RTA Sport - ملی سپورټ ټلویزیون
د افغانستان ملي راډیو او تلویزیون رسمي ادرس. RTA سپورت: د RTA یو چینل چې د 1925 راهیسې د افغانستان ملي خپرونکی دی چې د ملي او نړیوالو سپورتونو ټول شموله خبرونه ژوندی پوښښ وړاندې کوي.
Більше11 223
Підписники
-624 години
-387 днів
-33230 днів
- Підписники
- Перегляди допису
- ER - коефіцієнт залучення
Триває завантаження даних...
Приріст підписників
Триває завантаження даних...
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
ویډیو وګورئ چینل سبسکرایب کړئ مننه 👆
❤ 2
1100
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
Показати все...ترانه:پر اوږو مې ګلدوزي څادر را کېږده | غږ:حافظ شهاب ځدراڼ | RTA Taranum
نوی عجبه ترنم! کسر... پر اوږو مې ګلدوزي څادر را کېږده د بريا او اباديو غاړه را کړه نا ارام افغانستان ومه هوساه شوم يه اختره! د خوښيو غاړه را کړه غږ:حافظ شهاب ځدراڼ شاعر!معاويه زيارمل
1100
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
کرېکټبورډ افغان ولس ته د افغانستان او سویلي افریقا لوبه په لوی سکرین نشروي
د افغانستان کرېکټبورډ اعلان کړی، چې سبا ( پنجشنبه، د چنګاښ ۷مه ) په کابل ملي لوبغالي کې د افغانستان او سویلي افریقا نیمهپایلوبه پر لوی سکرین هېوادوالو ته خپروي.
کرېکټبورډ ویلي، چې نندارچیانو ته د خوراک او څښاک ترتیب هم شوی دی.
#RTASport
#مليتلویزیون
#ICCMensT20WorldCup2024
#Afghanistan
#AfghanAtalan
#AFGvsSA
8500
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
بدلون ځوانان لومړ توپوهنه کوي
د نشهيي توکو د مخنیوي په ملاتړ د یوازېنۍ شلاوریزې لوبې پچه د بدلون ځوانانو لوبډلې ګټلې او د سیالې نشهیي توکو ضد لوبډلې پر وړاندې یې توپوهنه غوره کړې ده.
#RTASport
#مليتلویزیون
👍 1
8600
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
Фото недоступне
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د کانونو او پټرولیم له وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره کتلي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د طبیعي زېرمو، د کانونو قراردادونو، د اوبو د مدیریت او کنټرول او د عینک مسو پروژې په اړه خبرې کړې دي.
د یاد وزارت په وینا؛ د یادې کتنې په پای کې دواړو وزیرانو د عینک مسو پروژې پیل د هېواد د ثبات لپاره مهم بللی او د پلي کېدو په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
#مليتلویزیون
❤ 2👍 1
12000
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
Фото недоступне
د افغانستان اټکانرژي او د قرغېزستان عبدیشعطا فوټبال لوبډلو د لوبې ځای او نېټه په ډاګه شوه
د افغانستان اتلانو لیګ اتلې لوبډلې اټکانرژي او د قرغېزستان اتلانو لیګ اتلې لوبډلې عبدیشعطا ترمنځ د اسیا چلېنجلیګ فوټبال حذفي سیالۍ د راتلونکې اګسټ میاشتې په ۱۳مه نېټه د قرغېزستان په جلالاباد ښار کې ترسره کیږي.
دا لومړی ځل دی، چې له افغانستانه یوه لوبډله د اسیا په کچه سیالیو کې ګډون کوي.
#مليتلویزیون
#RTASport
#AFCChallengeLeague
❤ 2👍 1
12900
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
01:58
Відео недоступне
افغان ولس او ملي لوبډلې ته د راشد خان تازه پیغام:
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په یوه تازه ویډیو کې افغان ولس ته د تېرې بریا مبارکي ویلې او له دوی یې د لا نورو دعاوو او ملاتړ غوښتنه کړې.
همدا راز په دې پیغام کې راشد خان له افغان لوبغاړو جدي غوښتنه کړې، چې غرور دې نه کوي.
#مليتلویزیون
#RTASport
#ICCMensT20WorldCup2024
#Afganistán
#AfghanAtalan
#RashidKhan
زاشد خان .mp4212.62 MB
👍 2❤ 1
11010
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
Фото недоступне
د بغلان د خوست ولسوالۍ اړوند کوتل سچي سيمه کې د یوه فیلدر موټر د چپه کېدو له امله د درې ښځو په ګډون شپږ تن شهیدان شوي او درې نور ټپیان دي.
د پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د یادې ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
#مليتلویزیون
10600
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
Фото недоступне
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ولایتي سفرونو په ترڅ کې دا ځل بغلان ته سفر کړی او د دغه ولایت له یو شمېر مسولینو او کروندګرو سره یې کتلي دي.
ښاغلي عمري د یاد ولایت له کروندګرو غوښتي، چې په کرنیزه برخه کې د هېواد ځان بسیاینې لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
د کرنې وزیر دغهراز بغلان کې د سېلابونو له امله د وېجاړو شویو ځمکو او کانالونو د بیا رغولو ډاډ ورکړی دی.
#مليتلویزیون
❤ 1
11900
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
Фото недоступне
د هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې پخواني توپوهونکي سچن ټنډولکر د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د بنګلهدېش پر وړاندې له نننۍ بریا وروسته ویلي، د نیوزیلاینډ او اسټرالیا په څېر لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته وتل د حیرانتیا وړ وه.
ټندولکر زیاتوي، د افغان لوبډلې د نن ورځې بریا، د دوي د غښتلي هوډ او زیار ثبوت دی.
دغه راز نوموړي له افغان لوبډلې د همداسې دوام غوښتنه کړې ده.
#مليتلویزیون
#RTASport
#ICCMensT20WorldCup2024
#AFGvsBAN
👍 1
9700
Оберіть інший тариф
На вашому тарифі доступна аналітика тільки для 5 каналів. Щоб отримати більше — оберіть інший тариф.