Research Services
Kanalga Telegram’da o‘tish
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
Ko'proq ko'rsatish2 995
Obunachilar
-124 soatlar
-97 kunlar
-3230 kunlar
Postlar arxiv
2 995
د رومانیا هیواد بورسونه!
🔹️هیواد: رومانیا
🔹️پوهنتون: د رومانیې ډیر پوهنتونونه
🔹️رشتې: ډول ډول
🔹️مقطعې: لیسانس، ماسټري او دوکتورا
ګټې:
🔸️وړیا زدکړې
🔸️وړیا استوګنه
🔸️میاشتنی معاش
🔸️وړیا روغتیايي بیمه
🔸️وړیا د ژبې زدکړې کورس
نوټ:
🔹️د ژبې سند ته اړتیا نشته
🔹️له تېرو څو کلونو راهیسې کوم افغان نه ده ترلاسه کړی او سږکال هم معلومات نشته چې افغان محصیلینو ته به ورکړل شي که نه
د نورو معلوماتو او نومليکنې لینک👇👇
https://www.globalscholarshipshub.com/opp/romanian-government-scholarships-2026-study-in-romania/
2 995
کس: خدای چېرې دی؟
شیخ: د هر انسان په زړه کې.
پام کوه زویه د چا زړه ازار نه کړې...!!
ژباړه همکار
2 995
مهمه خبرتیا!
د پولیسو اکاډمۍ عمومي قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیسانس زدهکړو لپاره د کانکور ازموینې له لارې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لېسو څخه فارغان او یا د معادل اسنادو لرونکي کسان د (امني، حقوقو او جنایي علومو، سرحدي، لوژستیک، کمپیوټر ساینس، ترافیک او محابسو ادارې) پوهنځیو کې د ورځني لېسانس دورې لپاره د زده کړیالانو په توګه ومني.
غوښتونکي باید لاندې شرایط ولري:
١: د ۱.۱.۱ تابعیت ولري.
۲: عمر یې له ۱۸ کلونو کم او له ۲۲ کلونو زیات نه وي.
۳: د لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو د نمرو سند یا معادل اسناد ولري.
۴: واده یې نه وي کړی او د کورنۍ د لګښتونو مسوول نه وي.
۵: بشپړه بدني، عقلي او رواني روغتیا ولري او د فزیکي ازموینو اړین معیارونه پوره کړي (کوڼ، ړوند، ګونګ، ګوډ او یا د ژبې ستونزه و نه لري).
۶: د جنايي جرمونو له امله پر بند محکوم شوی نه وي.*
۷:په نشهیي توکو، الکولي مشروباتو او نورو مسکراتو روږدی نه وي.
۸:قد یې له ۱۷۰ سانتي مترو کم نه وي.
۹:د سیاسي ګوندونو، سازمانونو او ډلو غړیتوب و نه لري.*
۱۰:ډسپلین منونکی وي او د اسلامي شریعت، نافذه قوانینو، د پولیسو اکاډمۍ او پوځي مقرراتو، لایحو، تعلیمنامو او اصولنامو رعایت ته ژمن وي.
۱۱:د هېواد د پولیسو په لیکو کې اوږدمهاله خدمت ته چمتو وي.
غوښتونکي کولای شي سر له سبا سه شنبې ورځ د (۱۴۴۷/۸/۲۹)نېټې چې د (۱۴۰۴/۱۱/۲۸) سره سمون لري څخه تر ۱۵ ورځو پورې، هره ورځ د سهار له ۹ بجو څخه تر ۳ بجو پورې د نوم لیکنې لپاره د اړتیا وړ اصلي اسناد (برېښنايي تذکره، د دولسم ټولګي سند او ۶ قطعې عکسونه) له ځانه سره ولري د ننګرهار امنیه قومندانۍ د جلب او جذب قومندانۍ ته مراجعه وکړي.
په درنښت
سید طیب حماد دننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند
2 995
We Are Hiring – AWWG Coordinator (Kabul)
ACBAR is seeking a qualified and experienced AWWG Coordinator to support coordination and engagement within the humanitarian and development sectors in Afghanistan.
📍 Kabul (with regional travel as required)
🕒 Full-time
📅 Deadline: 21 February 2026
🇦🇫 Afghan nationals only
Apply through the official Job Application Form.
https://www.acbar.org/jobs/140336/awwg-coordinator.jsp
2 995
ده Remove.bg نوميږي هغه اپليکشن دی چې د عکسونو څخه په پوره HD ډول دعکسونو بګراونډ ختموي او
عکس کواليټي هم نه خرابوي بلکل ښه اپلیکیشن دی باوري يم چې ستاسو لپاره به ډېر ګټور وي.
🔶 یادونه: دغه اپلیکیشن له انټرنټ سره تړاو لري، دانټرنټ څخه بېغېر کار نه کوي.
اپليکشن لينک.👇
https://play.google.com/store/apps/details?id=bg.remove.android
2 995
په افغانستان کې د لېسانس په کچه د فارغانو لپاره د کارموندنې اغېزمن عوامل-1.pdf
2 995
د jobs.af ويب سايټ يې هم اپډيټ کړی. اوس يې د فريلانسرانو لپاره هم پکې يوه برخه اضافه کړې.
که استفاده شي د افغانستان ځوانانو لپاره بهتره ده
2 995
🥳❤📢د ترکيې هیواد بورسونه!🥳📣❤
🔹️هیواد: ترکیه
🔹️مقطعې: دیپلوم، لیسانس، ماسټري او دوکتورا
🔹️پوهنتون: تر ١٥٠ پوهنتونونه
🔹️رشتې: ډول ډول
🔹️شمېر: ٥٠٠٠ سیټه
ګټې:
🔸️وړیا زدکړې
🔸️وړیا لیلیه
🔸️وړیا استوګنه
🔸️میاشتنی معاش
🔸️وړیا تګ راتګ ټکټ
🔸️د ترکي ژبې وړیا زدکړه
🔸️د کتابتون، انټرنټ کلب او د څېړنې مرکز وړیا ګټه اخیستنه
📣🥳📢
د نومليکنې موده: د روانې میلادي میاشتې ١٠مې نېټې څخه د فبروري میاشتې ٢٠مې پورې
د نورو معلوماتو او نوملیکنې لپاره لاندې لینک ته سر ورښکاره کړئ👇👇
https://www.turkiyeburslari.gov.tr/
2 995
تا په ما ټوکه وکړه او ما ښه په کړس درسره وخندل؛ خو وروسته له محفله هيڅوک پوی نه شول چې ما دې په ټوکې څومره وژړل.
🥀🍁🍂
2 995
ارزښتناک کتاب:
تاسې کولی شئ خپله مقاله چاپ کړئ
د بریالیتوب لپاره د داورانو/ژوري هئیت مهمې سپارښتنې
که تاسې خپله څېړنه بشپړه کړې وي او غواړئ هغه په یوه علمي، داوري لرونکې (Peer-Reviewed) مجله کې خپره کړئ، نو دا کتاب درسره عملي او مسلکي مرسته کوي.
د دې کتاب لیکوال Gilbert C. Gee دی، ګېلبرټ لیکوال، ريويور(Reviewer) او د ژورنال د لوړپوړي اېډېټور په توګه پراخه تجربه لري. هغه په دې اثر کې خپلې زده کړې او تجربې له لوستونکو سره شریکوي او له نورو مجلو/ژورنالونو اېډېټرانو څخه هم غوښتنه کوي چې خپلې مشورې وړاندې کړي.
دا کتاب یوازې دا نه ښيي چې مقاله څنګه ولیکل شي، بلکې تر دې مهمه دا چې څنګه د مقالې د منلو (Acceptance) او چاپ کېدو چانس زیات شي.
په ياد اثر کې لاندې موضوعات په مسلکي او عملي ډول څېړل شوي دي:
د مناسبې مجلې/ژورنال سمه ټاکنه
د همتا ارزونه/داوري (Peer Review) او د هغې بهیر
د څېړنیز مېتود او میتودولوژۍ ټاکل
د معلوماتو (Data) سمه وړاندې کول او انځورول
د پایلو (Results) او بحث (Discussion) علمي او تحلیلي لیکنه
د عامو تېروتنو مخنیوی او د بریا د تضمین لارې چارې
همدارنګه، په کتاب کې د بېلابېلو مجلو د اېډېټرانو لنډې مقالې هم شاملې دي، په دې لېکنو کې روښانه شوي چې لیکوالان څنګه له تکراري او عامو خطاوو ځان وژغوري او د خپلې مقالې د منلو احتمال لوړ کړي.
دَ کتاب ناشر: SAGE Publications
📆 د خپرېدو کال: ۲۰۲۴
دَ کتاب ترلاسه کولو لينک
https://t.me/Sciences5891/15085
دا کتاب د هغو محصلینو، څېړونکو او استادانو لپاره ځانګړې ګټه لري چې غواړي خپلې علمي لیکنې په معتبرو نړیوالو مجلو/ژورنالونو کې خپرې کړي.
2 995
📚کتاب ارزشمند "شما میتوانید مقاله خود را چاپ کنید"
📝توصیههای داوران جهت موفقیت شما
❓شما تحقیقات خود را تکمیل کرده اید و می خواهید آن را در یک مجله با داوری منتشر کنید. گیلبرت سی. گی، نویسنده، اینجاست تا به شما کمک کند، آنچه را که به عنوان نویسنده، داور و سردبیر ارشد آموخته است به اشتراک میگذارد و از سایر سردبیران مجلات میخواهد تا توصیههای خود را ارائه دهند. این کتاب نه تنها به شما کمک می کند مقاله خود را بنویسید، بلکه مهمتر از آن، احتمال موفقیت در چاپ آن را نیز افزایش میدهد. این کتاب مباحثی از جمله توصیههای عملی در مورد انتخاب مجله مناسب، داوری همتا (Peer review)، انتخاب متود و روش، نمایش دادهها، نوشتن نتایج و بخشها دیسکاشن مورد بررسی قرار میدهد، همچنین مقالات کوتاهی از ویراستاران مجلات دعوت شده با رویکرد نحوه جلوگیری از اشتباهات رایج و تضمین موفقیت مورد بررسی قرار گرفتهاند.
✍️ناشر: SAGE Publications
📆سال انتشار: 2024
2 995
د کار موندنې خبرتیا
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې خپل پنځه (۵) د څلورمې او پنځمې رتبې بستونه له ۱۸/۱۱/۱۴۰۴ څخه تر ۲۸/۱۱/۱۴۰۴ نېټې پورې اعلان کړي دي.
اداره ملی حفاظت محیط زیست (۵) بست رتبه چهارم و پنجم خویش را از تاریخ ۱۸/۱۱/۱۴۰۴ الی ۲۸/۱۱/۱۴۰۴ به اعلان سپرده است.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ.
برای معلومات بیشتر به لینک ذیل مراجعه نماید
https://www.nepa.gov.af/index/showJobsdr/143
2 995
د چګوارا څو دلچسپي خبرې:
*له پسونو سره د ليوه ملګرتیا هغه وخت ختميږي، کله چې ليوه وږی شي.
*ستاسو ذهن د جګړې ډګر دی ددې قوماندان اوسئ، نه عسکر.
*تل چمتو اوسئ پلان ممکن په هر وخت کې بدل شي.
*وږی سپی هېڅکله وفادار نشي کيدلی.
*سترګې بې ګټې دي کله چې ذهن ړوند وي.
2 995
شوپنهاور یو ځای کې وایي:
پهٔ نړۍ کې زړور خلک ژر مري، هوښیاران لېوني کېږي، خو ناپوهان خوشالهٔ وي!
هڅونه 🍁
2 995
د څېړونکو او محققانو لپاره دَ علمي سرچينو غوره Search Engine وپېژنئ
۱- ګوګل سکالر (Google Scholar):ګوګل سکالر په ۲۰۰۴ کال کې جوړ شو. په دې کې د بېلابېلو انلاین سرچینو او علمي مجلو ډېرې مقالې موندل کېږي. دا د څېړونکو لپاره تر ټولو مشهور او اسانه لاسرسی لرونکی علمي لټونځای دی.
۲- سایټ سیر (CiteSeerX):سایټ سیر یو انلاین علمي ډیجیټلي کتابتون دی چې د کمپیوټر ساینس په برخه کې مقالې وړاندې کوي. دا په ۱۹۹۸ کال کې جوړ شوی. دادَ لومړنیو انلاین علمي ډېټابېسونو څخه و چې څېړونکو ته په لاسرسي کې ورکړل شو.
۳- ګېټ سایټېډ (GetCITED): په دې ډېټابېس کې شاوخوا ۳ میلیونه مقالې شته چې د ۳ میلیونه څخه د زیاتو لیکوالانو له خوا ثبت شوې دي. دا یو پیاوړى علمي ډېټابېس دى، چې دوه ځانګړنې لري:
۱- یوه پراخه او هر اړخیزه علمي ډېټابېس دى.
۲- د بحث تالار (فورم) لري، چې څېړونکي په کې انلاین او افلاین نظرونه او معلومات شریک کړي.
۴- د مایکروسافټ علمي څېړنې (Microsoft Academic Research): دا ډېټابېس د مایکروسافټ د څېړنیز مرکز له خوا جوړ شوى دى. په دې ډېټابېس کې له ۴۸ میلیونه څخه زیاتې علمي مقالې او اثار د ۲۰ میلیونه څخه د زیاتو لیکوالانو لخوا ځاى پر ځاى شوي. دلته د بېلابېلو علمي رشتو مقالې لټولای شئ.
۵- بایولاین انټرنشنل (Bioline International): دا علمي ډېټابېس په ۱۹۹۳ کال کې جوړ شوى. دلته د درېیمې نړۍ د شاوخوا ۱۵ هېوادونو مقالې ثبتېږي. زیاتره مقالې یې د کرنې، زراعت، روغتیا، خوړو، درملو او عامې روغتیا په برخو کې دي. دا ډېټابېس د نږدې ۷۰ علمي مجلو مقالې لري.
۶- د خلاص لاسرسي مجلو لارښود (Directory of Open Access Journals – DOAJ): دا یوه بډایه او پیاوړى علمي ډېټابېس دى چې د نږدې ۸۰۰۰ علمي ژورنالونو مقالې په بېلابېلو موضوعاتو کې وړاندې کوي.
۷- پلوس وان (PLOS ONE): دا یو ډېر قوي علمي ډېټابېس دى. په ياد ډېټابېس کې هغه مقالې ثبتېږي چې له دقیقو علمي ارزونو وروسته منل شوې وي. دلته د پوهنتونونو او علمي خپرونو ډېرې مقالې موندل کېږي.
۸- بایو ون (BioOne): دا یو ځانګړى علمي ډېټابېس دى چې د طبیعي علومو، بیولوژي او ایکولوژي په برخو کې مقالې وړاندې کوي. دا ډېټابېس په ۲۰۰۸ کال کې جوړ چې په پیل کې یو غیر دولتي بنسټ (NGO) و، خو وروسته په علمي معلوماتي ډېټابېس بدل شو. دلته د نړۍ د ۲۵ زرو څخه د زیاتو بنسټونو مقالې شته.
۹- پرمختللو موادو ساینس او ټکنالوژي (Science and Technology of Advanced Materials): دا ډېټابېس په ۲۰۰۰ کال کې جوړ چې د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې مقالې خپروي. ډېری مقالې یې وړيا دي.
۱۰- د فزیک نوى ژورنال (New Journal of Physics): دا ډېټابېس په ۱۹۹۸ کال کې جوړ شوى. دا د فزیک انسټیټیوټ او د جرمني د فزیک ټولنې له خوا چلېږي، چې د فزیک د نويو علمي لاسته راوړنو مقالې په کې خپرېږي.
۱۱- ساینس ډایرېکټ (ScienceDirect): دا یو لوى علمي ډېټابېس دى چې د ۲۵۰۰ څخه د زیاتو علمي مجلو بشپړې مقالې او د ۲۰ زره څخه د زیاتو علمي کتابونو برخې موندل کېږي.
۱۲- د سیناپيس سرچ انجن (Scinapse): سیناپيس یو نوی علمي پلټونکى انجن دی چې په ۲۰۱۸ کال کې د جنوبي کوریا لخوا جوړ شو. دا شاوخوا ۱۷۰ میلیونه علمي مقالې لري.
دَ نورو څېړنيزو علمي معلوماتو لپاره 👇 👇 👇 👇 👇
🆔https://www.facebook.com/mazloumyar5891
Endi mavjud! Telegram Tadqiqoti 2025 — yilning asosiy insaytlari 
