cookie

Sizning foydalanuvchi tajribangizni yaxshilash uchun cookie-lardan foydalanamiz. Barchasini qabul qiling», bosing, cookie-lardan foydalanilishiga rozilik bildirishingiz talab qilinadi.

avatar

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو د حقیقت او واقیعت په لټه 87.5 FM 91.2 FM

Ko'proq ko'rsatish
Reklama postlari
11 530
Obunachilar
+224 soatlar
+397 kunlar
+16730 kunlar
Post vaqtlarining boʻlagichi

Ma'lumot yuklanmoqda...

Find out who reads your channel

This graph will show you who besides your subscribers reads your channel and learn about other sources of traffic.
Views Sources
Nashrni tahlil qilish
PostlarKo'rishlar
Ulashishlar
Ko'rish dinamikasi
01
د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په لومړي ځل بهرني هېواد ته سفر وکړ. حقانی نن ماښام د متحده عرب اماراتو له امیر سره کتلي.
1 2382Loading...
02
‏د مخابراتو وزارت اړوند یو خبر لاس په لاس کېږي چې ګواکې هېواد کې د مبایل کرېډېټ لس سلنه محصول بند شؤی. ‏یاد خبر ناسم او موثق نه دی .
1 9122Loading...
03
‏په سرپل لسګونه نارینه او ښځې په عام محضر کې په درو ووهل سول.
1 9330Loading...
04
‏د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره درې میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. ‏اوچا وايي، هره مياشت ٦٠ تنه چې زياتره يې ماشومان دي، د ناچاودو توکو له امله وژل کېږي او يا هم معلول کېږي. ‏ددې ټولو سربېره، اوچا یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغانستان ته د بشري مرستو دوام د روغتیایی خدمتونو د خرابیدو مخه نیولې او د هیواد د اقتصادي ثبات د ساتلو لپاره «مهمه» ده.
2 3921Loading...
05
د کندهار د صرافانو اتحادیه، چي نن د عدلیې ریاست له لوري بنده سوې وه، بیرته خلاصه سوه.
2 9031Loading...
06
د لوړو زده کړو وزارت وايي، چي له ۵۱ زره علماوو څخه یې د ماسټرۍ لپاره ازموینه اخیستې، چي ۱۸ زره پکښي د اسنادو تر لاسه کولو ته بریالي سوي.
3 3771Loading...
07
‏په چمن کې پرلت کوونکي وايي، د پاکستان حکومت پرې د برید اراده لري او د پاکستان پوځ غواړي چې د عدالت غوښتنې ږغ چوپ کړي. ‏دوی خبرداری ورکوي چې په هیڅ ډول به د عدالت غوښتنې له دغه خوځښته لاس پر سر نه شي. ‏دغه پرلت شاوخوا اته میاشتې مخکې، هغه مهال په چمن کې پیل شو چې پر سپین بولدک د اوښتلو لپاره د ویزې او پاسپورټ درلودل د پاکستان له لوري لازمي شول.
3 3590Loading...
08
‏هندي رسنیو خبر ورکړی چې په دې هېواد کې د ګرمۍ د سختې څپې له امله لږ تر لږه ۱۰۰ کسان مړه او لسګونه زره نور اغېزمن شوي دي.
3 3430Loading...
09
په یوه ورځ کې څه باندې ۳۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه ویستل شوې اوبېرته هېواد ته راستنې شوې دي. ‏د دغه راپور له مخې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو  هېواد ته داخل شوي دي.
3 3220Loading...
10
افغانستان په نړیوال جام کي نن یوګانډا ته په ۱۲۵ منډو ماته ورکړه.
3 2601Loading...
11
کندهار کي نن د تودوخي لوړه درجه ۴۲ او کښته ۲۱ ده، سر له سبا څخه دا درجه تر ۳۸ پوري کښته کیږي او تر بلي دوشنبې پوري به هوا ښه وي. وروسته د ګرمۍ درجه ۴۵ ته رسیږي او څو ورځي به دوام وکړي.
3 3801Loading...
12
‏په ⁧ افغانستان⁩ کې د ⁧ پولیو⁩ د کنټرول د برخې چارواکي وایي، چې په دغه هېواد کې د پولیو یا ⁧ ګوزڼ⁩ څلور ⁧ مثبتې⁩ پېښې ثبت شوي دي.
3 3880Loading...
13
د اسلام اباد عالي محکمې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان پر ضد د خیانت حکم لغوه کړ. ‏دغې محکمې وویل چې د پاکستان د حکومت د اپوزیسیون مشر لا هم په نورو تورونو په بند کې دی.
3 4090Loading...
14
اسلامي امارت وايي، د دوحې په درېيمه غونډه کې د دوى د ګډون څرنګوالى ددغې غونډې د اجنډا او د ګډونوالو په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړې ته په تمه دی. د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي مشر وايي، دوی د دغې غونډې د لومړنۍ اجنډا چې له نشه يي توکو سره مبارزه، مالي او بانکي مسایل او د موسمي بدلون دي، همغږي دي؛ خو ټینګار کوي چې د دوحې د غونډې اجنډا لا وروستۍ نه ده. ‏ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د جون په دېرشمه او د جولای په لومړۍ نېټه جوړه شي – په پام کې ده چې د یو شمېر نړیوالو سازمانونو او بنسټونو د استازو تر څنګ په کې د ۲۵ هېوادونو استازي ګډون وکړي.
3 6911Loading...
15
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف اعلان وکړ چې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه یې طالبان د ترهګرو ډلو له لېسته ایستلي دي.
3 5890Loading...
16
پخوانی ولسمشر حامد کرزی له جرمني څخه امریکا ته ولاړ، چي د خپل مشر ورور عبدالقیوم کرزي په جنازې کي ګډون وکړي.
3 7921Loading...
17
امریکا د مرکزي قومندې پخوانی قومندان جنرال فرانک مک‌کېنزي، د دوحې هوکړه د امریکا تېروتنه بولي. ‏جنرال فرانک مک‌کېنزي له یوې امریکايي رسنۍ سره پخپله یوه تازه مرکه کې وايي؛ د دوحې هوکړه یو "عملیاتي میکانیزم" و چې افغانستان یې ویجاړ کړ. ‏هغه زیاته کړې چې امریکا پرته له دې چې د بیې پرې کېدو ته یې پام وکړي، له افغانستانه وتلو ته ډېره لېواله وه.
4 0400Loading...
18
‏ډان ورځپاڼې د ⁧ پاکستان⁩ او ⁧ افغانستان⁩ د ⁧ سوداګرۍ⁩ او صنایعو د ګډې خونې په حواله راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت د یکشنبې په ورځ د یوه داسې پلان پلي کول پیل کړي چې له مخې یې افغان لاریو ته اجازه ورکول کېږي چې د موقتي اسنادو په کارولو سره پاکستان ته دننه شي.
4 0101Loading...
19
د کندهار صرافان وايي، چي د صرافۍ د جواز لپاره د سل افغانۍ تضمین ورکولو وس نه لري او مجبوره دي، چي دا کار پرېږدي او بل کار ته مخه کړي.
4 0421Loading...
20
‏د اسراییلو صدراعظم ته یوه نژدې مقام نن تایید کړه چې دې هېواد د امریکا د ولسمشر جوبایډن د هغې طرحې چوکاټ منلی دی چې په غزې کې د جګړې سمدستي پای ته رسېدل غواړي، خو دې چارواکي دا یادونه هم کړې چې د بایډن پلان نیمګری دی او ډېر کار ته اړتیا لري.
4 0320Loading...
21
د پیسو نړیوال صندوق اټکل کړی چې د پاکستان د حکومت پور به په نوي مالي کال 2024/25 کې تر ټولو لوړې کچې یعني 87,000 ملیارد روپیو ته ورسیږي. ‏د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، پاکستان د پورونو په جال کې ایسار دی او د خپلو شته پورونو د بیرته ورکولو او د بودیجې د کسر د پوره کولو لپاره نور پورونه اخلي. د پیسو نړیوال صندوق سرچینو ویلي، په نوي مالي کال کې به د پاکستان د حکومت کورني او بهرني پورونه له ۱۰،۴۳۳ میلیارد روپیو ۸۷،۳۴۶ میلیارد روپیو ته لوړ شي.
4 1211Loading...
22
‏د هرات ولایتي چارواکي وايي، په وروستیو ورځو کې له ایرانه د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ ۵۰ سلنه لوړه شوې ده.
4 0100Loading...
23
د نیویارک ټایمز د راپور له مخي ‏د هند انتخابات پای ته ورسېدل. داسي برېښي چي مو‌‌‌‌‌‌ډي به د درېیم ځل لپاره د هند صدراعظم وي.
4 0680Loading...
24
د ایران دولتي ټلویزیون د څرګندونو له مخې؛ د دغه هېواد پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم‌لیکنه کړې ده. ‏احمدي نژاد له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د ایران ولسمشر و. ‏هغه د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې شورای نګهبان له سیالۍ کولو منع کړی و. ‏د ایران ولسمشریزې ټاکنې به د جون پر اته ویشتمه ترسره شي.
4 0640Loading...
25
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په هڅو د سپین بولدک ولسوالۍ په رباط سیمه کي د احمد شاهي حوض ترميماتي چاري پاي ته ورسيدې. د اطلاعات او فرهنګ رئيس مولوي انعام الله سمنګاني وايي، ددې حوض چاري، چي د له منځه تلو په حال کي وو، د ۷ ميليونه، ۱۴۰ زره او ۲۵۰ افغانيو په لګښت پيل سوي وې.
4 0422Loading...
26
د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ د زنګي اباد د لکڼي په ساحه کې د دوو کورنیو تر مینځ دلفظي شخړه په جنګ بدله سوې ده، له امله یې د یو طرف یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او بل زخمي سوی دي. او بل طرف کې هم یو تن د غنمو د لور په واسطه وهل سوی او زخمي سوی دي زخمیان میرویس روغتون ته انتقال سوي دي.
3 9440Loading...
27
د تورخم ګمرک کارکوونکو په یو موټر کې ۱۶ عدده تومانچې، شاجرونه او ۳۱۵ عدده مرمۍ نیولي دي. ‏مسوولینو ویلي، دغه مهمات په قاچاقي توګه له ګاونډي هېواد پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل.
4 0400Loading...
28
‏د ⁧ چین⁩ د دفاع وزیر دونګ جون په یو بیان کې ویلي، چې د تایوان د بېلتون غوښتنې پر ضد خپلې هڅې زیاتوي او هېڅکله به اجازه ور نه کړي، چې دغه دسیسه عملي شي. چینایي دفاع وزیر له خپل امریکایي سیال لویډ استین هم غوښتي چې د تایوان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
4 0770Loading...
29
‏پرون د ننګرهار د تورخم له لارې ۷۰، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۶۶، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۲ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
4 0600Loading...
30
‏د کندهار  ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ارغستان ولسو الۍ کې د اوبو رسولو یوه سولري شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
4 0500Loading...
31
‏نور جلال جلالي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت د نوي سرپرست وزیر په توګه معرفي شو ‏قلندر عباد تر دې وړاندې د عامې روغتیا د سرپرست وزیر په توګه دنده ترسره کوله. ‏ښاغلی جلالي د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان په اساس دعامې روغتیا د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
4 3230Loading...
32
د کندهار د میوند ولسوالۍ د ملا عبدالله جان پمپ سره یو زرنج موټر سایکل له ټېلر سره ټکر سوی، درې تنه مړه سوي او ۲۱ نور ټپیان دي. زرنج چلوونکي د خپلي کورنۍ ۲۴ غړي سپاره کړي وه، چي اکثریت یې کوچنیان وه.
4 2720Loading...
33
‏د هند په ځینو برخو کې د تودوخې سختې څپې روانې دي چې له امله یې تر دې دمه د ۵۴ کسانو د مړینې خبرونه خپاره شوي، چې ډېر یې په بېهار ایالت کې دي.
4 4180Loading...
34
د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې په دویمه ورځ څلور کسانو نوم لیکنه وکړه. ‏علي لاریجاني، محمود احمدي بی‌غش، محمد خوش‌چهره او عبدالناصر همتی هغه څیرې وې چې د جمعې په ورځ یې نوم لیکنه وکړه. ‏د ایران د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې لپاره د کاندیدانو نوم لیکنه درې ورځې نوره هم دوام لري.
4 4460Loading...
35
‏⁧ اسراییلي⁩ ځواکونو له څو ورځنیو سختو جګړو وروسته د ⁧ غزي⁩ په شمال کې په ⁧ جبالیا⁩ سیمه کې خپل عملیات پای ته ورسول. ‏په دغو عملیاتو کې، ⁧ اسراییلو⁩ پر ⁧ جبالیا⁩ سیمه شاوخوا ۲۰۰ هوایي بریدونه کړي دي.
4 3120Loading...
36
اسلامي امارت د پاکستان د حکومت د هغه تحقیقاتو نتیجې رد کړې چې په وروستیو ورځو کې په پاکستان کې په چینايي کارکوونکو خونړۍ حمله د افغانستان څخه فعالیت کوونکو وسله والو کړې ده. ذبیح الله مجاهد وایي افغانستان په پاکستان کې په ۲۶ مارچ په چینايي شهریانو د حملې سره هېڅ تړون نه لري او دا چې دغه د پاکستان کورنۍ مسله ده او پکاره ده چې خپله یې حل کړي. مجاهد وویل پاکستان چې په چینايي وګړو د حملې په اړه کوم رپورټ شایع کړی دا یو کوښښ دی چې د افغانستان او چین ترمنځ اعتماد ته زیان ورسول شي.
4 2550Loading...
37
د قرغزستان د انرژۍ وزارت هغه پلان چمتو کړی چې له مخې یې دا هېواد او تاجکستان په راروان ۲۰۲۵م میلادي کال کې د افغانستان له لارې پاکستان ته برښنا صادروي.
4 0640Loading...
38
‏د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، چې اسراییلو په غزه کې د تل پاتې اوربند لپاره نوې طرحه وړاندې کړې او له حماس څخه یې وغوښتل چې دا هوکړه ومني.
4 0360Loading...
39
افغانستان د شل اوریز نړیوال جام په تمریناتي لوبه کي سکاټلینډ ته په ۵۵ منډو ماته ورکړه.
4 1301Loading...
40
د یمن حوثي غورځنګ اړوندې تلویزیوني‌ شبکې اعلان کړی چې پر دغه هېواد د امریکا او بریتانیا د وسله والو ځواکونو د تېرې شپې بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر نور ټپيان دي.‌ سېنټکام دا د حوثیانو لخوا پر سوداګریزو بېړیو وروستیو بریدونو ته ځواب بللی دی.
4 0890Loading...
Photo unavailableShow in Telegram
د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په لومړي ځل بهرني هېواد ته سفر وکړ. حقانی نن ماښام د متحده عرب اماراتو له امیر سره کتلي.
Hammasini ko'rsatish...
86👍 9👎 4
‏د مخابراتو وزارت اړوند یو خبر لاس په لاس کېږي چې ګواکې هېواد کې د مبایل کرېډېټ لس سلنه محصول بند شؤی. ‏یاد خبر ناسم او موثق نه دی .
Hammasini ko'rsatish...
😢 44👍 17 8
‏په سرپل لسګونه نارینه او ښځې په عام محضر کې په درو ووهل سول.
Hammasini ko'rsatish...
👍 31 9😢 6
‏د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره درې میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. ‏اوچا وايي، هره مياشت ٦٠ تنه چې زياتره يې ماشومان دي، د ناچاودو توکو له امله وژل کېږي او يا هم معلول کېږي. ‏ددې ټولو سربېره، اوچا یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغانستان ته د بشري مرستو دوام د روغتیایی خدمتونو د خرابیدو مخه نیولې او د هیواد د اقتصادي ثبات د ساتلو لپاره «مهمه» ده.
Hammasini ko'rsatish...
👍 17 8
د کندهار د صرافانو اتحادیه، چي نن د عدلیې ریاست له لوري بنده سوې وه، بیرته خلاصه سوه.
Hammasini ko'rsatish...
84👍 14
د لوړو زده کړو وزارت وايي، چي له ۵۱ زره علماوو څخه یې د ماسټرۍ لپاره ازموینه اخیستې، چي ۱۸ زره پکښي د اسنادو تر لاسه کولو ته بریالي سوي.
Hammasini ko'rsatish...
👍 66👎 28 28
‏په چمن کې پرلت کوونکي وايي، د پاکستان حکومت پرې د برید اراده لري او د پاکستان پوځ غواړي چې د عدالت غوښتنې ږغ چوپ کړي. ‏دوی خبرداری ورکوي چې په هیڅ ډول به د عدالت غوښتنې له دغه خوځښته لاس پر سر نه شي. ‏دغه پرلت شاوخوا اته میاشتې مخکې، هغه مهال په چمن کې پیل شو چې پر سپین بولدک د اوښتلو لپاره د ویزې او پاسپورټ درلودل د پاکستان له لوري لازمي شول.
Hammasini ko'rsatish...
😢 46👍 17 6
‏هندي رسنیو خبر ورکړی چې په دې هېواد کې د ګرمۍ د سختې څپې له امله لږ تر لږه ۱۰۰ کسان مړه او لسګونه زره نور اغېزمن شوي دي.
Hammasini ko'rsatish...
😢 28👍 11 5
په یوه ورځ کې څه باندې ۳۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه ویستل شوې اوبېرته هېواد ته راستنې شوې دي. ‏د دغه راپور له مخې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو  هېواد ته داخل شوي دي.
Hammasini ko'rsatish...
👍 25 6
Photo unavailableShow in Telegram
افغانستان په نړیوال جام کي نن یوګانډا ته په ۱۲۵ منډو ماته ورکړه.
Hammasini ko'rsatish...
45👍 17