حل سوالات و اموزش ریاضی،کانکور
Kanalga Telegram’da o‘tish
567
Obunachilar
Ma'lumot yo'q24 soatlar
-57 kun
-1130 kun
Postlar arxiv
د علم ټاټوبي ننګرهار نه سږ کال کانکور کې ۹۵۰۰ نارینه ، لرغوني خوست نه تر ۳ زرو زیات نارینه ، انقلابي هلمند نه ۱۷۰۰، د افغانستان سیاسی زړه کندهار نه ۱۸۸۰ او وتلی فراه نه ۶۷۳ کسان کانکور ازموینه ورکوي.
دا د افغانستان د کانکور ازموینې د تاریخ تر ټولو کمو شمېرو کې راځي.
😢😢
═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════
«شمارش شفاهی در مکتب روستا»، نقاشی هنرمند روسی بوگدانوف-بلسکی، که در سال 1895 خلق شده است، نگاهی اجمالی به شیوههای آموزشی آن زمان دارد. این صحنه صنف درسی را به تصویر می کشد که در آن دانش آموزان جوان، حدود 9 تا 10 ساله، مشغول حل یک مسئله پیچیده حسابی هستند که روی تخته سیاه نوشته شده است:
(10² + 11² + 12² + 13² + 14²) / 365
نکته قابل توجه این است که یکی از دانش آموزان قبلاً راه حل را در ذهن خود کار کرده است و پاسخ را در گوش معلم زمزمه می کند.
هېڅ انسان بدرنګه نه دی پيدا شوی، هر انسان د خپل چلند له مخې ښایسته یا بدرنګه دی.
د زده کوونکو د نوم ليکنې خبرتيا
د افغانستان لپاره د ښوونې او روزنې پلټ فارم (EFA) ویاړي چې خپله دوهمه روزنیزه لړۍ پیلوي. د دې روزنيز پروګرام موخه، هغه زده کوونکو لپاره چي ښوونځي ته لاس رسی نلري، باکیفیته زده کړو ته د وړیا لاسرسي چمتو کول دي. دا روزنیزه لړۍ به له ۷-۱۲ ټولګیو پورې د زده کوونکو لپاره وي او د لومړي نه تر شپږم ټولګیو لړۍ به هم ډیر ژر پیل شي.
مهم يادښت: دا ځل ښځینه زده کوونکي له افغانستان نه هم کوای شي نوم لیکنه وکړي، د نوم ليکنې ظرفیت محدود دی او د زده کوونکو انتخاب به د يو لړ معیارونو پراساس ترسره کېږي.
د روزنیز پروګرام ګټې او ځانګړنې:
• د ټولګیو درسي نصاب له نړیوالو معیارونو سره سم ترتیب شوی؛ ترڅو زده کوونکي وکولای شي په اسانۍ نړیوالو تعلیمي مرکزونو ته لاره ومومي.
• زده کوونکي به د د داسې روزل شویو او تجربه لرونکو ښوونکو له تدریس څخه ګټه اخلي چې په نويو درسي میتودونو کې مهارت لري.
• تدريس په دوو ملي ژبو (پښتو او دري) او همدارنګه په انګرېزي ژبه هم ترسره کېږي.
• تدریس د عصري ټېکنالوژۍ په کارولو سره په آنلاین بڼه ترسره کېږي.
• هغه زده کوونکي چې په بریالیتوب سره دا روزنيز پروګرام بشپړ کړي، د فراغت سند به ترلاسه کړي.
• افغان نارينه او ښځينه زده کوونکي چې په هر هېواد کې ژوند کوي، په ځانګړې توګه هغوی چې د کډوالو د کمپونو او پنډغالو اوسېدونکي وي، کولای شي له دې روزنيز پروګرام څخه ګټه پورته کړي.
همدارنګه هغه زده کوونکي چې په دې وروستیو کې اروپايي هېوادونو او امریکا ته کډوال شوي او په ښوونځیو کې د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، کولای شي دغه پروګرام ته نوم لیکنه وکړي.
• دې پروګرام ته د نوم ليکنې ظرفیت محدود دی او د زده کوونکو انتخاب به د يو لړ معیارونو پراساس ترسره کېږي. هغه کسانو ته به لومړيتوب ورکول کېږي چې د نومرو اوسط يې لوړ وي.
د نوم ليکنې شرايط:
• غوښتنليک استوونکو بايد لږ تر لږه شپږم ټولګی بشپړ کړی وي.
• د انګرېزي ژبې ابتدايي پوهه ولري.
• له ۷-۱۲ ټولګيو زده کوونکي کولای شي د ۲۰۲۴ کال د جولای تر ۲۰ نېټې مخکې #د_لاندې_لېنک_له_لارې_د_نوم_ليکنې_فورمې_بشپړې_کړي.
https://forms.gle/V7QUC4iDwtyTfQcd7
مهم ټکي:
۱. د غوښتنليک استوونکي تعلیمي اسناد، پاسپورټ/تذکره او د زده کوونکي د مور و پلار یا سرپرست څخه د یوه پاسپورټ/تذکره بايد په پي ډي اېف فایل کې کمپرس شي او د غوښتنلیک په فورمه کې اپلوډ شي.
۲. مهرباني وکړئ د رضایت لیک چمتو کړئ چې ستاسو د مور او پلار یا سرپرست لخوا په انګلیسي، فارسي یا پښتو کې لیکل شوی وي، چې د زده کونکي نوم لیکنه تاییدوي او تاسو ته اجازه درکوي چې د EFA پلیټ فارم کې شامل شئ. دا اړین ده او باید د نوم لیکني فورمې اړونده برخه کې پورته/اپلوډ شي.
۳. د نوم ليکنې له نېټې (د ۲۰۲۴ کال د جولای له ۲۰) وروسته ترلاسه شوي غوښتنليکونه نه منل کېږي.
۴. یوازې که تاسو د غوښتنلیک پرمهال له ستونزې سره مخ شئ، تاسو کولی شئ موږ سره په لاندې بریښنالیک آدرس اړیکه ونیسئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د بریښنالیک له لارې غوښتنې/نوم لیکنه نه منل کیږي.
Sohailm@EastWestCenter.org
#educationforafghanistan #LetAfghanistanGirlsLearn #LetHerLearn #education #EFA #Afghanistan #scholarship
