uz
Feedback
Research Services

Research Services

Kanalga Telegram’da o‘tish

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

Ko'proq ko'rsatish
2 990
Obunachilar
-224 soatlar
-67 kunlar
-3730 kunlar
Postlar arxiv
د کار موندنې خبرتیا: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خپل (۷) بستونه له ۱۴۰۴/۶/۳ څخه تر ۱۴۰۴/۶/۱۳ نېټې پورې اعلان کړي دي. اداره حفاظت محیط زیست (۷) بست خویش را از تاریخ ۱۴۰۴/۶/۳ الی ۱۴۰۴/۶/۱۳ به اعلان سپرده است. د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ. https://nepa.gov.af/index/showJobsdr/136 تلګرام:https://t.me/MazloumYarBahar

د c drive صفا کولو لپاره اکثریت به تاسو ليدلي وي چې زمونږ د کمپيوټر سي ډرايو دومره ډک ليدل کېږي چې رنګ يې سور ته بدل شوى وي.
د c drive صفا کولو لپاره اکثریت به تاسو ليدلي وي چې زمونږ د کمپيوټر سي ډرايو دومره ډک ليدل کېږي چې رنګ يې سور ته بدل شوى وي. اکثریت وخت داسې ډيټا هلته ځاى په ځاى شوي وي چې غير ضروري وي نو تاسو ددې مشکل حل لپاره لاندې طریقه استعمال کړئ. د کمپيوټر run ته ولاړ شئ يا window+R شارټ کټ څخه کار واخلئ او لاندې کمانډونه استعمال کړئ. 1)temp 2)%temp% 3)cleanmgr 4)recent هر کمانډ بيل بيل استعماليږي. کله چې هر څه راغلل ټول ډيټا انتخاب کړئ او ډيليټ يې کړئ. #کمپيوټر #انټرنيټ #فيسبوک

وراثت.pdf

👇👇👇
👇👇👇

پېغور يې مه ګڼئ، بلکي يو ويښوونکی پيغام يې وګڼئ.
پېغور يې مه ګڼئ، بلکي يو ويښوونکی پيغام يې وګڼئ.

حاضر ځواب ویونکی خلک مشهور شاعر مطنبي ته یو کس وویل: چې له لرې مې ولیدې مه وې که ښځه ده. دا ځواب ورکړو:. چې مه هم له لرې ولید
حاضر ځواب ویونکی خلک مشهور شاعر مطنبي ته یو کس وویل: چې له لرې مې ولیدې مه وې که ښځه ده. دا ځواب ورکړو:. چې مه هم له لرې ولیدې نو سړی مې ګڼلې.. د برتانیې غټ صدراعظم "چرچیل" نري "برنارد شو" ته وویل: څوک چې تا وویني فکر به وکړي چې برتانیې کې د خوړو بحران دی. برنارد شو ورته وویل: هر څوک چې تا وویني، د دې بحران په لامل به پوه شي. یو عرب په خره ناست په کلي ورغی، یوه سړي ورته وویل: ته مې خره ته په کتو وپېژندې. عرب سمدلاسه ورته وویل: هو، خره یوازې خره پېژني. یو سړي یوې ښځې ته وویل: څومره ښایسته یې. ښځي وویل: کاش ته هم ښایسته وای، ما به هم درته ویلي وای. سړي وویل: مشکل نشته زما په شان دروغ وایه. ځوانانو په یوه کلي کې یوه ښځه د څلورو خرو سره پټۍ ته روانه وه، دوه ځوانان یې مخې ته راغلل، ورته یې وویل: سهار مو پخیر د خرو مورې. ښځې سمدستي وویل: سهار مو پخیر بچیانو. ژباړه همکار

د خالي کادري بست خبرتیا! پکتیا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند تاریخ څانګې یو خالي کادري بست د ازاد رقابت په موخه اعلان ته سپاري پر شرایطو برابر نوماندان کولای شي، چې ورته نوم لیکنه وکړي. په اړه یې ډېر مالومات د لوړو زده کړو وزارت پر ویب سایټ لوستلی شئ. https://www.mohe.gov.af/dr/node/13346

زیاتو خلکو ته په یو ځای ایمیل لیږل دا طریقه د هغو کسانو لپاره زیاته ګټوره ده، چې غواړي په اداري او یا دفتري کار کې زیاتو خلکو ته په یو ځای ایمیل تر سره کړي. لاندې ویډيو کې مکمله طریقه ښودل شوي ده.

دعریضی لیکنې لارښود-1.pdf6.22 KB

د عريضې ليکنې مکمل لارښود 👇👇👇

د کندهار او ننګرهار پوهنتونونو ماسټرۍ پروګرامونو ازموينو ګډونوالو د شهرت لينک! https://nexa.gov.af/fa/candidate/25
د کندهار او ننګرهار پوهنتونونو ماسټرۍ پروګرامونو ازموينو ګډونوالو د شهرت لينک! https://nexa.gov.af/fa/candidate/25

خاوند خپلې مېرمنې ته وویل: نن شپه مې د ملګري خواته ځم او شپه مې هم هغه سره ده. مېرمن يې خوښي څرګنده کړه او و یې ویل: رښتیا؟ خ
خاوند خپلې مېرمنې ته وویل: نن شپه مې د ملګري خواته ځم او شپه مې هم هغه سره ده. مېرمن يې خوښي څرګنده کړه او و یې ویل: رښتیا؟ خاوند چې د مېرمنې خوښي ولیدله په زړه کې یې شک پیدا شو، چې زما په تګ دا ولې دومره خوشاله شوه. زړه کې یې تېر شو، چې زما په نه شتون چې دا خوشالیږي، باید چې د دې حقیقت معلوم کړم.له ښځې سره یې خدای پاماني وکړه او ځان یې د انګړ په یوه برخه کې پټ کړ، تر څو حقیقت معلوم کړي. مېرمن يې د شپې د خوراک لپاره چکني جوړه کړه او د سړې ډوډۍ سره یې هم پخپله وخوړله او هم يې په ماشومانو وخوړله؛ نور نو بې غمه ویده شوه، خاوند يې تر سهاره د چوکېدار په څېر په انګړ کې ويښه شپه تېره کړه. سهار ځوړند سر راغی او له مېرمنې یې وپوښتل: بیګا زما په تګ ولې دومره خوشاله شوې؟ مېرمن يې ځواب ورکړ: ځکه خوشاله شوم، چې بیګا د ګرمې ډوډۍ او د ګرمې ترکارۍ له پخلي خلاصه وم!😊 خاوند: رب دې بېړۍ غرقه کړه؛ لټې ښځې!
ژباړه: تسل

لينک شهرت داوطلبان امتحانات برنامه های ماستری پوهنتون های کندهار و ننگرهار! https://nexa.gov.af/fa/candidate/25
لينک شهرت داوطلبان امتحانات برنامه های ماستری پوهنتون های کندهار و ننگرهار! https://nexa.gov.af/fa/candidate/25

د کابل، پولي تخنيک او ښوونې او روزنې پوهنتونونو ماسټرۍ پروګرامونو ازموينو اړوند د شکایتونو څېړلو پایلې! نتایج بررسی شکایات امتحانات برنامه های ماستری پوهنتون های کابل، پولی تخنيک و تعلیم و تربیه! https://nexa.gov.af/fa/search_shikayat_result/15

🌍 د لوړو زده کړو لپاره په قطر کې دَ دوحه پوهنتون سکالرشیپونه یو طلایي چانس د افغانستان او نورو هېوادونو محصلینو لپاره چې غواړي د ماستري او دوکتورا زده کړې وکړي. 🎓 کچې: ماستري او دوکتورا 🏫 کوربه پوهنتون: Doha Institute for Graduate Studies 📚 رشتې: بېلابېل تحصیلي رشتې 🌍 کاندیدان: ټول نړیوال محصلین 💰 بورسیه ډول: بشپړه تمویل کوونکى (Funded) 📅 د غوښتنلیک پیل: ۱ سپتمبر ۲۰۲۵ 📅 وروستۍ نېټه: ۱۵ جنوري ۲۰۲۶ ✅ بورسیه څه پوښي؟ د پوهنتون بشپړ فیس روغتیایي بیمه د ژوند او استوګنې لګښتونه د تګ او راتګ ټکټ 🔗 د ثبت‌نام او نورو جزیاتو لپاره لاندې لینک ته ورشئ: بورسیه دوحه پوهنتون ۲۰۲۶ https://www.dohainstitute.edu.qa/en/Admissions-Office/Pages/Scholarships.aspx

په نيټ کې دَ فايلونو پلټنه ډېری وختونه داسې کېږي چې مونږ د کوم کتاب، کورس یا بل کوم فایل پسې ګرځو، خو په عادي ډول په ګوګل کې یې نه مومو. یوه بل ساده لاره دا ده چې په کلاوډ یا انلاین ډرایفونو (لکه Google Drive) کې یې ولټوې. د ګوګل ډرایف د لټون لپاره د لاندې لینک څخه استفاده کولى شئ : 👉 https://cse.google.com/cse?cx=167f964aecdad17c5 یادونه: ځينو فايلونو ته لاس رسى وړيا وي او بې له کومې ستونزې یې ډاونلوډ کولى شو. خو ځینو فايلونو ته لاس رسى وړيا نه وي، باید د فایل له خاوند (چا چې اپلوډ کړی) نه اجازه واخستل شي. که هغه درسره موافق شو، نو د جمیل له لارې به درته خبر درکړل شي. په زړه پورې علمي معلومات،سکالرشیپونه، او سلګونه ډول ډول کتابونو ترلاسه کولو په موخه ددې چینل سره یوځای شئ https://t.me/MazloumYarBahar @MazloumYar لومړى اډمين بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

azu_acku_hc417_pay82_1355_w.pdf20.69 MB

101fumdul.pdf30.90 MB

د افغان نجونو لپاره وړیا آنلاین زده‌کړې مونږ په پام کې لرو د Global Changemakers په ملاتړ سره د سپتمبر ۲۰۲۵ څخه نوې وړیا ټولګ
د افغان نجونو لپاره وړیا آنلاین زده‌کړې مونږ په پام کې لرو د Global Changemakers په ملاتړ سره د سپتمبر ۲۰۲۵ څخه نوې وړیا ټولګي پیل کړو. دا ځانګړي ټولګي یوازې د نجونو لپاره دي، ترڅو په خوندي او آنلاین چاپېریال کې زده کړه وکړي 📚 د ټولګیو موضوعات: ✅ د انګلیسي مکالمه ✅ د انګلیسي ګرامر ✅ د قرآن زده کړه ټولګي به آنلاین ترسره کېږي او ګډون په بشپړه توګه وړیا دی. لاندې لينک له لارې کولاې شئ نوم ليکنه وکړئ. https://forms.gle/rh5iDFva1MxetM58A زموږ موخه دا ده چې افغان نجونې د زده‌کړې له لارې د خپل راتلونکي لپاره نوي فرصتونه جوړ کړي. 📅 د ټولګیو پیل: September, 2025 📧 اړیکې لپاره: solateach.online@gmail.com

د لمانځه اثبات او صحت.pdf2.31 MB