وضاحت
Kanalga Telegram’da o‘tish
دلته تاسو د ننۍ اسلامي نړۍ له حال خبريږي! او د معاصرو پټ فرعوني اتباعو پلانونه رسوا/را برسیره کېږي او تاسو به ترې خبروو چې کفار څه نيت لري!
Ko'proq ko'rsatish4 659
Obunachilar
Ma'lumot yo'q24 soatlar
-607 kun
+23130 kun
Postlar arxiv
4 659
لــومړۍ باب دی په بــیان د اسـلام، ایمان او د هغو مربوطو مسـایلو پورې!
٤: د ایــمان ارڪــان
١٢:ژباړه:
....جبرائیل علیه اسلام راغی او د نبي اکرمﷺ څخه یې د ایمان په باره کې پوښتنه وکړه. نو پیغمبرﷺ ځواب کې یې وویل پر الله ایمان ولری، په پرښتو، په کتابونو د الله تعالی، او په بیرته ورتګ الله تعالی ته، او د هغه په استازو، او د قیامت په ورځ، او پر بیا ژوندي کېدو باور ولرئ.
(صحیح الـبخاري ج١/ص٨٧)
الــرعد خپرندویه اداره نـبوي احادیث
4 659
لــومړۍ باب دی په بــیان د اســلام، ایمان او د هـغو مربوطو مسـایلو پورې!
٤: د ایــمان ارڪـان
١١:ژباړه:
د انس بـن مالک رض څخه روایت دی چې،
🖋 رسول اللهﷺ فرمایلي دي📖
په هـر چا کې چې دا درې صـفته وي د ایـمان خوند ورته پـیدا کېږي.
١: اللهﷻ او د اللهﷺ پیغمبرﷺ سـره د هر څه نه زیاته مــينه وکړي.
٢: مـحبت او دوسـتي یې د هر چا سـره صـرف د اللهﷻ لـپاره وي.
٣: بـیرته ڪـفر ته اوښتل ورته داسې ناخـوښ عـمل وي لکه په اور کې لوېدل چې ورته ناخـوښ وي.
(صـحیح الــبخاري ج١/ ص٢٦)
الــرعد خــپرندویه اداره نبـوي احـادیث
4 659
لـومړۍ باب دی په بـیان د اســلام، ایمان او د هغو مربوطو مسـایلو پورې!
٤:د ایـمان ارڪـان
١٠:ژباړه:
یـوه ورځ محمدﷺ د خپـلو مـلګرو سـره نـاست وو، چې جـبرائیل ع راغی او د محمدﷺ څخه یې و پـوښتل: ما له ایمان څخه خبر کړه، پیغمبرﷺ و فــرمایل: چې د اللهﷻ او د پـرښـتو او اسـماني ڪـتابونو او پیغمبرانو پر وجود بـاور ولــرې او د قـیامت په ورځ او په اندازه د خـیر او شـر ایـمان ولــری.
(صحیح المسلم ج۱/ ص۸۷)
الـــرعـد خــپرندویه اداره نــبوي احـادیث
4 659
لومړۍ باب دی په بیان د اسلام، ایمان او د هغو مربوطو مسایلو پورې!
٣: اسلام دین د نصیحت او خیر غوښتنې دین دی!
٩:ژباړه: کله چې پیغمبرﷺ ته په دوو کارونو کې اختیار وو نو حتما یی آسانه کار انتخابولو تر دې چې په آسان کار کې ګناه نه وه، که چیری به په هغه کار کې ګناه نو تری لری کېدو به! او د ثواب کار ته یی خاصه توجه کوله.
(صحیح البخاري ج١١/ ص ٣٩٥)
الرعد خپرندویه اداره نبوي احادیث
4 659
لومړۍ باب دی په بیان د اسلام، ایمان او د هغو مربوطو مسایلو پورې!
٣: اسلام دین د نصیحت او خیر غوښتنې دین دی!
٨: جریر بن عبدالله وايي له پیغمبرﷺ سره مې د اورېدو او پوره اطاعت بیعت وکړ، هغوی ﷺ ماته وفرمایل: چې ووایم د خپل وس په اندازه او دا چې د ټولو مسلمانانو په نسبت زړه سواندۍ خیر خواه او نصیحت کوونکئ و اوسم!
(صحیح البخاري ج٢٢/ ص ١٤٤)
الرعد خپرندویه اداره نبوي احادیث
4 659
لومړۍ باب دی په بیان د اسلام، ایمان او د هغو مربوطو مسایلو پورې!
٣: اسلام دین د نصیحت او خیر غوښتنې دین دی!
٧:ژباړه:
🖋رسول اللهﷺ فرمایلي دي📖
دعوت خلکو ته وکړئ او په دیني شرایعو منګولې ولګوئ، اسانه یی ونیسئ او کلک نیونکي مه اوسئ، زیري ورکوونکي اوسئ او خلک له دین څخه مه بېزاره کوئ.
(صحیح البخاري ج١/ ص ١٢٢)
الرعد خپرندویه اداره نبوي احادیث
4 659
لومړۍ باب دی په بیان د اسلام، ایمان او د هغو مربوطو مسایلو پورې!
٣:اسلام دین د نصیحت او خیر غوښتنې دین دی!
٦:ژباړه:
🖋رسول اللهﷺ فرمایلي دي📖
د اسلام دین اسان دین دی او څوک چې هغه په ځان سخت نه نیسي او په هغه کې سخت ګیري نه کوي مګر دا چې په آخر کې له دین څخه ماته وخوري او ستړۍ کېږي. نو پر دې بنا سره ثابت قدمه اوسۍ او د اعتدال او برابرۍ لاره ونیسۍ او خوشحاله او اومیدواره اوسۍ او د سبا او ماښام له عبادت او یوه حصه د شپې په عبادت کې د الله تعالی څخه په دعا کې مرسته وغواړئ!
(صحیح البخاري ج١/ ص ٦٩)
الرعد خپرندویه اداره نبوي احادیث
4 659
شيطان وایي: په انسان چې دری کارونه وکړم؛ نو داسې وبوله چې د هغه په اړه مې خپله موخه ترلاسه کړه.
① چې ګناهونه هېر کړي!
② خپل عمل لوی وګڼي!
③ پخپله رایه غره شي!
صفة الصفوة 3/116
الرعد خپرندویه اداره نبوي احادیث
4 659
لومړۍ باب دی په بیان د اسلام، ایمان او د هغو مربوطو مسایلو پورې!
٣:د اسلام دین د نصیحت او خیر غوښتنی دین دی
٥:ژباړه:
🖋رسول اللهﷺ فرمایلي دي📖
د اسلام دین عبارت له نصیحت زړه سواندي او خیر غوښتنې څخه دی!
(صحیح البخاري ج١/ ص ٩٧)
(صحیح مسلم ج١/ ص ١٨٢)
الرعد خپرندویه اداره نبوي احادیث
4 659
لومړۍ باب دی په بیان د اسلام، ایمان او د هغو مربوطو مسایلو پورې!
٢:د اسلام د ارکانو اهمیت
٤:ژباړه:
🖋رسول اللهﷺ فرمایلي دي📖
هر هغه څوک چې په ریښتیا او پاک زړه شهادت ورکړي چې بې له اللهﷻ معبود بر حق نشته او محمدﷺ د اللهﷻ استازۍ او رسول دی د دوزخ اور پر هغه شخص حرام ګرځول کېږي.
(صحیح البخاري ج١/ ص ٢١٨)
الرعد خپرندویه اداره نبوي احادیث
4 659
لومړۍ باب دی په بیان د اسلام، ایمان او د هغو مربوطو مسایلو پورې!
٢:د اسلام د ارکانو اهمیت
٣:ژباړه:
🖋رسول اللهﷺ فرمایلي دي📖
زه د الله تعالی له خوا مامور شوی یم پدې چې د خلکو سره وجنګیږم، تر څو چې شاهدي ورکړي چې بې له الله تعالی څخه معبود برحق نشته، او دا چې محمدﷺ د اللهﷻ استازی دی لمونځ قایم کړي او د خپلو مالونو زکات ورکړي کله چې دا کارونه سرته ورسیږي نو د دوی مالونه او وینې د هر ډول تعرض څخه ساتل کېږي مګر چې اسلام ورته حق معلوم کړی وي او د دوی حق په اسلام کې رښتونۍ دی او د دوی حساب د اعمالو په اللهﷻ دی.
(صحیح البخاري ج١/ ص٤٢)
الرعد خپرندویه اداره
نبوي احادیث
4 659
لومړۍ باب دی په بیان د اسلام، ایمان او د هغو مربوطو مسایلو پورې!
د اسلام ارکان
٢:ژباړه:
🖋رسول اللهﷺ فرمایلي دي📖
ایمان په پینځو شیانو بنا شوی دی چې د قول او عمل څخه عبارت دی او هم زیاتیږي هم کمیږي. څښتن تعالی فرمايي: هغه ایمان د دوی ایمان زیات کړی_ او ما د دوی هدایت زیات کړلو، له دې څخه څرګندیږي چې ایمان زیاتوالۍ او کموالۍ لري.
نوټ: خو په قول او عمل سره👆
(صحیح البخاري ج١/ص ١٠)
الرعد خپرندویه اداره
نبوي احادیث
4 659
☆ خطرناکه دسیسه ☆
دځينو راپورونو په بنا ويل کیږی چی دا وارې څو د اسلام دښمنان او د غرب غلامان د امر بالمعروف ریاست تر حملې لاندې نيسي!!!
دوی د څو رنډيو او فاحشو ښځو څخه لوڅ فلمونه داسې ډک کړي چی په پګړيو او سنتو برابر خلک چې سپين کالي يې په تن وي له دی انجونو نه کالي باسي او لوڅوي يې ، ددې کار ځاې هم داسي تنظیم شوی ، چی لیدونکي فکر وکړي چې د طالبانو زندان ده .
اصل ځاي له هيواده بهر کومه سیمه ده چی شايد تاجکستان يا بل ځای وي خو اصل ځای معلوم نده .
بيا دا خلک چی اصل کی کفار ، يا د هغوی غلامان افغانان دي دغو نجونو ته وایي : { چې بی حجابي مو غوښتله اوس لوڅې ګرځۍ}
بيا به همدا ويډيو ګانی په ميډيا کې هغه وخت خپروي چی دوی له خپلو مشهورو اکاونټونو څخه تيار ورته تبليغات کړي وي او داسې انګيزه يې جوړه کړې وي چی طالبانو له ښځو نه لوڅي ويډيو ګاني کړي، او شايد ژر ميډيا ته را ووځي.
تاسې شاهدان اوسېۍ دا د اسلامي نظام او د افغانستان د وحدت او يو والي د دښمنانو یوه بله د سیسه ده.
ملګري بايد چی مخکې له مخکې د دوی له پلانونو نه پرده پورته کړي دنیا خبره کړي .
دا کمپاين چی دوی شروع کړی او همدا متن چې د دوي مشرانو د ډير فکر او مشورو نه وروسته ډيزاين او منظم کړی ، ډير ژر به يې دوی په خپلو ميډيايي ګروپونو کې نشر کړي ويل کیږي چې څو ساعته وروسته به دا پيام له زرګونو هغو اکاونټونو نه خپورشي چې د اسلام دښمنان یې ملاتړ کوي
مهرباني وکړۍ دا پوست خپور کړئ ترڅو د ابوجهل او ابولهب اولادونه خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي!
4 659
لومړۍ باب دی په بیان د اسلام، ایمان او د هغو مربوطو مسایلو پورې
د اسلام ارکان
١: ژباړه:
🖋 رسول اللهﷺ فرمایلي دي📖
اسلام په پینځو شیانو بنا شوی دی.
① شاهدي ورکول پدې چې هیڅ معبود برحق غیر له الله تعالی نشته، او محمد ﷺ د الله ﷻ استازی دی.
②د لمانځه ادا کول.
③زکاة ورکول.
④د حج ادا کول.
⑤د رمضان د میاشتې روژه نیول.
(صحیح البخاري ج١/ ص ١١)
الرعد خپرندویه اداره
نبوي احادیث
4 659
Repost from سعید وفا
دا دی نن د جزیرة العرب د غیرت شجاعت او اسلامیت جنازه د پورته کېدو په حال کې ده.
موږ د خپلو غازیانو لار پریښوده، موږ د طارق بن زیاد، موسی بن نصیر او د بدر بن مغيره لار پریښوده. موږ د خالد بن ولید رض د عمر بن خطاب رض او خپلو اسلافو لار پریښوده.
نن د هغه جزیرة العرب د شجاعت جنازه پورته شوه د کومو په شجاعت چې نیمه نړۍ فتحه شوې.
زموږ د غزې د خلکو څه حال دی او دوی په څه مشغول دي.
آه مسلمه امته په کوم درد دې وژاړو😢
موږ ته اوس لکه د ښځو په شان یوازې د ژړا مقام راپاتې دی.😔
نور د څه لیکلو توان نلرم. خو تاریخ به زموږ په بیغیرتۍ او بی زړه توب د شرمه یو ډک کتاب ولیکي. راتلونکي نسلونه به زموږ د نوم په اخیستو شرمیږي.
عمري
الرعد خپرندویه اداره
