cookie

Ми використовуємо файли cookie для покращення вашого досвіду перегляду. Натиснувши «Прийняти все», ви погоджуєтеся на використання файлів cookie.

avatar

پښتو شعرونه

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ هیله ده چی راسره مل اوسی وخت په وخت به نوی شعرونه درته نشر وو إن شاء الله

Більше
Країна не вказанаПушто273Книги15 451
Рекламні дописи
742
Підписники
-124 години
+37 днів
+1530 днів

Триває завантаження даних...

Приріст підписників

Триває завантаження даних...

غزل نن سبا د سختې ورځې یاران نشته ژمی تېر شولو خو څاڅکی باران نشته ما په ډېرو دي د زړۀ وینې خوړلي خو په ما د چا د سترګو احسان نشته تنها تۀ یې پکې اوړې او را اوړې نور مې زړۀ کې دسې خاص کوم ارمان نشته ما له ډېرې مینې ډېر دوستان بایللي چا ویل چې په اخلاص کې تاوان نشته ړنګو ړنګو مرچلونو ته یې ژاړم یادګارونه یې پراته دي، ځوانان نشته نورو ښکلو کې څۀ نه وایم جانانه! خو زما جانان کې ټکی ایمان نشته جانان خدرخېل پښتو شعرونه
Показати все...
10👍 1
Фото недоступнеДивитись в Telegram
د کرکیټ چینل ته ښه راغلاست تــولي داخلی او خارجی لوبی له موژه سره په ژونـــدی بڼه وگوری تبادلی رابــطه 👈 @nsrat12
Показати все...
افغان کړکیټ اتلان🏏
وطـــن تلویزیون🖥
کـړکــیټ بــورډ🏆
ملـی ســـپورټ 📺
شعـــــروآدب💌
اریانا ســپورټ📡
دود دی زما هېلې یې وژلې اونیولی یې وجود دی دا ستا د بېلتانه مرګونی درد پکې موجود دی ما ستا د نظرمات لپاره اېښی نذرانه دی ژوندون مې ځکه ستا و ښایستو سترګوته دود دی په داخاطر دژوند رباب او ساز بې مزې ښکاري دا ځکه چې ګونګی مې دژوندون ملي سرود ده سودا د دوو مئینو زړوصحیح په هرکتاب ده خویوبل ته که درد ورکړي په مینه کې بیاسود دی داده ناروا زامن مې ښې ورځي ته نه پرېږدي یاد دې مسلمان ندی بېلتون زوی د نمرود دی دا ستا په خوږ وصال مې دارنځور زړه تداوي کړه په رنځ لړلی زړه مې ستا په غم کې نیست نابود دی سخت به وي هر درد او تېرېدل یې ناممکِن هم دی (وثیق ذکوانه) درد د زړه له هر درد بالابود دی وثیق ذکوان
Показати все...
👍 7
غزل!!! د ناهيلۍ، په اور دې وسوځېدم وه زندګۍ، په اور دې وسوځېدم د جدايۍ، لمبې دي بلې په ما د تنهايۍ، په اور دې وسوځېدم سترګې مې ستا له سترګو کښته نه کړې د دې سيالۍ، په اور دې وسوځېدم اى بې مطلبه، بې غرضه مينې!!! د ناکامۍ، په اور دې وسوځېدم ژونده! په ما ملنډي څه له وهې؟ د بې وسۍ، په اور دې وسوځېدم نبيل شباب ستړى ستومان يم هسي نا ارامۍ، په اور دې وسوځېدم نبيل شباب
Показати все...
4👍 1
خوند نه کوی د دیدن غلا لۀ غټې ګیرې سره خوند نۀ کوي دا ناروا له غټې ګیرې سره خوند نۀ کوي خدائ دَ هر چا پۀ زړۀ کې ايښې ده دَ ښکلو مینه خو د ملا لۀ غټې ګیرې سره خوند نۀ کوي جنت کښې ګیره نشته حسن عشق شته ځکه چې غیږ کښې لیلا لۀ غټې ګیرې سره خوند نۀ کوي په لویه لار کښې د اشنا پۀ انتظار کینستل بسمله ستا لۀ غټې ګیرې سره خوند نۀ کوي بسمل پښتو شعرونه
Показати все...
8💯 2
نه وای زړه مې د هجر اور سوزلی نه وای ارمان چې ته خو مې بايللی نه وای ضد او نقیض اوصاف دې څنګه کړمه یا بې وفا نه وای یا ښکلی نه وای مونږ هم د پاڼ او پړانګ تر منځ را ګیر یو چې یا پښتو نه وای یا کلی نه وای د سترګو جنګ و عجیبه کیسه وه خو چې هغې رانه ګټلی نه وای خبره بیا نو دومره نه اوږدېده چې په هغه مازیګر تللی نه وای هغه مې اوس هم خدایږو ښه یادېږي خو چې د زړه زور مې ختلی نه وای بیا مې د ښکلو یارانه کوله که مې دا خپل قسمت لیدلی نه وای ملا عاکف به له غزل څه غوښتل که دا مسلک دومره سپېڅلی نه وای عاکف پښتو شعرونه
Показати все...
10
په خنداشه چې په زړه مې بیا اور بل دی ستا یوه خندا د ټولو ستونزو حل دی ته چې وايي ژوند کې نیک عمل پکار دی شیخه ژوند پخپله هم یو نېک عمل دی د جاهل په وړاندې پوهه جهالت دی د ړندو ښار کې دسترګو خاوند غل دی صوفي ځکه له دنیانه ډېر ډاریږي چې نه زړهٔ لري نه خدای ورسره مل دی زما زړه یې په شاکړی دی بسمله منحني چې د یار څو تاره اور بل دی بسمل پښتو شعرونه
Показати все...
9
غزل تم شه، د څیرې زړه مرهمه مه ځه! درته زارۍ کوم صنمه مه ځه! زړه مې په تا پورې تړلی ګله آخر په تا پسې به مرمه مه ځه! زړه دې د کاڼي غوندې مه کلکوه! د زړکي للمې نه مې نمه مه ځه جنت به وبایلې، باور دې وشه په دې غنم پسې آدمه مه ځه زړه لکه ګل شین دی پرللمه ځمکه بې له تا مړ به شي شبنمه مه ځه! حنیف له تا بغیر بل یار نه لري ورڅخه داغسې بې غمه مه ځه حنیف مظهري پښتو شعرونه
Показати все...
6
غزل بې لهٔ تا ګرانه ژوند کې څۀ پاتې دي ډېر ارمانونه مي پر زړۀ پاتې دې غم دي بېخي بې تابۀ کړی يم زۀ لا دي غمونه ميلمانۀ پاتي دي پښتانۀ اوس لاهم پوه شوي ندي لا ده پخوا پشان ويدهٔ پاتې دي داستاپه تلو لۀ څو کلونو پس هم نښي د اوښکو په لېمهٔ پاتې دي فداجو زړۀ کې يې ارمان کومه ستا د دوو سترګو يو کاتهٔ پاتې دي فدا جو پښتو شعرونه
Показати все...
10
د جادوګر اواز څښتن محترم مولوي تندر عثماني صاحب سره یو ځای شئ.!
Показати все...
Оберіть інший тариф

На вашому тарифі доступна аналітика тільки для 5 каналів. Щоб отримати більше — оберіть інший тариф.