پښتو شعرونه
Open in Telegram
Show more
The country is not specifiedThe category is not specified
239
Subscribers
+124 hours
+57 days
+1330 days
Posts Archive
239
د زورورو زور اوبه سه
د ژوند پرستو هیلې دوی وژلي دینه
د زورورو زور اوبه سه
لالیه زه یې بیچاره موندلې یمه
لنډۍ
239
چې ستا د بیلتون توره مې مرۍ ته جوړیده
نو خود به مې مغروره خوله زارۍ ته جوړېده.
زما د زړه ښيښه کې ستا د ښکلي مخ تصویر!
همدغه منظره دې المارۍ ته جوړېده.
د زړه درزا به نښه له ماشې نه کړه خطا!
''جوک'' ته جوړېده، سینه ''جرۍ'' ته جوړېده.
زموږ د سر سړی به شو اورپوکی کرمی!
فضا چې به لږ شاني کرارۍ ته جوړیده.
نذیره هغې ښکلي ولې ولوستل حقوق!؟
هغه وه شفا بخشه ډاکټرۍ ته جوړیده.
*نذير احمد نذير*
239
واده ښه دی، خو چې کس دې خپل لالی وي
شين سهار يې له خوږو څڼو لاس باسې
درته وايي هله جيګ شه چای تيار دی
په کرار يې له پستو څڼو لاس باسې
واده ښه دی، خو چې کس دې خپل لالی وي
چې دفتر ته ځې ځان غېږ ته درنږدې کړي
درته ووايي چې پام کوه په ځان دې
بيا زر لاړه شي اُتو درته جامې کړي
واده ښه دی، خو چې کس دې خپل لالی وي
ساعت روسته دې احوال اخلي چې ښه يې
درته وايي چې ماښام ته وخته راشه
فکر ونکړې چې ته دې پخپل زړه يې
واده ښه دی، خو چې کس دې خپل لالی وي
ماسخوتن ناوخته لاړ شئ آيسکريم ته
ته کاچوغه ورته ونيسې چې واخله !
بيا يې خپله خورې چې ورسېږې نيم ته
واده ښه دی، خو چې کس دې خپل لالی وي
شبوګۍ وي بايد ژوند ورسره وکړې
هره هيله دې له دې سره پوره شي
او شروع د کلک پيوند ورسره وکړې
واده ښه دی، خو چې کس دې خپل لالی وي
شين سهار يې له خوږو څڼو لاس باسې
درته وايي هله جيګ شه چای تيار دی
په کرار يې له پستو څڼو لاس باسې
239
نظم ــــــــــ مکرر
زندګي ده، او د زړونو معامله ده
چې په تا څومره مین یم خدای خبر دی
مګر ستا په دې کې هم شک او شهبه ده
ته مې هغسې پچموزې ګڼې مینه
او په ما باندې پيرزو دې مسخره ده
زندګي ده، او د زړونو معامله ده
امانت مې ځان ته وسپاره صنمې
نور اخته مې په غضب د خدايي نکړې
هېڅوک نلرمه وهم راسره دی
ځانه چرته مې یوازې رهي نکړې
تماشه دې په خبرو کړم د خلکو
او لا وایې چې زما رسوايي نکړې
زندګي ده،ډېره لویه المیه ده
اوس که سر وهمه څه به فایده به وکړم
بې له دې مې زړه خور شوی په شیشو دی
ساه ډوبي راکې د بدو ماښامو ده
اضطراب راکې د سختو سختو شپو دی
زندګي ده، په ما لویه المیه ده
تا بایلمه خلک خاندي ډرامه کړي
لکه زړونه يې چې هیڅ سینو کې نه وي
چې زما د ډکو سترګو تماشه کړي
زندګي ده،او د مینې سلسله ده
تیاره کیږي ورو په ورو د نصیب ستوري
ګرځوه راپسې سرې سترګې ملنګې
لټوه راپسې ښکته پورته لوري
زندګي ده،او د زړونو معامله ده
پابندي د رواجه تاله ترغه کړه
مور او پلار سره دې جنګ وکه دلبرې
سلامت ښار خجالته که راووځه
او پخپل مین دې ننګ وکه دلبرې
ستا د خوښې ساعت زه په لاس کوومه
ته جامې زما په رنګ وکه دلبرې
ریاض بهشت
239
غزل
په خپل ځان خولې لګوي اوس په بد حال دئ
تور پنجاب د لېوني سپي په مثال دئ
د دوو سترګو باڼه چاسره وېشلي؟
فرضي کرښه مو په منځ کي تور دېوال دی
د افغان دښمني ځان هلاکول دي
وزرونه خو مېږیانو ته زوال دئ
خاوره مور ده تاسو څنګه بل ته ورکړه؟
پیدا شوی مي په ذهن کي دا سوال دئ
هغه سپک خلګ کوي سپکي خبري
چي بایللی په سیاست کي چا مرال دئ
ښاده دا نړۍ په څېر د روان سیند ده
اقتصاد د ګاونډي پکي کنګال دئ
نبي ښاد
239
شايد چې ودرېږي ګلابې چې تا نه لرمه
ټکی باور مې نور د زړه په درزا، نه لرمه
عِشق د ګوليو يو پاکټ ندی چې وې غورځوې
کلونه کېږي چې په شونډو مُسکا، نه لرمه
که تۀ راوګرځې وجود به مې نارمل شي خوږې
له دېنه پرته خو يې بله دوا، نه لرمه
هغه چې خلک ورته مور وايي، هغۀ سَياره
کلونه ووتل چې دغه رڼا، نه لرمه
شبو به غلې چېرې کېنم د همزولو منځ کې
پويه شوم زه خو ډاډی وړکی رښتيا نه لرمه
239
د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي
چې زما پَریشاني له توله وتې
نوک رڼا پسې د تللو لارې نشته
او چاپیره سیاهي له توله وتې
د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي
خاموشي لکه د سَلو هدیرو ده
شور د دوو معصومو سترگو په تېغ مړ دی
کرب اوښتی د خپل جام په کنارو ده
د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي
یو احساس په مخه کړی یم له ځانه
دومره ډېر شکایتونه راسره دي
لکه سیند مې سینه ډکه ده اسمانه
د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي
اوس مې هم په دواړو سترگو کې بلیږي
ته وا گوته مې نیښتې ده په وره کې
رایادیږي، رایادیږي رایادیږي
د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي
سربداله د جذبو په دایره یم
که عیار دی او که یار دی رانه ورک دي
بې له عشقه بې له یاره اواره یم
بهار عيار
239
پروت يمه يوازې
پروت يمه يوازې، تور غمونه رانه تاو دي
هسې خو ظاهره، سره ګلونه رانه تاو دي
کور نه دى جنت دى پکې زر قسمه ګلونه دي
هر خواته چې ګورې په رنګونو کې رنګونه دي
هر وړوکي قالين کې د ايران د تلي شان کيسه
هغه شان تازه دا د دارا د باغ ګلونه دي
زه په دې کې ژاړم، ازارونه رانه تاو دي
پروت يمه يوازې، تور غمونه رانه تاو دي
لوړ مې خاندان، د محمدزيو جدي خانان
پلار مې شين زمرى، د پښتنو ياد په جهاد
پاک ښکلى اولاد لکه ګلونه د ايران
مور يې داسې نره، پښتانه ورته حيران
زه په دې سوځمه، اورونه رانه تاو دي
پروت يمه يوازې، تور غمونه رانه تاو دي
پاکه لويه خدايه دا احسان دى که سزا ده
ژاړمه ګلونو کې دا څه برخه زما ده
عېش دې راله زهر که ارام راله بلا ده
رو د تيښتې نشته، تېښته لا توره بلا ده
داسې د قسمت سره ځنځېرونه رانه تاو دي
پورت يمه يوازې، تور غمونه رانه تاو دي
ولې دې زه جوړ لکه مشال کړم، ولې ولې
هله شي رڼا چې مې په سر په سر لمبې شي بلې
وژنم که دا اور، ګلزار او حسن شي خزلې
اور کې ګډېدل خداى ګو ستا د کور مزلې
چارچاپېره تور د تيارو غرونه رانه تاو دي
داسې په ښکاره خو سره ګلونه رانه تاو دي
زه د خپل زړه خان ادم يم ځکه دې پيدا کړمه
زه که سل ګيلې کوم، که سل ځله ژړا کړمه
يو څاڅکي د حسن له به ټول ژوندون تالا کړمه
هره ساه که اور کړې زه به لا ډېره رڼا کړمه
يا به يو ليدلى خوب د هوش کې را رښتيا کړمه
يا به ستا په در، دا وريت احساس تالا ژوند کېږدمه
بل څوک پې ستي کړه، زه ايره شوم نه بلېږمه
#غني خان
لټون : مخ يا صفحه (586_587)
د غني کليات : مخ ګڼه (300_301)
239
په رڼا باندې مئين يم
خو تيارو نه نه يريږم
که پښيمان په ګناه نه يم
خو پري نه غاوره کيږم
پرون تخم وم ؛ نن ګل يم
سبا بيا به خاوره کيږم
زه د باد يوه چپه يم
په صحرا په باغ تيريږم
کله باد کله باران شى
کله اور کي وسوځيږم
خو زه ځم په مخه ځمه
که ودريږمه ورکيږم
چه ورپيښ شم په ګلونو
کړم ځولئ د عطرو ډکه
خوره ومه ئې چاپيره
ورته خاندم خوشحاليږم
چه د رنګ په جهان ورشم
يو رنګين د بوډۍ ټال شم
رنګارنګ رنګين جمال کې
سپينه شمع شم ګډيږم
چه د مستو په محفل کي
په ساقى او په جام ورشم
ليونې شانې خمار شم
په خوبونو کي خوريږم
چي جهان تياره تياره شى
اور شى تندر شى عذاب شى
زه پښتون د پښتو غر شم
نه ويريږم نه نړيږم
چه د علم په جهان کې
د هوښيارو خوا کښ کينم
هم هغوى پورې خندا کړم
هم په ځان پورې خنديږم
په فکرونو ليونې شوم
په لټون لټون شوم ستړې
خو اخر دغې له راغلم
نه پوهيږم نه پوهيږم
خو زه ځمه ځمه ځمه
تل روان يمه په مخه
يو مقام ته ور روان يم
يو مقام ته به رسيږم
او په لاره چه څه راغله
که تياره وې که رڼا
زه رڼا کښ يم خوشحاله
خو تيارو نه نه يريږم
(#فلسفی_بابا)
239
بد خنځير د هر چا پلار شي، که خنځير سره ډېر مال شي
وزير غل، امير ډاکو شي، ايماندار په سيند لاهو شي
روغ به مري يا به غل کيږي، چې ټول غله ترېنه چاپېر شي
ټول وطن يو تور ځنګل شي، يو د بل په غوښو پايې
ځناور ترې امان غواړي، چې انسان په کومه تېر شي
علم چل شي، مذهب دام شي، رنګ حلالو کې حرام شي
هر سبا لکه ماښام شي، ژوند په تور افت کې ګېر شي
دغه وخت کې د خداى رحم او رحمت په جوش کې راشي
چيرته غلى د چا کور کې، يو حسېن پکې پيدا شي
چې دى ښه کلک پهلوان شي، ورته جوړه کربلا شي
مرګ له نوې معنا ورکړي، ژوند کې نوې رڼا راشي
اخر چيرته په سپرلي کې، پرې باران او پړقا راشي
ناګهانه وچ صحرا ټول، سره ګلونه د لالا شي
ځه ورځه ورځه حسېنه، په خپل بخت شکرګزار شه
ستا شمر سره نيټه ده، سپېلنى د مخ د يار شه
که رښتيا پرې ته ميين يې، په خندا ورته تيار شه
اې په غم سوي ګلابه، ورشه څمله په قرار شه
حسېن ووې مرحبا دا ارزانه ده سودا
کاش چې وى مې په تنه، قط سرونه په زرها
او يو يو ورکولاى ما، په زر قسمه کربلا
دا دى درغلم بابا، لا اله الاالله
اې بادشاه د يزيدانو، اې مالکه د جهان
ستا تقدير هسې يو اور دى، ځي په مخه دى روان
کله وسېزي بې وجې، سپين ګلونه ماشومان
کله تاج د سرو په سر کړي، ګيدړ سترګي شرمښان
د يزيد په لوى محل کې د شرابو رود روان
د رسول بچي دې مړه کړل وجې شونډې په ميدان
د يزيد په سور پالنګ کې په ژوندون حورې غلمان
د حسېن جانان مرګى دى او پالنګ يې رېګستان
ظلم، ظلم، دومره ظلم، وران دې نه کړو پرې جهان
د حسېن ځنکدن کې، د يو ګوټ اوبو ارمان
امتحان دې کوو د مينې، د حسېن څه امتحان
ولې زوى د حيدر نه وو شېر ببر مرد ميدان
مکوه، مکوه اې اجله دا سر نه دى د وژلو
د ادم شان او سينګار دى، تا پرې اور ولګولو
موټى خاوره، داسې مسته د زهره په شان ځليږي
سترګې سرې يې داسې اور کړي، لښکرونه ترې تښتيږي
يو مشال د حريت دى، د خپل زړه په زور بليږي
پټ د زړه په تارخانو کې يو سرور دى چې غږيږي
حسېن وکتل چاپېره،اور شوې ژونده، اور شوې اور
دې بې حسه تور ماحول کې هره ساه شرم پېغور
په دې ظلم په دې اور کې، يو ساعت ژوندون حرام دى
دا دى درغلم مرګيه، زور او صبر مې تمام دى
کربلا ذره ذره ستا، وهي به چغې تر قيامته
چې انسان به زورور ته په هيڅ شان سر نه کړي ښکته
غلامۍ نه هر څه ښه دي، دا چې تېر شو او تېريږي
ربه داسې زمانه ده، ژوند د مرګ په بيه کيږي
په خپل ژوند کې په هر چا به کربلا يوه جوړيږي
چې څوک ځي د جانان کور ته په دې لاره به تېريږي
دا يو ستړى غمګين سر دى، لوګى کومه يې له تا نه
دا وروستى مراوى سور ګل دى، د حيدر د ګلستانه
سر دې ورکړو لکه نر، شېر بچى د شېر ببر
نه د خايست دې څوک ثاني شته، نه تورې برابر
اې بادشاه د شهيدانو، نره خانه د نرانو
ستا مر هغه ياد تازه که، چې هېر کړى هر انسان وو
ستا د ژوند او د مرګ تول، ما ته وښود کربلا کې
څه رنګين سرور دې واچو لا اله الا الله کې
ځکه کله کله اوس هم د شپې ژاړمه
ستا د خايست او نور کمال بيا په دنيا غواړمه
کوم درته منت دعا، اې حسېنه راشه
هر قدم شو کربلا، اې حسېنه راشه
#غني خان
لټون : مخ يا صفحه (589نه تر596)
د غني کليات : مخ ګڼه (303 نه تر 311)
239
حسين
دا قيامت دى که معراج دى او که ورځ د کربلا
دى دا شګو کې سرې وينې که ګلونه د لالا
سور خمار زهرو کې ګډ دى ترې نه ډکه ده پيالا
څه په جوش ورته روان دى د ميينو سر بالا
ولې خپل عاشق ته اچوي د سکروټو کټ ماله
چا ته وايي ګلاب بچى دې درنه غواړم حلاله
چا ته اور، صليب او دار کې هم خمار شي هم وصال
چا ته سر، چا ته ګلونه، د ژوند حسن او کمال
نن بادشاه د عاشقانو، در روان دى اې جانانه
شان د مينې درته ښايي، توان د دې خاورې بې توانه
ټول جهان تياره کې رپي، يو بڅرى ځي روښانه
ګوره سترګې يې ځليږي، په څه نوي نور مستانه
ستا منصور ورته پسخيږي، ستا عيسا ورته حيرانه
دا د ده د درد لمبې دي، که د نور ستوري روښانه
يو ګلاب ځان له روان دى، تک تور سوي بيابان کې
يوه سپينه شمعه خاندي، د يو قهر په طوفان کې
ولې کوم خواته روان يې، اې حسينه ولې ولې!
کربلا نه بلا ده، په دې شګو کې څه ګورې
ولې غم دې لا خايسته کړې، پستې ښکلې سترګې تورې
زور او زر، اقبال او بخت دې هم هما ده هم يې سورى
يزيد خان دى د جهان نن، انسان وږى او کمزورى
د انسان د شان مثال ښايي، دې خرڅ شوي ورک غلام ته
د سبا د ستوري نور ښايي، دې د ژمي تور ماښام ته
بره مه ګوره حسينه نن ستا خداى دى ستا جانان
نه مدد کړي نه پره کړي ستا دى وخت د امتحان
ستا اختيار او تقدير يو شو، په دې ورځ په دې مکان
ستا د مينې مستي ګوري، زور دې ګوري د ايمان
اې د سرو ګلابو څانګې، نن ماښام دى د خزان
دا کافرې شګې تږې، ستا د وينو په ارمان
ځه ورځه زما جانانه، ساقي لرې ميخانه کړه
د سور اور او سور خمار نه تا له يې ډکه پيمانه کړه
اې زما غمګينه ياره غم د مينې دې حصه
سوز د ساز خايست او خمار دى، د يقين مور تلوسه
چا چې موندى دى جانان خپل، په ارام په دلاسه
نوم نشان يې مرګي ورک کړل، وخت يې ورکه کړه کيسه
چې د سر سره پرې داو کړي، مستي، حسن، ارمانونه
سرور زر قسمه مستي شي،خمار زر رنګه نشه
ګوره ګوره اې حسينه، ګور دغه دى عيسا
دغه مست ملنګ موسا دى، او ابراهيم د رب اشنا
يو په دار، يو د اور مينځ کې حسن وليد د دلبر
بې ګناه يو په صليب شو د ازغو تاج يې په سر
ستا د پاره اې حسينه، دغه سپين تيغ د شمر
هم ايمان دى، هم نرتوب دى، هح قسمت دى، هم باور
اې د مينې بل مشاله، رڼا راغله د سحر
دا د قهر طوفان راغى، که يزيد سره لښکر
ګوره ګوره پاکه ربه، عجيبه ميدان د جنګ دى
يو خوا زور، تورې، صفونه بل خوا تش د حسين ننګ دى
يو خوا زور، غرور او حرص، قت په قت او څنګ په څنګ دى
بل خوا يو ميين ايمان دى، مستانه او په غورځنګ دى
ربه وګوره فرعون نن، بيا موسا سره په جنګ دى
عجيبه شين ازمرى دى، هم باشاه دى هم ملنګ دى
يو خوا سترګي دي د کاڼو، هر ضمير خوړلى زنګ دى
بل خوا وړوکى، خوار ټولى دى، مري د تندې په ساه تنګ دى
د هر يو نظر کې ګوره،نرتوب څه چې لېونتوب دى
ټول جهان توره تياره ده، دوى د نور لېدلى خوب دى
جنګ په تاج دى نه په تخت، جنګ په حق د سړېتوب دى
دا مغروره فرعون ناست دى، که يو مست ببر حيوان
يخ بې رحمه چمچمار، چجهشوى په ډېران
مري د تندې وهي لتې وړوکي وړوکي ماشومان
چارچاپېره ترې ولاړ دي قطارونه لښکريان
يو يو ګل د تندې رژي، د رسول د ګلستان
او يزيد ولاړ دى اوري، دا سلګۍ او هاى سوران
دا بلا د کربلا وه نيم لېوه او نيم شيطان
په دنيا کې دي تېر شوي، ډېر بې رحمه بلاګان
داسې ظلم نه دى شوى، نه به وشي په جهان
د چينې په غاړه مړه شولک ټول د تندې ماشومان
اخر چغه کړه حسين، نر بچى زه د حيدر يم
څه که نن يې وږى تږى، زه په اصل شېر ببر يم
راشه وګوره فرعونهد حيدر د وينې اور
لږ راودانګه ميدان ته، چې ښکاره کړو سره زور
خو يزيد ترې شاته پټ شو، چارچاپېره جنګ شروع شو
کربلا په وينو رنګ شوه، بيابان ډک د نارو شو
دا د لسو او د زرو، جنګ خو نه وي قتل عام وي
په لکها په زرو خرڅ، د خپل حرص هر يو غلام وي
د حسين ملګري واړه، په نرتوب کې حيدري وو
خو سيلاب د تور ډوب کړل، که سل ځله ازمري وو
ستړى تږى خوږ يوازې، حسېن وکتل اسمان ته
وو علي موسکى ولاړ، يې کتل ښکته ميدان ته
وې اې حسېنه زموږ وينه تل ده خداى له بهېدلې
ستا نيکه او بابا دواړو څو څو ځله بيولې
اور بس اور دى اې بچيه، چې پاکيږي پرې فولاد
د شهيد وينه مستيږي، تل په توره د جلاد
ټول جهان تيارو کې ګير وو، خپل غيرت ايمان ترې هېر وو
چې بنده د بل بنده شي ډېر نسلونه کړي برباد
زور هم زهر هم شراب دي، د سړي نه ځان خطا کړي
د غرور ماڼۍ وي دنګه، خو کچه يې وي بنياد
د ادم نوسا نوسو کې، نه بادشاه شته نه غلام
خپله خېټه سړى سپى کړي، سړيتوب يې کړي برباد
بل په مکر په فرېب، په دوکه په چل ولونو
نيم لومبړ، نيم ازمرى وي، په خپل علم کې استاد
رحم ورک شي، ظلم ډېر شي، سړيتوب د سړو هېر شي
يو سور اور ترېنه چاپېر شه، هر څوک خپل غذاب کې ګېر شي
قانون مړ شي، زور نادر شي،نر تالا، ګېدړ دلير شي
بې غيرته غيرتمند شي،سپى غړمبېږي ببر شېر شي
زر شي زور د هر چا خان شي، خوار غريب په ژوند ستومان شي
239
ربه! ربه! زما ربه!
لیونی شوم په فکرونو
څنګه خور قهر غضب کړم
په سپرلي او سرو ګلونو
څنګه غوږ کیږدم ملا ته
تورانۍ بلبله هیره
څنګه ستا د نور او خیشت نه
بد رنګي تیاره چاپیره
د خندا د سپین سبا نه
تور ماښام او لحد جوړ کړم؟
د دوزخ د اور او زور نه
ستا ښایست او سینګار کړم جوړ؟
جوړ دې د حسن یارانه کړه
د جزا سزا قیصې له
تا کړه جوړه د خپل ښایست نه
یو حسین یو نازنین
څنګه ومنم تا جوړ که
دا جهان او اسمان دې له!
چې خیام روان په زور کړې
طوافونو د کعبې له!
څنګه غم غني له ورکړم
د قیامت او حسابونو
کرکه زړه کې د بلبلې
د سپرلي او سرو ګلونو
څنګه شال د وینځې خور کړم
د لیلی په سپین جبین
د حبشي د عشق لیواله
ښاپیرۍ کړمه د چین
ربه! ربه! زما ربه!
لیونی شوم په فکرونو
څنګه خور قهر و غضب کړم
په سپرلي او سرو ګلونو.
کلام : غني خان
239
غنی خان بابا وایی چی :
چی دا مونږ ولې پیدا شوو؟
تقاضه د ژوندون څه وه؟
زه یو داسی جواب غوارم
چی ضمیر مې مطمئن کڑم
هر څوک اوتې بوتې وايي
څه دروغ او څه رشتيا وي
يو ملا بس دومره واي
عبادت د ژوند مقصد دی
چې څوک ښه کړي هغه ښه دی
چې څوک بد کړي هغه بد دی
که سجده د ژوند مقصد دی
نو لعنت په داسې ژوند شه
ما وې ښه ده زه منم خو
زما بېله عقیده ده
دا خو صرف تجارت شو
دا لا څنگه محبت شو
سجده نه شوه مزدوري شوه
یاره دا خو بازاري شوه
یا زما ضمیر کافر دی
یا دا خلک ليوني دي
زه خو داسې سجده غواړم
چې مقصد يې محبت وي
غنی خان بابا ❤️
239
وران دی ګلستان دې ای بلبله ! د پښتون د باغ
نوم د رقيب ليک دی په هر بوټي د مجنون د باغ
خوار او زار بچي دې بې هنره بې کماله دي
غوږ يې دي کاڼه لاسونه شل سترګې بې پرکاله دي
لال ډوب دی ايرو کې او مرجان پروت دی په خاورو کې
زوی د شهباز ګرځي چمړۍ خوري په سيل د واورو کې
پاڅه ای ځلميه ! مستي توره او ايمان واخله
شړق شه، اور شه، تندر شه او نر شه خپل جانان واخله
توره دې راواخله ننګ پښتو او اسلام پورته کړه
له خپلو مستو سترګو دې نامه د غلام پورته کړه
پاڅه ننګياليه ! نن دلبر او جانان وګټه
نوم د پښتون وګټه ناموس د افغان وګټه
ټول جهان حيران کړه د خپل ځان په تماشا
ای د احمد ځويه او بچيه د شېرشا!
#غني_خان_بابا
239
غنی وخوړ داسې غم
نه دارو لری نه دم
کل جهان د سترګې سترګې
نشته سترګې د صنم
چارچاپیره ساز او شړنګ
ماله سوز ژړا او غم
چې ژوندون په کمیدو شو
شو هر سیځ ورسره کم
د شهوت نه وحشت لاړل
د نیکی سرور شو کم
د ګناه نه مزه لاړه
پیکه خوله شوه د صنم
نه په بام د لیلا مست شوم
نه سایه کې د حرم
غنی وخوړ داسی غم
نه دارو لری نه دم
کل جهان دی سترګې سترګې
نشته سترګې د صنم
239
عجبه فلسفه
زړۀ مې واچوو پۀ تهال کښې
د جمات کوڅې له لاړم
د ملا پۀ خپو مې کېښود
ما وي دا مې صدقه ده
دا چې څومره زۀ پوهېږم
په “طٰهٰ” او پۀ “يسين”
دا چې څومره ښکته تلے شي
په سجده زما جبين
دا چې څومره اخلي نور
دا زما خاکي وجود
دا چې څومره زما ژبه
شي څکلے انګبين
ملا مخ زما نه واړوو
وې دا څۀ دي ستا تهالي کښې
نۀ پلاؤ دے نۀ فرني ده
نۀ حلوا نه فالوده ده
وې ئې شرع ظاهر ګوري
او ظاهره ته فاسق ئې
دا د رب سره د مينې
تا راغستې څۀ قصه ده
يره يره د قهار نه
د ايمان اصلي حصه ده
د جنون او د جانان ستا
څۀ مهمله فلسفه ده
زړۀ دې کېږده پۀ سينه کښې
دلته رنګ او لباس راوړه
ستا شراب دلته حرام دي
شربت راوړه ګلاس راوړه
ما خپل تهال ډک د خوبونو
د قاضي دربار له يوړو
ړوکے لال مې اوچت کړے
تارخانې او مار له يوړو
ما وې اے د ښو او بدو
اے د تورو سپينو خانه
دا ډالۍ زما قبوله
په نامه کړه د جانانه
قاضې کېناسته پۀ تخت خپل
په سپين سر ئې دستار کېښود
په يو لاس ئې توپه کېښوه
په بل لاس ئې حصار کېښود
تله ئې پورته د منطق کړه
يو خوا دے يو خوا مې تهال وو
يو خوا شور وو کمزورۍ وې
بل خوا ژمنےوو، کمال وو
يو خوا عقل وو دليل وو
نۀ مستي وه نۀ جلال وو
بل خوا ړوند غوندې تلاش وو
ورک بې خوده غوندې خيال وو
ما وې د الېونتوب واخله
او خپل عقل پې تاله کړه
ما وې دا زما خمار
د خېل علم کټماله کړه
ما وې اے د انصاف ربه
دا د روکو منزل ګوره
ما وې اے د تول اميره
دا بې توله تلل ګوره
قاضي سترګې کړلې پټې
شونډې بندې مخ پرېشانه
وې افسوس زمانه ورک دي
څۀ چې تۀ غواړې زمانه
زۀ خو زور يم د انسان
زۀ سرور د آدم نۀ يم
مادے سپين او تور راخستے
د مستۍ د ګلستانه
زۀ تور وينم او سپين وينم
بس زما دغه قصه ده
دغه ټول زما اميد دے
دا تلل مې فلسفه ده
ما خپل زړۀ لاس کښې راغونډ کۀ
تورې شپې غم له د يوړو
د ماښام تياره کښې ورک مې
د سبا شبنم له يوړو
اوس يو زۀ يم يو ارمان دے
د جانان د شان قصه ده
ړوکے ګل او لوئې خزان دے
يو اميد، يو تلوسه ده
ما مرګي ته شروع کړې
د ژوندون د خېشت قصه ده
د جنون او د جانان
څۀ عجبه فلسفه ده
