cookie

Sizning foydalanuvchi tajribangizni yaxshilash uchun cookie-lardan foydalanamiz. Barchasini qabul qiling», bosing, cookie-lardan foydalanilishiga rozilik bildirishingiz talab qilinadi.

avatar

النبوي بصري څانګه

النبوي بصري څانګه دهیواد دپرمخ تللو ادب فوهانو اوشـــاعرانو په جالیبوموضوعاتو جوړاشعار ستاسی درانه حضـــــــــــور ته وړاندي زمـــوږ سره پاتي شۍ په درنښت دمسؤل رابطه https://t.me/abawynat88

Ko'proq ko'rsatish
Reklama postlari
4 470
Obunachilar
+824 soatlar
+167 kunlar
+10630 kunlar

Ma'lumot yuklanmoqda...

Obunachilar o'sish tezligi

Ma'lumot yuklanmoqda...

غزل خندا مې په ژړا بدَلیده چې کډه تله سینه مې داسې ورو ورو سوځیده چې کډه تله روانه قافله وه د خوږو خوږو ملګرو د ژوند ډیوه مې ورو ورو مړه کیده چې کډه تله خبره وه د خپل وروستي طالب بچي له هجر مورکۍ ورپسې ډیره ځوریده چې کډه تله سوچونو هجوم راؤړ او غمونو کړه رامخه زما زندګي ورو ورو سختیده چې کډه تله په ټولو باندې ګران ؤ نازولی ؤ طالب ؤ پرې ټوله کورنۍ یې وېرېده چې کډه تله لیدلی یې بیلتون ؤ تجربه یې وه پکې ډیره مخبت ته داسې ورځ معلومیده چې کډه تله مخبت وردګ
Hammasini ko'rsatish...
2😢 1
زه هم اوس یاره لکه ته داسې ګرځوم مات سینه کې زړه داسې راته حاجت لري تمامه دنیاء اوس یم اړین لکه اوبه داسې ستابیلتانه یمه ځپلی ګرانه رنګ مې سوتورلکه رانجه داسې مینه نورنه کومه وایم ورته جوړه دردو ته مي هیله داسې وې مې خوږه خوله ترسهاره پوري سهیل چې واخلي ستانامه داسې سهیل ملا
Hammasini ko'rsatish...
3🥰 2👍 1💯 1
ټوله شو رنګین ګران افغانستان تل غواړو ودان  تل غواړو ودان روح موکندهار.زړه موکابل جان تل غواړو ودان  تل غواړو ودان توی شول داوجود. وینه دشهید ګران وطن زما.ښکلی په توحید هر یو یی پرهار کړمه به درمان تل غواړو ودان  تل غواړو ودان پاک مو دی ضمیر.کلـکه عقــیده سپین مودی مسیر.پاکه موجزبه ژوند پکښی کوو.ټول مسـلمانان تل غواړو ودان  تل غواړو ودان ســتـا د ښـکلا راج.دیـه پـر نـړي سریی کړلوټیټ.هاسپیني ماڼي مونږکو دوعا.پاته شی تل ځوان تل غواړو ودان  تل غواړو ودان هسکه یی شمله.دنګ لری غرور غیــږه کی لري. هــر زلمي باتور ستایي(صدیقي)زړه د خراسان تل غواړو ودان تل غواړو ودان صديقي ياسر
Hammasini ko'rsatish...
👍 5 1
زما اعمال لکه خټینه خاوره چې په یو نم د بارانه ورانیږي د انصاف تله کږه شوې دلته خود به اشنا پکې هر څه ورانیږي د ګناه لوري ته مایلې سترګې چې پکې هر رنګه رانجه ورانیږي زه د بښنې لایق کله یمه دا چې مې هره ورځ توبه ورانیږي له ښار مې کرکه ځکه ډیره کیږي چې مې د دوو سترګو روژه ورانیږي بدري طالب څه زمانه بې خونده په نه خبره یارانه ورانیږي بدري طالب
Hammasini ko'rsatish...
2👍 1💘 1
شنه روضه!!!!! ما به سترګو ټوله ولاي ګــــــرد غبار دروضې که مي نصــيب واي څيـــــښتن کړی دسردار دروضې پر مدينه منوره به مي طواف کړی واي ديد به مي هرماښام کاؤ او هر سها دروضې باداره سوال مي کړې قبول له مودوتږی يمه له حـــــده وزي زمـــــا کړی انتــظار دروضې ؓسترګو کي اوښکي راسي وژړېږم ودردېږم چي حاجيان ووينم روان قطار قطاردروضې خداي خبر مړ به يم که نه زاهد ژوندی به يمه چي پر ما خوار باندي راځي دتللو وار دروضې هدايت الله زاهد
Hammasini ko'rsatish...
👍 1 1
غزل!!! یو زړه وو په بل زړه پسې یې ساه ورکړه او مړ شو یو چا ځان ته په هجر کې سزا ورکړه او مړ شو د مینې څه عجیبه فلسفه ده ته خبر يې؟ مجنون د زړګي وینه په بیا،بیا ورکړه او مړ شو سرحد یې نامعلومه وو سړی ورته حیران شي خیالات یې د مجاز تر انتها ورکړه او مړ شو یو چا د انالحق نارې د عِشق له زوره وکړې بس غېږه یې وه دار ته په خندا ورکړه اومړ شو په نوم د بشریت مو له اسلام څخه وَباسي یو څوک وو په ممبر یې دا وینا ورکړه او مړ شو ساحر نه وو خو سترګو کي یې بل رقم اثر وو یو چا په یَوه دید ده زړه سودا ورکړه او مړ شو حمیدالله حقمله یو سړي وه خپل جانان ته په یو دیدن یې دا ټوله دنیا ورکړه او مړ شو حمیدالله حقمل
Hammasini ko'rsatish...
👍 3 2🥰 1
ستا نشتون دی دغمونوسلسلی دي ستا نشتون دی دبیلتون اوهجر شپی دي ستا نشتون دی تښتیدلي مي خوبونه دي له سترګو بس یادونه اوشبګیری دي ستا نشتون دی سیلابونه مي له سترګو اوښکي درومي وراني شوي مي لیمی دي ستا نشتون دی مازیګرنه هم ښکلا اوس کډه کړی چي دي ورکي ننداری دي ستا نشتون دی اباسین ته په میراث کي رسیدلي ستا خوږی خوږی کیسی دي ستا نشتون دی اباسین منصوري
Hammasini ko'rsatish...
👍 2 1
تـــرڅــو بـه ستا په تمه اړوم په لاره سترګې ستړې شوې ګرانه درپسې له انتظاره سترګې ستا په وصال مي د زړګي  للمه خړوبه نشوه ځکه مـــي نه اوړي  لاليه ستا له ښاره سترګې ستا د دیدن تنده تصویر باندې مې نه ماتیږي کــه ورته وګـــورمه شپه آن تر سهاره سترګې بـېـګا مې ستاد لاس یادګار  ته  دومره وژړلې له ډېـرو اوښکو دي وتـلي نور له کـاره سترګې غــــږ دې راونـکـــو مـــزار ته دې راغــلئ ومه له اوښــکو ډکې یاره وړم ستاله مزاره سترګې هغه بیا نه راځـــي قسیمه څار یې څله کوې مالېـــواني کــــړلې رنځـــورې چا لپاره سترګې قسیم بدري
Hammasini ko'rsatish...
👍 2 1
دشهید زوی کیسه دشهید زوی کیسه کوي څنګ کي یې لمسۍ ولاړه شي ژړغونې او په خوله کي یې سلګۍ ولاړه زوی یې شهید تر خاورو لاندي ډېر کلونه کیږي اوس یي هم لار څاري درګاه کي یې مورکۍ ولاړه سوي ښېرې کوي په چیغو چیغو خدای ته ژاړي دکیږدۍ خوله کي سر تور سر یوه کوچۍ ولاړه اخ سرې منګولي یې کړې لپه دشهید قبرته په هدیره کي غریو نیولي ناوکۍ ولاړه ویل دخدای لپاره څه راکړئ بمبار مي شو کور دمسجد خوله کي لاس نیولي وه بوډۍ ولاړه چی له غزا ستړي غازیان راتله اوبه بې ورکړي ددې ګودر په غاړه وه یوه خورکۍ ولاړه حکمت زبیره هغه خړ قبر خو ویني کنه دا مي دمشر ورور مزار دی پرې جنډۍ ولاړه حکمت زبیر
Hammasini ko'rsatish...
👍 2 1
ته مو د سر سړی یی ته د ســنګر سړی یی تا امـریکا ماتــــه کړه ته هغه نر ســـړی یی ته داولس خدمت ګار ته د ممبــر ســړی یی یي په ایمان ښایسته ته لکه لــمر سـړی یی تا مــاتــولای نــه شی ټینک لکه غرسړی یی ته قیمــتي تر یاقوت لکه ګوهــر سـړی یی د صــدیقـي فــراهي د زړګي سر سړی یی شاعر صدیق الله صدیقي فراهي
Hammasini ko'rsatish...
👍 6 1