cookie

Sizning foydalanuvchi tajribangizni yaxshilash uchun cookie-lardan foydalanamiz. Barchasini qabul qiling», bosing, cookie-lardan foydalanilishiga rozilik bildirishingiz talab qilinadi.

avatar

د ګلبڼ زمزمې

درنو ملګرو! له دې ځایه به وخت پر وخت (د اسلامي ادب ګلبڼ) د بلبلانو ښکلي او معیاري شعرونه خپرېږي. زموږ هدف دا دی چې تاسې له ښه شعر او شاعرانو سره اشنا کړو. ملتیا مو وکړئ! واټساپ چینل کې هم راسره شئ!👇 https://whatsapp.com/channel/0029VaRuZuH47XeBTAbS4o1v

Ko'proq ko'rsatish
Reklama postlari
9 271
Obunachilar
-924 soatlar
+1087 kunlar
+43930 kunlar

Ma'lumot yuklanmoqda...

Obunachilar o'sish tezligi

Ma'lumot yuklanmoqda...

غزل: دکتور نورالحبیب نثار زه د سروې صنوبر ګلونه ګورم که مې ګورې کال و سرګلونه ګورم داسې ښکاري شیرین عمر مې د ګل شو په خوبونو کې اکثر ګلونه ګورم زما شپې ورځې یې غیږه کې ویدې وي چې سحر او مازیګر ګلونه ګورم سکه نثاره نوره نوې کډې راغلې خړ په خاورو د خیبر ګلونه ګورم د ګلبڼ زمزمې. (182)
Hammasini ko'rsatish...
4
غزل: اکرام الدین مفتون په پلونو پښې ږده، خو په يادونو پښې مه ږده د تلليو شازلمو په اميدونو پښې مه ږده په سترګو ښکلوه د والدينو قدمونه دوى مه خفه کوه په جنتونو پښې مه ږده تندى د زړه هېنداره ده او ژبه د زړه ژباړه بدمخى او بد خوى مه شه په زړونو پښې مه ږده په شنه اسمان له تندر څخه وډار شه انسانه د ګوتو په سر مه ځه په سرونو پښې مه ږده اى غرق به شې بې وزله يتيمان مه هېروه کښت مه کړه د اغزيو په ګلونو پښې مه ږده د ځمکې پيداوره د غرور په وزرونو ځان مه تباه کوه په اسمانونو پښې مه ږده مفتونه دا نظام د شـ.ـهيدانو امـانت دى لږ خيال کوه د دوى په ارمانونو پښې مه ږده د ګلبڼ زمزمې. (182)
Hammasini ko'rsatish...
16🥰 2👍 1
Photo unavailableShow in Telegram
کانال اخبار امارت اسلامی افغانستان فعال شد اکنون میتوانید لحظه به لحظه اخبار تازه افغانستان و جهان را دراین کانال دنبال کنید 👇👇👇👇👇👇👇👇 https://t.me/emirateislamic https://t.me/emirateislamic
Hammasini ko'rsatish...
غزل: ګل رحمن رحماني ستا نظر لکه دوا راباندې لګي د سالنګ یخه هوا را باندې لګي ژوند مې غېږ کې لکه وږی ماشوم ژاړي وران کابل یم او دنیا راباندې لګي د "خوات"د کروندو ښاغلی باد دی او که لاس د مسیحا راباندې لګي په هواره لاره خپلو پښو ته لوېږم دا د کوم ښکلي ښېرا راباندې لګي ډېوه ګل کړه نور مې سترګې رانه لوېږي د دوزخ د اور رڼا راباندې لګي چې کوڅې مې لېونتوب ته سلامي کړي ماشومان به خامخا راباندې لګي دا هم ستا د مسلمانې ښکلا زور دی د کافر غزل بلا راباندې لګي د ګلبڼ زمزمې. (181)
Hammasini ko'rsatish...
4👍 1
غزل: کړاوو منګل که تکلف د خنډ و خار نه کیږي نور داسې څه دي چې په لار نه کیږي زما د برخې نورې شپې شته کنه؟ ستورو په یوه شپه خو مو شمار نه کیږي یو ځای ښه نه یمه په یو ځای باندې څوک دې مانع د انتشار نه کیږي یعنې چې بل پړاو ته هم ځي لوبه یعنې چې ژوند په یوه وار نه کیږي کړاوه یو ځل چې کوټه سیکه شي بیا یې په دوو مخو هم کار نه کیږي د ګلبڼ زمزمې. (180)
Hammasini ko'rsatish...
5
غزل: جهادي عمري شک دې زما په اعتبار نه کوي پردي خویونه دې دلدار نه کوي دا چې درېږي د خزان په طرف ډار به د ګلو له ازار نه کوي? د نازولو وعدې چا شمېرلي نه کنه، څوګ د ستورو شمار نه کوي ښکلا د کلي پکې ورکه بویه مزه د کلي دغه ښار نه کوي یاد دې د زړۀ له کوره نه باسمه پر مېلمنو پښتانه قار نه کوي د عمري لاس کې ګلونه مدام فکر د کاڼو په ګذار نه کوي د ګلبڼ زمزمې. (179)
Hammasini ko'rsatish...
13👍 1
غزل: ملا محمد علیم بسمل چاته آذان کوې بلاله امت باد وړی دی څوک به راپورته کړې له خوبه ملت باد وړی دی سپی یې تړي او خر یې بېرته خلاصوي له قیده په دې ځنګل کې د زمریانو حیثیت باد وړی دی* که جنتي شي او دکهف د اصحابانو هم شي سپی بیا هم سپی دی عارضي فضیلت باد وړی دی یا خو د ښکلو په خندا کې پخوانی خوند نشته یازه سپین ږیری شوم او یا محبت باد وړی دی ځې په حرامو پیسو حج ته شیطانان هم ولې ملا بسمله د انصاف عبادت باد وړی دی د ګلبڼ زمزمې. (178)
Hammasini ko'rsatish...
21🕊 2👍 1🥰 1
غزل: ثاقب خپلواک په راګونو د رباب کې د وطن د نغمو شور دی په رنګونو د ګلاب کې د وطن د نغمو شور دی د شپېلۍ نهګتي وږم، خوږ الاپ د ازادۍ دی د دردونو په دریاب کې د وطن د نغمو شور دی کائناتو کې نغمې د فطرتي ښکلا ښکاریږي د سوالونو په ځواب کې د وطن د نغمو شور دی په ټپو د انقلاب کې چې یاغي ترنم وینو د اسونو په رکاب کې د وطن د نغمو شور دی په سجدو شوه ښکلې ځمکه، په رکوع ښایسته اسمان دی په رمزونو د ثواب کې د وطن د نغمو شور دی کړو خپلواک سراب مزلونه، تر منزله به رسېږو د جامونو په سیراب کې د وطن د نغمو شور دی د ګلبڼ زمزمې. (177)
Hammasini ko'rsatish...
7👍 1
غزل: همت کوچی هر رقم که وې، خو داسې رښتیا نه وې زما اوښکې د مطلب او ریا نه وې ته چې لاړې بس همدا به مو قسمت وو زما زړه کې ګیلې وې خو له تا نه وې ځه چې ته نه یې نو څه اسمان به ړنګ شي؟ هسې هم زما د زړه په رضا نه وې دا خو تا ویل چې تر مرګه درسره یم ما چې واړولې سترګې ته بیا نه وې چې د ژوند سختو را تم نه کړې همته زما دعاوې درسره وې تنها نه وې د ګلبڼ زمزمې. (176)
Hammasini ko'rsatish...
11
غزل: راشد کامران دا وطن خوشال به شي، خدای خو مهربانه دی. حسن کې مثال به شي، خدای خو مهربانه دی. فیض د شین سخي اسمان، للمو ته میده باران، کال د خوښۍ کال به شي، خدای خو مهربانه دی. دښتې زرغونې به شي، ونې تکې شنې به شي، غرونه مالا مال به شي، خدای خو مهربانه دی. صبر د وطن ناوې، ستوري به را ښکته شي، ستا د زنې خال به شي، خدای خو مهربانه دی. کړي به معطر جهان، ستا دا عنبري څڼې، خوږ، نری شمال به شي، خدای خو مهربانه دی. ستړی د ادب مزل، اوره د راشد غزل، لارې ته مشال به شي، خدای خو مهربانه دی. د ګلبڼ زمزمې. (175)
Hammasini ko'rsatish...
9👍 1
Boshqa reja tanlang

Joriy rejangiz faqat 5 ta kanal uchun analitika imkoniyatini beradi. Ko'proq olish uchun, iltimos, boshqa reja tanlang.