en
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Open in Telegram

Show more
The country is not specifiedThe category is not specified
239
Subscribers
No data24 hours
+87 days
+1430 days
Posts Archive
Story

Story

کاشکې ژوند د کاغذي کښتۍ په څېر وای چې دې زړه تنګ و، سيده دې جوړولای د کوم سين خواته دې وړله ماښامي کې په کرااره دې څپو کې پرېښودلای کاشکې: ژوند ګوډي پَران رقم ته شی و چې دې زړه و پرېښوده دې پاس هواته يا بېخي کيسه د مينې پکې نه وای منتظر نه وې پکې د چا مُسکا ته کاشکې؛ ژوند لکه سکروټه د قيلون وه چې څو ساته بلېدله او بيا نه وه يا هم اوښکه وه يو چا پسې ناڅاپه خوشې کړې دې د شپې په بالښته وه کاشکې: ژوند لکه د ژمي مازيګر وای چې تر څو ته پويېدې دا درنه تېر و يا په لاره کې کوچنی سوالګر ماشوم و چې يو سات روسته بيا بلکل درنه هېر و کاشکې: ژوند عکس وای د خپلې شبوګۍ دې چې دې ښه ورته ژړل، بيا سوزوو دې يا ګلاب و چې څو ورځې درسره وای يو ماښام دې زړه راتنګ و رژوو دې کاشکې ژوند د کاغذي کښتۍ په څېر وای چې دې زړه تنګ و، سيده دې جوړولای د کوم سين خواته دې وړله ماښامي کې په کرااره دې څپو ته پرېښودلای

خداى شته عشق د ډېرو کړلې پورته مرتبې خداى شته چې په ډېرو يې غوږونه ونيول سعدالله فطرت 🙇‍♂️

له سختو خاموشيو مې پناہ درته راوړي ځانګړی مينوال دې يم لاليه اوس غږيږه! شاعر ؟

Story

چې موسم د لېونتوب سندرې وايي د کړکۍ پَلې نری يخ وي نيولی بُخارۍ کې د څېړۍ انګار تازه وي او په درد مې وي په تاپسې هر غړی چې موسم د لېونتوب سندرې وايي او د جدي مياشت اولې ورځې شپې وي په کابل د واورو سپين څادر هوار وي اندامونه مې په تا پسې ايرې وي چې موسم د لېونتوب سندرې وايي ايرانۍ کمبل پرته راته په پښو وي کمپيوټر مې په سينه وي ځانته ايښی نن نمبر نو ستا د واورې د عکسوو وي چې موسم د لېونتوب سندرې وايي يو چا (لاندی) له غزني وي رالېږلی مګر: ته مې يې په ذهن باندې ناسته پخوی يې نه شم ځان مې وي ډېر ستړی چې موسم د لېونتوب سندرې وايي شبو! درد دې بل رقم رانه چاپېر وي خوند له يخې ورځې نشم اخيستلی يو وخت وګورم ماښام باندې وخت تېر وي چې موسم د لېونتوب سندرې وايي د کړکۍ پَلې نری يخ وي نيولی بُخارۍ کې د څېړۍ انګار تازه وي او په درد مې وي په تاپسې هر غړی

جینۍ د خدای او د رسول ومنه! په دې خبرو باندې تیږه کېږده! خپلې نازکې شونډې څله سېزې؟ بس په سندرو باندې تېږه کېږده! څه ته په ساندو کې سندرې لړې؟ زما د زړه تارونه زور نه لري درخو د ژوند رباب به مات کړې زما ته به خبره شې چې شور نه لري ماته به نه وایې چې اور شو وطن د ګل په پاڼو افسانې سوي دي ماته به نه وایې چې مړه شو نرګس هاغه د سترګو میخانې سوي دي مه وایه دا چې اوس د جونو میره ځي د همزولو په خازو پرېوځي چې ائېنې نه یې حیا کوله اوس د ابلیس په دروازو پرېوځي ته جادوګره یې منم شاعرې! ته په الفاظو کې رنګونه کرې څومره په ناز او په انداز باندې حساسو زړونو کې اورونه کرې ستا ارادې له تاترې نه لوړې ستا به لاسونو ته اسمان راشي خو دا زما په زړګي نه ځائېږي چې په خایست دې امتحان راشي موږ غریبان یو موږه هیڅ نه لرو ته د وطن خوبونه څله وینې؟ په کربلا کې ټوکېدلی ګل یې بیا د ګلشن خوبونه څله وینې؟ د پرهر زړه رڼا ته ژوند تېروه دا رنګینه نړۍ زموږه نه ده پر ماشوم زړه باندې دې زور تېر که دغه ښایسته ګوډۍ زموږه نه ده درومي لعلونه د خزان لوڼو ته ته همېشه هلته بهار غواړې د خپلو اوښکو د غمو په بدل د ننګرهار لپاره هار غواړې ستا په رڼا ستا په ښکلا مې قسم د هندوکش او د پامیر تاج یې ته په سپین غر کې د بزرګې څوکې د تاترې او د بونیر تاج یې بهار په خوب وینمه وبه خاندې رنګین ګومان دی خو یقین ورک دی سوال مې یواځې ځي په بره طرف له فرېښتو ځنې امین ورک دی لاس مې تر عرشه پورې نه رسېږي چې زه اجرونه ستا د ویر راوړم جنتي خوب چې په دوزخ کې وینې هغې ته ښکلی څه تعبیر راوړم ستا یزداني هیلې چې نه شي پوره د حورو چم کې دې طوفان راشي ستوري دې هم بیا نامراده اوسي پر دغه ځمکه دې اسمان راشي *مصطفی سالک*

Story

ښه مې تپوس کوای شې نه يې کوې دومـــره خــفه يمه چې څه يې کوې زه که هر څومره ښه شم بد مې ګڼې تــه که بـد هم کوې نو ښه يې کوې؟ يــاره په ما د بل چا وس نه رسي په ما که هر څه کيږي ته يې کوې اتـــيا ميسجه درتـــه وکم خــــو ته يو ميسج وکړې زړه نا زړه يې کوې زه دې له سترګو قلم ياره پوی شوم ضرورت نشته چې په خوله يې کوې وحيدالله قلم يار ✍️

نــــــه راځي پـــه دغې دنيا نه راځي داسې يو څوک لاړو چې بیا نه راځي دوه زره مـــــيسج مې ورلــيږلي دي يــــو دانـه مـــيسج له اشنا نه راځي نــــه کـــيږي يارانو کوشش مه کوئ مــاله په دې مات زړه خندا نه راځي ټیک ده بس صحي شو ملامت زه يم مـــــاته بـــــهانې لـــکه ستا نه راځي يـو ځلې خـــــــــــفه که قلم یار لاړو ومــــنه چې بـــــیا به تر تا نه راځي وحیدالله قلم یار ✍️

غزل د سولې غوندې سپین مخ دې رڼا راوړې ده چمن ته دې لالیه بیا ښکلا راوړې ده اې خدایه ستا کعبه او زما لپو کې وطن دی له ځان سره مې دا رنګه دعا راوړې ده سهي ده چې تۀ پټه یې خو موږ دې ګنهکار کړو ځولۍ ځولۍ کمیس دې نا روا راوړې ده د مینې په نظر راته را وګوره شېرینې د پاتې ژوندون هیله مې تر تا راوړې ده یوسف له امتحانه روغ وتلی پاچا شوی قسمت ورته حلاله زُلیخا راوړې ده "جانان" ته مې قسم په خدای که پورته ور کتی شم په سترګو کې یې بل رقم حیا راوړې ده #عباسي جانان خدرخېل ۱۴۰۲/۸/۲۴

راځئ #چټ ولولئ! راته یې لیکلي وو: خانه د زړه تکیه دې وشه زما تکیه په بل سړي وشوه مئینه مونږ دواړو د حالاتو د جبر ترخې سیلۍ ته خپلې سینې سپر کړې وې؛ خو د بیلتون سمندر اخر هم غرونه په خپل ځان کې راپټ کړل او وحشي څپو یې له یو بله داسې لرو کړو، چې ان یادونه مو هم لکه هیرې خاطرې، چې کله کله د انسان په تصور یو تت تصویر جوړ کړي. ریښتیا یې ویل، د دې د زړه تکیه پر بل شوې نه وه؛ بلکې وشوه او داسې وشوه، چې بېرته راګرځېدل یې یوازې تش خیال و؛ خو مسیج مې باید بې ځوابه نه وی پریښی. ورته ومې لیکل: ستړې وې د ژوند له حسرتونو پر خواب پرېوتې راغلې لکه پرخه مې د زړه پر ګلاب پرېوتې لاړې د رواج سيلۍ له ځانه سره واخیستې خدایزده پښتنې د کوم دوزخ پر تناب پرېوتې د ژړا له سټیکر سره جوخت یې پیغام راغی: هو؛ زه ستا د زړه پر ګلاب لکه پرخه پرېوتم؛ خو تا د دغه ګلاب پاڼې همغسې خلاصې پرېښودې؛ نو ځکه زه هم د وخت سوځنده لمر داسې یوړم، چې اوس نه د ځان یم او نه په ځان. زه له تا او بخت دواړو ګیله نه لرم، ښایي تقدیر به زما کرښې همداسې کښلې وې، اوس یوازې یو ډېر سخت امتحان راته پاتې او هغه هم ستا د هیرولو امتحان؛ خو نه پوهېږم چې ولې؟ کم نشو دا د مینې سمندر په تشېدو چې څومره هېرېدې هومره په زړه را ورېدې بیا یې لیکلي وو: پوهېږم چې مونږ دواړه د یو بل وجود کې د هندوانو تر "اوتار" ور رسېدلي وو؛ خو بیاهم ستا "ویشنو" ستا لپاره نه وه. زما شاعره! یاد دې د اذیت جامې اغوستي او هر شپه مې د تن غوښې وریشي، زه د ژوند په هغې دوراهۍ ولاړه یم، چې یو لوری یې سیند او بل لوری یې خوړونکي ځناور ولاړ دي؛ خو باور لرم چې: که سیند ته دانګم سیند مې نه وړي بخت د موزي دی بیا مې غاړې ته راوړینه خبرو کې یې لوی درد پروت و، خو زما د هیرولو کیسه یې لکه په کومه عالی تابلو راښکل شوې اضافي کرښه، چې هیڅ ورسره نه جوړیږي. نه مې غوښتل چې یا یې له حافظې ووځم او یا مې له حافظې ووځي؛ د خپل مات شوي غرور کودري مې یو ځای کړل، ورته ومې لیکل: یو زخم دې بې دمه بې درمله راسره وي که نورې ډیوې مړې وي، دا دې بله راسره وي له تا سره غرور او بې حِسي ده گرځوه یې زما هم گذاره کیږي، غزله راسره وي پیغام یې وکوت، هیڅ یې ونه ویل، زه یوه شېبه بیا ماضي ته ور وګرځېدم. حافظه مې د پوهنتون د درېیم ټولګي یاد ونیوله، "مونږ تصادفا له ټولو وختي راغلي وو، زه د ټولګي په وروستي؛ خو دا یې لومړي سر کې ناسته وه، ترمنځ مو څو تشې څوکۍ ایښې وې، مخ یې راواړو، د درسونو له ډېروالي یې شکایت کوو، ما یوازې ورته خندل. څو شېبې وغږېده، مخامخ مې ورته د خبرې جرئت نه درلود، مسیج کې مې ورته ولیکل: په ما دې قرض راپورې نه دی سترګې په بل لورې کږې کړه مړ دې کړمه پوه شوه، چې پیغام ورته کوم، مبایل راواخیست، مسیج یې ولوست، ویې خندل، لا به یې خبرې ته خوله نه وه جوړه، چې نور ټولګیوال راغلل، مخ یې واړو؛ خو د همدې ورځې په ماښام یې راته لیکلي وو: په ما به ستا په خوا کې یو حالت طاري کېده خفه یمه په هاغه کیفیت پسې والله د غره د ډډې اور د بارانه له زوره زیات ؤ تت هر یو ضرورت شو په الفت پسې والله" اه! ماضي خوږه وه؛ کټ مټ لکه د هغې خندا، لکه د هغې خبرې، لکه ادا یې... له مونږ به چې یو ټولګي کې نه و، بل به درس نیمه کې پرېښوده. تازه پیغام یې زما د خیال لړۍ وشلوله او بېرته یې په یوه ساه له غم ډک حال ته راوستم. پیغام یې لوستی و، د خفګان له څو سټیکرونو سره یې راته لیکلي وو: هیرول دې څه وړه خبره نه ده ننګولي مې دې واړه زیارتونه له خردو مې انوارۍ د کوټې ډکه په هر تاخ کې مې دي ایښي تاویزونه هر قضا ماښام دمګرو ته روانه د ساختونو په خوړلو مې زړه شین شو ادې ټوله شپه نفلونه ماته دعا کړي خو پوهېږې نتیجه یې صرف هیڅ ده هیڅ مې نشوی ویلی؛ په ډک زړه مې ورته ولیکل: لاړلې! د اوښکو په تقسیم درسره تللی یم! لاړلې! زه هم په بدن نیم درسره تللی یم! چېرته یې؟ د کوم لور په میراتو لارو لاړلې؟ چېرته یې؟ څه لنډ وخت ته په زیاتو لارو لاړې؟ چېرته یې؟ چې رېگ درته جارو له خپل وجود شمه چېرته یې؟ را وگرځه - چې سترگو ته دې دود شمه

Story

که دې را نه کړې د سرو منگولو نوکې شاه ملوکې! زما خاورې به جارو کې ستا مقام ته پېش په خوی د آئینې شوم ټول راټول درته له خپل او خېلخانې شوم نیمایي اوربل دې ښکاري له پلوه نیمی ویلې شوم نیمی نینې نینې شوم الوچه زنه به چا باندې دارو کې شاه ملوکې! گرررد اوبه شوم په تالو کې افسانه دې د میراتې استانې شوم ته د بل شوې زه د ټولې زمانې شوم ما وېل گوندې شم خالي به دې له یاده قرباني د احتمال په قرینې شوم پوهېدم چې په دریاب به مې لاهو کې شاه ملوکې! ایرې سترگو ته را پو کې درته خم په هرې خامې بهانې شوم چې دربان دې د ټټر په تاخانې شوم دم په دم درته بدل شوم بېلا بېل شوم بیا دې یو موټی غنم د نذرانې شوم ملائیکې به لا راولې په کوکې شاه ملوکې! که زَړه جاولۍ اوتو کې ډېر پخپل زنگون باچا د اندېښنې شوم سر مې جگ کړ لونگین دې په سینې شوم معجزه ده که مې پاڼه شوه بدله ستا په کټ کې لکه هار دانې وانې شوم سر تر پایه دې خولې یم په سالو کې شاه ملوکې! نبض مې نه دی په قابو کې *بشير باران*

غزل ـــــــــــ خپل ایمان ګورم آئینې ته ځمه. زه د هندوانو بود خانې ته ځمه. په خاموشۍ مې ژوندي پوهه نه شول. کریکې وهمه هدیرې ته ځمه. ستا جنتونو کې تنګ شوی یمه. خدایه دوزخ ته یوې شپې ته ځمه. نظر مې تت وجود لړزه لړزه شو. نیت د ګناه تړم سجدې ته ځمه. پنځه لمونځؤنه دي بلا ور پسې. خدائ مې مړ شوی جنازې ته ځمه. حٌسن ساقي په سر اخیستئ یمه . مندې وهمه میکدې ته ځمه. سل سوالونه کړي فلاح له مانه. چې له آنګړ نه دروازې ته ځمه ۔۔۔۔۔۔ نظام الدين فلاح

خدایه! څومره خوږ یې !؟ التجا دې رانه هیره کړه!! صبر چې ما څه غوښتل؟؟ دعا دې رانه هېره کړه!! هو!! په صحیفه د ژوند دې بوخت ومه چې زده یې کړم زده مې کړه، چې زده مې شوه، ملا دې رانه هېره کړه راغلمه بازار ته چې وطن په کې پیدا کړمه سر دې په سودا کړمه، سودا دې رانه هېره کړه څوک وه چې بخښنې ته دې راوسته ماښامه!؟ را دې وسته ذهن ته او بیا دې رانه هېره کړه څنګه د عمرونو د ګیلو په قتل پوهه یې؟؟ کړس چې په خندا شولې، ژړا دې رانه هېره کړه وې مې سعید ګل ته پښتنې سترګې لا څه معنا؟ ویل یې سترګې واړوه، معنا دې رانه هېره کړه!! *سعيد شينواری*

دا خلک ولې خلک وژني؟ په دوئ څۀ شوي دي؟ عقل یې پښو کې دي؟ که سر کې یې واښه شوي دي!؟ د سرو لمبو په چاپېریال کې مې ساړۀ شوي دي په ما څۀ بل ډول کانې د بیلتانۀ شوي دي!؟ کابل مې نه شي د نفرت په رهبرانو پېرزو هلته زما او ستا اول ځلې کاتۀ شوي دي چا دې د خولې هره خبره په حجـرو ویشتې ده وګوره څوک دې تمامي عمر په خولۀ شوي دي اوښکې مې سترګو کې د ډيرې بېوسۍ نښې دي د زړۀ پۀ زخم کې مې تکې شنې اوبۀ شوي دي د مرور غزل په شان دې مرورې شونډې تاوو ، راتاوو قافیوو ته دې باڼۀ شوي دي هسې دې سر ته زنګَنونه تکیه کړي نه دي جلاله یاره څۀ ناڅۀ خو دې په زړۀ شوي *جلال امرخېل*

غیږ کې شب نشین تر صبحدمه یې لرې!! څه دې مجبوریت؟ چې له شبنمه یې لرې؟ ظلم، تادا، ناز، نزاکت هر څه بې حساب های ښکلې پیرزو لرې، خو کمه یې لرې!! زه له تا ګیلې لرم، خو کمې یې لرم ته په ما غوسه لرې، ښه سمه یې لرې سوال، زاري، سجدې مګر سم خیال دی خو محال زه یې چاته نه کوم، که تمه یې لرې!! زهر د ترخې خبرې څښې، په بوسه مرې دا لا څنګه مرګ؟ چې له زمزمه یې لرې؟ شکر په سینه کې ګرځوې، حجر اسود څه رشته خو شته چې له حرمه یې لرې!؟ صبره! تانه ځار خو سعید نه راځي واپس ښه ده ستا میوه خو بې موسمه یې لرې *سعید شینواری*

چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟ زنده ګي د نا مالوم لوري سفر دی بېرته راشه! اندامونه مې پردي دي ستا د تللو غم مې زښته ډېر په سر دی چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟ ژمی راغلو مګر ستا دَرک لا نشته د اُتاق دروازه تاته منتظره رانه پوښتي هره ورځ ولې دا نشته؟ چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟ د موسم مهرباني ده يخ شمال دی المارۍ کې کتابونو ته ور ځير يم بس يو زه يمه او بل خالي دېوال دی چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟ د وجود هره حِصه دې رانه غواړي خړ ګردونه مې له سترګو نه راتاو دي څنګه وکړم؟ همېشه دې رانه غواړي چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟ بېرته راشه شبو! ډاډ وړکی ښه نه يم داسې ښکاري لکه دا ورځې روستۍ وي رنګ مې خړ دی او په زړه اوبه اوبه يم چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟ زنده ګي د نا مالوم لوري سفر دی بېرته راشه! اندامونه مې پردي دي ستا د تللو غم مې زښته ډېر په سر دی