cookie

Sizning foydalanuvchi tajribangizni yaxshilash uchun cookie-lardan foydalanamiz. Barchasini qabul qiling», bosing, cookie-lardan foydalanilishiga rozilik bildirishingiz talab qilinadi.

avatar

احـرار کوچـی

د دې خاورې زلمیوؤ لۀ شیدو سره ننګ څکلی دا ځکه ځـــاروي پر دین ککـــــــرې امریکې .! https://t.me/joinchat/AAAAAEiemYt3BCOo-bXfiw

Ko'proq ko'rsatish
Mamlakat belgilanmaganTil belgilanmaganToif belgilanmagan
Reklama postlari
161
Obunachilar
Ma'lumot yo'q24 soatlar
Ma'lumot yo'q7 kunlar
Ma'lumot yo'q30 kunlar

Ma'lumot yuklanmoqda...

Obunachilar o'sish tezligi

Ma'lumot yuklanmoqda...

نعت شریف خوږو خویو دې کړه روښانه مینه ستــا پۀ راتلو شـــوله ودانه مینه د حِرا شپې، د اُحــد تُندې شېبې هر یو کردار دې دی جانانه مینه مینځل د زړۀ، لیدۀ کاتۀ اسمان کې درکړې خدای ده څومره ګرانه مینه ګرد انسانیت ته شرافت وربښي لۀ فرمـــــوداتـــو دې روانه مینه پر کائیناتو، د څښـــتن لۀ لـوري یې لوریــنه، او بې شــــانه مینه زیبا اخلاق، ځان ځارونه پۀ ننګ کړله تشــریح دې مسلمانه مینه احرار کوچی ستا د وصال لېوال یم کړه را پیرزو دا قــــدردانه مینه @ahrarkochi
Hammasini ko'rsatish...
د یوشتمې پیړۍ اتل ځوان: طالبه یاره..!! مینه وحدت مؤمنـــو زړونو کې کره طالبه کړه د نفرت او ځانځانۍ ریښې اره طالبه د غلامانو، ستمګرو درنه سترګه سوځي عصري فرعون لره موسی، خدای دې لره طالبه ویره لۀ خدای، پام کې لره حساب ذره طالبه پۀ تور ټوپک او زیړکۍ نشې غره طالبه غیږې د سرۀ اور کې خندان، اجل ته غاړې وتې بې څاري عشق دې کړه حیرانه غرغره طالبه د حق ملاتړیه! پر باطلو دې توبې کاږلي پر ټول ملت دې ده د ننګ سایه خوره طالبه د عابد ټوله شپه پۀ ویښه، او کرۍ ورځ روژه ستا د یوې شېبې ارام، شیبه پَیره طالبه مناسب ګیره، کاږۀ بریت، شانه وانه زلفانې درسره ښایي، ورین تندی، شوخه څِهره طالبه ړاندۀ ویدۀ خلَـک نو ستا پۀ قدر څۀ پوهېږي ګوګل کې یې زړۀ د احرار کوچي سره طالبه @ahrarkochi
Hammasini ko'rsatish...
غزل څوک دوه ورځې مزې فاني ژوندونو ځینې اخلي او څوک بیا ابدي ژوند، لۀ مرګونو ځینې اخلي څوک ټیټې سترګې، لاس پۀ نام ولاړ یې وي چوپړ کې یو څو زلمي بیا غچ، کافر فوځونو ځینې اخلي څوک ناڅي ډول د غرب ته، د شرابو پۀ نشه کې څوک خوند د شهادت سپینو جامونو ځینې اخلي څوک بوخت دي پۀ کرکټ فوټبال، چا نېټ کې کانې وکړې څوک ځان ته ثوابونه شوګیرونو ځینې اخلي چا دلته پۀ وطن او چا پر دین باندې سر کېښود او څوک شخصي مفاد یې ارمانونو ځینې اخلي چا وپلورۀ هیواد او چا پۀ خپلو لاسو وران کړ یو څوک ورته ګلان لۀ موسمونو ځینې اخلي څوک دي دلته د ناز پۀ خوب ویده احرار کوچیه څوک سپین رختونه هر وخت دوکانونو ځینې اخلي @ahrarkochi
Hammasini ko'rsatish...
اتونکی یادیږي، سید جمال الدین افغاني یې په تتمة البیان کې په توصیف ژبه ټکوي، تر دې چې د غلام محمد غبار په شان سیکولر مزاجه لیکوال یې هم د ( مرد مجاهد) او ( دشمن استعمار فرنګ) په القابو نازوي. زما د نوم نسبت د تګاب فقیر مولانا حمیدالله اخندزاده سره تړلی دی. هغه مولانا چې په ۱۹۱۹ م کال کې یې د افغانستان د خپلواکۍ جګړې ته له خپلو ټولو طالبانو او مریدانو سره وتلی و او داسې ویاړمن کردار یې اداء کړی و، چې امان الله خان ورته د ( لمر اعلی) نښان ډالۍ کړ. د مدرسې کوم دیوالونه چې تاسو وسوځول، دغه دیوالونه په ۱۳۲۴ لمریز کال کې دتګاب د فقیر یوازیني زوی میا ګل جان اغا ودان کړي وو. هغه د هیواد وتلی عالم چې له کوچنیوالي د علم او نبوغ نمونه و، لا دیارلس کلن و چې د امان الله خان حکومت ورته د (ستوري) افتخاري نښان ډالی کړ او وروسته یې د خپل عالم او فاضل پلار مسند په ډیر ښه شان وپاله. نه پوهیږم، د وخت حاکمانو په کوم جرم زما دومره سپکاوی وکړ؟ ما کومه داسې نه بښونکې ګناه کړې وه چې تر دې حده تحقیر او تعذیب شوم؟ زما خټه خو د دې هیواد او اولس د تر ټولو ویاړمنو، مخلصو او فداکارو زامنو په لاس خیشته شوې وه. زما تاریخ خو د هیواد له خپلواکۍ د دفاع تاریخ دی. زما کاري سابقه خو د خپل اولس د دیني او افغاني ارزښتونو د ساتنې، د سپیڅلې عقیدې د ترسیخ او د خپل اصیل فرهنګ د تقویې او غناء له کارنامو جوړه ده. زه نه پوهیږم چې بالاخره زما جرم څه و چې داسې د قساوت او بې رحمۍ په اور کې لولپه شوم؟؟؟؟ کله خو په زړه راګرځي، چې کیدای شي زمانه به سرچپه شوې وي. ارزښتونو او معیارونو به تیندک خوړلی وي او په دې نوي(!) عصر کې به هغه څه جرم بلل کیږي چې پخوا زموږ په دیني او ملي قاموس کې ویاړ او افتخار بلل کیده. که داسې وي، نو بیا واقعا زه په سوځيدلو ارزم،ځکه زما استادانو، طالبانو او منسوبینو همیشه هغو اشغالګرو ته د سر په کاسو کې اوبه ورکړي چې په نولسمه او شلمه پیړۍ کې یې د اسلام دې ټاټوبي ته چپ راکتلي وو. زما په اسلافو کې ملا مشک عالم، د سوات مولانا عبدالغفور او نجم الدین اخندزاده هغه خلک وو چې په نولسمه پیړۍ کې یې د انګریزي استعمار ستونی زولانه کړی او د هندوکش د لمنو پر خوا یې د هغوی د پرمختګ مخه ډب کړې وه. وروسته زما مهتممینو پلار او زوی( د تګاب د اخندزاده ګان) هم د انګلیس څخه د خپلواکۍ مبارزین وو، چې هم یې د طرزي د سیکولرزم مخه ډب کړه او هم یې د کمونیزم پرخلاف په میړانه د جهاد فتوی صادره کړه. د لیبرالیزم، سیکولرزم، کمونیزم او نورو بې دینه پردیو نظریو په خلاف زما مبارزه یو انکار نه منونکی واقعیت دی. او شاید همدا زما د تعذیب اصلي لامل و. خو خیر، زما له سوځولو دا تمه مه کوئ چې په دې وطن کې به د دین او دیانت ډیوه ووژنئ. دلته ډیرې مدرسې سوځول شوې، دلته ډیر ځوانان د خلیل په شان د توحید په جرم مشرکانو اور ته غورځولي. خو دلته هر خلیل د خپل وجود له ایرو څخه د ققنوس مارغه په شان پرواز کړی. په نوې روحیه راپاڅیدلی او د نمرود په شان د مادې باورمن یې د تاریخ کندې ته ور ټیل وهلي. نو اې د مدرسې او مسجد سوځوونکو! په دې باور ولرئ چې خدای، اولس او تاریخ ته مو مخ تور دی، په دې حسودانه کارونو سره تاسو مسجد او مدرسه نه، بلکې خپل اعتبار او خپل راتلونکی سوځوئ. په دې باور ولرئ چې په په نن پسې سبا ضرور راتلونکی دی. داني که خون ناحق پروانه شمع را چندان امان نداد که شب را سحر کند
Hammasini ko'rsatish...
د تګاب د شهیدې مدرسې فریاد قاري سعید تېره شپه د ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغې د میاشتې په ۳۰ مه نیټه، د شپې ۱۱ بجې وې، چې ګڼ شمیر بهرني اشغالګر او د هغوی ګوډاګیان په څرخکو کې راغلل. د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د بدراب په سیمه کې پیاده شول. د لیونیو ځناورو په شان یې هر خوا حملې او داړې پیل کړې. بازار یې ونړاوه، د خلکو کورونه یې په بمونو لوټه لوټه کړل او په پای کې راغلل د دې اسلامي هیواد په یوه تاریخي درسګاه( حمیدیه مدرسه) یې خپل د کینې ډډی تش کړ. هو کې، د جهل او وحشت لښکر دغه تاریخي مدرسه یوازې او یوازې د قرآن او احادیثو د تعلیم او تدریس په جرم، د علم او دیانت د رڼا خپرولو په تور، له خپلو زرګونو کتابونو او درسي موادو سره وسوځوله. (و الی الله المشتکی) د تګاب د شهیدې مدرسې له سوځیدلو نږدې ۲۴ ساعته تیریدونکي دي. خو نه یې د شهادت خبر د کومې معتبرې رسنۍ سرټکی شو. نه ورباندې کوم د علم او روښانتیا مدعي یو څاڅکی اوښکه نذرانه کړه، نه یې غم ، غم وبلل شو او نه یې هم چا سوځوونکي محکوم کړل. د تګاب مدرسه خپل شهادت ته دومره نه ده خپه، لکه د اهل الزمان بې تفاوتي او بې عدالتي یې چې ځوروي. راځئ دلته لږ د دې شهید مدرسې د زړه غږ واورو، لږ یې شکوې او شکایت ته غوږ ونیسو، چې د زمانې د بې درده او پله بینو خلکو په ادرس څه وایي: اې د وروستۍ زمانې بې درده خلکو! اې د رسنیو، قلم، اخبار او مایک واکدارانو! زه د یوې مدرسې په حیث ځان هیڅکله له مکتب، لیسې او پوهنتون څخه پردی نه ګڼم، مکتب او مدرسه چې د دیني او عصري علومو منابع دي د معاصر مؤمن انسان د ارتقاء او پرواز غبرګ وزرونه ګڼل کیږي. په دې وزرونو کې که هر یو مات شي، د مؤمن ملت سقوط حتمي دی. که مکتب ورته د مادي ژوند لارې ګودرې ښيي، مدرسه ورته روحاني استعداد او نبوغ وربښي. خو د ګیلې ځای دا دی چې نن سبا یو شمیر هغه چې ځان د علم او پرمختګ مدعیان هم بولي،د علم او معرفت د دې دوو منابعو تر منځ توپيري چلند کوي. راځئ دغه دوه ګوني چلند په یوه فرضي بیلګه کې وارزوو. په کابل ښار کې حبیبیه لیسه زما ( حمیدیه مدرسې) همځولې ده. هغه وخت چې امیر حبیب الله خان په کابل کې د حبیبیه لیسې بنسټ ایښود. د تګاب فقیر شیخ الاسلام ملا حمیدالله اخندزاده په خپل کلي کې د دیني علومو تدریس کاوه. زما نوم ( حمیدیه مدرسه) د همدې ستر مدرس له نوم سره تړل شوی دی. په دې حساب زه او د کابل حبیبیه لیسه د افغانستان له ډیرو پخوانیو علمي ادارو څخه یو. چې موږ دواړو د دې هیواد لپاره د علم او عمل په زیور سمبال زرګونه عالمان او فاضلان روزلي دي. تاسو فرض کړئ، که تیره شپه خدای مکړه چا د کابل حبیبه لیسه سوځولې وای. د هغې سل کلن ارشیف، دفاتر او کتابتون یې له ټولو کتابونو سره په بارودو لوخړه کړای وای . . . نو اوس به په رسنیو کې څه حال وای. زما باور دی چې د ارګ واکمن به ملي ماتم اعلان وای. سوځوونکي به یې تر ټولو کرغیړن او ظالم ترهګر بلل شوي وای، شاعرانو به ویرنې او ژړوونکې قصیدې پسې لیکلي وای. فیسبوکیانو او ټویټروالو به یې په ماتم درسته نړۍ خبره کړې وای. . . مګر های افسوس. . . اوس چې د حبیبه لیسې همځولې مدرسه د بارودو په اور کې کباب شوې ده، نو یې غم تر واورې سوړ دی. ځکه چې دلته د عصر واکمن او حاکم فکر له دین سره په جنګ دی، نو ځکه هر هغه شخص او اداره هم پردۍ او مباح الدم بولي چې له دین سره تړاو لري. زما ګناه دا ده چې د دې اولس د روح تربیه مې کوله. په ما کې الهي کتاب او د نبوي احادیثو صحاح سته تدریسیدل او بالاخره زما نوم فرانسوي نه بلکې عربي ریښه درلوده، نو ځکه مې واکمن سیکولران واجب القتل بولي. تاسو به راباندې هر نوم کیږدئ. د ترهګرو(!) ځاله به مې وبولئ، د وطن دښمنۍ پیغور به راپسې غوټه کړئ. خو زما تاریخ دې ځمکې او اسمان ته معلوم دی، زما په افتخاراتو حتی ستاسو سیکولر اسلاف هم معترف دي او زما له ویاړمن تاریخ څخه هیڅوک سترګې نه شي پټولی. د افغانستان د یوې تاریخي مدرسې په حیث زما نوم ( حمیدیه مدرسه) د افغانستان له یوه ستر علمي، روحاني او جهادي شخصیت شیخ الاسلام ملا حمیدالله اخندزاده ( د تګاب فقیر) سره غوټه دی. دتګاب فقیر د احادیثو اجازه او د تصوف د شاذلیه طریقې اذن د هیواد له ستر عالم ملا مشک عالم څخه ترلاسه کړی و. هغه ملا مشک عالم چې په افغانستان د دوهم انګریز یرغل په مهال د اشغالګرو په وړاندې د سد سکندر په شان ودرید. کتابونه یې کت کړل او له ټولو طالبانو سره د جهاد ډګر ته ووت او تر هغه وخته یې خپلې جهادې مبارزې ته ادامه ورکړه تر څو یې دا هیواد له انګریزي استعمار څخه خلاص کړ. د تګاب فقیر په قادریه طریقه کې د هډې د ملاصاحب ( نجم الدین اخندزاده) ماذون و، هغه نجم الدین اخندزاده چې استاد او مرشد یې ( د سوات اخندزاده مولانا عبدالغفور صاحب) د امیر دوست محمد خان په زمانه کې د سیکانو او انګریزانو د یرغلونو په وړاندې د نه ماتیدونکي کمر مثال درلود، هغه چې د پیښور او سوات وروستی س
Hammasini ko'rsatish...
اشغالګرو په کاپيسا کې یوه دیني مدرسه ونړوله، په ننګرهار او میدان وردګو کې هم په ملکيانو چاپې ووهل شوې د دیني اقدارو ضد او وحشتونو په دوام یوځل بیا په کاپیسا ننګرهار او میدان وردګو کې امریکايي اشغالګرو او کورنیو مزدورانو يې د اولسي خلکو په میشت ځایونو او یوه دیني مشهوره مدرسه چاپه ووهله. تیره شپه د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ بدراب سیمه کې امریکايي اشغالګرو عسکرو د خپلو کورنیو غلامانو په ملتیا د سیمې په لویه او مشهوره دیني مدرسه (حمید المدارس چې د هیواد د ستر صوفي فخرالمشائخ میاګل جان آغا دیني مدرسه او خانقا وه) چاپه ووهله او دغه مدرسه يې په اور کې وسوزوله. په مدرسه کې سلګونه د قرآن کریم نسخې، دیني او عصري کتابونه او د مدرسې لوازم د اور خوراک شوي دي. د یادې چاپې په مهال يې د مدرسې د اوسني مهتمم او د میاګل جان آغا د زوی (متواضع جان آغا) کور او ورسره نیږدې دوه نور کورونه هم په بشپړ ډول نړولی دی. همدا ډول يې په نیږدې بازار کې ګڼ شمیر د خلکو دکانونه او هټۍ يې هم سوزولي او لوی وحشت يې ترسره کړی دی. په پيښه کې يې یو ملکي کلیوال ټپي کړی او ۲ تنه نور يې له ځانه سره بیولي دي. دغه دیني مدرسه له سلو کلونو څخه پخواني دیني مدرسه وه، زرګونه علماء ورڅخه فارغ شوي او تر هيڅ جناح پورې يې اړه نه لرله، بلکې د خلکو زامنوته يې په دیني او عصري برخو کې زدکړې ورکولې. دا وحشت په داسې مهال ترسره کیږي چې همدې وحشي امریکايي اشغالګرو او کورنیو تالۍ څټو يې د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ په ټټنګ میاګانو سیمه کې هم په ملکي کورونو او خلکو چاپه ووهله. د ګڼو کورونو دروازې يې په بمونو له منځه یوړې، د خلکو قیمتي اجناس يې چور کړل، ګڼ کورونه يې په چاودنو کې ویجاړ کړل. د تګ په مهال يې ۳ تنه عام کلیوال په خورا وحشت سره شهیدان کړي او ۵ تنه نور يې ټپيان کړي دي. د یوبل خبر په اساس تیره شپه د میدان وردګو چک ولسوالۍ د السنګ درې په دلک خیلو کلي باندې هم امریکايي اشغالګرو او داخلي عسکرو چاپه ووهله. د لته يې هم د خلکو کورونه په بمونو والوزول، ښځې، ماشومان او لویان يې په ساړه ژمې کې ټوله شپه له کورونو څخه بهر وساتل، د خلکو ګڼ مالونه اوقمیتي شیان يې له ځانه سره یوړل او د کلي یو پرچون دکان يې هم سوزولی او خلکوته يې درانه مالي زیانونه اړولي دي. دغه وحشتونه په داسې مهال دوام کوي چې نړیوالې بشرۍ ادارې، د انساني حقوقو مدعیان او ګڼ نور نهادونه يې نظاره کوي او بیا پخپلو کلنیو راپورونو کې د ملکي خلکو درنه مرګ ژوبله مجاهدینو ته منسوبوي. د عامو خلکو په حریمونو تجاوز او په دینې مراکز برید د امریکايي اشغالګرو له دین او هیواد سره ژوره دښمني په ډاګه کوي او هغوی چې په دغه راز جنایاتو کې همکاري ورسره لري په هيڅ معنا هم د دې ویاړلي ملت او هیواد ساتونکي نه نشي بلل کیدای؛ بلکې ملي خائنین او جنایت کاران دي چې باید په لازم وخت کې حساب کتاب ورسره وشي. ان شاءالله تعالی ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی ۱۴/۶/۱۴۴۰هـ ق ۳۰/۱۱/۱۳۹۷هـ ش ــ 2019/2/19م
Hammasini ko'rsatish...
سبحان الله دادکابل اداری دشراب خورو پولیسو ظلم دی دبیګناه ملکي کسانوسره دغه وړه ویډیو زموږ دجهادفرضیت ثابته وی
Hammasini ko'rsatish...
2.53 MB
غزل د تورو څڼـــو یار، غـــــازي لالیه خاورې مشې ښایسته درباندې کلی دی زلمیه خاورې مشې پۀ تاپسې د واړو خــــدای پرستـــو اقتدا ده امیر د ټول امت، د سـر سړیه خاورې مشې د لوی رب بنـــدګي، د جــــانان مینه دې پاللې زما سپین مسلمـان ژوبل زړګیه خاورې مشې لتا ځـینې د لر ، بر د زورواکو سترګه سوځي وزیر، کاکــــو بـــارا، اې کابلیه! خاورې مشې نازکو سپینو مټو چې دې ستړې هتکړۍ کړې اې ښکلیه یوسف مخیـه ګلالیه خاورې مشې پۀ خوا کې دې د لَټــو او پیاوړو توپیر وشي د جنګ د ډګــــر زیړ مازیګریه خاورې مشې بیزار چې لۀ تور زړو، او د سپین لښکر ملا تړ یې نو ته سـاده باده احرار کوچیه! خاورې مشې @ahrarkochi
Hammasini ko'rsatish...
Boshqa reja tanlang

Joriy rejangiz faqat 5 ta kanal uchun analitika imkoniyatini beradi. Ko'proq olish uchun, iltimos, boshqa reja tanlang.