en
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Open in Telegram

Show more
The country is not specifiedThe category is not specified
237
Subscribers
+324 hours
+57 days
+1230 days
Posts Archive
ووهه تکبیر تکبیر نارې د اضطراب جار زما د زړۀ ضربانه الله هو اکبر #بهشت

اور سره بل شمه لمبې وکړم که څه وکړمه ستا د ساګانو نه جامې وکړم که څه وکړمه د هر څه حد وي زندګۍ ظالمې بس دی کنه نور درته ټیټ شمه سجدې وکړم که څه وکړمه شاه سعود

Story

که څوک له ټولې دنیا موړ شي خو یوازې به شي مسله داده زه له ځانه ستړی شوی یمه وهم اخیستی عالم ټول راته ستا لارې ښیي یه لا حاصله،لا مکانه ستړی شوی یمه شهاب

نظم: دروغجنه مینه خبر شوی یم چې لور دې پیدا شوې، ڪاش چې زه لیونی شوی وی ارمان دی ستا نشتون دی بیا نری نری باران دی، لیونی وی چې په ښه وو بد پوه نه وی، چې له درده خبر نه وی څه به ښه وی، 22 میاشتې او یولس ورځې ڪيږي، ستا واده وروسته ورځ ڪال په شان تيريږي، ستا خبرې او ستا سترګې مې یاديږي، په عڪسونو دې زړه ڪله قراريږي، ستا راڪړي عطر جیب ڪې ګرزومه، په لاس نخو دې زړګی ارامه ومه، عطر نه لګوم په ځان نه چې تمام شي، چې رایاده شې په سترګو مې ماښام شي، وایه مانه ڪومه داسې ګناه شوې، خبر شوی یم چې لور دې پیدا شوې، ښه خوشحاله یې خبرېږم یو له بله، ما خو یاد کړه لېونۍ ڪله ناڪله، ستا یادیږي چې ویل به دې جانانه، چې زه ستا شوم ته زما شوې په ما ګرانه، چې واده مو سره وڪو ښه په مینه، ژوند به تیر ڪړو په مزو ڪې ګلورینه، ڪه اول مو لور پیدا شوه نوم پرې څه ږدو، ښڪلا، مینه، ما ویل نه له دې یې ښه ږدو، بس تر نیمو شپو به دا قیصې شروع وې، هغه ورځې هغه شپې څومره خوږې وې، په خبرو دې زه هیڅ نه مړېدمه، ته له مانه زه له تانه جارېدمه، تا ویل به بې له تانه زه مړه ڪېږم، زه دا ستا یم له تا ڪله جدا ڪېږم، دروغجنې دروغجنې دروغجنې، د بل چا شوې لا ژوندۍ یې فریب جنې، زه ساده وم ما ویل چې ته ریښتیا وی، ڪاش اوس مړ وی نه به درد نه به ژړا وی، په یو دووه ڪې حیران دې ڪړم ظالمې زه سنجش له ژوند ستومان دې ڪړم ظالمې، اوس دُعا ڪې ځانته مرګ غواړم الله نه، ستړی شوی یم په خدای له دې دنیا نه. اوس په زړه ڪې مې بل نه دا یو ارمان دی، چې خبر واورې همدا چې مړ عمران دی، په خندا شې زړه ڪې ووایې چې ښه شو، یو پاګل وو د مرګي په خوب ویده شو. عمران سنجش

انډیواله وهم سوي سوي ساندې هر ارمان مو شو د تورو خاورو لاندې انډیواله ژوند کې داسې خبر نشته چې سړی ووایې زیری مې درباندې انډیواله ټول خوږېږم لکه زخم څۀ ډم خویۀ معاملې وشوې راباندې انډیواله بربادیو ته به خاندم انډیواله بربادیو ته به خاندې زموږ هم ډیري ګیلې په زړونه بار دي ربۀ ښه ده چي حساب راسرۀ کاندې نصير شهاب

Story

راتلونکی وڅارئ د خلکو وعدې نهٔ دي وعدې ډېرر بزرګان مې له وختو سرهٔ بدل ولیدل او هوښیار ولاکهٔ یم خو خپلې تجربې غږؤم ما ډېرر سرونهٔ د پردیو پهٔ څنګل ولیدل 😒😐

ربه! ژوند ښکلی و خو نۀ دې لورېدۀ راباندې ......بل چاته زړونه تش کړو، غم د چا پر اوږو بار کړو؟ څو ماښامه ژوند دى، په ژړا به يې تکرار کړو! غم پو کړی دود نه دی، چې پورته رانه لاړ شي درد سوی سیګرټ نه دی، چې ایسته یې ګذار کړو کښېنئ په قرار لېونو څه غواړئ له عقله!؟ موږ یې لکه ستاسو ګرېوانونه تار په تار کړو! ......بل ته یې د ځان کړې ستا د مینې تور یې ماته راکه له خدایه وپوښته! چې څومره زور یې ماته راکه نتیجه ګورې! د انصاف د دعوه دارې دنیا ته یې رقیب ته ورکړې، ستا پېغور یې ماته راکه سودایي نه، خو په مذهب د لټون واوښتمه چې مخ يې پټ کړ نیمایي انځور یې ماته راکه هغه یاربازه په عشق نده خو ما ساتي زړه کې د کرایې دا لنډمهالی کور یې ماته راکه ته بختوره یې د عشق له هوا وساتلې دغه تېره د ځان رېبلو لور یې ماته راکه .....بل څه درسره وکړمه ، حیران دې کېنولی یم مسته ذوقه! سر ته د ایمان دې کېنولی یم مړه شې! څه د بنې زوی دې نه یم زندګۍ سخت د روغې ورځې په ارمان دې کېنولی یم ضده! زه پښتون یمه په سر مې خېژولی یې تخت دې رانه واخیست په ډېران دې کېنولی یم نه له مجبورۍ انکار کوی شم، نه د زغم ده داسې تماشې ته د جهان دې کېنولی یم ......بل سترګې اوڅــرمنه او رنګ بــاید چـې بدل کړم ستــا د ضرورت زمانـه ټوله پکې تېره شوه. .....بل بېخي ډېر حيران مې سترګو ته ولاړ وي يو برباد انسان مې سترګو ته ولاړ وي سر په هره دوراهۍ راباندې ګرځي تا رټلی ځان مې سترګو ته ولاړ وي چې لۀ ښاره دې تېرېږم لکه مرم چې زما هر ارمان مې سترګو ته ولاړ وي هر ماښام د کاري ورځې،ستا بنګړي او د زرګر دوکان مې سترګو ته ولاړ وي یوسف نامی چې ماښام کورته رانشي سلامت کنعان مې سترګو ته ولاړ وي زمانې وشوې چې هر طرف دې ګورم خو همدا اسمان مې سترګو ته ولاړ وي چې عظمت دې بيانېږي ما چورتي کړي د کعبې بتان مې سترګو ته ولاړ وي .....بل چېرته به کېنمه زخمونه به څیرم درپسې ته وایې ماته ګني چل د انتظار نه راځي؟ ......بل څوک یې پوښتلي وو چې زړۀ کې به یې بله نۀ وي؟ ویل یې شعر کې د ګوتې غمی چاته وایي؟ ما لۀ صابره هم سېوا بې رُخي ولیدله سړی نو کله د یارانو.کمی چاته وایي نۀ به لۀ ماسره مړ کېږې، نۀ به مرې راپسې بیا به زما پۀ سر جنډې هرکلی چاته وایي؟ .....بل چې پرېماني مې غوښته، دغه پرېماني مې غوښته شعر،شراب او لس، اتۀ سپرلي ځواني مې غوښته ربه یو یار مې غوښتۀ باید چې راکړی دې وای دومره بې نیازه شولې تۀوا چې خدایي مې غوښته زما دیار دسترګو تمه وه پۀ تا مې څۀ وو؟؟؟ چې پۀ دعاستاد خدایۍ سلامتي مې غوښته ماچې جامونه ماتول، ماچې زخمونه شلول مارسوایي غوښته خوډېره رسوایي مې غوښته تا خو لۀ درده نڅېدو ته پیدا کړی ومه څومره ساده ومه چې ستا مهرباني مې غوښته ستاسو پۀ ښار پورې تړلې کیسې خلاصې وې خو چې تلم راتلمه د زخمونو تازه ګي مې غوښته ....بل لږ راشه د تودو منګولو یاد دې لېونی کړم لږ راشه د لاسونو مې ساړۀ درپسې کېږي .....بل که څوک لهٔ ټولې دُنیا موړ شي خو یوازې به شي، مسئله دا ده زهٔ لهٔ ځانه ستړی شوی یمــه ....بل ما به لۀ سواله ډکې سترګې ورته واړولې ماته دې هر دربار رټلي ځوابونه راکړل لۀ غمه شنۀ ماښام پۀ سوچ کې اچولی یمه هسې دې زړۀ لېوني څومره تاوانونه راکړل چې مسیحا د زمانې مو هم پۀ ښه نۀ راځي موږ ته یې داسې خدای وهلي نصیبونه راکړل د جوهریانو سترګې ټولې راته واوښتلې ستا محبت داسې راڼۀ، راڼۀ داغونه راکړل .....بل د ډېرو خلګو ماته سترګې وې او زه څه وومه؟ ما به چې خپل قامت ته وکتل ژړا به راغله ..... دا یې هم کوچینی نظم ګوټی بیا به ناوخته وي خو زۀ به دې هېر شوی نۀ یم زما د غږ پۀ انتظار به د لاس ګونځې شمېرې خو زۀ به چرته یم؟ دځان سره به یم اوکنه؟ شاید د ژوند ملنډو دومره ځورولی یم چې دا لۀ تا ډکه حافظه راسره پاتې نۀ وي ژوند به د جام پۀ تکیه، ژوند به د لوګي پۀ اوږو داسې روان وي لکه باد اخیستې وچې پاڼې تاته لیکلي خپل شعرونه به مې نۀ وي پۀ یاد د وخت پۀ تول پوره سندرې به مې زړۀ ډوبوي بیا به ناوخته وي خپل ځان ته به حیران پاتې یوو دا لېونۍ جذبې به یوه راسره پاتې نۀ وي هرخوا به وينو د مرګ سیوري پۀ خچنو سترګو تر زنکدنه به د یو او بل ارمان پاتې یوو بیابه ناوخته وي وعدې د سبا مۀ راکوه ما د سبا پۀ بلاګانو مۀ خوره .....بل ماخو له هرې خوا ناهیلې سترګې بېرتۀ راوړې! تۀ مهربان چېرته یې؟ ستا مهرباني چېرتۀ دۀ؟ .......پای اوس یې کوم کوم غزلونه او بیتونه درته راوړم یوغزل یې له بل ښه دا او بل یې له بل ښه ده خو ستا سو چې د شهاب صاحب کوم بیتونه او غزلونه خوښ دي را کمېنټ یې کړئ باقي شهاب یارک دې رب تل خوشحاله او خوښ لري هر چېري چي وي ډوډۍ یې ګرمه اوبه یې یخې❤🥰 ملا عاطف تمدن Naseer Shahab 🥰

خپل ګرېوان راټولول زدۀ کړه شهابه ته نو څوک لرې چې پام درباندې وکړي په لُمړیو کې به مې چي کلۀ د شهاب بیتونه یا غزلونه لوستل نو فکر مې کاوه چې شهاب شاید پخوانی شاعر وي. او که د اوسني عصر شاعر هُم وي شاید د ډېر غمر سړی وي ځکه شعرونه یې بیخي پاخه دي او دومرۀ ژورې خبري به پکې وې چې سړی حق حیران کړي چې په دومرۀ تنکي عمر کې څنګه یو څوک دومرۀ پخه او ژوره شاعري کولی شي. لمړی دغۀ غزل وه چې ما پرې شهاب صاحب پر نامۀ وپېژاندۀ انډیواله وهم سوي سوي ساندې هر ارمان مو شو د تورو خاورو لاندې انډیواله ژوند کې داسې خبر نشته چې سړی ووایې زیری مې درباندې انډیواله ټول خوږېږم لکه زخم څۀ ډم خویۀ معاملې وشوې راباندې انډیواله بربادیو ته به خاندم انډیواله بربادیو ته به خاندې زموږ هم ډیري ګیلې په زړونه بار دي ربۀ ښه ده چي حساب راسرۀ کاندې شعر په هر چا اغېزه کوي او کوم وخت چې څوک په کوم زمان او مکان کې وي او د هعه مطابق شعر واوري نو تاثیر یې بې مثاله وي هر وخت د مني د موسم په اخېر کې او د ژمني موسم په سر کې چي کله د غرونو په سرو سپیني واورې ووینم نو د شهاب دا بیت مې حتمن ذهن ته راځي پۀ غرونو بېرته واورې ؤورېدې، خو اوبه شوې ځواني بیا رانغلـه. په لاندې بیت کي یې ډیري نادره خبرې کړي شاید د نورو شاعرانو له خولې مو بیخي کمي اوریدلې وي ربه یو یار مې غوښته باید چې راکړی دې وای دومره بې نیازه شولې ته وا چې خدایي مې غوښته پدې بیت کي یې شاعرانه ناز او ګیله کړې او داسي خبرې پکي کړي چي ګواکي خدای ددۀ نږدې ملګری ده او له خدای څخه یې داسې څه غوښتي چې دی د هعه لایق او وړ ده او بې نیازه یې د هعه چا لپاره کارولی چې د چا غوښتنې او هیلې ته پام نکوي. په لاندي بیت کي یې هم له خپل رب څخه عجیبه پوښتنه کړې چې ربه مهربان وې، لۀ ادکې موره ډېر نو ولې دې ناهیلي لۀ درباره څوک وتل؟ ویلې دي چي اې ربۀ! ته خو له مور څخه هم په خپلو بندګانو ډېر مهربان یې، نو بیا څنګه کیدیسي چي یو څوک ستا له دربار څخه په ناهیلي او مات زړه ووځي؟ یعنې دلته دی باور لري چې د الله تعالی رحمت او مهرباني دومرۀ پراخه ده چې هیڅ بنده باید د هعه له رحمت څخه ناهیلی نشي او بیخي ډېر یې داسي بیتونه دي چې زموږ دا کمزوری قلم یې په اړه خبري نشي کولی لکه دا لاندي غزل یې چې لېونی زړۀ مې پسخېږي د ماتم لپاره نوې یاري خو به کوم د نوي غم لپاره پۀ زړۀ مې سل دنیا جنجال دی ستا پۀ ضد مې قسم نور د باور څۀ پاتې نۀ دي د قسم لپاره وجوده! نن خو دې لالي ته خامخا ګرموم چې بهانه ورته پیدا شي د ستم لپاره فرض کړه چې نن سبا کې ناست یو پۀ ټغر دحساب ځواب دې څۀ دی د ناهیلي بنیادم لپاره؟ عجب ریشخند شومه فرهاده! تماشې ته راشه د خپل غرور غر مې مات کړی د صنم لپاره او بل ځای څه ښه وایي چې هغه شېبه مې صرف ته سترګو ته ودرېږې کله چې ژوند ته بهانې زما تمامې شي په پورتني بیت کې دی له دغه لنډۍ څخه یاغي ده که خدای مې ته وې رانه ولاړې که چېرته بل وي لتا ښه به مي ساتینه خو شهاب بیا جلا ده او کله چې د ژوند تېرولو لپاره بهانه ور ختمیږي نو صنم یا یار یې سترګو ته دریږي او بله هیڅ کومه د ژوند تېرولو بهانه یې نشته. لکه مهران صاحب چې وایي ته ترې لاړې مهران تا باندي ژوندی وه یوه لار د ژوندانه ورته پیدا که؟ ..... ای هی دا لاندي بیت یې قسم په خدای په زر ځلو ویلو ارزي. زه غلط شوى وم چې ځان مــــې دَ يارانو ګاڼه ستا ومـــــــــه ستا به پاتې کېږمه خالي ميدانه دا بیتونه یې هم واورئ لکه پۀ کاڼي کې غمی یمه پۀ ځان دننه لۀ بدرنګیو ډک دا مخ مې لۀ نېستۍ نیولی زۀ خو د هر محفل د هسکې غړۍ ژڼی ومه نن مې سر ټيټ داستا د عشق پۀ جوارۍ نیولی د شهاب صاحب په ټوله شاعرۍ کې خپل ځان ګورم تاسو یې هم راسرۀ واورئ زه باوري یم چې حتمن به مو خوښېږي دا تاسو او دا هُم شهاب ........ تللی به وې مګر پۀ ډېره نا روا لاړې، زۀ دې لۀ ټولې دُنیا موړ کړمـه او بیا لاړې. اوس نو باور سړی د زړۀ پۀ درزا څنګه وکـړي،؟ څنګه مې نه منله څنګه پۀ رښتیا لاړې .......بل لۀ مابه غواړي حساب دی به ګنهګار وخېژي تۀ یو ځل پرېده چې جنډې مې پۀ مزار وخېژي پۀ ما چې کوم غشي د ولیو پۀ مابین لګېږي زۀ چې مخ شاته پسې واړومه یار وخېژي ......بل داسي د خپل احساس په سرو لمبو تنها ولاړ یم لکه چي نه وطن زما وي او نه زه د وطن .......بل لکه راغلی چې وم څومره ډېرو هیلو سره دومـره بربـاد ستا له ابـاده ښاره وګرځیدم ......بل وخت نه به هم هېر وي چې وروستي ځل مې خندلي؛ غــمه! د ناښـادې زویه ښه دې پیدا کـــړي یو ......بل لاړو مستانه غروره! موږ لکه چې مات شو دا خالي میدان او دا لښکر د ارمانونو هره خواته یوړمه توفان د ضروریاتو شګې، شګې باد شو زما غر د ارمانونو بې د خلاصېدو لۀ تمې، پټ لۀ ممکناتو کله، کله وټکوم ور د ارمانونو ......بل چې ښادېدمه پرې هغه دې رانه واخیسته

photo content

کاکړۍ ...💔 اوس مي بد کیږي له ځانه زړه مي یو دی سل ارمانه نوم به څنګه د اتل وړي خاندي ماته ناز د بل وړي خپل په رنګ به دي زړه خوږ وي ګل ښایسته عمر یې لږ وي اوس دي هم ګورم وه لار ته ورکوي خدای حق حقدار ته بیوسي مي کړه ملا ماته سل یاران وه دوه راپاته د وړې په حال خفه وم بل ته تله ارمان یې زه وم کړه پلو له مخه دوري تږي مړه اوبو ته ګوري د بې ننګو جوړ لښکر دی هر اتل خوړلی سر دی مزاحیم مي د ژوند ډیر سوې هیروم دي که مي هیر سوې .

زه به ستاسم ته زماسه ګرانه یوځل راپخل اسه بې وسي نه ده نوڅه ده ستا د دید مه اندېښنه ده ماته مه وایه چې ولاړم ګرانه بیا به درته ژاړم

کاکړۍ غاړي ولولی😘 ورته وچ سوم په ولاړي ‏زه رخصت غواړم دا ژاړي ‏ ړنګ پیکۍ په مخه راسي ‏زړه ژوندی له سینې باسي خلک هسي کړي ګمان باړخو یې لوند سو په باران تور پېکی پرسپین تندي سړی بې بنګو ځنګوي ستاپر سر دي زه په دار سم بیادي هم ترخندا جارسم ډوډۍ مه په پخوۍ په دود به توره سي نرۍ

ستا د لحد د غبار نُور سو ترې چاپېره کفن د غم په اور زما ستي آروا دې خدای وبښي! اوس چې ته نه یې، اوس زه پوه سومه چې هر څه ته وې، ته وې، قسم دی ته وې، ته! او تا دې خدای وبښي! قبر دې جار سم، لکه زړۀ چې مې وي پروت په ځمکه، ستا د سپېرو شناختو خوږه شغا دې خدای وبښي! نقیب احمد عزیزي

تا څه لیدلي دي لمحې د قیامت تا څه لیدلې ده جناب تنهايی! سیماب

Story

ما به کډه وي بار کړې له دنیا نه! ــــ د فیسبوک غمی به هغسې تک شین وي مېسجونهٔ به مې لا وي ناځوابه ډېر به ووایې چې نهٔ یې منم نه! نه! خو نهٔ زهٔ به رښتیا مړ ومه ګلابه مرور به زهٔ لاړ شوی وم له تا نه! ما به کډه وي بار کړې له دنیا نه! ـــــ څهٔ خبر یې چې دا ژوند څومره لنډی دی والله هي د ژمي لنډ ماذدیګری دی شیبه مخکې وم ژوندی شیبه پس مرمه بې فایدي دې وروسته وخی او ای هی دی نن مې غېږه کې کلک ونیسه سبا نه! ما به کډه وي بار کړې له دنیا نه! ـــــ خپل وجدان ته ملامته به ودریږې پیښمانه به په خپل ضد او غرور وې له خوږو سترګو به اوښکې درنه درومي او ولاړ به مې په خړ قبر او ګور وې بیا بخښنه هلته مه غواړه له مانه! ما به کډه وي بار کړې له دنیا نه! ـــــ لمر به هغسې ولاړ وي په آسمان کې د ماښام اذان به هم هغسې کیږي هدیره کې به یو نوی مزار جوړ وي د منلي په نامه به دا یادیږي افسوسونه ګټه نهٔ کوي جانانه! ما به کډه وي بار کړې له دنیا نه! ـــــــ منلی🥀