبره له بهاره تېره کړې ده
اورم چې راځي هغه په سلو کې یوه دانه
ماهم کلمه ورته تیاره تېره کړې ده
بند بند د وجود مې درد کوي له ګرځېدلو نه
ورځ مې په چوکونو کې اوزګاره تېره کړې ده
نه اورمه نورې د نېستۍ د فضیلت کیسې
خپله دې هم شپه کله نهاره تېره کړې ده؟
نه د بل وطن مسافرۍ ته خو دې نه پرېدم
ستا هره خبره مې درځاره تېره کړې ده
#درځار
239
نظم
تانه پس مې...
تا نه پس مې ټولې ماڼۍ بېرته نړولې دي
تا نه پس مې شونډې د موچي په تار ګنډلې دي
تا نه پس مې ستا تصوير ته ډېرې ګيلې وکړلې
تا نه پس مې ټولې کتابچې په اور سېزلې دي
تا نه پس مې هر ماښام په تا پسې ژړلې دي
تا نه پس مې ډېرې شپې په ويښه تېرې کړې دي
تا نه پس مې ټولې لارې تاته پرې ښودلې دي
تا نه پس مې ډېرې ثوابي روژې نيولې دي
تا نه پس مې هر ځای په سر خاورې اړولې دي
تا نه پس مې ټولې پنجشنبې زيارت ته وړې دي
تانه پس مې زخم باندې مالګې دوړولې دي
تانه پس مې هر چا په ګرېوان پورې خندلې دي
تانه پس مې ډېرې جينکۍ ځان نه شړلې دي
تانه پس مې ټولې ماميلې رب ته سپارلې دي
تانه پس مې يه شبو! سګرټ هم شروع کړې دي
تانه پس مې خدای شته دی له خدایه ګیلې شوې دي
نو ای !!!
غم دې د زغم خبره نده
نور به په چغو چغو کلی خبرومه
#ډاډ
239
سائله! غېږ د حوصلې به بلها لوړه ساتې
هغه د چا قيصه چي "ژوند وړه خبره نه ده”
*رحمت شاه شائل*
239
دباران په هوا ګډه شې پيدا شې
ستا دﺯلفو خوشبويې تر موږه راشې
دپيسو او دشهرت مينوال نه يم
بس که خدايه دغه يوښکلى ﺯما شې
عبدالجلیل جوهر
239
يخه هوا کې د تودې غېږې له سته ولا
محرومه شوی يم بېخي لدې جنته ولا
بس کله کله پرېښودل نور علتونه لري
نه زه ناځوانه يم، نه داده ملامته ولا
راځه! چې بيا هغې زَړې قهوه خانې ته لاړشو
ګټه به واخلو، نن د واورې له فرصته ولا
نه دې لاس راکړ، نه دې سترګه راته ووهله
بس بې رُخي دې مالومېږې نور اوچته ولا
د شبو خوښ يې او زه نغواړم اظهار وکړمه
در باندې غږ کولی نه شم له عزته ولا
239
غزل
درد مي په ځان باندي پېرزو دئ په وطن باندي نه
داغ مي په زړه باندي قبول دئ په لمن باندي نه
چي په زړه ښخ دي نو په ګوتو دي مي هم ښخ سي
اغزي باید په باڼه وخېژي په ستن باندي نه
پښتانه جار سم خو په دې رواج ئې شرم راځي
چي پر قاتل رحم کوي خو په مین باندي نه
عـطر وهـــل زما پــه مـــړي بې فایدې کار دئ
چي ستا د اوښکو خوشبو ښکاري په کفن باندي نه
ښه دئ چي ډک زړه و خپل خدای ته شکایت وکړم
را پخــلا کیږي دي جانان پــه ځکندن باندي نه
نبي ښاد
۱۴۰۴/۸/۲۸
کابل
239
په تنګ راغلى زه د ځمکې له امته يمه
چې راپرېوتى ستا د سترګو له جنته يمه
ټولې دنيا ته لاړ شه، وګرځه، که خپل يې نکړې
پر ما ډاډه راځه، زه ستا پخوانۍ پته يمه
بشرمل
239
جینکۍ د هلکانو په شان نه وي
چا ته مه وایه چې زه په تا میین یم
بیا به ستا غزل کې ځان ویني سعوده
خپله خوښه او نا خوښه به یې مړه شي
ستا په سترګو به جهان ویني سعوده
ته چې ژاړې ددې زړه به هم خفه وي
دا به واي دی زما لپاره ژاړي
بل سړي ته به بیا نه ورنزدی کیږي
که یی خوښ وي هم به واي دی مې غواړي
جینکۍ درته معلومې دي سعوده
ستا غزل ورته امیل د غاړې ښکاري
چې په غاړه یې کړي ځان پکې بندي کړي
بیا د ژوند ورته شیبې ولاړې ښکاري
چا ته مه وایه چې زه په تا میین یم
پرې چې ژوند په خپله خوښه باندې تیر کړي
څوک چې ګران وي ورته پرې چې د هغه شي
څوک چې نه وي ورته پریږده چې یې هیر کړي
په غزل کې چې څوک یاد کړې شاه سعوده
ورته مه وایه چې ته مې یاده کړې
دا یی تا باندې احسان دی ستا پرې ندی
ځانته هم وایه چې نه مې یاده کړې
که دوۍ نه پوهیږي ته خو عقلمند یې
مشکلات یې ګوره ښه درته معلوم دي
جینکۍ د هلکانو په شان نه وي
احساسات یې ګوره ښه درته معلوم دي
*سيد شاه سعود*
239
د کارته چهار د بازار منځ کې ښایسته هلکه!
ته چوپه خوله یې؛ خو دې نجونو سلامونه اخلي
*پيوند پټان*
239
غزل
بس ده همدا مرتبه، ستا پهٔ محبت کې زما
لکه ډېوه ګرځې د وران زړهٔ پهٔ زیارت کې زما
ستا د خورو زلفو، خندانې څېرې داسې لیدل
نهٔ زما زړهٔ کې دومره زور و، نهٔ قسمت کې زما
ځه! تهٔ خو جوړ لهٔ مانه داسې پاړوګر کړه عشقه
چې یې ماران د زلفو بند شي اجازت کې زما
تا هېروم خو د خدای دا بې انصافي وګوره
ستا پهٔ نامهٔ نجلۍ لویېږي پهٔ مالت کې زما
پدې ګمان ، کهٔ چرته ستا سیوري ته ورسېږم
بلها موده وشوه لهٔ ځانه پهٔ هجرت کې زما
شهاب
239
څو د سپین غره هلکان وو، چې تر ډیره
ددې ښار په څراغونو بدګمان وو
پاس په غره کې د اند لویه پاچاهي وه
څو نرګس او څو غاټول ې وزیران وو
#اند
239
وې لولٸ
هر سيريال کې وژل شوى ارمان ګورم
ستا له ياده دوتلو تاوان ګورم
دښار خلک مې هوس ته تږى بولي
زه دهر ښکلي په مخ کې جانان ګورم
دهغې ترڅنګ دناستې دعوت منم
ځم توکل په خداى نن مې ايمان ګورم
حوالې دې دوينا راځي خرابې
ستا خبرو ته دنيکو ګومان ګورم
جوړه کړې چې زما له وطن لاړې
زه به بيا په کومو سترګو پيزوان ګورم
ستا په نشتون کې قمره باور وکه
دپردي کور په رڼا کې زندان ګورم
ش:قمر
239
که د چا روغ زړګی په کار وي
زما دې واوري یارانه دې نه کوینه
یاري د شنې لښتې ګزار دی
چا چې خوړلی رنګ یې ځای له نه راځینه
لنډۍ
