uz
Feedback
Research Services

Research Services

Kanalga Telegram’da o‘tish

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

Ko'proq ko'rsatish
2 981
Obunachilar
-124 soatlar
-77 kunlar
-4030 kunlar
Postlar arxiv
سخت خوند ڪوی چی خپله دی یو ڪار سم نه وی او خلګو ته نصیحتونه ڪوی. 🤣🙄🫢

‏یو سړي خپل زوی ته وویل: ته خو لږ د ګاونډي لور ته هم وګوره ، په صنف ڪې اول نمره راغلې ده ، او ته...! 😠" زوی یې وویل: نور څومره ورته وګورم ، هغې ته په ڪتلو ڪتلو خو زه ناڪام شوی یم ڪنه! 😂
🤣😝🫢

وطن ڪی دومره بیڪاری ډیره شوی چی د چا څخه د آدرس پوښتنه وڪی ، هغه خپله درسره ځی هغه ځای درښیې😁 🫢😒😝

د کاڼي کرښي ( پښتو متلونه ) ... .. . #دکاڼي_کرښي #پښتومتلونه ☝️
د کاڼي کرښي ( پښتو متلونه ) ... .. . #دکاڼي_کرښي #پښتومتلونه ☝️

د کاڼي کرښي ( پښتو متلونه ) ... .. . #دکاڼي_کرښي #پښتومتلونه

قدرمنو دوستانو که د GIS په اړه پښتو ژبه کې دَ ورډ، pdf, يا پاورپوینت په بڼه معلومات لرئ، هيله ده ماته يې راوليږئ.

جایزه توانمندسازی زنان بنیاد بایر فرصت عالی برای بانوانی که در بخش صحت و تغذیه فعالیت می‌کنند. #مهلت_ثبت‌نام_به‌زودی_پایان_می‌یابد ⏳ 📆 مدت برنامه: ۶ ماه ✅ امتیازات ویژه: دسترسی به شبکه‌ای از کارشناسان و مشاوران، تأمین هزینه سفر، دریافت کمک‌هزینه ۲۵,۰۰۰ یورویی و.... 🔗 برای جزئیات بیشتر، به لینک زیر مراجعه کنید: 👇 https://scholarships.af/opportunity/bayer-foundation-women-entrepreneurs-award/ Bayer Foundation Women Empowerment Award 2025 (€25,000 Cash Support)

ددې څخه بهترین ویب سایټ بیا ما نه وو پیدا کړی، پدې ویب سایټ کې لاندې مهم پروګرامونه شامل دی. Basic Computer English typing course Web development course Graphic design tally Ms office Coral draw Photoshop advance excel course css course html course java script ټول پروګرامونه یې په هندي/اردو ژبه دي او په ډېر ساده ډول یې تشریح کړې https://www.stpcomputereducation.com/courses

د مصنوعې ځېرکتیا په مرسته! په نن سبا حالاتو کې خلک د مصنوعي ځېرکتیا په مرسته زیاتې ګټې کوي داسې ویډيو جوړوي چې تاسې به هم ورته حیران شي خو خیر مونږ هم درته داسې یو سایټ چې مختلف قسمه ټیفلیټونه پکې دي په وړیا ډول هر قسم ویډیو پکې جوړولی شئ را اخیستی دی تاسې کولی شئ چې د خپلو ځانونو او یا هم بچیانو عکسونه پکې ورکړئ لاندې ویډيو یې مهم مثال دی. د ویب سایټ لینک یې په لاندې ډول دی. https://pika.art/my-library لاندې ویډیو کې یې مکمله طریقه ښودل شوې دي هیله لرم چې زمونږ یوټیوب چینل به هم درسره سبسکرایب کړئ.👇

زویه! کم اصل خلک وپېژنه. یوه لویه نښه یې دا ده چې احسان فراموشه وي. ستاسې ښېګڼې مسخرې کوي. دوی کم ذاته دي. واټن اخېستو کې دې
زویه! کم اصل خلک وپېژنه. یوه لویه نښه یې دا ده چې احسان فراموشه وي. ستاسې ښېګڼې مسخرې کوي. دوی کم ذاته دي. واټن اخېستو کې دې ګټه ده! #هڅونه

10 هغه قوانین،که یې عملي کړئ،نو لوبه به تل ستاسو په لاس که وي! 1.شخصې محرمیت ستاسو تر ټولو پیاوړي ځواک دی:څومره چې نور ستاسو په اړه کم پوهاوي ولري په هماغه اندازه مو د تباه کیدو چانس کم دي. 2.ريښتینولې دروند بار دی:چې په خوشحالی سره یې باید پورته کړی،تر څو د ژوند په هر ډګر که ګټونکې شئ. 3.په یاد ولری هر څه لنډ مهاله دي:دا هر څه له نورو موږ ته پاتې دي او له موږ نه هم نورو ته پاتي کیږي،نو اساسا عاجز پاتې شیي. 4.هر چا سره چې ملاقات کوی،دا په اصل که هغه جګړه ده چې تاسو یې په ارامۍ سره مخ په وړاندی وړی،نو له خبرو سره مو احتیاط کوئ. 5.ستاسو ملګرې ستاسو انځور دی،نو په دقت ملګرې غوره کړي 6.خپل وخت ټینګ درسره وساتی،ځکه هر څوک یې لیاقت نه لري. 7.ځان له هغه چا سره پاتې شی څوک چې واقیعت تاسو ته ارزښت درکوي/تاسو باید د احترام او درناویی غوښتنه له چا وه نه کړي. 8.په مینه پسې منډی مه وهه،په ساده ډول د ژوند ته دوام ورکه،ځکه ریښتینې انسانان خپله ستاسو ژوند ته راځې،بیې له دې چې تاسو یې تعقیب کړئ. 9.ځینې وخت باید یو څوک رد کړی،تر څو دیې په ځان باور لا زیات شي،چه د هرڅه وړتیا لریي. 10.که غواړی پرمختګ وکړی،نو د ارواپوهانو له کورنۍ " یوځای شئ! لیکنه: آرواپوهنه ⓒ ــــــــــــــــــــــــــــ ✍تاسې یې یاداشت ڪـــړئ!"

ماته د ترافیک دغه خطبه سخت خوند راکوي. د جمعې په ورځ مسجد ته د امام راتګ و ځنډیده د امام پر ځای یو ترافیک د خطبې لپاره منبر ته پورته شو او ویې ویل: ای خلکو! د توبې جواز مو نوی کړئ! د تقوا کمربند مو کلک وتړئ! د ګناهونو سرعت (تېزوالی) مو کم کړئ! د نیتونو چوکاټ ته مو په يقيني توګه خاصه پاملرنه وکړئ! د زړه ښيښه مو پاکه کړئ! قرأني لارښوونې او اشارې تعقيب کړئ! او د دين په لاره تګ وکړئ. تاسې پوه شئ چې مخکې يو سخت چیک پاینټ دی، له هغه باید په پوره اماده ګۍ کې تير شئ ، د تخلف په صورت کې به د جهنم اور د جريمې په توګه درکول کیږي.

د یوې ټولنې د فرهنګ لمنځه وړلو لپاره کتابونه مه سوزوه, یوازې یې له مطالعې رامنعه کړه.

دکتاب نوم : مینـــــې لـــیک ژباړن: محمود مرهون ژبه : پښتو د پښتو PDF کتابونو لپاره موږ درسره وڅارئ!

ان شاءالله له ډېرو سره به مرسته وکړي په ورځيني ډول په اداراتو کې د وړډ او اکسيل څخه زياته ګټه اخیستل کېږي او مونږ هم کوشش کوو چې هغه کار چې هيوادوال ته زياته ګټه رسوي او د دوى کارونه په لنډ وخت کې سر ته رسوي د ويډيو په شکل وښايو. لاندې ويډيو کې هم همداسې يوه لنډه طريقه ښودل شوې ده له تاسو څخه صرف دا هېله لرو چې ويډيو له نورو ملګرو سره شير کړئ

که ته ځوان یې، نو پوه شه چې وخت تر تلو وروسته نه راګرځي. هره شېبه د راتلونکي تهداب دی، هره پرېکړه ستا لاره ټاکي او هره هڅه تا د بریا یا ناکامۍ خوا ته بیایي.! ځواني غره ته د ختلو په څېر ده، نه سیوري ته د ناستې. اې ځوانه د ژوند سختۍ ته غاړه کېږده، تجربې او زده‌کړه وکړه، بیا بېرته راپورته شه. مه وېرېږه، مه ستړی کېږه او مه د نورو د خوښۍ غلام ځان جوړوه. خپله لاره وپیژنه، خپلې هڅې ته دوام ورکړه او تل یاد ساته چې تر ټولو لویه شتمني ستا هڅه، هوډ، او صداقت دی. خبره مې دا کوله چې، ځواني تېرېږي، خو که ته یې سمه وکاروې، نو ستا نوم، شخصيت او شان به پاتې شي.! فِکر

د رابندر ناته ټیګور څو غوره او ښکلي اقوال: 1. "خپل ځان کمزوری ګڼل تر ټولو ستره ګناه ده." 2. "که ته د لمر په څېر ځلېدل غواړې، نو لومړی د لمر په څېر سوځېدل زده کړه." 3. "کله چې زموږ دعاګانو ته ځواب نه راځي، نو باید په یاد ولرو چې ځیني وختونه څه نه ترلاسه کول هم یو نعمت وي." 4. "مینه د هیڅ شي غوښتنه نه کوي، هغه یوازې وركړه کوي." 5. "پر تیارو باندې د لعنت ویلو پر ځای، یو کوچنی څراغ بل کړئ." 6. "د ژوند حقیقت په الفاظو کې نشي ځای پر ځای کېدای، هغه یوازې محسوسېدای شي." 7. "یوازې ودرېدل لاره نه جوړوي، لارې هغه څوک جوړوي چې د تګ همت لري." 8. "آزادي هغه نه ده چې تا له نورو سره یو ځای کړي، بلکې هغه ده چې ته خپل ځان خپل په دننه کې ومومې."

خره خپل د یاداښت کتاب پرانیست او ویې لیکل: "زه نه پوهېږم چې د زمري د تګ څومره موده کیږي، خو د ژوند په دې وروستیو کې یوې دردناکې او ثابتې پایلې ته ورسېدم هغه دا چې: د زمري واکمني د هغو بیزوګانو او سپیو تر آزادۍ غوره وه چې موږ یې غولولو. زمري موږ غلامان نه کړو، بلکې له هغو بیزوګانو او سپیو څخه یې وژغورلو چې یو د ځنګله نیمه برخه د کیلو او بله نیمه برخه د هډوکو په بدل کې خرڅوي." “علي الوردي”

شمس الدین تبریزي وايي: "انسان د هغه چاسره بندي وي، چې د ده په ژبه او احساس نه پوهېږي." (درک کولی نه شې) جارج اورویل' په خپل یو ناول کې لیکلي: "شاید انسان مینې ته دومره اړتیا و نه لري،لکه څومره چې دا هیله لري چې یو څوک یې درک کړي." احمد خالد توفیق وايي: "زما په اند، د انسان بدبختي له هغو کسانو سره په ناسته ولاړه کې ده، چې نه یوازې دی پیژندلی شي، بلکې تل یې ناسم/غلط درک کوي. د انسان غم دا نه دی چې ملګری نه لري، بلکې دا دی چې مناسب ملګری نه لري. نو که داسې څوک پیدا شي، چې ته ورته د خپل زړه خبرې کولی شې، پرته له دې ویرې چې تا به غلط تعبیر/درک کړي، نو دا تر ټولو لوی نعمت دی چې تا موندلی وي." ژباړه: مِهرِستان

په ورډ پروګرام کې کله چې ليکنه کوو اکثریت دوستان د ليکنې په منځ کې فاصلې څخه تر پوزې راغلې وي ويډيو کې طريقه شته دا مشکل مو همدا اوس حل کړئ. هيله لرم چې ويډيو مو خوښه شي