cookie

Sizning foydalanuvchi tajribangizni yaxshilash uchun cookie-lardan foydalanamiz. Barchasini qabul qiling», bosing, cookie-lardan foydalanilishiga rozilik bildirishingiz talab qilinadi.

avatar

سالم فکر وکړئ

د اسلامي امت د مجد او عظمت د اعادې په تکل جوړ شوي هغه فکر دي چې اسلامي امت له خپل تېر تاریخ خبروی او د غربی افکارو مخنیوی کوي، خصوصا خپل ملت د اختلاف له مفتن ګردابه یوې سالمې لارې ته راباسی او په مستقیمه لا ♥تبادلی لپاره دلته میسج کولایی سی♥ @Oziarashna

Ko'proq ko'rsatish
Reklama postlari
1 241
Obunachilar
-224 soatlar
+17 kunlar
-530 kunlar

Ma'lumot yuklanmoqda...

Obunachilar o'sish tezligi

Ma'lumot yuklanmoqda...

رسول الله ﷺ فرمایلي دي: د سهار دوه رکعت لمونځ د دنیا او هغه څه څخه غوره دي چې په دې دنیا کې دي• 💜
Hammasini ko'rsatish...
Photo unavailableShow in Telegram
څه انسانان ژاړي، څه خاندي او څه نور غلي او خاموش وي خو د دوی ترمنځ يوه ډيره وړوکي ډله بيا داسې وي چې هغه دا پورته درې واړه ډلې څاري تر څو پوه شي چې خندويونکی ولې خاندي ژړيونکی ولې ژاړي او سکوت کونکی ولې غلی دی . او همدا هغه خلک دي چې د ټولنې په نبض پوهيږي، مثبت او منفی نقاط پيژني . په مسايلو بحث کوي او د حل لارې يې لټوي . خو دا خلک زياتره يا ګمنام وي يا په ټولنه کې بدنام
Hammasini ko'rsatish...
Photo unavailableShow in Telegram
بهلول او هارون الرشید د وخت خلیفه هارون الرشید یوه اندازه پیسی بهلول ته ورکړی، چې د بغداد د ښار غریبو او مستحیقو خلکو باندی یې وویشی، بهلول پیسی واخیستی او د فکر کولو وروسته یې بیرته خلیفه ته ورکړی، هارون الرشید ددې عمل د علت پوښتنه وکړه؟ بهلول په جواب کې وویل هر څومره مې چې فکر وکړ، ستا څخه مې محتاجه او فقیر بل څوک پیدا نه کړ، هماغه و چې پیسی مې بیرته تاته درکړی، ځکه چې زه هره ورځ ستا مامورین او ګرځیدونکې په دوکانونو کې ګورم لرګي او قمچینی په لاس کې د دوکاندارانو نه باج اخلی او ستا خزانې ته دغه پیسی راځي.
Hammasini ko'rsatish...
Photo unavailableShow in Telegram
د غرب یوه مشهوره څېره او په نړۍ کې د جهادي فعالیتونو د څارنې د ادارې (Jihad watch) مشر ) (روبرټ سپنسر) د اسلام د بدلولو په اړه وایي: (نوی اسلام باید پدې معنی وي چې نور دې د قرآن ټکي په ټکي منل پریښودل شي). یعنې هغه خلک چې د اسلام د نوي تعبیر لپاره کار کوي هغوئ باید داسې یو اسلام ایجاد کړي چې خلک ورکې د ټول قرآن په منلو مکلف نه وي. کتاب: د یرغل پر وړاندې مخ: 110
Hammasini ko'rsatish...
Photo unavailableShow in Telegram
د اسلام د بدلولو په اړه د رنډکارپوریشن د اداري مجلس مشراو د امریکا پخوانی د دفاع متعصب وزیر (ډونالډ رامسفیلډ) هم داسې وایي : ((مونږ غواړو چې د منځني ختیځ د هېوادونو اسلام باید داسې شي لکه د شرقي اروپا دخلکو اسلام )). له شرقي اروپا څخه د (ډونالډرامسفیلډ) مقصد (بوسنیا)، (البانیا)، (کوسووا) او (مقدونیا) دي، هلته چې مسلمانانو ته یې یوازې د اسلام نوم ورپاتې دی، خو نور ژوند يې په مکمل ډول اروپایې او (سیکولر) یا (الحادي) شکل غوره کړی دی.
Hammasini ko'rsatish...
نوربيا ۔ راسره اوسي دغه لړي دوام لري په شير کولو کی يي مرسته وکړي ترڅو هر مسلمان تري خبر شي ۔ ليکوال۔حبل الله المتين: فتوح الشام لمحمد بن عمربن واقد الواقدي۔ جلد اول صفحه (130ـــ131ـــ132) )
Hammasini ko'rsatish...
{ 63 } د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او د هغوي د‌ غيرت شهامت جهادونو ‌ او تقویٰ قِصِې"۔ (63)برخه " (د أَبُوالْقُدَسْ د پيښي يادونه ۔) کله چې أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ته بيرته أمارت یا د غازیانو مشری وسپارل شوه هغه پدي فکر کي ؤو چې کوم ځاي ته مجاهدين وليږې کله به يي فلسطین يادولو ځکه هغه دمسلمانانو لپاره مهم وه کله به يي ويل اِنْطَاکِيَهْ ته بايد غازيان وليږم چي دهِرَقَلْ کار وکړي دغه وخت کي يو معاهد نصراني ورته راغلو هغه أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ته وويل أي أميره تاسو ماسره لويه مرسته کړي چې زما أهل ته مو أمن ورکړي أوس زه غواړم تاسو ته دهغي بدله در وگرځوم هغه وويل د طَرَابْلَسْ او عَرْقَاء ترمنځ يوه ورشو یعنی د مالونو څړ ځایونه دی چي د سَلْسَلَهْ (ځنځير ) په نامه ياديږې هلته يو ځاي چي تك شين سر سبز دي زياتي صُومَعِي يا عبادتخاني پکي دي خو يوه صُوْمَعَه يا عبادتخانه لويه ده هغه په يو کلي کي ده يو سل کلن سپين ګيرې رَاهِبْ پکي ناست دي هغه ته پخواني ټول کتابونه ياد دي همدارنګه د پخوانيو پيښو زيات معلومات لري دغه ځاي ته د روم اکثره مشران راځي دلته اختر اوميله جوړوي دغه ځاي کي خلک له دغه رِاهِب څخه خبري آوري ددوي دغه اختر د شُعَانِيْن په نامه ياديږې دلته يو ستر بازار لږيږې ددغه بازار لپاره ټول کال تيارياني کيږې بيا پکي د سرو او سپينو زرو خريد او فروخت کيږې د‌مشهورو څيرو ودونه پکي کيږې ۔ أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه له دغه خبرو نه ؤو خبر او دغه نصراني غوښتل په دغه کار أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ته ځان نزدي کړي هغه ورته وويل که دغه ځاي مو فتحه کړو نو بيخې زيات مالونه به په لاس درشي او د هِرَقَلْ ملا به غوټه ماته شي أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل دغه ځاي چيرې دي لري دي که نژدي هغه معاھد نصراني ورته وويل دغه نژدي ساحل يا سمندر غاړي سره دي په أبوالقدس ياديږې أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل دغه ساحل څومره لري دي؟ هغه نصراني معاھد ورته وويل تقريبا لس فرسخه به وي أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه بيا ورته وويل ميلي ته څومره ورځي پاتي دي؟ هغه وويل وخت يي پوره دي أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل که مونږ حمله وکړو نو څوك شته چي هغوي ته ځان را ورسوي؟ ۔ نصراني ورته وويل نه اوس ټول خلك ويریږې دبل چا لپاره جنگونه نه کوي بيا أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل ايا بل ښار ورته نژدي شته؟ ۔ هغه ورته وويل هو د طَرَابْلَسْ په نوم يو تاريخي ښار دي چي هلته يو مشهور پهلوان دي او هِرقَل دغه ښار ورته دهغه د پهلوانۍ په وجه بښلي او دغه پهلوان هم کله کله دغه بازار ته راځي زما په فکر به بل څوك داسي نوي چي دغه بازار او ميله له تاسو وژغوري فقط همدغه پهلوان دي أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه خپلو ملگرو ته مخ واړؤ ايا څوك شته چې دغه ځاي ته لاړ شي او الله جل جلاله يي مرسته وکړي او بريالي راشي ټول چوپ شول هيچا جواب ورنکړ بيا يي غږ وکړ څوك شته چي دغه غزا وکړي بيا چا جواب ورنکړ خو د أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه اشاره خالد بن وليد رضي الله عنه ته وه خو مخامخ تري شرميدلو چې ورته ووايي ۔ دغه وخت يو ځوان چي تازه يي ګيره بريت راغلي ؤو پورته شو هغه عَبدالله بِنَ جَعْفَرَ الطَّيَّار رضي الله عنهما نوميدلو دهغه پلار د رسول الله صلي الله عليه وسلم دتره ابو طالب ځوي ؤو او د علي رضي الله عنه وراره ؤو جَعْفَرَالطَّيَّار رضي الله عنه د (مَوتَی ) په غزا کي شهيد شوي ؤو دا هغه څوك ؤو چې داسلام بيرغ يي ځمکي ته پريوتلو ته پرينښودو دهغه يو لاس بيا بل لاس کټ شو مټو کي يي بيرغ ونيوه خو ځمکي ته يي پريوتلو ته پرينښود دغه ځوان عبدالله هغه وخت وړوکي ؤو دمور نوم يي أَسْمَاءبِنْتَ عُمَيْس رضي الله عنها وه چي د جَعْفَر رضي الله عنه له شهادت وروسته ورسره ابوبکر رضي الله عنه نکاح کړي وه هغه چې وړوکي ؤو مور ته به يي ويل زما پلار چيري دي هغی به ورته ويل کفارو سره غزا کی شهيد شو نو دغه ماشوم به ورته ويل که زه غټ شوم دپلار بدله به له کفارو اخلم هغه دغه وخت لگ زلمکې شوي ؤو او عمر رضي الله عَبدالله بِنْ اُنَيْسَ الْجُهْنِي رضي الله عنه سره شام ته راليږلي ؤو دغه عبدالله بن جعفر رضي الله په شکل صورت کي رسول الله صلي الله عليه وسلم ته شوي ؤو هغه وويل زه خو اول تيار يم بيا أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورته پنځه سوه(500) أتل صحابه کرام رضي الله عنهم رابيل کړل هغي کي هغه کسان هم وه چي د بدر غزا کي شريکان شوي ؤه له هغي جملي څخه اَبُوذَرْاَلْغَفَارِي۔عَبدالله بِن اَبِي اَوْفَي ۔عَامِرْ بِن رَبِيْعَه ۔ عَبْدَالله بن اُنَيْس۔عبدالله بن سَعَد۔عبدالله بِن بِشَر۔سَائِبْ بن يَزِيد رضي الله عنهم ھم وه بيا يي عبدالله بن جعفر رضي الله عنه ته يي وويل ته دغه تور بيرغ واخله ته مي ددغه پنځه سوه(500) غازيانو امير کړي۔
Hammasini ko'rsatish...
دحاملہ ښځي لپاره په ناسته سره دلمانځه کولو حکم سوال: اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ مولوی صاحب محترم سنګه یی ښه یی الله تعالی دی وکړی چي جوړ روغ یی . مولوی صاحب زه حامله داره یم چی لمونځ کووم ډیره په زحمت کیږم که په ناستی لمونځ وکم لمونځ می کیږی که یا ؟۔ جواب: وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته په فرض او وتر لمانځه کي قیام کول ( یعنی په ولاړه سره لمنځ کول ) فرض دی ،البته کچيري د حمل په وجہ سره په ولاړه او ناسته پورته کښته کي تکلیف وي یا حمل ته د نقصان تاوان رسیدو اندیشہ کول کیږي، نو په دغه صورت کي کچيري په ولاړه سره لمنځ کول مشکل وي نو په ناسته سره لمنځ کول جائز دی ، ددی وجه څخه حاملہ ښځه کچيري په ولاړه سره پر لمانځه کولو قدرت نه لري نو هغه په ناسته سره لمنځ کولی سی او کچيري پر رکوع اوسجدی باندی هم قدرت نه لری نو دهغي لپاره په اشاره سره لمنځ کول صحیح دی ۔ فتاوی ہندیہ: "( و منها: القيام ) و هو فرض في صلاة الفرض والوتر، هكذا في الجوهرة النيرة و السراج الوهاج." ( الباب الرابع في صفة الصلاة، الفصل الاول في فرائض الصلاة، ج:1، ص:69، ط: رشيدية) فتاوی شامی: "(قوله القادر عليه) فلو عجز عنه حقيقة وهو ظاهر أو حكما كما لو حصل له به ألم شديد أو خاف زيادة المرض وكالمسائل الآتية في قوله وقد يتحتم القعود إلخ فإنه يسقط، وقد يسقط مع القدرة عليه فيما لو عجز عن السجود كما اقتصر عليه الشارح تبعا للبحر." (باب فرائض الصلاۃ، ج:1، ص:442، ط: ) واللہ اعلم باالصواب دارالافتاء مظہر العلوم
Hammasini ko'rsatish...
دښځوپه شرمگاہ کی داستنجاء په دوران کي چي اوبه ولاړی سی دوادس کولو وروسته بیرته را ووځي داوداسه څه حکم دی ؟ سوال: دښځو سره په بعض اوقاتو کي داسی پیښیږي دبولو کولو وروسته د استنجاه په دوران کی وه شرمګاه ته ددمخ خواڅخه یو څه اوبه په غیر محسوس شکل سره داخليږي ، چی هغه داوداسه وروسته بیرته دباندي راوزي ، آیا په دغه سره اودس ماتیږي ؟  جواب: په دغه صورتِ  مسئولہ کی کچیري دبولو وروسته دشرمګاه څخه یو څه رطوبت لوند والي راوتلی وي یا داستنجاه په دوران کی دشرمګاه ودننه حیصه ته اوبه ور ننوتلی وي او هغه داوداسه کولو وروسته اوبه یا رطوبت دباندي را ووځي نو په هغه سره اودس ماتیږي ، لیکن کچيري اوبه د شرمگاہ پر دباندی حیصه باندی وي او داوداسه کولو وروسته لوند والي تری محسوس سی نو په دغه سره اودس نه ماتیږي ۔ فتاوی شامی : " أي برطوبة الفرج فيكون مفرعاً على قولهما بنجاستها أما عنده فهي طاهرة، كسائر رطوبات البدن". "(قوله: برطوبة الفرج ) أي الداخل بدليل قوله: أولج، وأما رطوبة الفرج الخارج فطاهر اتفاقاً ا هـ ح  وفي منهاج الإمام النووي: رطوبة الفرج ليست بنجسة في الأصح ، قال ابن حجر في شرحه: وهي ماء أبيض متردد بين المذي والعرق يخرج من باطن الفرج الذي لايجب غسله، بخلاف ما يخرج مما يجب غسله فإنه طاهر قطعاً، ومن وراء باطن الفرج؛ فإنه نجس قطعاً ككل خارج من الباطن كالماء الخارج مع الولد أو قبيله". (1 / 313) واللہ اعلم باالصواب طالب دعا م
Hammasini ko'rsatish...
Photo unavailableShow in Telegram
Boshqa reja tanlang

Joriy rejangiz faqat 5 ta kanal uchun analitika imkoniyatini beradi. Ko'proq olish uchun, iltimos, boshqa reja tanlang.