652
Підписники
-124 години
+197 днів
+6130 днів
- Підписники
- Перегляди допису
- ER - коефіцієнт залучення
Триває завантаження даних...
Приріст підписників
Триває завантаження даних...
Repost from حاجى شریف Haje Sharif
Фото недоступнеДивитись в Telegram
کورنیو چارو وزارت: د اختر ورځې په ټول هېواد کې په پوره ډاډمنه فضا کې تېرې شوې
حاجى شريف: د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د لوی اختر ورځې په بشپړ امن او له هر ډول امنیتي ننګونو او ستونزو څخه پاکې په هېواد کې تېرې شوې.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن چهارشنبه (چهارشنبه د غبرګولي ۳۰مه) له ایکس چینل سره په خبرو کې وویل چې د منظم امنیتي پلان له مخې د پولیسو ځواکونه له نورو امنیتي بنسټونو سره په نږدې همغږي او همکارۍ توانېدلي چې امنیت تامین کړي. د اختر په ورځو کې د افغانستان د مسلمانانو لپاره د مذهبي مراسمو د برابرولو لپاره په ټول هیواد کې همکاري.
ښاغلي قانع زیاته کړه، چې دغه بریا د دقیق او اغېزمن امنیتي پلان، د امنیتي ځواکونو د څلوېښتو ساعتونو هڅو او د افغانستان د دیني عالمانو د همکارۍ پایله ده.
د کورنیو چارو وزارت هم د امنیتي ځواکونو هڅې او د خلکو د همکارۍ ستاینه وکړه.
*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
✅ https://t.me/NDGNN
Repost from حاجى شریف Haje Sharif
Фото недоступнеДивитись в Telegram
په اوبې ولسوالۍ کې د يوه سړي مړى موندل شوى دى
حاجى شريف: د هرات له اوبې ولسوالۍ څخه يوه رسمي سرچينه حاجى شريف ته وويل، چې څو شېبې وړاندې د سيروان په سيمه کې د هريرود په بحيره کې د يوه سړي مړى موندل شوى دى. د سرچينې په وينا، د دغه کس پر بدن د وژنې نښې نه دي موندل شوي او هويت يې هم نه دى څرګند. د دغه سړي مړى د اوبې ولسوالۍ مرکزي کلينيک ته لېږدول شوى دى.
*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
✅ https://t.me/NDGNN
Repost from حاجى شریف Haje Sharif
Фото недоступнеДивитись в Telegram
#خبرداری:
د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا او بل سبا په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني بامیان او دایکندي ولایتونو کې د نسبتآ تېز باران، تالنده برېښنا او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې.
#هشدار:
ریاست هواشناسی وزارت ترانسپورت و هوانوردی فردا و فردای آن روز در ولایات بدخشان، تخار، نورستان، کنر، پنجشیر، ننگرهار، لغمان، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، بامیان و دایکندی بارش شدید و سیلاب ها و رعد برق پیش بینی شده است.
*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
✅ https://t.me/NDGNN
Repost from حاجى شریف Haje Sharif
تر اوسه معلومه نه ده چې د ریښتر په مقیاس دې پنځه اعشاریه پنځه درجې زلزلې په کابل کې زیانونه اړولي او که نه. تېره ورځ د ایران په کشمیر ښار کې د ریښتر په کچه ۵ درجې زلزله وشوه، چې په پایله کې یې دوه تنه مړه، پنځه تنه ټپیان او یو شمېر زړې ودانۍ ونړېدې.
*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
✅ https://t.me/NDGNN
👍 1
Repost from حاجى شریف Haje Sharif
Фото недоступнеДивитись в Telegram
دا نجلۍ په هرات کې موندل شوې او اوسمهال د دغه ولایت په ۱۱ امنیتي حوزه کې ساتل کېږي. د هغه کورنۍ باید د هرات ښار ۱۱ ناحیې ته راجع شي.
*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
✅ https://t.me/NDGNN
Repost from حاجى شریف Haje Sharif
Фото недоступнеДивитись в Telegram
په فراه کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي
حاجى شريف: د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په فراه کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې په پایله کې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د پرچمن ولسوال مولوي محمد ياسين ابو دجانه وايي، چې پېښه د بيشنک په کلي کې شوې او په وژل شويو کسانو کې يو نارينه، يوه ښځه او يو اته مياشتنى ماشوم شامل دي.
چارواکي زیاتوي، چې د دې پېښې عاملین هلمند ولایت ته تښتېدلي او د نیولو هڅې یې روانې دي.
*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
✅ https://t.me/NDGNN
Repost from حاجى شریف Haje Sharif
Фото недоступнеДивитись в Telegram
امريکا: په تېرو څو مياشتو کې حوثي ياغيانو په سور سمندرګي کې تر ۱۹۰ ډېر ځله پر کښتيو بريدونه کړي دي.
*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
✅ https://t.me/NDGNN
Repost from حاجى شریف Haje Sharif
#عاجل
څو شېبې وړاندې د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د ریښتر په کچه ۴،۵ درجې زلزلې ولړزولې.
*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
✅ https://t.me/NDGNN
Repost from حاجى شریف Haje Sharif
په هرات کې پر څه باندې پنځه زره کورنیو د قربانۍ غوښه وویشل شوه
حاجى شريف: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي، د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې پر ۵۲۵۰ اړمنو کورنیو د ۲۶۲۵۰ کیلو ګرامه قربانۍ غوښې د وېش لړۍ پیل کړې ده.
ویل کېږي چې دغه پروګرام د ترکیې د خیریه بنسټ له خوا په لاره اچول شوی و چې پکې شاوخوا ۳۵۰ غواګانې حلالې شوې وې.
*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
✅ https://t.me/NDGNN
Repost from حاجى شریف Haje Sharif
Фото недоступнеДивитись в Telegram
وسله والو په پاکستان کې یو خبریال وژلی دی
حاجى شريف: د راپورونو له مخې وسله والو تېره ورځ د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې یو خبریال خلیل جبران په ډزو وواژه.
په دې پېښه کې د هغه یو ملګری هم ټپي شوی دی.
*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
✅ https://t.me/NDGNN