پښتو شعرونه
前往频道在 Telegram
显示更多
未指定国家未指定类别
235
订阅者
-124 小时
-47 天
+830 天
帖子存档
235
ګوندې وي چې په نغمو کې دې په کار شم
که بې تاره وې سِتاره چې دې تار شم
دعاګانې راپسې دي هسې نه چې
په پاخه عمر د خامې جلکۍ یار شم
بیماران که د آنارو په ارمان دي
زه دې ستا په آناري موسکا بیمار شم
لکه دوې غبرګې سندرې سره ګډې
کاشکې داسې غاړه وتی له نګار شم
ما مې سره اوښان په شينو ورېښمو بار دي
دمه ګیر به هم د شنو بنګړو په ښار شم
خدایه تږو ته مې ته اوبه اوبه کړې
سړیچنو ته دې ښه تازه انګار شم
د کاروان غزله میره د لنډیو
یوې ښکلې وې چې زه به یکه زار شم
*پیرمحمد کاروان*
235
په ترازو دي په رجه او په شاول جوړ دي
دا بعضې ښکلي داسې ښکلي لکه ګل جوړ دي
احمد رشاد بهزاد
235
هیلې به مې سترې کړمه، ځه ته خو یې ګوره
هر غم به دې لرې کړمه، ځه ته خو یې ګوره
زده به کړم الوت، ستا له بې ننګې مینې ګوره
خلاصې به ورزې کړمه، ځه ته خو یې ګوره
زه که یې پاچا کړمه، نو ټولې نازوومه
نجونې به رهبرې کړمه، ځه ته خو یې ګوره
زه به دې د تللو ماتم دغه ډول نمانځم
نشر به سندرې کړمه، ځه ته خو یې ګوره
ویې ویل عصمته! د بڼو لښکرې راغلې
سترګې به جنجرې کړمه، ځه ته خو یې ګوره
*عصمت الله خاورين*
235
نو جانان خو بې دلیله هم پوهیږي
چې وهلم دې په لاس به دې وهلم
ته به هم راسره لږ لږ خوږیدلې
څه چې زه ستا په ګوذار احساسومه
ته به هم له دې احساسه خبریدلې
چې سزا دې راکوله محبته
زما جرم به دې هم راته خودلو
ما به خپله صفايي درته کوله
ستا باور پرې که راتلو که نه راتللو
چې رښتیا دي هغه هسې هم رښتیا دي
ستا منلو نه منلو باندې نه ده
د اعلان لپاره اف کول هم بس دي
پورته بام ته په ختلو باندې نده
دلیلونه د پردو لپاره ښه وي
خپله ځان خو بی دلیله هم پوهیږي
دا چې چوپ درته ولاړ یم محبته
نو جانان خو بی دلیله هم پوهیږي
*سید شاه سعود*
235
ژوند څه زهر شو څه شعر او شوګیرې شو
ما نه بَل سیګرټ په ګوتو کې ایرې شو
تمامېږمه سفر مې نهایي دی
ټول بدن مې په مثال د هدیرې شو
یو کس راغی، ټول را ټول یې کړم له ټولو
بیا بیخي د نابلدې سیارې شو
زړه مې ستا تر منګول راوړ خو نیمګړی
دا ګلاب په خپل ګلدان ذرې ذرې شو
کوم شمال ته دې تازه زخم نیولی؟
کوم ځنګل را مست د چا په اشارې شو؟
#بشیر_باران
Click: Mohammad Karim Saleh
235
*باسواده لېونى*
باران مخونو نه مچکې اخلي
او زه په کور ناست يم، لاسونه مروړم
نور زيارتونو ته ځي، يار ترې غواړي
زه ستا په گور ناست يم، لاسونه مروړم
ستا تصويرونه مې ترې وخوړل ټول
نور دېوالونه خوړل کېږي رانه
لعنت! په ياد په حافظه مې لعنت!
سترگې دې ورځ په ورځ هېرېږي رانه
باد کړکۍ پورې کړه بندي يې کړمه
د ميکاييل هم په ما زړه نه سوزي
هره ورځ ځان راښايي، مرگ راښايي
د عزراييل هم په ما زړه نه سوزي
پښې مې مخکې له ما منډې وهي
د لومړني ملاقات ځاى لټوي
ما به چې تاته ترې گلونه پېرل
سترگې مې څري ها سړى لټوي
سيند خو آبشار په سمندر بدل کړ
زمونږ کيسې ته يو څوک پاى ومومئ؟
دا کيسه روغ سړى ليکلى نشي
يو باسواده لېونى ومومئ
يو اهلِ دِل په تمام ښار کې نشته
چې زړه مې تش کړم ورته وژاړمه
ستوريه! دېوال به څه زړه سوى ولري!
ناا دېوالونو ته خو نه ژاړمه!
*ستوری عبدالرحيمزی*
235
غزل
چې پخوا څه رقم وې هغسې نه يې
زه پوهېږم چې په ما پسې خپه يې
ځان ته څنګه سزاګانې ورکوې او
عجيبه ده ما ته څنګه په توبه يې
معرفت دې له کالونو وروسته وکړ
ما وې ما لپاره اوس هم هماغه يې
زړه دې چوي که پاتې کېږي درته وايم
ته زما د رڼا شوي ژوند تياره يې
اوس په هر څه پښېمانه راته ښکاري
اوس چې څه رقم ته يې دغسې ښه يې
وضاحت به سره نه کوو يو بل ته
زه خيبر يمه خو ته څه خبر څه يې
خيبر روښان دوستوخېل
235
تنهايي ده او د اوړي ماښامی دی
مخامخ راته ګروپونه لګېدلي
زړه مې څړيکې کوي ته راسره نه يې
او په مالګو مې زخمونه لګېدلي
تنهايي ده او د اوړي ماښامی دی
ستا د يخې غاړې زښت ارمان لرمه
تليفون مې دا دوه ساته کېږي بند دی
او په اوښکو باندې لوند ګرېوان لرمه
تنهايي ده او د اوړي ماښامی دی
شاوخوا ته مې مرغۍ سندرې وايي
زه کرار يوې چوکۍ کې غلی ناست يم
دوی زما په بېوسۍ سندرې وايي
تنهايي ده او د اوړي ماښامی دی
وچې شوې مې دې ګوتې په بندو کې
ستا د نشتون درد مې تاو دی له څرمنې
وړه کۍ تيږې غورځُومه په اوبو کې
تنهايي ده او د اوړي ماښامی دی
شبو! زړه مې نن دی ته مې وې په خواکې
تا زما په ولي سر ايښی و ښه ډېر
ما دې زلفې لوبولې وې هوا کې
تنهايي ده او د اوړي ماښامی دی
مخامخ راته ګروپونه لګېدلي
زړه مې څړيکې کوي ته راسره نه يې
او په مالګو مې زخمونه لګېدلي
